Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afghan Govt Anti Pashto Designs

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Afghan Govt Anti Pashto Designs

    يوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د تلې ٤
    tolafghan.com








    په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم

    From Tol Afghan.com

    د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز 24.09.2010 00:33
    د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د پښتو او پښتنو د دوو لویو ویبپاڼو ټول افغان او بینوا د بندولو اړوند حکم چې د کرزي د فساد نه ډک، مزدور او پښتون دښمن حکومت له لورې صادر شوی، دا په کلکه غندي او په ټولو پښتنو تور، شین، سپین او تور غږ کوو چې شرم هم حد لري، یو موټی او یو لاس شۍ، پښتو مور ده او کله چې د مور په ناموس تیری کیږي بیا که انسان غیرت ونه کړي نو مرګ یې په کار دی.
    دا په حقیقت کې د بېنوا او ټول افغان په وړاندې نه بلکې د پښتنو د هر اواز د بندولو حکم دی، پښتانه د امریکایی اشغال راپدیخوا په افغانستان کې په مرګ محکوم او په خپل خوږ هېواد کې د دوهم لاس انسانان دي.
    د بېنوا او ټول افغان جرم څه دی؟ جرم یې دا دی چې په پښتو او د پښتنو له پاره خپرونې کوي .
    نن بینوا او ټول افغان او سبا نور....
    خبره دا نه ده چې ټول افغان او بېنوا لویی او که وړې ویبپاڼې دي، پوښتنه دا ده چې ولې؟
    پښتانه باید د فهیم او رهین مخکې کرزي د پښتو او پښتنو ستر دښمن وشمیري دا باید نور په ډاګه شي او د فهیم، رهین، خلیلی، محقق او دوستم مخکې دې په کرزي تو لعنت وویل پکار دي.
    د ستر پښتون مشر خان عبدالغفار خان بابا خبره: یا به یو کیږو که نه ورکیږو
    د ستر نابغه پښتون مشر سید جمال الدین افغاني خبره:
    حق اخیستل کیږي ورکول کیږي نه
    د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز

  • #2
    Abd
    يوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د تلې ٤
    tolafghan.com








    د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو!


    عبدالله افغان 23.09.2010 17:19نن می د ټول افغان په ویب پاڼه کی ولوستل چه د فهیم له خوا د ټول افغان اوبینوا ویب پاڼو د بندیز امر شوی دی، موږ دوطن اوملت ددی دښمنانو دغه اقدام په کلکه غندو.

    اصلا کرزی صاحب نپوهیږم دکومی مجبوری په اساس داسی خلک له ځانه سره ساتلی دی که نه نو داخلک خو په غلا قتل اونورو جرمونو باندی مشهور خلک دی،داخلک ددی پرځای چه محاکمه شی لاهم په قدرت کی دی نور خویی هرڅه وکړل اوس دخلکو غږ هم وربندوی په داسی حال کی چه ځانونه د بیان دآزادی پلویان هم بولی . موږ له فهیم څخه ګیله ځکه نه کوو چه داخلک خو موږ ته ښه معلوم دی او سړی خو ګیله له سړی نه کوی . په دولت کی څه نشته کنه نو یو غلام سخی نورزاد( دکابل پخوانی ښاروال) یی هم بس ده چه په رڼا ورځ یی دده دموټرو پلورنځی دکابل په کارته پروان کی ورته ړنګ کړ.
    دا اول ځل نده چه پر آزادو رسنیو بندیز لګول کیږی تردی دمخه دامروز په تلویزیونی شبکه باندی هم له دی کبله بندیز ولګید چه د ایرانیانو او دهغو د لاسپوڅو لمن یی پرسر ور اړولی وه، او اوس دادی دپښتنو په دی دوو ویب پا ڼو بندیزلګول کیږی.
    زه له کرزی صاحب څخه هیله کوم چه مکوه خدای ته ګوره ددی خلکو څخه ځان لری کړه که دی له دی خلکو نه ځان بیل نه کړنو دا لږ اوډیر عزت چه درته پاتی ده دابه هم له لاسه ورکړی. دی خلکو تردی دمخه هم له هزاره ګانو او ازبکانو سره ایتلافونه کړی وو او حتی دشمالی له تاجکانو سره یی هم ډیری ناځوانی کړی دی دوی دهیچا طرفداران ندی یواځی خپل غم ده ورسره داخلک یواځی پنجشیر او پنجشیریانو ته خدمت کو ی لیری کړه له ځانه دا دایران او روسیی نوکران په دی وطن کی اوس هم داسی په دین اووطن مین کسان شته دی چه د زړه له اخلاصه خدمت کول غواړی ولی دی خلکو ته فرصت نه ورکوی ؟ اوزما خپلو هغو طالبانو ورڼو ته هم دا درخواست دی چه په اخلاص اوصداقت سره ددی وطن لپاره جهاد کوی راشی له دی مفسدو خلکونه سیاسی قدرت ترلاسه کړی دجهاد بڼی ته مو بدلون ورکړی دسیاسی قدرت په لاسته راوړلو سره تاسو تر جنګی میدانه زیاتی لاسته راوړنی لرلی شی او قربانی به موهم بی ځایه نه ځی.

