Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto, Dari & Urdu Poetry پښتو، دری او اردو شاعری

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #61
    Syed Shah Saud/سید شاه سعود

    غـــــزل

    سترګې مې پریږده چې غړیږي لا رڼا ده پکې
    بلا یادونه دي دردونه دي دنیا ده پکې

    چې ورته ګورم او زما په لوري نه را ګوري
    دغه خبره خو بیخي لکه زما ده پکې

    زخ له امکانه څه خبر چې پکې څه پراته دي
    زما خو بس دغه وړه غوندې خندا ده پکې

    پنځه مهاله یو ځای کیږي د ګودر په غاړه
    لپه مې راکاږه پر مخ باندې دعا ده پکې

    سعوده ځان له منځه وباسه نو و به رسې
    زړه دې په تول باندې پوره دی خو انا ده پکې

    Comment


    • #62
      Hewad Sherzad/هیواد شیرزاد

      پښتو

      رانـــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو
      شــوه ګـــډه وډه مــــــورنـۍ پـــښتو

      د نورو ژبــــو ترقـي وګــورئ
      تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو

      چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه
      هـــم کابلۍ هــــــم پېښورۍ پــــښتو

      بچــــي دې شول په نورو ژبو مين
      درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو

      که دا مـــو حال وي يو د بلـــه سـره
      کلـه به پاتــې شــي ژوندۍ پښتو

      راځــئ په ګډه ســره جوړه کړو بيا
      هېواده ! خپـله ګلالۍ پـښـتو

      Comment


      • #63
        Hewad Sherzad/هیواد شیرزاد

        هغه شپې مې نه هيريږي

        عــمر تېر شو هـــغه شپې مــې نه هيريږي
        د وطــن خــــړې کوڅــې مـې نه هــــيريــږي

        د بـــاران اوبـــه، به ﻻندې پکې ډنډ شــوې
        هـغه تـار په تــار خـــېمې مـې نه هيريږي

        باد بـــاران به پـــه هــــوا باندې کــړې جګـې
        په مـــزار د ورور جنـــډې مــې نه هيريږي

        خـــوږ وطــن يې راته ټول کـــنډو کنډو کړو
        د بـــاروتو ســـرې لـــمـــبــې مې نه هيريږي

        چې يو ورور به په بــل ورور باندې ويشـتل
        د راکـټو انــګــازې مــې نــه هــــيـريــږي

        چــې د پـــلار د تودې غــــېـږې په ارمان وو
        د يـتيم ها ســــترګې سـرې مې نه هــيريږي

        ډېرې خويندې وريندارګانې مې شوې کونډې
        کــتارونـه جنازې مــې نــه هــــيــريږي

        څه ناسازې وې چې مـــونـــږ باندې ونه شوې
        د ســتم تــورې تــيـارې مــې نه هــيريږي

        ﻻ مـې غچ وربانــدې پاتې دی هېواده
        د دښـــمنو نـاکـــــردې مـې نـــه هـــيـــريــږي

        Comment


        • #64
          Gul Agha Ahmedi Wardak/ګل آغا احمدی وردګ

          يوه شېبه

          ځنې تاو كاندي لاسونه ځنې واخلي څو مچكې
          فلك ګرد ورته تاويږي ورته و كاندي چكچكې

          د ښكلا درياب ته ټوپ كړي او په خوند وهي لاسونه
          وايي راشه زما خوا ته اى د مينې ګل غـُنچكې

          د ژوندون د بدن غړي او حواس يې شي په دې خوا
          په تورسترګې پسې ګرزي طى كوي غرونه او ځمكې

          د زيارت لمنه نيسي دلاسا منجوران كړي
          مچوي د پير لاسونه دعا غواړي له ادكې

          چې كه يوار په لاس ورشي لاس يې و نيسي په لاس كې
          خوږ شربت له شونډو واخلي د نشې په يوه څمڅه كې

          ځان به داسې ښايسته كړي چې يوازې دا ده ښكلې
          وايي راشه ځوانيمرګې د خوږو هيلو وياله كې

          په همداسې تنكۍ مينه بيا سيلۍ د خزان راشي
          رژوي د ژوندون پاڼې رحم نه كړي په حمله كې

          د بېلتون په لاره درومي لاس را تاو له بل جانان كړي
          "احمدي" داسې دنيا ده ما ليدلې يوه شيبه كې

          Comment


          • #65
            Tang aa k beachny chaly thy hum Wafa Faraz ......
            Logo ne pir khuloos k bhao barrha diye !!!

