Announcement

Collapse
No announcement yet.

نوې ژبه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نوې ژبه

    نوې ژبه............ تکل

    د خُلې په بالاحصار کښې،( بالاحصار مې ځکه ووې چې مشرانو خلې ته قلا وئيلې ده)، د غاښونو نه علاوه د غوښې هغه ټوکړه سره وي او کۀ توره وي هغې ته ژبه وئيلې شي. د تورې ژبې خاوند ته زمونږ په معاشره کښې خلق تور ژبے وائي او د هغۀ متعلق د پښتنو متفقه فېصله دا ده چې ښېرې ئې ډېرې زر قبلېږي خو په دې شرط چې ښېرو ته پرېښودے شي او زمونږ په معاشره بلکې وطن کښې په ښېرو هيڅ بندېز نشته ځکه چې ښېرې خو د مظلوم وسله ده او مونږ سېوا د يو څو کورنو نه ټول مظلومان يو او دا شکر دے چې تر اوسه رانه چا د ښېرو کولو بنيادي حق لکه د نورو حقونو نۀ دے تروړلے او دغه وجه ده چې مونږ ورځ او شپه ظالمانو ته ښېرې کوو او قبلېږي نه. د نۀ قبلېدو مې ځکه ووې چې تر اوسه امريکه تباه او برباد نۀ شوه.
    ښه نو خبره مې د ژبې کوله. يوه ژبه د غوښې هغه ټوکړې ته وئيلې شي چې هر ساه لرونکے ئې لري خو يوه بله ژبه هم شته چې انسانان پرې خپله مدعا بل انسان ته بيانوي کۀ د کنځلو او بدوردو په شکل کښې ولې نۀ وي. دې ژبې ته په انګرېزۍ کښې لېنګويج وئيلې شي او دا د هر قام بيله بيله وي.
    زمونږ په ملک کښې ګڼ قومونه اوسي او ګڼې ژبې پکښې وئيلې شي خو چونکې يوه پاکستان ژبه هم د دې قابله نۀ ده چې د سرکار په کور کښې استعمال شي ځکه نو زمونږ واکمن د سرکار په کور کښې انګرېزي ژبه پکاروي. حالانکې زمونږ قومي او مقتدره ژبه اردو ده او عجيبه خبره دا ده چې د يوې ژبې قوم په برطانيه کښې اوسي او د بلې ژبې د قوم هډو ما ته پته نشته چې هغوي چرته اوسي.
    ژبې په خپل خپل ځائې ټولې ښې وي. زمونږ په ملک کښې لکه چې ما ووې ګڼ قومونه وسي نو دغه وجه ده چې ګڼې ژبې پکښې وئيلې شي خو لږه موده کېږي چې يوه نوې ژبه راوتلې ده او لګيا ده ماحول الوده کوي. هر تعليم يافته سړے او ښځه، هلک او جينۍ دغه ژبه وائي او ښه ډېره ئې وائي خو کۀ تپوس دې ترې وکړو نو نوم ئې هيچا له نۀ ورځي او ما سره دا غم دے چې داسې نۀ وي د ملک د واکمنو ورته پام شي او له دې نه راته مقتدره ژبه جوړه کړي.
    هغه ورځ کور ته لږ د وخته لاړم، لوډشيډنګ نۀ وۀ، د لوډشېډنګ خبره راغله ، مونږ خپلو حاکمانو د لوډشيډنګ سره دومره بلد کړي يو چې کۀ هره خبره کوو نو لوډشېډنګ ته مو پام وي. هغه ورځ مې يو پرېس کښې څۀ کار وۀ ورته مې وې چې مازيګر له وشي. پرېس واله جواب راکړو بالکل به شوې وي کۀ لوډشېډنګ نۀ وۀ. زړۀ کښې مې وئيل د حکومت دې چار ښۀ او کور اباد وي زمونږ باني ګرو خلقو له ئې يوه بله بانه هم راپېدا کړه. ښه نو چې کور ته لاړم وړو ټي وي لګولے وۀ، زۀ کښېناستم د صحافت په حواله يوه مباحثه شروع وه. يوه پېغله ئې کوربنه وه او دوه ځلموټي او يوه جينۍ د مېلمنو په کرسو ناست وو. کوربنه لکه چې څنګه د ټي وي د کوربنو دستور دے بې د څۀ خبرې نه مسکۍ شوه او بيا ئې مونږ سره د خپلو مېلمنو تعارف وکړو د تعارف نه پس ئې د يو مېلمه ځلمي نه داسې سوال وکړو:
    تاسو ټول د پرنټ ميډيا سره تعلق لرئ، تاسو نه زما وړومبۍ پوښتنه دا ده چې تاسو د پاکستان د صحافت نه مطمئن يئ؟
    مېلمه اول مرۍ تازه کړه بيا ئې خپل کالر سم کړو او جواب ئې ورکړو:
