lol da sary pa khpala pa ghwago drond dai
ښځه مې په غوږو درنه ده
له انګليسي سرچينو څخه د پېژاند ژباړه:
يو سړی ډاکټر ته ورغی او ورته ويې ويل چې ښځه يې په غوږو درنه ده. ډاکټر ورته وويل لومړی دې په ښځې يو ازمايښت وکړه. هغه دا چې له هغې څخه 40 فوټه لېري ودرېږه او په عادي ږغ يوه پوښتنه ورڅخه وکړه. که يې وانه ورېده د 30 فوټو په واټن ورڅخه ودرېږه او خپله پوښتنه تکرار کړه. که يې بيا هم وانه ورېده نو وروسته د 20 فوټو په واټن ورڅخه ودرېږه او په دې توګه تر هغه ورو- ورو ورنږدې کېږي چې ستا پوښتنه اوري. سړی کور ته راغی او 40 فوټو په واټن له ښځې څخه چې په پخلنځي کې په پخلي بوخته وه،ودرېدو او په عادي ږغ يې پوښتنه يې ورڅخه وکړه، (ګرانې ماښام ته دې څه شي پاخه کړي دي؟)
ښځې يې ځواب ورنه کړ. وروسته د 30 فوټه په لېريوالي ورڅخه ودرېد او خپله پوښتنه يې تکرار کړه. بيا يې هم ځواب وانه ورېد.
سړی د ډوډۍ په کوټه کې د 20 فوټه په واټن ودرېد او مخکنۍ پوښتنه يې وکړه، خو کومه ګټه يې ونه کړه.
وروسته سړی د پخلنځي په وره کې د 10 فوټه په لېريوالي ودرېد او ويې ويل،
( ګرانې ماښام ته دې څه شي پاخه کړي دي؟) مګر بيا يې هم ځواب وانه وريد.
دا ځل نو هغه د خپلې ښځې شاته نږدې ودرېد او پوښتنه يې وکړه،
(ګرانې ماښام ته دې څه شي پاخه کړي دي؟) ښځې يې وويل
ڼوکيا د ا م پينځم ځل دے درته وايم چه چرګ او چرګ ولے ته نه اورے نه ځه څه اوکړم ،

Comment