Announcement

Collapse
No announcement yet.

Ghazal.By Liaqat Ali Qurbaan

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Ghazal.By Liaqat Ali Qurbaan

    لياقت علي قربان يوسفزئ

    د وطن ماحول شو داسې غنې غنې
    له هر خوا چې تن سکونډي لکه د ستنې

    سر عام عزت نيلام شو په بازار کښې
    نه ښاغلي شو څوک پاتې ني ميرمنې

    چې به ما ترينه خواږه خوړل عالمـــــه
    اوس د مړو ميوه نيسي هغه ونـــــې

    نه اوس خم ورپکښې شته دے نه ټالونه
    د پيغلوکو زلفې داسې شوې خيرنې

    سر پريکړې لار کښې پروت،چا پورته نکړم
    نه مې چا رومال راتاؤ کړلو د زنې


    تخيل به مې اوس څه رنګه پروز کړي
    شوې وزرې زما پرې د الوتنې

    ما حلال کړئ خو دا قوم مې رابيدار کړئ
    نغاره کړئ راله سازه د څرمنې

    قربان څنګه د چا اوښکې کړمه اوچې
    چې مې خپلې اوښې څاڅي د لمنې


    لياقت علي قربان دوحه
    22 اپريل 2010

  • #2
    ملتان همت

    ماپه سفر کښې ډيره ګرانه زندګي تيره کړه
    په دغه اور کښې مې جانانه زندګي تيره کړه

    ګرانه لاليه د ژوندون په خواږو پوه نه شومه
    تا بې له ما ،ما بې له تانه زندګي تيره کړه

    زما په يو ځان که د نورو ژوندون ښه تيريږي
    ګڼم به دا چې مې اسانه زندګي تيره کړه

    دلته د زړونو او ذهنونو سوداګانې کيږي
    دلته تا څه رنګه نادانه زندګي تيره کړه

    ما زړيدو ته خپل زړګېۍ چرې پريئخې نه دے
    ما په خندا خندا کښې ځوانه زندګي تيره کړه

    نه مو ګلونه وليدل نه پسرلي د وطن
    څومره بد رنګه مو ملتانه زندګي تيره کړه

    ملتان خان همت 22 اپريل 2010

    Comment


    • #3
      deer khz aw ph zarh por i ghzal liaqat ali yosafzi shab

      Comment

      Working...
      X