Announcement

Collapse
No announcement yet.

يتيمه پښتو او که د معياري ليکدود تشه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • يتيمه پښتو او که د معياري ليکدود تشه

    يتيمه پښتو او که د معياري ليکدود تشه
    درنو هیوادوالو يو ماښام لۀ برېښنایي رسنیو سره بوخت وم او د آریانا لروینون (تلویزیون) ته مې کتل، چې پۀ دې مهال (د جګړې کیسې) پۀ نامۀ یوه خپرونه پیل شوه، چې لۀ ناخوالو، پرهارونو او اوښکو ډکه خپرونه وه. دغه خپرونې د دویمې سقاوي پۀ موده کې د يوې مېرمنې د مېړۀ د شهادت ورځې شپې، پۀ پردېسي کې د دوو یتیمو لورانو روزنه او هغوی ته د ډوډۍ د موندلو ستونځې بیانولې او د دغه مېرمنې او لورانو لۀ سترګو څاڅکي څاڅکي اوښکې لکه وینې د زړۀ لۀ پرهارونو په اننګو څڅېدلې او بهېدلې، خو زۀ ﻻس تر ځنې ورته ناست وم او د ژوند د ناخوالو په سوچونو کې لاهو شوم.
    ناڅاپي مې د 1363 لمریز لېږدیز کال یوه زړه بوږنونکې پېښه راپۀ یاد شوه. هغه مهال زما انا (نيا)، زۀ د چرګانو لپاره پۀ وچه ډوډۍ پسې بازار ته استولی وم. کله چې کوټې سنګي ته ورسېدم، نو سمدﻻسه مې د وچې ډوډۍ دوکان ته ورودانګل، خو کله چې دوکان ته ورننوتم، نو کتل مې، چې یوه سپين سرې، په شاه ټوغه، وچوړې مېرمن، چې زوړ پوړنی يې په سر ؤ، نو د وچو ډوډيو په بوغڅه کې آخته وه، چې لږ پاکه او لویه ټوټه ډوډۍ پکې وموندي.
    ما له يو پلوه بيړه درلوده او له پلوه مې چندان حوصله هم نه درلوده، خو هغه مهال زه ډېر ځوان وم او له دغه نندارې مې زړۀ ډېر ژر پۀ تنګ شو، نو پۀ هغه مېرمن مې غږ وکړ: (خاله جان! چي مېپالين!، کُلش نان کهنه و خشک است!)، نو دغه مېرمنې راغبرګه کړه: (بچېم! خودت ای نانه برای کي مېخري؟). ما ورته رډې رډې وکتل او ورته مې ووېل، (خاله جان! کلګي اي نانه بر مرغا مېخره، چرا پرسان مېکني!)، خو مېرمنې سر را پورته کړ او لۀ اوښکو ډکې، له غمه سرې او ستومانه سترګې يې راواړولې او را ته یې وویل (بچېم! مه ده خانه یتیم دارم، اي نانه مېخرم کۀ برایشان تر کنم، که نرم شوه و باز يتيمايم بخورند!)، نو له دې وينا سره سم زۀ هک پک شوم، لۀ شرمه پۀ کالیو کې نۀ ځایېدم او د دوکان پۀ کونج کې ودرېدم او د ويلو مې نور څۀ نۀ لرل، خو د پېښې په يادون مې لیا اوس هم د زړه پرهارونه تازه شي او سترګې مې د ناهيلۍ له اوښکو ډکې شي!
    درنو لوستونکو لۀ دغه پېښې لۀ دوو لسیږو ډېره موده تېره شوه، خو هغه خبرې او د هغه مېرمنې بېوزله اوښکې تر ننه زما پۀ ذهن کې پاتې دي او د هېواد د خلکو پۀ غمونو کې مې ډوبوي، مګر زۀ د دنیا پۀ کارونو کې ډېر بې وزلی یم او چې تنها شم د خپلو خیالونو پۀ څپو کې لۀ خپلو غمځپلو هېوادوالو سره د زړۀ اوښکې تویوم.
    کله چې (د جګړې کیسې ) خپرونه پای ته ورسېده، نو پۀ برېښنا پاڼو کې مې د زړه سکون غوښت، نو د ليکنو په لوستو مې خپل غلطاوه، چې پر يو شمېر ليکنو مې سترګې ولګېدې، چې په هغوی کې یوه يې د ښاغلي معصوم هوتک وه او بله يې د ښاغلي پوهاند مجاور احمد زېار وه. د ښاغلي هوتک صيب لیکنه د ښاغلي پوهاند زیار د وینا او لیکبڼې دووالیږم ته ښودنه کوله او د پوهاند زیار ليکنې د پوهاند سفر او د ځینو کتنو او ناستو راپورتاژ ته او د ښاغلي معصوم هوتک سیمییږ-ګړدودیز ليکبڼې ته ځانګړې شوې وه، خو تاسو بۀ وایئ چې د پورته يادې شوې موضوع يې د زيار او هوتک پر ليکنو پورې څۀ اړه ده!
    ښاغلو لوستونکو! ما به مبالغه نه وي کړې، چې ووايم پښتو اوس یتيمه شوې او د سر سړی نه لري، نه يې مهربانه مور شته او نه هم دانا پلار، ځکه چې نن سبا پښتو په سمييز ګړدود کې لاهو ده، اشخاص ورسره وزلوبه کوي او هېڅوک نه غواړي په دغه ځورېدلې، ځپېدلې او تجريد شوې ژبې زړه وخوږوي او لکه هغه بوډۍ، چې خپلو يتيمانو ته يې د زړه وينې خوړلې، خو هېڅوک نشته چې پخپله پوهه او هڅو درنه پښتو له ورکېدو وژغوري، خو برعکس له پښتو سره تربګني کېږي، د پلندر او ميرې چلند ورسره کېږي. له خواشيني سره بايد ياده شي، چې په وروستيو څو لسيزو کې لکه افغاني ټولنه له پښتو سره هم خلقيتوب وشو او هم پرچمي توب، خو اغيارو بيا ورته د دوزخ ژبه وايي او موږ په پښتو پسې رااخيستې ده او پخپله مو ورسره جهاد اعلان کړی!
    درنو هېوادوالو! زموږ او تاسو کور، کلی، ښار او لنډه دا چې ټول هېواد د بېلابېلو خپلمنځیو شخړو قرباني شو، چې وروستۍ درې لسیزه موږ پۀ ايتنیکي، ژبني، ایدیولوژیکي او مذهبي مېچنه کې اوړۀ کېږو او د افغانستان خوار او بېوزله خلک زموږ د ځانغوښتنو بیه پخپله وینه ورکوي او د ځبرځواکونو تر ښکېلاک ﻻندې دي، خو زموږ لوستي افغانان پۀ چړچو بوخت دي او خپل هر څۀ پر نورو غواړي یا ومني یا يې ذهن ور مشکوک کړي.
    د دغو دوو ليکنو اغېز ﻻپر ما پاتې ؤ، چې د موسی کلا د خونړې او ځپېدلې سيمې د يو ځوان ليکنه چې الکوزی يې کورنی نوم ؤ، تر سترګو شوه، خو د دغه ځوان د ليکنې دوو ټکو ته مې پام شو، چې ليکلي يې ول: وروسته لۀ دې چې سيمه لۀ طالبانو پاکه شوه، نو موږ تمه درلوده، چې د لوست او زده کړې لپاره ﻻرې پرانيستي دي او د سيمې ماشومان او خلک کول شي پۀ خپله خوښه لوست وکړي.
    خو پۀ زړۀ پورې دا ده، چې دغه ځوان په لیکنه کې د نورو د ښوونکي پۀ بڼه راڅرګندېږي او ليکي، چې یوه کتابچه او د ښاغلي عبدالباري جهاني کتاب ورسره ؤ، کله چې د مرکزي واکمني لۀ پولیسو سره مخامخ کېږي، نو یو فارسي ژبې سپاهي ور ته وايي (مره بتې!) او لۀ هغۀ نه کتاب او کتابچه اخلي. کتابچه ورته پرې کوي او ایسته يې غورځوي، چې وروسته لۀ دې د دغه ځواکونو بولندوی (قوماندان) راځي او د ښاغلي عبدالباري جهاني کتاب ګوري او هلک پۀ څپېړه وهي او د دې ګواښ ورته کوي، چې تاسو کندهاريان ﻻ اوس هم په سو او سوي ليکنې کوئ او زموږ ليکدود نه کاروئ!!! او دغه ځوان بيا وايي چې د دغه سړي لۀ لهجې داسې ښکارېده، چې د جلال أباد وي، نو ځوان بيا ټينګتې کوي، چې د ميرویس نيکۀ او احمد شاه بابا زامنو چېرې یاست، چې پر موږ داسې ملنډې وهل کېږي.
