Announcement

Collapse
No announcement yet.

يتيمه پښتو او که د معياري ليکدود تشه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    Originally posted by amna View Post
    Dawezai me,Pashtunqueen and a few others want to donate money.
    That's great! Pashtunkhwa Milli Awami Party friends are active in the relief work. If you want I can send their contact and bank account details to you.

    Thanks.

    Comment


    • #17
      Originally posted by Swat
      can you post them here.

      Comment


      • #18
        مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى شو...&#15

        مورنى ژب
        په دى كښې شك نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په كروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مركز ې افغانستان او په پاكستان كښې دپښتو مركزونه پيښور كوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملكو څخه د باندى په نورو ملكو كښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره كار كيږى او په يوه كال كښې په سلاو سلاو كتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه كتابونه شاعران ليكوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونكى په خپل لګښت چاپ كوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا كتابونه نه چاپ كول كيږى نه ې دومره كار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا كيږى و لكه كه هغه افغانستان دولت دى كه څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى وركړى خو تراوسه دا د لوړى كچى پريكړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى كول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلكى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت كاروكړى دټولى نړۍ ژبى په كاردې چې نه يواځى وده وكړى بلكى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله كړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو كلتور او دود دخوندى كولو څانګه يونيسكو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته كوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د كولو څخه لاس په سر شى ځكه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه وركوى چې د هغه اټكل موږ دا وخت نه شو كولى.
        موږ په وازه خوله داخبره كوو او كړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه كوى چې د دهغه ژبو ويونكو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته كړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته كوى تر كله چې دوى ته د هغه حق نه وى وركړى خو ددې سره سره موږ ته په كاردې چې هغه كومى ناخوالى اوكمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه كوى موږ ته په كاردې چې د خپله وسه مبارزه وكړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناكامه كړو بلكى دا ژمنه وكړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليكه كښې دروو خو په كاردې چې د هغه كار د يوى تګ لارې لاندى وكول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وكول شى او كه دا كار موږ په رښتنې ډول وكړونو هيڅوك نه شى كولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلكى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وكړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده.
        په كاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وكړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى كښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راكړه وركړه نه كيږى بلكى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى وركول كيږى ددې دپاره دى لاريونونه كيږى ليكوالان دى په دى اړه ليكني كوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو كښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى كوم څوك چې د ملك د پارليمان وچوكى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه كيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځكه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلكى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده كړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه كړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده كړى كيږى ولې چې دا يوه لوستكو ته ډېر ارزښت لرى
        خپله د خپلې ژبى ويونكى ليكوالان شاعران او رڼ انده كه يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر كار كوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو كښې ګارول دى كه څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد كيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى كولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش كاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه كښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه كچه ګارول كيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليك كښې بلكى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلكى د نورو ژبو ټكى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه كوو چې خپلې شميرنى ګار كړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او خيبر پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره كوى چې د دوى د ژبى حق وهل كيږى خو كه په كابل كښې په يوه ناسته كښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو كښې درې ژبه خبرى اترى كوى كه څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه كوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليكوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټكى په نورو ټكو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلكى لويه پړه ده (جنايت) لكه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليكل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور..
        تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى كتابونه نه وى ليكلى يا مو د نورو ژبو څخه كتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوكو كولو څخه د كار پخپله كيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوكاټ كښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليكوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى وركړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره كتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيكنالوجى ډاكټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو كه داو وايو چې يو كتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وكړو او ځانګړى ليكنې وكړو چې پخپله د لوستونكو پام راواړوى نن بې شميره شاعران كتابونه چاپ كوى خو د بده مرغه لوستونكې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى كښې ځائى وركول شې او ددې د څنګه دى حكومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره كتابونه ليكل كيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليكونكې ته به پيسې وركوى نو هر وګړى چې يو د لوړى كچې معيارى كتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول كيږى او ښه ښه كتابونه به ليكې چې دا د ليكوال او د دولت د دواړى دنده ده..

        عبدالجباركاكړ
        سرپاڼه بېرته شاته
        ى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى benawa.comشو...؟

        Comment


        • #19
          ملنګ جان او پښتوستان -د ملنګ جان د ۵۳ م تلین پ

          لنګ جان په ۱۳۳۲ کال د پښتونستان په اړه یو تلویحي شعرچې هغه مهال په راډیو کې هم خپورشو ، افغانستان ته د امریکا د هغه مهال مرستیال ولسمشر ښاغلی نیکسن د سفر په تړاو ویلی و . دې شعر کې ملنګ جان غوښتل چې ښاغلی نیکس په غوږ ووهي او امریکا وپوهوي چې که امریکا په سیمه کې سوله غواړي نو باید د پښتونستان په اړه د افغانستان خبرو اوغوښتنې ته غوږ کیږدي . په سیمه کې امنیت د لروبرو پښتنو د یووالي او د ډیورنډ کرښې له ړنګېدو پرته نشي تامینېدلای . نن موږ د ملنګ جان د هغه مهال وړاندوینه د سر په سترګو وینو . د ډیورنډکرښې د ماتېدو او د لروبر افغان له یوموټيتوب پرته دې سیمه کې سوله او امنیت نشي راتلای . د نوموړي شعر څو بیتونه دادي:
          تشخیص مو د رنځ وکړه که حکیم د امنیت يي
          په خبر راغلي هوښیاره امریکې نه ستړی مشی
          ***
          تشخیص مو د راځ وکړه موږ ظلمونو يي ځپلي
          د زړه غوښې شوې ویلي له چشمانو نم بهیږي
          که لاړ شي مغلګۍ ته دیوالونه يي نړیدلي
          تراوسه يي د زخمیانو پرهارونه نه جوړیږي
          اته ساعته بمونه چل ګزي کې وریدلي
          ورکوټي ماشومان خپلو پلرو پسې ژړیږي
          فریاد ته مې غوږ کیږده که مایل د حقیقت يي
          تشخیص مو د رنځ وکړه که حکیم د امنیت يي
          که دا حال ستا په قوم وي خدای دې نه کا ته به څه شې
          په خیر راغلې هوښاره امریکې نه ستړی مشي
          ملنګ جان بیا هم پښتنو ته وايي :
          پښتونه ستا د تورې وار دی ، لټ په لټ جهان کړه
          مړي دې ګور کې انتظار دي ، جوړ پښتونستان کړه
          د ملنګ جان دغه ارزو ده ، پورته دې نښان کړه
          دا مې د خوږ زړګي بیان دی ، جوړ پښتونستان کړه
          ***
          پخپل هویت باندې د ټينګار لپاره پښتنو ته وايي :
          خاوره يي د سرو ده هر یو کاڼی يي مرجان دی
          زه چې پرې مین یم دا هغه پښتونستان دی
          دا د خوشحال خان ګلشن * دا د میرویس خان ګلشن
          دا د دریاخان ګلشن * دا د ایمل خان ګلشن
          باسي ترینه زاغ زغن * مالیار يي باچاخان دی
          زه چې پرې مین یم دا هغه پښتونستان دی
          ***
          ملنګ جان موږ ته د خپلې خاورې د سپيڅلتوب درس راکوي :
          هر څه نه به تېر شم خو ایمان نه تېرېدی نشم
          زه لکه ایمان پښتونستان نه تېرېدی نشم
          دا د حق اواز مې چې له خولې ځني وتلی دی
          ګوټ په ګوټ نړۍ کې انسانانو اوریدلی دی
          اوس مې د وطن لپاره سر لاس کې نیولی دی
          هیڅکله وصیت د خوشحال خان نه تېرېدی نشم
          زه لکه ایمان پښتونستان نه تېرېدی نشم
          اوس چې موږ د ملنګ جان ۵۳ م تلین لمانځو ، د هغه ستر ولسي او ملي شاعر د کلام ریښتینولۍ ته درناوی کوو . د پښتنو برخلیک د ملنګ جان له مهاله زیات نن کړکېچن او ستونځمن شوي . نن موږ د ملنګ جان له پير څخه زیات ملي یووالي او پيوستون ته اړتیا لرو .
          که پښتانه د ملنګ جان وصیت ومني او طالبان ریښتیا پښتنې مور زیږولي وي ، باید د خپلو ټوپکونو خولې د خپلې سپيڅلې خاورې افغانستان او پښتونخوا پرځای د پنجاب په لور ورواړوي او د نړیوالې ترهګرۍ دا مرکز په نښه کړي .
          ددې ولسي او ملي شاعر اروا دې ښاده وي !
          څرګندونې :
          ( ۱ ) دلته موخه دا ده چې د لرو پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ داعیه د ۱۳۲۸ کال څخه مخکې پيل شوي او د هغې تاریخ له هغه مهاله پيل کیږي چې دا خاوره انګریزانو د لوی افغانستان له تنه جلا کړې
          ( ۲ ) د فخر افغان ویاړمن لقب د غازي امان الله خان لخوا د پښتنو مشر خان غفارخان ته ډالۍ شوی.
          ( ۳ ) ــ لومړنی ښوونځی له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې
          ــ منځنی ښوونځی له اووم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې
          ـــ لوړ ښوونځي له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې
          اخځونه :
          ــ د ملنګ جان خوږې نغمې

