Announcement

Collapse
No announcement yet.

د وطن په ګل درو کښې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    مونږ ډېر په اسانه ګورنر هاؤس ته دننه شو. زمونږ نومونه د اول نه تللي وو.
    چې هلته اورسېدو نو ماشومان مريضان هم رارسېدلي وو. ورسره مئيندې پلاران هم ناست وو. لږه شېبه پس پخوانے ناظم اعظم افريدي هم راغلو. د هغۀ نه لږ وړاندې نامتو فلم ايکټر عجب ګل صېب هم راغلے وو.
    ما سره لګېدلې کرسو کښې دا درې کسان ناست وو. اعظم افريدي په اول نظر زۀ ونۀ پېژندم. بيا مې چې تعارف ورسره وکړو نو هم داسې معلومه شوه چې زۀ ئې د فکر او نظر نه وتلے ووم. ما ته افسوس په دې خبره وشو چې يو خو اعظم افريدے زما د قوم او تپې عزيز دے. بل د هغۀ پلار زمونږ د قوم ملک وو. او د هغۀ سره زما د مرحوم پلار ډېره زياته نزدې دوستي وه. او د خپل ژوند يوه لويه حصه ئې د هغۀ سره په هره موقع د جنګ او امن په حالت کښې تېره کړې وه. زما پلار د دوئ دپاره د ټول قام بدي په خپل سر اخستې وه. د افريدو ملکانو دغه خامي د کرکې تر حده خرابه ده. چې د دوئ سره هر څومره ښېګړه څوک وکړي دوئ ئې هيڅ احسان نۀ مني. او نۀ ورسره په بدل کښې راشه درشه کوي. د انګرېزانو د وختو راروان د کولونيئل نظام ملکانان/خانان او اربابان نن هم د عام اولس نه ځانونه اوچت ګڼي.
    حالانکې عام اولس ته د دوئ د ذات نه هيڅ فائده رسېدلې نۀ ده. اونۀ دا چا سره ښۀ کولے شي. هم د دوئ په وجه د حکومت نه پرمټونه، دسترخوانونه او مواجبونه خوري. په عوامو کښې د دوئ مقبوليت يا خوښۍ اندازه د دې خبرې نه لګولے شي چې په عامو انتخاباتو کښې ئې ضمانتونه ضبط کيږي.
    اعظم افريدي له دې کبله په پېښور مېشته دے چې د پېښور د خلقو په ووټ کله کله غالباً صوبائي اسمبلۍ ته ورسيږي. څو کاله وړاندې د پېښور ناظم هم ټاکلے شوے وو. زۀ ډېر په خواشينۍ سره د دې خبرې تکرار کوم چې اعظم افريدي د خپل اصل وطن د خلقو باړې په هيڅ کار نۀ دے راغلے. د دۀ نه زيات د دوئ بل ورور څوک چې نن سبا سفير پاکستان دے او په قطر کښې سفارتکاري کوي په راشه درشه کښې ښۀ دے. اګرچې ددوئ ټولو د ذات نه د ښېګړې اُميد څوک کولے نشي. خو بيا هم په خوږه خبره باندې د سړي زړۀ ښۀ کيږي. اصغر افريدے په ژبه خوږ دے او ياداشت ئې ډېر تېز دي.
    په مقرره وخت د پروګرام اغاز نوموړي شاعر پروفېسر اباسين يوسفزي په خپلو دعائيه شعرونه وکړو. او د باقاعده اغاز دپاره ئې د تلاوت کلام پاک دپاره قاري احسان الله صېب ته بلنه ورکړه. د ګورنر اوېس احمد غني بېګم صېب څوک چې يوه اعلٰى تعليم يافته او زړۀ سواندې مېرمن ده د خپلې سېکرټري سره په پريذډيم کښې پرتو صوفو کښې تشريف اېښے وو.
    د تلاوت نه پس د حمزه فاونډېشن مشر اعجاز علي شاه صېب ته بلنه ورکړے شوه چې د حمزه فاونډېشن په حقله خبرې وکړي. هغوئ د دې تنظيم اغراض او مقاصد په تفصيل سره وړاندې کړل او د ګورنر صېب نه ئې د دې ادارې دپاره څو مطالبې هم وکړې.