    درنو لوستونکو ليا مې د دغه ليکنې تاو لۀ زړۀ نه ؤ ختلی، چې د هرات د سيمي د يو بل افغان يوسفزي ليکنه پرانيسته، چې هغۀ هم د معياري پښتو شعار ليکلی ؤ او پۀ پيل کې يې وړانديز دا ؤ، چې پښتانه پوهان دې را ټول شي او د يوې کره پښتو بنسټ دې پياوړی کي او د ښاغلي مجاور احمد زيار د ليکني سرليک (د خدای پۀ پار يوه پښتو کره پښتو وليکئ) يې هم ليکلی ؤ، خود خپلې ليکنې پۀ ترڅ کې لۀ خپلو سيمييږو دودونو، وينګ (تلفظ) او ګړدود (لهجې) تر سيوري ﻻندې راځي او یو پۀ زړۀ پورې تخيلي وړانديز کوي، چې پرته لۀ لهجوي بنسټه کوم علمي بنسټ يې نۀ درلود، خو دغه ليکنې ډېر ژر لۀ برېښناپاڼو ټولې شوې، چې علت بۀ يې څۀ وي زه هم نۀ پوهېږم!!
    ما هم څو ورځې مخکې یوه لیکنه (پښتو د ذهني انارشيزم په لومه کې) تر سرليک لاندې ليکلې وه، خو د ټول افغان د بحث په فورمونو کې لومړی د (ملي ګټور بحثونه) په برخه کې د مختارنومي افغان لخوا بحث ته وړاندې شوې وه، چې یو شمېر افغانانو جوت بحث پرې کړی ؤ، خو یو شمېر نورو وروڼو ماته د دغه ليکنې په اړه سپکې سپورې هم ليکلې وې، خو زما ليکنه هم ډېر ژر د ټول افغان له لومړۍ پاڼې ليرې شوه او د آرشيف کندې ته واچول شوه، ځينوبرېښنا پاڼو خو ليا خپره هم نه کړه، چې دغه دريځ ماته د کيوبا د يو مشر فيډل کاسترو د شپې نا آرامه خوبونه راپه ياد کړل، ځکه چې داسې ويل کېږي، چې (CIA) هم فيډل کاسترو پسې رااخيستې وه او د وژلو چارې یې ورته سنجولې، نو فيډل کاسترو به هم د شپې لخوا پر یو ځای نه ویده کېده، نو زما ليکنه هم په برېښناپاڼو کې يا خپره نه شوه او يا هم له يوې خونې بلې ته تېره اوبېره کېدله، چې اوس د ټول افغان د (پښتو ادب او ګرامر) په برخه کې خوندي ده، خو ما ته زما د ليکنې په اړه د ښاغلي عبدالباري جهاني غبرګون (زه څه وایم او ډاکتر لمر څه وايي) تر ټولو غوره او روزونکی اړخ درلود، چې د ښاغلي عبدالباري جهاني صيبه مننه کوم او بايد ياده کړم، چې د ښاغلي جهاني صيب ليکنو، ويناوو او شعرونو د ژوند په بهير کې زما په پښتني او افغاني ذهنيت کې يو ځانګړی رول لوبولی دئ.
    کله چې مجاهيدين په 1992 لمریز کال واک ته ورسېدل، نو په افغانستان کې اخوډب شروع شو، چې پايله يې په کابل کې د (90.000) انسانانو مړينه او د افغانستان وېشنه په ملکالطوایفي شوه،، چې د هر هېوادپاله افغان زړه ورته وينې څڅولې ، خو په دغه مهال کې د ښاغلي عبدالباري جهاني (او کندهاره د زمرو وطنه... او که پنجشير دئ که واخان دئ وطن زما دئ...) هېوادپاله شعرونه د افغانستان وتلي او نامتو شخصيت ښاغلي ډاکتر محمد صادق فطرت ناشناس په خواږه غږ کې په زړه ښکونکې سندره وواښته، چې په افغانانو کې يې د نوي اوښتون پېلامې رامنځ ته کړې او د هر هېوادپال افغان د زړه سکون وګرځېده او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا ولولې يې د هر افغان په زړه کې راژوندۍ کړې.
    د ښاغلي عبدالباري جهاني نوم او د دوی مبارزه د افغانستان د خپلواکي او نن سبا د ښاغلي جهاني صيب دريځ د لوېديزوالو د شيطاني وړانديزونو، چې د افغانستان د وېشلو تبۍ يې توده کړې، پر ضد پخپله یو ستر اوښتون دئ، هر افغان د خپل هېواد مشر لکه ښاغلی عبدالباري جهاني او نور افغاني پوهانو ته درنښت کوي او د دوی نظريات ډېر پياوړی ټولنيز اغېز لري، نو د افغانانو په جهاد او د پښتنو په يووالي کې د جهاني صيب، شپون صيب، حبیب الله رفيع صيب، کاروان صيب او داسې نورو ليکوالو او شاعرانو دريځ او سپارښت حیاتي رول لوبوي، خو په يوه او دوه ګلونو نه پسرلی کېږي!.
    د افغانستان په هره سيمه کې باتور پښتانه د نورو هېوادپالو افغانانو سره د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره د وينو په بيه ژغوري، خو داسې ګمان هم کېږي، چې يو شمېر پښتانه ډېر نازولي دي او غواړي چې د دوی ژبې ته پاړسيان، هندوان، ازبک او نور کار وکړي، مګرپښتنو دا لۀ هېره ايستلې ده، چې پښتو د دوی ژبه ده او پۀ افغانستان کې د وګړو ډېرګړي هم پښتانۀ دي، ځکه نود افغانستان ملي ژبه وه او پۀ افغانستان کې هڅې کېدې او کېږي، چې يو ملي هويت رامنځ ته شي، چې بنسټ بۀ يې یوه ملي ژبه وي، خو پوښتنه دا ده کۀ موږ پښتانۀ پۀ خپلو کې يو معياري ليکدود ونۀ لرو، نو د افغانستان لۀ لږکيو ټبرونونه بيا څۀ ګيله وکړو او پوښتنه دا کېږي چې هغوی د پښتنو کومه لهجه زده کړي او يا هم کوم ليکدود وکاروي!!! کندهاري، ننګرهاري، وردګي، خوستي او يا کوم بل ګړدود!!! دا ټوکه نۀ ده، موږ باېد پۀ دې پوه شو، چې د افغانستان 63 ٪ خلک پښتانۀ دي ، خو د هېواد پاتې برخه یانې 37٪ پښتانۀ نۀ دي او هغوی هم لکه پښتانۀ یو پياوړي ملي هويت ته اړتيا لري.
    د ېادونې وړ ده، چې لۀ 63٪ پښتنو لږ تر لږه 25٪ پښتانۀ پاړسي ګړېږي او پۀ پښتو هم نۀ پوهېږي. ګڼشمېر پښتانه د هېواد پۀ شمالي سيمو کې مېشت دي، چې بېلابېلې لهجي لري، نوځکه يوې کره پښتو ته اړتيا لري. دغه ټولې هغه ستونځې دي، چې د افغانستان ملي هويت ته يې ستر ګواښ رامنځ ته کړی.
    درنو هېوادوالو تاسو بۀ ډېر ځله لوستي وي: لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویه پکتيا او داسې نور، مګر تاسو بۀ هېڅکله هم داسې نۀ وي اورېدلي او يا لوستي لکه (هرات بزرګ، مزار بزرګ، شمالي بزرګ او داسې نور، مګر دغه سيمييز خلک د خپلې ژبې او سيمي لپاره کار کوي، حتی يو شمېر يې د پان ايرانيزم او تاجکستان بزرګ نارې وهي، غواړي افغانستان هسې په ګنډه ووهي، لکه حامد کرزي، چې څه موده مخکې افغانستان هسې په (سه کشور هم زبان!) کې مدغم کړ، خو دغه د پارس لېوال خلک د پرمختګ پۀ لوري روان دي او يو موټي دي، مګر پښتانۀ پۀ تربګني کې نښتي دي، پخپله سيمه کې ښوونځي سوځوي، ښوونکي وژني او خپل منورين لۀ منځه وړي. د دغه ناخوالو سبب د پښتنو وېشل پۀ کندهاري، وردګي، پکتياوال، کنړي، لغماني، خوستي او داسې نورو دي، چې د پښتنو پۀ تاريخ کې د هغوی بې اتفاقي ته ښودنه کوي.
    پۀ وروستيو دريو لسيزو کې ما هم پۀ افغانستان کې ډېر څۀ وليدل او واورېدل، چې پۀ پيل کې زۀ ماشوم وم او ما د مرحوم قيوم وردګ پۀ اړه اورېدل، چې (کۀ وردګ وې مقرر دې شي!) او يا (در پشتو امي لهجی قندهاري بسيار شيرين است!)، خو کله چې زۀ ځوان شوم، نو د (پکتيا جنرال مېزايد و شمال عسکر!) لۀ وراشې سره مې ټکر وکړ او کله چې طالبانو واک تر ﻻسه کړ، نو بيا بۀ ويل کېدل چې (اينا خو پاکستاني هستند!)، د کرزي لۀ راتګ سره د (طالبان نيکتايي دار!) وراشه رامنځ ته شوه، خو پۀ فاشيستهاي قبايلي، اقوام نوماد، شوونيست هاي برتري طلب او داسې نورو بۀ سر نۀ خوږوم، نو درنو پښتنو کۀ چيرې تاسو دغو پېښو ته سم ځير شئ، نو هرو مرو يو تاريخي سبق ترې اخلئ، هماغه خبره ده، چې بېل يې کړه اېل يې کړه!
