Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto, Dari & Urdu Poetry پښتو، دری او اردو شاعری

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • که ده یو قبر نه بل ته سړی تلای شوی
    خاورو لاندې دیدنونه که کیدای شوی

    ما به ځان سره تصویر د جانان وړی وو
    بی کفنه که چا ځان سره څه وړی شوی

    عاشقان به په لحد کې خپه نه وو
    معشوقې یې که په څنګ کې خخیدی شوی

    او د یار مینه کې مې زړه سوی په اور دی
    کاش که دا داغونه نور علم لیدی شوی

    If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

    Comment


    • د ښاغلي دروېش دراني يو بيت:

      ته خو بهار غوندي آزاد يې کله کله راځه
      زه لکه ونه يم تقدير په زولنو تړلى
      [ ενεяч ғaʟʟ нαs α яısε ]
      ▬▬▬▬▬▬•••▬▬▬▬▬▬


      Comment


      • د ښاغلي عبدالباري جهاني ښکلی غزل


        سترګي ډکي وړم له اوښکو هر محل غزل ته ژاړم

        هم مي خپل قلم ژړیږي هم د بل غزل ته ژاړم

        ګودر وچ دی منګي نسته نخرې هیري دي له نجونو

        پیزوان نه زانګي د پیغلو پر اوربل غزل ته ژاړم

        څه سرتوري دي په منډو هغه زما پښتنې ښکلي

        سور سالو یې پر سر نسته پر کاکل غزل ته ژاړم

        سپین ویښته مي آیینه ده خپل لحد مي پکښی وینم

        د مستۍ جنازه وړمه پل پر پل غزل ته ژاړم

        چي مي اوښکي تویولې د حمید پر پردیسیو

        لیونی سومه یارانو نن مي خپل غزل ته ژاړم

        راته سوځي لاندي باندي پکښی وریت مي سول خیالونه

        پر کنړ وایمه ساندي پر کابل غزل ته ژاړم

        نه ساقي وینم په خوب کي نه ټولۍ سته د یارانو

        یو په یو رانه پاتیږي پر مزل غزل ته ژاړم

        په سیلۍ کي سیوري وینم جهاني سره ورکیږو

        تللي وینمه په خوب کي پر اجل غزل ته ژاړم
        I believe the sun should never set upon an argument.
        I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

        Comment


        • عبدالباري جهاني ښکلی غزل





          زه درتــــه راغـــلـــم دقـــدم نښې دې وې ته نه وې

          دښار په شونـــډو دې سندری ګرځیدی ته نه وې

          په کور ، په کلې، پــه محل کې بس یوه کیسه وه

          پــــه هـــر مـــحــفـــل کې لکه شمع بلیدې ته نه وې

          لـــکـــه دغـــیـــږې دمـــاشـــوم څـــخـه التی کیسه

          دخــــا طـــــرو پـــــر پـــاڼــه پاڼه اوریدی ته نه وې

          خدای دې کرلې وه دسترګو په محفل کې تصویر

          پـــه هــــره اوښــکـــه کې له ورایه ځلیدی ته نه وې

          دســـرو لـــمـــبــو له کروندو څخه دې کوچ کړی ؤ

          پـــه هــر پــانـوس هره مینا کې سوزیدې ته نه وې

          دربــــــا بــــونــــو پــــه ګـــوګــل کې دې آ واز کرلې

          پـه هــــر شهباز هره نغمه کې شرنګیدې ته نه وې

          څــــــه هـــنـــګـــامـــه دې دبـلبلو په سهار ګډه کړه

          لـــــکــــه نــسیـم دګل پرسیمه تیـــریدې ته نه وې

          دجـــهــــانـــې دیــــار وطــــن دې پــه یر غل نیولې

          ـــره غــــزل ، هره مصرع کې مې راتلې ته نه وې‬
          ‏


          I believe the sun should never set upon an argument.
          I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

          Comment


          • یہ جو سرگشتہ سے پھرتے ہیں کتابوں والے
            ان سے مت مل کہ انہیں روگ ہیں خوابوں والے