    د اعجاز صېب نه وروستو يو ځل بيا اباسين يوسفزي صېب روسټرم ته لاړو او د دې تنظيم سره چې چا هم څۀ لږ ډېر مالي، فکري يا فزيکي امداد کړے وو. د ګورنر د مېرمن په لاس د اېوارډونو ورکولو اعلان وکړو. د ټولو نه وړاندې بېګم ګورنر ته سوئينر ورکړے شو بيا د ادارې له خوا تحفې وړاندې کړے شوې بيا ورپسې نورو کسانو ته اېوارډونه ورکړے شول. په دغه اېوارډ اخستونکو کښې اعظم افريدے، فلمسټار عجب ګل، پروفېسر اباسين يوسفزے او ګڼ شمېر کسانو کښې راقم الحروف، د اخبارونو ايډيټران او سماجي کار کوونکي شامل دي.
    د غونډې په اختتام کښې د ګورنر مېرمن تقرر اوکړو او د خپله اړخه ئې د يو لاکهـ روپو اعلان هم وکړو. چې شېبه وروستو ئې اعجاز علي شاه صېب ته دغه چېک ورکړو. پيا وروستو د هر يو مريض او د هغۀ د مور سره څو شېبې کښېناسته. او هغوئ ته ئې طبع تسلي ورکړه. ديو ماشوم مور د فرط جذبات نه په ژړا شوه. او ماحول ئې غمګين کړو چې زما په سترګو کښې ئې اوښکې راوستې. د مېلمنو دپاره د چائيو بسکټو انتظام شوے وو.
    مېلمانۀ بل هال ته لاړل. لږه شېبه پس مونږ هم د ګورنر هاؤس نه راروان شو. اعظم افريدي خپل شيلډ په هال کښې پرېښودے وو. چې بيا ما د حمزه فاؤنډېشن نمائنده ملک اشفاق اعوان ته وسپارلو.
    ٧ مئى ٢٠٠٩ء د ريډيو خېبر سالګره:
    د شپې په شپږم مئى ملګري سيد نذير افريدي پروډيوسر د خېبر ريډيو ما ته ټيليفون کړےوو چې د هغوئ د ريډيو خېبر درېمه کليزه کښې برخه واخلم. کومه چې په يونيورسټي ټاون کښې په کونټينېنټل ګيسټ هاوس کښې نمانځل کيږي. او د فاټا ميډيا سيل ډائرېکټر او د خېبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ ريټائرډ کېپټن طارق حيات هم پکښې ګډون کوي.د دې پرته د جمرود باړې او لواړګي اديبان شاعران او سماجي شخصيات هم رابلل شوي دي.
    زۀ په درې نيمې بجې د غونډې ځائے ته ورسېدم. مقصد مې د اديبانو شاعرانو سره ليدل کتل وو. هلته دوئ غېر رسمي مشاعره شروع کړې وه پروفېسر اسلم تاثري افريدے،. طلبګار افريدے، قېس افريدے، فلک نازتيراه وال، لحاظ احمد، علي رضا، اميد افريدے او نور ګڼ شمېر اديبانو شاعرانو خپل خپل کلامونه واورول. او مونږ ئې محظوظه کړو. په څلور بجې پوليټيکل ايجنټ صېب راغلو. د تلاوت کلام پاک په اياتونو د غونډې پئېل وشو. يو څو قامي مشرانو د خېبر ريډيو په افاديت خبرې وکړې بيا ئې ما ته دعوت راکړو. چې خپل کلام واوروم. ما د خپل ژوند د اوږد سفر ذکر او بيا د سفر په حواله يو څو شعرونه واورول. په دغه شعرونو پسې مې په امن د ساحر لدهيانوي اردو نظم په پښتو ژباړه کړے واورولو. چې په ملګرو ئې ژور اثر پرېښو. د غونډې په اختتام کښې زۀ او ورور ګل محمد خپلو کورونو ته راستنۀ شو. په زړۀ کښې مې کرل رېبل چې د پوليټيکل ايجنټ خلاف په هيرالډ مجله او فرنټئير پوسټ کښې زما ليکونه خپارۀ شوي وو. چې د دوئ نه مې د افريدي قوم سپاء ته په سپک