    نو رابشو بيرته د پښتو کره ليکدود ته، باید ياده شي، چې د کره ليکدود رامنځ ته کېدل پښتانه سره نږدې کوي او د هغوې ځانځاني د وخت پۀ تېرېدو سره لۀ منځۀ ځي او د ملي هويت د چوړېدو امکانات پياوړي کېږي او د افغانستان د خلکو پۀ منځ کې پوهاوی او زغم رامنځ ته کېږي او د لږکيو لپاره هم آسانېږي، چې يوۀ کره معياري پښتو زده کړي او د پښتو د ملي کېدو چارې هم پياوړې کېږي.
    د پښتنو ستونځې ډېرې دي او پۀ زړۀ پورې خو ليا دا ده، چې زموږ لیکوال پخپلو لیکنو کې هېڅ کوم داسې وړاندیز نۀ کوي، چې لۀ منطق سره برابر وي او يا هم پوهنيز شاليد ولري.
    ښاغلی پوهاند مجاور احمد زیار پۀ خپلو لیکنو کې داسې ټکي رابرسېره کوي، چې د یو عادي افغان لپاره يې پوهېدنه نا شونې ده او د نیولوجیږم پۀ رڼا کې د پښتو وییپوهنه داسې راسپړي، چې پۀ غونډله (جمله) کې د کارولشویو وییو مانا ليا هم ستونځمنه کوي. دا څرګنده ده، چې پوهند مجاور احمد زیار صيب د نوې پښتو د ودې یو ستر مخکښ ګڼل کېږي، خو زموږ ولس ليا دې ته نۀ دئ رسېدلی چې د پښتو پۀ نویو وییو سر خلاص کړي، حتی زموږ لوستي پښتانۀ ليا پۀ سمییږو ګړدودونو کې ﻻهو دي او لۀ نالوستو خو بیا ګيله هم نۀ کېږي.
    د پښتو پۀ برخه کې زموږ ټولو لیکوالو جوت ګامونه اوچت کړي دي، چې د پښتو د ودې بنسټ ګرځېدلی دئ، پۀ دې برخه کې د علامه صدیق الله رښتین، علامه عبدالشکور رشاد، علامه عبدالحی حبيبي، علامه ګل پاچا الفت، علامه عبدالروف بېنوا او نورو مخکښو پوهانو هلې ځلې د پښتو ستره پانګه جوړه کړې ده، خو پۀ نننیو لیکوالو کې پوهاند مجاور احمد زیار خپل ځانګړی ځای لري، چې د نوې پښتو پۀ وده کې د زیار صيب نوښتونو د پښتو لمنه درنه کړې ده او پښتو ته يې یو ځانګړی ښایست ورپۀ برخه کړی دئ.
    د پوهاند زیار پښوییزې نومونې ډېرې غوره دي او د پښتو پښویه يې د نړيولو ژبو لۀ ګرامر سره برابر کړې، چې دا پخپله یو ستر ابتکار او ژبنیز پرمختګ دئ. د پښتو د وییجوړونې پۀ برخه کې يې هم جوت پرمختګ کړی دئ، خو د ښاغلي معصوم هوتک پۀ ليکنو کې ډېر پياوړی څېړنيز پوتنسيال پروت دئ، خو له ليکنو يې داسې څرګندېږي، چې د ژبې لیکبڼه بايد لۀ وینایي ژبې سره يوه وي، مګر باید یاده شي، چې د ژبې پۀ وده کې یو منل شوی لیکدود ډېر غوره ګڼل کېږي او د ټبرونو د يووالي اساسي رښکۍ ده.
    ما خپله لوړتحصيلات پۀ بهر کې کړي دي او د ژبو په اړه مې هم مالومات لۀ نورو ژبو تر ﻻسه کړی، خو پښتانه هر څۀ بل ډول ویني او تحلیل يې هم بل ډول دئ، څوک لۀ خپلو سيمییزو غوښتنو نۀ تېرېږي او یا هم د پښتو معیار د اشخاصو پۀ غوښتنو تر سره کېږي، لکه د حامد کرزي حکومت، چې پۀ مصلحتو جوړېږي.
    دا ټولو ته څرګنده ده، چې یوه موسسه، یو څانګپوه د یو نالوستي پر پرتله ښه پر مخ بېولی شي، خو پۀ افغانستان کې هر څۀ په مصلحت تر سره کېږي، ځکه تر ننه جګړه ليا روانه ده، خو پښتو هم لۀ داسې ناوړه چلند سره مخامخ ده، چې نۀ یې سر مالوم دئ او نۀ يې هم بر.
    پښتو د افغانستان ملي ژبه وه او پۀ نړۍ کې څۀ د پاسه سل میلیونه پښتانه ژوند کوي، چې ګڼشمېر يې پۀ افغانستان، پښتونستان، هندوستان، ايران او د نړۍ پۀ نورو هېوادونو کې مېشت دي او پۀ وروستيو دریو لسيزو کې، پۀ هېواد کې د بل شوي اور لۀ کبله د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کې خوارۀ-وارۀ شول، چې اوس د نړۍ پۀ بېلابېلو هېوادونو کې پردېس دي.
    پښتو د هندو-اروپایي د سترې کورنۍ د هندو-آرياني ډلې پۀ شمال-ختيزې څانګې پورې اړه لري، جې ګڼشمېر ګړدودونه لري او زوړ ګړدود يې اوس هم ژوندی دئ چې ونېڅي نومېږي او د بلوچستان پۀ سیمه کې ویل کېږي، خو د پښتو ټول ګړدودونه پۀ افغانستان او پښتونستان کې پۀ دریو څانګو کې راغبرګېږي، چې ختيږه، منځنۍ او لوېديږه څانګه جوړوي، چې د دغه څانګو توپير د (ږ – ښ) غږونو پۀ وینګ کې او په نومونو کې د (ز-ژ-ج) کارول دي، خو د پښتو لیکدود تر یو حده معياري دئ.
    پښتانه د تاریخ پۀ اوږدو کې د بهرني ښکېلاک او خپلمنځي شخړو پۀ لومه کې ښکېل دي او د بېلابېلو کلتوري یرغلونو لۀ ګواښ سره مخامخ شوي دي، خو بیا هم پښتنو خپل دود ساتلی او خپل هېواد يې لۀ غليمه ژغورلی دئ او زموږ پۀ ټولنه کې داسې خلک تېر شوي دي، چې د پښتو پېښليک زرینې پاڼې يې جوړې کړې دي، چې د پير روښان بابا، خوشال خان خټک بابا، رحمن بابا او نورو پښتني پوهانو هلو ځلو پښتو ته نړېواله کچه ورپه برخه کړې ده، چې د هغوی لیکنې او فلسفوي أندونه نړيوال کلتوري ارږښتونه ګڼل کېږي او دا زموږ او تاسو مسؤلیت دئ، چې د هغوی کلتوري ارزښتونه وسپړو اوبل نسل او نورو ته يې وروپېژنو.
    دا څرګنده ده، چې پښتانۀ تل د بهرني یرغل قرباني دي او پۀ وروستیو دریو پېړيو کې افغانستان د بېلابېلو جګړو ډګر ګرځېدلی دئ او پۀ وروستیو دېرشو کلونو کې زموږ هېواد د ځبرځواکونو په سیالیو کې ښکېل دئ، چې زموږ د هېواد د پرختګ مخه يې نيولې ده او زموږ هېواد يې د بدمرغي کندې ته ورغورځولی دئ، خو بیا هم دا زموږ لوستو دنده ده، چې پښتو ته کار وکړواو د پښتو پۀ علمي کېدو کې جوت ګامونه اوچت کړو او خپل هېواد او ژبه لۀ ورکېدو وژغورو، ښه ويل شوي، چې په لمر يې ګټه په سيوري يې خوره!.
    نن سبا افغانان د نړۍ پۀ بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي دي، چې ډېرګړو يې لوړ تحصيلات تر سره کړي دي او ګڼشمېر يې د څانګپوهنې تر کچې رسېدلي، نو د پښتو ژبې پۀ اړه څېړنې او خپله ژبه او کلتور نورو ته ورپېژندل د دوی معنوي دنده ګڼل کېږي او پرته لۀ لوستو پښتنو نور هېڅوک هم نۀ شي کولی پښتني کلتور او پښتو پۀ سمه توګه وسپړي او ويې څېړي او پردیو ته يې وروپېژني. کره ليکدود د پښتو خپرېدنه آسانوي او په زده کړه کې يې سهولتونه رامنځ ته کېږي.
    څرګنده ده چې پۀ بهرنيو هېوادونو کې د کلتوري اړيکو ټينګول ډېر اړین برېښي او پښتانه د نړۍ د خلکو یوه لویه برخه جوړوي او پښتني کلتور د پام وړ تاریخي ارزښت لري، چې لۀ بېلابېلو ټبرونو سره ګډ اړخونه لري او لۀ یو او بل سره ګډ ژوند لري او دا جوته ده، چې لۀ نورو ټبرونو سره د پوهاوي او زغم مزي د یو او بل پۀ کلتوري ارزښتونوکې نغښتي دي، نو د یو هېواد ژبه پۀ تېره بیا کره پښتو او افغاني کلتور نورو ته روښانول، د لوستو افغانانو مسؤلیت ګڼل کېږي.

