لياقت علي قربان يوسفزئ
د وطن ماحول شو داسې غنې غنې
له هر خوا چې تن سکونډي لکه د ستنې
له هر خوا چې تن سکونډي لکه د ستنې
سر عام عزت نيلام شو په بازار کښې
نه ښاغلي شو څوک پاتې ني ميرمنې
نه ښاغلي شو څوک پاتې ني ميرمنې
چې به ما ترينه خواږه خوړل عالمـــــه
اوس د مړو ميوه نيسي هغه ونـــــې
اوس د مړو ميوه نيسي هغه ونـــــې
نه اوس خم ورپکښې شته دے نه ټالونه
د پيغلوکو زلفې داسې شوې خيرنې
د پيغلوکو زلفې داسې شوې خيرنې
سر پريکړې لار کښې پروت،چا پورته نکړم
نه مې چا رومال راتاؤ کړلو د زنې
نه مې چا رومال راتاؤ کړلو د زنې
تخيل به مې اوس څه رنګه پروز کړي
شوې وزرې زما پرې د الوتنې
شوې وزرې زما پرې د الوتنې
ما حلال کړئ خو دا قوم مې رابيدار کړئ
نغاره کړئ راله سازه د څرمنې
نغاره کړئ راله سازه د څرمنې
قربان څنګه د چا اوښکې کړمه اوچې
چې مې خپلې اوښې څاڅي د لمنې
چې مې خپلې اوښې څاڅي د لمنې
لياقت علي قربان دوحه
22 اپريل 2010
22 اپريل 2010


Comment