Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto, Dari & Urdu Poetry پښتو، دری او اردو شاعری

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • feeling slightly overshadowed there?? Which one of the roles mentioned above would you like to play or be praised for?? Givin birth to a warrior or being the subject of affection to one??

    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

    Comment


    • ^
      As a matter of fact I do feel slightly overshadowed and jealous.
      When I am feeling jealous of womens' praise, I just resort to calling it feminist rhetoric to make myself feel better :D

      Comment



      • څه ليدلي دي

        تا لا دخزان سپيره بادونه څه ليدلي دي

        يه دسپر لي ګله تا غمونه څه ليدلي دي
        نور يي دخپل ښاردزيبايش خبری مه کوه
        تا زما دکلي ښايستونه څه ليدلي دي
        مونږ ته ملګرو په نيت ښه نه دي بد نيته دي
        تاسو دسپين پوستو تورتور زړونه څه ليدلي دي
        ګرم نه دی خبري که دحورو او غلمانو کا
        شيخ دليوني مينې خوندونه څه ليدلې وي
        مات به خپل جامونه کړي ساقي که دې تر شونډو کړه
        تا دسرو لبانو سره جامونه څه ليددلي دي
        دا چې بلبلان يې طوافونه په ګلشن کوي
        دوي زما د زړه تازه زخمونه څه ليدلي دي
        ته يې چې نارې دزنده باد وهې صابره تل
        تا دهغو خلکو پټ مخونه څه ليدلې دي



        I believe the sun should never set upon an argument.
        I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

        Comment



        • زما دمیني په ثبوت کی نوم بدنام پاتی شو
          چی سور ګلاب رانه ستا کور کی ستا په نام پاتی شو

          ما يي لا څکه کړې نه وه خُم يي واړولو
          زما مغزو کی ترنګ دهغه ښکلي جام پاتی شو

          کاروان دمشکو لارختا کړه په ګړنګ وخاته
          واړه منزل په لوری لاړل زما قام پاتی شو

          خیر که صورت می لکه شمع توی شو دی چمن کی
          دزړګي ژباړه می غزل ورته الهام پاتی شو

          چغی می ډیری ورته وکړی چی راپاڅي جانان
          په بخت ویده را ویښول هسی کلام پاتی شو

          اوس یرغلګر دوخت راتاو دي زما وران کلي نه
          اشنا باور په ما ونه کړو چی غلام پاتی شو

          بی غوره نه شې خدمتګاره دارمان تر منزل
          اوس آزادي ستا دولس ملي مرام پاتی شو

          I am no bird, and no nest ensnares me.

          non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

          Comment


          • ذرا سی بات

            ذرا سی بات

            زندگی کے میلے میں،
            خواہشوں کے ریلے میں
            تم سے کیا کہیں جاناں،
            اس قدر جھمیلے میں
            وقت کی روانی ہے،
            بخت کی گرانی ہے
            سخت بے زمینی ہے،
            سخت لا مکانی ہے
            ہجر کے سمندر میں
            تخت اور تختے کی ایک ہی کہانی ہے
            تم کو جو سُنانی ہے
            بات گو ذرا سی ہے
            بات عمر بھر کی ہے
            (عمر بھر کی باتیں کب دو گھڑی میں ہوتی ہیں!
            درد کے سمندر میں
            ان گنت جزیرےہیں، بے شمار موتی ہیں)
            آنکھ کے دریچے میں تم نے جو سجایا تھا
            بات اُس دئیے کی ہے
            بات اُس گلے کی ہے
            جو لہو کی خلوت میں چور بن کے آتا ہے
            لفظ کی فصیلوں پر ٹوٹ ٹوٹ جاتا ہے
            زندگی سے لمبی ہے،
            بات رت جگے کی ہے
            راستے میں کیسے ہو!
            بات تخلیئے کی ہے
            تخلیئے کی باتوں میں گفتگو اضافی ہے
            پیار کرنے والوں کو اک نگاہ کافی ہے
            ہو سکے تو سُن جاؤ اک دن اکیلے میں
            تم سے کیا کہیں جاناں اس قدر جھمیلے میں

            If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

            Comment


            • وضاحت

              وضاحت
              میں نے اُس کے بدلے لہجے کی وضاحت پوچھی،
              کچھ دیر خاموش رہا۔۔۔۔
              پھر مسکرا کے بولا۔۔۔۔
              "پاگل۔۔۔
              جب لہجے بدل جائیں تو وضاحتیں کیسی۔۔؟؟؟؟

