Announcement

Collapse
No announcement yet.

د وطن په ګل درو کښې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د وطن په ګل درو کښې

    د محترم ايډمن خان په وينا زه دا خپل کتاب دلته پيسټ کول غواړم۔


  • #2
    په دغه رپورتاژونو کښي زما مختلفو ځائيونه ته تلل او په غونډو مشاعرو کښې د ګډون حال احوال

    د وطن ګلدرې پاتې شوې فېروزه
    د سفر دشتو کښې څلے د هجران شوې

    د وطن په ګلدرو کښې
    (وطن ته د سفر رپورتاژونه)
    کال مارچ اپرېل ٢٠٠٨ء او کال مارچ اپرېل مئى ٢٠٠٩ء

    ليک:
    فېروز افريدي
    قطر

    پېښور پښتو ادبي جرګه رجسټرډ، پېښور


    چې کتاب زما دے نو واک زما دے

    د کتاب نوم _______ د وطن په ګلدرو کښې
    د کال ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ رپورتاژونه
    ليکوونکے _______ فېروز افريدي
    د اشاعت کال _______ مئى ٢٠٠٩ء
    تعداد _______ ٥٠٠
    کمپوزر _______ آدم خان
    پروف او املا کتنه____ پروفېسر اباسين يوسفزے
    قيمت: _______ ١٥٠ روپۍ

    د موندلو درک:
    د کابل، کندهار، جلال آباد، کوئټې، پېښور او کراچۍ د کتابونو په هر لوئے دوکان کښې موندلے شي.

    خپروونکي:
    • پېښور پښتو ادبي جرګه رجسټرډ، پېښور پاکستان
    • پاک پښتو ادبي ټولنه قطر

    ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

    د پروفيسر اباسين يوسفزي صيب بيک پيج ليکنه:

    خلق له ځانه هم د خپل ماضي تيَرې پټوي
    مونږ په محفل کښې زړونه ښايو هيڅ پروا نۀ لرو
    (اباسين)
    زمونږ بې رويه بې ريا او دروند پښتون ملګرے فېروز افريدے الله پاک د پښتو په مينه داسې مست کړے دے چې د خپل امدن کافي برخه او د خپلو صلاحيتونو پوره خزانه په ډېر اخلاص د پښتو جولۍ ته اچوي. په دغه رپورتاژونو کښې ډېر په معصوميت د خپل زړۀ وړې وړې او ګټورې خبرې په داسې سادګۍ او روانۍ بيانوي چې لوستونکے کله د چاپېرچل، کله د قيصې او کله د منظرکشۍ په مستو مستو چپو کښې ورلاهو کړي. په ظاهره عامه او معمولي خبره کښې دوه څلور جُملې دومره د کار واچوي چې غېرضروري شے هم ډېر ضروري او د کار شي. او غالباً چې دغه د ليکوال فېروز نه زيات د انسان فېروز د صداقت او قامولۍ د جذبو بُخار دے.
    مسافرۍ دا ښاغلے لکه د سندان کلک کړے دے او لکه د رېښمو ئې نرم کړے دے. د ژبې، خاورې او وطن د مينې نه جوړ فېروز افريدے که نثر ليکي او که شعر هم په دغه مينه، درد او څړيکو کښې انغښتے وي ځکه د اطمينان، سکون او قراري سره د پرمختګ جذبو له هم وده ورکوي.
    الله دې ساده او صادق ليکونکے نور هم وځلوي.
    مننه
    نېټه: ٢٥ اپرېل ٢٠٠٩ء
    اباسين يوسفزے
    چيئرمېن، پښتو څانګه
    اسلاميه کالج پوهنتون، پېښور
    Last edited by Feroz Afridi; 09-05-2010, 09:01 PM.

    Comment


    • #3
      يوه ټپه

      زما دې څۀ وکړل چې لاړې
      نرے نرے زړګے به ستا راپسې چوينه

      تړون

      د ښاغلي طاهر بونيري په نوم
      څوک چې د پښتو ژبې او قام
      يو ګمنام سپاهي دے

      کله به يم کله به نۀ يم
      په مورچلونو مې ډاډه ګرځه مئينه



      اهداء

      د پاک پښتو ادبي ټولنې قطر د ټولو ملګرو په نوم
      چې زۀ ئې د پښتو ادب خدمت ته چمتو کړے يم
      زۀ د دوئ په ملګرتيا وياړ کوم

      چې د اټک په پُل تېرېږې
      رب دې در ياده کړي زما لېونۍ مينه

      فېرزو افريدي، پېښور
      زما خبرې

      زړۀ مې غوښتل چې د خپل ژوند په حکله هم څه وليکم خو په سفر کښې زما ژوند دومره مصروف دے چې د ډېر خواهش او د څو پاڼو ليکلو باوجود مې وخت پېدا نۀ کړے شو.
      زما طبيعت داسې دے چې د ليک لوست دپاره نۀ جوړيږي. ليکلو کښېناستل راته ډېر د مشقت کار ښکاري. او بس چې څۀ وليکم د بيا کتلو توان ئې نۀ لرم.
      د پاک پښتو ادبي ټولنې د ملګرو سره مې شل پنځويشت کاله د ادب په خدمتونو کښې تېر کړل، او زما ملګري ماشاء الله صاحب ديوان شول. دوه دوه درې درې کتابونه هر ملګري ليکلي او چاپ کړي دي. خو ما د خپل ناقص طبيعت له کبله د شلو پنځويشتو کالو شاعري هم په ترتيب نۀ کړے شوه. او نۀ مې پرې بيا نظر تېر کړے دے. چاپ خو لا ډېره لرې خبره ده.
      نثر مې ډېر ليکلے دے. په دستار مجله کښې مې يوولس دولس کالمونه په تسلسل سره چاپ دي. د ملګرو په کتابونو ګڼ شمېر سريزې او په مختلفو موضوعاتو مضامين مې هم ليکلي دي. چې که يو ځائے شي نو دوه درې د نثر کتابونه ترې جوړېدے شي. خو هغه د چا خبره، دا ليکل په راغونډوي څوک؟ بل زۀ د دې خبرې هم اعتراف کوم چې کۀ زۀ شاعري ليکم يا نثر د چاپ خوګه ئې نۀ ګڼم.
      ما کوشش کړے دے. چې مشاعره کښې خپل کلام هم نۀ اوروم. د ملګرو شاعرانو کلامونه اورم. د مشاعرو ترتيب او ملګري راغونډول مې ډېر خوښيږي، خو د خپلو ليکنو نه مطمئين نۀ يم. نو ځکه د چاپ کولو په حق کښې نۀ اول ووم او نۀ مې اوس ورته زړۀ کيږي.
      د وطن په سفر زۀ رپورتاژونه د څو کالو راسې ليکم او په خپل وېب سائټ www.destaar.com/hujra يا ويبلوګ
      www.afridi.destaar.com کښې ئې خوندي کوم او د نېټ يارانو ته ئې سپارم. هغوئ پرې تبصرې وکړي کله کله څوک پرې تنقيد هم وکړي، او کله کله ئې تعريف هم وشي. او زما لږ ډېر تسکين پرې وشي.
      ما به دغه دوه رپورتاژونه هيڅکله هم چاپ کړي نۀ وے که چرې سږ کال ما د سروزو ادبي جرګې د ملګرو شعري ټولګه "روښانه سباؤن" په خپله چاپ کړے نۀ وے.
      دغه کتاب لږ ډېر تحريک راکړو، بل زما يو ناليدلي ملګري د پښتو ژبې ګمنام سپاهي ښاغلي طاهر بونيري صېب راته څو کرته په ټيليفون د دغه رپورتاژونو د چاپ کولو اووئيل، حالانکې ما تر اوسه طاهر بونيري ليدلے هم نۀ دے. د کار او خدمت نه ئې خبر يم. د هغوئ دغه وېنا د يو سپېځلي پښتون بې رويا بې ريا مشوره مې خوښه کړه. او دغه رپورتاژونه ستاسو په مخکښې دي.
      زۀ په اخر کښې د پروفېسر اباسين صېب او د کمپوزر آدم خان شکريه ادا کوم چې د املا او پروف ريډينګ په معاملو کښې ئې زما مرسته وکړه. او زۀ ئې د دې کتاب مالک او خالق وګرځولم.
      په ډېره پښتنه مينه

      فېروز افريدي
      پېښور






      Comment


      • #4
        وطن ته زما د ٢٠٠٨ء سفر، ١٣ مارچ نه تر ٢٣ اپرېل پورې


        رپورتاژ:

        ابتدا

        د خپلې غريبۍ غوڅولو په ارمان زۀ چې کله د دوؤ کالو په نيت د خپل خوږ وطن پښتونخوا نه په کال ۱۹۸۴ کښې راوتلم ،نو د ډېرو ارمانونو سره يو ارمان مې دا هم وو، چې دوه کاله پس چې کله وطن ته راستون شم ، نو خپل نيمګړے تعليم به پوره کووم.
        نن زما د مسافرۍ درويشتم کال روان دے ،نه غريبي غوڅه شوه .نه تعليم پوره شو، او نۀ زما ټول ارمانونه سر ته ورسېدل ، بس لوئےے تاوان مې دا وکړو ، چې د عمر زيان مې ډېر وشو.
        څوک مسافرمه کړې خپل کلے کورپرې وران مه کړې
        عظيمه خدايه !!!ته بل څوک زما په شان مه کړې

        ما د ژوندون لمحې په څومره لوئےے قيمت اخستې
        څوک د سفر سودا کښې ما غوندې ارزان مه کړې

        ما ډېر خوبونه ليدلي وو خو تعبير ئې زما په دې شعر کښې داسې شو.
        د زمانې په کور د علم هنر ور نه وينم
        ځکه په بندو ديوالونو کښې خپل در نه وينم

        په خوب او خيال کښې مې مقام د بام په سر ليدلے
        په حقيقت کښې د خپل تن د پاسه سر نه وينم

        د وطن نه درويشت کاله بهر ژوند تيرول په خپل ځائے يو تريخ حقيقت دے خو بيا هم زه د مسافرۍ په دا ټول ژوند کښې يوه لمحه هم د وطن د حالاتو او واقعاتو نه غافله يا بې خبره پاتې نه شوم.زما که په پردي وطن څه عياشي کيدے شي نو هغه د وطن سره په رابطه ساتلو او په ورځ کښې څو څو کرته په تيليفوني تماس مصارف دي.
        سربېره په دې چې زما کور او فاميل زما سره اوسيږي خو بيا هم ۱۱ مياشتې پس د بچو سره خاص د مارچ او اپريل په مياشتو کښې د پسرلې د رنګونو او خوش بوئيو د پاره خپل وطن ته ځان رسووم. او د خپلو خپلوانو سره سره د ادبي دوستانو سره ليدل کتل هم ضرور کوم.
        دا ځل هم په ۱۲ -۱۳ مارچ کلي ته روان شوم .سحر وختي د پېښور په هوائ ډګر کوز شوم ،او د خپل ورور مير عالم خان او زوئے امجد علي خان په ولقه کښې خپل نوي اباد شوي کور کينال ټاون پېښور يونيورسټۍ ته نېغ لاړم.
        زما پلارنے کور په باړه کښې دے خو نن سبا د اسلام د ټهيکدارانو او د خپل ځان په خپله د بربادولو او وژولو په ازلي فارموله راروان پښتون د ويرې او ترهې له کبله په پېښور کښې د رخصتۍ دا ورځې شپې تيروم.
        Last edited by Feroz Afridi; 09-05-2010, 09:03 PM.

        Comment


        • #5
          په سبب د ظالمانو حاکمانو
          کور او ګور او پيښور درې واړه يو دي

          سحر د وخته کور ته ورسېدم.هلته زما د کور نور غړي زمونږ په انتظار ناست وو.
          دا ځل ما دوستانو ته د خپل راتګ څه خاص خبرتيا کړې نه وه، او زړه مې هم دغه غوښتل چې درې څلور ورځې دمه وکړم نو بيا به يو يو خبر کړم.
          په دريمه ورځ مې يو ادبي ملګرے مشتاق شباب څوک چې د اباسين ارټس کونسل سيکرټري هم دے خبر کړو او هغه لږه شيبه پس بيرته ما ته ټيليفون وکړو چې سبا درې بجې په نشتر هال کښې د ميلاد رسول په حواله يوه نعتيه مشاعره ده او تاسو به پکښې د مهمان اعزاز په حيث ګډون کوئ.
          دا پروګرام د مخکښې نه ټاکلے شوے وو چې پکښې د صدارت د پاره د پښتو ډيپارټمنټ سابقه چېئرمين او اکادمئ ادبيات اوسنے ريزيډنټ ډائرکټر ډاکټر محمد اعظم اعظم صېب انتحاب شوے وو .او د مشر ميلمه کرسۍ چا اردودان ته سپارلې شوې وه چې دا وخت ئې نوم زما د ذهن نه وتلے دے.
          دا مشاعره په درې ژبو اردو پښتو او هندکو کښې وه چې پکښې د پېښور او اطرافي سيمو نه راغلو ګن شمېر شاعرانو اديبانو ګډون وکړو.
          زما سره چې کومو خلقو په ډېره تاودۀ مينه ستړي مشي وکړل په هغوئ کښې ډاکټړ اعظم اعظم صېب،ز؛محترم مشتاق شباب ناظم مشاعره، محترم سيد رسول ناساپه (مرحوم) پروفيسر اسير منګل پروفيسر اويس قرني،محترم ظفر خان ظفر ،او د اردو ژبي لوئےے شاعر او د ادبي تنظيم تخليق انټر نېشنل روح روان ښاغلي ماجد سرحدي (مرحوم) او نور ګڼ شمېر شاعران او اديبان شامل دي.
          په دې مشاعره کښې چې نور کوم شاعران اديبان ما پيژندل په هغوئ کښې پروفيسر نذير تبسم،محترمه زيتون بانو،محترمه بشرىٰ فرخ (نورې هم دوه شاعرانې وې چې ما له ئې نومونه نه راځي)سيد صابر شاه صابر او دچشتي صېب نومونه شامل دي.
          د مشاعرې نه پس د چائيو بسکټو د پاره شاعران بهرني انټرنس ته راووتل او په دغه وخت زه او زما ورور د ناظم مشاعره په اجازت خپل کور طرف ته روان شو.
          ماجد سرحدي مرحوم صېب په تلو تلو کښې ما ته خپل کارډ راکړو او په دريمه ورځ په حيات اباد کښې رابللې په يوه بله نعتيه مشاعره کښې ئې د ګډون بلنه راکړه.
          تېر کال ئې هم ما ته بلنه راکړې وه خو زه د خپلو ذاتي مصروفياتو له کبله ورته حاضر شوے نه ووم.
          ماښام چې کور ته راغلم نو ښاغلي اباسين يوسفزي صېب ته مې فون وکړو او د خپل راتګ نه مې خبر کړو .
          هغوئ د خپل خو شحالۍ اظهار وکړو او ما ته ئې ووئيل چې که خير وي نو بله ورځ به د حيات اباد اردو پښتو او هندکو مشاعرې ته يو ځائے په شريکه ځو.
          هغه ووئيل چې زه به کور ته پينځه بجې درشم نو بيا به نورې خبرې په لاره کوو .
          په دريمه ورځ ښاغلي اباسين صېب په وخت راورسېدو..په دغه ورځ د دوئ د کرکټ کلب ميچ هم وو.په منډه منډه ئې ځان تيار کړې وو او ما سره چائ څښلو ته هم د ايساريدو نه وو.ځکه چې په وخت رسېدل وو.
          البته خپلې بچۍ ورته دوه د سټرابيري جوسونه په بيړه جوړ کړي وو چې يو پکښې هغه ما دپاره هم راوړے وو.د اباسين صېب د مينې او پيرزوئينې ما شکريه ادا کړه ،او مونږ دواړه هم د اباسين صېب په موټر کښې د مشاعرې په لوري روان شو.
          څه نيم ساعت پس مونږ د مشاعرې ځائے ته ورسېدو.
          هلته کوربنو ښاغلي ماجد سرحدي مرحوم او محترم فضلي صېب مرحوم ستړي مه شي ووئيل.
          زمونږ نه وړاندې دوه درې کسان نور هم رارسيدلي وو.
          مونږ د کور په لويه تهه خانه کښې راجمع شو او هغه ځائے کښيناستو کوم چې د مشاعرې دپاره بطور خاص جوړ شوے وو.
          څه لږه شيبه پس يو سړي د لاسه نيولے يو داسې کس زمونږ طرف ته راکوز کړو چې د چا د ليدو ارمان ما د ډېره وخته کولو.
          دا پروفيسر طــــه خان صېب وو څوک چې په لکهنؤ کښې پيدا شوے دے..په سترګو نابينا دے په اردو ژبه کښې سنجيده او مزاحيه شاعري کوي اوس اوس ورته حکومت پاکستان صدارتي ايواړډ هم ورکړے دے.
          د پروفيسر طه خان لوئے کمال دا دے چې د رحمان بابا ټوله شاعري ئې په اردو ژبه ژباړلې ده
          په ۶۳۴ صفحو کښې ژباړلے شوے دا کتاب د کليات رحمان په نوم خپور شوے دے.
          د دې ژباړې کمال دا دے چې د رحمان بابا د شعر په زمکه په هغه صوت و اهنګ او هم په هغه قافيو او رديفو سره په معنوي مفاهيمو او په لفظي تراکيبو تړلې په ټولو محاسنو پوره يوه مکمله ژباړه ده.
          ما په ډېر احترام او عقيدت د دوئي شکريه ادا کړه او په ټول پښتون قام مې د دوئ دا پيرزونه يو عظيم احسان وګڼو.
          دوئ ما ته يو بل زيرے هم راکړو چې که مرګي مهلت راکړو نو قوم له به يوه بله تحفه ورکوم.
          د هغوئ الفاظ دا وو چې: مين نے رحمان بابا کے دريا سے نکل کر خوشحال بابا کے سمندر مين چهلانگ لگائى هے.
          يعني پروفيسر صېب څوک چې اردو دان دے او ضغيف العمر دے .د خوشحال بابا د کلياتو د ژباړې کار پئيل کړے دے ،چې يقيناً دا به د هغوئ ډېره لويه کارنامه وي.
          دومره به ورسره زياته کړم چې په دغه عظيم کار کښې زمونږ هر دلعزيز ملګرے شاعر ښاغلے پروفيسر اباسين يوسفزے صېب هم معاونت کوي. لکه څنګه چې ئې په کليات رحمان کښې ورسره ډېر زيار باسلے دے.
          څه لږه شيبه پس د شاعرانو تعداد په زياتيدو شو.
          د اکيډمي ادبيات پېښور څانګي ډائيرکټر او د پښتو لوئے شاعر پروفيسر محمد اعظم اعظم هم راغلو .
          د دوئ د راتګ نه لږ وروستو پروفيسر پريشان خټک صېب مرحوم د خپل باډي ګارډ او ډرائيور سره راورسيدو.
          ما سره ئي ډېره مينه وکړه او زه حيران شوم چې پروفيسر پريشان خټک صېب زه تقريبا لس پينځلس کاله پس وپيژندم.
          د ټول محفل په وړاندې په غير رسمې وينا کښې ئې زما ډېره زياته ستائينه وکړه، او زه ئې يقينا چې د خلقو په مخکښې*ډېر زيات د احسانونو لاندې راوستم.
          زه د زړه له کومې د خټک صېب شکريه ادا کوم.
          د خټک صېب او زما تر مينځه لا خبرې شروع وې چې د کوربه له خوا د مشاعرې د شروع کيدلو اعلان وشو.
          او ما ته ئې د مشاعرې د پاره مخصوص په سپينو غوړيدلي څادر ونو جوړ په فرشي نشست د ناستې دعوت راکړو.

