Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto, Dari & Urdu Poetry پښتو، دری او اردو شاعری

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #46
    Originally posted by graveyardofempires View Post
    اصیل پښتون دین، اسلام او پاک قران خوښوي
    یو والی او ملګرتیا د مسلمان یی خوښه وې

    چه ګورم داسی خنزیر ته سر ټیټی ولاړ
    داسی پښتون به څه رنګه پښتونستان خوښوي

    ده عرب او ده پنجاب لپاره وژنمه خپل وروڼه
    یمه ژمن چي پاکوم به دغه سیمه له پښتونه
    ده دالخور ده غلامئ طوق مي په غاړه
    ژړوم ده میندو خویندو زخمی زړونه

    Comment


    • #47
      Poem by REHMAN BABA

      عالمان دي روښنايي ددې دنيا
      عالمان دي د تمام جهان پېشوا

      Lights in the world are those, who know,
      Guides of mankind are those, who know

      که څوک لار غواړي و خداى ته و رسول ته
      عالمان دي ددې لارې رهنما

      When looking for the road to God
      And prophet, ask from those, who know

      کيمياگر که د کيميا په طلب گرځي
      همدمي د عالمانو ده کيميا

      The alchemist in his research
      Finds sympathy with those, who know

      په مجلس د عالمانو به سرۀ زر شي
      که څوک کاڼى وي که لُوټه د صحرا

      A desert stone will turn to gold
      In company with those, who know

      جاهلان دي په مثال د مرده گانو
      عالمان دي په مثال د مسيحا

      An ignorant is like a corpse,
      Like Jesus Christ are those, who know

      چې مرده يې له نفسه ژوندي کېږي
      عالمان دي واړه هسې اوليا

      For by His breath the dead arose,
      The saintly breath of those, who know

      هر سړى چې رتبه نۀ لري د علم
      سړى نۀ دى خالي نقش دى گويا

      Those are not humans, only shells,
      The empty ones, who do not know

      زه رحمان حلقه بگوش د هر عالم يم
      که اعلٰى دى که اوسط دى که ادنىٰ

      No matter to which low degree,
      REHMAN will serve the ones, who know
      Even Adobe Photoshop can't change me.

      A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

      For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


      The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

      -Ferishta, 1560–1620

      Comment


      • #48
        که مې ستا اوربل را خپور کړ
        زه به بيا د سهر باد يم

        نو به ته زما شيرينه
        زه به ستا مين فرهاد يم

        ^^^^^^
        هله زر شه زرشه زرشه
        يوه مسکا تورو ته ور کړه

        چې مې نظم دی نيمګړی
        يوه اروا تورو ته ور کړه

        ÷÷÷÷÷
        له ما مه ځه، مه ځه ، مه ځه
        چې دردونه مې ويښيږي

        کوم راکړي تا په مينه
        پرهرونه مې ويښيږي

        ÷÷÷÷÷
        چوي مې چوي مي زړه مې چوي نور
        ستا وږمو پسې مې ګله

        ګلورينه غيږه راکړه
        شه سپرلی شه مې بلبله

        ستا يادونه دې راغلي
        د ځيګر په ګودر ناست دي

        ورکوم وينې په لپو
        زما د زړه په کوثر ناست دي

        I am no bird, and no nest ensnares me.

        non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

        Comment


        • #49
          Originally posted by millatpal noorzai View Post

          ده عرب او ده پنجاب لپاره وژنمه خپل وروڼه
          یمه ژمن چي پاکوم به دغه سیمه له پښتونه
          ده دالخور ده غلامئ طوق مي په غاړه
          ژړوم ده میندو خویندو زخمی زړونه


          edit


          Last edited by Guest; 12-08-2011, 08:28 PM.

          Comment


          • #50
            ^^^ I refuse to subject Pashto poetry to further malign and am posting a last verse to conclude our ongoing poetic argument:

            دروېشه !ما او زمري لارکړه له طالبه چپه
            ویل یې ځان ایستل په کار دي دبلا له مخه

            Comment


            • #51
              Khushal Khan Khattak/خوشحال خان خټک بابا

              Am no mughal, which cries with pains
              I can rear vengeance in my bleeding veins
              I, Afghan, once have taken some respite,
              Will then settle all accounts to your “delight”

              Comment


              • #52
                Jalal Amarkhel/جلال امرخیل



                غزل

                تا ته کیسه په دیواله کې د تصویر نه ده زده
                ما ته ګیله په خپل حالت مې له تقدیر نه ده زده

                کومه عظیمه او شهکاره فلسفه د جهان
                د قلندر چې زده ، هغه د جهانګیر نه ده زده

                ته مې یاغي د نظام بوله مغل پاله ؛ خو زه
                د سر سودا کوم ، سودا مې د ضمیر نه ده زده

                زړه مې دې مات کړ ، غږ یې وخوت چې بدنام شاعر شې
                بغیر له دې بله ښیرا د دې فقیر نه ده زده

                هغوی به کله هم د ژوند له رازه نه شي خبر
                چا ته چې ژبه د بنګړو او د ځنځیر نه ده زده

                مینه مې زده ده خو په لاره د منصور او مجنون
                په طریقه مې د ملا نه زده ، د پیر نه ده زده

                جلال بازار د ګمنامۍ کې هم ګمنام پاتې شو
                هر څه یې زده دي خو ناره یې د تشهیر نه ده زده