    پايله
    ښه ويل شوي، چې کاڼه ته ډول مه وهه او ړانده ته نڅېږه مه! نو درنو افغانانو، ما ځکه په خپلو ليکنو کې د پښتو ژبې د نامتو ليکوالو د ليکنو اواندونو بېلګې رااخيستې دي، چې د پښتو د با صلاحيته ليکوالو او مشرانو پام دغه ستونځې ته له بل اړخه ورواړوم، چې په ګوته شي، چې د پښتو کره ليکدود د افغانانو په يووالي، د هېواد په ځمکني بشپړتيا او د افغان ملت په جوړېدنه کې څومره غوره اغېز لري، نو زما ليکنې هم دغه ستونزې ته ځانګړې شوې دي، کېدای شي ترخې ليکنې وي، خو وايي، چې: دوست به دې وژړوي، خو دښمن به دې وخندوي!.

    په درنښت

    ډاکتر لمر dr.lmar@live.ca
    

  • #2
    د رڼا کلنۍ مشاعرې بشپړ انځوریز رپوټ

    larawbar.com
    د رڼا کلنۍ مشاعرې بشپړ انځوریز رپوټ



    پلازمېنه کابل ددوهمې رڼا مشاعرې کوربه و

    د رڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹کال د زمري میاشتې په لسمه دمېرمن کلتوري ټولنيز بهيرلخوا د کابل په هوټل کې چې په سلګونوښځینه شاعرانو او لیکوالوپه کې ونډه اخیستې وه ولمانځل شوه .
    غونډه دیکشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو دملالۍ سخیزاده لخوا د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو پرانیستل شوه ورپسی د افغانستان ملی سرود د څو تنوماشومو نجونولخوا چې ملی کالی یې په تن و وویل شو
    د لومړنۍ برخې ویندویانې پاریسه خزان او سوله نیازۍ وې.
    د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغړې او ددغه بهیر د موقتې اجراییه کمیټې مشرې اغلې ساهره شريف پرانستونکې وينا واوروله.میرمن شریف راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو تر څنګ دښځو ونډه یې د ټولتې په هره برخه کې تر څیړنې ونیوه او ویی ویل:دافغانستان په سیاسی او ټولنیزبهیر کې یې د ښځو ونډه رغنده وبلله او میرمن کلتوری ټولنیز بهیر یی هم د هغې د لاسته راوړنو څخه وباله.نوموړې د هغو بسپنو ورکوونکو نومونه هم ياد کړل چې له مېرمن بهير سره يې د رڼا مشاعرې د جوړولو لپاره بسپنې ورکړې وې او يا د بسپنو ژمنې يې کړې وې.ورپسې میرمن تورپیکۍ مومند دمیرمن کلتورې ټولنیز بهیرکلنۍ ریپوت وړاندې کړ او د یوه کال په ترڅ مې یې د دغه بهیرد فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یی کړه : میرمن کلتورې ټولنیز بهیرد فعالیتونوڅخه په تیر یوه کال کې په ولایتونوکې د دغه بهیر د څانګو پرانیستل وو چې په مزار شریف،تخار،نیمروزولایتونو کې ددغه بهیر څانګې پرانیستل شوې او همدارنګه یې دهغو چاپ شویو کتابونو په اړه معلومات ورکړل چې د بهیر لخواچاپ شوی وو هغې د طوبی ندا ساپۍ ناول (په سترګو کې لیکل شوې افسانه)دسپوږمۍ نوری شعری ټولګه چې دبهیر د غړو شعرونه یې پکې راټول کړی وو او د ښکلا ځدراڼ د کیسو ژباړه (زه مې دا کوچنۍ زړه چاته ورکړم) دنعیمه غني (هغه دبابا خبره) کتاب او همدارنګه (له ډیوې سره مزل) کتابونه چې دمیرمن بهیر له خوا چاپ شوي یاد کړل.





    ورپسې درانه فرهنګي شخصيت استاد نجیب الله منلی د رڼا کلنۍ مشاعرې ګډونوالو ته وينا وکړه. نوموړې د ښځوپرمختګ د نارینه پرمحتګ وباله اوښځو د ادب به هکله خبری وکړی زیاته یې کړه دښځود ادبیاتو د نارینه ادبیاتو سره پرتله کړل او ویې ویل: منلی صیب اوویل :د ښځو او اونارینه ادبیات کوم توپیر نه لری توپیر یوازی په احساساتو کې دې ،نارینه ټولنه جوړوی اوښځه د ټولنی یوه برخه د ه ورپسی سید فخرالدین هاشمی د قلم ټولنی مشرد دغې ټولنی پیغام ولوست په یوه برخه کې یې راغلی ووپه داسی حال کې چې اوس هم هیواد د نا امني سره مخ دی د د ا ډول مشاعرو او ادبی غونډو جوړول د هیواد پالنی ښه ثبوت دی د غونډی دوهمه برخه مشاعره وه چې ویندویانې یې اوږی امیل اولطیفه لالهاند وه مشاعره دبهیر د دارالانشآ مشرې آغلې توبا ندا ساپۍ په وینا پیل شوه بیامیرمن ګلالۍ عمرخیلی په خپل یوه شعر دشعرونو لوستلو برخه پیل کړه ورپسی په ترتیب سره دغو شاعرانو لینا فدا،جمیله ساپی ،پښتنه سعادت،سپوږمۍ نوری، موسکا،نجیبه آشنا ،ګل مینه یوسفزی،لیمه نیازۍ،نسرین،عزیزه افغاني،بنفشه،نعیمه ،زلیخا،نظیفه نیازۍ،نجلا،سپوږمۍ،فرشته،نازنین،لطیفه لالهاند،ادیبه ادیب،ډیوه،ځلا زرمتۍ، ملالۍ،رڼا ساپۍوجیهه،سهیلا، پري،مستوره،پلوشه ساپی،طوبی ندا ساپۍ،برښنا ساپۍ، شکریه خروټې،نعیمه غنې،نجیبه آشنا،فریبا ،زاهده نیازمند،صدف سیمین،مینا نظرې،زمزمه ،وږمه رحمانی،ادیبه ادیب،مرضیې امین، نازیه اریوبوال،سونیتا مدبر،زاهده نیازمند ،مینه منګل،عاطفه اشنا، تورپیکۍ، ملالۍ پکتیاواله،خاطره،اریانا او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل .





    همدارنګه د مشاعری په ترڅ کی ګل مینه یوسفزی د هغې د غوره ادبې هڅو له امله دکال غوره فرهنګیالۍ وټاکل شوه چې د سروزرو په مډال ونازول شوه او همدارنګه دنغدې جایزه هم ورکړل شوه روپسی هغه ساینلیکونه چې د میرمن کلتورې ټولنیزبهیر لخوا چمتو شوی وود دغه بهیر په غړو وویشل شول چې دتیر کال په بهیر کې یې زیات کلتوري فعالیتونه سرته رسولي و.
    دغه راز هغه ویبپاڼې او ورځپاڼې چې دمیرمن بهیر دفعالیتونو په ځلولو کې یې مرستې کړې هم په ستاینلیکونو وستایل شول لکه تاند،روهي، افغان ادبي بهیر، ټول افغان،لروبر، سمسور،شرنګ، ارین ویبپاڼې او هیواد ورځپاڼه او دهغې ریس نجیب الله شینواری او ځینې وروڼه لکه ،مجیب لودین، فریدون الهام،اجمل تورمان ،ارین ،ځلاند،نورګل شفق،صمیم پکتیاوال،او همت الله امینزی . د غونډی په بله برخه کې د راغلو شاعرانو لخوا دشعرسیالی جوړه شوه لومړی د دووتنو سپوږمۍ نوري او مینې یوسفزۍ ترمنځ په دوهم پړاو کې په ډله ایزډول چې دوه ډله نجونو پکی برخه اخیستی وه لومړی ګروپ کې نازیه اریوبوال،سونیتا مدبر،زاهده نیازمند، نظیفه نیازۍ،جمیله ساپۍ،اوږۍ امیل،سپوږمۍ نوری،ګل مینه یوسفزۍ،وه او په دوهم ګروپ کې مینا نظری،تورپیکی مومند وردک،سوله نیازۍ،پاریسه خزان،ګلالۍ عمرخیله،عارفه عمرلور،زمزمه،لطیفه لالهانده وه د شعر سیالۍ نیم ساعت دوام وکړ او وروسته سیالۍ په مساوی توګه پای ته ورسیده همدارنګه هغه څه چې ډیر د پام وړ وو د ولایاتو څخه د ټیلفون په لیکه درڼا په کلنی مشاعره کې ونډه اخیستی وه خدیجه دلوګر ولایت څخه ،شاه ګل ګلزاده دنیمروزڅخه،عادله د هلمند څخه،سباسیلۍ دورګوڅخه،شپینې شپیلۍ له غزني ولایت څخه ، ښکلا له پکتیا ولایت څخه او نورو دریو خویندو له نورو ولایتونو څخه دغه راز له جرمني څخه دمیرمن رحیمې پښتونجار رااستول شوی شعر دهغې دخور جمیلې ساپۍ له خوا ولوستل شو.
    هیره دې نه وی چې په دغه مشاعره کې دموسیقی ترڅنګ دغرمې ډوډۍ هم په پام کې نیول شوې وه .دغونډې په برخه والو دمیرمن بهیر اومصور خپرندوی بنسټ دری سوه خپاره شوي کتابونه،مصور مجلې پنځه ګڼې،ماشوم روزنه،دمینې روغتون، کوچنی زړه مې چاته ورکړم،مینه اوجګړه او نور کتابونه وویشل شول.