          د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر ۳۱ مهbenawa.com
          سرلوڅ مرادزی
          سرپاڼه بېرته شاته
          ملنګ جان او پښتوستان -د ملنګ جان د ۵۳ م تلین په تړاو

          Comment


          • #20
            Din lala da Gadwalo Mannnnnnnnna

            Wekhta ma Odradal Chay Malang Jan baba hem Charay JWANDAY wu ...

            DAr kha yu zal bya mannnnnna
            .....


            Comment


            • #21
              ډير ښۀ جناب هم دغسي خپلي حلي ځلي جاري ساته

              Comment


              • #22
                دخپلي ژبي په خدمت بایدمتعصب او فاشیست ونه &#15



                څرنګه چی پښتو یوه داسی اتله ژبه ده چی مونږ ته یی دا اتل نوم رابښلی ده چی (پښتانه ) یو نو بیا ولی مونږ دخپلی ژبی لپاره هیڅ نه کوو لو همداسی په ارام خوب ویده یو ..؟؟؟

                علت څه ده او ملامتی په چا کښی ده ؟؟
                هرڅه موپه سترګوولیدل چی په تیره لس کلنه دوره کښی د پښتو او پښتنولپارهیڅ داسی څه نه دی شوی چی مخ ورواړول شی بلکه پښتانه یی دډیرذلت اودخواری دژوندسره مخامخ کړل.

                دوهمه خبره چی ملامتی په مونږټولوپښتنوکښی ده چی په یوداسی خوب ویده یوچی دخوب لیدوپه وخت کښی ډیرداسی شیان وینوچی زمونږ دتباهی سبب دی خودځان دبیدارولواوددی تباهی دورکولولپاره هیڅ نه کوو.

                زمونږ دهمدی خوبونونتیجه همداسی منفی ده چی مثبت ته دراګرځولولپاره ډیرڅه غواړی چی ویی کوو.

                هغه داسی ،په ډیرو خبرونوچی کله مونږ اورو سرټکی یی داسی وی چی په جنوبی ولایت کندهارکښی دناپیژاندوکسانو لخواښونځی ته اور اچول شوی وو اویاهم داخبری وی چی پښتنی سیمی دناامنی له وجی دبیارغونۍکارونه ولاړدی............

                راځم دی ته چی صرف دیوی خبری لیکل اواوریدل په کاردی اوکه دهغی خبری دعملی کولولپاره جدی اقدام پکار ده؟

                آیا همداسی یوڅه لوستل ،اوریدل به غوره وی اوکه دهغوی عملی کول؟

                نو ځواب به داسی وی چی په تش خبری کولوهیڅ نه ده جوړه اونه موپه تیروکښی کومه نتیجه ولیدله، نوراځی هرڅه عملی روښانه کړو اوددغولیکنو مطابق خپل غورځنګ پیل کړو ترڅوهرڅه په عملی توګه څرګندکړو.

                څه شی ته اړتیاده او څه باید وکړو؟

                اوس چی داټولی ناخوالی په سترګو وینویوه ورځ موتربلی خرابیږی اویواوبل ناورین راباندی تپل کیږی اومونږتری لاندی کیږو. نومونږته لازمه ده چی لاندی کارونه په نظرکښی ونیسو اوعملی جامه ورواغوندو.

                اول بایدخپله ژبه ددفتر ،مکتب او پوهنتون ژبه وګرځوو.

                هرهغه پښتون چی په حکومتی اداروکښی کار بند وی دهرچاسره په هر ارګان کښی چی وی باید اول دعریضی دلیکلو په وخت کښی دخپلی ژبی(پښتو) دلیکلو نه کار واخلی او ورته په پښتو لیکل شوي عریضه وړاندی کړی د نه منلو په وخت کی باید کلکه مبارزه وکوی او د واکثریت دلیل ورته وړاندی کړی په دی کی باید ځان ورته متعصب نه شی ښکاره ځکه دی شیانو ته مو ضرورت ده .

                بل هغه خبریالان چی په تیلویزنو او رادیوګانو کی کار کوی باید دا واجب وګڼی چی په سلوکی پنځه اویافیصده برخه دی پښتوژبی او پښتنی کلتور ته ورکړی او په دی لاره کی دچا ډار او ویره ونه کړی او نه یی هم په دی لیل چی د دندی به ګوښه شم ځان نامسوله وبولی ځکه دی ژبی مسولیت زیات او حق یی په هروخت بلکه په اوس اساسو شرایطو کی ډير ده .

                دریم هغه هغه پښتانه وروڼه چی په دولتی ادارو کی دندی ترسره کوی باید دادځان فرض وبولی چی دی پښتو لپاره به کار کوم او دا طمع ونه کوی چی اوس خو دری په هره اداره کی ویله کیږی نو زه ولی پښتو وایم او یایی ولی ولیکم او په دی باره کی په اداره کی دی نورو کارکوونکو ته هم دی هدایت په شان همدا خبره وکوی او پښتنی احساس ژوندی وساتی .

                څلورم : هغه پښتانه استادان چی په پوهنتونو او ښوونځیو کی درس ورکوی باید اول مرام یی همدا وی چی په همدی درس کی به دوه کارونه کوم یو هم عام درس ورکول او بل پکښی دی پښتو ژبی اوچتول .په تیره بیا هغه پښتانه استادان چی په کابل کی په پوهنتون او یا ښونځیو کی درسونه ورکوی باید فریضه یی وګڼی او د ځان یی معمول وګرځوی .ترڅو هم ثواب شی هم خرما .

                پنځم :هغه ګران محصلین چی په کابل پوهنتون کی زده کړی کوی ددی لپاره چی مونږ ته دی درس په خپله مورنی خوږه ژبه پښتو راکړل شی باید سولیز لاریونونه وکوی او ترهغه وخته په قرار نه کښینی ترڅو چی ورته په ټولګی کی دی خوش امدید په ځای ښه راغلاست نه وی ویل شوی .

                شپږم :بله چی یوه مهمه خبره ده هغه هم دی ولسی جرګی دی وکیلانو لپاره ده څنګه چی ولسی جرګی ته دی اولس خونه ویل کیږی او وکیل ته دی ولس نماینده ویل کیږی نو باید دی خپل اولس ته په ریښتنی سره خدمت وکوی او دی هغوی هره اړینه موضوع حل کړی او یو وکیل دی ولسی جرګی له لاری کولای شی چی ډيرو شیانو کښی بدلون راولی او ل باید همدا خبره په ولسی جرګه کی عملی کړی چی خپل یو دملت اواز رسول او دی هغوی ځواب اخیستل په پښتو ژبه کی وکوی او په دی خبرو خطا نه شی چی څوک ورته متعصب او یا فاشیست وایی په دلیل سره دی ورته ووایی چی دی هیواد پنځه اویا سلنه (۷۵٪) سلنه وګړی پښتانه دی او دی وګړیو مطابق د خپلی ژبی حق هم غواړو او دی لړی ته دی دوام ورکړی ترڅو دنورو وکیلانو هم دی ټکی ته نظر شی او دا کار یو عمل ولری ترڅو یی مثبت نتیجه ووینو او میوی ته یی ټول اولس زړه خوشحاله کړو او په همدی طریقه به دی خلکو او دی وکیلانو ترمنځ دا د نفرت اوږد واټن هم کم شی نوپه نتیجه کی به مو دوه کاره کړی وی هم به هغه وکیل خلک په ځان راټول کړی او ولس ته به باوری شی او هم به یی خپلی مورنی ژبی ته چی ناموس ګڼل کیږی خدمت کړی وی او نه داسی چی کوم وکیل صاحب محترم مو (قانونی )او یاکوم بل زورواک د واک لاندی ځان غلی وساتی او خپل پښتنی احساس دی څو پیسو په مقابل کی مړ کړی او ټول اولس په ژوره کنده کی غورځار کړی چی بیا به هم دی خدای مسوله وی او هم دی خپلی ژبی او هم د دغه مظلوم ولس .....

