نوې ژبه............ تکل
د خُلې په بالاحصار کښې،( بالاحصار مې ځکه ووې چې مشرانو خلې ته قلا وئيلې ده)، د غاښونو نه علاوه د غوښې هغه ټوکړه سره وي او کۀ توره وي هغې ته ژبه وئيلې شي. د تورې ژبې خاوند ته زمونږ په معاشره کښې خلق تور ژبے وائي او د هغۀ متعلق د پښتنو متفقه فېصله دا ده چې ښېرې ئې ډېرې زر قبلېږي خو په دې شرط چې ښېرو ته پرېښودے شي او زمونږ په معاشره بلکې وطن کښې په ښېرو هيڅ بندېز نشته ځکه چې ښېرې خو د مظلوم وسله ده او مونږ سېوا د يو څو کورنو نه ټول مظلومان يو او دا شکر دے چې تر اوسه رانه چا د ښېرو کولو بنيادي حق لکه د نورو حقونو نۀ دے تروړلے او دغه وجه ده چې مونږ ورځ او شپه ظالمانو ته ښېرې کوو او قبلېږي نه. د نۀ قبلېدو مې ځکه ووې چې تر اوسه امريکه تباه او برباد نۀ شوه.
ښه نو خبره مې د ژبې کوله. يوه ژبه د غوښې هغه ټوکړې ته وئيلې شي چې هر ساه لرونکے ئې لري خو يوه بله ژبه هم شته چې انسانان پرې خپله مدعا بل انسان ته بيانوي کۀ د کنځلو او بدوردو په شکل کښې ولې نۀ وي. دې ژبې ته په انګرېزۍ کښې لېنګويج وئيلې شي او دا د هر قام بيله بيله وي.
زمونږ په ملک کښې ګڼ قومونه اوسي او ګڼې ژبې پکښې وئيلې شي خو چونکې يوه پاکستان ژبه هم د دې قابله نۀ ده چې د سرکار په کور کښې استعمال شي ځکه نو زمونږ واکمن د سرکار په کور کښې انګرېزي ژبه پکاروي. حالانکې زمونږ قومي او مقتدره ژبه اردو ده او عجيبه خبره دا ده چې د يوې ژبې قوم په برطانيه کښې اوسي او د بلې ژبې د قوم هډو ما ته پته نشته چې هغوي چرته اوسي.
ژبې په خپل خپل ځائې ټولې ښې وي. زمونږ په ملک کښې لکه چې ما ووې ګڼ قومونه وسي نو دغه وجه ده چې ګڼې ژبې پکښې وئيلې شي خو لږه موده کېږي چې يوه نوې ژبه راوتلې ده او لګيا ده ماحول الوده کوي. هر تعليم يافته سړے او ښځه، هلک او جينۍ دغه ژبه وائي او ښه ډېره ئې وائي خو کۀ تپوس دې ترې وکړو نو نوم ئې هيچا له نۀ ورځي او ما سره دا غم دے چې داسې نۀ وي د ملک د واکمنو ورته پام شي او له دې نه راته مقتدره ژبه جوړه کړي.
هغه ورځ کور ته لږ د وخته لاړم، لوډشيډنګ نۀ وۀ، د لوډشېډنګ خبره راغله ، مونږ خپلو حاکمانو د لوډشيډنګ سره دومره بلد کړي يو چې کۀ هره خبره کوو نو لوډشېډنګ ته مو پام وي. هغه ورځ مې يو پرېس کښې څۀ کار وۀ ورته مې وې چې مازيګر له وشي. پرېس واله جواب راکړو بالکل به شوې وي کۀ لوډشېډنګ نۀ وۀ. زړۀ کښې مې وئيل د حکومت دې چار ښۀ او کور اباد وي زمونږ باني ګرو خلقو له ئې يوه بله بانه هم راپېدا کړه. ښه نو چې کور ته لاړم وړو ټي وي لګولے وۀ، زۀ کښېناستم د صحافت په حواله يوه مباحثه شروع وه. يوه پېغله ئې کوربنه وه او دوه ځلموټي او يوه جينۍ د مېلمنو په کرسو ناست وو. کوربنه لکه چې څنګه د ټي وي د کوربنو دستور دے بې د څۀ خبرې نه مسکۍ شوه او بيا ئې مونږ سره د خپلو مېلمنو تعارف وکړو د تعارف نه پس ئې د يو مېلمه ځلمي نه داسې سوال وکړو:
تاسو ټول د پرنټ ميډيا سره تعلق لرئ، تاسو نه زما وړومبۍ پوښتنه دا ده چې تاسو د پاکستان د صحافت نه مطمئن يئ؟
مېلمه اول مرۍ تازه کړه بيا ئې خپل کالر سم کړو او جواب ئې ورکړو:
وائے ناټ، بيا ئې کېمرې پله وکتل او خبره ئې مخکښې بوتلل شروع کړل وې د کله چې جرنلزم ته ينګسټر راغلي دي نو په دې فيلډ کښې کافي چېنجز راغلي دي، خدائې خبر چې هغۀ به نوره څومره کلام افشاني کوله خو د ټي وي کوربنې د ټي وي د قاعدو مطابق د هغۀ د خبرې ختمېدو نه اګاهو بل سوال ورخوشے کړو چې ستاسو مطلب دا دے چې ګني ينګسټر د زړو کسانو نه ښۀ دي؟