              If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

              Comment



              • شپه

                د کندهار د غمیزي په یاد

                خدایه څنګه به تیریږي دا اوږده شپه

                د ا په اوښکو مینځل شوي دا لمده شپه

                څوک به وتړي زما د اوښکو ورخ بیا

                څوک به وتړي په وینو تکه سره شپه

                د چا غیږه به( سلګۍ)ماشومه ځای کړي

                ... د چا خوا ته به( ګلاب)یوسې خفه شپه

                دا منو چې دا هر څه مو په ځان کړی

                دا منو چې رڼا ورځ مو کړه تیاره شپه

                ما بیګاه په چیغو چیغو ناري وکړي

                غږ مې وا نه وریده چا پدا کڼه شپه

                خدایه ته خو په تیاره کې هر څه ویني

                تا خوولیده بې رحمه تیریده شپه

                سپوږمۍ څنګه شوه غلبیله په مرمیو

                د سپین (ستوری) په سرو وینو تپیده شپه

                نا قراره مور په زړه پوري نیولم

                ناقراره زړه کې کله ځایده شپه

                د ځلاند په ژوند تر سترګو کربلا شوه

                د یزید په لاسه بې رحمه قتلیده شپه


                I believe the sun should never set upon an argument.
                I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                Comment



                • I am no bird, and no nest ensnares me.

                  non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                  Comment



                  • وطن مې سوځي

                    زما ګران وطن خو نن د اور په سرو لمبو کې سوځ

                    د پرنګې د شیطا نت په جوړوشوو دسیسو کي سوځي

                    په خپل هیواد کي را ته دوه مخه ښکاره شی ځان ملګرې ګڼې

                    افغان بی غوره او په کلک جنګ د ګاونډیانو توطیئوکې سوځي

                    د القاعدی او تروریزم په نوم راشي چي خطرې دی دلته

                    ښارمي ویجاړ کړی کورمي څنګه دبمونوپه دودوکې سوځي

                    په میلیاردوډالرراوړی زمونږ دخلکو نیک مرغې غواړی دوي

                    نه کارخاني،نه فا بریکي دغه پیسې ددوي دډلی په جیبوکې سوځي

                    په توره شپه کي زما د کورغړي ټول مړه کړي بیا بخښنه غواړې

                    زما د ننګ اودغیرت هیله نن ګوره د پردیو په حملو کې سوځي

                    په چم اوچل مي په خپل ورور باندی حلال کړی د جاسوس په نامه

                    زما د راتلونکی ژوندانه روشنایی څنګه د جګړو په سنګروکې سوځي

                    خدایه ته زمونږ اولس را ویښ کړی چه دعلم لار پیدا کړی ډیرژر

                    نورزی چه ژاړی پوره دیرش کاله دا وطن دغلیمانو په پلانوکې سوځي

                    I believe the sun should never set upon an argument.
                    I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                    Comment


                    • Okhko Pa Shledali Grewan Sa Okrhal

                      Ogora Pa Rang Me Hijran Sa Okrhal
                      Okhko Pa Shledali Grewan Sa Okrhal.

                      Za de dar pa dar khory pa sar krama,
                      Mata wa-ye da de pa Zaan sa okhrhal.

                      Har Zai Da Guloono Janazay Oshway
                      Jarhi Bulbulan Chi Khazan Sa Okrhal

                      Nahe zay pa zay pre zalim jore kre,
                      Sta pa surko shondo Pezwaan sa okhral.

                      Las Da Raqeeb Nesi Mata Na Gori
                      Ma Sara Be-Nangah Janan Sa Okrhal

                      Sore ye da sar zamana wahesto,
                      Ma sara de zmake Asmaan sa okrhal.

                      Za IMDAD KHIYAL mram ao na raghema,
                      Ma bande sta gham ao Khafghan sa okrhal.

