If this is your first visit, be sure to
check out the FAQ by clicking the
link above. You may have to register
before you can post: click the register link above to proceed. To start viewing messages,
select the forum that you want to visit from the selection below.
ماجد سرحدي اعلان وکړو ،چې دا مشاعره به په دوو برخو کښې جريان لري.
اولنۍ برخه به ئې د ميلاد النبي په سلسله کښې او ورسره د اردو ژبې مشهور شاعر پروفيسر نزير تبسم په اعزاز کښې کيږي، چې صدارت به ئې د اکيډمي ادبيات سابقه چئيرمين د پښتو ژبي مشهور پوهان او تاريخ دان پروفيسر پريشان خټک صېب کوي، او د مشر ميلمه د پاره ئې زما (فيروز افريدي) نوم تجويز کړو.چې ټولو ملګرو پرې تائيد وکړو.
ورسره ماجد سرحدي مرحوم د مشاعرې د پاره د قران پاک په تلاوت د باقاعده اغاز د پاره يو ځلمي ته بلنه ورکړه او بيا ئې د نظامت د پاره يو بل د اردو ژبي پروفيسر صېب ته دعوت ورکړو.
هغه د تلاوت کلام پاک نه وروستو محترم چشتي صېب ته د نعت د پاره بلنه ورکړه او زياته ئې کړه چې په دغه مشاعره کښې به د اردو ژبې ستر ليکوال ډرامه نويس او کالم نګار ښاغلے امجد اسلام امجد په خاص توګه شرکت کوي چې درنګ ساعت له به د ائيرپورټ نه راورسيږي.
د اولنۍ برخې کاروائي جاري وه ،چې پريشان خټک صېب ته د صدارتي خطبې وينا وکړې شوه ،ځکه چې هغه د خپلو مصروفياتو له کبله زيات وخت ايساريدلې نه شو.
په دغه دوران کښې امجد اسلام امجد صېب هم تشريف راوړو .ټولو ليکوالانو ورسره په روڼ تندي او تاوده مينه ستړي مه شي وکړل .ما سره ئې د ډېر وخت عليک سليک وو خو دا وخت د هغه په وهم او ګمان کښي هم دا نه وو ،چې ګني زه به په دغه مشاعرې کښې شامل وم.
ځکه چې زمونږ اکثر ملاقاتونه د پاکستان نه بهر شوي وو.
ما محسوسه کړه چې امجد اسلام امجد د خيال نه زه جوړ وتلے يم.
او هغه بيا وروستو زما د خبرې تائيد هم وکړو چې يقينا عجيبه غوندې کيفيت راته مخې ته وو، چې دا کس چې زه ئې پيژنم زما د دماغو نه ئې نوم ولې وتلے دے.
دامجد اسلام امجد د راتلو او ستړي مه شي په وخت پروفيسر طه خان سره د هغه جوړ تازه و نه شو ځکه چې پروفيسر صېب په يوه داسې کرسۍ چې د محفل د دائرې نه لږه وروسته وه ، ناست وو.او لکه څنګه چې هغه په سترګو معذور دے او په دغه وخت هغۀ لکه د نورو برخه والو د خپلې څوکۍ نه پاسېدلې نه شو ،نو هم دغسې په بې خبرۍ کښې پاتې شو.کله چې محترم امجد صېب په خپل نشست کښېناستو نو پروفيسر صېب ته ئې پام شو او د لرې نه ئې ورته معذرت وکړو چې معافي غواړم ما تاسو ونه ليدلے شوئ.پروفيسر صېب ورته برجسته ځواب ورکړو چې دغه خبره که زه ووايم نو صحيح به وي.
ځکه چې ما په رشتيا نه ئې ليدلې.ټولو سامعينو وخاندل.
امجد اسلام امجد يو ډېر خوش مزاجه انسان دے.هغه او عطاالحق قاسمي چې په يو محفل کښي موجود وي نو دوئ ډېر په خوند لطيفې اوروي چې سړے د خندا نه مړ کړي.
يو ځل په دوحه قطر کښي هغه دوه درې لطيفې داسې واورولې چې تر اوسه ما ته يادې دي.
لکه يوه لطيفه داسې وه،
چې يو ځل يوه مشاعره جاري وه چې خلقو بې کچه داد ورکولو. هر سړي به واه واه بيا ووايه او مکرر مکرر او دوباره اوايه. وئيل او مشاعره ئې ګرمه کړې وه.
يو سړے خاموشه ناست وو اخير دۀ هم په زړۀ کښې ووئيل چې دا ځل په دغه راروان شعر زه هم داد ورکووم اخير دا خلق به څه فکر کوي چې ګني زه بې ذوقه يم ؟ يا په شعر نه پوهيږم.؟
دۀ ورته ځان تيار کړو او چې کله شعر ختم شو نو دۀ چې واه واه او مکرر وئيل غوښتل نو په دا وخت ورته په ذهن کښې د دوباره تورے هم راغلو نو د هغه د خلې نه چې کوم تورے راووتو هغۀ نه مکرر وو نه دوباره .
خو د دواړو تورو يوه مغلوبه "دوبرر ترې جوړ شو " چې د خلقو د خندا د پاره بس وو.
يوه بله لطيفه داسې وه چې،
يو ځل زۀ (امجد) عطاالحق قاسمي او منير نيازي د لاهور نه سيالکوټ ته د يوې مشاعرې د پاره په موټر کښې روان وو چې په لاره کښې مرحوم منير نيازي صېب څوک چې د شوګر مريض وو بار بار د تشو بولو د پاره کوزيدو.خو چې لس منټه به تير شو نو هغه به ووئيل .ګاډي روکو پيشاب ارها هے.
خو چې دوه درې ځله دا واقعات تکرار شول نو بيا ئي دا پوښتنه وکړه..يار سيالکوټ تک اب کتنا راسته باقي هے؟
عطاالحق قاسمي ورته سمدستي ووئيل چې بس نيازي صاحب يون سمجهو که دو پيشاب کا راسته ره ګيا هے.
د منير نيازي مرحوم په حواله امجد اسلام امجد په خپله د چين په سفر نامه کښي هم ډېر په خوند سره ذکر کړے دے.
چې منير نيازي بې حده ضدي انسان وو او په صحيح معنو کښې پښتون وو کله به چې مونږ ورته د ډسپلين په حواله خبره وکړه چې نيازي صېب لږ دا سګريټ په هر ځائے کښې مه څکوه دا کوربانه چينيان به څه وائي؟ بله دا چې تاسو بائيد په قطار کښې په خپل نمبر ولاړ وسئ.ټول خلق په قطار کښې نيغ ولاړ وي او تاسو د قطار نه بيرته ګوښي ولاړ يئ. چې ښۀ کار نۀ دے.
هغه به سمدستي په قهر شو او دا اعلان به ئې وکړو چې زه نه په قطار کښې ودريږم .نه زه هډو دا کتل غواړم او نه زه تاسو سره ځم.او په کنځلو به لګيا شو.
امجد ليکي چې بيا به چې مونږ ه کوم څيز هغه ته ښوول نه غوښتل يا به مو په هغه پيرزو نه وو نو هغه به مو وچېړيلو او هغه به د خپل ضد له کبله د هغۀ ځائے د ليدو نه انکاري شو او محروم به پاتې شو.
امجد ليکي چې زمونږ د چيړلو په وجه هغه د ماوزي تنګ،چون اين لائي محفوظ کړي شوي جسدونه، ديوار چين او ډېر مشهور ځائونو د ليدو نه انکار وکړو او په دغه سفرکښې به هغۀ ځان له ګوښے په خپل اطاق کښې پروت وو.
عادت سي بنائي هے تم نے منير اپني
جس شهر مين بهي رهنا اکتائے هوئے رهنا
ما په خپله هم نيازي صېب په دوحه کښي ليدلے وو چې د حسن رضوي،امجد او عطا سره راغلے وو دوئي سره يو بل شاعر ډاکټر سعادت سعيد هم وو چې د کتاب نوم ئې کجلي بن وو .
منير نيازي صېب به اکثر په نشه کښې وو او ټولو ته ئې به کنځلې کولې چې دوئ ټولو زما غزلې او نظمونه غلا کړي دي. په خاص توګه حسن رضوي مرحوم ئې ډېر سپک کړے وو.
کسى کو اپنے اعمال کا حساب کيا ديتے؟
سوال سارے غلط تهے جواب کيا ديتے؟
اوس بيرته خپل اصل مضمون ته راځم او هغه دا چې
مشاعره بيا روانه شوه.
ډېرو شاعرانو د ميلاد النبي او پروفيسر نزير تبسم صېب په حواله خپل منظوم او منثور کلامونه وړاندې کړل چې پکښې د زناناؤو شاعرانو غټه برخه هم وه.
ځيني بيوروکريټ نما غوندې کسان داسې هم وو چې هغوئ د ناظم د منع کولو باوجود په انګريزۍ ژبه کښې پخواني ليکلي شوي مضامين واورول.
حالانکه دا مضامين د دې مشاعري سره بے سمونه وو.او څه خاص تاثر ئې نه وو.
بيا په اخېر کښې ناظم دا ذکر هم وکړو چې تاسو ټولو د اردو پښتو او هندکو کلامونه واوريدل او د انګريزۍ تېرې بېرې مو هم برداشت کړي.په دا خبره ټولو برخه والو ډېر زيات وخاندل.
ما په خپل وار په مختصر تقرير کښې امجد صېب ته په رسمي ډول ستړي مه شي ووئيل او د هغوئ سره د ۱۹۸۶ نه واخله تر ۲۰۰۶ پورې د ملاقاتونو حواله هم ورکړه.
او بيا مې د ميلاد په حواله د نعت دوه شعرونه او خپل يو غزل هم واورولو.
د نعت مطلع څه داسې وه.
چې الله درباندې کړې لوئےے کرم دے
پيغمبره! شان دې څومره محترم دے
زما نه پس د مشاعرې دوئيمه برخه شروع شوه چې صدارت ئې د پښتو ژبي نوموړي شاعر ښاغلي اباسين يوسفزي صېب وکړو.مشر مېلمه پروفيسر محمد اعظم اعظم صېب وټاکلے شو او د مهمان اعزاز د پاره د لاهور نه راغلي دروند ميمله د ښاغلي امجد اسلام امجد صېب نوم تجويز کړے شو.
په مشاعره کښې د اردو پښتو او هندکو ژبې شاعرانو وار په وار خپل کلامونه وړاندې کړل. ډاکټر اعظم صېب خپل کلام او تقرير په مينځني وخت کښې واورولو چې هغه هم د خپلو مصروفياتو له کبله په نيمائي کښې د تللو وينا کړې وه.
د مهمان اعزاز نه اول د مشاعرې صدر پروفيسر اباسين يوسفزي صېب د پښتو ژبي مشهور شاعر ارواښاد سيف الرحمن سليم صېب د پښتو غزل اردو ژباړه واوروله په پښتو کښې به ما يو يو شعر وئيلو او هغه به خپله اردو ژباړه واوروله ، چې ټولو شاعرانو او سامعينو ډېره خوښه کړه.
بيا په اخر کښې امجد اسلام امجد پينځه شپږ نظمونه او غزلې واورولې چې ډېر داد ئې په واخستلو.
د مشاعرې په پائ کښې د ډوډۍ بندوبست هم شوے وو .