            اب نۓ سال کی مہلت نہیں ملنے والی
            آ چکے اب تو شب و روز عذابوں والے

            اب تو سب دشنہ و خنجر کی زباں بولتے ہیں
            اب کہاں لوگ محبت کے نصابوں والے

            زندہ رہنے کی تمنا ہو تو ہو جاتے ہی
            فاختاؤں کے بھی کردار عقابوں والے

            نہ مرے زخم کھلے ہیں نہ ترا رنگ حنا
            موسم آۓ ہی نہیں اب کے گلابوں والے
            Last edited by Arooj Khan; 10-12-2012, 01:45 PM.

            If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

            Comment


            • کچھ اس ادا سے آج وہ پہلو نشیں رہے
              جب تک ہمارے پاس رہے، ہم نہیں رہے

              یارب! کسی کے رازِ محبت کی خیر ہو
              دستِ جنوں رہے نہ رہے، آستیں رہے

              دردِ غمِ فراق کے یہ سخت مرحلے
              حیراں ہوں میں کہ پھر بھی تم، اِتنے حسیں رہے

              جا! اور کوئی ضبط کی دُنیا تلاش کر
              اے عشق! ہم تو اب تیرے قابل نہیں رہے

              اللہ رے چشمِ یار کی مُعجِز بیانیاں
              ہر اِک کو ہے گماں کہ مخاطب ہمِیں رہے

              اِس عشق کی تلافیئ مافات دیکھنا
              رونے کی حسرتیں ہیں جب آنسو نہیں رہے

              If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

              Comment


              • د ښاغلي عبدالباري جهاني ښکلی غزل



                دا به شیطان وي چي د شپې بشر په کاڼو ولي
                تیاره مالت وي پکښي خیروشر په کاڼو ولي


                ورځ په خلوت کي تیروي چي تیاره وغوړیږي
                بلال په وینو رنګوي منبر په کاڼو ولي


                کلونه کیږي د بلا په نامه شپه ختلې
                پلار یی شهید کړي د یتیم اختر په کاڼو ولي


                موږ به تر کله د لمبو له څنګه شپې تیروو
                دوی مو د کلي د ډیوې اثر په کاڼو ولي


                اوس د زلمیو هوسونو جنازه ووته
                چي مو د پیغلو سره سم ګودر په کاڼو ولي


                دغو تور مخو له تیارو سره خپلوي کړې ده
                چي زموږ پر ښار باندي ختلی لمر په کاڼو ولي


                د هر وګړي سیوری نه وهي په توره ظالم
                هغه شملې ته پیدا سوی سر په کاڼو ولي


                جهاني کله له ډیوو سره زلمي را وزي
                چي د کوډګر په خوله کي جوړ منتر په کاڼو ولي.‬




                I believe the sun should never set upon an argument.
                I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                Comment



                • په ښکار وتلی یم خیالونه د ځوانیو لیکم


                  په ښکار وتلی یم خیالونه د ځوانیو لیکم

                  د سترګو نکل یی په سیل کي د هوسیو لیکم

                  چي لیونتوب مي د ګریوان په کور کي ځاله وکړي

                  په آیینه کي مي تصویر د شاپیریو لیکم

                  چي هم خیالونه زنګوي هم مي مستي شرنګوي

                  یوه غزل یې پر پیزوان بل پر پاولیو لیکم

                  کوچي نازونه یې د ښار د کوڅو شومه نه سي

                  پیغلي حیا ته یی سندري د کیږدیو لیکم

                  لا مي تر اوسه د خیالونو شیش محل پاته دی

                  لا خاطرې د مرغلرو د غمیو لیکم

                  واک مي پردی لار مي کږه سي د ساقي لوري ته

                  کله نا کله چی یو نیم غزل پر میو لیکم

                  جهاني چیري به رقیب ګرځوي خپل غوږونه

                  په عمر زوړ یمه شعرونه د زلمیو لیکم.‬

                  I believe the sun should never set upon an argument.
                  I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                  Comment