    په آخر کی دادعا کوم چه خدای دله دی وطنه خاینان، رشوت خوران، اوظالمان ورک کړی

    آمین

    په درنښت


    Abdullah Afghan criticize the nefarious designs of the Afghan government.

    Comment


    • #3
      يوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د تلې ٤
      tolafghan.com








      د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر!


      حاذق نرنګی 23.09.2010 22:17 لکه چې ټولو دوستانو به لوستي وی چې ګويا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټول افغان (د پښتنو غږ) او بينوا ویبپاڼو د بندولو امر کړی دی. که دا د نه باور خبر رښتیا وی، نو دا پښتنو ته خورا د شرم خبره ده. زه حيران يم چې د افغانستان او افغانانو ضد قواوو څرنګه د دې کار جرئت کړی دی؟ په طلوع او يو ټلويزنونو کې به داسې ورځ نه وي چې د افغانستان د ملي هويت، ملي يوالي په ضد به خپرونې و نه لري. په لسګونو ايران پلوه ټلويزيونونه د ایران په ګټه خپرونې کوي. په لسګونو افغان ضد ویبپاڼې د افغانستان تاريخي مفاخرو ته ښکنځلي ليکی، ولې د هغوی د بنديدو څوک کله هم څه نه وايي؟

      ټول افغانان او په ځانګړې ډول پښتانه بايد پرې نږدي چې د دښمنانو دا مرداره هيله حقيقت ته ورسيږي. که دوي د فهيم د مرګ خبر پلمه کوي، دا خو د دې ویبپاڼو د بنديدو دليل نه شي کيدای، هغوی به دا خبر له کومې مرجع څخه لاس ته راوړی وی، او د خبر غلطي د نړۍ په ډيرو معبرو خپرونو کې هم را منځ ته کيدای شي. ټولې رسنۍ هڅه کوي چې تازه او بکر خبر خپور کړي، دوی به هم دا هڅه کړي وی. او کيدای شي دا د درواغو خبر هم دوی (دافغانانو، افغانستان او پښتنو) دښمنانو پخپله ورکړی وی، چې بيا يي د بندولو لپاره بهانه کړي. کلونه مخکې په افغانستان د امريکې له یرغل څخه يوازي څو میاشتې مخکې همداسې پلمه له پېښوره خپریدونکي The Frontier Post ورځپاڼې ته هم جوړه شوه، چې يو جعلي ليک يي هغوی ته استولی وو، چې نوموړې ورځپاڼه يي د تاريخ په خورا حساسو شيبو کې د څو کلونو لپاره بنده کړه، چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو له حاله نوره نړۍ خبره نه شي.

      پښتانه باید پرې نه ږدي، چې دا د پښتنو غږ غلی شي. په هر شکل چې کېږي بايد په دې اړه پښتانه خپل ډير شديد

      Comment


      • #4
        Originally posted by Jasmine
        I'm on my phone and can't read the Pashto text.