په لاره کښې ما د پروفيسر اباسين صېب نه د تيلويزيون په حواله دهغه د مصروفياتو پوښتنه وکړه ،نو هغو ئ راته د خيبر نيوز د پاره د خپل اونئيز پروګرام" سلام خيبر" په حقله معلومات راکړل او ورسره ورسره ئې هم په دغه پروګرام کښې د برخه اخيستلو دعوت هم راکړو۔
دپروګرام په فارمېټ ئې هم پوهه کړم چې په اصل دا پروګرام په اردو کښې دے. زمونږ مقصد نړۍ ته دا ښودل دي چې پښتون دهشت ګرد نه دے ۔
د ټوپک او بارودو پرته په نورو کارونو هم پوهيږي۔
او د دنيا د نورو قامونو په څير د دوئ هم مسئلې شخړي او ستونزې دي۔
او د هغې د حل د پاره پښتانه فکر مند هم دي او د حکومت نه د خپلو حقوقو غوښتلو تقاضه هم کوي۔
د شپې ۹ بجې اباسين صېب زه د شرين محل سويټ سپين جماعت په خوا کښې کوز کړم دلته زما زوئ عمران څوک چې د فارميسي په فيکلټئ کښې سبق وائي ،د مخکښې نه زما په انتظار ولاړ وو۔
زه هغه سره ګاډي کښې کښېناستم او څه شيبه پس خپل کور ته ورسيدم۔
په سبا د ريډيو پاکستان ډپټي کنټرولر او زمونږ شاعر ملګرې لائق زاده لائق د اسلام اباد نه تيليفون وکړو چې راروان ايتوار له درځم او انشاالله ليدل کتل به مو هم وشي او راروانو کارونوپه حقله به مرکه هم کوو .
دوه ورځې وروستو لائق صېب پېښور ته راغلو او ما ته ئې ووئيل چې سبا به د يو پرائيوټ پروډکشن په سټوډيو کښې ستاسو په حقله يو پروګرام کوو،او دا رنګ جامې او واسکټ واچوئ۔
زه به درته په ۳ بجې انتظار کووم او تاسو سره به په سيون کلر سټوډيو صدر کښې ملاقات کووم
په سبا ۱۱ بجې خواوشا د پښتو ژبي مشهور مزاحيه شاعر ظفرخان ظفر راغلو ،زمونږ په حجره کښې ټول خلق ورته راغونډ شول او دظفر خان ظفر نه ئې د هغۀ د هائيکو ګانو فرمائيش وکړو ۔
ظفرخان ظفر ورته ووئيل چې تاسو ئې ماته رايادوئ او زه به درته هائيکو وائيم ۔
د ظفر ټولې مشهورې هائيکو ګانې چې مونږ واوريدلې، نو ظفر راته داسې هائيکو ګانې هم واورولې کومې چې په عام مجلس يا مشاعره کښې د اورولو نه دي۔
هلکانو ظفر ته ډېر زيات داد ورکړو ۔ظفر راته د خپل کتاب د ناوې لور په دوئيم ځل د چهاپولو زيرے راکړو ،او د شپږ ديرش زرو رسيد ئې راته مخې ته کړو۔ چې په دا راروانو څو ورځوکښې به دا کتاب هم خپور شي او دا روپۍ به هم لنډول غواړي۔
زه د ظفرصېب په مطلب پوه شوم خو ما د دوو نورو کسانو سره د کتابونو په چهاپولو کښې وعده کړې وه، چې په هغو کښې يو چها پ شوې دے او نوم ئې پشتو ادب کے معمار او بل د پښتو ژبې مشهور شاعر او اديب ارواښاد لطيف وهمي صېب د افسانو کتاب،چې نوم ئې د عودو بوئ دے. چې ډېر زر د چهاپ د مرحلو نه تيريدونکې دے۔ اوس چهاپ شوے دے.
نو بس خاموش پاتې شوم۔
خو زمونږ يو بل د پښتو قدردان ته مې سمدستي ايس ايم ايس وکړو خو په دغه موقع د قدردان ځواب رانغلو۔ (هغه قدردان حاجي ګلزار صېب وو چې ظفرخان ته ئې اوس دا کتاب چاپ کړو).
دوه نيمې بجې ما لائق زاده لائق صېب ته ټيلفون وکړو او هغه راته په حيات اباد کښې د پښتون قام مشر ډېر د احترام وړ او ستر راهنما ښاغلي افضل خان لالا کور په نخښه کړو چې دلته راشئ او بيا به زه تاسو سره هم د دغه ځايه لاړ شم۔
مونږ په ښوؤلي شوې نخښو د افضل خان لالا کور ته ورسيدو،او لږه شيبه پس د لالا په ډرائينګ روم کښې ناست وو۔
لالا راسره ډېر په مينه راشه درشه وکړل او د صحت او کور فاميل تپوسونه ئې وکړل۔
لالا او لائق صېب دواړه د لالا په راروان کتاب کار کولو۔
هغوئ د کاغذونو لويه مسوده پرانستلې وه، او په ترتيب کولو بوخت وو، زمونږ په راتګ د لږ وخت د پاره دهغوئ په کار کښې لږ ځنډ هم راغلو۔ او لالا ته ما ووئيل چې که ستاسو د راز څه خبره وي نو زۀ او ظفر به په بله کمره کښې ستاسو تر اوزګاريدو پورې انتظار وکړو۔
خو لالا راته ووئيل چې دا مونږ چې څه کوو د قام د پاره دي او چې کله څوک د قام د پاره څه کار کوي نو بيا به ځان سره قام هم په دغه کار کښې شريکوي ،او د قام سره په مشوره به کار کوي۔
زه د لالا په دومره خوږ او د شفقت نه ډک ځواب ډېر خوشحاله شوم ۔دا زما د لالا سره وړومبې ملاقات وو ۔ ما دلالا ليکونه لوستي وو او د هغه تقريرونه مې هم اوريدلي وو خو لالا مې مخامخ ليدلې نه وو ۔
زه د لالا اوږد قد ، سپينې ږيرې، روحاني څهرې او د هغه دومره خوږ او ښکلي انداز يقينا ډېر زيات متاثر کړم۔
د لالا په باره کښې زما ذاتي رائي دا وه، چې هغه هم لکه زمونږ د نورو ليډرانو په څېر دذاتي فائيدې اخيستلو نه ډډه نه کوي د بې نظيربهټو په وخت د امورکشمېر او سرحداتو د وزرات څوکۍ زما په نظر کښې وه۔
بله خبره د لالا د ټول عمر نه بس دغه اېکي ېو موقف،چې د لر او بر افغان د سره ېو شي او د ډيورنډ کرښه دې ړنګه کړے شي۔
لکه زما نور خلق هم د لالا سره په دې خبرو اختلاف رائے کولے شي۔
خو د لالا په نيت او د قام سره د مينې په جذبه هيڅوک هم شک نه شي کولے۔
ماد لالا سره خپله پيژندګلو وکړه او ورته مې دا خبره واضحه کړه چې مونږ ټول عمر په مسافرۍ کښې تير کړو او په عملي سياست کښې چرې موقع په لاس راغلې نه ده خو بيا هم د وطن او قام د غم او فکر نه ځان ژغورلې نه شو ۔او په سفر کښې هم راسره د وطن د ابادئ فکر مل وي۔
ما لالا ته ورياد کړل چې ستاسو سره زما دا وړومبے ملاقات دے خو ستاسو زما په نوم يو ليک راغلې وو کوم چې تاسو څو کاله وړاندې ستاسو د پارټۍ يو کارکن محفوظ جان صېب له ورکړے وو چې په کوم کښې د عالمي کانفرنس په انعقاد او بيا ستاسو د لر او برافغان اود ډيورنډ لائين په حقله د يو سيمينار رابللو خبره او معلومات ورکول وو۔
تاسو په ټوله دنيا کښې ميشت پښتنو ته په دغه سيمنار کښې د ايجنډې په حقله معلومات ورکړي وو۔
لالا ما ته ووئيل چې لائق ستاسو غائيبانه تعارف کړے دے او زه په دې خبره ډېر مطمئين يم چې په بهر دنيا کښې نن سبا پښتانه د وطن او قام په حقله سوچ او فکر لري او د وطن د خوشحالۍ او سوکالۍ د پاره ګټور ګامونه اخلي۔
زمونږ د سيون کلر سټوډيو سره تقريبا درې بجې وخت وو ۔
د لالا سره زمونږ ډېر وخت واوړيدو او د لائق صېب په موبائيل د ټيليفون څو کرته زنګ راغلو او ورته ئې د راتلو د پاره ووئيل ۔
لائق صېب ورته معذرت وکړو او د زر تر زره د راتلو او رسيدو وينا وکړه اخير د لالا نه مونږ په نيمائي کښې*راغلو او د هغه د کتاب هغه مسوده هم هغسې پاتې شوه۔
بيا زه او لائق صېب تقريبا څه د پاسه پنځه بجې ورسيدو ۔ د سټوډيو مالک او پروديوسر اشفاق طورو ، کوربه هدايت الله ګل ا ود دې پروګرام ډائرکټر صېب په انتظار وو۔
د کوربه صحت خراب وو اوشديد زکام او ټوخے ورته لګيدلے وو۔
څه لږه شيبه پس کوربه د لائق زاده صېب انټرويو سر دوباره شروع کړه ۔ د دې نه وړاندې هم د لائق صېب د راروان ټيليوزيوني پروګرام نغمه ګر د پاره انټريوو شوې وه۔
خو لائق صېب په هغه مطمئين نه وو ۔
تقريبا يو ساعت پس د لائق صېب انټرويو خلاصه شوه۔
او بيا زه د ميلمه په څوکۍ کښيناستم خو د کوربه هدايت الله ګل طبيعت ډېر خراب وو۔
د پروګرام نغمه ګر په حواله د پروګرام کوربه محتصر دومره ووئيل چې دا د هغو شاعرانو او د موسيقۍ د استاذانو په باره کښې*يو پروګرام دے چې د چا نغمې ډېرې مشهورې شوې وي.
د هغه شاعرانو نغمې چې په فلم تيليوزيون کښې ئې د خوښۍ ځائے موندلے وي او هغۀ موسيقاران چې د چا د نغمو طرزونه او موسيقي د مقبوليت مقام ته رسيدلې وي.
په نغمه ګر پروګرام کښې به د شاعرانو سره ښاغلې هدايت الله ګل صېب انټرويو کوي او د موسيقارانو سره به ښاغلې لائق زاده لائق صېب په سر او تال خبرې کوي.
د موسيقارانو په حقله خو ما ته څه معلومات نه شته خو زما نه وړاندې چې د کومو شاعرانو سره مرکې شوې دي په هغوئ کښې ډاکټر محمد اعظم اعظم ،ښاغلئ رحمت شاه سائل،ښاغلې لائق زاده لائق، ښاغلې هدايت الله ګل او زما نوم فيروز افريدي نومونه شامل دي.
د ځان په باره کښې خو به دومره ووايم چې زما په دغه کسانو کښې مقام داسې دے لکه د استاذانوپه محفل کښې څوک شاګرد کښېني .البته يو نظم زما د رحيم شاه په اواز کښې مشهور شوے دے او هغه يا قربان نظم دے چې زما په کتاب کښې د "پښتون سندره "په نوم ليکلے شوے نوم لري خو رحيم شاه ورته د "ېا قربان" ټائيټل ورکړے دے کوم چې د افغانستان او پاکستان د دوستۍ په اساس جوړ البم يارانه کښې خوندي دے . دغه شان يو بل نظم "کوهاټ کښې مې زړګے دے په هنګو کښې مې ځيګر دے" هم په ريډيو او عامو خلقو کښې مشهور دے چې د ماسټر رحيم ګل په اواز کښې رېکارډ شوے دے.