                اووم:هغه خلک (پښتانه ) ځوانان وروڼه او خویندی چی انټرنیټ ته لاس رسی لری باید دی خپلی ژبی لپاره نه ستړیدونکی هلی ځلی وکوی .باید د همدی (انټرنیټ) له لاری خپلی ژبی ،خپل کلتور او خپل قوم دی اواز اوچتولو لپاره خپلو لیکنو،مقالو ته زور ورکړی او له همدی لاری یو غږ او یوالی اوچت کړی
                نو اوس سوال داده چی د پورتنیو کارونو دسرته رسولو په صورت کی به ایا زمونږ ښونځی دسوځولو خلاص شی او یا دی پښتنو ټولی بدبختی به له همدی لاری ختمی شی ..؟؟؟

                زه دومره وایم چی که پورتنی کارونه سرته ورسیږی او دی قدرت په وخت کی له دی نه هم زیات کار وکول شی او عملی شی او هرپښتون پښتو مورنی ژبه وګڼی او دا احساس وکوی چی خپلو خلکو ته په خدمت کولو او خپلی ژبی ته په رشد ورکولو کی ډير خوند ده او دا فریضه وبولی نوزه درته د انګریزانو په خبره دا (چیلینج) درکوم چی ټولی ناخوالی به له همدی لاری ورکی شی .

                چی موضوع نوره اوږده نه شی نو په دی باره کی کیدای شی یوڅوک سوال بیا هم ولری چی داڅنګه ژبی ته په خدمت کولو کی به قوم هم له بدبختی خلاص شی او اولس ته به هم ګټه ورسوی؟؟

                نو په ځواب کی یی د (پاچاخان ) دایوه خبره کفایت کوی چی وایی : چی کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شی هغه قوم سپک شی .

                نو دخپلی ژبی په ساتلو کی خپل قوم خپل اولس حتما ساتل کیږی . نوراځی چی له همدانن نه لاس په کار شو او په همدی لار کی هر راز قربانی ته تیاری ونیسو
                دا خبره باید یوار بیا یاده کړم چی په دی کی مونږ متعصب نه بلل کیږو بلکه همدا راته ضرورت ده چی ویی کوو
                یادونه : درنو لوستونکو زه لیکوال نه یم که کومه ادبی غلطی یی درلوده درنه بښنه غواړم
                هند


                عبدالقهار کټوازی
                سرپاڼه

                Comment


                • #23
                  د ډاكتر حسن د درېېمي شعري ټولګې د مخكتنې را&#1

                  د دسمبر په دولسمه نېټه په لندن كې د ميشتو فرهنګيانو لخوا د ډاكتر حسن د درييمي شعري ټولګې (شنې زرغونې په اوښكو كې) د مخكتني پرتمينه غونډه وشوه دا غونډه چې د ډاكتر مجاور زيار او تكړه شاعر او ليكوال شهسوار سنګروال په مشرۍ كې تر سره شوه پكې شاوخوا سلو كسانو ګډون درلود د ستيج چارې ښاغلي سپين تڼي او ډاكتر شجاع تر سره كولې غونډه د قرآن په سپېڅلو اياتونو پيل شوه ورپسې ډاكتر حسن ته د خبرو بلنه وركړى شوه ده مېلمنو ته د ښه راغلاست له ويلو وروسته زياته كړه چې زمونږ د ټولو درد او احساس مشترك دى او هرچاپخپل وار سره پخپل ذوق او انداز سره ارايه كړى ده وويل چې زما شعرونه زمونږ د ټولو د سينو د اور لمبې دي چي زما له خولې راخيژي دې نه وروسته افضل ټكور د ډاكتر صاحب د شعر په بهير او پړاوونو اوږده مقاله ولوسته ده وويل چې حسن د فورم په لحاظ يو غزل ګو شاعر دى او شعر ېې د زړه سپينې او نېغې خبرې دي شعرونه ېې عموماً لنډ بحر لري چې دا د حمزه صاحب د شعر ځانګړتيا هم ده په شعر كې ېې ابديت، شعريت، مينه، د وخت ناخوالې او حماسې خوندي دي شعر ېې د تلپاتې شعرونو په كتار كې راځي نظيف تكل پخپله وينا كې د ډاكتر صاحب شعر په تول پوره وګاڼى او د ده د شعر لوړ تخيل ېې وستاېى ده زياته كړه چې ډاكتر صاحب په وړو بيتو كې لوړ مفاهيم په ډېرو سوچه كلمو كې شاعرانه كړې دي لكه هوسۍ خويه، پرخې اوښكې، د مچكو زولنې، او داسې نور
                  ددې نه وروسته سوله مل خپلو خبرو كې زياته كړه چې ډاكتر صاحب د لوړو او ډيرو شعرونو هستونكى دى او خيالونه او تركيبونه ېې ډېر كم تكرارېږي له دې نه وروسته سنګروال صاحب خبرې وكړې ده وويل چې د ډاكتر صاحب په شعر كې داسې كليوال توكې او عناصر تر سترګو كېږي لكه د (پېكاسو) انځورونه ژبه نلري خو خبرې كولې شي د شعر انځورونه ېې د شاعرانه تخيل په مټ د زړه تل ته ځان رسوي لكه
                  د منګي په څاڅكو لوند سالو كې راغله
                  په لـمن لكه د غره لاله زار خور وي
                  ورپسې جانبدار صاحب وينا وكړه دا د ډاكتر صاحب په شعر كې له ملي انګېزې نه علاوه امېد او سمت ښودنې ته اشاره وكړه او وېې وېل چې دى د طبابت په څنګ كې د قلم په څوكه د ټولنې د معنوي پياوړتيا لپاره كار كوي د دې نه وروسته د غونډې مشر پوهاند زيار خپله اوږده او علمي وينا واوروله ده زياته كړه چې ډاكتر صاحب د ځان په شان خوږژبى شاعر دى د ډاكتر حسن هر تكرار حسن دى شعرونه ېې د اوښكو په بهير كې هغه راټوكېدلې شنې زرغونې دي چې په ځان كې بلا ذهنې انځورونه لري او ما د ده شعر پخپل كتاب كې د هنري شعرونو د نمونې په توګه راوړى دى ده امېد ښكاره كړو چې د ډاكتر صاحب د شعر په انځورونو سينګار پېغام به لا ژبور شي
                  د غونډې په اخري برخه كې ښاغلي انجنير فرهاد د ډاكتر صاحب زړه راښكونكې غزلي د موسېقۍ په نازكو پردو كې پخپل جادوګر غږ كې زمزمه كړې چې د ګډونكو لخوا ېې دروند هركلى وشو له دې نه وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پكې ښاغليو شهسوار سنګروال، ثمرجان پوپل، ولي عبدالله، تازه خان ويال، سيدشاه خروټى، ډاكتر خسرو سنګروال، پامير سنګروال، نجيب ارين او سليم حيات خپل شعرونه ولوستل غونډه په ګرم ملي اتڼ پاى ته ورسېده
                  راپور ليكونكى: سيد شاه خروټى
                  benawa.comسرپاڼه

                  Comment


                  • #24
                    د پښتو ژبې ګرامرونو ته كتنه

                    خپروونکی : د لراوبر اداره
                    ليک : پوهيالى يارمحمد پكتين
                    نېټه : ١٨ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-08