                  • غزل

                    نه رسي منزل ته له کاروان څخه لار ورکه ده
                    شپې لېونۍ سوي له اسمان څخه لار ورکه ده

                    واورۍ د مرمر په محلونو کی وېدو خلکو
                    وار یې د ساحل دی له توپان څخه لار ورکه ده

                    چا ویل چی لاري یې د امن پر گودر وزي
                    ماته ده کښتۍ له جاله وان څخه لار ورکه ده

                    نن یې په محفل کی د پردیو رنگ لیدلی دی
                    جام له ساقي لوېږی د مغان څخه لار ورکه ده

                    هرڅه د رنگونو په بازار کی رنگېدلي دي
                    تورو سپین اغوستی له شیطان څخه لار ورکه ده

                    اوس غنچې د گلو د زوزانو بوی په خوله کی وړي
                    بڼ کی د اغزیو له باغوان څخه لار ورکه ده

                    نوم یې د رویبار دی له اغیار سره راغلی دی
                    مینه چېرته یوسی له جانان څخه لار ورکه ده

                    تللي د پېړیو پر اوږو دي د بلال چیغي
                    دې د کفر ښار کي له آذان څخه لار ورکه ده

                    وایه جهاني د چا په مینه به غزل لیکو
                    اوس پر گودرونو له پېزوان څخه لار ورکه ده.

                    I believe the sun should never set upon an argument.
                    I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                    Comment


                    • سا می رانه واخله خو روح زه درکوی نه شم
                      جګه می شمله ده د شملی نه تیریدی نه شم

                      ژبه می را غوڅه کړه یا خوله مه راله ماته کړه
                      حق به تل زه وایم زه د حق نه تیریدی نه شم




                      Comment


                      • Ess
                        diyar_e_be_rukhi mein ess qaddar paas_e_wafa,,,
                        Bas yehi ik kaam tha jo hum ghalat karte rahey...!!
                        Za REHMAN da aagha ilm a pannah ghwarham…
                        Che la deena la mazhaba wee sewa…

                        Comment


                        • Gulab chehray pe muskarahat
                          chmakti aankhon main shokh jazbay

                          wo jab bhi college ki serhion say
                          sahailion ko liye utarti
                          to aisa lagta
                          ke, jaisay dil main utar rahi hai

                          kuch is ada say, kuch is tayaqqun say baat karti
                          ke jaisay duniya usi ki nazroon say daikhti ho
                          wo apnay rastay main dil bachati hui nigahon say hans kay kehti
                          main aisi batain
                          buhat say arsay say, buhat say larkon say sun rahi hoon
                          Main sahilon ki hawa hoon, neelay samandron kay liye bani hoon

                          wo sahilon ki hawa si larki
                          jo kal mili to usi tarah thi
                          chamakti aankhon main shokh jazbay
                          gulab chehray pe muskarahat
                          magar jo boli to us ke lehjay main wo thakan thi
                          kay jaisay sadyon say dasht-e-zulmat main chal rahi ho
                          Za REHMAN da aagha ilm a pannah ghwarham…
                          Che la deena la mazhaba wee sewa…

                          Comment


                          • Gul ka wokhandi hum Gul dey aow ka na khandi, hum Gul
                            Ta hum ta ye, ka pa shundo da moska we aw ka na

                            "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





                            Comment


                            • ماییم در اوفتاده چون مرغ بدام
                              دلخسته روزګار واشفته مدام
                              سرګشته دراین دایره بې در وبام
                              نامده برمراد و نارفته بکام

                              دمرغیو په څیر راغلو دازل دام ته لویدلي
                              زړونه ستړي ورځي ستړي شپې دغم په تار پییلي

                              دې لار ورکې دایره کی لالهانده له اوله
                              نه له مراد سره راغلي نه په مراد یورسیدلي‬

                              I believe the sun should never set upon an argument.
                              I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                              Comment



                              • If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

                                Comment

                                Working...
                                X