البته دا نور نومونه په هر لحاظ ډېر زيات د قدر او احترام وړ دي.
د دوئ نغمې ،غزلې ،او سندرې د پښتو ژبې او ادب په ځولۍ کښې لکه د بيش بها ملغلرو په څېر دي.
زما په انټرويو کښې د هدايت الله ګل طبيعت دومره خراب وو چې کيمره مين او ډائرکټر صېب څو څو ځله د کيمرې ريکارډنګ بند کړو او هغه به بيا ري ټيک شو.
يو خوا د لائيټونو ګرمي وه او په ما خوله روانه وه .بل خوا د بار بار رې ټيک په وجه زما توجه هم بې وزنه غوندې شوه خو څۀ وخت پس ډېر په مشکله زمونږ دغه مرکه سر ته ورسېده.
او مونږ د سټوډيو نه رابهر شو.
په دروازه کښې دوه درې د ډرامو جينکئ(ډرامه ارټسټس) هم ولاړې وې او زمونږ د تلو انتظار ئې کولو چې دا بلاګان لاړ شي او د دوئي کار وشي.
مونږ مسافرو پښتنو ته داسې قسم نندارې څه عجيبه غوندې ښکاري خوما د لائق زاده صېب نه پوښتنه په دې اساس و نکړے شوه چې دا د شو بز خلق دي دوئي له به هم دغه قسم خلق راځي . مليان خو به ورله نه راځي.
ما ته عباسي صېب راياد شو چا ته چې ما د خپل زوئے *بختيار علي امريکې ته په تلو د خپلې خواشينۍ اظهار کړے وو .
ما عباسي صېب ته وئيلي وو چې بختيارهلته په امريکه کښې لوئے لوئے ويښتان پريښي دي او فرنچ کټ ږيره ئې هم راباندې سمه رانغله.
عباسي صېب ووئيل
يا خدايه چهوړو!! وه امريکه گيا هے،بال شال نهين بړهائين گے تو کيا کرين گے؟ وهان کوئى قران پړهنے تهوړا گيا هے؟
استغفرالله ..عباسي صېب ته ما د خپل او د کورودانې د تربيت په حواله يو اوږد ليکچر ورکړو خو هغه زما دا ټول ليکچر او بيا ن هسې د بوسو بادول وبالۀ.
زه او لائق صېب چې کله يونيورسټئ ته رانزدې شو نو ما ورته ووئيل چې اباسين صېب له ورځو .
لائق صېب د شپې په دا وخت د اباسين په کور ورتلل ښۀ ونه ګڼل او راته ئې ووئيل چې پروفيسر جهانزيب نياز لالا ته فون وکړه که هغه وي نو وربه شو.
ما د لالا کور ته د ټيليفون رنګ ووهلو خو هغه ګوشک پورته نه کړو او دغسې مونږ دواړه خپلو کورونو ته لاړو.
په تلو تلو کښې لائق صېب ته ما په دوئيمه ورځ د خېبر ريډيو له خوا د مرکې د پاره د دعوت په حقله هم ووئيل هغه راته ووئيل چې انشاالله زه به هم درسره ځم.
په سبا زمونږ کور ته د خير اباد نه دوه ډېر قدرمن شاعران اديبان راغلل .دا دواړه په ژبه او قام مئين دي او د شعر و ادب د پرمختګ د پاره هر وخت په هلو ځلو کښې بوخت وي.
دا يو کس خو زه له هغه وخت نه پيژنم ،چې ما په سکول کښې*سبق وائيلو .هغه هم داسې چې زمونږ په باړه کښې د هغه په نوم يو شاعر شته چې ټوله ورځ د کبابو کړهي او انګار ته ناست وي خو په تخيل کښې چرته په ګلستان کښې ګرځي.د دۀ نوم ماصل خان انګار دے.او زه لا وړوکے ووم چې په دغه د کبابو په دکان کښې ئې په کړهي باندې سر ټيټ کړے دے او د هغه وخت نه واخله تر دې دمه د شعرونو دبستان ئې پرانستے دے .
زما د وړوکوالي په ورځو کښي چا ما ته وئيلي وو چې اصلي شاعر ماصل خان اتش دے څوک چې په خير اباد کښې وسي .
ستاسو دا انګار د هغه نقلي دے.
زه ځان خوش قسمته ګڼم چې اصلي ماصل خان اتش زما دوست او مشر دے او په خپله درنه څټه زما غوندې غريب الوطن ، کشر او د ادب يو ادنٰى چڼي کور ته راځي او ما ته د خپل ديدن شرف رابخښې.
دا ماصل خان ۶ فټه او دوه انچې قد لرې او نن هم په دا عمر کښې د ډېرو پنځويشت کلنو ځلمو نه زيات چټک او چابک دے..الله پاک ورله ډېر عمر او صحت ورکړه امين
دوېم ملګرے هارون رشيد صېب دے چې قام پرسته او د وطن په حال فکرمند دے.هارون په پښتو او اردو دواړو ژبو کښې ليکل کوي او ما شاالله په لږ عمر کښې ئې په ګن شمير کتابونه او ليکنې مينځ ته راغلي او خپارۀ شوي دي. (دا دواړه شخصيات ما د سيد صابر شاه صابر په وساطت پېژندلي دي).
د هارون او ماصل خان اتش صاحبانو په ما دا هم لوئے احسان دے چې د اجمل خټک بابا غوندې نابغۀ روزګار شخصيت سره ئې زما پيژندګلو کړې ده .
دوئ سره ښه اوږد ګپ روان وو چې د هارون صېب د کتاب
"پشتو ادب کے معمار" خبره مېنځ ته راغله.
دوئ غوښتل چې څو ورځې وروسته د دغه کتاب مخ کتنه وشي او زه ورسره پکښې شريک شم.
ما د دوئ دا دعوت د خپل ځان د پاره درناوے وګڼلو او د دوئ سره په دغه دستوره کښې د ګډون وعده مې هم وکړه.
د ماصل خان اتش او هارون رشيد سره د پښتو ژبي په حواله ډېرې خبرې وشوې.
هارون صېب ووئيل چې په دغه کتاب پسې يو بل کتاب هم چهاپ ته نزدې دے چې په هغه کښې به د پښتونخوا د تير شوو سرکاري افسرانو ،د علمي او ادبي شخصياتو او د جعرافيائي تقسيم او نقشو احوال وي.
دا به يو قسم د حوالې کتاب وي چې خلق به ترې د تحقيق په حقله استفاده کولے شي.
هارون زياته کړه چې "پشتو ادب کے معمار" پسې هم د نورو اديبانو شاعرانو يو بل کتاب هم ليکلے شوے دے او انشاالله چې ستاسو په تعاون به ئې خپور کړم.ما ورته د خپل مکمل تعاون باور ورکړو او د دوئ دا زيار مې وستائيلو.
ماصل خان اتش صېب ووئيل چې انشاالله چې کله دغه د مخ کتنې تاريخ فائينل کړو نو تاسو پسې به يو ځل بيا راشم..ما ورته ووئيل چې خدائے مو هر وخت راواله خو د مخ کتنې د پاره ستاسو په ټيليفون يادګيرنه به هم کافي وي او انشاالله چې زه به ضرور درځم.ما ورته زمونږ د ادبي ټولنې يو بل مسافر شاعر وزير بادشاه جانان صېب ذکر هم اوکړو چې هغه هم راوغواړئ انشاالله چې زه به هغه د ځان سره راولم.
دوئ د مازيګر په وخت زما نه رخصت شول او ما حاجي شير اکبر صېب ته ټيليفون وکړو چې زه اوزګار يم که تاسو سره وخت وي چې لږ چکر ووهو.
هغه راته د ما ښام اووه بجې د تيارېدو ووئيل چې انشالله بهر به ګرځو ځان تيار کړه.
لږه شيبه پس زمونږ يو ډېر خوږ ملګرې ميجر ريټائرډ طارق محمود صېب په خپله سوزکي ډبه کښې راورسېدو.
لږه شيبه پس زمونږ يو ډېر خوږ ملګرې ميجر ريټائرډ طارق محمود صېب په خپله سوزکي ډبه کښې راورسيدو.
طارق محمود صېب سره زما پيژندګلو د ورلډ پښتون فاونډېشن په وساطت شوې وه.
هر کله چې ۲۰۰۱ کښې مونږ د فاونډېشن غړي شو نو ميجر طارق محمود د پېښور د چيپټر مشر وټاکلے شو.
ډاکټر زاهد ايوب په امريکه کښې مرکزي صدر شو.
او داکټر کمال خان نائيب صدر شو.بيا وروستو زاهد ايوب صېب استعفٰى ورکړه.کمال خان صدر شو.عمر خان داوړ جنرل سيکرټري جوړ شو.
په ۲۰۰۴ کښې زه د ورلډ پښتون فاونډيشن صدر وټاکلے شوم او د پېښور د مشرانو سره مو د خېبر يونين په هال کښې د اسلاميه کاج اولډ بوائز د پاره جوړ دفتر کښې ملاقاتونه هم وشول.
هلته ميجر صېب طارق زه د ټولو ملګرو سره متعارف کړے ووم او د غرمې ډوډئ ئې راباندې هم خوړلې وه.
هم په دغه موقع زما د پروفېسر اباسين يوسفزي صېب سره ملاقات شوے وو
ميجر صېب ته چې کوم فنډز د تعليمي پروژو د پاره د فاونډېشن اوورسيز ملګرو راليږلې وو، هغه ئې ډېر په ايماندارئ سره صرف کړي وو او تر اوسه پورې ورسره چې کوم فنډ پاتې دے، ورسره امانت پروت دے او هر کال ئې زما مخې ته ږدي.
ما ورته ليکلي ورکړي دي چې چرته مناسب سکول کالج ته ئې ورکړه يا اسلاميه کالج ته ئې په چنده کښې ورکړه.خو د ميجر صېب زړه مطمئن نه دے نو ځکه فنډ تر اوسه ورسره امانت پروت دے. (دا فنډ اوس تقسيم شوے دے).
زه وائيم چې الله پاک دې ميجر طارق محمود غوندې پښتانه نور هم زيات کړي، چې د ملک او قوم په برخه د ښو خلقو تعداد زيات شي.
ميجر صېب راته ووئيل چې د ګدون قبيلې مشهور مشر حاجي اجون خان جدون کتاب چهاپ شوے دے او دلته تاسو سره نزدې په تاج اباد کښې وسيږي نو که ستا خوښه وي چې هغه له ورشو؟
کتابونه به ترې راوخلو او د يو تاريخ ساز مشر سره به ستا ملاقات هم وشي.
زه د مشرانو په مجلس کښې ناسته ډېر په مينه کووم.
ما فوراً ځان تيار کړو او د ميجر صېب په سوزکي ډبه کښې د اجون خان جدون ځائے ته لاړو.
ملک اجون خان جدون د شپږ اتيا کالو چابک مشر په مخ چې زما نظر پريواته ،نو يو مسحور کن غوندي احساس مې په زړه کښې راوپاريدو.
ډېر د رعب داب ښکلي کړۀ وړۀ او نورانې څهرې انسان دے لله پاک داسې مشرانو ته د صحت او ايمان سره ډېر عمر ورکړه .