                      If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

                      Comment


                      • ہم نے سوچ رکھا ہے تم سے کچھ نہیں کہنا

                        ہم نے سوچ رکھا ہے

                        چاہے دل کی ہر خواہش
                        زندگی کی آنکھوں سے اشک بن کے بہہ جائے
                        چاہے اب مکینوں پر گھر کی ساری دیواریں
                        چھت سمیت گر جائیں
                        اور بے مقدر ہم
                        اس بدن کے ملبے میں خود ہی کیوں نہ دب جائیں
                        تم سے کچھ نہیں کہنا!
                        کیسی نیند تھی اپنی کیسے خواب تھے اپنے
                        اور اب گلابوں پر
                        نرم خو سے خوابوں پر
                        کیوں عزاب ٹوٹے ہیں

                        تم سے کچھ نہیں کہنا!
                        گھرگئے ہیں راتوں میں
                        بے لباس باتوں میں
                        اس طرح کی راتوں میں
                        کب چراغ جلتے ہیں کب عزاب ٹلتے ہیں
                        اب تو ان عزابوں سے بچ کے بھی نکلنے کا راستہ نہیں جاناں!
                        جس طرح تمہیں سچ کے لازوال لمحوں سے واسطہ نہیں جاناں!
                        ہم نے سوچ رکھا ہے تم سے کچھ نہیں کہنا

                        If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

                        Comment


                        • درد


                          هد ادم د سر جوړښته

                          په حساب دې پوهه نه شوم

                          ما مې خپل ګریوان لوستلو

                          په کتاب دې پوهه نه شوم

                          په فقیر کې فقر نه وو

                          په نواب دې پوهه نه شوم



                          ستا په چم کې داسې کیږي

                          زندګي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه



                          دلته یو سړی څه ناوري

                          دلته هر سړی څه وايي

                          دا د کوم منظر اسیر دی

                          د نظر سړی څه وايي؟

                          ددې وران کلي په ګټ کې

                          په منبر سړی څه وايي



                          د بشر په وینه پايي

                          څو سړي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه



                          دغه ګل له څانګې پریوت

                          که دې اوښکه له رخساره

                          ته دې خپله ځواني ژاړه

                          زه به خپله برخه خواره

                          دا ددې کلي دستور دی

                          مینه نه پيژني یاره



                          دغه خاورې خاورې کړي

                          ډیر غمي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه



                          بت شکنه ستا په زړه کې

                          د خواهش بلها بتان دي

                          دلته تورې امامانې

                          کتابونه مقتدیان دي

                          دلته هیڅوک خطا نشته

                          ټول رسا رسا روان دي



                          څه ناشنا ناشنا لښکرې

                          ځي راځي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه



                          ته مې پيژنې نو ځکه

                          د جنت لالچ دې راکړ

                          چې دې تاب نظر له ورکړ

                          بیا دې حسن راپیدا کړ

                          دا تیاره تیاره جهان دې

                          د جانان په مخ رڼا کړ



                          کیسه دغه ده خو مونږه

                          رنځوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه



                          د ادم د خطا لومې

                          ورستې نه دي لا پخې دي

                          د غنم وجود کې ځاي شوم

                          د هستۍ دغه کیسې دي

                          د چا سترګو کې جامونه

                          د چا لاسو کې تسپې دي



                          عندلیب له پکې فکر

                          خوټکوي دلته جانانه

                          زړه مې چوي دلته جانانه

                          زړه مې چ و ي دلته جانانه




                          I believe the sun should never set upon an argument.
                          I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                          Comment


                          • I believe the sun should never set upon an argument.
                            I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                            Comment


                            • I believe the sun should never set upon an argument.
                              I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                              Comment


                              • که ته نه ېې

                                ،زما د کوټې پر زاړه دیوال

                                لاتراوسه هم

                                هغه زوړ سات زړیږي

                                اوزه لاتراوسه هم

                                له همغې زړې دریڅې

                                کوڅې ته ګورم .

                                ما ښام مخکې له هغه چې،

                                پردریڅې،

                                دآسمان تورڅادرپرېوځي

                                اودشپې نیولی غږما

                                یوځلې بیا

                                په رسیوکې راوتړي

                                زړه مې غواړي

                                دکوڅې پرمخ

                                ستا دپښو

                                خا پونه ولولم



                                ما دې کوڅې کې،

                                خپل زړه کرلی

                                ما ته،

                                دا کوڅه

                                د ېوې سپېڅلې مینې، داسې انځوردی

                                چې په کې د باغ پروږمو

                                مقد س روح چلېږي.

                                خو ګوره،

                                که ته نه ېې

                                ما ته دا کوڅه

                                له څوخټینودیوالو

                                له څو تیږو

                                اوڅوقالب خښتو

                                زیاته مانا نه لري

                                زه، دې کوڅې ته

                                ستا له سترګوګورم

                                که ته نه ېې

                                زه په نښتوسترګو

                                څه ووینم؟!

                                که ته نه ېې


                                I believe the sun should never set upon an argument.
                                I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                                Comment

                                Working...
                                X