                Comment


                • #53
                  Hehe


                  پاکستان
                  مُقدس قاتلوں کی سر زمیں ہے
                  ہیں دستی بم یہاں کے لعلِ یمنی
                  کلاشنکوف کا بازو حسیں ہے

                  یہ ہے القاعدہ کی تربیت گاہ
                  یہ خطبہ گاہِ مارِ آستیں ہے
                  یہ اُمت مارشل لائوں کی اُمت
                  یہاں کی شہریت بھی عسکریں ہے

                  یہ جنگل ہے یہاں آئین و قانون
                  تریسٹھ سال سے کوئی نہیں ہے
                  کڑے پہرے ہپیں ہر سو دہشتوں کے
                  ہر اک مومن کی صورت خشمگیں ہے

                  خُدا کا نام مت لے اس وطن (پاکستان) میں
                  یہاں ڈالر ہی اسمِ آخریں ہے
                  وہاں پر مُفلسی کا کام کیا ہے
                  جہاں قصرِ صدارت زرگریں ہے

                  تلاشِ دار میں بغداد مت جا
                  ہلاکو خان کا مقتل یہیں ہے
                  بگاڑا قوم کا چہرا زدن میں
                  کہ جی ایچ کیو کا مُکہ آہنیں ہے

                  کہاں کا ملک ، کیسی قوم اے یار
                  ندامت سے خمیدہ ہر جبیں ہے

                  شہیدوں کا یہ ریستوراں ہے ، مسعود
                  ہر اِک پہلو میں حورِ نازنیں ہے
                  ----------------------------------------------------------------------------------------------------------
                  The Secret To Eternal Life: Live Life To The Fullest, And Help All Others To Do So. The Meaning of Life Is Choice. Increase choice through direct perception.

                  Comment


                  • #54
                    Roghanai/روغانۍ

                    مغرب به ولې په قومونو حکومت نه کوي
                    چې يې حکمت، هنر او زيار ته ادامه ورکړله

                    د خيال دنيا يې تش په خيال پورې محدوده نکړه
                    بلکې هر خيال ته يې د اوسپنې جامه ورکړله

                    Comment


                    • #55
                      Abdul Rehman Baba/رحمان بابا

                      که سل ځله زويه غوره وي تر لوڼو
                      صدقه شه ناقابل زويه تر لوره
                      چې په ننګ او په ناموس تر لوڼو کم وي
                      خداى دې مور کاندي په هسې زويو بوره
                      ننګيالي تربرونه ښه دي او که نه وي
                      ننګيالۍ تر له هم ښه ده تر تربوره

                      Comment


                      • #56
                        Abdul Qadir Khattak/عبدالقادر خټک

                        وينځه که ا صيله وي، که توره وي که سپينه
                        ښکلې شي تر حورو چې پرې راشي دزړه مينه

                        Comment


                        • #57
                          Saif-ul-Rehman Saleem/سیف الرحمن سلیم


                          اوس به کۀ خېر وي خپل جهان جوړ کړو
                          مـــونږه تقدير به د انسان جـــــوړ کړو
                          ستورى به مزکې ته پسخيږي زمــــــــونږ
                          مونږ به دې مزکې نه اسمان جوړ کړو

                          داسې جهان چې خوشحالي وي پکـښې
                          هـــر يـــــــــو موسم د سکالى وي پکښې

                          د هر چا شونډو ته خنـــــــــــــــدا ورسى
                          او د هـــرچا سره سيالي وي پکښې( زيرے)


                          ما تـه معلوم نۀ دے شباب څۀ وي؟
                          څۀ ته نغمې وائي رباب څــــــــۀ وي؟


                          مېکده څۀ وي مېخوران څـــــوک دي؟
                          ما نه دي هېر زما ياران څـــــــوک دي ؟

                          ما نـــــه زمــــــا د غـــــم تشــــريح غواړه
                          کـــــۀ مناسب وي بيا تفــــــــريح غواړه


                          مــا نـــه بربنډ اولس لبــــاس غــــواړي
                          پريـــــوتې خلق رانــــه لاس غــــــــــواړي


                          مـــا نـــــه چاپېــــــره يتيمان ناست دي
                          لوږو وهلي ماشـــــــومــــــان نـــاست دى

                          کله تيـــونس کلـــــه ويـــت نــام له ځم
                          زۀ د عوامو هـــــــر يـــــــو لام لـــــــــه ځم

                          راځه اشنا چې اول قــــام جــــوړ کړو
                          بيا کۀ فرصت وي بيا به جام جوړکړو

                          Comment


                          • #58






                            اوښکې وچی د لیمه شی زه به درشم
                            چی دردونه می ساړه شی زه به درشم
                            ارمانونو مه بل کړی پر زړه اور دی
                            د غم ورکه قافله شی زه به درشم
                            تور لحد نه به دی جارشم سر تر پایه
                            د غمو ډیوه که مړه شې زه به درشم
                            ستا دېدن زما ارمان شو تر قیامته
                            ارمانونه که ډیوه شې زه به درشم
                            ستا مزار باندې به وژاړم په چیغو
                            شیرین یاد به دی تازه شی زه به د رشم
                            د حفیظ پر زړه دې ډیر ډیر ارمانونه
                            درېغه درېغه که لمبه شې زه به درشم


                            I am no bird, and no nest ensnares me.

                            non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                            Comment


                            • #59
                              [ATTACH]6614[/ATTACH]
                              I believe the sun should never set upon an argument.
                              I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                              Comment


                              • #60
                                I believe the sun should never set upon an argument.
                                I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                                Comment

                                Working...
                                X