اجون خان جدون په نولس سوه دوه شپيتم کال عسوي ۱۹۶۲ کښې د مغربي پاکستان د اسمبلۍ غړے پاتې شوے وو او د ايوب خان مرحوم سره ئې پخه دوستي وه.
اجون خان جدون د خپل وطن علاقه ګدون د پاره ډېر کار کړے دے
حاجي اجون خان جدون خپل نوي چهاپ شوې د اردو او پښتو کتابونه راپيرزو کړل او د قومي ډائيجسټ يو څو کاپيانې ئې هم راکړې په کومو کښې چې د هغه د کتاب سلسله وار قېصه ميا شت په مياشت خپرېدله.
زما ملاقات د حاجي اجون خان جدون سره يقينا چې ډېر ګټور وو.
ما او ميجر صېب د حاجي اجون خان جدون سره چائے بسکټ وکړل او بيا زمونږ کور ته راستانۀ شو.
ميجر صېب سره تقريباً يو ساعت ناستي نه وروستو حاجي شير اکبر صېب هم راغلو
د حاجي صېب شېر اکبر به درته څه ووائيم؟
يو اعلي تعليم يافته د پنځوسو کالو ځوان خو د څوارلسمې صدۍ سوچې پښتون ښکاري.
هر وخت په سر ټوپۍ او ترخ کښي ئې د نري رخت څادر نيولے وي.
مناسب قد نرۍ جماعتي سائز ږيره ،ښکلے جوسه د مينې محبت يو کامله مجسمه ده.
دومره ريشتونے چې چا سره ئې د بېنک د نوکرۍ نه پريښودو پس ته د پراپرټۍ کاروبار په شريکه شروع کړے وو هغه د ځان نه په دې تهمت بېل کړو چې وروره په دې کاروبار کښې چې رشتيا وائې نو لږه موده پس به د سپين جماعت په خوا کښې کښې دواړه، په ريړه کښې، سبزي خرڅوو.
حاجي صېب ئې بېل کړو او نن دواړه بېل بېل کار کوي.
د حاجي صېب د شراکتي ډلې هغه ملګري ما ته قيصه کوله چې يوه ورځ راته يو سړي ووئيل چې دا کور راته خرڅ کړه.
ما چې کله کور وکتلو نو هغه ته ما ووئيل چې ته بيغمه شه زه به درله کور خرڅ کړم خو که يوه روپۍ نيمه ستا په دغه د اتويشتو لاکهو بېعه شوي کور کښې مونږ ځان د پاره د پاسه کېښوله، چې بيا خفه نه ئې.
ځکه چې مونږ هم بچو له مزدوري کوو.
د کور مالک رضا شو.
څو ورځې پس مونږ کور په ۳۳ درې ديرش لاکهه خرڅ کړو.
چې کله مو پيسې واخيستې او اخيستونکي ته مو د پټواري دفتر ته د راتلو او د سټامپ د ليکلو او رجسټري کولو د پاره ووئيل ،نو ما او دغه د کور خرڅونکې لفافه په ترخ کښې په رکشه کښې کښېناستو. زړۀ کښې مې سوچ وکړو چې د پينځه لاکهه به څنګه ترې بيلې کړم؟
ما په لاره کښې دا کوشش کولو چې دا ۵ پينځه لاکهه روپۍ په څه طريقه ترې بيلې کړم او خرڅونکې ته به اتويشت لاکهه ورکړم.
په دې کشمکش کښې زه دغه ملګري وليدم او ما ته ئې ووئيل چې دا پېسې د لفافې نه ولې بيلوې؟
ما ورته ووئيل چې ستا د اتويشتو لاکهو سره کار دے درته به ئې درکړم نور ته ولې فکر کوې؟
هغه ووئيل چې ولې دا نورې پيسې؟
ما ورته ووئيل چې ګوره تا ما ته د اتويشتو لاکهو بېعه کړې وه او تا له زه پوره رقم درکوم نور ستا څه کار دے چې ما دا کور په څو خرڅ کړے دے؟
چې کله دا خبره هغه واورېدله نو يوه کريکه ئې وباسله او د روانې رکشې نه ئې پښې ښکته کړې چې دومره زياتې پيسې تا زما په کور واخستې ؟
والله که ئې هډو خرڅ کړم او په مخه روان شو.
نو حاجي شېر اکبر صېب د دې ګوټالو نه وو نو په مخه ئې بيل کړو دا بيله خبره ده چې حاجي شير اکبر له خدائے تعالٰى په خپل صداقت کښې پراخ رزق رسوي.
حاجي صېب زه د يونيورسټۍ په روډ جوړ يو سلور ډريګون ريستوران ته ورسولم او د سپيشل تهائ سوپ ارډر ئې ورکړو.
ما په زړۀ کښې دا فکر کوو چې پښتون قوم د وطن کشالو او لانجو له کبله بيخي غرئيز پاتې شوے دے او هيڅ سوشل سرګرمي نه لري.
خو نن چې زه دغه ريستورانونو کښې ناست خلقو ته ګورم نو بيا مې د زړۀ ته تسلي وشي .
دا بيله خبره ده چې دغه رقم ريستورانونو ته هغه نوکر پيشه خلق راځي چې د بل په جيب ګېډه ډکوي.
ما د حاجي صېب په ډېر اصرار دغه بلنه قبوله کړه.او د فنګر فيش سره سره مې دغه تهائ سوپ وڅکولو چې پکښې د خېره سره جينګه هم وه.
دا بيله خبره ده چې په دويشت کاله مسافرۍ کښې جينګه خوړل زما ذهن ونۀ منل.
زه لا د حاجي صېب سره ناست ووم چې د بي لالا ټيليفون راغلو.
وئيل هلکه افريديه څنګه ئې؟
ما ورسره ګړه بړه وکړل او د ليدو خواست مې هم ورته وکړو.
بي لالا وعده وکړه خو زما د رخصتۍ تر اخري ورځ پورې ښکاره نه شو. (بي لالا نن سبا زما سره په قطر کښې دے).
په رېسټورنټ کښې حاجي صېب شير اکبر د تهائي سوپ نه پس چيکن کورن سوب هم راوغوښتو .زما په خيال شير اکبر حاجي ته دغه تهائي سوب څه خاص خوند نه وو ورکړے نو ځکه ئي يوه بله غټه ډونګه د روايتي چکن سوپ راوغوښته چې يقيناً په ما او شير اکبر حاجي دا خوړل لږ زيات هم شول.
چې د ريسټورټ نه بهر راووتو نو ډېر ښائسته باران شروع وو.
د پاکستان د موسمونو ښکلا په نوره ټوله دنيا کښې نۀ ليدل کيږي.
په اوړي کښې باران، خوندور پسرلې،خزان ،ژمے ،اوړے او تاودې سړې هواګانې به تاسو ته په ټول کال کښې څو څو ځله مخې ته رادرومي.
افسوس دا دے چې دغه موسمونو ته زمونږ هغسې تيارے نۀ وي نو کله کله دغه خواږه وختونه سړي ته د مشکلاتو او ستونزو سبب شي.
د شپې ناوخت زه حاجي صېب کور ته ورسولم.او په کور کښې د کوزيدو سره سم مې سبا له د خېبر ريډيوسره د مرکې د پاره د لائق زاده صېب سره تماس ونيوو.
سبا تقريبا لس بجې مونږ دواړه د کور نه روان شو.څه وخت پس جمرود ته ورسيدو.
ګورنمڼت هائي سکول جمرود ته مخامخ جوړ يو مارکيټ نه مو د باړې او جمرود يو متحرک او ملنګ شاعر رياض افريدي هم راوچت کړو.د رياض سره غائيبانه تعارف خو زما وو ولې مخامخ مو سره ليدل کتل نه وو شوي.
رياض افريدي ته لائيق صېب د مخکښې نه ټيليفون کړے وو.
هغه زما په ليدو ډېر خوشحاله شو.
او مونږ درې واړه په تحصيل جمرود کښې جوړ ايف ايم ريډيو خيبر ته روان شو.
هلته مو د طيب افريدي،او زما کليوال سيد نذري افريدي پرته دوه نورو پروډيوسرانو سره هم ليدل وشول.
د لائيق په ليدو هغوئ نور هم زيات خوشحاله شو.
ځکه چې لائق زاده د دوئي سنئير او استاذ وو.
څه شيبه مو ګپ ښۀ ګرم کړو.بيا زه د يو اناؤنسر لحاظ احمد سره سټوډيو ته ننوتم
حکومت پاکستان دا ريډيو سټيشن د رائے عامه سمولو په خاطر جوړ کړے دے ځکه چې د پښتنو په سيمه کښې نن چې کومې ستونځې کشالې او مشکلات دي هغه به يقينا چې په تاريخي پاڼو کښې تل څرګند وي . خدائے دې وکړي چې په دا سيمه امن راشي.
د حکومت دا کوشش په خپل ځائے صحيح دے خو نن د ميډيا دور دے او نورې مستندو رسنو او خبريالو ادارو ته د خلکو ښه په اسانه رسېدل ممکن شوي دي .نو په دغه سوب نن سبا خلق ډېر هوښيار دي او د حکومتونو په غلطو پاليسواو انتظامي کمزوروښه خبر دي.لهذاداسې قسم ريډيو ته څوک ډېر غوږ نه نيسي.البته بيا هم د د غه ريډيو سټيشنونو يو خاص اوريدونکي وي چې زياتره نن سبا د دوئ سره په ټيليفوني مرکو او فرمائيشونو ځان مصروف ساتي.
د ريډيو مرکې نه وروستو مونږ يو ځل بيا د پېښور په لوري روان شو.
په جمرود کښې د سکول سره نزدي مارکيټ کښې مو يو ځل بيا د رياض افريدي نه شوملې وڅښلې.او د هغه نه مو رخصت واخستو.
رياض لکه د سوچې پښتنو ډېر خوږ ،مهمان نواز، او محنتي پښتون دے.
د رياض په کلام کښې پختګي ده.شعر ئې په ادبي معيار پوره او په لغوي تراکيبو او شعري محاسنو مزين وي.
د خېبر د شاعرانو يو خپل رنګ دے،چې د رياض په کلام کې هم ليدلے شي.
ما او لائق زاده صېب د راستنيدو نه پس پښتو اکيډمئ ته لاړو.د ورتلو نه مخکښي مو د اکيډمۍ د محترمې ډائرکټرې صاحبې سره په ټيلفون تماس ونيوو چې که د هغې اجازت وي نو مونږ به يو څو شيبو له د ملاقات د پاره ورشو.
د چهټۍ وخت وو خو محترمې ډائرکټرې صاحبې راته په روڼ تندي د ملاقات وخت راکړو.
مونږ د هغوئ دفتر ته ځان ورسوو او د چائيو بسکټو توا
د نور کله په شان دا ځل هم زۀ دکليزې رخصتۍ تېرولو دپاره د خپل وطن په ګلدرو کښې په دوېم مارچ ٢٠٠٩ء موجود ووم. د شپې په يوولس نيمې بجې د قطر په وخت زۀ د پي آئے اے په الوتکه کښې د خوږ وطن په لوري په الوت شوم.