          Comment


          • #6
            ماجد سرحدي اعلان وکړو ،چې دا مشاعره به په دوو برخو کښې جريان لري.
            اولنۍ برخه به ئې د ميلاد النبي په سلسله کښې او ورسره د اردو ژبې مشهور شاعر پروفيسر نزير تبسم په اعزاز کښې کيږي، چې صدارت به ئې د اکيډمي ادبيات سابقه چئيرمين د پښتو ژبي مشهور پوهان او تاريخ دان پروفيسر پريشان خټک صېب کوي، او د مشر ميلمه د پاره ئې زما (فيروز افريدي) نوم تجويز کړو.چې ټولو ملګرو پرې تائيد وکړو.
            ورسره ماجد سرحدي مرحوم د مشاعرې د پاره د قران پاک په تلاوت د باقاعده اغاز د پاره يو ځلمي ته بلنه ورکړه او بيا ئې د نظامت د پاره يو بل د اردو ژبي پروفيسر صېب ته دعوت ورکړو.
            هغه د تلاوت کلام پاک نه وروستو محترم چشتي صېب ته د نعت د پاره بلنه ورکړه او زياته ئې کړه چې په دغه مشاعره کښې به د اردو ژبې ستر ليکوال ډرامه نويس او کالم نګار ښاغلے امجد اسلام امجد په خاص توګه شرکت کوي چې درنګ ساعت له به د ائيرپورټ نه راورسيږي.
            د اولنۍ برخې کاروائي جاري وه ،چې پريشان خټک صېب ته د صدارتي خطبې وينا وکړې شوه ،ځکه چې هغه د خپلو مصروفياتو له کبله زيات وخت ايساريدلې نه شو.
            په دغه دوران کښې امجد اسلام امجد صېب هم تشريف راوړو .ټولو ليکوالانو ورسره په روڼ تندي او تاوده مينه ستړي مه شي وکړل .ما سره ئې د ډېر وخت عليک سليک وو خو دا وخت د هغه په وهم او ګمان کښي هم دا نه وو ،چې ګني زه به په دغه مشاعرې کښې شامل وم.
            ځکه چې زمونږ اکثر ملاقاتونه د پاکستان نه بهر شوي وو.
            ما محسوسه کړه چې امجد اسلام امجد د خيال نه زه جوړ وتلے يم.
            او هغه بيا وروستو زما د خبرې تائيد هم وکړو چې يقينا عجيبه غوندې کيفيت راته مخې ته وو، چې دا کس چې زه ئې پيژنم زما د دماغو نه ئې نوم ولې وتلے دے.
            دامجد اسلام امجد د راتلو او ستړي مه شي په وخت پروفيسر طه خان سره د هغه جوړ تازه و نه شو ځکه چې پروفيسر صېب په يوه داسې کرسۍ چې د محفل د دائرې نه لږه وروسته وه ، ناست وو.او لکه څنګه چې هغه په سترګو معذور دے او په دغه وخت هغۀ لکه د نورو برخه والو د خپلې څوکۍ نه پاسېدلې نه شو ،نو هم دغسې په بې خبرۍ کښې پاتې شو.کله چې محترم امجد صېب په خپل نشست کښېناستو نو پروفيسر صېب ته ئې پام شو او د لرې نه ئې ورته معذرت وکړو چې معافي غواړم ما تاسو ونه ليدلے شوئ.پروفيسر صېب ورته برجسته ځواب ورکړو چې دغه خبره که زه ووايم نو صحيح به وي.
            ځکه چې ما په رشتيا نه ئې ليدلې.ټولو سامعينو وخاندل.
            امجد اسلام امجد يو ډېر خوش مزاجه انسان دے.هغه او عطاالحق قاسمي چې په يو محفل کښي موجود وي نو دوئ ډېر په خوند لطيفې اوروي چې سړے د خندا نه مړ کړي.
            يو ځل په دوحه قطر کښي هغه دوه درې لطيفې داسې واورولې چې تر اوسه ما ته يادې دي.
            لکه يوه لطيفه داسې وه،
            چې يو ځل يوه مشاعره جاري وه چې خلقو بې کچه داد ورکولو. هر سړي به واه واه بيا ووايه او مکرر مکرر او دوباره اوايه. وئيل او مشاعره ئې ګرمه کړې وه.
            يو سړے خاموشه ناست وو اخير دۀ هم په زړۀ کښې ووئيل چې دا ځل په دغه راروان شعر زه هم داد ورکووم اخير دا خلق به څه فکر کوي چې ګني زه بې ذوقه يم ؟ يا په شعر نه پوهيږم.؟
            دۀ ورته ځان تيار کړو او چې کله شعر ختم شو نو دۀ چې واه واه او مکرر وئيل غوښتل نو په دا وخت ورته په ذهن کښې د دوباره تورے هم راغلو نو د هغه د خلې نه چې کوم تورے راووتو هغۀ نه مکرر وو نه دوباره .
            خو د دواړو تورو يوه مغلوبه "دوبرر ترې جوړ شو " چې د خلقو د خندا د پاره بس وو.
            يوه بله لطيفه داسې وه چې،
            يو ځل زۀ (امجد) عطاالحق قاسمي او منير نيازي د لاهور نه سيالکوټ ته د يوې مشاعرې د پاره په موټر کښې روان وو چې په لاره کښې مرحوم منير نيازي صېب څوک چې د شوګر مريض وو بار بار د تشو بولو د پاره کوزيدو.خو چې لس منټه به تير شو نو هغه به ووئيل .ګاډي روکو پيشاب ارها هے.
            خو چې دوه درې ځله دا واقعات تکرار شول نو بيا ئي دا پوښتنه وکړه..يار سيالکوټ تک اب کتنا راسته باقي هے؟
            عطاالحق قاسمي ورته سمدستي ووئيل چې بس نيازي صاحب يون سمجهو که دو پيشاب کا راسته ره ګيا هے.
            د منير نيازي مرحوم په حواله امجد اسلام امجد په خپله د چين په سفر نامه کښي هم ډېر په خوند سره ذکر کړے دے.
            چې منير نيازي بې حده ضدي انسان وو او په صحيح معنو کښې پښتون وو کله به چې مونږ ورته د ډسپلين په حواله خبره وکړه چې نيازي صېب لږ دا سګريټ په هر ځائے کښې مه څکوه دا کوربانه چينيان به څه وائي؟ بله دا چې تاسو بائيد په قطار کښې په خپل نمبر ولاړ وسئ.ټول خلق په قطار کښې نيغ ولاړ وي او تاسو د قطار نه بيرته ګوښي ولاړ يئ. چې ښۀ کار نۀ دے.
            هغه به سمدستي په قهر شو او دا اعلان به ئې وکړو چې زه نه په قطار کښې ودريږم .نه زه هډو دا کتل غواړم او نه زه تاسو سره ځم.او په کنځلو به لګيا شو.
            امجد ليکي چې بيا به چې مونږ ه کوم څيز هغه ته ښوول نه غوښتل يا به مو په هغه پيرزو نه وو نو هغه به مو وچېړيلو او هغه به د خپل ضد له کبله د هغۀ ځائے د ليدو نه انکاري شو او محروم به پاتې شو.
            امجد ليکي چې زمونږ د چيړلو په وجه هغه د ماوزي تنګ،چون اين لائي محفوظ کړي شوي جسدونه، ديوار چين او ډېر مشهور ځائونو د ليدو نه انکار وکړو او په دغه سفرکښې به هغۀ ځان له ګوښے په خپل اطاق کښې پروت وو.
            عادت سي بنائي هے تم نے منير اپني
            جس شهر مين بهي رهنا اکتائے هوئے رهنا

            ما په خپله هم نيازي صېب په دوحه کښي ليدلے وو چې د حسن رضوي،امجد او عطا سره راغلے وو دوئي سره يو بل شاعر ډاکټر سعادت سعيد هم وو چې د کتاب نوم ئې کجلي بن وو .
            منير نيازي صېب به اکثر په نشه کښې وو او ټولو ته ئې به کنځلې کولې چې دوئ ټولو زما غزلې او نظمونه غلا کړي دي. په خاص توګه حسن رضوي مرحوم ئې ډېر سپک کړے وو.
            کسى کو اپنے اعمال کا حساب کيا ديتے؟
            سوال سارے غلط تهے جواب کيا ديتے؟

            اوس بيرته خپل اصل مضمون ته راځم او هغه دا چې
            مشاعره بيا روانه شوه.
            ډېرو شاعرانو د ميلاد النبي او پروفيسر نزير تبسم صېب په حواله خپل منظوم او منثور کلامونه وړاندې کړل چې پکښې د زناناؤو شاعرانو غټه برخه هم وه.
            ځيني بيوروکريټ نما غوندې کسان داسې هم وو چې هغوئ د ناظم د منع کولو باوجود په انګريزۍ ژبه کښې پخواني ليکلي شوي مضامين واورول.
            حالانکه دا مضامين د دې مشاعري سره بے سمونه وو.او څه خاص تاثر ئې نه وو.
            بيا په اخېر کښې ناظم دا ذکر هم وکړو چې تاسو ټولو د اردو پښتو او هندکو کلامونه واوريدل او د انګريزۍ تېرې بېرې مو هم برداشت کړي.په دا خبره ټولو برخه والو ډېر زيات وخاندل.
            ما په خپل وار په مختصر تقرير کښې امجد صېب ته په رسمي ډول ستړي مه شي ووئيل او د هغوئ سره د ۱۹۸۶ نه واخله تر ۲۰۰۶ پورې د ملاقاتونو حواله هم ورکړه.
            او بيا مې د ميلاد په حواله د نعت دوه شعرونه او خپل يو غزل هم واورولو.
            د نعت مطلع څه داسې وه.
            چې الله درباندې کړې لوئےے کرم دے
            پيغمبره! شان دې څومره محترم دے