            If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

            Comment


            • #66
              Late Ishaq Nangyal/ارواښاد اسحاق ننګیال

              خيبري تنده

              ټول عمر درنه ده سپکېدو ته چې يې پرې نږدئ
              خاوره پښتنه ده او پردو ته چې يې پرې نږدئ

              پرې ږده خيبري تنده چې بيا په وينو ماته شي
              ګرمه معرکه ده سړېدو ته چې يې پرې نږدئ

              سره چې وړي اورونه په کمڅو کې د پښتو ناوې
              ښه ده چې لمبه ده لوګېدو ته چې يې پرې نږدئ

              زلفو د جانان ته چې څو سرې وينې غوټۍ نشي
              لار په وينو سره ده وچېدو ته چې يې پرې نږدئ

              نن مې د خوشحال توره چې بيا هوس د شرنګ لري
              تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته چې يې پرې نږدئ

              ګورئ چې آسمنا کې وريځ د ستورو د لار پل وهي
              ورځ خو لا اوږده، ده تورو شپو ته چې يې پرې نږدئ

              وړي يې چې غرور ته ثريا په جام د سترګو کې
              نېغه مو شمله ده کږېدو ته چې يې پرې نږدئ

              Comment


              • #67
                Ishaq Nangyal/اسحاق ننګیال

                شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی
                يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی

                دا ډک جام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرعون
                موسی له کوه طور ځنې تورات راوړی دی

                دا چا ويل چې وږې د پښتون شولې حجرې؟
                دې وږو ميکائيل ته هم خيرات راوړی دی

                شېبه پر لمبو سره ده او شېبه پر ګلو سره
                دې خاورې کله جل، کله برسات راوړی دی

                ساعت وروسته رازېږو دا ساعت خير دی چې مرو
                تقدير راته بس دغسې سوغات راوړی دی

                سپېڅلی مسلمان دی خو يې زده نه شوه سجده
                دې قام ته خدای د خپل غرور ذکات راوړی دی

                Comment


                • #68
                  kisi ko apne a'maal ka hisab kia dete
                  sawal saray ghalat thay, jawab kia dete
                  It's enough that I know, Our time had a home, In your heart..Was a place..But the glass always breaks..

                  Comment


                  • #69
                    کله خپل بشر د ګل غوندی نما یې
                    کله کله د بلبل په ژبه وایې
                    کله ناز کله کنځل کړی کله مهر
                    ته خوشحال نه مرور او که پخلا یې؟

                    I am no bird, and no nest ensnares me.

                    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                    Comment


                    • #70
                      I believe the sun should never set upon an argument.
                      I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                      Comment


                      • #71
                        Mustafa Salik/مصطفی سالک

                        غزل

                        د چا د شونډو تصور د خیال له طوره ښکاري
                        هره غوټۍ د پسرلي نن راته حوره ښکاري

                        ښکلا که نه وای تصور د بدرنګۍ به نه ؤ
                        دا غرونه غرونه سیوري ټول د چا له نوره ښکاري

                        په خیال مین یم د خیال رنګ و نور زما هستي ده
                        څومره ساده ده په یوه جلوه مغروره ښکاري

                        قاتل مې ګوره اوس د اوښکو کرښې نشي لیدی
                        د یار په ګل ګل اننګو کې ورته توره ښکاري

                        د نرګسي سترګو افسون دې او که څه کیسه ده
                        هره ښکلا نن د فطرت راته رنځوره ښکاري

                        د " کسي اور" دی د مغرب د څراغونو نه ده
                        دغه رڼا چې اوس زما د لا شعوره ښکاري