د راتګ نه وړاندې ډېرو ملګرو راته ويړيا مشورې راکړې چې دا خپله رخصتي چرته په اروپائي يا مشرق بعيد هېوادونو کښې تېره کړه ځکه چې د وطن حالات سم نۀ دي. او هسې نه چې بيا دې ونۀ وينو. ما ورته ووئيل چې زما په وطن پښتونخوا کښې دوه نيم ميلئنه پښتانۀ په دغه ناسم حالات کښې اوسيږي نو زما ذات د هغوئ نه ښۀ نۀ دے. زما مجبوري دا ده چې د کال په اخر کښې زما طبيعت د وطن ته د تللو دپاره چمتو شي. او ټک کار رانه نۀ کيږي. نو چې يولس مياشتې پوره شي خپل څادر په اوږه راوچوم او خپلې کورودانې ته اووايم چې برقع راواخله بس نور دلته نۀ ايساريږو. وطن کښې يوه يوه نيمه مياشت رخصتي مونږ ته د نوي کال دپاره يو قسم قوت راکوي او يو ځل د يوولسو مياشتو کار دپاره په پردي هېواد کښې د محنت مزدورۍ د مشقت دپاره پستنه خپلو خپلو کارونو ته لاړ شو. ځانونه تروتازه کړو. په دغه غېر حاضرۍ کښې درنې ادبي څټې او خپل خپلوان هم د بلې دنيا په سفر روان شي، او کال مخکښې چې د چا سره مو څو لحظې په خندا خوشحالۍ تېرې کړې وي هغه بيا په نوي کال راتلو کښې زمونږ په وړاندې په نظر نه رادرومي. او په زړۀ کښې مو د جدايۍ يو داغ جوړ شي. تېر کال د ماجد سرحدي مرحوم، سيد رسول ناڅاپه مرحوم او لږ ترې وړاندې د خاطر غزنوي مرحوم سره ليدل کتل شوي وو.
هغوئ نن نشته، سږ کال د پروفېسر پرېشان خټک نه محرومه شو، څو مياشتې اګاهو د پښتو اردو درانۀ ليکوالان په اخري سفر لاړل. هم دغه شان اصغر لالا، اجمل منصور او بيا نامتو ليکوال اقبال بابو هم د دغه دنيا نه سترګې پټې کړې.
د دې نه پرته د پسرلي په دغه ورځو شپو کښې په وطن کښې د ودونو ا ادبي دستورو لړه هم روانه وي. او دغه شان د ملګرو سره ليدل کتل کيږي.
نور کله به په رحمان بابا لوئے لوئے دستورې ترسره کېدلې خو دا ځل د بدامنۍ له کبله د رحمان بابا دستوره هم ونکړے شوه. او د ټل ادبي چمن ملګرو له خوا د پښتو عالمي کنونشن دستوره هم وځنډولے شوه. د کومې په حقله چې تېر کال پروفېسر اسير منګل په قطر کښې د ملګرو سره په زور شور د کولو وعده کړې وه خو د بده مرغه د بدامنۍ له وجې دا دستوره هم ونکړے شوه. او زۀ چې داسې دستورې د پښتون قام او ژبې دپاره لويه ګټه ګڼم او د اديبانو او شاعرانو دپاره د تحريک يوه ذريعه ګڼم او کوشش کوم چې ځان ورته ورسوم، نه هم محرومه پاتې شوم.
د دوېم، درېم، څلورم او پنځم مارچ ورځې شپې ما د خپلو عزيزانو سره کور دننه تېرې کړې. بيا مې ښاغلي اباسين يوسفزے صېب ته د خپل راتګ خبر ورکړو. هغوئ راسره د ليدلو کتول وخت وټاکلو.
حاجي صېب شېراکبر خو په دوېمه ورځ راسره ليدل کړي وو. هغه خو زۀ د خپل مشر ورور په شان ګڼم ځکه د راتلو نه وړاندې مې د قطر نه خبر کړے وو. د هغۀ دومره احسانونه په ما دي چې زۀ ئې په خپل ژوند کښې نشم خلاصولے.
هغه په هره دوېمه، درېمه ورځ ما ته پخپله قطر ته ټيليفونونه کوي او زما د خېر خېريت پوښتنه کوي.
زۀ ورته په بدل کښې د زړۀ د اخلاصه دعا کولے شم نور د هغۀ د احسانونو بدل نشم خلاصولے.
په اباسين صېب پسې مې بيا لائق زاده لائق صېب خبر کړو هغه د هارون شينواري صېب سره زما غريب خانې ته تشريف راوړو، او نوي تازه مو سره ووئيلې.
په اووم تاريخ د مارچ ٢٠٠٩ء راته اباسين صېب د سيند په غاړه د سپوږمۍ د راختلو او نمر پرېوتلو منظر ليدلو دپاره يوولسم مارچ تاريخ د ياد ساتلو ووئيل چې په دغه ورځ به د خېشکو سره په لنډي سيند کښې دغه شپه تېروو. د دغه شپې ذکر ما مخکښې ښۀ په تفصيل سره کړے دے.
په دغه دوران کښې زما ملګري هم زما ستړي مۀ شي له راغلل چې په هغوئ کښې سيد صابر شاه صابر، حاجي ګلزار خان، څوک چې د قطر ملګرے او د ادبي سرګرمو سرپرست دے هم راغلل.
هم دغه شان يو دوه ورځې پس د حاجي صېب ګلزار خان په باغ، يوسف باغ کښې د حاجي صېب شېراکبر له خوا د مهيانو ډش کښې زۀ، وزير بادشاه جانان، حاجي مکرم خان، مسافر خان هلال خېل، سيد صابر شاه صابر، امت بنګش او حاجي صېب افضل خان هم راجمع شول، او د خوند رنګ ورځ مو تېره کړه.
د دې ډوډۍ وخت دوه ورځې مخکښې مونږ د حاجي ګلزار په کور کښې ټاکلے وو. چې په هغه ورځ حاجي صېب ګلزار صېب په ډېره مينه په رنګ روډ جوړ يو اټالوي طرز ريستوران ليقي ډيونټر ته ځان سره روان کړو. او هغه ډوډۍ مو وخوړه.
په ١١ مارچ زۀ او اباسين صېب خېشکو ته لاړو او د سپوږمۍ د راختلو او نمر پرېوتلو ننداره مو وکړه او د سيند په غاړه د سېل دپاره جوړو جونګړو کښې مو د موسيقۍ د سرونو او د فياض خان د خوږ اواز د ترنم خوند واخستو.
د لنډي سيند په غاړه يو شپه ١١ مارچ ٢٠٠٩ء:
د سپوږمۍ د نندارو په حقله ډېرو شاعرانو ښائسته شعرونه ليکلي او په اردو کښې خو ګڼ شمېر سندرې د دغې شپې دسپيځلې حسن او ښکلا يو سحر انګيز منظر کشي کوي.
جب جگ سوئے ہم جاگیں
تاروں سے کریں باتیں
چاندنى راتیں
چودهو یں کا چاند هو تم يا افتاب هو
جو بهي هو خدا کي قسم لاجواب هو
په پښتو کښې يوه سندره چې
سپينې سپوږمۍ وايه اشنا به چرته وينه ګونګۍ شې ولے
ګونګۍ شې ولے نه وائې حالونه.
او بيا په ګڼ شمير ټپې مصرعې او غاړې د سپوږمۍ په ښائست او ښکلا وئيلې شوې دي او د پښتون کلتور او ادب جوثه ئې د سپوږمۍ په رعنائيو او پلوشو روښانه کړې ده.
څو ورځې وړاندې يو نامتو ملګري ، ستر شاعر پروفېسر اباسين يوسفزي صېب د سپوږمۍ د راختلو او هم په دغۀ وخت د نمر د ډوبيدو منظر ليدلو د پاره د سيند غاړې ته راوبللم.
د دغه منظر ليدلو د پاره د فطرت ښکلا پرستو د ۱۱ مارچ ورځ خوښه کړې وه.
دا سپوږمۍ چې په دې بام راښکاره کيږي
لېوني به په دې کلي کښې راډېر شي
سپوږمۍ راکوزه شه چې ښکل دې کړمه
لکه تصوير د خپل جانان شوې راته
ما ورته امبارکي ورکړه او ورته مې ووئيل چې بې شکه تۀ يو قابل، ذهين او تعليم يافته ځوان ئې. او انشاء الله چې که ستا دغه محنت جاري وي نو نورې ډېرې کاميابۍ به ستا په ژوند کښې راشي.
د هغۀ نه مو رخصت واخستو او مونږ ترې راروان شو. اباسين صېب زۀ خپل کور کښې کوز کړم او هغه خپل کور ته روان شو.
کتاب روښانه سباؤن:
د ګران ملګري دلاور خان لېوني په مرسته د سروزو ادبي جرګې د غړو کتاب شعري تذکرې "روښانه سباؤن" مسوده مې د ګران اباسين يوسفزي صېب په مشوره ګران ملګري آدم خان ته د کمپوزنګ دپاره وسپارله. څو ورځې پس هغوئ د کتاب کمپوزنګ خلاص کړو. او د ښاغلي لائق زاده لائق په مشوره مې کتاب ضياء پرنټنګ پرېس له ورکړو. چې شل پنځويشت ورځې پس ئې کتاب چاپ کړو. دغه کتاب زما حوصله زياته کړه او د سږني کال دا رپورتاژ مې هم وليکلو او انشاء الله چې په څو ورځو کښې به دا هم په کتابي شکل کښې چاپ شي.
د پېښور ادبي جرګه رجسټرډ ١٢ اپرېل ٢٠٠٩ء انتخابات او مشاعره:
په دغه دوران کښې زۀ د پېښور ادبي جرګې رجسټرډ په دعوت د ګران ملګري دلاور خان وقار صېب حجرې ته لاړم. دلاور خان وقار د دغه جرګې په مشرانو کښې دے.
تېر کال هم دوئ زما په اعزاز کښې ډوډۍ او دوه کاله وړاندې په خپله حجره کښې مشاعره رابللې وه.
سږ کال ما سره د هغۀ ملاقات په اولنۍ ورځو کښې وشو.او بيا راته هغوئ په خپله حجره کښې د جرګې د انتخاباتو او ازادې مشاعرې وېنا وکړه.
مونږ په مقرره وخت د وقار صېب حجرې ته ورسېدو.
د دلاور وقار په حجره کښې مو د ښاغلي اظهار الله اظهر، نسيم خان نسيم، سلطان محمد صېب، سفير الله ناشاد صېب، اختر حسېن ننګيال او ګڼ شمېر اديبانو او شاعرانو سره ملاقاتونه وشول.
د غونډې اغاز د تلاوت کلام پاک نه وشو. ورپسې دلاور خان وقار صېب د پېښور ادبي جرګې په اغراضو مقاصدو رڼا واچوله. او د انتخاباتو په حقله ئې خبرې وکړې. په دې موقع هغه بې له څۀ مشورې زما نوم د جرګې د صدارت دپاره وړاندې کړو.
ما ډېر زيات معذرت وړاندې کړو او زياته مو کړه چې زۀ په خپل وطن کښې ميشت نۀ يم او په دا کار به جرګې ته زيان ورسيږي. هغۀ ووئيل چې نسيم خان نسيم به ستا کارونه کوي تۀ بس د صدارت دپاره غاړه کېږده.