            زما نه پس د مشاعرې دوئيمه برخه شروع شوه چې صدارت ئې د پښتو ژبي نوموړي شاعر ښاغلي اباسين يوسفزي صېب وکړو.مشر مېلمه پروفيسر محمد اعظم اعظم صېب وټاکلے شو او د مهمان اعزاز د پاره د لاهور نه راغلي دروند ميمله د ښاغلي امجد اسلام امجد صېب نوم تجويز کړے شو.
            په مشاعره کښې د اردو پښتو او هندکو ژبې شاعرانو وار په وار خپل کلامونه وړاندې کړل. ډاکټر اعظم صېب خپل کلام او تقرير په مينځني وخت کښې واورولو چې هغه هم د خپلو مصروفياتو له کبله په نيمائي کښې د تللو وينا کړې وه.
            د مهمان اعزاز نه اول د مشاعرې صدر پروفيسر اباسين يوسفزي صېب د پښتو ژبي مشهور شاعر ارواښاد سيف الرحمن سليم صېب د پښتو غزل اردو ژباړه واوروله په پښتو کښې به ما يو يو شعر وئيلو او هغه به خپله اردو ژباړه واوروله ، چې ټولو شاعرانو او سامعينو ډېره خوښه کړه.
            بيا په اخر کښې امجد اسلام امجد پينځه شپږ نظمونه او غزلې واورولې چې ډېر داد ئې په واخستلو.
            د مشاعرې په پائ کښې د ډوډۍ بندوبست هم شوے وو .
            په لاره کښې ما د پروفيسر اباسين صېب نه د تيلويزيون په حواله دهغه د مصروفياتو پوښتنه وکړه ،نو هغو ئ راته د خيبر نيوز د پاره د خپل اونئيز پروګرام" سلام خيبر" په حقله معلومات راکړل او ورسره ورسره ئې هم په دغه پروګرام کښې د برخه اخيستلو دعوت هم راکړو۔
            دپروګرام په فارمېټ ئې هم پوهه کړم چې په اصل دا پروګرام په اردو کښې دے. زمونږ مقصد نړۍ ته دا ښودل دي چې پښتون دهشت ګرد نه دے ۔
            د ټوپک او بارودو پرته په نورو کارونو هم پوهيږي۔
            او د دنيا د نورو قامونو په څير د دوئ هم مسئلې شخړي او ستونزې دي۔
            او د هغې د حل د پاره پښتانه فکر مند هم دي او د حکومت نه د خپلو حقوقو غوښتلو تقاضه هم کوي۔
            د شپې ۹ بجې اباسين صېب زه د شرين محل سويټ سپين جماعت په خوا کښې کوز کړم دلته زما زوئ عمران څوک چې د فارميسي په فيکلټئ کښې سبق وائي ،د مخکښې نه زما په انتظار ولاړ وو۔
            زه هغه سره ګاډي کښې کښېناستم او څه شيبه پس خپل کور ته ورسيدم۔
            په سبا د ريډيو پاکستان ډپټي کنټرولر او زمونږ شاعر ملګرې لائق زاده لائق د اسلام اباد نه تيليفون وکړو چې راروان ايتوار له درځم او انشاالله ليدل کتل به مو هم وشي او راروانو کارونوپه حقله به مرکه هم کوو .
            دوه ورځې وروستو لائق صېب پېښور ته راغلو او ما ته ئې ووئيل چې سبا به د يو پرائيوټ پروډکشن په سټوډيو کښې ستاسو په حقله يو پروګرام کوو،او دا رنګ جامې او واسکټ واچوئ۔
            زه به درته په ۳ بجې انتظار کووم او تاسو سره به په سيون کلر سټوډيو صدر کښې ملاقات کووم
            په سبا ۱۱ بجې خواوشا د پښتو ژبي مشهور مزاحيه شاعر ظفرخان ظفر راغلو ،زمونږ په حجره کښې ټول خلق ورته راغونډ شول او دظفر خان ظفر نه ئې د هغۀ د هائيکو ګانو فرمائيش وکړو ۔
            ظفرخان ظفر ورته ووئيل چې تاسو ئې ماته رايادوئ او زه به درته هائيکو وائيم ۔
            د ظفر ټولې مشهورې هائيکو ګانې چې مونږ واوريدلې، نو ظفر راته داسې هائيکو ګانې هم واورولې کومې چې په عام مجلس يا مشاعره کښې د اورولو نه دي۔
            هلکانو ظفر ته ډېر زيات داد ورکړو ۔ظفر راته د خپل کتاب د ناوې لور په دوئيم ځل د چهاپولو زيرے راکړو ،او د شپږ ديرش زرو رسيد ئې راته مخې ته کړو۔ چې په دا راروانو څو ورځوکښې به دا کتاب هم خپور شي او دا روپۍ به هم لنډول غواړي۔
            زه د ظفرصېب په مطلب پوه شوم خو ما د دوو نورو کسانو سره د کتابونو په چهاپولو کښې وعده کړې وه، چې په هغو کښې يو چها پ شوې دے او نوم ئې پشتو ادب کے معمار او بل د پښتو ژبې مشهور شاعر او اديب ارواښاد لطيف وهمي صېب د افسانو کتاب،چې نوم ئې د عودو بوئ دے. چې ډېر زر د چهاپ د مرحلو نه تيريدونکې دے۔ اوس چهاپ شوے دے.
            نو بس خاموش پاتې شوم۔
            خو زمونږ يو بل د پښتو قدردان ته مې سمدستي ايس ايم ايس وکړو خو په دغه موقع د قدردان ځواب رانغلو۔ (هغه قدردان حاجي ګلزار صېب وو چې ظفرخان ته ئې اوس دا کتاب چاپ کړو).
            دوه نيمې بجې ما لائق زاده لائق صېب ته ټيلفون وکړو او هغه راته په حيات اباد کښې د پښتون قام مشر ډېر د احترام وړ او ستر راهنما ښاغلي افضل خان لالا کور په نخښه کړو چې دلته راشئ او بيا به زه تاسو سره هم د دغه ځايه لاړ شم۔
            مونږ په ښوؤلي شوې نخښو د افضل خان لالا کور ته ورسيدو،او لږه شيبه پس د لالا په ډرائينګ روم کښې ناست وو۔
            لالا راسره ډېر په مينه راشه درشه وکړل او د صحت او کور فاميل تپوسونه ئې وکړل۔
            لالا او لائق صېب دواړه د لالا په راروان کتاب کار کولو۔
            هغوئ د کاغذونو لويه مسوده پرانستلې وه، او په ترتيب کولو بوخت وو، زمونږ په راتګ د لږ وخت د پاره دهغوئ په کار کښې لږ ځنډ هم راغلو۔ او لالا ته ما ووئيل چې که ستاسو د راز څه خبره وي نو زۀ او ظفر به په بله کمره کښې ستاسو تر اوزګاريدو پورې انتظار وکړو۔
            خو لالا راته ووئيل چې دا مونږ چې څه کوو د قام د پاره دي او چې کله څوک د قام د پاره څه کار کوي نو بيا به ځان سره قام هم په دغه کار کښې شريکوي ،او د قام سره په مشوره به کار کوي۔
            زه د لالا په دومره خوږ او د شفقت نه ډک ځواب ډېر خوشحاله شوم ۔دا زما د لالا سره وړومبې ملاقات وو ۔ ما دلالا ليکونه لوستي وو او د هغه تقريرونه مې هم اوريدلي وو خو لالا مې مخامخ ليدلې نه وو ۔
            زه د لالا اوږد قد ، سپينې ږيرې، روحاني څهرې او د هغه دومره خوږ او ښکلي انداز يقينا ډېر زيات متاثر کړم۔
            د لالا په باره کښې زما ذاتي رائي دا وه، چې هغه هم لکه زمونږ د نورو ليډرانو په څېر دذاتي فائيدې اخيستلو نه ډډه نه کوي د بې نظيربهټو په وخت د امورکشمېر او سرحداتو د وزرات څوکۍ زما په نظر کښې وه۔
            بله خبره د لالا د ټول عمر نه بس دغه اېکي ېو موقف،چې د لر او بر افغان د سره ېو شي او د ډيورنډ کرښه دې ړنګه کړے شي۔
            لکه زما نور خلق هم د لالا سره په دې خبرو اختلاف رائے کولے شي۔
            خو د لالا په نيت او د قام سره د مينې په جذبه هيڅوک هم شک نه شي کولے۔
            ماد لالا سره خپله پيژندګلو وکړه او ورته مې دا خبره واضحه کړه چې مونږ ټول عمر په مسافرۍ کښې تير کړو او په عملي سياست کښې چرې موقع په لاس راغلې نه ده خو بيا هم د وطن او قام د غم او فکر نه ځان ژغورلې نه شو ۔او په سفر کښې هم راسره د وطن د ابادئ فکر مل وي۔
            ما لالا ته ورياد کړل چې ستاسو سره زما دا وړومبے ملاقات دے خو ستاسو زما په نوم يو ليک راغلې وو کوم چې تاسو څو کاله وړاندې ستاسو د پارټۍ يو کارکن محفوظ جان صېب له ورکړے وو چې په کوم کښې د عالمي کانفرنس په انعقاد او بيا ستاسو د لر او برافغان اود ډيورنډ لائين په حقله د يو سيمينار رابللو خبره او معلومات ورکول وو۔
            تاسو په ټوله دنيا کښې ميشت پښتنو ته په دغه سيمنار کښې د ايجنډې په حقله معلومات ورکړي وو۔
            لالا ما ته ووئيل چې لائق ستاسو غائيبانه تعارف کړے دے او زه په دې خبره ډېر مطمئين يم چې په بهر دنيا کښې نن سبا پښتانه د وطن او قام په حقله سوچ او فکر لري او د وطن د خوشحالۍ او سوکالۍ د پاره ګټور ګامونه اخلي۔
            زمونږ د سيون کلر سټوډيو سره تقريبا درې بجې وخت وو ۔
            د لالا سره زمونږ ډېر وخت واوړيدو او د لائق صېب په موبائيل د ټيليفون څو کرته زنګ راغلو او ورته ئې د راتلو د پاره ووئيل ۔
            لائق صېب ورته معذرت وکړو او د زر تر زره د راتلو او رسيدو وينا وکړه اخير د لالا نه مونږ په نيمائي کښې*راغلو او د هغه د کتاب هغه مسوده هم هغسې پاتې شوه۔
            بيا زه او لائق صېب تقريبا څه د پاسه پنځه بجې ورسيدو ۔ د سټوډيو مالک او پروديوسر اشفاق طورو ، کوربه هدايت الله ګل ا ود دې پروګرام ډائرکټر صېب په انتظار وو۔
            د کوربه صحت خراب وو اوشديد زکام او ټوخے ورته لګيدلے وو۔
            څه لږه شيبه پس کوربه د لائق زاده صېب انټرويو سر دوباره شروع کړه ۔ د دې نه وړاندې هم د لائق صېب د راروان ټيليوزيوني پروګرام نغمه ګر د پاره انټريوو شوې وه۔
            خو لائق صېب په هغه مطمئين نه وو ۔
            تقريبا يو ساعت پس د لائق صېب انټرويو خلاصه شوه۔
            او بيا زه د ميلمه په څوکۍ کښيناستم خو د کوربه هدايت الله ګل طبيعت ډېر خراب وو۔
            د پروګرام نغمه ګر په حواله د پروګرام کوربه محتصر دومره ووئيل چې دا د هغو شاعرانو او د موسيقۍ د استاذانو په باره کښې*يو پروګرام دے چې د چا نغمې ډېرې مشهورې شوې وي.
            د هغه شاعرانو نغمې چې په فلم تيليوزيون کښې ئې د خوښۍ ځائے موندلے وي او هغۀ موسيقاران چې د چا د نغمو طرزونه او موسيقي د مقبوليت مقام ته رسيدلې وي.
            په نغمه ګر پروګرام کښې به د شاعرانو سره ښاغلې هدايت الله ګل صېب انټرويو کوي او د موسيقارانو سره به ښاغلې لائق زاده لائق صېب په سر او تال خبرې کوي.
            د موسيقارانو په حقله خو ما ته څه معلومات نه شته خو زما نه وړاندې چې د کومو شاعرانو سره مرکې شوې دي په هغوئ کښې ډاکټر محمد اعظم اعظم ،ښاغلئ رحمت شاه سائل،ښاغلې لائق زاده لائق، ښاغلې هدايت الله ګل او زما نوم فيروز افريدي نومونه شامل دي.
            د ځان په باره کښې خو به دومره ووايم چې زما په دغه کسانو کښې مقام داسې دے لکه د استاذانوپه محفل کښې څوک شاګرد کښېني .البته يو نظم زما د رحيم شاه په اواز کښې مشهور شوے دے او هغه يا قربان نظم دے چې زما په کتاب کښې د "پښتون سندره "په نوم ليکلے شوے نوم لري خو رحيم شاه ورته د "ېا قربان" ټائيټل ورکړے دے کوم چې د افغانستان او پاکستان د دوستۍ په اساس جوړ البم يارانه کښې خوندي دے . دغه شان يو بل نظم "کوهاټ کښې مې زړګے دے په هنګو کښې مې ځيګر دے" هم په ريډيو او عامو خلقو کښې مشهور دے چې د ماسټر رحيم ګل په اواز کښې رېکارډ شوے دے.
            البته دا نور نومونه په هر لحاظ ډېر زيات د قدر او احترام وړ دي.
            د دوئ نغمې ،غزلې ،او سندرې د پښتو ژبې او ادب په ځولۍ کښې لکه د بيش بها ملغلرو په څېر دي.
            زما په انټرويو کښې د هدايت الله ګل طبيعت دومره خراب وو چې کيمره مين او ډائرکټر صېب څو څو ځله د کيمرې ريکارډنګ بند کړو او هغه به بيا ري ټيک شو.
            يو خوا د لائيټونو ګرمي وه او په ما خوله روانه وه .بل خوا د بار بار رې ټيک په وجه زما توجه هم بې وزنه غوندې شوه خو څۀ وخت پس ډېر په مشکله زمونږ دغه مرکه سر ته ورسېده.
            او مونږ د سټوډيو نه رابهر شو.
            په دروازه کښې دوه درې د ډرامو جينکئ(ډرامه ارټسټس) هم ولاړې وې او زمونږ د تلو انتظار ئې کولو چې دا بلاګان لاړ شي او د دوئي کار وشي.
            مونږ مسافرو پښتنو ته داسې قسم نندارې څه عجيبه غوندې ښکاري خوما د لائق زاده صېب نه پوښتنه په دې اساس و نکړے شوه چې دا د شو بز خلق دي دوئي له به هم دغه قسم خلق راځي . مليان خو به ورله نه راځي.
            ما ته عباسي صېب راياد شو چا ته چې ما د خپل زوئے *بختيار علي امريکې ته په تلو د خپلې خواشينۍ اظهار کړے وو .
            ما عباسي صېب ته وئيلي وو چې بختيارهلته په امريکه کښې لوئے لوئے ويښتان پريښي دي او فرنچ کټ ږيره ئې هم راباندې سمه رانغله.
            عباسي صېب ووئيل
            يا خدايه چهوړو!! وه امريکه گيا هے،بال شال نهين بړهائين گے تو کيا کرين گے؟ وهان کوئى قران پړهنے تهوړا گيا هے؟
            استغفرالله ..عباسي صېب ته ما د خپل او د کورودانې د تربيت په حواله يو اوږد ليکچر ورکړو خو هغه زما دا ټول ليکچر او بيا ن هسې د بوسو بادول وبالۀ.
            زه او لائق صېب چې کله يونيورسټئ ته رانزدې شو نو ما ورته ووئيل چې اباسين صېب له ورځو .
            لائق صېب د شپې په دا وخت د اباسين په کور ورتلل ښۀ ونه ګڼل او راته ئې ووئيل چې پروفيسر جهانزيب نياز لالا ته فون وکړه که هغه وي نو وربه شو.
            ما د لالا کور ته د ټيليفون رنګ ووهلو خو هغه ګوشک پورته نه کړو او دغسې مونږ دواړه خپلو کورونو ته لاړو.
            په تلو تلو کښې لائق صېب ته ما په دوئيمه ورځ د خېبر ريډيو له خوا د مرکې د پاره د دعوت په حقله هم ووئيل هغه راته ووئيل چې انشاالله زه به هم درسره ځم.
            په سبا زمونږ کور ته د خير اباد نه دوه ډېر قدرمن شاعران اديبان راغلل .دا دواړه په ژبه او قام مئين دي او د شعر و ادب د پرمختګ د پاره هر وخت په هلو ځلو کښې بوخت وي.
            دا يو کس خو زه له هغه وخت نه پيژنم ،چې ما په سکول کښې*سبق وائيلو .هغه هم داسې چې زمونږ په باړه کښې د هغه په نوم يو شاعر شته چې ټوله ورځ د کبابو کړهي او انګار ته ناست وي خو په تخيل کښې چرته په ګلستان کښې ګرځي.د دۀ نوم ماصل خان انګار دے.او زه لا وړوکے ووم چې په دغه د کبابو په دکان کښې ئې په کړهي باندې سر ټيټ کړے دے او د هغه وخت نه واخله تر دې دمه د شعرونو دبستان ئې پرانستے دے .
            زما د وړوکوالي په ورځو کښي چا ما ته وئيلي وو چې اصلي شاعر ماصل خان اتش دے څوک چې په خير اباد کښې وسي .
            ستاسو دا انګار د هغه نقلي دے.
            زه ځان خوش قسمته ګڼم چې اصلي ماصل خان اتش زما دوست او مشر دے او په خپله درنه څټه زما غوندې غريب الوطن ، کشر او د ادب يو ادنٰى چڼي کور ته راځي او ما ته د خپل ديدن شرف رابخښې.
            دا ماصل خان ۶ فټه او دوه انچې قد لرې او نن هم په دا عمر کښې د ډېرو پنځويشت کلنو ځلمو نه زيات چټک او چابک دے..الله پاک ورله ډېر عمر او صحت ورکړه امين
            دوېم ملګرے هارون رشيد صېب دے چې قام پرسته او د وطن په حال فکرمند دے.هارون په پښتو او اردو دواړو ژبو کښې ليکل کوي او ما شاالله په لږ عمر کښې ئې په ګن شمير کتابونه او ليکنې مينځ ته راغلي او خپارۀ شوي دي. (دا دواړه شخصيات ما د سيد صابر شاه صابر په وساطت پېژندلي دي).
            د هارون او ماصل خان اتش صاحبانو په ما دا هم لوئے احسان دے چې د اجمل خټک بابا غوندې نابغۀ روزګار شخصيت سره ئې زما پيژندګلو کړې ده .
            دوئ سره ښه اوږد ګپ روان وو چې د هارون صېب د کتاب
            "پشتو ادب کے معمار" خبره مېنځ ته راغله.
            دوئ غوښتل چې څو ورځې وروسته د دغه کتاب مخ کتنه وشي او زه ورسره پکښې شريک شم.
            ما د دوئ دا دعوت د خپل ځان د پاره درناوے وګڼلو او د دوئ سره په دغه دستوره کښې د ګډون وعده مې هم وکړه.
            د ماصل خان اتش او هارون رشيد سره د پښتو ژبي په حواله ډېرې خبرې وشوې.
            هارون صېب ووئيل چې په دغه کتاب پسې يو بل کتاب هم چهاپ ته نزدې دے چې په هغه کښې به د پښتونخوا د تير شوو سرکاري افسرانو ،د علمي او ادبي شخصياتو او د جعرافيائي تقسيم او نقشو احوال وي.
            دا به يو قسم د حوالې کتاب وي چې خلق به ترې د تحقيق په حقله استفاده کولے شي.
            هارون زياته کړه چې "پشتو ادب کے معمار" پسې هم د نورو اديبانو شاعرانو يو بل کتاب هم ليکلے شوے دے او انشاالله چې ستاسو په تعاون به ئې خپور کړم.ما ورته د خپل مکمل تعاون باور ورکړو او د دوئ دا زيار مې وستائيلو.
            ماصل خان اتش صېب ووئيل چې انشاالله چې کله دغه د مخ کتنې تاريخ فائينل کړو نو تاسو پسې به يو ځل بيا راشم..ما ورته ووئيل چې خدائے مو هر وخت راواله خو د مخ کتنې د پاره ستاسو په ټيليفون يادګيرنه به هم کافي وي او انشاالله چې زه به ضرور درځم.ما ورته زمونږ د ادبي ټولنې يو بل مسافر شاعر وزير بادشاه جانان صېب ذکر هم اوکړو چې هغه هم راوغواړئ انشاالله چې زه به هغه د ځان سره راولم.
            دوئ د مازيګر په وخت زما نه رخصت شول او ما حاجي شير اکبر صېب ته ټيليفون وکړو چې زه اوزګار يم که تاسو سره وخت وي چې لږ چکر ووهو.
            هغه راته د ما ښام اووه بجې د تيارېدو ووئيل چې انشالله بهر به ګرځو ځان تيار کړه.
            لږه شيبه پس زمونږ يو ډېر خوږ ملګرې ميجر ريټائرډ طارق محمود صېب په خپله سوزکي ډبه کښې راورسېدو.
            لږه شيبه پس زمونږ يو ډېر خوږ ملګرې ميجر ريټائرډ طارق محمود صېب په خپله سوزکي ډبه کښې راورسيدو.
            طارق محمود صېب سره زما پيژندګلو د ورلډ پښتون فاونډېشن په وساطت شوې وه.
            هر کله چې ۲۰۰۱ کښې مونږ د فاونډېشن غړي شو نو ميجر طارق محمود د پېښور د چيپټر مشر وټاکلے شو.
            ډاکټر زاهد ايوب په امريکه کښې مرکزي صدر شو.
            او داکټر کمال خان نائيب صدر شو.بيا وروستو زاهد ايوب صېب استعفٰى ورکړه.کمال خان صدر شو.عمر خان داوړ جنرل سيکرټري جوړ شو.
            په ۲۰۰۴ کښې زه د ورلډ پښتون فاونډيشن صدر وټاکلے شوم او د پېښور د مشرانو سره مو د خېبر يونين په هال کښې د اسلاميه کاج اولډ بوائز د پاره جوړ دفتر کښې ملاقاتونه هم وشول.
            هلته ميجر صېب طارق زه د ټولو ملګرو سره متعارف کړے ووم او د غرمې ډوډئ ئې راباندې هم خوړلې وه.
            هم په دغه موقع زما د پروفېسر اباسين يوسفزي صېب سره ملاقات شوے وو
            ميجر صېب ته چې کوم فنډز د تعليمي پروژو د پاره د فاونډېشن اوورسيز ملګرو راليږلې وو، هغه ئې ډېر په ايماندارئ سره صرف کړي وو او تر اوسه پورې ورسره چې کوم فنډ پاتې دے، ورسره امانت پروت دے او هر کال ئې زما مخې ته ږدي.
            ما ورته ليکلي ورکړي دي چې چرته مناسب سکول کالج ته ئې ورکړه يا اسلاميه کالج ته ئې په چنده کښې ورکړه.خو د ميجر صېب زړه مطمئن نه دے نو ځکه فنډ تر اوسه ورسره امانت پروت دے. (دا فنډ اوس تقسيم شوے دے).
            زه وائيم چې الله پاک دې ميجر طارق محمود غوندې پښتانه نور هم زيات کړي، چې د ملک او قوم په برخه د ښو خلقو تعداد زيات شي.
            ميجر صېب راته ووئيل چې د ګدون قبيلې مشهور مشر حاجي اجون خان جدون کتاب چهاپ شوے دے او دلته تاسو سره نزدې په تاج اباد کښې وسيږي نو که ستا خوښه وي چې هغه له ورشو؟
            کتابونه به ترې راوخلو او د يو تاريخ ساز مشر سره به ستا ملاقات هم وشي.
            زه د مشرانو په مجلس کښې ناسته ډېر په مينه کووم.
            ما فوراً ځان تيار کړو او د ميجر صېب په سوزکي ډبه کښې د اجون خان جدون ځائے ته لاړو.
            ملک اجون خان جدون د شپږ اتيا کالو چابک مشر په مخ چې زما نظر پريواته ،نو يو مسحور کن غوندي احساس مې په زړه کښې راوپاريدو.
            ډېر د رعب داب ښکلي کړۀ وړۀ او نورانې څهرې انسان دے لله پاک داسې مشرانو ته د صحت او ايمان سره ډېر عمر ورکړه .
            اجون خان جدون په نولس سوه دوه شپيتم کال عسوي ۱۹۶۲ کښې د مغربي پاکستان د اسمبلۍ غړے پاتې شوے وو او د ايوب خان مرحوم سره ئې پخه دوستي وه.
            اجون خان جدون د خپل وطن علاقه ګدون د پاره ډېر کار کړے دے
            حاجي اجون خان جدون خپل نوي چهاپ شوې د اردو او پښتو کتابونه راپيرزو کړل او د قومي ډائيجسټ يو څو کاپيانې ئې هم راکړې په کومو کښې چې د هغه د کتاب سلسله وار قېصه ميا شت په مياشت خپرېدله.
            زما ملاقات د حاجي اجون خان جدون سره يقينا چې ډېر ګټور وو.
            ما او ميجر صېب د حاجي اجون خان جدون سره چائے بسکټ وکړل او بيا زمونږ کور ته راستانۀ شو.
            ميجر صېب سره تقريباً يو ساعت ناستي نه وروستو حاجي شير اکبر صېب هم راغلو
            د حاجي صېب شېر اکبر به درته څه ووائيم؟
            يو اعلي تعليم يافته د پنځوسو کالو ځوان خو د څوارلسمې صدۍ سوچې پښتون ښکاري.
            هر وخت په سر ټوپۍ او ترخ کښي ئې د نري رخت څادر نيولے وي.
            مناسب قد نرۍ جماعتي سائز ږيره ،ښکلے جوسه د مينې محبت يو کامله مجسمه ده.
            دومره ريشتونے چې چا سره ئې د بېنک د نوکرۍ نه پريښودو پس ته د پراپرټۍ کاروبار په شريکه شروع کړے وو هغه د ځان نه په دې تهمت بېل کړو چې وروره په دې کاروبار کښې چې رشتيا وائې نو لږه موده پس به د سپين جماعت په خوا کښې کښې دواړه، په ريړه کښې، سبزي خرڅوو.
            حاجي صېب ئې بېل کړو او نن دواړه بېل بېل کار کوي.
            د حاجي صېب د شراکتي ډلې هغه ملګري ما ته قيصه کوله چې يوه ورځ راته يو سړي ووئيل چې دا کور راته خرڅ کړه.
            ما چې کله کور وکتلو نو هغه ته ما ووئيل چې ته بيغمه شه زه به درله کور خرڅ کړم خو که يوه روپۍ نيمه ستا په دغه د اتويشتو لاکهو بېعه شوي کور کښې مونږ ځان د پاره د پاسه کېښوله، چې بيا خفه نه ئې.
            ځکه چې مونږ هم بچو له مزدوري کوو.
            د کور مالک رضا شو.
            څو ورځې پس مونږ کور په ۳۳ درې ديرش لاکهه خرڅ کړو.
            چې کله مو پيسې واخيستې او اخيستونکي ته مو د پټواري دفتر ته د راتلو او د سټامپ د ليکلو او رجسټري کولو د پاره ووئيل ،نو ما او دغه د کور خرڅونکې لفافه په ترخ کښې په رکشه کښې کښېناستو. زړۀ کښې مې سوچ وکړو چې د پينځه لاکهه به څنګه ترې بيلې کړم؟
            ما په لاره کښې دا کوشش کولو چې دا ۵ پينځه لاکهه روپۍ په څه طريقه ترې بيلې کړم او خرڅونکې ته به اتويشت لاکهه ورکړم.
            په دې کشمکش کښې زه دغه ملګري وليدم او ما ته ئې ووئيل چې دا پېسې د لفافې نه ولې بيلوې؟
            ما ورته ووئيل چې ستا د اتويشتو لاکهو سره کار دے درته به ئې درکړم نور ته ولې فکر کوې؟
            هغه ووئيل چې ولې دا نورې پيسې؟
            ما ورته ووئيل چې ګوره تا ما ته د اتويشتو لاکهو بېعه کړې وه او تا له زه پوره رقم درکوم نور ستا څه کار دے چې ما دا کور په څو خرڅ کړے دے؟
            چې کله دا خبره هغه واورېدله نو يوه کريکه ئې وباسله او د روانې رکشې نه ئې پښې ښکته کړې چې دومره زياتې پيسې تا زما په کور واخستې ؟
            والله که ئې هډو خرڅ کړم او په مخه روان شو.
            نو حاجي شېر اکبر صېب د دې ګوټالو نه وو نو په مخه ئې بيل کړو دا بيله خبره ده چې حاجي شير اکبر له خدائے تعالٰى په خپل صداقت کښې پراخ رزق رسوي.
            حاجي صېب زه د يونيورسټۍ په روډ جوړ يو سلور ډريګون ريستوران ته ورسولم او د سپيشل تهائ سوپ ارډر ئې ورکړو.
            ما په زړۀ کښې دا فکر کوو چې پښتون قوم د وطن کشالو او لانجو له کبله بيخي غرئيز پاتې شوے دے او هيڅ سوشل سرګرمي نه لري.
            خو نن چې زه دغه ريستورانونو کښې ناست خلقو ته ګورم نو بيا مې د زړۀ ته تسلي وشي .
            دا بيله خبره ده چې دغه رقم ريستورانونو ته هغه نوکر پيشه خلق راځي چې د بل په جيب ګېډه ډکوي.
            ما د حاجي صېب په ډېر اصرار دغه بلنه قبوله کړه.او د فنګر فيش سره سره مې دغه تهائ سوپ وڅکولو چې پکښې د خېره سره جينګه هم وه.
            دا بيله خبره ده چې په دويشت کاله مسافرۍ کښې جينګه خوړل زما ذهن ونۀ منل.
            زه لا د حاجي صېب سره ناست ووم چې د بي لالا ټيليفون راغلو.
            وئيل هلکه افريديه څنګه ئې؟
            ما ورسره ګړه بړه وکړل او د ليدو خواست مې هم ورته وکړو.
            بي لالا وعده وکړه خو زما د رخصتۍ تر اخري ورځ پورې ښکاره نه شو. (بي لالا نن سبا زما سره په قطر کښې دے).
            په رېسټورنټ کښې حاجي صېب شير اکبر د تهائي سوپ نه پس چيکن کورن سوب هم راوغوښتو .زما په خيال شير اکبر حاجي ته دغه تهائي سوب څه خاص خوند نه وو ورکړے نو ځکه ئي يوه بله غټه ډونګه د روايتي چکن سوپ راوغوښته چې يقيناً په ما او شير اکبر حاجي دا خوړل لږ زيات هم شول.
            چې د ريسټورټ نه بهر راووتو نو ډېر ښائسته باران شروع وو.
            د پاکستان د موسمونو ښکلا په نوره ټوله دنيا کښې نۀ ليدل کيږي.
            په اوړي کښې باران، خوندور پسرلې،خزان ،ژمے ،اوړے او تاودې سړې هواګانې به تاسو ته په ټول کال کښې څو څو ځله مخې ته رادرومي.
            افسوس دا دے چې دغه موسمونو ته زمونږ هغسې تيارے نۀ وي نو کله کله دغه خواږه وختونه سړي ته د مشکلاتو او ستونزو سبب شي.
            د شپې ناوخت زه حاجي صېب کور ته ورسولم.او په کور کښې د کوزيدو سره سم مې سبا له د خېبر ريډيوسره د مرکې د پاره د لائق زاده صېب سره تماس ونيوو.
            سبا تقريبا لس بجې مونږ دواړه د کور نه روان شو.څه وخت پس جمرود ته ورسيدو.
            ګورنمڼت هائي سکول جمرود ته مخامخ جوړ يو مارکيټ نه مو د باړې او جمرود يو متحرک او ملنګ شاعر رياض افريدي هم راوچت کړو.د رياض سره غائيبانه تعارف خو زما وو ولې مخامخ مو سره ليدل کتل نه وو شوي.
            رياض افريدي ته لائيق صېب د مخکښې نه ټيليفون کړے وو.
            هغه زما په ليدو ډېر خوشحاله شو.
            او مونږ درې واړه په تحصيل جمرود کښې جوړ ايف ايم ريډيو خيبر ته روان شو.
            هلته مو د طيب افريدي،او زما کليوال سيد نذري افريدي پرته دوه نورو پروډيوسرانو سره هم ليدل وشول.
            د لائيق په ليدو هغوئ نور هم زيات خوشحاله شو.
            ځکه چې لائق زاده د دوئي سنئير او استاذ وو.
            څه شيبه مو ګپ ښۀ ګرم کړو.بيا زه د يو اناؤنسر لحاظ احمد سره سټوډيو ته ننوتم
            حکومت پاکستان دا ريډيو سټيشن د رائے عامه سمولو په خاطر جوړ کړے دے ځکه چې د پښتنو په سيمه کښې نن چې کومې ستونځې کشالې او مشکلات دي هغه به يقينا چې په تاريخي پاڼو کښې تل څرګند وي . خدائے دې وکړي چې په دا سيمه امن راشي.
            د حکومت دا کوشش په خپل ځائے صحيح دے خو نن د ميډيا دور دے او نورې مستندو رسنو او خبريالو ادارو ته د خلکو ښه په اسانه رسېدل ممکن شوي دي .نو په دغه سوب نن سبا خلق ډېر هوښيار دي او د حکومتونو په غلطو پاليسواو انتظامي کمزوروښه خبر دي.لهذاداسې قسم ريډيو ته څوک ډېر غوږ نه نيسي.البته بيا هم د د غه ريډيو سټيشنونو يو خاص اوريدونکي وي چې زياتره نن سبا د دوئ سره په ټيليفوني مرکو او فرمائيشونو ځان مصروف ساتي.
            د ريډيو مرکې نه وروستو مونږ يو ځل بيا د پېښور په لوري روان شو.
            په جمرود کښې د سکول سره نزدي مارکيټ کښې مو يو ځل بيا د رياض افريدي نه شوملې وڅښلې.او د هغه نه مو رخصت واخستو.
            رياض لکه د سوچې پښتنو ډېر خوږ ،مهمان نواز، او محنتي پښتون دے.
            د رياض په کلام کښې پختګي ده.شعر ئې په ادبي معيار پوره او په لغوي تراکيبو او شعري محاسنو مزين وي.
            د خېبر د شاعرانو يو خپل رنګ دے،چې د رياض په کلام کې هم ليدلے شي.
            ما او لائق زاده صېب د راستنيدو نه پس پښتو اکيډمئ ته لاړو.د ورتلو نه مخکښي مو د اکيډمۍ د محترمې ډائرکټرې صاحبې سره په ټيلفون تماس ونيوو چې که د هغې اجازت وي نو مونږ به يو څو شيبو له د ملاقات د پاره ورشو.
            د چهټۍ وخت وو خو محترمې ډائرکټرې صاحبې راته په روڼ تندي د ملاقات وخت راکړو.
            مونږ د هغوئ دفتر ته ځان ورسوو او د چائيو بسکټو توا