        I am super curious what it says Ijaz.
        Wait. Ill translate for you. It is regarding banning of Tolafghan.com and benewa.com, the popular Pashto web sites, in Afghanistan. The non Pashtun persons at the helm of affaisr in Afghan Government like Faheem and Raheen are instrumental. Long live Afghan Millat!

        Comment


        • #5
          دوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د تلې ٥
          tolafghan.com








          ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه


          سرلوڅ مرادزی 24.09.2010 09:56 پښتو کې د څو ګوتشمیرو ملي بریښناپاڼو په څنګ کې ټول افغان او بینوا هغه بریښناپاڼې دي چې په لوستو يي د لرو برو پښتنو رسنیزه ، ادبي ، سیاسي ، پوهنیزه او سیاسي تنده ماتیږي . دې بریښناپاڼو په یوه ټغر د افغانانو په راټولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي . ورسره ښايي که ووایو د افغانانو په منځ کې د ملي یووالي سمبول دي . د افغاني هویت ، خپلواکۍ ، ملي ګټو او ملي دریځونو په ننګه او دفاع کې په ټينګ سنګر کې ولاړې پاتې شوي او په ملي لیکه روانې دي . په خپرونو او لیکنو کې يي د هېواد او افغانانو په وړاندې د رنګارنګ مخالفینو ، حریفانو او دوښمنانو توطيي او چلوټې رسوا کړي او د ټولو افغانانو په خبرتیا او پوهاوي کې يي ویاړلې ونډه اخیستې ده .

          داسې بریښناپاڼې باید وستایل شي او د هغو چلوونکو او کارکوونکوته شاباسي وویل شي او درناوی يي وشي .
          د افغان روڼ اندې د دیموکراسۍ او د بیان ازادۍ نه په دفاع کې خپل حق ګڼې چې د داسې ملي بریښناپاڼو او د هغو له چلوونکو څخه په کلکه ملاتړ وکړي . په دې برخلیک کې موږ ټول سره شریک یو . ټول افغان او بینوا بریښناپاڼې تړلو ته نه پریږدو او د دوی پر وړاندې د ټولو چلوټو مخې ته خنډ ګرځوو .

          په دولت کې دېره توره بان دیوان ، جګړمار ، ډاکوان او ملي درغلګر حق نلري چې له افغانانو څخه پخپلو وینو ګټلې نیمګړې دیموکراسي او د بیان ازادي بېرته واخلي .

          موږ پوهیږو چې د کرزي په فاسد دولت کې سیکټاریستو او بنسټپالو ځاله کړي او کرزی د دوی په پل روان دي او ګام په ګام د دیموکراسۍ او د وګړو په نورو لومړنیو حقوقو پښې ږدي . کرزی ددغو سیکټاریستو په لمسون اوس ښکاره د پښتنو د حقوقو په مرۍ منګلې ښخوي. که نه هغه سیکټاریستې بریښناپاڼې چې د افغانستان د تجزيي خبرې کوي ، په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ بیلتون ته لمن وهي ، د افغانستان تاریخ او ملي ویاړنو پورې ملنډې وهي او د افغانستان نوم یا ملي بېرغ ته ښکنځلې کوي ولې نه بندوي !

          زه دلته د بېلګې پتوګه د خاوران ، تاجیک میډیا ، او اریايي نومونه رااخلم .
          خاوران پخپله تازه لیکنه کې وايي :
          « افغانستان را باید نابود کرد »

          اریايي په خپله نوې خپرونه کې لیکي :


          تغییــرنــام افغــانســتان به خُراســان – یــک زبــانی، زبــان فــارسی درافغــانســتان – شــناســایی خط دیــورند

          موږ د بیان له ازادۍ نه په کلکه ملاتړ کوو او نپریږدو چې د یو څو ډاکوانو په تشو لمسون زموږ ملي بریښناپاڼې وتړل شي !
          موږ کرزي ته په ډاګه وایو چې بېرته د هېواد د ملي ګټو په لیکه سم شه ، درڅخه راتاو ډاکوان دې د بېشرمۍ او نابودۍ ګړنګ ته اچوي ! د ډاکوانو پرځای د ملت ترڅنګ ودریږه !