وئيلو د معافۍ غوښتنه کړې وه. زما يقين دےچې موصوف به دغه ليکونه لوستي وي. او کېدلے شي چې زما په نامه اورېدو ئې هغه غوښتنې هم ذهن ته راغلې وي. په خپل تقرير کښې جذباتي هم شو، وروستو ئې بيا بخښنه هم وغوښته خو زما سره ئې يواځې ليدل کتل ونۀ شول. البته د ميډيا سيل ډائرېکټر په خپل تقرير کښې زما د نظم ستائنه وکړه او د ريډيو چارواکو ته ئې د داسې نظمونو خپرولو تاکيد هم وکړو.
    ٨ مئى ٢٠٠٩ء د ظهير پښتو ادبي جرګې زما په اعزاز کښې غونډه:
    په ٦ تاريخ د پنځمې مياشتې د ظهير پښتو ادبي جرګې پېښور مشر سېکتر زاهد شېدا او ګران ملګري اختر حسېن ننګيال زما ځائے ته راغلل او زما په اعزاز کښې رابللې غونډې ته دراتلو باقاعده دعوت ئې راکړو. کومه چې په اتم د مئى مياشتې کېدونکې وه.
    زۀ په دغه ورځ ډېر مصروف ووم. په اتم تاريخ زما د حجرې د يوې برخې کنکريټ هم وو. په يوولس بجې د حمزه فاونډېشن په پرېس کلب کښې غونډه او بيا په يو "واک" کښې شريکېدل هم وو.
    کنکريټ چې دلته ورته خلق لينټر هم وائي په يوولس نيمې بجې خلاص شو. د حمزه فاونډېشن غونډې ته جوړ نۀ شوم.
    البته په درې بجې د ظهير پښتو ادبي جرګې غونډې ته ورسېدم.
    غونډه څلور بجې پئېل شوه او تر پنځه نيمو بجو پورې ئې دوام لرو. په دغه غونډه کښې چې د صدارت چوکۍ ئې ماته رابخښلې وه. لاندينو ښاغلو شاعرانو صاحبانو برخه واخسته.
    ښاغلي ګل محمود ظهير، جاوېد درد، اختر حسېن ننګيال، زاهد شېدا، دلاور وقار، محمد امين، جمال حسېن اکبر، بخاري صېب او نورو ګڼ شمېر ملګرو شاعرانو اديبانو چې اوس ئې نومونه زما د ذهن نه وتلي دي.
    مازيګر مونږ کور ته راورسېدو. په ١٠ تاريخ د تهکال ادبي ټولنې پېښور ملګرو زما په اعزاز کښې غونډه رابللې وه. زۀ د څۀ ضروري کارنو له کبله تللے نۀ شوم ملګري اختر حسېن مې په ټيليفون خبر کړو. چې نصيرالله ناشاد صېب ته زما معذرت وړاندې کړي. د ملګري رحيم ګل ماسټر د دفتر افتتاح او د شمشاد ټيلويژيون پروډيوسر ملګري محمد اسرار اتل دعوت نامې هم رارسېدلې دي.
    الله دې وکړي چې هغوئ ته وخت اوباسم او ورسره په ښۀ وخت ليدل کتل وکړم. زما اراده ده چې تر شلم مئى پورې قطر ته ستون شم. په دغه وخت کښې به ضروري طبي ټسټونه هم خلاص شي. او کارونه به هم راغونډ شي. د دغه رپورتاژ کتابت او کمپوزنګ به هم سر ته رسول وي. او که الله پاک ته منظوه وه نو د چاپ کار به ئې هم سر ته ورسوم.
    نن نهم تاريخ دے، او رپورتاژ رانه نور هم اوږديږي. غوره به دا وي چې دغه رپورتاژ هم په دغه ځائے پائې ته ورسوم. که ژوند وو. نو انشاء الله راروان کال به بيا د خپلو ملګرو اديبانو او شاعرانو ليکوالانو سره د ليدلو کتلو او جرګو سرګرمو احوال وليکم. خو شرط ئې دا دے چې که د قلم د خاوندانوزما دغه مات ګوډ تحرير ته شرف قبوليت وبخښلو.
    په دغه دعا اجازت غواړم.
    چې الله تعالٰى دې د پښتنو په وطن دامن سيوري خوارۀ کړي. آمين