    وائے ناټ، بيا ئې کېمرې پله وکتل او خبره ئې مخکښې بوتلل شروع کړل وې د کله چې جرنلزم ته ينګسټر راغلي دي نو په دې فيلډ کښې کافي چېنجز راغلي دي، خدائې خبر چې هغۀ به نوره څومره کلام افشاني کوله خو د ټي وي کوربنې د ټي وي د قاعدو مطابق د هغۀ د خبرې ختمېدو نه اګاهو بل سوال ورخوشے کړو چې ستاسو مطلب دا دے چې ګني ينګسټر د زړو کسانو نه ښۀ دي؟
    مېلمه زلمي په وېښتو لاس ووهلو وې نو، نو زما دا مطلب نۀ دے زۀ غواړم چې خپله خبره لږه اېکسپلېن کړم، دغه وخت ئې په کرسۍ کښې اړخ بدل کړو او شروع شو، زما مطلب دا دے چې د ينګسټر په راتلو د جرنلزم په فيلډ کښې يو کمپيټيشن شروع شو نو د هغې رزلټ دا شو چې ډېر ښۀ صحافت مېدان ته راغے. دغه وخت کوربنې د هغې پېغلې مېلمنې طرف ته مخ واړولو کومه چې د پروګرام د شروع نه د خپلو بنګړو سره مشغولېده او داسې سوال ئې ترې وکړو:
    تاسو صحافت ته کله راغلي يئ؟
    پېغله مېلمنه داسې رانېغه شوه لکه چې هغه د صحافت مېدان ته نه بلکې د جنګ مېدان ته راغلي وي، په شونډو ئې ژبه ووهله او خبره ئې شروع کړه او ما داسې محسوسوله لکه چې خبرې د هغې خلۀ نه بلکې لاسونه او سترګې کوي. زړۀ له مې راغلل چې بنده دې سره خو په پس منظر کښې د سردار علي ټکر په اواز ((شنۀ بنګړي دې مات شه)) سندره غږول پکار وو خو چونکې د ټي وي واکمنو دا کار نۀ وۀ کړې نو ما په خپل ټېپ ريکارډ دغه سندره ولګوله يقين وکړئ د مباحثې خوند ئې يو په شل کړو. پروګرام ختم شو ټېپ مې بند کړو او په سوچ کښې لاړم او هغه خبره راياده شوه چې د يو سړي بې وخته مېلمه راغلے وۀ نو هغۀ ورله په تادۍ کښې وريژې پخې کړې خو چې کله ئې مېلمه ته کېښودې او هغۀ ترې وړومبۍ نوړۍ واخسته نو کرپ شو چې يوه ګيټۍ ئې د غاښو لاندې راغله، په ډېره خوارۍ ئې هغه شګې له خلې نه وغورځولې. دوېمه نوړۍ کښې بيا کرپ شو، کوربه لږ پيکه غوندې شو او تپوس ئې ترې وکړو ولې کاڼي وو پکښې څۀ؟ مېلمه ښۀ غصه شوے وۀ خو د کوربه د زړۀ ساتلو دپاره ئې ووې نه نه، يوه نيمه وريژه هم پکښې شته. ما وې بنده دا لا څنګه ژبه شوه د دې نه خو کۀ پروه انګرېزي وې نو ښه به وه، انګرېزي خوانه طبقه او انګرېزان به پرې پوهه شوي وو ځکه چې زيات ټکي پکښې د انګرېزۍ وو او کم د مقتدره ژبې. هسې کۀ دا پروګرام انګرېزانو کتلي وي نو هغوي به وائي چې دا لا کومه انګرېزي شوه ځکه چې داسې انګرېزي خو چاسر او شېکسپئر هم نۀ وه وئيلې او چې د انګرېزۍ نه نابلدو خلقو به څۀ وئيلي وي. د ترۀ زوي راته وئيل خوښه دې نۀ ده چې ټي وي ته يو خط وليکو. ما وې څۀ به ورته وايو؟ هغوي له خو چې کوم خط راځي نو داسې وي چې ستاسو فلانے پروګرام مو وکتو ډېر مو خوښ شو په هغه شپه مو د خوشحالۍ نه روټۍ هم ونۀ خوړه. مونږ اميد لرو چې هم دغسې ښۀ پروګرامونه به ائنده هم پېش کوئ. د ترۀ زوي راته ووې نه زوروه داسې به ورته وليکو چې اې د مقتدره ژبې واکمنو او پرچار کونکو دا مقتدره ژبه داسې وي؟ ما ورته ووې کۀ فرض کړه هغوي درته په خېبر مېل پروګرام کښې په مسکا مسکا دا ووائي چې ښه نو څنګه وي نو بيا به څۀ کوې؟ وې دا دې هم ښۀ ووې ځکه چې ما له هم مقتدره ژبه نۀ راځي. ما وې خط ورته زۀ ليکم هغۀ راته ووې تۀ به ورته څۀ ليکې؟ ما وې دا چې تاسو په فلانۍ ورځ په فلاني وخت د فلاني مرکز نه کوم پروګرام نشر کړے وۀ، زما خوښ شو خو دا راته ووايئ چې دا په کومه ژبه کښې وۀ. يعني مېلمنو په کومه ژبه کښې خبرې کولې؟ ښه به دا وي چې د داسې پروګرامونو نه اول داسې يو پروګرام نشر کولې شي چې په هغې کښې دغه ژبه ښودلې شي نو ډېره به ښه وي. په اخر کښې زما له اړخه هغې مېلمنې ته چې ډېر بنګړي ئې اچولي وو سلامونه ورسوئ.

