If this is your first visit, be sure to
check out the FAQ by clicking the
link above. You may have to register
before you can post: click the register link above to proceed. To start viewing messages,
select the forum that you want to visit from the selection below.
They can be a Pashtun and be faithful to Pakistan. A lot of Pashtuns are in Pak army..
They are indeed. But the decision making is such that serves the purpose of Punjab dominated establishment which is totally against the interests of Pashtuns. Those involved are the compradors in this game of Punjabi psuedo-imperialism.
پښتانه لر او بر دواړه ماشاالله تکړه دي خو افسوس چې بې سيواده او بې اتفاقه دي۔ د دوئي دغه خاميو څخه اغيار فائيده پورته کوي۔ پښتانه چون په افغانستان کښې زيات دي نو د دوئي تر منځه که جنګونه وي نو هم دا نور اقوام ورسره سم په جنګ او غم کښې مبتلا وي۔ ا لبته په پاکستان کښې د پښتنو غم ښادي امن او جنګ خپل دے۔ ځکه چې که په سرحد کښې څوک مري يا ژوبل کيږي د پنجاب او سنده او بلوچستان په څه؟
په يو پنجاب کښې د پيسو ګټلو د پاره سل قسمه ميلې ،تجارتونه او پروګرامونه روان دي۔
د دوئي که تبليغي اجتماع هم وي نو د پښتونخوا نه خلک ورځي او چې ۲ ميليونه د اوبو لوټې ئې خرڅې شي نو هم د دوئي اقتصاد په جوړ وي۔ هم دغه رنګ د دوئي انارکلي بازار، بازار حسن ،فيلمي سټوډيو،ميله موشيان،د هم دغه شان د اسونه ريس منډې ،بسنت ميله د کائيټ ميله چې د بيليونز روپو سوادګانې پکښې کيږي ۔
نن د پنجاب اقتصاد ولې ښه دے ؟ په پنجاب کښې خاص په ښاريو کښې د هر يو پنجابي سره موټر ګاډې شته خو په پښتونخوا کښې که د چا سره وي نو هغه به يا سمګلر وي يا به چرته بيوروکريټ وي ۔
خو د دې مطلب دا هم نه شو چې پښتانه په پاکستان کښې بې ناموسه يا بې غيرته دي۔ په پښتنو کښې چې کوم باسيواده دي هغه ډير لږ دي او کوم چې بې سيواده دي هغوئي دومره جنګونه وکړل چې خپل د ملا تير ئې مات شو۔ اوس دا جنګونه زمونږ په کومه ګټه تماميږي که نا ؟ دا جدا خبرې دي۔ البته يوه خبره ثابته شوه چې پښتانه زر کاله وړاندې هم شجاع ، غيرت مند او تکړه توريالي وو او نن هم ماشالله د چا غلامي نه مني۔ البته مجبوريت ئې دا دے چې د باسيواده او پلاننګ جوړونکيو پښتنو کمئ شته۔ کوم چې باسيواده دي هغوئي د حکومتي چوکو خوندونه اخلي نو دا نور پښتانه په اور سوزوي۔ بل د پاکستان د پښتنو مجبوريت دا دے چې دوئي خپله خاوره لري خو اقتدار ئې حکه نشته چې اقليت کښې دي۔ اوس دوئي په اقليت کښې چا بدل کړل نو ظاهره خبره ده چې څو کسو افغانانو خائينانو بادشاهانو د انګريزانو سره سازش وکړو او دوئي ئې په خرڅ کړل۔
په هغه وخت په پښتنو کښې څوک داسې وو چې هغوئي دا بادشاهان او انګريزان منع کړي وئ۔ په هر دور کښې غداران وي نو د هغه وخت غدارانو هم خپل رول لوبولې دے او تاوان او زيان ئې اولس ته رسيدلې دے۔
اوس په ډيورنډ لائين خو ما او تا دستخط نه دے کړي او نه زه او تاسې واک اخريار لرو؟ کوم خلک چې واک اختيار لري هغه د اولس او عوام ګټو ته نه ګوري د خپل اقتدار او چوکئ دوام ته ئې پام وي۔
اولس بې سيواده دي د څوک ملي رهبر ئې نشته چې د يو مرام د پاره ئې په کار راولي۔
تاسو يو او بل ته پيغورونه مه کوئ ځکه چې فقط په دې کار نه کيږي چې زه چرته د يو تاجر ځوئي يم او په امريکه کښې سبق وائيم يا فلانې د ډيپلومټ بچئ ده او د ژوند ټول سهولتونه لري نو د چا پروا ولې وکړي؟
که بر افغان د کوز افغان په زړه کښې د افغانانو پر ضد نفرت وزيږوي نو تاوان او زيان ئې هغه درې ميليونو افغانانو ته رسي کوم چې په پاکستان کښې د مهاجرت ژوند تيروي او غريبانان دي۔ هم دغه شان که کوز پښتون د بره افغان په زړه کښې نفرت واچوي نو زيان ئې هغه پښتنو ته رسي کوم چې د افغانستان سره اړيکې لري او هلته نن سبا محنت مزدوري کوي يا تجارت کوي۔
مونږ بائيد خپل ځانونو ته ونه ګورو بلکه زمونږ نور متاثرين وروڼو خوئيندو خيال په زړه کښې ولرو۔ ځکه چې مونږ هر دواړه طبقه په يو حال کښې هم پر مامور نه يو او يو څه مجبوريانې او بې وسئ لرو۔
Last edited by Feroz Afridi; 05-11-2010, 03:09 AM.
Many Pashtuns formed the elite of Mughals. In fact the few pashtuns who are in the high echelons in Pak establishment are peanuts compared to the number of lords, and elites that were with the Mughals. However, even today Mughals are seen as the historical enemies of the Pashtuns. A few in the establishment is called co opting a community, which is different from actually representing your nation's interests.
Comment