مېلمه زلمي په وېښتو لاس ووهلو وې نو، نو زما دا مطلب نۀ دے زۀ غواړم چې خپله خبره لږه اېکسپلېن کړم، دغه وخت ئې په کرسۍ کښې اړخ بدل کړو او شروع شو، زما مطلب دا دے چې د ينګسټر په راتلو د جرنلزم په فيلډ کښې يو کمپيټيشن شروع شو نو د هغې رزلټ دا شو چې ډېر ښۀ صحافت مېدان ته راغے. دغه وخت کوربنې د هغې پېغلې مېلمنې طرف ته مخ واړولو کومه چې د پروګرام د شروع نه د خپلو بنګړو سره مشغولېده او داسې سوال ئې ترې وکړو:
تاسو صحافت ته کله راغلي يئ؟
پېغله مېلمنه داسې رانېغه شوه لکه چې هغه د صحافت مېدان ته نه بلکې د جنګ مېدان ته راغلي وي، په شونډو ئې ژبه ووهله او خبره ئې شروع کړه او ما داسې محسوسوله لکه چې خبرې د هغې خلۀ نه بلکې لاسونه او سترګې کوي. زړۀ له مې راغلل چې بنده دې سره خو په پس منظر کښې د سردار علي ټکر په اواز ((شنۀ بنګړي دې مات شه)) سندره غږول پکار وو خو چونکې د ټي وي واکمنو دا کار نۀ وۀ کړې نو ما په خپل ټېپ ريکارډ دغه سندره ولګوله يقين وکړئ د مباحثې خوند ئې يو په شل کړو. پروګرام ختم شو ټېپ مې بند کړو او په سوچ کښې لاړم او هغه خبره راياده شوه چې د يو سړي بې وخته مېلمه راغلے وۀ نو هغۀ ورله په تادۍ کښې وريژې پخې کړې خو چې کله ئې مېلمه ته کېښودې او هغۀ ترې وړومبۍ نوړۍ واخسته نو کرپ شو چې يوه ګيټۍ ئې د غاښو لاندې راغله، په ډېره خوارۍ ئې هغه شګې له خلې نه وغورځولې. دوېمه نوړۍ کښې بيا کرپ شو، کوربه لږ پيکه غوندې شو او تپوس ئې ترې وکړو ولې کاڼي وو پکښې څۀ؟ مېلمه ښۀ غصه شوے وۀ خو د کوربه د زړۀ ساتلو دپاره ئې ووې نه نه، يوه نيمه وريژه هم پکښې شته. ما وې بنده دا لا څنګه ژبه شوه د دې نه خو کۀ پروه انګرېزي وې نو ښه به وه، انګرېزي خوانه طبقه او انګرېزان به پرې پوهه شوي وو ځکه چې زيات ټکي پکښې د انګرېزۍ وو او کم د مقتدره ژبې. هسې کۀ دا پروګرام انګرېزانو کتلي وي نو هغوي به وائي چې دا لا کومه انګرېزي شوه ځکه چې داسې انګرېزي خو چاسر او شېکسپئر هم نۀ وه وئيلې او چې د انګرېزۍ نه نابلدو خلقو به څۀ وئيلي وي. د ترۀ زوي راته وئيل خوښه دې نۀ ده چې ټي وي ته يو خط وليکو. ما وې څۀ به ورته وايو؟ هغوي له خو چې کوم خط راځي نو داسې وي چې ستاسو فلانے پروګرام مو وکتو ډېر مو خوښ شو په هغه شپه مو د خوشحالۍ نه روټۍ هم ونۀ خوړه. مونږ اميد لرو چې هم دغسې ښۀ پروګرامونه به ائنده هم پېش کوئ. د ترۀ زوي راته ووې نه زوروه داسې به ورته وليکو چې اې د مقتدره ژبې واکمنو او پرچار کونکو دا مقتدره ژبه داسې وي؟ ما ورته ووې کۀ فرض کړه هغوي درته په خېبر مېل پروګرام کښې په مسکا مسکا دا ووائي چې ښه نو څنګه وي نو بيا به څۀ کوې؟ وې دا دې هم ښۀ ووې ځکه چې ما له هم مقتدره ژبه نۀ راځي. ما وې خط ورته زۀ ليکم هغۀ راته ووې تۀ به ورته څۀ ليکې؟ ما وې دا چې تاسو په فلانۍ ورځ په فلاني وخت د فلاني مرکز نه کوم پروګرام نشر کړے وۀ، زما خوښ شو خو دا راته ووايئ چې دا په کومه ژبه کښې وۀ. يعني مېلمنو په کومه ژبه کښې خبرې کولې؟ ښه به دا وي چې د داسې پروګرامونو نه اول داسې يو پروګرام نشر کولې شي چې په هغې کښې دغه ژبه ښودلې شي نو ډېره به ښه وي. په اخر کښې زما له اړخه هغې مېلمنې ته چې ډېر بنګړي ئې اچولي وو سلامونه ورسوئ.
(د مشتاق مجروح يوسفزي د کتاب تکل دسته څخه)

Comment