    (د مشتاق مجروح يوسفزي د کتاب تکل دسته څخه)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    dair khaista takal dey.

    Comment


    • #3
      هاهاهاهاها
      ډير خوند آور زبر دست
      د مشتاق صيب ايم اے (پښتو ۱۹۷۶ )دا ليکنه
      مزاح پکښ هم شته طنز هم دا

      يوه نيمه دانه وريژه پکښ هم شته هاهاهاهاا
      طنز په لؤډ شيډنګ
      چه دے لوډشيدډنګ ته به څه وايو هاهاهاهاهاها
      دا خو نن د پختون خوا د ۳ کالو ماشوم په خله هم اورم
      په حجره جماعت کښ بے تعليمه پښتانو ته هم پته دا چه لوډ شيدنګ څه شے دا

      د ټي وي والا هم ګناه دا خو دومره موده ځمونږ حاکمانو مونږ له خپله ژبه پريکړے دا
      ځکه چه عربيان خو انسپکټر ته مفتش اووايي
      مونږ به ورته څه وايو هاهاهاهاها
      عربيان به ايس ډي او ته ضابط قطاع اوايي خو زمونږ ماشومانو ته د وړوکوالي نه دا چا نه دي ښاييلي
      چه ريفريجريټر ته به څه وايو ځما وړوکے ځوئے ورته فريج وايي او عربے ماشوم ورته ث
      لاجه وايي

      قصور ځمونږه خپل دا چه مونږ ه دا لفظونه تر اوسه بدل نه کړل

      هغه يي لا پريګده دلته په پښتون پانړه کښ ډير د انګريزئ په استعمالولو فخر کوي او هغه ګران ګران لفظونه استعمالوي
      چه لازم قاموس به ورته ګورے
      خو ځه خه خبره په کښ دا ده چه ټول په دے متفق دي چه په وطن د پښتو وينا ، پښتو ليکل پښتو لازمي مضمون او د پختو ساتل شروع شي
      خو ځان تر نه مستثني کوي هاهاهاهاهاها
      په شارل ډيګال اير پورټ باندے به م چه چانه په انګريزئ کښ د تيوب سټيشن تپوس کوو بد بد به يي راته کتل چه فرانسي ولے نه وايي چه انګريزي راسره وايي

      دلته اوس ماله هم نه راځي چه ټيوب ستيشن او ايرپورټ ته په پښتو کښ څه وايي هاهاها
      Last edited by Guest; 10-07-2010, 03:10 PM.