            _________________

            Comment


            • #7
              مونږ د هغوئ دفتر ته ځان ورسوو او د چائيو بسکټو تواضع سره ئې زما او د لائق صېب ميلمستيا وکړه.د رخصتيدو په وخت ئې د اکيډمۍ درې مياشتيزه مجله پښتو او د پروفيسرطه خان د رحمان بابا په اردو کښې ترجمه شوے ديوان هم يوه يوه نسخه راپيرزو کړه.مونږ ئې د زړه د تل نه مننه وکړه او بيا د هغې د دفتر نه راووتو.وخت ډېر وو ما او لائق صېب فېصله وکړه چې د وزيربادشاه جانان کلي ځنګلي ته د هغه د ملاقات د پاره لاړ شو.
              ما او لائق زاده صېب په نوي کلي ورغلي سړک د وزيربادشاه جانان کلي ځنګلي ته روان شو .مونږ د هغې نه وړاندې جانان صېب ته څو کرته ټيليفون وکړو خو د هغه ټيليفون بند وو.
              مونږ چې کله ځنګلي ته ورسيدو نو د جانان صېب کور ته په پوښتنه ورسيدو..د جانان صېب کور ما د اول نه هم ليدلے وو خو ورځ تر ورځه د ابادۍ په زياتېدو په سيمو او کلو کښې تبديلي او تغير راځي نو ځکه ما په خپل اټکل پېدا نۀ کړو او د کلي والو په مرسته مې ځان ورورسولو.
              د بده شامته هم په دغه ورځ جانان صېب خپل ابائي کلي پستوني ته تللے وو.
              د پستونې په يو ټيليفون مو ورسره رابطه وشوه خو اواز ئې سم نشو اوريدلے نو په دغه سبب مو ورسره سم زړۀ تش نه کړے شو.
              ما او لائيق زاده صېب بيرته د ډرئيور سيد حبيب خورئي په مرسته اول پېښور ته او بيا خپلو کورونو يونيورسټئ روډ په لور روان شو.
              لائق زاده صېب مو په راحت اباد کښې کوز کړو او بيا وروستو زه خپل کور ته روان شوم.
              په سبا زه خپل کلي باړې ته لاړم هلته مو هم د څو خپلوانو سره ملاقاتونه وشول.د ماښام چې راتلم نو ماصل خان اتش او هارون رشيد ټيلفون وکړو چې د هغه د کتاب "پشتو ادب کے معمار" کتاب مخ کتنه به د خېراباد په يو پرائيمري سکول کښي د عبدالله جان معموم صېب د کتاب خواږه تراخه سره په شريکه په 2۷ مارچ2۰۰۸ کيږي.
              هغه زما اود وزير بادشاه جانان نومونه د مشرانو ميلمانو په توګه ټاکلي وو.
              اود صدارت د پاره ئي د ريډيو پاکستان سټيشن ډائرکټر نورالبصر صېب نوم خوښ کړے وو.
              نور البصر او عبدالله جان مغموم دواړه د ريډيو سره تعلق لرونکي دي.
              نور البصر د ريډيو سټيشن ډائرېکټر شو او مغموم صېب بطور صداکار ارټسټ ريټائرډ شوے وو . د دواړو د ملازمت په رتبه کښې واضحه فرق وو خو د مغموم صېب نوم د اديب او شاعر او يو ځانګړي صداکار په طور ډېر معتبر دے.
              د پښتنو په کلواو بانډو کښې د رېډيو اوريدو نکي ډېر دي او ريډيو د دغه بې تعليمه اولس په ډېره ښۀ طريقه علمي او کلتوري روزنه کولے شي.
              د عبدالله جان مغموم خدمات په دغه حقله د ډېرې ستائينې وړ دي.
              مغموم صېب يو روماني شاعر هم دے او د نثر ښه ليکونکے هم دے.
              مغموم صېب په خپل ټول ژوند کښې د خپل اولس د اصلاح په غرض د رېډيو په وسيله ښۀ ډېر خدمت کړے دے.
              د مغموم صېب د خدماتو په اعتراف کښې د حکومت پاکستان له خوا په صدارتي ايوارډ تمغه حسن کارکردګي (جائزه( هم نمانځلے شوے دے.
              په دغه دستوره کښي د معموم صېب په کتاب "خواږه تراخه" (منثور) او د هارون رشيد صېب کتاب پشتو ادب کے معمار" (اردونثر) باندې د خېراباد ادبي ټولنې ټولو ملګرو شاعرانو او اديبانو خپل خپل تا ثرات په منظوم او منثور شکل کښې وړاندې کړل په ميلمانو شاعرانو کښې ډاکټر زبېر حسرت، سيد صابر شاه صابر، ښاغلے ماصل خان اتش(کوربه)، نورالبصر او راقم الحروف خپل کلامونه او مقالې واورولې.
              وزير بادشاه جانان د بيمارۍ له کبله په دغه دستوره کښې شريک نۀ شو.
              د غونډې په پائ کښې ما او زما خورئي سيد حبيب د ملګرو نه اجازت وغوښتو او د مازيګر وخت خپل کور ته راروان شو.
              په لاره چې راتلو نو د اکوړي سره نزدې اجمل خټک بابا راته مخې مخې ته کيدو خو ناوخته وو نو ما فکر وکړو چې اول خو دا وخت مناسب نۀ دے او بل بيمار هم دے او ضيف هم دے
              هغه ته که چا ووئيل چې فيروز راغلے دے نو ارومرو به ما سره ليدل وغواړي او به داسې حالت کښې د هغه د صحت د پاره احتياط پکار وو.
              ما وئيل چې پکار خو دا وه چې د دې غونډې نه وړاندې د هغه پښتنې او ديدن له راغلے وے خو بس په پاکستان کښې يو کار هم سړے سر ته نۀ شي رسولے.
              زمونږ به د شپې اراده يوه وه او سحر به هغه په څه نه څه وجه بدله شوه او په بله مخه به روان شو.
              خېر زړۀ کښې مې پخه اراده وکړه چې انشاالله يو څو ورځو کښې به ورله په خصوصي توګه هم د دۀ د ليدلو په غرض راځم.
              په سبا مې وزير بادشاه جانان ته زنګ ووهلو او د هغه د بيمارۍ تپوس مې وکړو.
              هغه ووئيل چې اوس خو ښۀ يم خو د پروګرام نه پاتې شوم.
              جانان صېب دا هم ووئيل چې که ستا خوښۀ وي نو د اجمل بابا ليدلو ته به لاړ شو.
              ما ورته په ځواب کښې ووئيل چې هغه له زۀ په خصوصي توګه تلل غواړم خو که تۀ غواړې نو دواړه به لاړ شو.
              جانان صېب زما په دا خبره ډېر خوشحاله شو او زر تر زره ئې د تللو اراده څرګنده کړه.
              جانان صېب سره ما دا خبرې وکړې او بيا زۀ په خپلو کارونوکښې بوخت شوم. هم دغه ورځو کښې د پښتو ژبې يو نوم وړے اولوئےي شخصيت د حمزه خان شينواري خوږ يار ارواښاد ميا عبدالرحمٰن لوګے صېب هم په حق ورسيدو.
              د هغه ټوله شاعري د معاشرې او اولس په اصلا ح باندې ليکلے شوې ده.
              د لوګي صېب کمال دا دے چې د لويو لويو شاعرانو او بيا په تېره د حمزه بابا سره دومره داوږد تعلق لرلو برعکس هغه خپل ځا نله يو ځانګړے اسلوب او طرز تحرير لرلو.
              لوګے صېب مرحوم کل وختي شاعر وو.هغه که په هر ځائے کښې وسيدو يا چرته هم دېره وو حتٰى چې په جېل کښې ئې اته کاله تېر کړي وو بيا هم د هغه شاعري د زمان او مکان له قيده ازاده په خپل انداز کښې ګړندۍ روانه وه.
              په جيل کښې ئې د بندي خانې او بنديانو د اصلاح په نيت يو منظوم کتاب هم ليکلے وو.او هم دغه شان د کابل او حج سفرنامواو د خپلو شعري مجموعو پرته د حمزه صېب په ژوند او فن يو کتاب زه او حمزه هم تاليف کړے وو.چې د پښتو په کلاسيک ادب کښې ليکلو شوو کتابونو کښې شميرلے شي.
              زما سره خو د لوګي صېب تعلق وو خو د وزير بادشاه جانان صېب سره ئې د استاذ او شاګرد رشته وه.
              د لوګي صېب مرګ په جانان صېب يو ژور اثر غورزولے وو.
              جانان صېب سره هر وخت په حجره کښې دېره وو. دا لوئے شاعر څه وخت وړاندې کراچۍ ته د ګردو د علاج د پاره تللے وو خو هلته جوړ نۀ شو او پېښور ته ئې ځان راورسولو.
              بيا په کمپليکس هسپتال کښې داخل شو.
              يو نمسے به ورسره وو. هغۀ به ئې تيمارداري کوله.
              يو ماښام ئې خپل نمسي ته ووئيل چې بچيه سوزوکي راوله زما وخت پوره شوے دے.
              ټولو خلکو ورته منت زارۍ وکړې خو د لوګي صېب فېصله د کاڼي کرښه وه او بيا د خپل ساز او سامان سره د شپې خپل کور زيارت کاکا صېب ته ئې ځان ورسولو.په بل سبا مازديګر ئې خپل ځان خالق د کائينات ته وسپارلو.
              زما د دغه لوئے انسان په حقله دا رائے ده چې په خپله غريبۍ کښې دا سړے يو بادشاه وو.چا ته هم په ژوند کښې ټيټ شوے نه وو د رحمان بابا د شعر مکمل تصوير وو

              د ريا خرقه ئې خدائے مکړه په غاړه
              رحمان کوږ دستار تړلے قلندر دے
              د لرغوني شاعرانو پرته د هيچا د شاعرۍ نه متاثره نه وو،په 2۱ صدۍ کښې د اوولسمې او اتلسمې صدۍ سوچه پښتون ښکارېدو.هر وخت به ئې قوله لنګي په سر او دروند واسکټ اچولے وو.په غوږونو دروند وو نو هر وخت به ئې غوږونو ته د لوړ اواز اوريدلو مشين لګولے وو.
              د نني دور په شاعرانو کښې ئې د حمزه بابا شاعري خوښه وه.
              د لوګي صېب دومره دلچسپ واقعات دي چې که ستاسو په وړاندې مې بيانول شروع کړو نو زما دغه مضمون به بل مخ واوړي او د خپل اصل خيال نه به واوړم.
              زه د لوګي صېب د مرګ نه وزير بادشاه جانان صېب خبر کړم.
              جنازې ته ئې جوړ نه شوم ځکه چې په دغه ورځ ډېر لوئے باران او جړۍ شروع شوې وه او هيڅ د ودريدو نوم ئې نه اخيستو.
              بل زما ډېر زيات ساړه هم کيدلو او لږ غوندې بيمار هم ووم .
              خو په هر صورت د هغه د جنازې نه د پاتې کيدلو خفګان اوس هم زما مل دے.
              د لوګي صېب د مرګ خبر ما خپلو ملګرو ته هم ورکړو .اباسين صېب خو چرته د ښار نه بهر تللے وو او د اے وي ټي خيبر خالد خان مې هم په تيلويزيون د خبر ورکولو په خاطر خبر کړو خو متاسفانه چې ټي وي خو څه کړې چرته په اخبارونو کښې هم په وخت خبر خپور نه شو.
              جانان صېب د لوګي صېب جنازې ته ځان ډېر په مشکل حالاتو کښې رسولے وو.
              په اوبو کښې ورته موټر هم ډوب شوے وو خو بيا ئې هم په څه چل هنر ځان جنازې ته ورسولو.
              په څوارلسم اپريل جانان صېب سحر اته بجې د ټيلفون زنګ ووهلو چې که دې خوښه وي چې د اجمل بابا کور ته د ليدلو د پاره لاړ شو.
              ما ورته ووې چې خوښه مې ده ځان تيار کړه زه ستاسو کور ځنګلي ته درځم او د هغې ځائے نه به د بابا کور ته هم لاړ شو او د لوګي صېب مقبرې ته به هم حاضري وکړو.
              زه او سيد حبيب د جانان صېب کور ته روان شو هلته د هغه زوړ شاعر ملګرے او ټهيکدار يوسف مياں هم ناست وو او بيا لږه شيبه پس زه ،جانان صېب او مياں يوسف د اجمل بابا کور ته د تلو په غرض اکوړي ته روان شو.
              د اجمل بابا سره زما د څو کالو راسې درې څلور خصوصي ملاقاتونه شوي وو. زۀ چې هر کال په رخصتۍ وطن ته راځم نو يوه ورځ د بابا د ليدلو په خاطر په خصوصي توګه اکوړي ته ځم.
              بابا ډېر په مينه ما سره کله د خوشحال بابا مزار ته کله د اټک سيند ته او کله خېر ابادسره د کارتوس په مقام کښې ناسته وکړي او او په خپلو قيمتي ملغلرو خبرو مې مستفيد کړي.
              دا هر څه د خير اباد د اباسين ادبي ټولنې د ملګرو په برکت چې په خصوسې توګه د ګران ماصل خان اتش او ښاغلې هارون رشيد صاحبانو او د هغه د ملګرو په وساطت کيږي.
              د ذاتي اختلافاتو باوجود که زه دلته د صابر شاه نو م وانخلم نو دا به زما د رپورتاژ د دغه ليکنې سره خيانت وي.
              زما ټوله پيژندګلو د پښتونخوا اکثرو شاعرانو سره د صابر شاه په وساطت شوې ده.
              بابا يو ځل زه په خصوصي دعوت خپل کور ته رابللے ووم او بيا ما سره بنفس نفيس د خوشحال بابا مزار ايسوړو ته هم تللے وو او هلته ئې د خوشحال بابا د مزار په حقله د خوشحال خان د نمسو، د خټکو په رويو،او د خوشحال ادبي ټولڼې ملګرو په اړه خبرې هم کړې وې.
              بابا ما ته د خوشحال خان بابا د شاعرې لور حليمې بي بي د قبر په حقله فرمائيلي وو چې د دغه بي بي د غه مخامخ قبر مونږ هغه وخت وپيژندو کله چې مونږ دغه قبرونه بيا رغول نو د بي بي د قبر د خاور په ډېري د هغې د قبر کتبه(خازۀ( راوتلې وه چې بيا مونږ دغه قبر په دغه وسيله وپيژندو.
              سږ کال بابا د کوره وتلے نه شي ځکه چې ډېر ضعيف شوے دے.
              وطن ته د راتلو نه وړاندې ما بابا ته ټيليفون کړے وو چې انشاالله وطن ته درشم نو ستا ليدلو له به اکوړي ته درځم.
              د نن دغه تګ هم د هغې وعدې ايفا کولو په غرض وو.
              جانان صېب، زۀ او يوسف کاکا خېل د پښتون تاريخ د لوئے او عظيم ژوندي ليجنډ کور ته څه کم دولس بجې ورسيدو.
              هلته په حجره کښې د بابا خورئي او زوم راته په روڼ تندي ستړي مه شي ووئيل
              هغه ته مونږ خپل غرض او غايت وښوو .او دا مو ورته هم ووئيل چې که بابا اودۀ وي نو چې تکليف ورنکړې.
              هغه ووئيل چې زه به په کور کښي وګورم او پوښتنه به وکړم ځکه چې تاسې د دومره لرې نه راغلي يئ نو ليدل کتل ئې خامخا وکړئ. لږه شيبه وروستو هغه راستون شو او په ډېره مينه ئې مونږ د بابا د کور په ډيوډۍ کښې جوړې شوې يوې کمرې ته ورسولو چرته چې بابا د مخکښې نه زمونږ په انتظار کښې په يوه صوفه کښې کښينولے شوے وو.
              زما نظر چې څنګه په اجمل خټک بابا پرېوتو نو په منډه د ټولو نه وړاندې د هغه خوا ته ورغلم د هغه لاسونه او تندے مې ښکل کړو.
              زما نه پس يوسف مياں او وزير بادشاه جانان صېب د اجمل بابا سره ستړي مه شي وکړل ،بيا اجمل بابا مونږ ته د ناستي اشاره وکړه.
              د بابا د صحت پوښتنه مو وکړه هغه راته ووئيل چې زما طبي ټيسټونه صحيح دي خو د کمزورتيا له وجې د کټ نه پاسيدے هم نشم.
              اوس هم په بړستن کښې پروت ووم چې راته چا ووئيل چې فېروز راغلے دے نو ما ورته ووئيل چې فيروز راله خامخا راوله.
              بابا مونږ په دغه ورځ خبر کړے نه وو ځکه چې مونږ په خپلو کښې دا مشوره کړې وه چې اکوري له به ورشو که روغ وو نو انشالله چې ملاقات به وشي او که زيات بيمار وو يا اودۀ وو نو زمونږ پوښتنه به هم ضروري وي چې د دغه پښتون ستر ليکوال او شاعر د پاره د نن ورځ مونږ ټاکلې وه.
              د اجمل بابا مينه او شفقت وو چې د دومره بيمارۍ او ضَغف په حالت کښې ئې هم مونږ و بللو او راسره ليدل کتل ئې وشول.
              اجمل بابا خپل نمسي ته ووئيل چې دوئ له فوراً چائے راوړه.
              او بيا ئې زمونږ ه د قطر د ملګرو او پښتنو پوښتنې وکړې.
              بابا راته ووئيل چې د قطرد پښتنو پښتو ته چې ګورم نو دا خلک مو راباندې نور هم درانه کړل.
              بيا ئې راته ووئيل چې کوشش کوئ چې پخپلو کښې مو اتحاد او اتفاق وي.
              هغه وفرمائيل چې د بهرنو هيوادونو نه د پښتو په نوم پيسې رادرومي، د ناروے،جرمني،ډنمارک او نورو هيوادونو نه د پښتو ژبې او ادب په نوم پيسې راځي او بيا دلته خلک د يو ځايه دوه دوه او درې درې رسالې او مجلې اوباسي.داسې قسم مقابلې د پښتنو تر منځ اتفاق نه راولي بلکې د دې نه نفاق او بې اتفاقي جوړيږي.
              لږه شېبه پس جانان ما ته اشاره وکړه چې زه بابا ته خپل نظم اورول غواړم زما نه وړاندې بابا د جانان په اشاره پوهه شو او ورته ئې ووئيل چې نظم واوروه.
              په دومره ضعف او پيرۍ کښې هم د بابا حواس لکه د زلمو په شان تېز دي.
              ما ته هغه ورځ راياده شوه چې درې څلور کاله وراندې د اجمل خټک صېب سره زما وړومبې ملاقات په تهکال کښې شوے وو او ماته ئې بار بار وئيل چې نظم واوروه.ما به په ياده څو شعرونه واورول او هغه به بيا ووئيل چې بل ووايه..ما به بيا د بل نظم يا غزل څو شعرونه واورول او هغه به يو ځل بيا د داد سره سره فرمائيش وکړو .خدائے شته چې ما ته ګرانه ځکه وه چي يو خو ما سره دومره شاعري نشته،بله خبره دا ده چې راته ياد هم نه وو او دريمۀ خبره دا چې د پښتو نظم بابا ته نظم اورول څه معمولي خبره نه ده.
              ما اوريدلي وو چې اجمل خټک به کله په کابل کښې په جشن استقلال کښې نظم اورولو نو پوره سټيډيم به داسې خاموش شو لکه چې يو کس هم نه وي او خالي شوے وي.
              يو سحر به په سامعينو وشو او بېخې به خاموشه شول.
              جانان صېب شائيد د اجمل بابا د شعري عظمت نه خبر نه وو او که پخپله شاعري مطمئين ډېر وو خو چې بابا ورته اشاره وکړه نو جانان يو نظم واورولو چې يقيناً په نني حالاتو ډېر ښۀ کوشش شوے وو او اجمل بابا ئې ډېر زيات تعريف وکړو او بيا ئې د جانان ا صېب نه پوښتنه وکړه چې په قطر کښې نور شاعران هم دغسې شاعري کوي؟ ما او جانان ورته ووئيل چې ماشالله ټول ښه خواري کوي او شاعري ئې هم ښه ده.
              اجمل بابا ووئيل چې د قطر دا پښتانه په ما ډېر ګران دي.
              بيا ئې جانان صېب ته ووئيل چې تا خو پخپله خوښه نظم واورولو اوس زما په فرمائيش هم يو نظم واوروه .
              وزير بادشاه جانان يو بل معرىٰ نظم وړاندې کړو د بابا په سترګو کښې اوښکې وځليدې او ډېر په غريوژن او ژړغوني انداز کښې ئې جانان ته داد ورکولو.
              بيا ورپسې ئې د يو بل نظم فرمائيش هم ترې وکړو.
              جانان لکه زما غوندې بې پرواه خو نه وو د ځان سره ئې خپل پوره بياض راوړے وو او هم د دې ورځې په ارمان وو.
              دريم نظم او ورپسې يو غزل ئې هم واورولو.
              د اجمل بابا نظمونه او غزل ډېر خوښ شول او ښۀ داد ئې ورکړو.
              لږه شيبه پس موسىٰ جان راغلو او بابا ته ئې ووئيل چې هارون الرشيد او ماصل خان اتش هم د بابا سره ليدل غواړي.
              بابا موسىٰ جان ته ووئيل چې هغوئ راوله.
              موسىٰ جان د هغوئ راوستلو د پاره حجرې ته لاړو.
              بابا سره زمونږ د ملاقات نه لږه شيبه وړاندې ما اتش صېب ته ټيليفون کړے وو چې مونږ د بابا ځائے ته رسيدلي يو او تاسو که مونږ سره ليدل غواړئ نو دلته راشئ.
              هارون او اتش صاحبان دواړه په مونږ پسې د اجمل بابا ځائے ته راغلل او بيا هغوئ موسىٰ جان د کور ډيوډئ سره لګيدلې کمرې ته رادننه کړل.
              هارون رشيد د اردو او پښتو بسيار نويس اديب او شاعر دے د پښتو ادب او تاريخ په حواله ئې په لږ وخت کښې ډېر کار کړے دے او زۀ چې کله هم پاکستان ته د رخصتۍ تېرولو د پاره ځم نو هارون او ګران ماصل خان اتش صېب په اټک کښې زما ميلمستيا کوي او يوه مشاعره هم راجوړوي.
              ماصل خان اتش يو ډېر ښه انسان دے د پښتو ژبې او ادب نامتواو ستر شاعردے.دوئ دواړه چې کله کيښناستل نو بابا ورته ووئيل چې تاسو دواړو نه ځکه ګيله نه کوم چې دواړه ډېر مصروفه ئې.بيا د چائي څښلو د پاره ئې ورته ووئيل .
              دا درې واړه د داسې سيمې سره تعلق لري چې د پښتنو ګڼ شمېر جنګونه هم په دغه ځائے د مغلې لښکرو سره شوي دي.
              دا د داسې سيمې بچي دي چې د چا د نيکۀ خوشحال خان خټک او هغه د سرتېرو په بدرګه به د مغل لښکرې تېرېدلے شوې.
              اجمل بابا جانان صېب ته بيا ووئيل چې دوئي ته هم څه واوروه.
              جانان خو دغه د خدائے نه غوښتل او سم دستې ئې خپل بياض ته لاس کړو.
              جانان چې ما ته وکتل نو ما د بابا د ضعف په خاطر جانان صېب ته د ناخوښۍ تاثر ورکړو.
              جانان هم د زمانو مسافر دے او په معمولي اشاره هم پوهيږي بياض ئي ورو غوندې بند کړو او اجمل بابا ته ئې ووئيل چې بابا د دوئي سره خو زمونږ ليدل کتل کيږي او بيا به چرته خپل کلام واوروم.
              زما خواهش دا وو چې د دې عصر د نظم پلار ته خپل يو نظم نيم واوروم او الله زما خواهش پوره کړو.
              ما جانان صېب ته ووئيل چې جانانه
              يقينا تا ډېر ستر جرات وکړو چې د نظم بابا ته د خپل کلام واورولو.او بيا ستا لويه خوش بختي ده چې د بابا نه ئې د د خوښې او ستائينې سند هم واخست.
              جانان په خندا شو او ماصل خان ته ئې ووئيل چې فيروز ته ګوره چې په ما ئې د بابا تعريف نه پيرزو کيږي.اخير تربور دے کنه.
              څه لږه شيبه پس ما ملګرو ته ووئيل چې بابا بيمار دے او ضعيف دے نو که ستاسو خوښه وي چې ترې رخصت واخلو.
              بابا په ډېره مينه مونږ رخصت کړو چې بهر راووتو نو ما ماصل خان اتش صېب او د هغه ملګري هارون الرشيد ته ووئيل چې تېر کال زۀ د ستاسو او د اجمل بابا په جلب کښې د لوئے پښتون قهرمان خوشحال بابا زيارت له تللے ووم خو دا جانان صېب لا تر اوسه د هغه د مزار د زيارت نه محروم دے نو که مو خوښه وي چې ايسوړو ته لاړ شو.
              مونږ ۵ کسان د اتش صېب په ګاډي کښې د اکوړي په جنوب کښې پرتو غرونو طرف ته روان شو چرته چې د دنيا لويه هستي پښتون شناس شاعر حضرت خوشحال خان بابا د مغلو د اسپو د پښو د ګردونو نه ډېر لرې په ايسوړو کښې په ابدي خوب ويده دے دا علاقه د مياګانو ده چې کله د بابا مرقد ته ورسيدو نو يو ځل بيا د غم وريځي راخورې شوې. د بابا د مرقد حالت ناګفته به وو. (اوس پرې کار روان دے)
              ګډې بيزې ئې په مزار کښې ګرځيدې.نامکمل مزار ئې هم هغسې وران ويجاړ پروت وو،ورسره جوړو کمرو نه خلکو د بجلي تارونه دروازې او کهړکۍ ويستلې وې. د ټول کلي ګډې بيزې پکښې ګرځيدې.ورسره نور قبرونه هم په بد حال وو ورسره نزدې کلي د خلکو عدم دلچسپي د حيرانۍ منظر وړاندې کولو.
              مونږ يو ځل بيا سوړ اسويلے وويستو او د پښتون قام د خپلو اسلافو سره په دغه بې قدرۍ راته ډېر افسو س راغلو
              څه لږه شيبه پس د فاتحې نه وروستو مونږ د اکوړي طرف روان شو
              چې اکوړي ته راروان شو نو د خوشحال بابا د شخصيت يو رعب او ژور اثر راباندې حاوي وو.
              د افسوس او ملامتۍ يو احساس راباندې هم سکونډارې لګولې.د پښتون قام په ، بې وسۍ او بې حسۍ هم راته ژړا راتله،زمونږ نه ملنګان او تارک الدنيا خلک هم تکړه دي. خو افسوس چې د پښتون قام ملي او قامي غيرت مړ دے ځکه خو ورته خپل اتلان سپک دي.
              په په دغه کشمکش او سوچ او فکر کښې د ايسوړو نه بيا اکوړي ته راورسيدو.د مانځه وخت وو او د عربو په لامحدوده دولت جوړ يو ښکلي جماعت ته وردننه شو.
              دا جماعت دومره پلن،لوئے او ښکلے جوړ شوے وو چې ورته حيران پاتې شوم.
              د عربو د سويدي فيملي د يو کس په نفقه د شير علي باچا په لاس جوړ شوے جماعت او مدرسه يقينا چې د دارلعلوم حقانيه په مقابله کښې وهابي مسلک لرونکو هلي ځلي د سړک په غاره ښه په ښکاره د مسلمانو په مينځ کښې د تفرقې او مسلک پرستۍ ښکاره ثبوت پيش کولو.
              اوس دغه ته ضرورت وو او که نه وو نو اهل علم و دانش په دې خبره ښه پوهيږي.
              زما ذهن يو کس طرف ته لاړو چې زۀ ګمان کووم او کيدے شي چې هم دغه شيرعلي باچا وې چا چې ټول عمر د قطر په محکمه شريعه کښې تېر کړے وو او سره د بال بچ سلفي شوے وو.
              سلفيان ښۀ دي که بد،دا زما د تشريح وړ مسئله نه ده خو دا حقيقت دے چې دا کس په ټول قطر کښې هيچا هم د پښتون په نوم نۀ پيژندو او نه ئې د يوې آنې کار کوم پښتون له د پښتو په نوم کړے دے.
              الله پاک به په دينې اعمالو بخښلے وي خو که پښتني اعمال هم د بخشش يوه ذريعه جوړېدے نو والله که چرته د جنت بوئي هم پرې لګيدلے وے.