    په پای کې د ګډونوالو د رايو په اساس درې غوره شعرونه انتخاب شول چې لومړی مقام داوږۍ امیل شعر دوهم د ګلالۍ عمرخیلې او دريم د سبا سیلۍ شعر وګاټه . چې شاعرانو ته يې د مېرمن بهير له خوا اېوارډونه او سوغاتونه ورکړل شول .دغه راز په مشاعره کې ښکلا ساپۍ دکال نیکمرغه نجلۍ دپچې په اساس وټاکل شوه.
    رڼا کلنۍ مشاعره چې د مېرمن کلتوری ټولنیز بهير په نوښت دبهير دوهم تلین په مناسبت جوړه شوې وه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسیده .



    وږمه فضلي
    

    Comment


    • #3
      د زيار صاحب د څرګندوونو په باب يوه توضيحي ل&#1

      د زيار صاحب د څرګندوونو په باب يوه توضيحي ليکنه
      په دعوت ویبباڼه کی ددوکتورزیارصاحب دڅرگندوونوپه باب

      یوه توضیحي لیکنه
      په دې څواوونیوکي دځینوویبپاڼوپرمخوباندي ځیني لیکني خپرېږي چي زه (هوتک) په نامه پکښې یادسوی اوپه "سیمه ییز" گړدودپالنه او"سمتي" تمایلاتولرلوباندي کږل سوی یم . ترننه مي دزیارصاحب خبره ،غوږونه ځکه کاڼه اچولي ول چی هغه مي دمهاجرت تراغېزو لاندي احساساتي او"اماتوري" لیکني گڼلې له ځان سره به مي ویل "مې ښوروه چي دخپل زړه تاوپه وباسي". زه به خپل کارکوم . که چاته گټورواقع سو،خوښه ترښه،که نه وو په پښتوآثاروخوبې هغه هم دهدیروقبرونه ډک دي ، زمادابه هم پرزیات سي . خونن چي مي په دعوت کي دمحترم دوکتورزیارصاحب لیکنه وکتله اوپه هغه کي مي دځان په حق کي ډېره ناحقي وموندله، نومجبورسوم چي د"دفاع" له مشروع حق څخه کارواخلم .
      له محترم استادزیارصاحب څخه مننه کوم چي "دپښتني ادب و فرهنگ په سرڅڼه کې" زماونډه یوازي زمادسیمي نه "بلکې دګردې پښتونخواپرکچ دنمانځني اوستاینې" وړبللې ده . کوریې ودان، زوی یې لوی. خوداچي د"سیمه ییزومخامختیاوو... آرواصلي بنسټوال" یې زه بللی یم، لږڅه توضیح غواړی.که خبره راڅخه لږشانته اوږده سوه، هیله ده چی ښاغلي لوستونکی مي وبخښي .
      زه څوک یم اودخپلي خوږې پښتوژبي دکره لیکني په باب څه غواړم؟
      زه یوپښتون افغان یم . سرنوشت (برخلیک) راته دنړۍ دنورونعمتوپرځای د"قلم" مینه په غاړه کي رااچولې ده اوله هغه څخه دخپلي مورنۍ ژبي په بډایولواوپراخولوکي کاراخلم . نه دکوم مادي امتیازپه تمه کي یم ، نه چاعلمي مرکزوته دچوپړله پاره پرې ایښی یم اونه مي جعلي واصلي علمي القاب موندلي دي . له نامه سره می ځیني خواخوږي زماله مخالفت سره سره"استاد" کاږي اوزه یې ځکه پرزړه اواروم چي په افغانستان کي دالقب دځینوښوونکوله پاره کارېدئ اوزه هم ډېرکلونه دکندهاراوکابل په لېسوکي ښوونکی وم . کله چي مي دباخترآژانس په پښتوڅانگه کی کارپیل کړ، دڅانگي محترم مشرمتین خوږیاڼي په همدې لقب باندي یادولم اووروسته دآژانس نوروملگروهم به همدې نامه نازولم . که دانه وای دغه لقب مي هم له ځانه توږئ . زماځینی شاگردان زماددغي ادعاشاهدان دي .نژدې شل کاله کېږي چي په کاناډاکي اوسم .دبل په مزدورۍ باندي پیسې گټم اودپښتوادب په خپراوي کي یې لگوم . آثارمي لویوڅوپرته چي دښاغلي زرین انځورپه پېرزوینه په جرمني کي "دافغانستان دکلتوري ودې ټولني" له خوااویونیم دنوروخپرندویوموسسوله خواچاپ سوي دي نورمي زیاتره پخپل لگښت چاپ کړي اوپه وړیاتوگه مي خپرندویوموسسوته پري ایښی دي ، دحبې ودینارپوښتنه مې بیانه ده کړې . نن یاسبادتقاعدسن ته رسېږم خوپه پېخر کارونه راته پاته دي . دغسي یوڅوک به ولي دپښتوپه معیاري کېدلو، دکره لیکدودپه عامېدلو، دیوې پښتوپه رامنځ ته کېدلوخوښ نه وي ؟ وایي دښار دروازې تړل کېدلای سي خودعالَم خولې نسي تړل کېدلای . زه هم له ناچارۍ غوږورته نیسم .
      زمادلیکني اودنورودلیکنوترمنځ توپیرپه څه کي دئ ؟
      زمادلیکدوداودهغه لیکدودترمنځ چي اوس دمعیارپه نامه یادېږي، توپیرفقط وفقط په دروبرخوکي دئ :
      ۱ ــ زه دپښتومرستندوی فعلونه (سو،سي،سم،....)کاږم . ددې کارله پاره هم تاریخي دلایل لرم اوهم ژبنۍ فتواوي . زموږمعاصرژبپوهاند دوکتورزیارصاحب هم پخپلولیکنوکي(سول،شول ، نسته ،نشته ،....) دواړه کره بللې دي (وگورئ دتل افغان په ویبپاڼه کي دپوهاندزیار صاحب مضمون،اودغه راز لیکلارښود۲۶۰مخ). زماپه نظردپښتوپه معیاري کولوکي دسین اوشین مسئله دومره بې اهمیته ده چي ما پخپل کتاب کي "دمعیارعامیانه درک" بللی دئ .دابه څه رازباسواده پښتون وي چي د"سیمینارجوړشو" او"سیمینارجوړسو" جملوپه پوهېدلوکي دي ستونزه ولري . دسین اوشین پرموضوع باندي ټینگېدل دهغوکسانوکاردئ چي دمعیارپه الفبې لاهم نه پوهېږي .
      ۲ ــ زه د"دی = he" ضمیراو"دی = is" فعل ترمنځ دالتباس دلیري کولوپه نیامت دفعل پرلکۍ باندي همزه ایږدم یعني "دئ" یې لیکم. داکارهم ژبني وتاریخي دلایل لري .
      دحیرانتیاځای دادئ چي زه ددغه "دئ" لیکلوپه خاطرتکفیرکېږم اودعبدالحمیدمومندکلیات (د۲۰۰۴م کال چاپ)ترتیبوونکي چي سم دم زماپه شان لیکنه کوي اود"ته = تو(فارسي)" ضمیراو"ته = تله = میرفت (فارسي)"فعل ترمنځ التباس دفعل پرلکۍ باندي دهمزې په ایښوولوسره له منځه وړي،ټول چوپه خوله پاته دي اوپرخوله یې لاهم نه راوړي . یا"دخوشال خان خټک کلیات" په سریزه کي دپښتو حقدارلیکوال د(څه) او (زړه) پر(هـ) باندي همزه ایږدي ،بیاهم دچاتر خوله سپوڼ نه راوزي .
      ۳ ــ زه "چي،مي،کي" په لنډه یې کاږم او"چې = چي یې،مې = مي یې،کې = کي یې" بولم . ددې کارلپاره هم حاضریم چي په کلاسیک ادب کي ترسلوزیات مثالونه وړاندي کړم اوتیاریم ثابته کړم چي په اوږده یاباندي د(چي) لیکل دېرش پنځه دېرش کلنه سابقه نه لري . داابداع دکابلي سووتعلیم یافته پښتنوله خوامنځ ته راغلې ده اواوس یې دمعیارشکل ورکړی دئ دپښتوژبي ټولوستوروددوست شینواري مرحوم په گډون په اوږده (ې) نه لیکل، بلکی دلاسه یې لاد(چه) په شکل لیکل چی دلنډی (ي) ښکارندویي کوي. دغه کابلي سوي پښتانه لیکوال خو هرومرو دپښتنوځینوسیموته منسوب دي . زه که لستوڼی پسي راوغړم یقین مي دئ چي ثابته به کړم چي د همدغوسیمواوسېدونکی اولس هم (چي) په اوږده یانه تلفظ کوي .
      ۴ ــ دښځینه نوموپه جمع کي هغه قاعده پالم چي خوشحال خان او دده دکورني شاعرانو،رحمان بابا،پیرروښان،اخونددروېزه،حمید مومند ، اونوروکلاسیکوشاعرانوپاللې ده . یعني د(پښتنه،مڼه، کرونده، لهجه،.....) جمع په اوږده یالیکم اود(خاوره،لاره،کرښه ،....)جمع په لنډه یاکاږم .
      داهغه کُلي توپیرونه دي چي زه یې په جدیت سره پالم اوپه دې خبره مي سرنه خلاصیږي چي ددغوځانگړتیاووپالنه بایدولي سیمه ییزلیکدود وبلل سي .په داسي حال کي چي په لسهاوومثالونه سته چي لیکوال دکره لیکلارښودپرخلاف (مونږ.مونږه،زمونږ) لیکي اوهیڅوک یې سیمه ییزگړدودنه بولي. که زمالیکدودسیمه ییزوي نودکلاسیک ادب ټولوشاعرانوگویاپه لویدیځه لهجه قلم چلاوه .
      ـــ زه د(غږ) پرځای (ږغ) لیکم اوپوهاندزیارصاحب هم په همدې دعوت کي دواړه کارکړي دي .
      ــ زه دډاکټرله پاره "درملگر" نه لیکم اودالغت له پارسۍ سره دنامعقولي سیالۍ په انگېزه دپارسي "درمانگر" ټکي په ټکي ترجمه بولم . داکاربایدولي په سمت پالنه پوري وتړل سي .
      ــ زه " دغورځنگ مخه راډپولای نه شي" نه لیکم او" دغورځنگ مخه نیولای نه سي" کاږم . ماته " مخه نیول" تر"مخه راډپول" هم ښکلی ایسي ، هم تاریخي اوهم مناسب . دامي خپل نظردئ .دبل چاپه لیکلوکارنلرم . دابایدولي له معیارسره مخالفت وبلل سي .