      Comment


      • #4
        د پښتو ژبې زيات شاعران او ليکوال د نيولوګزم خلاف دي........ټي وي فريج موبائل وغېره له خپل نوم کېښودل ډېر خلق بد ګڼي........سائل صېب وائي چې دا خبره داسې ده چې بچے د يو سړي وشي او نوم ورله بل ږدي.......نوم نوم وي هغه چې کومې ژبې کښې کېښودې شي هم هغسې وئيل پکار وي البته مونږ له پکار دي چې بايد د خالص انګرېزي ټکو د استعمال نه ډډه وکړو.......کۀ څنګه؟
        Na soz sho na saaz sho,
        Bas hasy jwand tamam sho

        Comment


        • #5
          پښتو کښ يو مثال دا
          د اولسه سره مرګ هم خه وي هاهاها

          يوسفزئ صيب
          اوس په دے نيولوګزم باندے به يو پوره نسل تيريږي
          هله به چرته ځمونږ نسلونه دغے لفظونه په خپله ژبه کښ وايي
          دوئ صحيح وائ
          ځکه خو ما داسے مثال ورکړو
          چه مونږه فريج ته يخدان نه شو واييلے ددے دپاره مونږ له ډير وخت پکار دا

          لکه په عربئ کښ بينک ته مصرف وايي دا د هغوئ ماشوموالي نه زده کړي دي

          دے له اوس ډير محنت پکار دا او د پښتون قام سره دومره وخت اوس نيشته
          ځکه چه پښتون د ګيډے ، د امن او دخپل اختيار د کشالو نه لا نه دا اوزګار

          اوس صرف او صرف مقصد ځمونږه تعليم او صرف تعليم دا
          چه دغه خزانه ځمونږ د بچو لاسو ته راشي
          نو هله ځمونږ کاميابي دا
          اوس دتورو او د ټوپکو جهګړه نيشته څنګه چيه ځمونږ مشرانو کولے

          نن مونږ له پکار دي چه دښمن له ماتے په ټيکنالوجي
          او په پوهه ورکړو پوهه م ځکه اووے چه داسي لار اختيار نه کړو چه مونږ ته په کښ د صدو نقصان ميلاو شي

          لکه په دے فورم کښ اوګوره يو مافيا لګيا دا
          په کومو کومو طريقو وېډيو لګوي او د خلقو پام د خپلو جرم نه په بله کوي ددے تفصيل به درته بيا بيان کړم

          اوس ټوله دنيا آړمه دا د انګريزئ زده کړي

          پخوا به دے مولايانو پيسے واغستے د انګريز نه
          نو ځمونږ اسلاف ته به يي واييل
          چه سبق د مدرسے وايي دپاره د پيسے وايي
          جنت کښ به يي ځائ نه وي په دوزخ کښ به ګسے وهي


          او پخپله يي حامن پريږده چه لونړه امريکے ته او يورپ ته تعليمونو له ليګلے

          هغه اوشو
          مونږ بيتعليمه پاتے شو
          دوئ ډاکټران او افسران جوړشول
          او ځمونعه د ډوډئ زمکے يي هم ځمونږ نه واغستے
          او د خټو نه يي اوتړلو

          اوس بيا چه کله ځمونږ کشران د يورپ او د امريکے تعليمونو پسے شول
          دوي ورته هلته جالونه خواره کړل

          ځکه چه دوي ته به بيا د قربانئ بکرے نه ميلاويګي
          خو بس دومره به اووايم چه الله د دے قام ته هدايت اوکړي

          څوک د انډيا د پلارانو خټے تلي
          څوک د پنجابيانو
          او څوک د عربو او فارسيانو

          د پښتون قام ګټه صرف په تعليم کښ دا
          پښتون نه توره او ټوپک لرے کول غواړي ګني نسلونه به يي ختم شي
          او دغه دښمن غواړي

          ---- که پوست کښ په غلطي او په اخوا ديخوا شوي وي
          نو مخکښ نه بښنه غوارړم



          Comment

          Working...
          X