              _________________

              Comment


              • #8
                کښې سلفي پېش امامان دي.
                د مانځه نه وروستو مونږ په کابل بغلان نومې ريستوران کښې د غرمې ډوډۍ د ماصل خان اتش په ډېر اصرار وخوړه.زما خو پرهيز هم وو او د هوټل ډوډۍ نه ځان هم ساتم خو رشتيا دا دي چې په دغه ورځ د بغلان کابل د ريستوران کبابو ډېر خوند راکړے وو.
                د کابل بغلان دا ريستوران د کابل د علومو اکيډمۍ د مشر عبدالله بختاني صېب د خورئي دے او اوس مې دا يقين کيږي چې خورئئ د ماما د مکتب فکر ملګرو په خاص توګه د خوند او لذت ډک دا طعام په مينه تيار کړے وو چې ګني د ماما دا ملګري خوشحاله رخصت شي.
                که دا جذبه وه او کنه خو زما سلام ماما او خورئي او کوربنو هارون او اتش صاحبانو ټولو ته دے چې ډېره موده پس ئې د چپلي کباب په خوند زمونږ طبعيت ښه کړے وو.
                زما خورئيے سيد حبيب مونږ سره په ډوډۍ کښې شريک نۀ شو ځکه چې هغه د اجمل بابا په حجره کښې ډوډۍ خوړلې وه.
                څه د پاسه په درې بجې مونږ د کوربنو نه رخصت واخيستو.په تلو تلو کښې راته ماصل خان اتش د ستر پښتون خوشحال خان خټک په حواله رابللې غونډې کښې دشرکت د پاره کارډونه راکړل چې په نوښار کښې د حج خان په ديره کښې په اولسم اپريل ۲۰۰۸ کښې ئې تابيا شوې وه .
                دوئ ووئيل چې تقريبا ۵۰۰-۶۰۰ کسان رابللي شوي دي

                ما ته حاجي ايوب خټک څو ورځې اګاهو هم وئيلي وو چې تاسو د ۱۶ اپريل ټکټ يوې اونۍ ته وځنډوئ او په دغه پروګرام کښې ارومرو برخه واخلئ.
                ما د هغه سره د ټکټ وروستو کولو خوښه ښکاره کړه.
                خو متاءسفانه چې خپل سفر مې وځنډوو او پخه اراده مې هم وه خو بس دغه پروګرام ته په څه سبب حاضر نه شوم چې يقيناً زما طبعيت په بيا ډېر خراب وو.
                دغه غونډه د بابا د مزار په حقله چې کومې ۲۰ لاکهه روپۍ د حکومت ګرانټ منظور شوے وو د هغې دپاره ئې يوه جرګه رابللې وه چې په دغه مزار دا رقم څنګه او په څه طريقه مصرف کړے شي.
                دغه غونډې ته د ټولې صوبي شاعران اديبان رابلل شوي وو.
                د اکوړي نه چې نوښار ته راورسېدو نو يوسف مياں صېب راته د حج خان حجره په حکيم اباد کښې په نخښه کړه.
                مونږ چې کله د نو ښار نه راتير شو نو په لاره کښې باران شروع شو.
                په لاره کښې مو يو ځل بيا د مياں عبدالرحمن لوګي مرحوم خبرې شروع کړې.
                څوک چې لس ورځې مخکښې په حق رسيدلے وو.
                زمونږ دا ارده وه چې د لوګي صېب قبر ته به حاضري کوو خو په لاره کښې راسره د لوګي صېب مشر ځوئے مياں قرېش مخامخ شو.
                هغه ووئيل چې زه خو ځنګلي ته روان يم.
                مونږ ورسره د لارې په غاړه د مياں صېب لاس نيوه او دعا مغفرت وکړه او هغه مو ځنګلي ته وليږلو.
                او مازيګر څلورنيمې بجې چې کله د جانان صېب کلي ځنګلي ته ورسيدو نو قرېش هلته موجود وو.
                د جانان صېب په کور کښې مو ښې ګرمې چائې وڅښلې او بيا کور ته راروان شو.
                په لاره کښې باران نور هم تُند شو او چې کله د بهادر کلي د باړې غاړې ته راورسيدو نو سيد حبيب ته مې ووئيل چې دې کلي ته موټر تاؤ کړه څه لږه شيبه پس د رحمان بابا کلي کښې د هغه د نوسي دېرې ته ورسېدو.
                زه چۀ د کله نه د خواجه محمد سائيل صېب سره اشنا شوے يم نو د رحمان بابا سره د عقيدت په توګه د سائيل صېب ديدن له يو ځل او کله کله دوه ځله ورځم.
                موټر مو ودرولو خو باران ډېر تيز وو.حجرې ته مو سر وردننه کړو .
                حجره کښې سائيل صېب نه وو.دا وړومبے ځل وو چې مونږ سائيل صېب په خپل حجره کښې ونۀ ليدو.زه چې کله هم د خواجه سائيل دېرې او حجرې ته راغلے يم نو ايکي يواځې ناست دا محقق او ريسرچ سکالر مې په تحقيقي کارونو بوخت ليدلے دے.
                د دۀ په حجره کښې خپله لائيبريري هم ده او د دۀ په تحقيقي کارونو باندې زما غوندې د تاريخ چڼي ځانونه د تاريخي واقعاتو نه خبر ساتي.
                د سائيل صېب تحقيقي محور په عالمي تاريخ کښې د پښتون ځانګړے کردار دے.
                ما په لاره تيريدونکي يو ځلمي نه د سائيل صېب تپوس وکړو هغه په منډه د سائيل صېب کور ته لاړو او هغۀ ته ئې زما د راتلو خبر ورکړو.د سائيل صېب کشرے ځوئے په منډه منډه حجرې ته ځان راورسولو او بيا راته د خواجه محمد سائيل صېب د اپريشن ذکر وکړو چې يقيناُ پرې خفه شوم.
                هغه کور ته لاړو او څه ګورم چې په تند باران کښې ئې سائيل صېب په خپلو اوږو اډانه کړے راوستو.
                ما ورته شل ځله وئيلي وو چې سائيل صېب له تکليف ورنکړې خو چې سائيل صېب خبر شو نو پښتون احساس او ضمير دې ته پرېنښود چې ګنې په دې باران کښې ورته حجره ته وتل څومره نقصان او زيان رسولے شي.
                ما چې مشر په دې حالت کښې وليدو نو عجيبه غوندې کېفيت راباندې راغلو.
                زه ئې ډېر زيات د احسان لاندې کړم او ما ته په دې راتګ ځان ملامته ښکاره شو.
                څۀ شيبې مو د سائيل صېب سري تيرې کړې او بيا زه او سيد حبيب ترې رخصت شو.
                چې کور ته راغلم نو باران نور هم تند او تېز شوے وو.
                په سبا زما تګ د باړې په طرف وو چې په لاره کښې يو ناپيژندګلو سړي ټيليفون وکړو چې زما نامه ښائيسته ګل ده او زه تاسره ليدل غواړم.
                هغه ته ما ووئيل چې خدائے دې هر وخت راوله خو زه باړې ته روان يم او دوه ورځې پس به پېښور ته راځم نو که څه ضروري خبره وي چې درستون شم .
                هغه ووئيل چې داسې څه ضروري خبره خو نشته خو ستا د يو ملګري سره څۀ حفګان راغلے دے نو ما دا نيت کړے دے چې زه ستاسو په مينځ کښې د صلح د پاره لږه خواري وکړم.
                ما ورته ووئيل چې ښائيسته ګله وروره زه يو مسافر سړے يم او هيچا سره تاؤ تريخوالے نه لرم.تاسو چې د کوم ملګري د خفګان خبره کوئ نو هغه سره زما کومه پوله پټۍ شريک نه دے بس په يوه خبره مو سره غلط فهمي راغلې او چې کله دا واقعه شوې ده او ما پکښې خپله خطا محسو س کړې ده نوبې له څه ځنډه مې ورته د معذرت ليک وراستولے وو خو هغه دا خبره کومه چې زما په خيال ډېره معمولي وه مهمه ګرځولې ده او نور زۀ څه کولے شم؟
                هغه ووئيل چې زه هم دغه غواړم چې ستاسو په مينځ کښې معمولي غوندې خفګان دے. چې دا لرې شي.
                ما ورته ووئيل چې زه به دوه ورځې پس پېښور ته درځم بيا به انشاءالله خبرې وکړو.
                دوه ورځې پس چې زه د باړې نه راستون شوم نو محترم ښائيسته ګل زما حجره ته تشريف راوړو او په ټوله خبره مې ځان ورسره پوهه کړو
                ښائيسته ګل ډېر خداترس انسان دے په خبره پوهه شو او د بلې ورځې په وعده لاړو.
                بله ورځ هغه په خپل کور کښې مونږ ټول راوبللو او بيا مو سره ليدل کتل وشو.
                زما هغه زوړ ملګرې هم راغلے وو او کمال دا وشو چې هغه کوم ځائے ناست وي نو بل کس مجال شته چې ترې خبره وکړې خو په دغه محفل کښې هغه بيخي خاموش ناست وو
                ما ته د حمزه بابا شعر راياد شو
                غل د محبت غلطېدے نه شي
                څوک چې په محفل کښې چاته نه ګوري

                زه د ملګري مشکور يم چې زما سره ئې روغه بې له څه شرطونو وکړه او څو ورځې پس ئې زما په اعزاز کښې ډوډۍ هم وکړه او په يو ريسټوران کښې مو د مهي ډيش وخوړو.
                په اوولسم تاريخ د خټک قام له طرفه رابللې غونډې ته زه سم نه شوم او چې د کوم کار د پاره پاتې شوے ووم هغه رانه پاتې شو.
                په اتلسم زما د کلي يو سنئير ملګرې د اسلام اباد نه زنګ اوهه چې ستا د پاره مې په فرنټئير هاوس اسلام اباد کښې کمره مخصوصه کړې ده او ځان به خامخا رارسوې، ځکه چې ډېره موده وشوه چې مو ليدل کتل نه دي شوي ،چکر به هم ولګي او خبرې اترې به هم وکړو.
                دا ملګرے ډېر کاله پس راسره هم کلام وو نو ما ونۀ پيژندو حالانکه ما له الله پاک دا حس راکړے دے چې څوک زما په وړاندې يو ځل خبرې وکړي نو بيا څو کاله پس هم زه د هغۀ کس اواز پېژنم.
                دا ملګرے مې ونۀ پېژندو بيا وروستو ئې ځان راوپيژندو دا زمونږ د خپلې قبيلې يو خپلوان وو چې جان عالم افريدي نوم ئې دے او نن سبا په جاپان کښې پريس اتاشي دے.
                دا ملګرے زما د پاکستان راتګ نه پس قطر ته تللے وو هغلته هغه زمونږ کور ته د انجنيئر عبدالجبار افريدي صېب سره راغلے وو .دغه ورځو کښې جان عالم د سفير پاکستان اصغر افريدي څوک چې د هغه د ترۀ ځوئے دے او زما هم عزيز دے،په بلنه راغلے وو.
                زما ماشومانو د هغوئ خاطر مدارت کړے وو نو هغه ډېر خوشحاله شوے وو چې زۀ نه ووم خو ما خپل ماشومان لکه د وطن په شان په پښتو او پښتونولي روزلي دي او د وطن او وطن والو په قدر عزت پوهيږي.
                ما د هغه سره د وعدې باوجود ځان اسلام اباد ته جوړ نه کړے شو چې هغلته تللے وے ځکه چې زما د تلو وخت هم نزدې وو او ما غوښتل چې يو ځل باړې ته بيا د يوې شپې د پاره لاړ شم او د خپلو وروڼو خوئيندو نه اجازت راواخلم،چې د خپل پاک وطن نه يو ځل بيا د روغ کال د پاره تلل وو.
                په دغه کالونو کښې زما خواږۀ خواږۀ رشته داران مړه شول زما نيا ابۍ چې زه ئې لوئے کړے ووم او په ايجنسۍ کښې د تعليم او سکولونو نشتوالے هم وو بيا هم د هغې په برکت زما د غۀ څه مات ګډ علمي استعداد جوړ شوے دے، هغه خدائے خپل ځان له وبلله ،بيا زما پلار،زما مور، ورارونه او مشر ورور زما د سترګو نه پناه شول.او ما هغه په خپل لاس سنبهال نه کړے شول.
                په پردي هېواد کښې که هر څو زمونږ د ژوند کاروان ښه په خوند روان دے او څه تکليف زحمت هم نه لرو بيا هم د وطن او خپلې خاورې يادونه مو په زړۀ پورې تړلي وي،او په وطن روانو کشالو او د دغه ستونزو په نتيجه کښې هرې پيښې او د دغه پېښو ښکالو ته مو بوڅ غوږونه نيولي وي.
                په دغه طمع هره ورځ تېروو چې کله خو به د وطن هواګاني زمونږ په نصيب شي.
                خدائے زده وطنه چې نصېب به ستا ديدار شي زمونږ
                که زندګي به د سفر زوړند په دار شي زمونږ
                خو بيا هم طمع لرو دا چې خاوره مور لرو مونږ
                کلے حجره پټے درشل لرو او کور لرو مونږ

                د باړې او پېښور د کلي والو رشته دارانو سره د ليدو کتو سلسله يو ځلې بيا پئيل شوه.
                خواږه ملګري په دغه دوه درې ورځو کښې راغلل او د هغوئ نه مو خدائي په اماني را واخسته.


                په ۲۳ اپريل د ماښام په وخت مونږ د پېښور ائير پورټ ته لاړو.
                د ماسخوتن په ۸ بجې مونږ په الوتکه کښې ناست په درانه زړۀ د يو بل کال د پاره پردي وطن ته روان شو.
                زما هغه د يو نظم شعرونه مې په ذهن کښې تلل راتلل.

                وطنه ته چرته کښ پاتې شوې او زه مسافر
                مونږ درنه لاړو په ډوډۍ پسې سپيرۀ مسافر

                Comment


                • #9
                  دوئيم رپورتاژ

                  دوېمه برخه
                  وطن ته زما د سفر رپورتاژ
                  کال ٢٠٠٩ء (مارچ اپرېل مئى)

                  هره نادوده به دې يوسم
                  ولې شريک دې په يارۍ کښې نۀ منمه


                  فېروز افريدي
                  پېښور

                  Comment


                  • #10
                    د نور کله په شان دا ځل هم زۀ دکليزې رخصتۍ تېرولو دپاره د خپل وطن په ګلدرو کښې په دوېم مارچ ٢٠٠٩ء موجود ووم. د شپې په يوولس نيمې بجې د قطر په وخت زۀ د پي آئے اے په الوتکه کښې د خوږ وطن په لوري په الوت شوم.
                    د راتګ نه وړاندې ډېرو ملګرو راته ويړيا مشورې راکړې چې دا خپله رخصتي چرته په اروپائي يا مشرق بعيد هېوادونو کښې تېره کړه ځکه چې د وطن حالات سم نۀ دي. او هسې نه چې بيا دې ونۀ وينو. ما ورته ووئيل چې زما په وطن پښتونخوا کښې دوه نيم ميلئنه پښتانۀ په دغه ناسم حالات کښې اوسيږي نو زما ذات د هغوئ نه ښۀ نۀ دے. زما مجبوري دا ده چې د کال په اخر کښې زما طبيعت د وطن ته د تللو دپاره چمتو شي. او ټک کار رانه نۀ کيږي. نو چې يولس مياشتې پوره شي خپل څادر په اوږه راوچوم او خپلې کورودانې ته اووايم چې برقع راواخله بس نور دلته نۀ ايساريږو. وطن کښې يوه يوه نيمه مياشت رخصتي مونږ ته د نوي کال دپاره يو قسم قوت راکوي او يو ځل د يوولسو مياشتو کار دپاره په پردي هېواد کښې د محنت مزدورۍ د مشقت دپاره پستنه خپلو خپلو کارونو ته لاړ شو. ځانونه تروتازه کړو. په دغه غېر حاضرۍ کښې درنې ادبي څټې او خپل خپلوان هم د بلې دنيا په سفر روان شي، او کال مخکښې چې د چا سره مو څو لحظې په خندا خوشحالۍ تېرې کړې وي هغه بيا په نوي کال راتلو کښې زمونږ په وړاندې په نظر نه رادرومي. او په زړۀ کښې مو د جدايۍ يو داغ جوړ شي. تېر کال د ماجد سرحدي مرحوم، سيد رسول ناڅاپه مرحوم او لږ ترې وړاندې د خاطر غزنوي مرحوم سره ليدل کتل شوي وو.
                    هغوئ نن نشته، سږ کال د پروفېسر پرېشان خټک نه محرومه شو، څو مياشتې اګاهو د پښتو اردو درانۀ ليکوالان په اخري سفر لاړل. هم دغه شان اصغر لالا، اجمل منصور او بيا نامتو ليکوال اقبال بابو هم د دغه دنيا نه سترګې پټې کړې.
                    د دې نه پرته د پسرلي په دغه ورځو شپو کښې په وطن کښې د ودونو ا ادبي دستورو لړه هم روانه وي. او دغه شان د ملګرو سره ليدل کتل کيږي.
                    نور کله به په رحمان بابا لوئے لوئے دستورې ترسره کېدلې خو دا ځل د بدامنۍ له کبله د رحمان بابا دستوره هم ونکړے شوه. او د ټل ادبي چمن ملګرو له خوا د پښتو عالمي کنونشن دستوره هم وځنډولے شوه. د کومې په حقله چې تېر کال پروفېسر اسير منګل په قطر کښې د ملګرو سره په زور شور د کولو وعده کړې وه خو د بده مرغه د بدامنۍ له وجې دا دستوره هم ونکړے شوه. او زۀ چې داسې دستورې د پښتون قام او ژبې دپاره لويه ګټه ګڼم او د اديبانو او شاعرانو دپاره د تحريک يوه ذريعه ګڼم او کوشش کوم چې ځان ورته ورسوم، نه هم محرومه پاتې شوم.
                    د دوېم، درېم، څلورم او پنځم مارچ ورځې شپې ما د خپلو عزيزانو سره کور دننه تېرې کړې. بيا مې ښاغلي اباسين يوسفزے صېب ته د خپل راتګ خبر ورکړو. هغوئ راسره د ليدلو کتول وخت وټاکلو.
                    حاجي صېب شېراکبر خو په دوېمه ورځ راسره ليدل کړي وو. هغه خو زۀ د خپل مشر ورور په شان ګڼم ځکه د راتلو نه وړاندې مې د قطر نه خبر کړے وو. د هغۀ دومره احسانونه په ما دي چې زۀ ئې په خپل ژوند کښې نشم خلاصولے.
                    هغه په هره دوېمه، درېمه ورځ ما ته پخپله قطر ته ټيليفونونه کوي او زما د خېر خېريت پوښتنه کوي.
                    زۀ ورته په بدل کښې د زړۀ د اخلاصه دعا کولے شم نور د هغۀ د احسانونو بدل نشم خلاصولے.
                    په اباسين صېب پسې مې بيا لائق زاده لائق صېب خبر کړو هغه د هارون شينواري صېب سره زما غريب خانې ته تشريف راوړو، او نوي تازه مو سره ووئيلې.
                    په اووم تاريخ د مارچ ٢٠٠٩ء راته اباسين صېب د سيند په غاړه د سپوږمۍ د راختلو او نمر پرېوتلو منظر ليدلو دپاره يوولسم مارچ تاريخ د ياد ساتلو ووئيل چې په دغه ورځ به د خېشکو سره په لنډي سيند کښې دغه شپه تېروو. د دغه شپې ذکر ما مخکښې ښۀ په تفصيل سره کړے دے.
                    په دغه دوران کښې زما ملګري هم زما ستړي مۀ شي له راغلل چې په هغوئ کښې سيد صابر شاه صابر، حاجي ګلزار خان، څوک چې د قطر ملګرے او د ادبي سرګرمو سرپرست دے هم راغلل.
                    هم دغه شان يو دوه ورځې پس د حاجي صېب ګلزار خان په باغ، يوسف باغ کښې د حاجي صېب شېراکبر له خوا د مهيانو ډش کښې زۀ، وزير بادشاه جانان، حاجي مکرم خان، مسافر خان هلال خېل، سيد صابر شاه صابر، امت بنګش او حاجي صېب افضل خان هم راجمع شول، او د خوند رنګ ورځ مو تېره کړه.
                    د دې ډوډۍ وخت دوه ورځې مخکښې مونږ د حاجي ګلزار په کور کښې ټاکلے وو. چې په هغه ورځ حاجي صېب ګلزار صېب په ډېره مينه په رنګ روډ جوړ يو اټالوي طرز ريستوران ليقي ډيونټر ته ځان سره روان کړو. او هغه ډوډۍ مو وخوړه.
                    په ١١ مارچ زۀ او اباسين صېب خېشکو ته لاړو او د سپوږمۍ د راختلو او نمر پرېوتلو ننداره مو وکړه او د سيند په غاړه د سېل دپاره جوړو جونګړو کښې مو د موسيقۍ د سرونو او د فياض خان د خوږ اواز د ترنم خوند واخستو.