                    د پښتو ژبې ګرامرونو ته كتنه
                    د ژبې په تعريف كې ويل شوي دي چې، د انسانانو د پوهولو او راپوهولو يوه وسيله ده، دغه وسيله له يو لړ كوچنيو او سترو توكو د منظْم او منطقي ترتيب پر بنسټ ترسره كېږي ،دغه توكي ، لكه څنګه چې تر اوسه د ژبيوهانو له خوا پېژندل شوي دي، عبارت له غږ ،مورفيم ،كليمه، عبارت ،جمله او داسې نورو څخه دي ، بياهم اړتيا پيداكېږي چې ددغو توكو د لاعلمي ترتيب ،كارونې او ښې مفاهيمې لپاره قواعد جوړ شي، انسانان له ډېرې پخوا زمانې په دې هڅه كې دى چې د ژبې د ساختمان د پياوړتيا او ترتيب لپاره قواعد رامنځ ته كړي او تر يوې اندازې يې يو لړ اصول وضعه كړي هم دي ،چې د ژبې دګرامر په نوم پېژندل كېږي . د لومړي ځل لپاره د يونان نامتو فليسوف اپلاتون ۴۲۷- ۳۴۷ ق . م . پيړۍ كې د ژبپوهنې بنسټ رامنځته كړاو د ژبې د حقيقت په باب يې څيړنې وكړې له هغه وروسته ارسطو هم پخپل وار پر ژبه څيړنې كړى او نظر يې وركړى چې ژبه يو ټولنيزه، نه فطري پديده ده . ارسطو لومړنۍ سړى ده، چې الفاظ يې په دريو ډلو( اسم ، فعل، حرف) باندې ويشلي دي . دغه ډلبندې په ترتيب سره رومي ، بيا عربې اوورپسې پښتو او درې ژبوته ننوته .
                    دانيوس، تراكس Dionysius Thorax په ۲ق. م. پيړۍ په اروپا كې دوديزګرامر وليكه او بيا په ۴ق.م. پيړى كې په لاتيني ژبه كې د دوناتوس Conatus ګرامرد يادولو وړده او هغۀ كليمه په اتو برخو (اسم ،فعل، فعلي صفت، ارتيكل ، ضمير، حرف اضافه، قيد او ربط) سره ويشلې ده . د دوناتوس د ګرامر پربنسټ د ګرامر ليكنې پوهه اروپا ته لاره وموندله او له هغه وروسته په سانسكريت د پانيني ګرامر د مقايسوي ژبپوهنې Comparative linguistics لاره پرانستله . ګرامر د ژبپوهنې هغه برخه ده، چې پر بنسټ يې د يوې ژبې صرفي او نحوي جوړښت ،ساختمان ، ديوې ژبې د لغاتو بدلون ، تاريخ او نور بېلابېل څرنګوالى ترڅېړنې لاندې نيول كيږي ، دغه ګرامرونه بيا د خپلې موضوع له مخې په څانګو وېشل شوي ،چې عبارت له دوديزو ،پرتليزو ،تاريخي، او تشريحي ګرامرونو څخه دي ، مرحوم پوهاند صديق الله رښتين بيا له دغوڅانګو څخه د دوديز ګرامرڅانګه اېستلې او په دريو نورو څانګو : تشريحي ، ، تاريخي او پرتليز باندې يې وېشلې ده، لكه پورته چې وويل شول ، غږ، مورفيم، كليمه، عبارتونه، او جملې ديوې ژبې ساختماني نظام جوړوي ، نو د يوې ژبې مطالعه په لاندې پنځوڅانگو سره وېشل شوې ده:
                    ۱:فونولوژي
                    ۲: مورفولوژي
                    ۳: سنټكس
                    ۴:مورفو فونيمكس
                    ۵: سيمانټكس يا د ژبې د معنوي برخې مطالعه .
                    كورنيو ، او بهرنيو پښتو څېړونكو څوپېړۍ وړاندې ، دپښتو ژبې د مطالعې د اصولو او قواعدو د رامنځ ته كېدا لپاره هڅې پيل كړي دي او هر يوه يې په خپل، خپل وخت كې د پښتو ژبې په بېلابېلو برخو كې قواعد او اصول وضع كړي ،چې هر يو يې پخپل وخت او اوسمهال کې د ارزښت وړ وو او دي ، د دغو ګرامري قواعدو ډېره كۍ برخه د پښتو ژبې پر صرف او نحوه ليكل شوې ،خو د غږ پوهنې په برخه كې يې د پام وړ كار نه دى شوى ، په ټوليز ډول پښتو ګرامرونه د دريو مېتودونو له مخې ليكل شوي .
                    ۱: د عربي پوهانو د مېتودونو پربنا ګرامر ليكنه :
                    د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدا سره سم د اسلامي فرهنګ او څېړنو لړۍ چټك پر مختګ پيل كړ، دغه لړۍ په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو كې د پام وړ ده ،چې په اسلام مشرف شوي وو. په افغانستان كې پوهانو د اسلام له راتګ سره سم ، په داسې حال كې چې د فتواوو او نورو علومو زده كړې په عربي ژبې كېدلې،د پښتو ژبې ګرامر ليكنه هم د عربي ژبې د مېتود ليكنې تر سيوري لاندې وه، اودعربي ژبې د صرف او نحوې كتابونه يې د ګرامر ليكنې بنسټ ګرځولى وو، دا په داسې حال كې ده ،چې عربي ژبه بېل قواعد لري، هغه ځكه چې عربي د سامي فرضي ژبو او پښتو د هندو اروپايي ژبو له كورنۍ څخه ګڼل شوې ده .
                    ۲:د غربي پوهانو د مېتود پربنسټ ليكنه:
                    پردغه مېتود د پښتو ژبې ګرامر ليكنه په معاصره دوروه كې پيل شوې او دا هغه مهال و، كله چې پښتو څېړونكي د غربي تمدن او فرهنګ سره اشنا شول نو په پښتو ګرامر ليكنه كې هم غربي مېتود ځاى وموند.
                    ۳: د ژبپوهنې د اساساتو پربناء ګرامرليكنه:
                    دغه قواعد د اوسمهاله ژبپوهنې د نويو نظرياتو او كشفياتو پر بنا د شلمې پېړۍ له پيل څخه وروسته راغلي او تر دم ګړۍ يې څه ناڅه دوام موندلى دى . د دغې دورې پلويان عقيده لري چې هره ژبه ځان ته اوصول او قواعد لري او بايد د هغوى پر بنسټ مطالعه او تشرېح شي.
                    ويلى شو چې د پښتو ژبې د ګرامر ليكنې له پاره پورتني لومړني دوه مېتودونه دوديزه بڼه لري، د عربي او غربي ژبو د ګرامر ليكنې چوكات د پښتو لپاره يو تقليد او دود و. خو درېيم ډول يې علمي يا اساسي لاره ده ،دا هم بايد له ياده ونه باسو چې پرتليزه ګرامرليكنه هم شتون لري، دغه ګرامر ليكنه له مېلاده څلور پېړۍ وړاندې په سانسكرېت ژبه كې د پاڼېني ګرامر و، دغه كتاب كله چې سر ويليم جونز ته په لا س ورغى نو نظر يې وركړ، چې دغه ګرامر د اوستا ،هندي او نورو اريايي ژبو سره اړيكې لري . ځينې پوهان د مقايسوي ګرامر ليكنې بنسټ اېښودونكې سر ويليم جونز يادوي. د ژبو د پرتليز ګرامر سره د هغوى تاريخي څېړنه هم پيل شوه د تاريخي مطالعې په پايله كې د ژبو درې ګونې ( كلاسيك، منځنى او اوسنى) دورې تشخيص شوې. د ژبې مطالعه د شلمې پېړۍ په پيل كې يو نوي پړاو ته ورداخله شوه.هغه داچې ژبې د تاريخي او مقايسوي پلوه وڅېړل شوې د دوو دورو تر منځ د يوې ژبې د بېلابېلو بدلونونو څېړنه د تاريخي ژبپوهنې په نوم ياده شوه او په يوه ټاكلې دوره كې د ژبې د اصولو څېړنه د تشريحي ژبپوهنې په نوم ونومول شوه نو ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يو څانگه ده.