د ټولو ملګرو نه مشوره واخستل شوه، دوو مشرانو کسانو زما د دليل سره اتفاق وکړ، باقي ټولو ووئيل چې تاسو يعنې زۀ د صدارت دپاره موزون يم. او بايد چې د ملګرو د خواهش احترام وکړم. په ناخولۍ مې د ملګرو د خلوص او مينې ډک دا وړانديز قبول کړو. او دغه شان زۀ د پېښور پښتو ادبي جرګې (رجسټرډ) صدر وټاکلے شوم. وروستو بيا ازاده مشاعره وشوه. او چائيو بسکټو سره د مېلمنو تواضع وشوه.
په دغه موقع ما د ملګرو سره د جرګې په مستقبل خبرې هم وکړې. او د يوې درې مياشتيزې مجلې اعلان مې هم وکړو.
دستار مجله:
ياده دې وي چې د دې نه وړاندې هم مونږ د پښتو دوه مياشتيزه مجله د دستار انټرنېشنل په نامه د پېښور نه څۀ کم درې کاله پرله پسې خپاره کړه.
متسفانه چې دغه مجله اوس د څۀ وجوهاتو له کبله بنده شوې ده. ګنې زمونږ ګران ملګري او د پښتو مينه وال حاجي ګلزار خان تر اخره حده کوشش وکړو چې مجله دستار دې خپريږي. خو د بده شامته د مديرانو په خپل مېنځ کښې د مخالفت او زما د دې مجلې نه ځان مبرا کول د دې مجلې په بندولو کښې خنډ پېدا کړو.
دستار مجله ولې بنده شوه؟ دا يوه اوږده قيصه ده زۀ به خپل اند په دې ټکو کښې څرګند کړم چې په مجله کښې د ښو ليکوالو برخه کمه ده. مجله د ادب او ژبې د پرمختګ دپاره په ډېر روغ نېت د قطر ادبي ملګرو په خوښه خپرېدله خو بيا دغه روغ نېت او نېک مقصد نه ذاتي تشهير او د خپلې نامې سره د وزن زياتولو هڅې روانې شوې.
بل د مجلې مدير د پښتونخوا د ډېر ناموړو اديبانو شاعرانو په خپل وخت سپکاوے کړے وو. نو چې د چا سره به مو ملاقات کېدلو. نو ډډه، ترهه به ئې کوله او په کنايو، اشارو کښې به ئې ګيله کوله. د مجلې مدير که هر څو چټک او تر خپل علمي استعداد پورې باخبره وو ولې بيا هم د هغۀ نه به کله کله داسې حرکتونه وشول چې په هغې به زمونږ اديبان شاعران خفه شول. او مونږ به د ډاډ او حوصلې په ځائے شرمندګي محسوس کړه.
زمونږ مقصد چې کوم د ژبې، ادب خدمت کول وو، هغه مدير صېب په خپل انداز کښې روان ساتلي وو خو د هغۀ ذاتي مخالفتونو زمونږ غېر جانبداره حېثيت برقرار ونۀ ساتلے شو. په دغه سبب زۀ د مجلې د کارکردګۍ نه په وړومبي کال ناخوښ ووم. خو د ګران مشر اجمل بابا او داسې نورو کسانو د پرله پسې نصيحتونو له کبله ما د بندولو دا تريخ ګوټ نشو تېرولے.
او اخر ما خپل ځان ترې راټول کړو. حالانکې ګران ملګري حاجي ګلزار خان به څو کرته ما ته وئيلي وي چې تۀ مونږ نه ځان مۀ جدا کوه. او د مجلې خرڅه به زۀ ځان له په يواځې ځان پرې کوم. ولې زما طبيعت پرې راس نۀ راتلو.
نو په دغه مجله بندېدو يقيناً چې زۀ خفه نۀ يم. او که خدائے تعالٰى ته منظوره وه نو د دغې مجلې په بدل کښې به زۀ يوه نوې مجله د پېښور پښتو ادبي جرګې له اړخه شروع کوم.
دغه خبرې ما د جرګې سرپرست اعلٰى ډاکټر هدايت الله نعيم صېب ته هم وکړې. څوک چې په خپل دروند ځان د امبارکۍ دپاره د خپل ملګري پروفېسر عبدالودود صېب سره زما غريب خانې له تشريف راوړے وو. چې زۀ ئې د احسان لاندې کړم.
د اباسين ارټس کونسل غونډه ١٦ اپرېل ٢٠٠٩ء:
کومه خبره چې دروند ملګري او د اباسين آرټس کونس سېکرټري ناموړي کالم نګار پخوانے ډپټي کنټرولر ريډيو پاکستان پېښور ښاغلي مشتاق شباب صېب د يوې غونډې د رابللو کړې وه. د هغې تاريخ دوئ په ١٦ اپرېل ٢٠٠٩ء ټاکلے وو. دا غونډه زما په ژوند کښې د ډېر اهميت وړ ده.
دا غونډه د اباسين آرټس کونسل ملګرو د ګران مشر پروفېسر پُردل خان خټک په اعزاز کښې رابللې وه.
د دې غونډې صدر ښاغلے ډاکټر محمد اعظم اعظم صېب وو. او د مشر مېلمه څوکۍ ئې ما ته راسپارلې وه. دوئ په خپله دعوت نامه کښې هم زما نامه د مهمان خصوصي په توګه شامله کړې وه. چې د ټولو نه زيات تکليف پرې سيد صابر شاه صابر صېب ته رسېدلے وو.
زۀ نۀ پوهېږم چې صابر شاه سره زما روغه جوړه هم شوې ده. هغه بيا هم زما درناوے نشي زغملے. ما چې کله د هغۀ نه تپوس وکړو چې زما د نامې سره سرپرست پاک پښتو ادبي ټولنه قطر ليکلي شوي وو. او دا هر چا ته معلومه ده چې د پاک پښتو ادبي ټولنې قطر سره زما او زما د ملګرو څومره تعلق پاتې شوے دے. نو بيا نۀ پوهېږم چې صابر شاه صېب ته چا وئيلي وو چې فېروز د ځان سره سرپرست ولې ليکلي دي؟ حالانکې بيا وروستو ما د ملګرو سره دا خبره زير بحث هم راوسته او هغوئ د دلاور خان لېوني په خُله ماته خپل تاثرات راورسول. زۀ ډېر په خواشينۍ سره د دې خبرې څرګندونه کوم چې د تېرو پنځويشتو کالو راسې پښتانۀ اديبان شاعران ملګري د پښتو ژبې او ادب سره بې لالچه بې غرضه او بې لوثه مينه لري. او د ټولنې سره ډېر مخلص دي، خو د بده شامته زمونږ څۀ ملګري چې په پاکستان کښې دي او د ټولنې سره ئې تعلق هم نشته. زمونږ په مېنځ کښې د نفاق اور خوروي او په خپلو کښې مو بيلوي.
حالانکې د دغه ملګرو سره لا مونږ هيڅ زياتے نۀ دے کړے. او که دا ووايم چې د دوئ د استعداد او قابليت نه زيات مو ورسره ښېګړې کړې دي، خو بيا هم د دوئ نه زمونږ دغه د پښتو ادب او ژبې خدمت نۀ هضم کيږي.
په دغه غونډه کښې د اردودانو ملګرو نه علاوه پروفېسر پرېشان خټک صېب به نفسِ نفيس ناست وو. او ما سره ئې د قطر په ملګرو ډېر وخت خبرې وکړې. هغوئ دومره تر و تازه ښکارېدل چې زما په وهم او ګمان کښې هم نۀ وو چې ګنې دوه ورځې پس به دغه عظيمه هستي د دې فاني دنيا نه رخصتيږي.
پرېشان خټک صېب د قاضي محمد اصغر صدر پاک يوتهـ سوسائټي قطر او سفير پاکستان محمد اصغر افريدي په حقله هم تپوسونه وکړل. بيا زما سره ئې په پشتون کون او د علم ګدر باړې په علمي او تاريخي هويت خبرې وکړې.
٢٢ کاله اګاهو مونږ پرېشان خټک قطر ته رابللے وو. په هغه موضوع مو خبرې وکړې. بيا څو کاله وړاندې چې کله پرېشان خټک صېب د اکادمي ادبيات اسلام آباد پاکستان چيئرمېن وو، مونږ باړې ته د يو سکول د يوم والدين په سلسله کښې رابللے وو. په هغه ځائے کښې د افريدي قام مشران هم رابللې شوي وو. چې په هغوئ کښې جدران منتظر، ځاځئ حاجي، او حاجي عبدالودود صېب هم وو. په هغه موقع پرېشان خټک صېب د کرک په سوچه خټک والا لهجه کښې تقرير کړے وو. او د علم ګدر باړې په حقله مو په اول ځل د دوئ د خلې واورېدل چې زۀ کله تازه تازه استاذ شوم نو دغه مخامخ د اوبو ګدر ته به راتلم، دلته د مغلو د زمانې نه هم وړاندې يو علمي پوهنتون وو. په دغه سبب دغه علاقې ته علم ګدر وئيلے شي. هغۀ زياته کړه چې د اورنګزېب عالمګير په وخت کښې د مولانا رومي صېب د قلمي نسخو تلاش کېدلو. نو د ډېر تلاش نه پس دوئ يوه نسخه په ايران کښې دوه په هند کښې او پنځه نسخې په دغه علم ګدر کښې موندلې دي. ما په زړۀ کښې ووئيل چې نن هم په دغه ځائے کښې خلق کُدالې په لاس ګرځي او د زمکې نه بتان او د هغه وخت سکې او اثار قديمه راوباسي.
په دغه غونډه کښې زۀ، اعظم صېب، د موجوده حکومت ايم پي اے منور سلطانه، ښاغلے عبدالروف روهيله، پروفېسر پرېشان خټک صېب او محترم پردل خټک صېب په پريزډيم کښې ناست وو. او لاندې هال "خانه فرهنګ ايران" کښې نور ملګري ناست وو.
په پردل خټک صېب، اسماعيل اعوان صېب، سيد صابر شاه صابر صېب، راقم الحروف، منور سلطانه صاحبه، عبدالروف روهيله صېب، پروفېسر پرېشان خان خټک صېب، ډاکټر اعظم اعظم صېب او د مشاعرې ناظم ښاغلي پروفېسر ناصر علي سيد صېب د خپلو خيالاتو اظهار وکړو. په دغه موقع ژوره مقاله سيد صابر شاه صابر وړاندې کړه. چې هغه بقول د ډاکټر اعظم اعظم د پردل خټک صېب نه زياته په پروفېسر پرېشان صېب مرحوم وه. اعظم صېب د اسماعيل اعوان مقاله خوښه کړه. چې په اردو هندو کښې ئې په پردل خټک ډېر په شګفته انداز کښې تحرير کړې وه.
پروفېسر پرېشان خټک صېب په خپلو خبرو کښې دا انکشاف وکړو
چې د ابتدائي تعليم نه واخله زما تر تخلصه پرېشان پورې او بيا زما په ژوند کښې د پرله پسې کاميابو شا ته چې د چا لاس دے هغه زما مشر ورور پردل خټک صېب دے. هغۀ ووئيل چې په ژوند کښې د وائس چانسلرۍ نه واخله تر اعزازي ډي ليټ ډګرۍ او بيا د دوو پنځوس ملکونو دپاره د هائر ايجوکېشن کونسل دپاره زما نوم تجويز کېدل دا ټول د دې مشر ورور پردل خټک صېب په برکت دي.
پرېشان خټک صېب د خپل پلار د تربيت او بيا د هغه تربيت تر خپله اولاده منتقل کول، او د ډسپلن او اصولو سبق ورکول د خپل خاندان خاصيتونه وبلل. پروفېسر پردل خټک صېب د اباسين ارټس کونسل سره د بې کچه او بې لوثه مينې او تړون ذکر وکړو. او د ملګرو شکريه ئې ادا کړه.