    فېروز افريدي
    ٩ مئى ٢٠٠٩ء

    Comment


    • #17
      تبصرې او پيغامونه

      د قدرمو ملګرو د امبارکئ پيغاموه


      هارون باچا د يو ايس اے نه
      Qadarman Feroz Sb,

      Da nawee kitaab mubarakee qaboola kai. Allah de wakee che da Pukhto adab da parmakhtag da para staso dagha hoshish kaargar sabit shee.

      Haroon Bacha

      ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔

      حاجي نصير ستوري د جرمني نه
      Der der salamona au dranawi
      hela da che rogh jor au khushala osse

      ter har cha de makha der ta de kitab mubaraki wayeem
      der der mubarak sha


      de pakhto pa adab ki da yau gul ezafa washwa

      tolo malgaro ta salamona

      http://pashtoonkhwa.com/?page=news&id=978
      pa dranawi

      Haji Nasir Stori
      ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔
      د وراره احمد نجيب بيا باني د ډنمارک څخه

      ډېره ګرانه او قدرمنه فېروز اپريدی صيب السلام عليکم!
      خدای مو د خپلې درنې کورنۍ سره روغ او جوړ لره.
      ستاسو برېښليک چې په هغه کې مو د خپل کتاب ځېری راباندې کړی ؤ ترلاسه کړ. ډېر
      خوشحاله يم چې ستاسو کتابونه چاپ شوي دي او خدای دې ستاسو قلم همداسې تاند او
      ژوندی لري چې د پښتو ادب ، تاريخ او کلتور په برخه کې داسې ګڼ شمېر نور کتابونه
      وليکۍ او چاپ يې کړۍ. قدرمنه که چېرته تاسو ته زيار نه درپېښېږي نو ما ته په
      پوست باندې خپل چاپ شوي کتابونه راولېږۍ. او يا يې هم د هغه ځای پته راته وليکۍ
      له کوم ځای نه يې چې اخيستلی شم.

      په آخر کې يو ځل بيا ستاسو د روغتيا او برياليتوب دعاګانې کوم. او ستاسو د
      کتابونو د چاپ مبارکي تاسو او ستاسو کورنۍ ته وايم.
      په ډېر درنښت
      احمد نجيب بياباني

      _____________

      Comment


      • #18
        salam .th dero pashto lakwalano nomona mo nh wh awridely. staso dh watan ph gul daro katab ki mo wal wastal aw nommono sarh ashna soh.derh manana. afridi sab

        Comment


        • #19
          din dara wrora
          zama lekano ke ba inshallah dair sa aweeney.
          kho delta masla da da che pakhtu script sok lwastalay na shi.

          gani zama nasar dair asan aw rawan dey,aw har sok pa pohedalay shi.

          manana sta da tabserey.
          guman na kawam che nur khalk dumra awagad kitab walwali.
          yow kas kho da ham leekali woo che kitaboona ma post kawa. hahaha

          Comment


          • #20
            awal ba da kitab ta walwalay..bia ba za darna test akhlam che sahi zawab rakey nu 5 kitaboona nur
            poetry books
            ham shta.

            اوس يوه خوندوره لطيفه

            دا شاعران ډير منافقان هم وي يو ځل يو شاعر د مشهور ليکوال افضل شوق سره روغبړ کول چې ورته ئې اوئيل
            شوق صيب ته ډير ښه شاعر ئې زه ستا لوئي فين يم څو ورځې مخکښې مې ستا هغه کتاب """اوه ګامه مزل""" لوستلو ډير خوندور نظمونه دې ليکلي ماشاالله

            شوق صيب غريب څه وئيلي وئ خو خپل سر ئې په دواړه لاسو ونيو ځکه چې دغه کتاب چې کوم منافق شاعر ورته د خوندورو نظمونو ياد کړې وو هغه يوه سفرنامه وه او په نثر کښې ئې ليکلے وو۔
            هاهاهاها
            Last edited by Feroz Afridi; 09-04-2010, 09:40 PM.