                    پښتو پوهانو د پښتو ژبې په اړه د اتلسمې پېړۍ په نيمايي كې په ګرامر ليكنه پيل كړى او د دې تر څنګ له پښتو پوهانو پرته بهرني پوهانولكه : روسانو،انګريزانو،جرمنيانو،ناروېږانو،چكيانو،امريكاي انو،فرانسويانو او نورو) د پښتو ژبې له پاره ډېر كار كړى دى؛ پښتو ګرامرونه يې ليكلي او د همدغې ژبې په بېلابېلو برخو يې د ارزښت وړ څېړنې كړې دي . موږ لومړى د هغو افغاني ليكوالو د ګرامرونو لنډه يادونه كوو چې، د پښتو ژبې له پاره يې اصول او قواعد جوړ كړي دي .موږ دا نه وايوو چې د چا ګرامر د كوم مېتود له مخې ليكل شوى دى ؟او يا يې د پښتو پښويې د كومې برخې اصول وضع كړي دي؟ يوازې د ګرامر د نوم ، مهال ، او ليكوال د نوم په اخيستلو بسنه كوو، او ترهغه وروسته د بهرني پښتو څېړونكو له ګرامرونوڅخه په ورته ډول يادونه كوو.
                    پښتو پوهانو له خوا د پښتو ليكل شوي ګرامرونه :
                    ۱- معرفة الافغانې: دغه كتاب د آتلسمې پيړۍ په نيمايي يعنې په ۱۱۹۵ ه.ق . كال كې په لاهور او په ۱۳۵۶ ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوئ. دغه كتاب دوه برخې لري چې يوه د پښتو ګرامر او بله يې د پښتو ژبې د ساده او تركيبي لغتونو په اړه ده.
                    ۲- رياض المحبت : دغه كتاب په ۱۸۰۶ ز. كال په هند كې د نواب محبت خان بړېڅ له خوا ليكل شوى او درې برخې لري، لومړۍ برخه يې د پښتو لغتونو ،دويمه يې پښتو قواعد دي او درېيمه يې د تاريخى اصولو بيان ده . يوه قلمي نسخه يي په ليننګراد او بله يي په لندن كې شتون لري .
                    ۳- د پښتو ژپې يو وړوكي ګرامر د نواب انشاءاله خان له خوا په هند كې ليكل شوى نواب انشاء اله خان ۱۲۲۳ ل.س.كالو په شااو خوا كې ژوند درلود.
                    ۴- تحفة الامير: دغه كتاب په ۱۲۸۰ ل. او ۱۲۷۹ل. كال كې د نورمحمد افغان قندهاري لخواپه پارسي ژبه ليكل شوى ، د بحث موضوع يې د پښتو ژبې صرف او نحوه ده. او د پښتو ژبې د آوازونو په اړه د پام وړ څه نه لري. د دغه كتاب يوه نسخه په پښتو ټولنه كې ده .
                    ۵- ګلدسته معاني : دغه كتاب د ميرمحسن قندهاري له خوا ليكل شوې ده. كه څه هم د بحث موضوع يې د افغانانو د نسب په اړه معلومات دي خو د پښتو ژبې د الفباء په اړه هم څرګندونې لري. د دغه كتاب د ليكلو نېټه نه ده معلومه خو ويل كيږي چې د امير شيرعلي خان په وخت كې ليكل شوى دئ .
                    ۶- وافيه : يو كوچنى ګرامر دې ،چې په اردو ژبه د مير احمد شاه رضواني له خوا ليكل شوى او په ۱۳۵۴ ل.س. كال په لاهور كې چاپ شوى دى ، يوه نسخه يي د پخواني شوروي د تاجكستان د علومو اكاډمۍ په كتابتون كې خوندي ده .
                    ۷- پښتوصرف او نحوه : دغه كتاب د پښتو ژبې يو ګرامر دى، چې په ۱۲۸۰ل.س.كال كې د مولوي نورمحمد افغان له خوا په فارسي ژبه ليكل شوى او قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه كې ده.
                    ۸- اتاليق پښتو:دا درسي كتاب په ۱۳۱۶ل.س. كال كې د مولوي محمد اسماعيل له خوا ليكل شوى ده او په ۱۸۹۶ز. كال كې په پنجاب كې خپور شوى، په دې اثر كې د اسمونو ، فعلونو او نورو معمولي محاورو استعمال راغلى ، د دغه اثر يوه نسخه د پخواني شوروي تاجكستان د علومواكاډمۍ په كتابتون كې خوندي ده .
                    ۹- پښتو پښويه : دغه اثر د پښتو مركې له خوا په پارسي ژبه ليكل شوى او په ۱۳۴۲ ل.س. كال په كابل كې چاپ شوى دى ، په دغه كتاب كې د پښتو ژبې د صرف اونحوې برخې موجودې دي.
                    ۱۱- خود اموز پښتو: يو كوچنى درسي ګرامر دى ،چې په ۱۳۱۳ ل.ل. كال كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
                    ۱۲: معلم پښتو : دغه كتاب په كندهار كې د پښتو د تاليف د مجلس له خوا په پارسي ژبه ليكل شوى او ۱۳۱۴ ل.ل. كال كې چاپ شوى.
                    ۱۳: پښتو ښوونكى : دغه كتاب محمدعثمان باركزي ليكلى او په ۱۳۱۶ ل. ل. كې د پاكستان په لاهور كې چاپ شوى دى.
                    ۱۴-د پښتو ژبې لياره : دغه كتاب هم د صالح محمد خان له خوا ليكل شوى ،چې په ۱۳۱۶ل.ل. كال كې په كندهار كې چاپ شوى او مولف يې مولوي صالح محمد كندهارى دى.
                    ۱۵- عجايب الغات : دغه اثر په ۱۸۱۳ز.كال كې د الله يارخان لخوا ليكل شوى .
                    ۱۶- همدارنګه په پښتو ژبه كې د ( كتاب خيالات زمان درلغت و زبان افغاني ) په نوم هم د پښتو ژبې يو څيړنيز اثرلرو، چې د ليكوال او د ليکنې نيټې په اړه يې څه نه دي ليكل شوي .
                    ۱۷- ګنجينه افغاني : د قاضي رحيم الله پيښوري لخوا په پارسي ژبه ليكل شوى او په ۱۹۳۸ ز. يا ۱۳۵۸ ل.س. كې په لاهوركې چاپ شوى. همدارنګه قاضي رحيم الله يو بل پښتو ګرامر په ۱۹۶۶ ز. كې په پيښوركې ليكلى دى.
                    ۱۸- قواعد پښتو: دغه كتاب په ۱۳۱۸ ل.ل. كال كې د پښتو ټولنې لخوا په كابل كې چاپ شوى او ليكوال يې محمد اعظم ايازي دئ.
                    ۱۹- د پښتو شپږمه كيلي :دغه كتاب د مرحوم پوهاند صديق الله رښتين له خوا تاليف او په ۱۳۱۸ ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوي .په پښتو ګرامر ليكنه كې د استاد رښتين دا يوازينى ګرامر نه دى، بلكې تر دې وروسته يې هم د پښتو ژبې قواعد په بيلا بيلو څيړنو شاربلي ،هماغه مهال د پښتو ژبې ډېر څيړونکي د عصري او لوړو تحصيلاتو خاوندان نه و نو د دۀ اثار د لومړي ځل له پاره د پښتو ژبې له پاره علمي منځپانګه ګڼلى شو.
                    ۲۰_ دپښتو لومړى ښوونكى : دغه كتاب يو تطبيقي درسي ګرامر دى،چې د پوهاند صديق الله رښتين له خوا ليكل شوى او په ۱۳۲۶لمريز كال په كابل كې چاپ شوى دى.
                    ۲۱_ پښتوګرامر لومړى جز: دغه ګرامر هم پوهاند صديق الله رښتين په پارسي ژبه ليكلى او په ۱۳۲۷ لمريز كال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى او په دويم ځل د يونيورسټي بك ايجنسي له خوا په ۱۳۷۶ لمريز كال چاپ شوى دى.
                    درښتين صاحب دغه ګرامر د پښتو ژبې په څلورو (غږ پېژندنې،صرف،نحوه،او املا) كښل شوى دى.