      ــ زه دخپلي مورنۍ لهجې پرخلاف (ښوونځی، پخلنځی، پوهنځی،...) دنارینه نوم په توگه کاروم اوهر ځوان لیکوال ته همداتوصیه کوم چي زمالارتعقیب کړي .
      ــ زه دخپلي مورنۍ لهجې پرخلاف دیوې پښتوپه خاطرد(خلک راغله) پرځای (خلک راغلل) لیکم، د(غونډه جوړه سول) پرځای (غونډه جوړه سوه) لیکم اونوروته هم داسپارښتنه کوم .
      ــ نوي جوړسوي لغاتونه ترکومه ځایه چي راته کرغېړن، بې معنا نه وي ښکاره سوي، پخپله لیکنه کي یې کاروم خودخپلي لاري پلوي ته چي پرسرمي اره راکښېږدئ،"غورځاوڼ" نه وایم . ځکه غورځاوڼ د..... پروزن ،دخپل ملگري په حق کي ښکنځل بولم . نورچي داسپک لغت دخپلوملگروله پاره کاروي، دهغومخه نه نیسم . هرسړی پوه سه خپل یې کار.
      ــ دلهجې له پاره نوی جوړسوی لغت "گړدود" هم کاروم او"ژبڅانگه" هم . دهجاله پاره "څپه" هم لیکم او"سپوڼ" هم . دادژبي بډاینه شمېرم .
      ــ زه " لو لوبه،لو واله،لو بي بي،...." لیکم . "لویه لوبه، لویه واله،لویه بي بي ،...." نه لیکم . زیارصاحب دهمدې دعوت په لیکنه کي دواړه کارکړي دي . ولي بایدزماداسمت پالنه وگڼل سي اوددوی دا" کره پښتو، یوه پښتو".
      ـــ زه "بگړۍ،ازانگه،ږغ،غبرگ" لیکم " پگړۍ،انگازه،غږ،بغرگ" نه لیکم . زیارصاحب دهمدې دعوت په لیکنه کي وایي چي دارازلغتونه " وییپانگه راپراخوي". نوزمادابایدولي دکره پښتوپه مخ کي خنډوي .
      ــ زه تل پرداخبره ټینگارکوم چي دکره پښتونورآرونه وپرنسیبونه یې یوازي دکاغذپرمخ پاته دي . دچاخبره ایکي یوآرته زورورکول سوی دئ اوهغه نیولوجیزم دئ . زیارصاحب ددعوت په همدالیکنه کي زمادخبري ثبوت په دغه جمله کي ورکړی دئ چي دډاکټرنجیب پښتوځکه کره وه،چي د(سرنوشت) پرځای یې (برخلیک) لیکئ .
      نوري فیصلې هسي دکاغذپرمخ پاته دی . که یې څوک نه مني نو:
      ــ ولي دخپلوفیصلوپرخلاف دهغوکسانوپرلیکنه ترخولې سپوڼ لاهم نه باسي چي " دوه کتابچې، دوه ښځې، دوه نجونې،...." لیکي اوپه لیکلارښودکي یې دغه ټول شکلونه ناکره بللي دي .
      ــ ولي دهغولیکوالوپرلیکنواعتراض نلري چي دلیکلارښودپرخلاف اوس لاهم په نثرکي"مونږ،زمونږ،مونږه،...." لیکي . آیاداسمت پالنه نه ده؟
      ــ ولي موددغي لیکني په مقابل کی خپل"څانگپوهیزپازوالی" هیرکړی دئ چي وایي په "غږ اوږغ" کي "غږ" ځکه کره دئ چي "غږ" له "غوږ" سره اړیکه لري . په غوږ کي(غ) وړاندي دئ، په (ږغ) کي هم بایدوړاندي سي (وگ : دپښتودیوه درانه مشرپه نامه پاڼه). که دارازخندنی اومضحک استدلال ما(هوتک) کړی وای، څه ډولونه به مو نه وای راپسي ډبولي؟ آیا"څانگپوهیز پازوالی" دغه ته وایي ؟ چي په دغه رازملنډوکي څوک دسمتي مصلحتوپراساس چوپ پاته وي . آیاداپخپله سمت پالنه نه ده؟
      ــ ولي دخوشال ادبي پښتوــ ۳۶مخ کي (توپک) کره گڼئ خوپه لیکلارښودکي بیا(ټوپک) معیاري بولئ . آیادادسمت پالني تراغېزې لاندي دیوه معقول اوکره اقلیت په مقابل کي دناکره ونامعقول اکثریت ملاتړنه دئ . داسمت پالنه نه ده؟
      ـــ که تاسي په رشتیاسره خپله داخبره منئ چي"ژبه چوپه پاتېدلای نه شي،...." نودمعصوم هوتک په قلم دمعیاراوکره لیکني دځینوبرخوپه باب پوښتني وگروېږني بایدولي " شخړي وناندرې" راپورته کړي . سالم قضاوت خودادئ چي نظریات یې ولولئ، که دمنلوکومه خبره پکښې وه،ویې منئ، کنه هسې پرلولارایله کړئ.
      ــ که روښان، خوشحال،اخوندروېزه، مرکه دپښتو،محمدگل خان مومند،پښتوټولنه،خان صمدخان،قلندرمومنداوپخپله زیارصاحب ددې حق لري چي دلیکدودپه برخه کي خپل ځانگړي نظریات بیان کړي اوپسي ویې پالي، معصوم هوتک ته بایدولي داحق ورنکړه سي؟ دهغوی دکاروپه باب دي سیمینارونه جوړسي،خودمعصوم هوتک پرتندي دی دسمت پالني ټاپه ووهل سي . دایوبام ودوې هواوي مگرړانده په سترگوونه ویني .
      ــ دډاکټرپالوال صاحب (معیاري پښتو) چي ماله کاناډاڅخه(له کراچي څخه نه) ستاسي حضورته درولېږه. هدف می داووچي هغه مي یو اکاډمیک کارباله اوفکرمي کاوه چي ستاسي سره به دمعیار ټینگولو په کارکي یوبل لاسوند سي که دنقداوکره کتني وړوو، څه به پرولیکئ . ددې څلورسوه څلورڅلوېښت مخیزکتاب نقدول خوپه دې یوه جمله باندي نسي کېدلای چي تاسي دایگوییزم ترشدیدفشارلاندي دخپل کتاب پرمخ کښلې ده . د" میم زرماټولې زما" شعارخونن ورځ دمنلونه دئ . آیاپه دغه ۴۴۰ مخیزکتاب کی یوه خبره لاهم داسي نه وه چي تاسي ته دي دمنلووړوي ؟ دسالم قضاوت څښتنان پوهېږي چي خبره چیرته ده ؟ داکاردي کوم بل غورځاوڼ کړی وای، تاسي به لیدلي وای چي د"محمدعبده" په شان به یې ستایني ویل کېدلای .
      ــ که خبره دومره ساده وای چي ستاسي په خوله پنځوس میلیونه پښتانه ټول په یوه خوله دي اوپریوه ژبه، یوگرامر، یوه لیکدودباندی متفق دي، نودمعصوم هوتک دریځ به څه اغېزه پروکړي؟ داڅرنگه اتفاق دئ چي یومعصوم هوتک یې مخه نیولې ده . نه کوم مقام لري، نه کومه جنگي ډله، نه کوم دولت وپیسې لري اونه په هیواددننه ناست دئ خوخبره یې دومره اغېزه لري چي دپنځوسوملیونوپښتنولاریې نیولې ده .په دې کي فکرپه کاردئ . دادیوه فردخبره نه ده . دادمیلیونوپښتنواندېښنې دي چي په فزیکي لحاظ دمعصوم هوتک ترخوله اوقلم راوزي . معصوم هوتک دڅولسیزوسکوت مات کړ،ځکه یې اغېزه محسوسه ده . که هسي هوایي خبري وای ،نه به یې غورځاوڼ دومره پارولي وای نه انحصارغوښتونکي .
      ــ زه یې په دې کږلی یم چي گویا" هوتکی" خوبونه وینم .
      هو! دهوتکي دورې ملي کارنامې دهرهیوادپال افغان اوهرپښتانه افتخاردئ اودهماغه ملي خوځښت په ارمان به هررښتینی پښتون اودافغانستان دملي ویاړونومدافع " خوبونه" ویني . داخوبونه هغه څوک نه ویني چي په ښکاره دپښتنولی نارې وهي مگرپه زړه کي یې د"سمت پالني" ناولي پراته وي .
      ــ دافسوس خبره ده چي پرهغواستادانویې د(علامه) لقب نه لورېږي چی څلورکاله یې دپوهنځي پرچوکۍ باندي درس ورکړی دئ اودده په شان یې په سلگونونورپوهاندان اوډاکټران په شاگردۍ ویاړي اوپه رحلت باندي یې " سیاه پوش تمام جهان شو"خودی یې د" راځانته کړوعلامه گانو" په پېغورډوله عبارت راته ستایي . داکاریې پخواهم کړی وو اوزما پرکتاب باندي یې دیوې لیکني په ترڅ کی په ناځوانۍ سره د"خانعلوم" انک ورته کارکړی وو. ددغوعلامه گانواو نورو ویاړلوستوروددرناوۍ غونډي به دسورترشپېلۍ پوري دوام وکړي اویوازي به دهغوکسانوپرسردکین کښۍداورلمبې تاوېږی چي د"سمت پالني " میکروب یې ماغزه لاندي کړي وي . زه په درناوی سره درته وایم چي که په هره کاسه کي ځان وانه چوئ،چي له بده مرغه مواچولی دئ، ستاسي په یادبه هم ترمرگ وروسته غونډی کېږي . په دې شرط چي د"یکه تازۍ" له نیلي څخه ځان راکوزکړئ اونوروته هم دنظرڅرگندولوحق ورکړئ .
      جناب استاد! پرزخمي زړومالگی مه تویوئ اوڅوک مه مجبوروئ چي ټولي "گوی مگوی" درته ووایي .خپل کارمو کوئ . ماهروخت خلکوته دهغه الماني فیلسوف خبره کړې ده چي ویلي یې دي"دهیگل فلسفه پرسرروانه وه ، ماپرپښوباندي ودروله". ماهم هروخت ویلي دی چي دژبي په برخه کي ددوکتورزیارصاحب کاریوڅه پوجي غواړي نوریې پرپښتوباندي ډېرحق سته . داپوجي دده په ژوندنسي عملي کېدلای ځکه له بده مرغه ، دی پخپله یې دلاري خنډدئ . دی پخپله پخپلو کاغذوباندي دونه خانتمادئ چي چاته دخولې وازولواجازه نه ورکوي . دده ددغه عادت اصلاح په اویااتیاکلنۍ کي ممکنه نه ده . راتلونکي زلمي به دده آثاردنیولوجیزم له ټپلوڅخه پاک اوپرپښوبه یې ودروي .
      زه که مجبورسوی نه وای ، دالیکنه مي نه کوله .هیله ده دسپینوخبروله بابته مي وبخښئ.