                        چې په ړندو حواسو ګوري د ښایست رنګونه
                        د نړۍ هره فلسفه راته معذوره ښکاري

                        لمر مخې ستا په مخ کې دومره رنګیني خو نه وه
                        دا ټول رنګونه مې د خپل زړه له منشوره ښکاري

                        Comment


                        • #72
                          فصل د مراد زما شاید چه بی حاصل دۍ
                          ستا دا تبسم چه د اقرار سره شامل دئ
                          اوس چه بصیرت او بصارت مه سره یو شول
                          ګورمه چه هره مرحله زما منزل دی
                          مینه لیونتوب دی خو عطایی د وحدت ده
                          عقل چه راګیر دئ په کثرت کی نو غافل دئ
                          بی له اضطرابه هیڅ نښان د سکون نشته
                          بی له سینده اووایه نوم چیرته د ساحل دئ
                          ښه دی غیریت چه مو سبب د تعلق شو
                          تل د دا برزخ وې چه تر مینځه مو هایل دی
                          اوس چه د حمزه و ته تندی له ورایه تریو کړ
                          ښکاری چه دی چا درته وییلی، چه سایل دی

                          I am no bird, and no nest ensnares me.

                          non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                          Comment


                          • #73
                            Fazal Andaleb/فضل عندلیب

                            حالونه راته اووې زمانې د زمانې
                            ما هسې لټولې استانې د زمانې
                            د فکر رڼايئ راته ښکاره کړ حقیقت
                            خزلې راته ښکاري خزانې د زمانې
                            د ځان د غم د شور د زور مې وکړه اندازه
                            په غوږو مې رانغلې ترانې د زمانې
                            پکې وو د لالچ د ګندګۍ وږم سپیره
                            چې ما رالټولې یارانې د زمانې
                            د سترګو د لیدلو په طاقت شمه پښیمان
                            په مخ باندې چې اوینم کانې د زمانې
                            چې هاغه د دانې خواهش راخستی یم په سر
                            تراوسه مې پوره نه کړې دانې د زمانې
                            چې غشي د اخلاص ورسره ختم شو نو اوس
                            خطا خطا به لګي نشانې د زمانې
                            هرڅو که يې پخې پخې ودانې کړي بیا هم
                            فاني دي عندلیبه ټکانې د زمانې

                            Comment


                            • #74
                              Qaisar Afriday/قیصر آفریدئ

                              غزل


                              په غوږونو کې مـــــــــــو څنګه خبر ناست دی
                              داسې چپ یو ګویا مرګ مو په سر ناست دی

                              د شپیـــــــــــــــــــــلۍ غږ یې غمزه د قیامت ده
                              یو شپونکی په لـــــوړه څوکه د غر ناست دی

                              ددې وران قبر عذاب پرې نه تیـــــــــــــــــریږي
                              یو سړی د خـــــــــــــپل وجود نه بهر ناست دی

                              بیا اووه ســــــــــــــــــــــــمندرونه د پښو لاندې
                              یو عاشق بیا د سېــــــــــمرغ په وزر ناست دی

                              د نکتې غوندې راغونډ دی په خپل ځان کې
                              پټې ســـــــــترګې مو شاهین د نظر ناست دی

                              یو ګلاب ،چې خــــــــــــــوشبویانې یې ویشلې
                              زخم زخم د ازغو په بستــــــــــــــــــــر ناست دی

                              د قېصــــــــــــــــــــر د بې حسۍ تپوس پکار دی

                              Comment


                              • #75
                                Fazal Andaleb/فضل عندلیب

                                زوړ ښکاري

                                نن دې له کوره ولي غر پښتونه
                                چاچې دې کور د غره دسره ویشتو
                                دا پيښور چې له کابله ولي
                                دوي به کابل د پيښوره ویشتو

                                نازک ښاری درله ښاخونه ریبي
                                زیګه نښتره په تا څه شوي دي
                                یه قندهاره څوک لرې او کنه؟
                                یه پيښوره په تا څه شوي دي؟

                                Comment

                                Working...
                                X