          Comment


          • #6
            Originally posted by AFRIDI
            Why did theybanthem Ijaz?

            Benawa.com is from Qandahar why they ban?
            Sheer Parsiban chuvenism.

            Comment


            • #7
              Banning a Pashto website does not necessarily mean disliking or hatred against Pashto.

              My analysis is that serving Pashto is one thing and using Pashto to create linguistic and ethnic differences is another. By the very words used in all of these scripts posted by Ijaz Yousafzai , it is crystal clear that the writer is politically biased.

              While one should have the right to opine , it is however at the current delicate stage in Afghan polity and history that highligting such differences is helping the ISI agenda and propaanda who always talk about Pashtuns and Parsiban differences.

              Having ethnic difference or love or affection for one's culture ,language and community is one thing but using it to help hijack the soverignty of a country by another state is absolutely different thing.

              So even if a website of our own language serves to act against the national interests of Afghanistan then it should not be appreciated and encouraged. This situation is the same like those Pashtuns we have on our forum who are either working for the designs of our enemies intentionally or are being used unconsciously [but are sincere and persons of substance] for the ends of our enemies who want to make our future darker.
              Last edited by Guest; 09-26-2010, 06:33 PM.

              Comment


              • #8
                Guys,reshtia da dai che tolafghan aw benawa hum agha zayoona grawee che bukhar na kawi! lol kala fahim marr ke aw kala ye zhwaldai (not that is should be bothersome).. and sook ye che khwash na wawee no partoog tree wobasee, aw pa be shmol lwarr porre khalak. Aw ba'azee da khalak weerezhee che da dwa sitoona da pashtanoo ihsasaat da duee pa zad ra parawee.

                Comment


                • #9
                  This is extremely sad moment for us in PF. our beloved sites have been banned.

                  Comment


                  • #10
                    Originally posted by pukhtana View Post
                    This is extremely sad moment for us in PF. our beloved sites have been banned.
                    Khorakay tar Wos Shuker ubasy chay MUNG PUKHTANA na ya bane

                    pa KOBAL ao pa KANDHOR bonday......

                    Pa PF Khu hasay hem dey da Lasa Spak yu......
                    .....


                    Comment


                    • #11
                      Asseeeeeer lala Salloooooooot sta para hem

                      PUKHTUN ROR KHOR ta Zma Da Zra WEnu Jamuna Perzowana har

                      wakht .............answer for ur line of sallot .......haha

                      dey Afghan hokomat topic da.......

                      Ohhhhhhhhh Cmon Bya KOBAL ao KANDHOR kam zoy ka di ?

                      HaHa.........STa Drankht pa lazim sta da para yu shair


                      SOK CHAY DA EZAT MANA (MEANING) Kawalay nashey

                      MUNG DA HAGU KHALKU (ASER LALA) NUM HEM PA EZAT AKHLU
                      .....


                      Comment


                      • #12
                        Broken Radio

                        PBC aok ka BBC kam yu

                        PARSIWANU BAKWAS RADIO /BRITISH BAWAS CENTER
                        .....


                        Comment


                        • #13
                          wos sta oh da Punjabi par ma his fark hum nasta......

                          Hem WWP noted Aseer lala sa oyal haga pura soldier da PARSIWANU Defnce ka

                          WC to Our (PUKHTUN) Enemey list Asseeeeeeeer jan ....
                          .....


                          Comment


                          • #14
                            Apridy, man you are trolling each topic!
                            Life is like posing for pictures. We pose the way we want to be seen by others. But stolen shots are better. They capture who we really are...

                            Comment


                            • #15
                              That is a very sad affair , this rise a question why Afghan government add such people into cabinet who are racist morons banning Pashto top websites, leaving aside other Persian websites that are daily stimulating Racist conflicts and calls for changing the name of Afghanistan

                              Comment

                              Working...
                              X