      ۲۹ اگسټ ۲۰۱۰- اوکویل ــ کاناډا
      محمدمعصوم هوتک
      

      Comment


      • #4
        Daa da Masoom Hotak leek day?

        Comment


        • #5
          ما درته نه وئيل چې د زيار صيب په کار او زيار خلق نيوکې کوي۔

          حالانکې د معصوم هوتک صيب ژبه هم د عربئ او فارسئ د تراکيبو او تورو ټکو ډکه ده۔

          Comment


          • #6
            Originally posted by Afghanprincess
            Ijaz do you know Masoom Hotak?
            Yup. He is one of the writers in Afghanistan, whom I like . Why did u ask? oh i see his pic was there.
            Last edited by Guest; 09-02-2010, 07:35 PM.

            Comment


            • #7
              پرته له څه شکه چې هوتک صېب ډېر ښه ليکوال دی خو د زيار صېب نيوکه هم بې ځايه نه ده- ښاغلی هوتک د زيار صېب د نيوکو په ځواب کښې څه ډېر کره دليل نه لري- رښتيا خو دا دي چې هغه کلاسيکي ليکوالو، چې هوتک صېب يې د بېلګو په توګه وړاندې کوې، هم د پښتو کره ګړدود نه دی کارولی- د کلاسيکي ليکوالو په وخت کښې خو نه يو کره ګړدود وجود لرلو او نه د پښتو د ليک په اړه څه ستونځې يا ګړاري رامخ ته شوي وو

              په کار خو دا ده چې اوسني ليکوال که په يو ځانګړي ليکدود ليک کوي نو چې وړاندې دغه ليکدود د پوهانو نيوکې ته کېږدي او وروستو له هغې يې کاروي- خو له بده مرغه د هوتک صېب په شان پوهه ليکوال هم په دې خبره باور نه لري او د ليکدود خپله لار يې راټينګه کړې ده- دغه ډول ليکوال او د هغوي خويونه د ليکدود د کره کولو په لاره کښې لويي خنډونه دي


              څو ورځې وړاندې مې د پښتو يوه نوې مجله له سترګو تېره شوه (فکر کووم چې نوم يې «پېښور» دی) په کومه کښې چې داسې ليکدود کارول شوی دی چې تر اوسه يې هډو وجود نه لرلو- کېداې شي چې ښاغلی فېروز افريدی په دغه اړه خپل اند څرګند کړي او مونږ هم پوه کړي چې دويي اخر ولې يو نوي ليکدود، چې ګڼ شمېر لوستونکي پرې پوهېږي هم نه، کارولو ته اړ شول؟

              Comment


              • #8
                پېښور انټرنشنل پښتو مجله زما په ادارت کښې خپريږي۔
                د ځواب ورکولو نه وړاندي بائيد دا اوائيم چي زه نه ژپوهان يم نه چرته د پښتو ژبي او ادب استاذ
                پښتو د پاره زه د تيرو پينځويشتو کالو راسې په پردي وطن کښې د خپل پوهي او وس مطابق کار کوم۔
                نه په چا احسان اړوم او نه د چا نه صله غواړم۔
                د پښتو سره مينه زما هغه وخت پيدا شوه کله چې ما د پرون اردو ژبې د پاره د خلقو د خدامت جذبه وليده۔
                زه پخپله د ليک دود او د نوې املا او د هغې د قواعدو دومره قائيل هم نه ووم ۔
                زما مقصد هم دا دے چې د پښتو ژبې روزنه او پالنه وشي ۔د خلکو ورسره مينه پيدا شي او د ابلاغ زريعه وګرځي۔

                زمونږ د مجلې درې کسان زما د پېښور ادبي ټولنې کارکنان دي چې د هغې جرګې اوسنئ رئيس يا صدر هم زه يم۔
                يو مشر مو ډاکټر هدايت الله نعيم دے چې نن محلا په پختونخوا کښې هم دغه ايکي يو ژبوهان دے چا چې په سئينتيفيک توګه په پښتو فونيم او فونټيک قاعده کار کړې دے او مقاله د پيښور يونيورسټئ په جرنال کښې خپره شوې ده۔

                هم د هغه په هدايت د پېښور انټرنشنل پښتو مجلې په عساطت د هغوئي د کار او زيار خپرونه روانه ده چې په فونيم باندې د هغه کار وښوولې شي۔
                زه پخپله د دې مخالف هم وو خو هغوئي اوئيل چې پښتو په عربئ پسې دوئيمه داسې ژبه ده چې د فونيم په قواعدو برابره ده۔

                دوه توري مو پکښې اضافي کړي
                يو واو ""و"" چې د لاندې ئې دوه ټکي دي چې د واو پيش وو د په پاره استعماليدلې شي چې د صحت اقرار ئې راج ولي شاه صيب هم کړې دے
                بل د پراتے ے لادې دوه ټکي دي چې د په پراته شد راولي۔

                په دې حکله ما د پيښور په دوئيمه ګڼه کښې لږ وضاحت هم کړې وو او د دې نه وړاندې د باچا خان سنتړ له هم د دې وضاحت د
                پاره تللي وو چې هغوئي اوئيل چې مونږ به تاسو راغواړو او يو مشترکه لائيحه عمل بهجوړوو خو له بده مرغه هغوئي مونږ له بيا څه لفټ رانکړو چې خبره هم دغسې پاتې شوه

                که تاسو پيښور کښې ئې نو د ډاکټر هدايت الله نعيم پښتو اکيډمئ په دفتر کښې د هغوئي سره په دې موضوع خبره هم کولائ چي او زما يقين دے چې د هغوئي تفصيلي تشريحات به تاسو مطمئن کړي۔