هغه په خپلو خبرو کښې ووئيل چې نن زۀ د پنځه اتياؤ کالو يم. زما ورور پروفېسر پرېشان خټک چې کوم تاثرات زما په حقله وړاندې کړل په دې زۀ دومره خوشحال يم لکه چې زما د ټول ژوند پنځه اتيا کالو معاوضه ئې ما ته ادا کړې وي.
په دغه غونډه کښې سيد صابر شاه صابر چې کومه مقاله وړاندې کړې وه. هغۀ ووئيل چې ما په دې ډېر کار کړے دے او که خدائے ژوند راکړو نو يو کتاب يا پمفلټ به په پردل خټک صېب باندې چاپ کوم.
ما په خپلو خبرو کښې ووئيل چې د پردل خټک صېب سره د مينې او عقيدت په توګه دا کتاب به زۀ په خپل خرڅ د پېښور پښتو جرګې (رجسټرډ) له اړخه چاپ کوم. اګرچې پکار خو دا وه چې د دې اعلان محکمه ثقافت يا د موجوده حکومت واکدارانو کړے وے. په دغه موقع زما اشاره د ايم پي اے صاحبې طرف ته ده. خو هغې په خپل خطاب کښې بې له خندا هيڅ هم ونۀ وئيلے شو. او دغه يقيناً لکه چې هغې پخپله هم ومنله، چې د دومره لوړو ادبي، علمي هستو ورته په مخکښې خبرې کول مشکل وو.
زۀ د پروګرام په اختتام کښې د خپل ملګري دلاور خان وقار څوک چې زما په درخواست راغلے وو. او د ظفر خان ظفر او متعليم اظهار سره راووتلم او خپلو کورونو ته په سخت باران کښې روان شو.
خېبر ګرلز ميډيکل کالج کښې د پښتو ورځ ٠٩/٤/١٦:
په شپاړسم اپرېل ٢٠٠٩ء ملګري اباسين يوسفزي د ځان سره خېبر ګرلز ميډيکل کالج حيات آباد کښې د پښتو ورځ د نمانځلو په غرض بوتلم.
په دغه دستوره کښې زۀ، ظفر خان ظفر او ډاکټر احمد علي عاجز ججان (منصفان) وو.
پروفېسر اباسين يوسفزۍ مشر مېلمه وو.
د ورځې په يوولس بجې پروګرام شروع شو، او بيا تر ماسپخين پورې جاري وو. په دغه دستوره کښې د کالج انجونو ډېر د خوند رنګ ډک مزاحيه تقريرونه په سنجيده موضوعاتو او په شعروشاعرۍ باندې پروګرام وړاندې کړو. چې يقيناً ښۀ خواري ئې کړې ده.
په دغه موقع مونږ مستحق انجونو په اولنے، دوېمې او درېمې جائزې ونمانځلې. په پائې کښې ما خپلې خبرې وکړې او يو نظم پښتنه پېغله ملاله مې وارولو. اباسين يوسفزي صېب او نورو ګډون کونکو هم خپل خپل کلامونه او خبرې اترې وکړې.
په پائې کښې په دغه دستوره کښې برخه اخستونکو انځورونه واخستل او د مېلمنو ئې په چائے خاطر مدارت وکړو.
اهل قلم امن کانفرنس اکادمي ادبيات، ١٨ اپرېل ٢٠٠٩:
د اهل قلم امن کانفرنس په حقله زۀ ملګري اباسين يوسفزي د وړاندې نه خبر کړے ووم. په شپاړسم اپرېل ئې راته د خېبر ګرلز ميډيکل کالج د پښتو ورځ د نمانځلو په موقع د دغه پروګرام کارډ هم راکړے وو. او راته ئې وئيلي وو چې که د اورسيز ليکوالانو د نمائندګۍ په طور څۀ تاثرات وړاندې کول غواړې نو درې څلور منټه خبرې کولے شې.
د جينکو د ميډيکل کالج دغه پروګرام وروستو په ماښام د پښتو ژبې لوئې عالم، دانشور، محقق، تاريخ دان او بې مثاله مقرر ښاغلے پرېشان خټک صېب هم وفات شو. چې يقيناً په پښتنو ليکوالانو ئې ډېر خفګان خور کړو. په سبا ١٧ اپرېل ئې هم په حيات آباد کښې خاورو ته وسپارلو. په وړومبۍ ورځ زۀ جنازې ته په څۀ وجه حاضر نۀ شوم. خو بيا وروستو په نولسم او پنځويشم اپرېل د هغوئ کور ته لاړم او د مشر ارواښاد خټک صېب فاتحه مو پروفېسر پردل خټک صېب او د کورنۍ نورو غړو ته وکړه.
په اوولسم اپرېل اعظم صېب راته په اهل قلم کانفرنس کښې د څو دقيقو خبرو کولو دعوت راکړو. ما د نني حالاتو په تناظر کښې د وطن نه لرې اديبانو شاعرانو اندېښنې څرګندې کړې. او د مذهب په نوم دغه راتپلي جنګ کښې د وطن د تباهۍ او د قلم د خاوندانو د ذمه وارۍ په حقله خپل تاثرات وليکل.
د غونډې دستوره په لس نيمې بجې شروع شوه د سټېج نظامت ئې پروفېسر اباسين يوسفزي صېب کولو.
په اولني نشست کښې د اکادمي ادبيات چيئرمېن فخر زمان صدارت کولو. د خصوصي مېلمه چوکۍ مياں عاقل شاه وزير سياحت ته سپارلې شوې وه.
په دغه موقع ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب او د چترال يو پروفېسر اسرار الدين صېب خپلې مقالې واورولې. چې متسفانه د سامعينو تر غوږه په په صحيح توګه د متنظمينو له خوا د وخت د کمي له کبله ونۀ رسېدلې. زۀ ډېر په افسوس سره ددې خبرې تکرار کوم چې د داسې لوئې غونډې دپاره د مياشتو راسې تياري او خواري کيږي، خلق ورته د لرې لرې نه رابلل کيږي بيا مقاله ليکونکي په ډېر کړاؤ خپله مقاله وليکي او چې کله غونډه نمانځلے کيږي نو د حکومتي مشرانو په وخت د نۀ راتلو له کبله دومره بيا بيړه جوړه شي. چې دغه مقررين نه څۀ اووئيلے شي او نۀ سامعين دا مقالې او د کار خبرې واورېدلے شي. زما که واک اختيار وے نو په داسې قسم علمي او ادبي غونډو کښې به ما يو حکومتي چارواکے هم نۀ رابللو. چې په راتلو ئې د خلقو وخت هم ضائع شي. او د کوم مقصد دپاره چې غونډه جوړه وي هغه هم سر ته ونۀ رسيږي.
په دغه موقع د لاهور نه راغلي سليم اختر صېب، پروفېسر همايون هما صېب، محترمه سلمٰى شاهين صاحبې، راقم الحروف، او ګڼ شمېر اديبانو شاعرانو خپل خپل تاثرات وړاندې کړل.
دوېم نشست د غرمې د ډوډۍ وروستو پېل شو خو مونږه ډېر وخت ايسار نۀ شو زۀ او راج ولي شاه خټک صېب په ټيکسي کښې يونيورسټۍ ته راغلو.
اباسين يوسفزے صېب د ارواښاد پروفېسر پرېشان خټک صېب په پي ټي وي پېښور مرکز کښې د پروګرام په نېت د مخکښې نه رخصت شوے وو. په دغه ورځ محترم اعجاز نيازي څوک چې د اردو ډېر ښۀ شاعر هم دے او د پي ټي وي پېښور مرکز سينئر پروډيوسر دے، د پروفېسر پرېشان خټک په حقله د نوموړو اديبانو شاعرانو تاثرات تبت کول. نۀ پوهېږم چې ملګري اباسين صېب ورته وئيلي وو او که پخپله ئې زما انتخاب کړے وو، خو په دغه نوموړو اديبانو شاعرانو کښې ئې زۀ د ادب چڼے هم د انټرويو يا تاثراتو ثبتولو دپاره د کېمرې مخې ته ودرولم. او زما ماتې ګوډې جملې ئې هم په اردو کښې رېکارډ کړې چې زۀ ئې مننه کوم.
د اجمل بابا سره ليدل او د هغۀ په اعزاز کښې په مصري بانډه کښې مشاعره:
د اجمل بابا سره د ليدلو او هم په هغه ورځ د بابا په اعزاز کښې په مصري بانډه کښې په مشاعره کښې برخه اخستلو دپاره ١٩ اپرېل ٢٠٠٩ء ټاکلے شوې وه.
د مقرره تاريخ نه څو ورځې وړاندې ملګري اباسين يوسفزي صېب او لائق زاده لائق صېب په دغه ټاکلي شوي پروګرام کښې د برخه اخستلو وېنا کړې وه. په اتلسم اپرېل د مصري بانډې پښتو ادبي جرګې مشر سېکتر زاهد خان او زما د دوبۍ ملګري نياز افريدي ټيليفونونه وکړل چې په سبا له جوړه مشاعره کښې به خامخا ګډون کوئ.
ما هغوئ ته تسلي ورکړه چې تاسو بې غمه شئ. د اجمل بابا سره ليدل کتل په ما هسې هم پور دي. په دغه دستوره کښې به ارو مرو شرکت کووم. سبا له په ما پسې لائق زاده لائق صېب او بصير ستوري صېب موټر راوستو. په وړومبي فرصت کښې د پروفېسر پرېشان خټک صېب درېمې ته تلل وو. هلته مونږ د خټک صېب د خاندان او په تېره پردل خټک صېب سره ليد لکتل او فاتحه وکړه.
څۀ شېبه ناسته مو هم ورسره وکړه او بيا مو ترې رخصت واخستو. پرېشان خټک په شپاړسم اپرېل ٢٠٠٩ء په اسلام آباد کښې د خپل کشر مرحوم ورور په کور کښې وفات شوے وو.
په اولسم اپرېل ئې خاورو ته وسپارلو، زۀ او لائق زاده په وړومبۍ ورځ د هغۀ د جنازې رسمو ته د تللو دپاره جوړ نۀ شو. حالانکې ملګري اباسين يوسفزي صېب راته په وخت خبر هم کړے وو.
په درېمه ورځ مونږ د فاتحې دپاره لاړو. او چې د حيات آباد نه راستانۀ شو نو نېغ اکوړي ته ورسېدو. په لاره کښې مو پروفېسر راج ولي شاه خټک صېب، پروفېسر اباسين يوسفزے صېب او د هغوئ ملګرے فېض الله هم وليدل.
څۀ دپاسه يوه بجه نېغ اکوړي ته ورسېدو. او د اجمل بابا دېرې ته وردننه شو. هلته د اجمل بابا ځوئے ايمل خان خټک، شعېب صادق او نور ګڼ شمېر ملګري د مخکښې نه په انتظار ناست وو. د پېښور ټيليوزيون پروډيوسر فاروق مهمند او د هغۀ سټاف د ريډيو پاکستان ډپټي کنټرولر لائق زاده لائق پرته پروډيوسران د خپلو الا تو سره رارسېدلي وو.