                    ۲۲_دپښتوصرف او نحوه: دغه كتاب په پښتو ژبه د پښتوګرامر دى. ليكوا ل يې محمد عظيم خيال دى او په پېښور كې چاپ شوى دى. د ليكنې او د چاپ د نېټې په اړه يې معلومات نشته.
                    ۲۳- پښتوقاعدې :دا د پښتو ګرامر دى .په اردو ژبه حافظ محمدادريس او عبدلحليم ليكلئ او په پېښور كې چاپ شوئ .
                    ۲۴- د پښتو قاعدې په نوم يو بل كوچنى پښتو ګرامر هم لرو ،چې د سيد راحت زاخيلي ليكلى او په ۱۹۵۴ ز.كې په پېښور كې چاپ شوئ.
                    ۲۵- پښتو قواعد : دا هم په پېښور كې ليكل شوئ او چاپ شوئ ،ليكوال يې مرحوم سيد تقويم الحق كاكا خېل دئ.
                    ۲۶- د پښتو ژبې لنډ ګرامر : د دغه ګرامر مولف فضل محمد كندهارى دئ او په ۱۳۲۴ل.ل. كال په كندهار كې چاپ شوئ.
                    ۲۷- ژبښودنه : دغه كتاب هم پوهاند صديق الله رېښتين په ۱۳۴۱ ل.ل. ليكلئ او د ۱۳۴۷،۱۳۴۲،۱۳۴۱،ل.ل.. كلونو تر څنګ په روانه لسيزه كې د دوه ځلې چاپ په ګډون شپږ ځلې چاپ شوى دئ. دغه كتاب ښونيزه بڼه لري او دصرفي قواعدو سربيره د املا او رسم الخط په اړه هم درسي مواد لري .
                    ۲۸- د پښتو مصدرونو لارښود: يو كوچنى پښتو ګرامر دى، پوهاند صديق الله رېښتين ليكلى او په ۱۳۴۳ل.ل.كې چاپ شوى.
                    ۲۹- دغه كتاب مولوي شېرګل ليكلى،چاپ شوي نه دئ ،قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه ( په اوسنۍ عولومو اكاډمۍ) كې خوندي ده .
                    ۳۰- امد نامه : د پښتو ژبې يو كوچنى ګرامري كتاب دئ،چې يوازې د پښتو ژبې مصدرونه او فعلونه يې څېړلي ،يوه قلمي نسخه يې، چې ۱۰۸مخه لري،د لندن د برټش په موزيم كې ساتل شوې او د هندوستان د رامپور په ښار كې د ۱۹ پېړۍ په پيل كې ليكل شوې ده .
                    ۳۱- پښتو ګرامر: دا د هربرت پنزل د پښتو ګرامر پښتو ژباړه ده . دا په پښتو ژبه كې لومړنٰى علمي اثر دٰ چې د پښتو ژبې اوازونه يې د معاصرې ژبپوهنې د علمي اصولو او مېتودونو پر بنسټ څېړلي ،دا كتاب پوهنيار محمد رحيم الهام په پښتو ژبه ژباړلٰى دى .ويلى شو چې د دغه ګرامر په پښتو كېدنې سره پښتو ژبې ته نوې ژبپوهنه ننوتلې ده .
                    ۳۲- اتاليق پښتو(پښتو كونكى): دغه كتاب هم د غونډولو(جملو) او لغتونو د څېړنې په اړه مولوي محمد اسماعيل په ۱۹۶۹ز.كال كې ليكلى .
                    ۳۳- پښتو ګرامر: دغه كتاب د ډاكټرې زرغونې زيور له خوا ليكل شوى او په ۱۳۶۰ل.ل.كې د كابل پوهنتون له خوا چاپ شوى .
                    ۳۴- د پښتو نوى مصدر: دا د پښتو ژبې د ګرامر يو څېړنيز اثر دى،چې د عبد الرزاق پالوال له خوا ليكل شوى او په ۱۳۵۰ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوى.
                    ۳۵- نوې ژبپوهنه او ژبني مساېل: دغه ګرامر پوهاند حبيب الله تږي ليكلى او په ۱۳۴۴ل.ل. كال په كابل كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوئ.
                    ۳۶-ژبنۍ څېړنې: دا د پوهندوى نور احمد شاكر له خوا ليكل شوى،چې يوه برخه يې په ۱۳۵ ل.ل. كال كې د وږمې مجلې له خوا خپره شوې .
                    ۳۷- معياري پښتو: دا هم د عبدالرزاق پالوال ليكل شوى ګرامردى،چې په ۱۳۸۴ل.ل. كال د پېښور په يونايټېډ پريس كې چاپ شوى.
                    ۳۸- وييپوهنه::داد پوهاند مجاور احمد زيار پښتوګرامر دى او د پښتو ژبې د علمي ژبپوهنې د مېتود پربنسټ يې، د پښتو ژبې د ويونو بېلابېلې خواوې څېړلې دي. دغه کتاب په لومړي ځل په ١٣٦٠ لمريز کال په کابل کې د لوړو زده کړو په چاپخونه کې چاپ شوى دى .
                    ۳۹_پښتو ليکلار ښود : دغه کتابښود هم د پښتو ژبې د مورفولوژي د څانګې، غني معلومات لري چې، په ١٣٦٠او ١٣٨٦ لمريزکالو کې دوه ځلې چاپ شوى دى. ليکوال يې پوهاند مجاوراحمد زيار دى .
                    ۴۰_پښتو پښويه: دغه ګرامر تر اوسه د پښتو ژبې يو پياوړى ګرامردى چې هم د پښتو ژبې د فونولوژي او هم مورفولوژ ي څخه بحث کوي . دغه کتاب په لومړي ځل په ١٣٦٢ لمريزکال كې په كابل چاپ شوى او په روانه لسيزه کې دوه ځله بيا هم چاپ شوى دى او د پوهنتون ډېر زده کونکي له همدغه کتاب څخه ګټه اخلي.
                    ٤١_پښتو نحوه : دغه کتاب د پښتو ژبې يو نوى علمي ګرامر دى ،چې د پښتو ژبې د نحوې او جملې پېژندنې په بېلابېلو برخو بحث لري . دغه کتاب په ١٣٨٢ لمريز کال کې په پېښور کې چا پ شوى دى او ليکواله يې اغلې ډاکټره پوهندوى زرغونه رښتين زېورده . د يادونې وړ ده چې د پښتو ژبې د نحوې په برخه کې تر دم ګړۍ دا يو بشپړ ښوونيز اثر ګڼل كيږي .
                    ٤٢_پښتو مورفولوژي او فونولوژي: لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګندېږي دا هم د پښتو ژبې يو علمي ګرامري اثر دى ،چې ليکوال يې پوهنوال محمد صابر خويشکى دى .دغه کتاب د لومړي ځل لپاره په ١٣٨٠ لمريز کال کې په پېښور کې چاپ شوى دى او بيا په ١٣٨٦ او ١٣٨٧ لمريز کالو کې په کابل کې دصميم ادبي ټولنې له خوا درې ځله چاپ شوى دى .
                    ٤٢_دپښتو ژبې فونولوژي: دغه کتاب درې فصله لري او د ښاغلي ډاکټر سرمحقق عبدالحکيم هلالي اثر دى او په ١٣٧٠ لمريز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى .دغه اثر تر دم ګړۍ يوازينى کتاب دى چې د پښتو ژبې د فونولوژى برخه پکې په علمي ډول په ډېره ښه توګه څېړل شوې ده.
                    ٤٤_جامع القواعد د پښتو: مولف يې عبدالکريم بريالى دى او په بلوچستان کې د کوټې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى .
                    ٤٥_سوچه پښتو يوه جايزه: دا په ١٩٨٨ زېږديز کال په بلوچستان کې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى او د ډاکټر خدايداد له خوا ليکل شوى دى .
                    ٤٦_د پښتو مفصله صرف او نحوه: دا غلام جيلاني خان جلالي ليکلى په پښتو ټولنه کې دى او تر اوسه پورې چاپ شوى نه دى .
                    ۴۷- د پښتو ژبې مورفولژي ( ګړپوهنه ):دا د پښتو ژبې يو ګرامر دى ،چې درې برخې لري ،جانداد الكوزي ليكلى او په ۱۳۸۵ل.ل. كال د پټان ادبي ټولنې لغمان له خوا چاپ شوئ.