                زما هغه اداراتي صفحه تاسو دلته هم لستئ شئ۔

                اداریه
                بسم اﷲ الرحمن الرحیم



                د’’ پيښور‘‘ دوئیمه ګنٍه ستاسو لاسونو ته راورسيده
                د اﷲ پاک شکر ادا کوو چي مونإ ئي ددي جوګه کړو چي د ژبي او فرهنګ دودي او پر مخ تګ خدمت مو حٔان له کوم چي مقصد ګرحولے وو، د پيښور د مجلي په شکل کښي یو حٔل بیا ستاسو په خدمت کښي په عملی توګه مخي ته وړاندي کړو۔
                د ’’پيښور‘‘ او له ګنٍه باندي ډيرو ملګرو مخامخ او په خپلو لیکونو او ای میلونو کښي د مجلي په حٔانګړي املا، کومه چي د جدید فونټیک اصولو سره سمه ده، تنقیدونه کړٔی وُو چي د مجلي نګران ډاکټر هدایت اﷲ نعیم صیب په ډير مدلل انداز کښي د مجلي د مخ کتَني په دستوره کښي ددغو تنقیدونو او سوالونو حوابونه ورکړٔی دی۔ دغه دستوره د فروري په شپړسمه نيټه۲۰۱۰عیسوی دیو نیورسټی روډ پيښور د سپرنګ نائیټ ویلج په لوي بنډار کښي جوړه کړٔے شوي وه۔
                په دغه ستوره کښي محترم ډاکټر صیب د پښتو په فونیم او فونټیک سسټم د خپل شٔل کلن کار (تحقیق) ذکر اوکړو او د پښتو ژبي په ارتقایی عمل ئي رنٍا واچوله هغهٔ د لسانیاتو په مهرینو زور راوړو چي دا یویشتمه صدی ده ، او دا نٔننے دور په سائنسی بنٍه جوړ د میډیا دور دے۔ ددي دپاره د ژبي او فرهنګ ارتقائی عمل ډير ضروری دے۔د ډاکټر صیب دغه تحقیق د پيښور یونیورسټي په ویب سائټ www.upesh.edu.pkکتلے شیٔ۔
                هغهٔ اوفرمائیل چي مونإ د ژبي نننے کوم ساخت او جوړښت وینو ، دا د زٔرګونو کالو راسي راروان د ارتقائی عمل په نتیجه کښي مونإ ته راغٔلے او مروج شوے دے۔
                اوس د لسانیاتو مهرینو ته پکار دی چي د نوی دور د تقاضو او غوښتٔنو مطابق هم دنٔن نه خپله ذمه واری اوپیژنی او ژبه په سائینټیفک طریقي سره مخ په وړاندي بوحٔی۔
                په دغه دستوره کښي اکثرو مقررینو د حکومتی ادارو په کار د خپلي مایوسي اظهار اوکړو او د ژبي او ادب په کار کښي ئي ددغه ادارو وجود یو خنډ اوبلٔلو۔
                هر چاته معلومه ده، چي کله علمی تحقیقی او فرهنګی اداري جوړيإی نو ددي شاته د جوړونکو معتبرو عالمانو روغ نیت او د علم او پوهي د ودي او ترقي، د پاره مثبت تعمیری سوچونه او فکرونه وی خو بیا چي دغه اداري نا هله او خود غرضه کسانو ته پاتي شی، نو بیا هر کس د خپل سټیټس او تنخوه په فکر وی نهٔ پخپله کار کوی او نهٔ بٔل څوک کار ته پريإدی۔
                نٔن هر یو کس ددغه ادارو نه سر ټکوی او بیا چي د بي اتفاقي او خود غرضي په نتیجه کښي داسي فیصلي هم راشی چي دغه د مودو مودو جوړي شوي علمی او ادبی اداري ختمي کړے شی نو زیان ئي ټول قام له اورسيإی۔
                اداره جوړول او بیا د هغي د اودرولو او جوړښت د پاره د نیک نیته عالمانو د بدنیته او خودغرضه کسانو د لاسه وران ویجړول، او د هغي بنیاد ړنګول د لوئي خواشیني حٔائے او د علم دښمني ښکاره ثبوت دے په داسي حال کښي چي حکومتی سرپرستی هم نهٔ وی او کومي تٔش په نامه سرکاری اداري هم د کار جوګه نهٔ وی نو بیا د ژبي ویونکو عالمانو او مئینانو دافرض او ذمه واری جوړيإی چي د داسي کسانو ادبی ټولنو ، جرګو او شخصی ادارو مرسته او ملاتړ اوکړی کومو چي بي غرضه د ژبي خدماتو ته ملا تړلي ده او د ژبي او ادب په جولي کښي خپله ونډه برخه اچوی۔
                http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=1590

                Comment


                • #9
                  ښاغلي فېروز افريدي صېب، ډېره مننه او کور مو ودان چې اوږد ځواب مو راکړو- زهء ستاسو لېکنې لولم او په دې کښې هېڅ شک نه لرم چې تاسو د پښتو ژبې ډېر خدمت کړی او کوۍ يې- لا د نور برياليتوب غوښتنه مو لرم- هيله ده چې د ليکدود په اړه نيوکه مې په ځان نيوکه اونه ګڼۍ- د ډاکټر هدايت الله نعيم صېب د پښتو ژبې له پاره خدمت هم د ډاډ او ستايېنې وړ دی- زهء تش دومره خواست لرم چې د اوږد واو (لکه د لور [د ګيا رېبلو اله] په توري کښې) او د لنډ واو (لکه د لور [ښځينه اولاد] په توري کښې) او د يې ګانو ستونزې خان شهيد اودل سمد خان اڅکزي بابا او د باړه ګلۍ کانګرې هوارې کړي دي نو په کار دا ده چې زمونږ ژبپوهان د دغې هڅو قدر اوکړي او ويې کاروي په ځايې د دې چې هر څوک خپل ليکدودونه جوړ کړي

                  Comment


                  • #10
                    زه تاسو سره متفق يم او ما خپلو ملګرو ته خپلې انيښنې څرګندې کړې دي۔
                    ډاکټر صيب يو کس دے او راج والي شاه صيب هم دا وئيلي وو ما ته چې د ډاکټر صيب څيړنه د قدر وړ ده خو اوس ئې وخت نه دے۔
                    په دې مونږ چرته په بل مشترکه سيمينار کښې پريکړه کولائ شو۔
                    ما ډاکټر صيب ته دا ټولې خبرې وکړې خو يارو بده ئې مه ګڼه ستا د خيل(غوريا خيل) سړې دے نو چې ضد ونيسي بيا خو درته خپل عزيزان معلوم دي۔
                    هاهاهاها
                    اودل صمد خان ا۔کزئ شهيد دې خدائي تعالي وبخښي دا دومره لوئي انسان وو چې د جماعت اسلامي يو لوئي مرحوم سکالر ( اسد مرحوم) په خپل کتاب ياران عدم کښې هم دوئي په عظمت او لوئي والي په ډيرو لوړو الفاظو کښې يادونه کړې ده
                    Last edited by Feroz Afridi; 09-03-2010, 06:12 PM.

                    Comment


                    • #11
                      za kho nan saba pakistan ke na yam khor bibi.
                      dawezey ya har sok de che khwakh wi aghui la ye warwastawa.
                      za ba inshallah de akhar na wroosto zam ..aw khpal camp ba jopin kawam.
                      inshallah be ezan Allah kareem.

                      Comment


                      • #12
                        Originally posted by Feroz Afridi View Post
                        زه تاسو سره متفق يم او ما خپلو ملګرو ته خپلې انيښنې څرګندې کړې دي۔
                        ډاکټر صيب يو کس دے او راج والي شاه صيب هم دا وئيلي وو ما ته چې د ډاکټر صيب څيړنه د قدر وړ ده خو اوس ئې وخت نه دے۔
                        په دې مونږ چرته په بل مشترکه سيمينار کښې پريکړه کولائ شو۔
                        ما ډاکټر صيب ته دا ټولې خبرې وکړې خو يارو بده ئې مه ګڼه ستا د خيل(غوريا خيل) سړې دے نو چې ضد ونيسي بيا خو درته خپل عزيزان معلوم دي۔
                        هاهاهاها
                        اودل صمد خان ا۔کزئ شهيد دې خدائي تعالي وبخښي دا دومره لوئي انسان وو چې د جماعت اسلامي يو لوئي مرحوم سکالر ( اسد مرحوم) په خپل کتاب ياران عدم کښې هم دوئي په عظمت او لوئي والي په ډيرو لوړو الفاظو کښې يادونه کړې ده
                        ښه نو تاسو پرې خپله غاړه خلاصه کړې ده! دا ځل چې پښتونخواه ته لاړ شم نو د دغه مشرانو سره وينم- نور که ډاکټر صېب غورياخېل دی نو ګيله ترې نه ده پکار


                        Comment


                        • #13
                          Originally posted by PashtunQueen
                          Feroz are you in Pakistan? I an send you the money. Or Dawezai
                          Sorry PashtunQueen, I didn't get it? What do you want to send the money for?

                          Comment


                          • #14
                            Dawaza lala PF ka dictnory laucnh ke khpala DAr takey jama di PF ka

                            Da KHWANKEY ZEYAR Stargu makh ta chay makh ta ku sanga ba wi ?>
                            .....


                            Comment


                            • #15
                              Dawezai me,Pashtunqueen and a few others want to donate money.

                              Comment

                              Working...
                              X