د دوئ سره د شمشاد د ټيليوزيون افغانستان پروډيوسر محمد اسرار اتل او د هغۀ د کېمرو ملګري هم رارسېدلي وو. زۀ، اباسين صېب، راج ولي شاه خټک صېب او ملګرے لائق زاده لائق د بابا په ډيوډۍ کښې پرتو کټونو باندې کښېناستو. لږه شېبه وروستو بابا هم په وهيل چيئر کښې دغه ډيوډۍ ته راورسولے شو. د ټولو سره ئې ليدل کتل او ستړي مشي وکړل. د ټي وي کېمرې ورته نيغې کړے شوې او د سوالونو لړۍ پئېل شوه.
بابا ډېر ضعيف شوے دے. په ارام ارام ئې خبرې شروع کړې. د کمال خبره دا ده چې حوش او حواس ئې لکه د زلمي بېدار دي. هيڅ خبره ترې نۀ خطا کيږي. په وجود ئې لږۀ يخني رادرومي او اکثر د ساړۀ شکايت کوي. په پښتونخوا کښې د امن په حقله د ډاکټر راج ولي شاه خټک د يو سوال په ځواب کښې دردوند مشر اجمل بابا وفرمائيل چې:
داسې امن غواړم چې زما د خاورې پت وي
د بم او ډالر نه وي د ايمان او د غېرت وي
د يو بل سوال په ځواب کښې چې ډاکټر صېب ترې وکړو چې تاسو باندې د قوم پرستو او ترقي پسندو دا جګړه ده چې هغوئ ستاسو ادبي حېثيت بېل بېل ګڼي.
په ځواب کښې ستر مشر وفرمائيل چې څوک قوم پرست وي او ترقي پسند نۀ وي نو هغه هډو قام پرست جوړېدلے نۀ شي. مطلب ئې دا وو چې قام پرست او ترقي پسند دواړه يو شے دے. بيا بابا زياته کړه چې تاسو زما سپينه کونتره نظم وګورئ نو تاسو ته به اندازه وشي.
د پښتنو د ادب دپاره د کار په حقله تاسو مطمئين يئ؟
د يو ملګري د سوال په ځواب کښې بابا ووئيل چې پښتانۀ اديبان شاعران ډېر کار کوي. او زۀ د دوئ د کار نه مطمئين يم. خو افسوس په دې رادرومي چې په دوئ کښې اتفاق نشته. او ډلې پرې جنبې جوړوي. بابا زياته کړه چې دا دے فېروز ناست دے. زۀ د قطر ادبي ملګرو ته سلام کووم. دوئ ډېر په مينه او پښتنه جذبه کار کوي خو افسوس چې په دوئ کښې هم بې اتفاقي ده. زۀ په پښتنو اديبانو شاعرانو کښې يووالے او اتفاق غواړم.
بابا زياته کړه چې مونږ کومې غلطۍ کړې دي هغه تاسو مۀ کوئ. په خپلو کښې مخالفتونه مۀ کوئ. او په حکومتي ادارو او نشرياتي ادارو کښې ځانونه ځائے کړئ. چې په دغه وسيلو د پښتون قام دپاره صحيح کار کېدلے شي. د يو بل سوال په ځواب کښې چې پښتنو ليکوالانو کښې کوم کسان داسې دي چې تاسو د هغوئ د کار نه خوشحاله يئ. که تاسو ئې نومونه اخستل غواړي؟
بابا وفرمائيل چې ګل مې: نومونه راباندې مۀ اخله، خلق به رانه خفه شي. کار کول پکار دي. مونږ ډېر پسمانده پاتې شوي يو. د پښتو ژبې ا اولس دپاره کار کول ډېر ضروري دي.
بابا يو ځل بيا زما نوم واخست او زما د ملګرو ئې ډېر تعريف وکړ، پروفېسر اباسين يوسفزي صېب د غني خان په حقله تپوس وکړو. نو بابا وفرمائيل چې غني خان نۀ يواځې د پښتنو بلکې د دې خاورې او منطقې لوئے لېونے فلسفي شاعر دے. بابا د غني خان شعر هم اووئيلو چې:
يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې
هغوئ د غني خان په کلام کښې د پښتون قام د رابېدارولو توانا هڅه وستائيله.
هغۀ اووئيل چې کله کله به چې ما نظم اووئيل خو ځينې خلق به رانه خفه شو. هغه د يو نظم يوه مصرعه ووئيله "چې خوار خټک ته ګوره چې نظمونه په اوبو ليکي". په دا موقع بابا د "غرۀ چينه" نومې نظم ذکر هم وکړو.
د اباسين يوسفزي صېب د يو بل سوال په ځواب کښې چې ستاسو په شاعرۍ کښې دا د جذبې او جوش مالګه ولې زياته ده؟
بابا وفرمائيل چې ژړه وه مې مه، په مازغو مې بوج راځي.
زما مور ما پسې ړنده شوې وه. زما مور ئې ژړولې وه.
د سي آئي ډي والا زما د مور سره ډېرې سختۍ کړې وې. هغه ئې د څڼو راښکلې وۀ. ما شاعري د تاؤ نه کړې ده.
بابا زياته کړه چې زما شاعري د تاؤ او مينې په وجه انقلابي شوې ده. بابا زياته کړه چې ما شاعري د انعام اکرام او داد، تحسين او نوم دپاره نۀ ده کړې. هغۀ وفرمائيل چې دغه دے د اکادمي ادبيات ادارې پنځه لاکهه روپۍ انعام راکړو، او ما واپس کړو. زما شاعري د انعامونو دپاره نۀ ده، دا د تاؤ او د مينې د جوش په نتيجه کښې شوې ده.
د کبير ستوري مرحوم زوئي بصير ستوري په حقله چا اشاره وکړه او د کبير ستوري د هلو ځلو په حقله د يو تپوس په ځواب کښې اجمل بابا اووئيل چې کبير ستوري ډېر لوئے خدمت کړې دے. هغه په جرمني کښې د پښتو دپاره او د پښتنو دپاره منډې ترړې کړې دي. او دا خلق ډېر مخلصه دي. د قطر او بهر هېوادونو کښې مېشته پښتانۀ ډېر په اخلاص د پښتنو او پښتو دپاره کار کوي. دا فېروز ناست دے او زۀ وايم چې دوئ ټول ډېر ښۀ کارونه کوي خو چې په خپلو کښې يو موټے اومتفق وي نو دا به د قام دپاره ډېره فائده وکړي.
د لائق زاده لائق په طرف بابا وکتل او يو ځل بيا ئې د ښاپېرۍ ذکر شروع کړو. چې زما ښاپېرۍ به ما له رارسوې. زۀ په دغه خبره ونۀ رسېدم چې بابا د څۀ ښاپېرۍ يادوي.
اباسين يوسفزي صېب د بابا نه د دنيا د نورو ثقافتونوپوښتنه وکړه.
په ځواب کښې بابا اووئيل چې زۀ يو ځل چين ته تللے ووم هلته کښې هغوئ چې ما وليدل او د هغوئ د رقص او موسيقۍ د فن مظاهره مې وليدله نو ډېر متاثره شوم. بيا زۀ کراچۍ ته راغلم هلته طوفان او افراسياب خټک هم وو. مونږ ووئيل چې د پښتنو په لاره وطن ته ځو.
د رحمان بابا په باره کښې فاروق مومند ورته په اردو کښې د خپلو تاثراتو ثبت کولو خواست وکړو.
اجمل بابا د رحمان باباد انسانيت سره د مينې او عشق په حقله د هغوئ د شعر او هنر خبره وکړه. ورپسې ئې د ايراني تورو او بيا په هند د احمدشاه بابا د يرغل او تاريخي کارنامو ذکر وکړو.
د پېښور ټي وي نوي سټېشن ډائرېکټر مجيد الله خليل په حقله بابا اووئيل چې مجيد الله ته اووايه چې امبارک شته اوس چې اختيار دې زيات شو نو چې کار اوکړې. ما ته معلوم دے مجيدالله د کار سړے دے.
د شمشاد ټي وي اسرار اتل بابا ته اووئيل چې د مينې ذکر اوکړه
بابا ورته په ځواب کښې ووئيل.
زما نوے کتاب "د سپين غرۀ د سره" زما د زلميتوب شاعري ده هغه ولوله چې زما د هلکوالي شاعري درته معلومه شي.
بابا په ١٩٥١ء کښې په اتمانزو کښې د شاعرۍ او بيا د سټېج نه د راکوزېدو او بيا د يو ډي اېس پي خبره هم وکړه چې ما پوره وانۀ ورېدے شوه.
د چائيو بسکټو نه وروستو بيا مونږ د بابا نه اجازت واخستو. او په تلو تلو کښې مې بابا ته اووئيل چې زۀ به يو ځل بيا ستاسو ديدن له حاضرېږم.
مونږ مصري بانډې ته په سيند دپاسه جوړې ډولۍ نما غوندې لفټ چيئر کښې پورې وتلو او څۀ دپاسه درې بجې خواوشا مشاعره د نياز افريدي په نظامت کښې پيئل شوه. د هغې نه وړاندې د مشاعرې کوربانو په مېلمنو ډوډۍ وخوړه.
زۀ ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب او فاروق مهمند صېب پاتې شو. او د چائيو سره مو وچه ډوډۍ وخوړه. باقي ملګري د ډوډۍ ځائے ته لاړل.
خلق د يو هائي سکول بلډنګ په چمن کښې د لوئے خېمو د څپرونو لاندې راجمع شوې وو. د غونډې نه وړاندې جيو ټي وي زمونږ تاثرات ثبت کړل. په سټېج باندې ډاکټر راج ولي شاه خټک صدر محفل، پروفېسر اباسين يوسفزے مشر مېلمه، راقم الحروف د دوېم نشست صدر، لائق زاده لائق، فاروق مهمند، ايمل خان خټک، ايوب خټک، بصير ستوري او کوربه زاهد خان ناست وو.
په وړومبي نشست کښې ماصل خان اتش نظم واورولو،او عرفان خټک او پروفېسر اباسين يوسفزي صېب مقالې واورولې.
په اغاز کښې د بابا رېکارډ شوے تقرير هم واورولے شو د دې نه وروستو بيا راقم الحروف، لائق زاده لائق اوګڼ شمېر شاعرانو اديبانو خپل تاثرات په شعر او نثر کښې وړاندې کړل.
مشاعره تر ډېره وخته پورې جاري وه. د ماښام نه لږ وړاندې زۀ او لائق زاده لائق صېب د کوربانو په اجازت رخصت شو. او تېر ماسخوتن پېښور ته راورسېدو. په لاره کښې د بصير ستوري د ګاډي ټائر پنکچر هم لږ ډېر وخت واخستو. خو د مزې خبره دا وه چې بصير ستوري ګنګس شوے وو. او د اکوړي سره د راوتلو په موقع د مشرق او مغرب په سمت نۀ پوهېدو. تر نوښاره پورې به ئې وئيل چې يا خلقه زۀ اسلام آباد ته روان يم. مونږ به هم ورته اووئيل چې او کېدے شي. چې سر درباندې ګرځېدلے وي. اخر زمونږ په بيابيا وېنا هم د هغۀ تسلي نۀ کېده او د نوښار سره نزدې د يو لاروي نه ئې پوښتنه وکړه چې پېښور کوم طرف ته دے؟ هغۀ ورته اشاره وکړه چې دغه روډ چې تۀ پرې روان ئې نېغ پېښور ته تللے دے. بصير ستوري سوړ اسوېلے اويستلو او په تسلۍ روان شو.
Comment