                    ديادونې وړ ده چې له دې پرته ښايي د پښتو ژبې په اړه نور ګرامرونه او مقالې هم کښل شوي وي خو زه يې په پيدا کولو بريالى نه شوم.
                    د بهرنيو پوهانو له خوا ليکل شوي پښتو ګرامرونه:
                    ١_کلاپ ورټ په نوم يو بهرني، د پښتو ژبې يو ګرامر ليکلى ، دغه اثر په ١٨١٠ زېږديز کال کې چاپ شوى دى. استاد صديق الله رښتين کلاپ ورټ المانى راپېژني خو ډاکټره زرغونه زيور يې روسى بولي .
                    ٢_په ١٨٢٣ زېږديز کال په برلين کې (ا،اورسمين) يو پښتو ګرامر چاپ کړى. دغه اثر د پښتوژبې د نومونو ،عددونو،ضميرونو او فعلونو نوملړ لري چې پارسي ،تاتاري ، جرمني او روسي ژبوته هم ژباړل شوى دى.
                    ٣_ په ١٨٣٩ زېږديز کال د مېجر.ر.ليچ د پښتوژبې د ګرامر په برخه کې يوه وړه رساله ليکلې ده.
                    ٤_د ١٨٤٢_١٨٤٥ز. کلونو په موده کې پروفيسور ډورن د پښتو ژبې ګرامر ليکلى او په کلکته کې چاپ شوى دى . د ختيځ پوهانو په ډله کې لومړنى سړى دى ،چې د پښتو ژبې د علمي مطالعې له پاره يې هلې ځلې کړې دي . د پروفيسور ډورن له مړينې د اکتوبر تر انقلاب پورې په روسيه کې د پښتو ژبې څېړنه درېدلې وه.
                    ٥_ د پښتو ګرامر يو کوچنى کتاب ذى چې په ١٨٥٤ په کلکته کې چاپ شوى او د واګن له خوا ليکل شوى دى .
                    ٦_ د پښتوژبې ګرامر يا د افغانانو ژبه: دغه ګرامر د انګرېز جارج ميجر راورټي له خوا ليکل شوى اودوه ځله چاپ شوى دى. لومړى ځل په ١٨٥٥ زېږدي کال په کلکته کې او دويم ځل په ١٩٦٠ زېږدي کال په لندن کې چاپ شوى دى . د دغه کتاب عمده برخه د پښتو ژبې د صرف برخه ده.
                    ٧_ ډاکټر ايرنست ټرومپ (Dr. Ernest trump) د راورټي له ګرامر ١٢ کاله وروسته د (پختو، پښتو ګرامر ، pukhtu, Pashto grammar تر سرليک لاندې ګرامر ليکل شوى دى. دغه ګرامر يوه انګرېز( هنري والټر بېليوH.W.Bellew) ليکلى، لومړى ځل په ١٨٦٧ زېږدي کال په لندن کې او بيا په ١٩٠١ زېږديز کال دهغه وخت د هند د لاهور په ښارکې چاپ شوى دى. دغه کتاب په ١٣١٨ لمريز کال د پښتو ټولنې ( اوسنۍ علومو اکاډمۍ ) له خوا په پښتو ژباړل شوى دى خو لاتر اوسه پورې چاپ شوى نه دى.
                    ۱۸-(Grammar of the Pashto of the language of the Afghanistan) دغه کتاب د جرمني ختيځ پوه ډاکټر ايرنست ټرومپ Dr. Ernest trump له خوا په جرمني ژبه ليکل شوى دى. دغه کتاب په ١٨٧٣ زېږديز کال په لندن کې چاپ شوى دى ،کوم پښتو ګرامرونه چې خارجي پښتو څېړونکو له خوا ليکل شوى د ټرومپ ګرامر يوازينى اثر دى، چې د پښتو ژبې کانسونېنټونه يې د ژبپوهنېزو اوصولو په رڼاکې د فزيولوجيکي خصوصياتو له پلوه پر بېلو، بېلو ګروپونو ويشلي اوهم يې د پښتوژبې اوازونه د همدغو ځانګړتياوو پر بنست په يوه جدول کې بېل ،بېل کړي دي ،که څه هم دريو انګرېزو پښتو پوهانو (کوکس،لاريمر، راس کېپل) د ټرومپ تر ګرامر وروسته ګرامرونه ليکلي خو هغو*ى د ټرومپ تر کچې د پښتو ژبې فونيمونه(غږونه) نه دي څېړلي .
                    ٩_ سي ،اى بېدولف ( C I bedolf) د پښتو ژبې په اړه يو کوچنى ګرامر ليکلى دى ، ګولډن شټېټ لومړنى جرمني ختيځ پوه دى، چې د پښتو ژبې په باب يې څېړنې پيل کړې دي . د معاصر روسي ختيځ پوهـ( برتلس) په قول د پښتو ژبې په اړه يو اثر ليکلى دى. په دغه اثر کې د ګرامر او لغتونو نوملړ موجود دى . دغه کتاب په ١٧٩١ زېږدي کال په سن پيترز بورګ(ليننګراد) کې چاپ شوى دى او داسې معلومېږي چې تر دم ګړۍ هغه د (برټش لرغونتون) په کتابتون کې ساتل شوى وسى.
                    ١١_ د روس کېپل او قاضي عبدالغني خان له خوا په ګډه يو پښتو ګرامر ليکل شوى ، چې د چاپ په اړه يې درې بېلابېلې سنې ليکل شوې دي ، پوهاند رښتين يې د چاپ کال ١٩١٠ زېږديز ښودلى او ډاكټرې زرغونې زيور يې ١٩٠١ زېږدي کال او ډاکټر هلالي بيا وايي چې نوموړى کتاب په ١٩٢٢ زېږديز کال په لندن کې چاپ شوى دى ، ښايي دا کتاب تر پنځو ځلو پورې چاپ شوى وي او پورتيى هره کال يې يو، يو ځل ښودل شوى ده.
                    ١٢_ فرانسوي ختيځ پوه جيمز ډارمسټټر په ١٨٨٨ زېږديز کال د ايتمولوژي( افغانانوژبه) تر نوم لاندې يو علمي او ګرامري اثر ليکلى دى او په پاريس کې چاپ شوى دى .
                    ١٣_ د پښتو ژبې د فلالوژي په برخه کې يوه رساله ده دا الماني ختيځ پوه کايګر ليکلى. دغه رساله په ١٨٩٣ زېږدي کال ليکل شوى دى د چاپ او يا نه چاپ په اړه يې معلومات نشته، دۀ په دې رساله کې د پښتو،سانسکرېټ،او اوستا پخواني او اوسني پاړسي لغتونه سره پرتله کړي د ي.
                    ١٤_د پښتو ژبې لنډ ګرامر: د بېدولف له خوا په ١٨٩٠ زېږديز کال په لندن کې خپورشوى دى .
                    ١٥_ لاريمر انګرېز (lorimer) پښتوګرامر چې د شلمې پېړۍ په اوايلو کې خپورشوى. په دغه ګرامر کې لومړى د پښتو فونولوژي باندې شرحه راغلې او د پښتوژبې واولونه يې (٧) ښودلي دي. دغه کتاب په لومړي ځل په ١٩٠٢ کې په لندن کې چاپ شوى له دې پرته د وزيرو د لهجو په اړه پکې بحث شوى دى. دغه ګرامر دويم ځل په ١٩١٦ ز. کال د لندن د اکسفورډ په ښار کې چاپ شوى دى.
                    ١٦_ پښتو ترجمان: دا د پښتوګرامر دى. ٣٨ کوچني مخونه لري (.ا . پفيمف) روسي ليکلى او په ١٩٠٧ زېږدي کال په تاشکند کې چاپ شوى دى. له يوه زيات فصلونه لري . وروستى فصل يې پښتو نومونه او فعلونه دي.
                    ١٧_ د پښتوژبې لنډقاموس او ګرامر : دغه کتاب هم (ا. پفيمف ) له خوا ليکل شوى ٢٧ مخونه لري، لومړنى ٢٢ مخه يې قاموس او وروستي پنځه مخونه يې د پښتو ژبې ګرامر په اړه دي . دغه کتاب لومړى ځل په ١٩٠٨ ز. کال په تاشکند او بيا په ١٩٥٥ ز. کال په ماسکو کې چاپ شوى دى .
                    ١٨_ په ١٩٠٨زېږدي کال په تاشکند کې د پښتو ژبې ګرامر او لغتونو په باره کې يوه کوچنۍ رساله ده، په روسي ژبه خپره شوې چې ليکوال يې روسى( تومانويچ) دى.
                    ١٩_ د پښتو ژبې د ګرامر يادښت : دغه ګرامر د انګرېز( اې. ډي. ميجرکوکس) له خوا ليکل شوى او په ١٩١١ ز. کال په لندن کې خپور شوى دى .
                    ٢٠_ د (ډي ،ايل، ار، لار يمر) له خوا يوبل پښتو ګرامر د( پښتو نحوې )تر نوم لاندې ليکلى او په ز.١٩١٥ کې د انګلستان له اکسفورډ څخه خپور شوى ، دغه کتاب ٣٧٧ مخه لري او په پاى کې يې د پښتو لغتونو په انګرېزي ژباړل شوي ، د لاريمر نحوه په ١٣١٩ لمريز کال د پښتو ټولنې له خوا په پښتو شوې ده.