                    د لنډي سيند په غاړه يو شپه ١١ مارچ ٢٠٠٩ء:
                    د سپوږمۍ د نندارو په حقله ډېرو شاعرانو ښائسته شعرونه ليکلي او په اردو کښې خو ګڼ شمېر سندرې د دغې شپې دسپيځلې حسن او ښکلا يو سحر انګيز منظر کشي کوي.
                    جب جگ سوئے ہم جاگیں
                    تاروں سے کریں باتیں
                    چاندنى راتیں
                    چودهو یں کا چاند هو تم يا افتاب هو
                    جو بهي هو خدا کي قسم لاجواب هو

                    په پښتو کښې يوه سندره چې

                    سپينې سپوږمۍ وايه اشنا به چرته وينه ګونګۍ شې ولے
                    ګونګۍ شې ولے نه وائې حالونه.

                    او بيا په ګڼ شمير ټپې مصرعې او غاړې د سپوږمۍ په ښائست او ښکلا وئيلې شوې دي او د پښتون کلتور او ادب جوثه ئې د سپوږمۍ په رعنائيو او پلوشو روښانه کړې ده.
                    څو ورځې وړاندې يو نامتو ملګري ، ستر شاعر پروفېسر اباسين يوسفزي صېب د سپوږمۍ د راختلو او هم په دغۀ وخت د نمر د ډوبيدو منظر ليدلو د پاره د سيند غاړې ته راوبللم.
                    د دغه منظر ليدلو د پاره د فطرت ښکلا پرستو د ۱۱ مارچ ورځ خوښه کړې وه.
                    دا سپوږمۍ چې په دې بام راښکاره کيږي
                    لېوني به په دې کلي کښې راډېر شي
                    سپوږمۍ راکوزه شه چې ښکل دې کړمه
                    لکه تصوير د خپل جانان شوې راته

                    د سپوږمۍ شپې دي ما د زلفو په زندو وتړه لېونے کېږم
                    سرۀ لوپټه دې راله کلکه په لېمو وتړه لېونے کېږم

                    دا داسې ورځ وه چې سپوږمۍ د خپل روڼ مخ نه ټول حجاب لرې کړے وو او پوره په اب و تاب کښېې ئې خپلې جلوې او ښائست ښکاره کړې وو.
                    د تللو دپاره ماسپښين درې بجې وخت مقرر وو .
                    اباسين صېب درې نيمې بجے زما غريب خانې ته په خپله درانۀ څټه تشريف راوړو، او په منډه ئې زه په ګاډې کښې لکه د اوښ بار ورځائے کړم.
                    بار مې ځکه ووئيل چې په دغه ګاډي کښې د مخکښې نه ۵ کسان سوارۀ وو او شپږم ئې زه
                    وروخېژولم اووم۷ مو هم د يونيورسټي ټاون نه راپورته کړو او دغۀ شان په يو ګاډي کښې ۷ کسان د منزل په لور روان شو.
                    په څوکنو موړ کښې راته حاجي ګلزار خان او مسافر خان هلال خيل هم په انتظار ولاړ وو.
                    هلته د رسيدلو نه وروستو مو د هغوئ سره ليدل کتل وشول او ورسره نزدې ګېس سټيشن کښې مو د مازيګر مونځ هم وکړو.
                    څو کسان نور هم راسره ملګري شول چې پکښې شاعر ملګرے عاقل خان او څو افغانان ملګري هم وو.
                    مازيګر څه پينځه بجې د ازاخيلو سره په چپ لاس د سيند غاړې طرف مو ګاډي ورتاؤ کړل او بيا دوه درې کلو ميټره مزل نه وروستو د سيند په غاړه د يوې غونډۍ په غېږه کښې جوړې چونترې او ورسرۀ جوړې جونګړې ته ورسيدو.
                    د خېشکو خان ،فياض خان سره د خپل لاؤ لشکر زمونږ استقبال ته ولاړ وو.
                    هر څومره چې دا ځائے ښکلے وو د هغې نه زيات د دې جونګړي خان فياض خان ښائسته وو.
                    سور سپين د مينځني عمر فياض خان د چا تندے لکه د پينځلسمې د سپوږمۍ روښانه،په مخ ئې يوه مستانه مسکا ،مخمورې سترګې او ارته سينه د ميلمانو ستړي مشي ته لاس په نامه ولاړ وو.
                    چېرے په نه کوئي ملال اورالجهن ماتهے په نه کوئي غم اور شکن په مصداق فياض خان د مېلمنو په راتګ ډېر خوشحاله وو.
                    د فنون لطيفې په علومو مست دا خان څوک چې ځان د دې جونګړي ملنګ ګڼي
                    په رښتيا هم د ډېرو اعلي خويونو ملنګ وو.
                    د ريا حرقه ئې خدائي مکړه په غاړه
                    رحمان کوږ دستار تړلے قلندر دے

                    په دې خپله بادشاهۍ کښې دغه ملنګ بادشاه ځان له لکه د رحمان بابا په شان د سيند په غاړه يوه چونتره جوړه کړې ده چې د ورځې د کارونو راغونډولو نه پس مازيګر نه تر ماسختن پورې پکښې ناست وي.
                    قناعت مې د خرقې لاندې اطلس دے
                    پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګدا يم

                    او زمونږ غوندې فطرت پسند ملګري ورته کله کله راغونډيږي.چرته چې فياض خان د يارانو ملنګانو په مينځ کښې پخپله ګدائۍ او فقيري خوښ دے

                    بادشاهي د ملنګانو په دعا شي
                    زه رحمان هله باچا شوم چې ګدا شوم

                    مازيګر تقريبا ټول ملګري راغونډ شوي وو. د دغه غونډۍ ګير چاپېره سيند تاؤ شوے وو او لږ غوندې ځائے پکښې د موټر د لارې د پاره د خشکۍ او اوبو ترمينځ پاتې وو.او يا فياض خان چرته په ټريکټر بلډوزر جوړ کړې وو.
                    مونږ لږه شېبه پس د غونډۍ سر ته وختو هلته مو د نمر د پرېوتو ښائسته او حسينه ننداره وکړه.
                    اباسين صېب د غونډۍ د پاسه خپل روزمره واک هم تر سره کړو .په دغه دوران کښې مونږ ملګرو په سيند کښې د نمر د پلوشو او ډوبېدو خوند اخستو.
                    د غونډۍ د سروکي نه د ازاخېلو ورشوګانې او د سيند پورې شنه غاړه او بيا په سيند کښې يوه وړه غوندې د چپو والا کيشتئ کښې يو هلک پورې وتل او بيا راپورې وتل يو سيندريز غوندې ماحول جوړ کړے وو.
                    ځيني ملګري په سيګريټي کشونو بوخت وو.
                    ځينو پکښې خپل ملګرو ته په موبائيلونو د دې حسين منظر، په شاعرانه پيرائيو او مصرو کښې انځور ګري کوله.
                    فياض خان د خپلې کېمرې په سترګه د يؤ يؤ ملګري عکس به په خپله اخيستلو او بيا به ئې ورته په ډېره مينه هغه عکس ښوؤلو.
                    د کوربه د اخلاص دومره خوږ انداز ما په وړومبي ځل ډېر په شدت سره محسوس کړو.
                    ما په زړۀ کښې سوچ وکړو، چي پښتون څومره شدت پسند دے.
                    په مينه کښې هم دومره متشدد دے چې ځان قربانوي ،دومره مخلص دے چې په نياز کښې خپل سر هم د چا نه نه منع کوي.
                    مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو
                    مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو

                    _________________

                    Comment


                    • #11
                      د ماښام په وخت ځينې ملګري د غونډي نه کوز شول او هلته د ناستې د ځائےے سره نزدې په کبل ئې د ماښام مانځه له تغرونه خواره کړل.
                      زۀ، حاجي ګلزار ،فيض محمد،مسافر خان د ټولو په اخره کښې د غونډۍ د سر نه کوز شو او په مانځه کښې مو ځان شريک کړو.
                      د مانځه د فراغت نه پس، مونږ د کټونو په طرف لاړو او بيا څو شيبې پس اباسين يوسفزي صېب د سپوږمۍ د راختلو اعلان وکړو.
                      ټول ملګري د سپوږمۍ د نندارې د پاره د کټونو نه را اوچت شول .
                      په دغه ورځ لږه وريځ هم وه خو د سپوږمۍ سپين مخ ئې پټ نه کړے شو.
                      سپوږمۍ ورو ورو راختله ،په بل طرف د غروب په افق د سور شفق سرخي خوره وه.
                      يو سحر انګېز منظر وو.
                      په دغه وخت ما مسافرخان ته ووئيل چې دا اباسين صېب چې دومره ښکلې شاعري کوي او بيا څومره ښکلے ګره چې په خپل تخلص" اباسين" لګوي نو د هغې وجه شائيد هم دغه د سيند غاړه وي چې دے ورله په تواتر سره رادرومي.
                      او بيا د اباسين صېب په شاعرۍ کښې خو به دغه غورزنګونه خامخا راتلل.
                      د اباسين يوسفزي صېب د غه خاندان سره ډېر خواږه او زاړۀ تعلقات دي او د دغه خاندان ټول غړي اباسين صېب د ډېر نزدې نه پيژني.په لاره کښې اباسين صېب هم د دغه فيملي يو بل ملګري څوک چې د حکومت يو لوئےے چارواکے هم دے ،ډېر په ښکلي انداز کښې د هغه د کريکټر تفصيل بيان کړو.او د هغه سره منسوب د پېښور پوهنتون په زړه پورې خاطرې ئې په بشپړ توګه بيان کړې .
                      چې د خوند رنګ نه ډکې وې.
                      مونږ په خپلو کښې ګپ شپ او ټوقې ټقالې کولې.
                      او فياض خان خپل لاؤ لښکر ته د ډوډۍ او خوراک څښاک هدايت جاري کولو کښې بوخت وو. لږه شيبه پس جنريټر د بجلۍ قمقمې روښانه کړې دغه قمقمو د سيند په اوبو کښې داسې ښائسته پلوشې جوړې کړې چې ماحول نور هم شاعرانه شو.
                      ما د مينې او محبت په موضوع خبرې کولې او چا ته مې ووئيل چې کله انسان د څلوېښتو کالو تېر شي نو بيا دا د ځوانۍ د دور محبتونه،مينې او عاشقۍ ورته يو ليونتوب ښکاري.او په خپل ځان پورې هم خاندي.
                      نه پوهېږم چې دفياض خان تر غوږونو دا خبره څنګه ورسېده ،خو ناساپه زمونږ د کټ طرف ته راغلو .او دومره په دلنشين انداز کښې ئې زما د خبرې تائيد وکړو.
                      دغه وخت کښې د هغه په سترګو کښې يوه عجيبه غوندې ځلا ښکاريده.
                      او ډېر په مخمور انداز ئې د پوهنتون د يو استاذ ذکر شروع کړو.
                      د سپوږمۍ پلوشې نورې هم راخورې شوې او لږه شيبه پس څو کسانو په مخامخ اوږد او لوئے چوپال کښې پردې راځوړانده کړې.
                      اته بجې د چوپال نه د موسيقۍ د الا تو د مشق کولو اوازونه ورور ورو راتلل شروع شول.
                      داسې په غېر محسوس انداز کښې د نوښار نه څلور کسان موسيقاران رابلل شوي وو او هغوئ د خپلو خپلو د موسيقۍ د الا تو ازميښتنه کوله ،او د سر تال مشق ئې پئيل کړے وو.
                      اباسين صېب ما او زما نورو ملګرو ته په چوپال کښې د راتللو بلنه راکړه او بيا په فرشي نشت ټول ملګري کيښناستل. چې کله ملګري راجمع شول نو د کلارزټ استاذ يو راګ وڅېړلو او دومره په ژور انداز کښې ئې د راګ سپړلو زيار باسلو چې زما زړه ئې ځان سره ډوب کړو،بيا لږه شيبه پس ئې يوه خوږه هندي نغمه پئيل کړه.
                      او ما ته اندازه وشوه چې فنکاران که پښتانه دي بيا هم پۀ راګ او راګنۍ ښه خبر دي. او پۀ خپل دې فن کښې استاذان دي.
                      په باجه باندې د جهانزيب نوشهروي مرحوم ورور سجاد استاذ ګوتې پورې کړې وې په دبله هم د دغه خاندان يو ښه استاذ د مېنځني عمر ډېر په زړۀ پورې سنګت کولو،ورسره په ډهولک يو ځلمي هنرمند ډېر په چټک انداز کښې ملګرتيا کوله،او بيا چې د چا فن په ما يو خوږ اثر کړے وو هغه د کلارزټ يو مېنځيني عمر سور سپين هنرمند وو چې د دې درې واړو نه په شکل صورت کښې هم مختلف وو او په فن کښې ئې هم يو خوږ او سحر کونکے تاثير وو.
                      د کلارزټ استاذ د هندي يوه نغمه،پيار کرنے والے کبهي ډرتے نهي جو ډرتے هين وه پيار کرتے نہیں.
                      او بيا ورپسي د نصرت فتح علي خان يوه نغمه.
                      کسي دا پيار نه ويچېړے ماحول غمژن غمژن کړو.
                      مونږ د دغه نغمو نه خوند اخيستو چې په دغه وخت د دې جونګړي ملنګ فياض خان د سازيندوو سره جوخت کيښنا ستو.
                      مخې ته ئې درې څلور کاپۍ پرتې وې.ما ته معلومه نه وه چې د نن ستورے فنکار زمونږ دغۀ کوربه خان دے.
                      دا د حېرت يوه بل دروازه زما په ذهن کښې خلاصه شوه او بيا هغه د حمزه بابا د رباعي نه په خپل خوږ او د سوزه ډک اواز کښي ابتده وکړه او ورپسې يو غزل ئې په ډېر ښکلي او ځانګړي انداز کښې ووئيلو. فياض خان د حمزه بابا ډېرې غزلې په ياده په خپلو جوړو شوو طرزونو کښې ووئيلې او يقيناً چې په وړومبي ځل ما په خپل ځان او په خوا کښې ناستو ځلمو د وجد يو کېفيت محسو س کرو. فياض خان د يوې لمحې د پاره هم د سُر او لے نه بهر نه شو.
                      څه وخت پس فياض خان خپلو کسانو ته د جنرېټر بندولو او د چوپال د پردو لرې کولو ووئيل او چې کله پردې لرې شوې نو د پينځلسمې سپوږمۍ سپينو پلوشو په سيند او د سيند په غاړه يو نور راخور کړے وو.
                      ما په وړومبې ځل د سپوږمۍ دومره ښائست او پر نوره ماحول وليدو.
                      د سيند په غاړه بېخي خاموشي وه او د سپوږمۍ پلوشو يوه عجيبه د سحر ډکه ننداره ورکوله.
                      يو ځل بيا فياض خان د حمزه بابا او ورپسې د اباسين صېب يو غزل ووئيلو.
                      په غزلو پسې سلام او قوالي نما غوندې منقبتونه هم ووئيل شول.
                      او بيا د غني خان غزل پکښې يو بل شان سوز او ساز او يو رنګين غوندې اثر خور کړو.
                      په دې منځ کښې يو بل ملګري دوه غزلے د اردو پيار بهرے دو شرميلے نين
                      او
                      بړے بے مروت هين يه حسن والے
                      کبهي دل لګانے کي کوشش نه کرنا
                      او په دې پسې يو ځل بيا فياض خان
                      يه دل يا پاګل دل ميرا کيوں بُجهه ګيا اوارګي.
                      په ډېر ښکلي او د سوز ډک انداز کښې ووئيلو، تقريباً د شپې څه د پاسه لسو بجو پورې د موسيقۍ دا محفل جاري وو .
                      يو وخت ما محسوس کړه، چې زمونږ افغاني ملګرو د راګ راګنو سره دومره علاقه نه درلوده.ځکه هغوئ په مينځ کښې يو يو پاسيدو او د سيند په غاړه ئې د سپوږمۍ د پلوشو لطف اخيستو .
                      د افغانستان په جنوب کښې د اتڼ او تودې موسيقئ علاقمند ډېر دي او هغوئ ګرمې لوبې خوښوي.
                      چې يقيناً د راګ او راګنو د سوړ سرور نه مختلف موسيقي ده.
                      دوئې خپله وينه په اتڼي موسيقۍ ګرموي.
                      لس بجې د فياض کسانو مونږ ته د کورني چرګانو په خوروا کښې ماته ډوډۍ او ورسره نور پخلي کېښودل.
                      په خوروا کښې د ماتې ډوډۍ چې کوم خوند او لذت وو هغه يقيناً چې د يادېدو وړه خبره ده.
                      تقريباً يولس بجې د شپې مونږ د فياض خان نه رخصت واخستو.
                      اباسين صېب ټول ملګري راغونډ کړل د خېر يوه دعا ئې وغوښته د کوربه شکريه ئې په خلاص زړه ادا کړه او زه چې کله فياض خان ته تر غاړه وتم نو ما ورته ووئيل چې فياض خان زما ټول عمر په مسافرۍ کښې تېر شو.او د ژوند په خوندونو هيڅ خبر نه شوم خو نن چې کوم خوند ما ستاسو د خلوص ډکې مېلمستيا او د دغه رنګين محفل نه واخېستو يقينا چې تر باقي عمر به ما ته دغه ننۍ شپه ياده وي.