            Comment


            • #21
              Originally posted by Feroz Afridi View Post
              din dara wrora
              zama lekano ke ba inshallah dair sa aweeney.
              kho delta masla da da che pakhtu script sok lwastalay na shi.

              gani zama nasar dair asan aw rawan dey,aw har sok pa pohedalay shi.

              manana sta da tabserey.
              guman na kawam che nur khalk dumra awagad kitab walwali.
              yow kas kho da ham leekali woo che kitaboona ma post kawa. hahaha
              dera manana sta da jawab sa. kitabano ka nor larey hagha hum post ka. agha da WAHDAT NEWS warospana hagha hum post ka hara wraz zaka che me har wraz wayeley. mosh tola hai wayo. zma tola andewalan(sharekan)pa america key osezhey hagha hum sta kitab wayey oh da wahdat news post hai hum pishkhey khbarama wa pa pf ki. plz hagha hum post ka. dera manana.


              ka ma ta sra zar rakay hum ba dona khush halaa nasama laka sta pa kitab oh sta pa sherona. plz nor post ka. oh sta da pashto zhabey pa chopar za der khush hala yam.


              manana. wahdat news har wraz post ka wrora oh kitabona tola post ka. che har umar nor rasey post ka.

              Comment


              • #22
                Originally posted by unhiddentruth
                feroz lala der kha kitab wo. Nor ka postakawlay sa post ka. Manan
                مننه
                تاسو وليدو کتاب؟؟؟؟؟
                مطالعه کوه ئې ورورو

                په تش ديدن باندې مې ورو ورو مشغوليږه
                ځم مه خفه کيږه
                بله ورځ به راشم

                Comment


                • #23
                  Originally posted by din View Post
                  dera manana sta da jawab sa. Kitabano ka nor larey hagha hum post ka. Agha da wahdat news warospana hagha hum post ka hara wraz zaka che me har wraz wayeley. Mosh tola hai wayo. Zma tola andewalan(sharekan)pa america key osezhey hagha hum sta kitab wayey oh da wahdat news post hai hum pishkhey khbarama wa pa pf ki. Plz hagha hum post ka. Dera manana.


                  Ka ma ta sra zar rakay hum ba dona khush halaa nasama laka sta pa kitab oh sta pa sherona. Plz nor post ka. Oh sta da pashto zhabey pa chopar za der khush hala yam.


                  Manana. Wahdat news har wraz post ka wrora oh kitabona tola post ka. Che har umar nor rasey post ka.
                  دين
                  ستاسو ډيره مننه د خوښې د پاره۔

                  الله مو برکتي که امين۔

                  وحدت اخبار اپ ډيټيډ کوي نه ۔
                  زه ورته چې اميل وليږم نو بيا ئې کله کله نوې کړي ګني۔۔۔۔

                  کوښښ به کوم انشالله
                  مننه

                  Comment


                  • #24
                    Halaka Laas pota kai cha cha zama kitab walwasto.

                    che bia bal ham darta upload kram.

                    Comment


                    • #25
                      manana
                      bas che tase lwastey wi kaffi da.lag war wakra che test darzaney wakhlam.
                      ka da rata awaya che so daney reportage woo?
                      aw bal sa khwand rang ye ham wo ka tashey pannerey mey torey karey di?
                      yow jahan manana.

                      Comment


                      • #26
                        khluchi der khwand ye wakda. Mow kho tol padhao kdal ao der zabardast nasar wo khlui rosti che.. washa bas da tropar nan rosara nora cherry khatma shawye da pa de guzora waka...

                        Comment


                        • #27
                          manana grano doostano
                          Inshallah saba ba de poetry kitaab post kam.
                          manana

                          Comment


                          • #28
                            حسب وعده کتاب روښانه سباوون په پشتون فورم کښې خپور شو۔
                            مننه

                            Comment

                            Working...
                            X