                    ٢١_ ناروېژي جورج مارګنسټرن (George Morgenstern) د هندو ارياني سرحدي ژبې (Indo – Iranian frontier language) په نوم يو کتاب، چې پراچي، اورمړي ، پاميري اونورستاني ) ژبو بېلابېلې خواوې پکې څېړل شوې، ليکلى ، دغه کتاب د پښتو ژبې د ايتمولوژي په باب يو ښه علمي اثر دى . دغه کتاب په ١٩٢٧ ز. کال د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې چاپ شوى دى.
                    ٢٢_ اى ،اې بيرټلس د روسي ختيځ پوه له خوا په ١٩٣٥ زېږدي کال د پښتو ژبې د کندهارۍ لهجې تر سرليک لاندې يوه رساله ليکلې او په ليننګراد کې خپره شوې ، نوموړې رساله په ١٣٥٦ لمريزکال په پښتو ژباړل شوې ده. همدارنګه برتلس په ١٩٣٦ ز. کال او ١٩٥٠ ز. کالونو کې دوه نور ې مقالې په ترتيب سره د ( پښتو ژبې ترکيب اوساختمان او د پښتو ژبې فونيمپوهنه ) تر سرليک لاندې ليکلې چې دويمه مقاله يې د ( پ ، ب زودوين پښتو روسي قاموس) په وروستۍ برخه کې په ماسکو کې چاپ شوې ده.
                    ٢٣_ د پښتو ژبې لنډ ګرامر : دغه اثر د روسي ختيزپوه اسلانوف لنډ درسي ګرامر دي چې په ١٩٣٦ ز. کال په ماسکو کې چاپ شوى دى ، اسلانوف دوه نور ګرامرونه هم ليکلي. لومړى يې د (د پښتوژبې د اصواتو ترکيب) چې په ١٩٥٠ ز. کال په ماسکوکې خپور شوى دى او بل يې د پښتو ژبې معاصر ګرامر دى .
                    ٢٤_ (د ک . ا. ليبديف) درې ټوکيز پښتو ګرامر ليکلى ،چې هر يويې په ترتيب سره په ١٩٤٥ ، ١٩٥٦ ، او ١٩٧٠ز. کالونو کې چاپ شوى دى.
                    ٢٥- (پښتو ژبه) تر دغه عنوان لاندې ګرامر روسي پوهـ (ن. ا . دوريانکوف) ليکلى او په۱۹۱۰ز. کې په ماسکو کې چاپ شوى دى، په دغۀ کتاب کې لومړى د پښتو ژبې په فونولوژي، بيا په مورفو لوژي اونحوه خبرې شوې دي او د پښتو ژبې ډيفټانګونه يې اووه ښودلي.
                    ٢٦_ دوکتورا.م. ارانسکي د پښتو ژبې د ګرامر په نامه يوه وړه رساله ليکلې چې د چاپ کال يې نه دى څرګند .دغه رساله د فعل د شکلونو د تکرار په اړه يوه علمي رساله ګڼل کېږي .
                    ٢٧_ د پښتو ژبې لنډ ګرامريا دپښتو ژبې د ګرامر ځينې اساسات : دغه ستره مقاله د روسي ختيځ پوه د.ا ښفميف د پ .ب زودين روسي پښتو قاموس په پاى کې ليکل شوى ده او په ١٩٥٥زېږدي کال په ماسکو کې چاپ شوې . دغه ګرامر د پښتوژبې په فونيمپوهنه، مورفولوژي او نحوه باندې ليکل شوى دى ، شافيف هم د پښتو ژبې ډيفټانګونه اووه ښودلي دي.
                    ٢٨_ د افغانستان د کندهارۍ لهجې تشريحي څېړنه: (A descriptive study of the dialect of kandahar) دغه ګرامر د امريکايي پښتو پوهـ هر برت پنزل (H. Penzal) له خوا په افغانستان کې ليکل شوى دى او په ١٩٥٥ ز. کال په واشنګټن کې په انګرېزي ژبه خپور شوى . دغه کتاب د پوهاند محمد رحيم الهام له خوا پر پښتو ژباړل شوى دى، په دغه اثر کې د کندهارۍ لهجې ،فونيمکې ،ګرامري ، برخې څېړل شوې د ي او د ننګرهارۍ اوکندهارۍ لهجې تر منځ يې ځينې توپيرونه په ګوته کړي دي.
                    ٢٩_ ډاکټر برژي بيچکا چکوسلواکي ختيځ پوهـ د پښتو خج (فشار) په نوم يوه وړه رساله ليکلې .
                    ٣٠_ زويا مارتيانيونا ،کالينينا روسي ختيځ پوه د پښتو ژبې د ګرامر په اړه ډېرې خورې ورې ليکنې کړې دي ،کالينينا په شوروي اتحاد کې د ختيځ پېژندنې په انسټيوټيوټ کې د افغانستان د څانګې غړې وه. ليکنې يې په دې ډول دي: د معاصرې ادبي پښتو لغت پوهنه ، په ١٩٧٢ ماسکو چاپ . په معاصره ادبي پښتو کې مرکبې تابع جملې ١٩٢٦ ز. کال ماسکوچاپ. او په معاصره ادبي پښتو کې امريه ، شرطيه ، تمنايي ، جملو تر سرليکونو لاندې د نوموړې ليکنې دي .
                    ٣١_ عبدالحفيظ غني يف : دغه اثر د روسي پوه پروفيسور (ا.ل ګريدنبرګ) يو ښوونيز اثر دى ،چې په ١٩٨٧ زېږدي کال د روسيې په ليننګراد کې چاپ شوى. دغه ګرامر د فونيم پوهنې ،مورفولوژي او نحوې درې برخې لري چې ډېر زور پکې په فونيم پوهنې اچول شوى د ى. د دغه ګرامر ځانګړتيا داده، چې د نورو ژبو د ګرامر ليکنې تر تاثير لاندې نه ده راغلې او هر څه يې د پښتو ژبې پر موادو څېړلي دي فونولوژي او مورفولوژي يې په علمي توګه تصنيف بندي کړې دي.
                    .
                    په پشتو ژبه کې د يادوو شويو ګرامرونو اومقالو پرته ښايي نورګرامرونه او ليکنې هم شوې وي خوماته يې کوم څرک ونه لګېدۀ ،اونه هم د هغو د موندلو لپاره کره مواد لرم ، پښتو، چې يوه ډېره کره او لرغونې ژبه ده ، دبهرنيو ژبپوهانو له خوا د غې ژبې ته هغه مهال پام شو چې د پاڼېني ګرامر پيدا او سر ويليم جونز له خوا وڅېړل شو .کېداى شي د يادوو شويو پوهانو تر څنګ پښتو ژبې د نړۍ د نورو هېوادونو د ژبڅېړونکو پام هم ځان ته اړولى وي او نور کتابونه اوعلمي مقالې پرې ليکل شوې وي ، ديادونې وړ خبره داده چې په روانه لسيزه کې د لرې پښتونخوا پښتو پوهانو چې کوم ګرامرونه ليکلي هغه په بشپړ ډول نه دي ذکر شوي او نه هم هغه ليکنې چې دم ګړۍ د نړيوال جال (انټرټ) په سينه کې د پښتو ژبې د ګرامر په اړه شوې ، دلته نه دي يادشوې ، که ژوند و، او وخت او وسايلو راسره ياري وکړه په راتلونکې کې به هم له هغو څخه يادونه وکړو، دا يادول غواړ م چې که په دغه ليکنه کې څه کمي او زياتوالى راغلى وي، له لوستونکو او ژبڅېړونکو بښنه غواړم. هيله ده چې د سمون په اړه وړ مشورې راکړي.
                    د دغې ليكنې په اوډنه (ترتيب) كې له لاندې كتابونو څخه ګټه اخستل شوې :
                    ۱- رښتين زيور،پوهندوى ډاكټره زرغونه،پښتونحوه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز،پېـښور، پښتونخوا ، ۱۳۸۲ لمريز كال.
                    ۲:رښتين، پوهاند صديق الله ،پښتوګرامر،يونيورسټي بك ايجنسي ،پېښور پاكستان ۱۳۸۲ ل.ل.
                    ۳:زيار،پوهاند مجاوراحمد ،پښتوپښويه ،دانش خپرندويه ټولنه ،پېښور،پاكستان،۱۳۸۴ ل.ل .درېيم چاپ
                    ۴:خويشكى ،پوهنوال محمد صابر،پښتوغږپوهنه او وييپوهنه (فونولوژي،مورفولوژي)،صميم ادبي ټولنه ،دويم چاپ ،۱۳۸۶ ل.ل.
                    ۵: زيار،پوهاند مجاور احمد ،ويى پوهنه،كابل پوهنتون، د لوړو زده كړو چاپ خونه،۱۹۸۱ ز.كال
                    ۶- هلالي،سر محقق عبدلحكيم، د پښتو ژبې فونولوژي،د افغانستان د علومو اكاډمۍ،كابل،۱۳۷۰ل.ل.

                    

                    Comment

                    Working...
                    X