غزل
مه ګوره سبا نن می د زړه داغونه مه ګوره
ځه پر خپله لاره نا اشنا زخمونه مه ګوره
پام چی دی لاسونه په مجمر کی لولپه نه سي
ډیر می د سینې ایرو کی پټ اورونه مه ګوره
نور می د زړګی د حجري شمعي خاموشي دي
سوي پنتګان د هیلو وران قبرونه مه ګوره
ماته د ازل ساقی نسکوره پیاله راکړه
نور می په خمار کي د مستۍ خیالونه مه ګوره
زه لکه حباب له راز ویلو پناه کیږمه
مه پرانیزه خوله می دلته پټ رازونه مه ګوره
مایی له سرو سترګو د خونریز تعبیر اخیستی دی
ماته د شفق او د ښکلا خوبونه مه ګوره
څوک د لیونیو له کاروان سره راغلی دی
پریږده جهاني د لیونو ګامونه مه ګوره





Comment