                      Comment


                      • #12
                        هغه په جار ووئيل چې کله هم وطن ته راځې نو زما د دغه جونګړې دروازې به ستا د پاره بيرته وي.
                        او بيا به هم انشالله خامخا رادرومې.
                        ما د هغه شکريه ادا کړه او بيا ټول ملګري د کاروان په شکل کښې د سيند د غاړې نه راستانه شو. ما ته د خپل يو وړوکي نظم "خپلې خاورې ته کچې يم" مصرعې رايادېدې.
                        نه مې ښکل کړله په مينه
                        نه مې سترګو ته رانجه کړه
                        نه مې مشکو په شان بوئي کړه

                        شرمينده يم شرمينده يم
                        خپلې خاورې ته کچه يم

                        دغه دوران کښې زما ملګرے او مشر مشتاق شباب صېب د خپلو بچو، منصور او مسرور سره زمونږ کور ته راغلل او په ډېره مينه ئې زما سره ناسته وکړه. په تلو تلو کښې ئې راته په يو پروګرام کښې د شرکت کولو دپاره هم وفرمائيل چې ما په ډېره مينه د شباب صېب دعوت قبول کړو.
                        زۀ چې کله هم وطن ته راځم نو زما کور ودانې ما ته په تکرار سره وائي چې دا ځل به متخصص ډاکټر ته د معائنې دپاره وخت اوباسو. خو زما او د هغې معلومې ناروغۍ دي او دواړه د قطر هسپتال نه دوه مياشتې پس داروګان راوړو.
                        دا ځل مونږ د يو ملګري په پېژندګلو د ډاکټر سهېل شيخ کلينک ته لاړو څوک چې په ډبګري ګارډن کښې په خېبر ميډيکل سنټر کښې په درېم طبق کښې مريضان معائنه کوي. اول خو ما ته ځان ډېر کچه ښکاره شو چې مونږ په سفارش دغه ډاکټر صېب ته لاړو ځکه چې زما د غريب وطن غريب خلق څوک چې د افغانستان او د قبائيلي سيمو ډېر د لرې نه راغلي وو او مياشت او دوو نه مخکښې ئې وختونه نيولي وو هغوئ ناست وو او مونږ د هغوئ حق ووهلو، او په سفارش د ډاکټر چوکۍ ته ورسېدو. چې يقيناً ښۀ کار نۀ وو. او د حقداره خلقو سره زياتے وو. بله خبره دا چې څومره چې دا ډاکټر مشهور دے هومره ئې متسفانه د ځان نه د پېسو مشين جوړ کړے دے. زما زړۀ ډېر بد شو.
                        بل د ډاکټر په کلينک کښې د ناريناؤ د ناستې ځائے هم نۀ وو او د زناناؤ د ناستې په کمره کښې د ناستي انتظام هم بيخي نۀ وو. ټول نارينه ولاړ وو. او اکثرې زنانه په فرش ناستې وې. او بيا د ټولو نه زيات د خفګان خبره دا وه چې د ډاکټر په کلينک کښې زنانه نرس نۀ وه. زما خيال دا دے چې دا د ډاکټرانو لوئے ظلم دے چې د ځان سره په کلينک کښې نارينه کار کوونکي خو ساتلے شي خو د زناناؤ د هيسټري اخستلو دپاره زنانه نرس نۀ ساتي.
                        زما ګمان نۀ دے چې پښتنه کلي والا ښځه به نارينه ډاکټر ته د خپلو ټولو پوشيده بيماريانو په حقله معلومات ورکړي، ډاکټر نه وړاندې که نرس دا هسټري اخستلے نو هغې به ورته د ټولو بيمارو په حقله هيسټري ورکوله.
                        خو افسوس چې ډاکټران د خپلو خېټو ډکولو پرته د بل چا د عزت، حيا او ناموس هيڅ خيال نۀ ساتي.
                        د ډاکټر سهېل شېخ د کلينک نه زړۀ بدي راووتو او د هغۀ د دوايانو کورس مو پوره نکړو او بل ډاکټر ته لاړو. بل ډاکټر چې نوم ئې ډاکټر ناصر الدين اعظم خان دے، په توکل لاړو.
                        زۀ چې کله په کالج کښې ووم نو د ډاکټر ناصر، ډاکټر رضا، ډاکټر فېروز شاه، ډاکټر کبير، ډاکټر خالد عثمان، ډاکټر جميل، ډاکټر رحيم ګل، ډاکټر عالم افريدي، ډاکټر منظور، ډاکټر محب الله، ډاکټر الف خان، ډاکټر ذکيه منهاس، ډاکټر اشفاق او ډاکټر شفيق نومونه به مو ډېر اورېدل او د هغه وخت دا مشهور ډاکټران وو. ما ته اوس علم نشته چې په دغه ډاکټرانو کښې به څوک ژوندے وي، څوک به مړ وي؟ خو زما په وهم او ګمان کښې هم نۀ وو چې ډاکټر ناصر تر اوسه ماشاء الله ژوندے دے. او باقاعده پرېکټس هم کوي. او ښۀ د روغ صحت مالک هم دے. الله ئې عمر نور هم زيات کړه، مونږ د ورارۀ سره تللي وو. ما وئيل چې زما کورودانې د ډاکټر سهېل کلينک ته په تلو خوشحاله نۀ وه او هره ورځ به ئې ګيله کوله چې مونږ هر کال راشو خو ډاکټر ته د معائنې دپاره د تللو جوګه نۀ شو.
                        ما زړۀ کښې ووئيل چې داسې ډاکټر ته لاړ شو چې ځان له خپل کلينک ولري، او زيات مريضان هم ورته جمع نۀ وي. چې کله ورارۀ خليل راته ووئيل چې په ټاؤن کښې يو ډاکټر دے او بيماران ورسره ډېر نۀ وي. ما ورته ووئيل چې لاړ شه او ته ئې وګوره چې د سحر په وخت کښې کښېني او بل نمبر هم ترې راواخله.
                        ما زړۀ کښې ووئيل چې بس لږ په ارام ورته ورشو او د انتظار د زحمت نه بچ پاتې شو. ما وئيل چې که ډاکټر تجربه کار وي او که نۀ وي خو چې د ډاکټر هغه شرط پوره شي. ګنې مونږ دواړه قطر د هسپتال نه دوه مياشتې پس داروګان راخلو او د تېرو څو کالو راسې ئې بې له څۀ ناغې خورو.
                        ما وئيل چې په درېم اپرېل زمونږ بېرته ستنېدل دي بس بيا به هلته دوايانې راواخلو.
                        خو بنده چې څه سوچ کوي هغسې نۀ کيږي. ډاکټر زمونږ تګ ډېر وځنډولو ما چې کله ډاکټر صېب ته د خليل په لاس راوړلي ټيليفون نمبر زنګ ووهۀ نو يو ډېر خوږ او مهربان سړي ټيليفون پورته کړو. او په خوږ اواز ئې زما د پوښتنو جواب راکړو. د هغۀ نوم مهربان شاه وو هغۀ ووئيل چې خان جي سبا به راشئ او ډاکټر ناصر صېب به ستاسو طبي معائنه وکړي. لس بجې راشئ ډاکټر صېب به راغلے وي.
                        مونږ چې لس بجې ورسېدو نو د ډاکټر صېب نه وړاندې په يوه بله کمره کښې يوه ښځه نرسه ناسته وه. هغې د يوې بيمارې ښځې نه په اوچت اواز کښې معلومات تر لاسه کول. چې په طبي ژبه ورته پېشنټ هيسټري وائي. لږه شېبه پس مهربان شاه په مونږ مهرباني وکړه او دغه د نرسې خوا له ئې ورسولو.
                        مونږ په نزدې چوکو کښېناستو. نرسه د هغې بلې زنانه سره لګيا وه او ښۀ کافي وخت ئې د معلوماتو په راغونډولو کښې واخستو.
                        ډاکټرانو ته زما د اول نه غصه وه کله چې دغه د بلې زنانه هيسټري خلاصه شوه نو مونږ ته نرسې ووئيل چې تاسو مريضان يئ. ما ورته په غصه کښې ووئيل چې ولې ستا څۀ خيال دے چې ګنې مونږ ستاسو تماشې له راغلي يو؟ نرسه سمدستي غلې شوه. او ما کورودانې ته ووئيل چې په دا کرسۍ ورته کښېنه او خپلې ټولې زړې نوې بيمارۍ او وسوسې ورته واوروه. زما کور ودانې ما ته ووئيل چې تۀ به هم ځان ورته ښائې. ما ووئيل چې په ما څۀ شوې دي؟ هغې ووئيل چې بس د تسلۍ دپاره تۀ هم ځان معائنه کړه. ما وئيل ښۀ ده خو تۀ اول دې نرسې ته هسټري ورکړه.
                        کله چې د نرسې خبرې شروع شوې نو ما د نرسې نه پوښتنه وکړه چې د دې ډاکټر څۀ نوم دے؟ هغې په ډېر ګيله من انداز کښې شروع شوه چې وروره تۀ دا ډاکټر نۀ پېژنې؟ دا ډاکټر ناصر صېب دے. او دا فزيشن دے، سينئر موسټ ډاکټر دے. او لس مريضان ګوري. او دوه ساعته کښېني او بيا ماښام ئې زوئے چې هغه هم متخصص دے مريضان معائنه کوي. ما ترې تپوس وکړو چې دا چرته هغه ډاکټر ناصر خو نۀ دے چې د خويه تريخ دے او کله کله بيمارانو ته کنځل هم کوي؟
                        هغې ووئيل چې دا هم هغه دے. خو شکر دے د پېسو مشين ئې د ځان نه جوړ کړے نۀ دے. مريضان پوره نيم ساعت معائنه کوي مخصوص د خېبر ايجنسۍ، باړه او لواړګي خلق ورله راځي. تر کوره پورې د مريض د دوايانو او ټسټونو پيروي کوي. او په ټيليفون هم مريض ته مشورې ورکوي. يو ځل فيس اخلي او تر کومه چې مريض روغ شوے نۀ وي چې هم هغه فيس ئې علاج تر سره کوي.
                        ما ورته د ډاکټر سهېل قيصه تېره کړه. او د ډاکټر ناصر صېب پنځويشت کاله وړانديني واقعات مې ورته تېر کړل او ستائنه مې وکړه. بيا ما ورته ووئيل چې د هر څۀ نه زيات ښۀ کار دا دے چې خپل کلينک لري. په ډبګرۍ کښې ناسته نۀ کوي. او ستاسو په شکل کښې ئې يوه تجربه کاره نرسه ئې هم ساتلې ده.
                        هغې بيا ګيله وکړه چې ستا د اطلاع دپاره عرض کوم چې زۀ ډاکټره يم، نرسه نۀ يم، ما ورنه معذرت اوغوښتو او بيا مې د خپل ځان هسټري هم ورکړه. او د ډاکټر صېب تعريف مې هم وکړو. کوم چې ما ډېر مخکښې د ملګرو نه اورېدلے وو. خو د سخت خوئي نه ئې هم خبر ووم چې کله کله مريض ته سختې خبرې هم کوي چې پکښې کنځل هم شامل دي.
                        ما ډاکټرې صاحبې ته ووئيل چې زۀ بس دغه يو معلوم مرض لرم او دغه دوايانې باقاعده استعمالوم.
                        هغې دا هر څۀ په کاغذ وليکل او د وزن کمولو ګواښ ئې هم راکړو. لږه شېبه پس زۀ او زما کورودانې د ډاکټر صېب کمرې ته ننوتو. د اتيالس کالو يو وړوکے قامت نرے نروچکے سپين ږيرے ډاکټر باندې مې نظر پرېوتو. ما زړۀ کښې ووئيل چې دا هغه ډاکټر ناصر دے څوک چې په خپل وخت ډېر زيات شهرت لرلو د صدر پاکستان اعزازي ډاکټر، د خېبر ميډيکل کالج پرنسپل، او وزير هم پاتې شوے دے.
                        د هغۀ سره مو خپل تعارف وکړو او بيا مو ورته خپل حالات بيان کړل. ما وئيل ډاکټر صېب ستا د تريخ خوئي نه خبر يم خو مونږ مسافر يو. ګذاره به راسره کوې، هغۀ ووئيل چې زۀ که چا ته سخته خبره کوم نو په هغې کښې هم زما شفقت وي. او د مريضانو سره زما د کمټمنټ يو مضبوط دليل هم دا دے چې زۀ د مريض خيال په سنجيدګۍ سره کوم. او د مرض تر جرړو د رسېدلو کوشش کوم.
                        ډاکټر صېب يو څو ټسټونه وليکل او دوايانې ئې راته تجويز کړې. ما ته ئې ووئيل چې ستا د ځيګر ټسټ کول غواړم د کومې بيمارۍ نه به چې ما نورو خلقو ته نصيحتونه او د قطر نه خپل متعلمينو بچو ته ښؤنه کوله، چې پام کوئ چې بهر بازار کښې خوراک ونکړئ. او ډېر زيات به پرهېز کوئ. د هغې بيمارۍ زۀ پخپله نزدې وه چې ښکار شوے وے ځکه چې زما ځيګر ګرمي اخستې وه. په لسمه او په دويشتمه ورځ بيا بيا زۀ دغه ډاکټر صېب ته لاړم او دغه ټسټونه کوم تر اوسه پورې زما د ځيګر د ګرمۍ شکايت په زياتېدو دے کم شوے نۀ دے.
                        ډاکټر صېب راته په يوويشتم اپرېل بيا وفرمائيل چې بس دوائي به نۀ خورې، خو يخ خوراکونه کوه او پرهېز کوه. نو دغه ګرمي به ستاسو د ځيګر لږه کمه شي او چې کله نارمل حد ته راشي نو بيا که تاسو قطر ته تلل غواړئ نو تللے شئ.
                        زۀ د ډاکټر ناصر په هدايت لا تر اوسه ايسار يم په دغه دوران کښې زما په ادبي غونډو کښې ناست پاسته هم کيږي او د موسم او بارانونو خوندونه هم اخلم. ډاکټر ناصر صېب ته به يو ځل بيا په دوېم د مئى ورځم که ژوند وفا وکړه. وروستو بيا معلومه شوه چې هغه ډاکټره کومې ته چې ما نرس نرس وئيل د ډاکټر صېب مشره لور ده چې يقيناً د ستائنې او ډېره د قدر وړ ده، الله پاک دې دوئ له د دواړو جهانونو کاميابۍ تر لاسه کړي آمين.
                        زۀ ذکر کول غواړم د ادبي پروګرامونو، دستورو او غونډو چې کومې زما د وطن په ګلدرو کښې د رخصتي تېرولو په دروان کښې وشوې يا کيږي.
                        ځکه چې اديب او شاعر خپل ملګرو سره په دغه قسم دستورو کښې ناسته خوښوي. د شوق تکميل او تسکين ئې هم وشي او د نوؤ زړو شاعرانو اديبانو سره پېژندګلي هم وشي.
                        د مارچ په نيمائي کښې د "مل" ملاکنډ ليکوالو شاعرانو په صلح او امن جوړه شوې مشاعرې او غونډې کښې اورول شوو نظمونو باندې مشتمل کتاب مخ کتنه وه. زۀ اباسين يوسفزے صېب ځان سره دغه دستورې ته بوتلم. په دغه دستوره کښې ما يو نظم هم واورولو. لائق زاده لائق هم راسره په دغه دستوره کښې ملګرے وو. د ملاکنډ نوموړے شاعر اقبال شاکر سره مو پېژندګلي هم وشوه. او د خوږ او پښتون دوست ملګري ډاکټر ياسين اقبال يوسفزي صېب سره مو هم وليدل.
                        هم په دغه ورځو کښې په ارباب لنډۍ پېښور کښې د ارباب صابر حيات کتاب، سوچ تخيل او حقيقت مخ کتنه وه. چې پکښې ډاکټر اعظم اعظم، داد محمد دلسوز، ډاکټر راج ولي شاه خټک، پروفېسر اباسين يوسفزي، ډاکټر يار محمد مغموم، صوفي ولي خان سرحدي او ګڼ شمېر ليکوالانو شاعرانو برخه واخسته.
                        په دغه دستوره کښې د ډوډۍ بندوبست هم شوے وو. اباسين يوسفزے صېب راته ارباب عبدالودود صېب څوک چې ډېر سنجيده ناست وو، وښودلو.
                        د ارباب عبدالودود صېب به ډېرې سندرې نشر شوې وي خو د خيال محمد په اواز کښې "زما د زړۀ قراره راشه، ډېر ژړېدلے يمه بس دے پخلا شه" او "بيا دې يادونه افسانې ښکاري ___ دغه دستور د زمانې ښکاري" ډېر زيات مشهور شوي دي.
                        هم په دغه دستوره کښې راته ډاکټر اعظم اعظم صېب خپل کتاب چې څو مياشتې وړاندې ئې خپور شوے دے راپېرزو کړو. يار محمد مغموم صېب راته د مارچ په اخره کښې په يوه مشاعره کښې کومه چې دوئ هر کال په ايډورډز کالج کښې د تېرو دېرشو کالو راسې پرله پسې په باقاعده ډول کوي، دعوت راکړو.
                        د مارچ په هلو ځلو کښې په خېبر ټي وي زما د انټرويو په حقله د خالد خان عمرزوال رابلل او بيا راته د مرکزي دفتر اسلام آباد نه زما په انټرويو بېن لګېدلو خبر هم شامل دي. هغه ووئيل چې کامران صېب وائي چې فېروز آفريدي په نېټ کښې زمونږ په ټي وي د آئي اېس آئي او سي آئي اے ټي وي تهمتونه لګولي دي. او د ثبوت دپاره ئې هر وخت د شهادت دپاره موجود داود جان نوم مخې ته کړو. ما خالد خان ته ووئيل چې وروره ستا ډېره مننه خو ما هيڅکله هم د ټي وي د انټرويو په حقله پخپله چا ته نۀ دي وئيلي ځکه چې زۀ ډېر کشر يم او زما نه ډېر ښۀ اديبان او شاعران شته. خو تا پخپله ووئيل او ستا مهرباني چې په وخت دې خبر کړم.
                        زۀ د خپل موقف نۀ هيڅ کله هم نۀ اوړم. دا ټي وي د پښتنو يا پښتو د ترقۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے د دي شا ته چې کوم ناولي مقصدونه دي د هغې نه هر څوک خبر دي، او ما چې څۀ محسوس کړي هغه مې ليکلي دي او بيا به ئې هم ليکم. هغۀ راته ووئيل چې که ستا خوښه وي نو چرته به کښېنو او په دغه موضوع به په تفصيل سره خبره وکړو.
                        ما ورته ووئيل چې تۀ زما مخالف پارټۍ نه ئې نو ځکه تا سره زما خبرې کول عبث دي. هغه خلق دې ځوابونه وکړي څوک چې د دغه ټي وي مالکان او ذمه واران دي.
                        څو ورځې پس زما مرکه د ګران اباسين صېب په مننه د فاروق مهمند صېب په پروګرام په پي ټي وي نېشنل کښې وشوه چې پوره دوه ساعته جريان ئې لرلو.
                        د دغه پروګرام کوربانۀ ښائسته زلمے عادل يوسفزے او شوخه اداکاره ارم سحر وو.
                        په دغه پروګرام کښې د عربو په خاورو د پښتنو بود و باش، کار روزګار، ادبي، سماجي، او ثقافتي هلو ځلو په حقله پوښتنې او د هغې ځوابونه وو. زمونږ ادبي تنظيم پاک پښتو ادبي ټولنې په حقله معلومات او د دغه تنظيم اغراض و مقاصد او د پښتنو او حکومتي ادارو تر مېنځه د رابطې او وسيلې په حقله معلومات مخې ته راغلل.
                        پروګرام د شپې په يوولس بجې سر ته ورسېدو. په دغه پروګرام کښې ټولو همکارانو ډېر په مينه او درناوي زما خاطر مدارت وکړو. د حمزه بابا د کلام سره سره يوه اولسي سندره ئې هم په دغه پروګرام کښې شامله کړه. د دې پروګرام نه يو څو ورځې وړاندې په پرېس کلب پېښور کښې جوړې غونډې روداد هم نشر کړے شو. دا غونډه د ارواښاد قلندر مومند صاحبزاده فيضي، دوست محمد خان کامل مومند، ايوب صابر، غني خان او ستر حمزه خان شينواري په ياد کښې رابللے شوې وه.
                        په دغه رپورټ د دغې خپرونې رنګ بيخي ادبي شوے وو. فاروق مهمند صېب په ډېره مينه زما نظم يا قربان د رحيم شاه په اواز کښې رېکارډ شوې سندره هم وغږوله. دغه پروګرام زما په خپل فکر په هر لحاظ ډېر ښۀ وو. او زۀ ئې د زړۀ د تل نه شکريه ادا کوم چې زما ئې درناوے وکړو. څو ورځې پس بيا د ايډورډز کالج په نوي هال کښې جوړې شوې دستورې ته هم راوبللے شوم دغه دستوره چې خالص په مشاعره تمامه شوه، د ډېر لرې لرې نه اديبان شاعران راغلي وو. په دغه مشاعره کښې چې صدارت ئې مشر ښاغلي سعدالله جان برق صېب کولو او خصوصي مېلمه ئې د بنوں نه راغلے دروند مشر ښاغلے غازي سيال صېب وو. د کالج پرنسپل څوک چې انګرېز وو، پرته د ملاکنډ اقبال شاکر د هغۀ يو ملګري چې نوم ئې رانه هېر شو. د اټک خېرآباد نه هارون الرشيد، ايوب خټک، د باړې نه قندهار افريدي، د پېښور نه محترم رحمت شاه سائل، محترم همېش خليل، محترم اباسين يوسفزئ صېب، محترم جمشيد مومند، محترم شاهد علي، محترم صوفي ولي خان، محترم اختر حسېن ننګيال، محترم زاهد شېدا، راقم الحروف او ګڼ شمېر شاعرانو اديبانو برخه واخسته.
                        مشاعره چې کله سر ته ورسېده نو د ماښام مونځونه مو د کالج په ګراونډ کښې وکړل او بيا راروان شو.
                        د ښار دغه برخې ته زۀ په دغه رخصتۍ کښې په اول ځل راغلم د دې نه څو ورځې وړاندې دلازاک روډ ته تللے ووم هلته زمونږ ګران ملګري مکرم خان بنګش زمونږ د قطر ملګرو په درناوي کښې د يوې پُرتکلفه ډوډۍ انتظام کړے وو. چې پکښې د سليم بنګش صېب سره ملاقات هم شوے وو. او هغوئ ما ته خپل کتاب راپېرزو کړے وو. په پائې کښې د صابر شاه صابر په فرمائش وړه غوندې مشاعره هم شوې وه.
                        دغه پروګرام ملګري مکرم خان د خپل زوي د وادۀ په خوشحالۍ کښې چې څو ورځې پس له په دولسم اپرېل کېدونکے وو قطر ته د ځينې ملګرو د ستنېدو له وجې د وخت نه مخکښې ترتيب کړے وو. چې په دې کښې د ملګري مکرم خالص مينه او خپلو ملګرو ته درناوے او احترام ورکول غرض وو. زۀ ئې د زړۀ د کومي نه شکريه ادا کوم.
                        په دغه ورځو کښې پروفېسر اباسين صېب زۀ د ځان سره د بي بي سي پېښور څانګې دفتر ته هم بوتلم. هلته مو د ګران کشر شاهين بونيري، او عبدالحئ کاکړ صېب سره ملاقات وشو. دوئ سره د ډيوې ريډيو وائس آف امريکه رحمان الله هم ناست وو.
                        په وطني حالا تو موګپ شپ ولګوو. په اخره کښې بونيري صېب زما او د محترم اباسين يوسفزي صېب تاثرات د رحمان بابا په حقله ثبت کړل. او غالباً هم په هغه شپه ئې خپاره کړل.
                        د شاهين بونيري صېب سره زما ملاقاتونه ډېر د مخکښې نه وو. هغه يو ټېلنټېډ زلمے دے. او د پښتو په ژبه، فرهنګ او ادب ئې ژور نظر دے. هغوئ راته په بي بي سي لندن کښې د کار کولو زيرے هم راکړو. چې څو ورځې پس له به هغه د خپلو بچو سره لندن ته درومي او د هغې ځايه به په نشرياتو کښې برخه اخلي.

                        Comment


                        • #13
                          ما ورته امبارکي ورکړه او ورته مې ووئيل چې بې شکه تۀ يو قابل، ذهين او تعليم يافته ځوان ئې. او انشاء الله چې که ستا دغه محنت جاري وي نو نورې ډېرې کاميابۍ به ستا په ژوند کښې راشي.
                          د هغۀ نه مو رخصت واخستو او مونږ ترې راروان شو. اباسين صېب زۀ خپل کور کښې کوز کړم او هغه خپل کور ته روان شو.

                          کتاب روښانه سباؤن:
                          د ګران ملګري دلاور خان لېوني په مرسته د سروزو ادبي جرګې د غړو کتاب شعري تذکرې "روښانه سباؤن" مسوده مې د ګران اباسين يوسفزي صېب په مشوره ګران ملګري آدم خان ته د کمپوزنګ دپاره وسپارله. څو ورځې پس هغوئ د کتاب کمپوزنګ خلاص کړو. او د ښاغلي لائق زاده لائق په مشوره مې کتاب ضياء پرنټنګ پرېس له ورکړو. چې شل پنځويشت ورځې پس ئې کتاب چاپ کړو. دغه کتاب زما حوصله زياته کړه او د سږني کال دا رپورتاژ مې هم وليکلو او انشاء الله چې په څو ورځو کښې به دا هم په کتابي شکل کښې چاپ شي.

                          د پېښور ادبي جرګه رجسټرډ ١٢ اپرېل ٢٠٠٩ء انتخابات او مشاعره:
                          په دغه دوران کښې زۀ د پېښور ادبي جرګې رجسټرډ په دعوت د ګران ملګري دلاور خان وقار صېب حجرې ته لاړم. دلاور خان وقار د دغه جرګې په مشرانو کښې دے.
                          تېر کال هم دوئ زما په اعزاز کښې ډوډۍ او دوه کاله وړاندې په خپله حجره کښې مشاعره رابللې وه.
                          سږ کال ما سره د هغۀ ملاقات په اولنۍ ورځو کښې وشو.او بيا راته هغوئ په خپله حجره کښې د جرګې د انتخاباتو او ازادې مشاعرې وېنا وکړه.
                          مونږ په مقرره وخت د وقار صېب حجرې ته ورسېدو.
                          د دلاور وقار په حجره کښې مو د ښاغلي اظهار الله اظهر، نسيم خان نسيم، سلطان محمد صېب، سفير الله ناشاد صېب، اختر حسېن ننګيال او ګڼ شمېر اديبانو او شاعرانو سره ملاقاتونه وشول.
                          د غونډې اغاز د تلاوت کلام پاک نه وشو. ورپسې دلاور خان وقار صېب د پېښور ادبي جرګې په اغراضو مقاصدو رڼا واچوله. او د انتخاباتو په حقله ئې خبرې وکړې. په دې موقع هغه بې له څۀ مشورې زما نوم د جرګې د صدارت دپاره وړاندې کړو.
                          ما ډېر زيات معذرت وړاندې کړو او زياته مو کړه چې زۀ په خپل وطن کښې ميشت نۀ يم او په دا کار به جرګې ته زيان ورسيږي. هغۀ ووئيل چې نسيم خان نسيم به ستا کارونه کوي تۀ بس د صدارت دپاره غاړه کېږده.
                          د ټولو ملګرو نه مشوره واخستل شوه، دوو مشرانو کسانو زما د دليل سره اتفاق وکړ، باقي ټولو ووئيل چې تاسو يعنې زۀ د صدارت دپاره موزون يم. او بايد چې د ملګرو د خواهش احترام وکړم. په ناخولۍ مې د ملګرو د خلوص او مينې ډک دا وړانديز قبول کړو. او دغه شان زۀ د پېښور پښتو ادبي جرګې (رجسټرډ) صدر وټاکلے شوم. وروستو بيا ازاده مشاعره وشوه. او چائيو بسکټو سره د مېلمنو تواضع وشوه.
                          په دغه موقع ما د ملګرو سره د جرګې په مستقبل خبرې هم وکړې. او د يوې درې مياشتيزې مجلې اعلان مې هم وکړو.

                          دستار مجله:
                          ياده دې وي چې د دې نه وړاندې هم مونږ د پښتو دوه مياشتيزه مجله د دستار انټرنېشنل په نامه د پېښور نه څۀ کم درې کاله پرله پسې خپاره کړه.
                          متسفانه چې دغه مجله اوس د څۀ وجوهاتو له کبله بنده شوې ده. ګنې زمونږ ګران ملګري او د پښتو مينه وال حاجي ګلزار خان تر اخره حده کوشش وکړو چې مجله دستار دې خپريږي. خو د بده شامته د مديرانو په خپل مېنځ کښې د مخالفت او زما د دې مجلې نه ځان مبرا کول د دې مجلې په بندولو کښې خنډ پېدا کړو.
                          دستار مجله ولې بنده شوه؟ دا يوه اوږده قيصه ده زۀ به خپل اند په دې ټکو کښې څرګند کړم چې په مجله کښې د ښو ليکوالو برخه کمه ده. مجله د ادب او ژبې د پرمختګ دپاره په ډېر روغ نېت د قطر ادبي ملګرو په خوښه خپرېدله خو بيا دغه روغ نېت او نېک مقصد نه ذاتي تشهير او د خپلې نامې سره د وزن زياتولو هڅې روانې شوې.
                          بل د مجلې مدير د پښتونخوا د ډېر ناموړو اديبانو شاعرانو په خپل وخت سپکاوے کړے وو. نو چې د چا سره به مو ملاقات کېدلو. نو ډډه، ترهه به ئې کوله او په کنايو، اشارو کښې به ئې ګيله کوله. د مجلې مدير که هر څو چټک او تر خپل علمي استعداد پورې باخبره وو ولې بيا هم د هغۀ نه به کله کله داسې حرکتونه وشول چې په هغې به زمونږ اديبان شاعران خفه شول. او مونږ به د ډاډ او حوصلې په ځائے شرمندګي محسوس کړه.
                          زمونږ مقصد چې کوم د ژبې، ادب خدمت کول وو، هغه مدير صېب په خپل انداز کښې روان ساتلي وو خو د هغۀ ذاتي مخالفتونو زمونږ غېر جانبداره حېثيت برقرار ونۀ ساتلے شو. په دغه سبب زۀ د مجلې د کارکردګۍ نه په وړومبي کال ناخوښ ووم. خو د ګران مشر اجمل بابا او داسې نورو کسانو د پرله پسې نصيحتونو له کبله ما د بندولو دا تريخ ګوټ نشو تېرولے.
                          او اخر ما خپل ځان ترې راټول کړو. حالانکې ګران ملګري حاجي ګلزار خان به څو کرته ما ته وئيلي وي چې تۀ مونږ نه ځان مۀ جدا کوه. او د مجلې خرڅه به زۀ ځان له په يواځې ځان پرې کوم. ولې زما طبيعت پرې راس نۀ راتلو.
                          نو په دغه مجله بندېدو يقيناً چې زۀ خفه نۀ يم. او که خدائے تعالٰى ته منظوره وه نو د دغې مجلې په بدل کښې به زۀ يوه نوې مجله د پېښور پښتو ادبي جرګې له اړخه شروع کوم.
                          دغه خبرې ما د جرګې سرپرست اعلٰى ډاکټر هدايت الله نعيم صېب ته هم وکړې. څوک چې په خپل دروند ځان د امبارکۍ دپاره د خپل ملګري پروفېسر عبدالودود صېب سره زما غريب خانې له تشريف راوړے وو. چې زۀ ئې د احسان لاندې کړم.

                          د اباسين ارټس کونسل غونډه ١٦ اپرېل ٢٠٠٩ء:
                          کومه خبره چې دروند ملګري او د اباسين آرټس کونس سېکرټري ناموړي کالم نګار پخوانے ډپټي کنټرولر ريډيو پاکستان پېښور ښاغلي مشتاق شباب صېب د يوې غونډې د رابللو کړې وه. د هغې تاريخ دوئ په ١٦ اپرېل ٢٠٠٩ء ټاکلے وو. دا غونډه زما په ژوند کښې د ډېر اهميت وړ ده.
                          دا غونډه د اباسين آرټس کونسل ملګرو د ګران مشر پروفېسر پُردل خان خټک په اعزاز کښې رابللې وه.
                          د دې غونډې صدر ښاغلے ډاکټر محمد اعظم اعظم صېب وو. او د مشر مېلمه څوکۍ ئې ما ته راسپارلې وه. دوئ په خپله دعوت نامه کښې هم زما نامه د مهمان خصوصي په توګه شامله کړې وه. چې د ټولو نه زيات تکليف پرې سيد صابر شاه صابر صېب ته رسېدلے وو.
                          زۀ نۀ پوهېږم چې صابر شاه سره زما روغه جوړه هم شوې ده. هغه بيا هم زما درناوے نشي زغملے. ما چې کله د هغۀ نه تپوس وکړو چې زما د نامې سره سرپرست پاک پښتو ادبي ټولنه قطر ليکلي شوي وو. او دا هر چا ته معلومه ده چې د پاک پښتو ادبي ټولنې قطر سره زما او زما د ملګرو څومره تعلق پاتې شوے دے. نو بيا نۀ پوهېږم چې صابر شاه صېب ته چا وئيلي وو چې فېروز د ځان سره سرپرست ولې ليکلي دي؟ حالانکې بيا وروستو ما د ملګرو سره دا خبره زير بحث هم راوسته او هغوئ د دلاور خان لېوني په خُله ماته خپل تاثرات راورسول. زۀ ډېر په خواشينۍ سره د دې خبرې څرګندونه کوم چې د تېرو پنځويشتو کالو راسې پښتانۀ اديبان شاعران ملګري د پښتو ژبې او ادب سره بې لالچه بې غرضه او بې لوثه مينه لري. او د ټولنې سره ډېر مخلص دي، خو د بده شامته زمونږ څۀ ملګري چې په پاکستان کښې دي او د ټولنې سره ئې تعلق هم نشته. زمونږ په مېنځ کښې د نفاق اور خوروي او په خپلو کښې مو بيلوي.
                          حالانکې د دغه ملګرو سره لا مونږ هيڅ زياتے نۀ دے کړے. او که دا ووايم چې د دوئ د استعداد او قابليت نه زيات مو ورسره ښېګړې کړې دي، خو بيا هم د دوئ نه زمونږ دغه د پښتو ادب او ژبې خدمت نۀ هضم کيږي.
                          په دغه غونډه کښې د اردودانو ملګرو نه علاوه پروفېسر پرېشان خټک صېب به نفسِ نفيس ناست وو. او ما سره ئې د قطر په ملګرو ډېر وخت خبرې وکړې. هغوئ دومره تر و تازه ښکارېدل چې زما په وهم او ګمان کښې هم نۀ وو چې ګنې دوه ورځې پس به دغه عظيمه هستي د دې فاني دنيا نه رخصتيږي.
                          پرېشان خټک صېب د قاضي محمد اصغر صدر پاک يوتهـ سوسائټي قطر او سفير پاکستان محمد اصغر افريدي په حقله هم تپوسونه وکړل. بيا زما سره ئې په پشتون کون او د علم ګدر باړې په علمي او تاريخي هويت خبرې وکړې.
                          ٢٢ کاله اګاهو مونږ پرېشان خټک قطر ته رابللے وو. په هغه موضوع مو خبرې وکړې. بيا څو کاله وړاندې چې کله پرېشان خټک صېب د اکادمي ادبيات اسلام آباد پاکستان چيئرمېن وو، مونږ باړې ته د يو سکول د يوم والدين په سلسله کښې رابللے وو. په هغه ځائے کښې د افريدي قام مشران هم رابللې شوي وو. چې په هغوئ کښې جدران منتظر، ځاځئ حاجي، او حاجي عبدالودود صېب هم وو. په هغه موقع پرېشان خټک صېب د کرک په سوچه خټک والا لهجه کښې تقرير کړے وو. او د علم ګدر باړې په حقله مو په اول ځل د دوئ د خلې واورېدل چې زۀ کله تازه تازه استاذ شوم نو دغه مخامخ د اوبو ګدر ته به راتلم، دلته د مغلو د زمانې نه هم وړاندې يو علمي پوهنتون وو. په دغه سبب دغه علاقې ته علم ګدر وئيلے شي. هغۀ زياته کړه چې د اورنګزېب عالمګير په وخت کښې د مولانا رومي صېب د قلمي نسخو تلاش کېدلو. نو د ډېر تلاش نه پس دوئ يوه نسخه په ايران کښې دوه په هند کښې او پنځه نسخې په دغه علم ګدر کښې موندلې دي. ما په زړۀ کښې ووئيل چې نن هم په دغه ځائے کښې خلق کُدالې په لاس ګرځي او د زمکې نه بتان او د هغه وخت سکې او اثار قديمه راوباسي.
                          په دغه غونډه کښې زۀ، اعظم صېب، د موجوده حکومت ايم پي اے منور سلطانه، ښاغلے عبدالروف روهيله، پروفېسر پرېشان خټک صېب او محترم پردل خټک صېب په پريزډيم کښې ناست وو. او لاندې هال "خانه فرهنګ ايران" کښې نور ملګري ناست وو.
                          په پردل خټک صېب، اسماعيل اعوان صېب، سيد صابر شاه صابر صېب، راقم الحروف، منور سلطانه صاحبه، عبدالروف روهيله صېب، پروفېسر پرېشان خان خټک صېب، ډاکټر اعظم اعظم صېب او د مشاعرې ناظم ښاغلي پروفېسر ناصر علي سيد صېب د خپلو خيالاتو اظهار وکړو. په دغه موقع ژوره مقاله سيد صابر شاه صابر وړاندې کړه. چې هغه بقول د ډاکټر اعظم اعظم د پردل خټک صېب نه زياته په پروفېسر پرېشان صېب مرحوم وه. اعظم صېب د اسماعيل اعوان مقاله خوښه کړه. چې په اردو هندو کښې ئې په پردل خټک ډېر په شګفته انداز کښې تحرير کړې وه.
                          پروفېسر پرېشان خټک صېب په خپلو خبرو کښې دا انکشاف وکړو
                          چې د ابتدائي تعليم نه واخله زما تر تخلصه پرېشان پورې او بيا زما په ژوند کښې د پرله پسې کاميابو شا ته چې د چا لاس دے هغه زما مشر ورور پردل خټک صېب دے. هغۀ ووئيل چې په ژوند کښې د وائس چانسلرۍ نه واخله تر اعزازي ډي ليټ ډګرۍ او بيا د دوو پنځوس ملکونو دپاره د هائر ايجوکېشن کونسل دپاره زما نوم تجويز کېدل دا ټول د دې مشر ورور پردل خټک صېب په برکت دي.
                          پرېشان خټک صېب د خپل پلار د تربيت او بيا د هغه تربيت تر خپله اولاده منتقل کول، او د ډسپلن او اصولو سبق ورکول د خپل خاندان خاصيتونه وبلل. پروفېسر پردل خټک صېب د اباسين ارټس کونسل سره د بې کچه او بې لوثه مينې او تړون ذکر وکړو. او د ملګرو شکريه ئې ادا کړه.
                          هغه په خپلو خبرو کښې ووئيل چې نن زۀ د پنځه اتياؤ کالو يم. زما ورور پروفېسر پرېشان خټک چې کوم تاثرات زما په حقله وړاندې کړل په دې زۀ دومره خوشحال يم لکه چې زما د ټول ژوند پنځه اتيا کالو معاوضه ئې ما ته ادا کړې وي.
                          په دغه غونډه کښې سيد صابر شاه صابر چې کومه مقاله وړاندې کړې وه. هغۀ ووئيل چې ما په دې ډېر کار کړے دے او که خدائے ژوند راکړو نو يو کتاب يا پمفلټ به په پردل خټک صېب باندې چاپ کوم.
                          ما په خپلو خبرو کښې ووئيل چې د پردل خټک صېب سره د مينې او عقيدت په توګه دا کتاب به زۀ په خپل خرڅ د پېښور پښتو جرګې (رجسټرډ) له اړخه چاپ کوم. اګرچې پکار خو دا وه چې د دې اعلان محکمه ثقافت يا د موجوده حکومت واکدارانو کړے وے. په دغه موقع زما اشاره د ايم پي اے صاحبې طرف ته ده. خو هغې په خپل خطاب کښې بې له خندا هيڅ هم ونۀ وئيلے شو. او دغه يقيناً لکه چې هغې پخپله هم ومنله، چې د دومره لوړو ادبي، علمي هستو ورته په مخکښې خبرې کول مشکل وو.
                          زۀ د پروګرام په اختتام کښې د خپل ملګري دلاور خان وقار څوک چې زما په درخواست راغلے وو. او د ظفر خان ظفر او متعليم اظهار سره راووتلم او خپلو کورونو ته په سخت باران کښې روان شو.


                          خېبر ګرلز ميډيکل کالج کښې د پښتو ورځ ٠٩/٤/١٦:
                          په شپاړسم اپرېل ٢٠٠٩ء ملګري اباسين يوسفزي د ځان سره خېبر ګرلز ميډيکل کالج حيات آباد کښې د پښتو ورځ د نمانځلو په غرض بوتلم.
                          په دغه دستوره کښې زۀ، ظفر خان ظفر او ډاکټر احمد علي عاجز ججان (منصفان) وو.
                          پروفېسر اباسين يوسفزۍ مشر مېلمه وو.
                          د ورځې په يوولس بجې پروګرام شروع شو، او بيا تر ماسپخين پورې جاري وو. په دغه دستوره کښې د کالج انجونو ډېر د خوند رنګ ډک مزاحيه تقريرونه په سنجيده موضوعاتو او په شعروشاعرۍ باندې پروګرام وړاندې کړو. چې يقيناً ښۀ خواري ئې کړې ده.
                          په دغه موقع مونږ مستحق انجونو په اولنے، دوېمې او درېمې جائزې ونمانځلې. په پائې کښې ما خپلې خبرې وکړې او يو نظم پښتنه پېغله ملاله مې وارولو. اباسين يوسفزي صېب او نورو ګډون کونکو هم خپل خپل کلامونه او خبرې اترې وکړې.
                          په پائې کښې په دغه دستوره کښې برخه اخستونکو انځورونه واخستل او د مېلمنو ئې په چائے خاطر مدارت وکړو.

                          اهل قلم امن کانفرنس اکادمي ادبيات، ١٨ اپرېل ٢٠٠٩:
                          د اهل قلم امن کانفرنس په حقله زۀ ملګري اباسين يوسفزي د وړاندې نه خبر کړے ووم. په شپاړسم اپرېل ئې راته د خېبر ګرلز ميډيکل کالج د پښتو ورځ د نمانځلو په موقع د دغه پروګرام کارډ هم راکړے وو. او راته ئې وئيلي وو چې که د اورسيز ليکوالانو د نمائندګۍ په طور څۀ تاثرات وړاندې کول غواړې نو درې څلور منټه خبرې کولے شې.
                          د جينکو د ميډيکل کالج دغه پروګرام وروستو په ماښام د پښتو ژبې لوئې عالم، دانشور، محقق، تاريخ دان او بې مثاله مقرر ښاغلے پرېشان خټک صېب هم وفات شو. چې يقيناً په پښتنو ليکوالانو ئې ډېر خفګان خور کړو. په سبا ١٧ اپرېل ئې هم په حيات آباد کښې خاورو ته وسپارلو. په وړومبۍ ورځ زۀ جنازې ته په څۀ وجه حاضر نۀ شوم. خو بيا وروستو په نولسم او پنځويشم اپرېل د هغوئ کور ته لاړم او د مشر ارواښاد خټک صېب فاتحه مو پروفېسر پردل خټک صېب او د کورنۍ نورو غړو ته وکړه.
                          په اوولسم اپرېل اعظم صېب راته په اهل قلم کانفرنس کښې د څو دقيقو خبرو کولو دعوت راکړو. ما د نني حالاتو په تناظر کښې د وطن نه لرې اديبانو شاعرانو اندېښنې څرګندې کړې. او د مذهب په نوم دغه راتپلي جنګ کښې د وطن د تباهۍ او د قلم د خاوندانو د ذمه وارۍ په حقله خپل تاثرات وليکل.
                          د غونډې دستوره په لس نيمې بجې شروع شوه د سټېج نظامت ئې پروفېسر اباسين يوسفزي صېب کولو.
                          په اولني نشست کښې د اکادمي ادبيات چيئرمېن فخر زمان صدارت کولو. د خصوصي مېلمه چوکۍ مياں عاقل شاه وزير سياحت ته سپارلې شوې وه.
                          په دغه موقع ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب او د چترال يو پروفېسر اسرار الدين صېب خپلې مقالې واورولې. چې متسفانه د سامعينو تر غوږه په په صحيح توګه د متنظمينو له خوا د وخت د کمي له کبله ونۀ رسېدلې. زۀ ډېر په افسوس سره ددې خبرې تکرار کوم چې د داسې لوئې غونډې دپاره د مياشتو راسې تياري او خواري کيږي، خلق ورته د لرې لرې نه رابلل کيږي بيا مقاله ليکونکي په ډېر کړاؤ خپله مقاله وليکي او چې کله غونډه نمانځلے کيږي نو د حکومتي مشرانو په وخت د نۀ راتلو له کبله دومره بيا بيړه جوړه شي. چې دغه مقررين نه څۀ اووئيلے شي او نۀ سامعين دا مقالې او د کار خبرې واورېدلے شي. زما که واک اختيار وے نو په داسې قسم علمي او ادبي غونډو کښې به ما يو حکومتي چارواکے هم نۀ رابللو. چې په راتلو ئې د خلقو وخت هم ضائع شي. او د کوم مقصد دپاره چې غونډه جوړه وي هغه هم سر ته ونۀ رسيږي.
                          په دغه موقع د لاهور نه راغلي سليم اختر صېب، پروفېسر همايون هما صېب، محترمه سلمٰى شاهين صاحبې، راقم الحروف، او ګڼ شمېر اديبانو شاعرانو خپل خپل تاثرات وړاندې کړل.
                          دوېم نشست د غرمې د ډوډۍ وروستو پېل شو خو مونږه ډېر وخت ايسار نۀ شو زۀ او راج ولي شاه خټک صېب په ټيکسي کښې يونيورسټۍ ته راغلو.
                          اباسين يوسفزے صېب د ارواښاد پروفېسر پرېشان خټک صېب په پي ټي وي پېښور مرکز کښې د پروګرام په نېت د مخکښې نه رخصت شوے وو. په دغه ورځ محترم اعجاز نيازي څوک چې د اردو ډېر ښۀ شاعر هم دے او د پي ټي وي پېښور مرکز سينئر پروډيوسر دے، د پروفېسر پرېشان خټک په حقله د نوموړو اديبانو شاعرانو تاثرات تبت کول. نۀ پوهېږم چې ملګري اباسين صېب ورته وئيلي وو او که پخپله ئې زما انتخاب کړے وو، خو په دغه نوموړو اديبانو شاعرانو کښې ئې زۀ د ادب چڼے هم د انټرويو يا تاثراتو ثبتولو دپاره د کېمرې مخې ته ودرولم. او زما ماتې ګوډې جملې ئې هم په اردو کښې رېکارډ کړې چې زۀ ئې مننه کوم.

                          د اجمل بابا سره ليدل او د هغۀ په اعزاز کښې په مصري بانډه کښې مشاعره:
                          د اجمل بابا سره د ليدلو او هم په هغه ورځ د بابا په اعزاز کښې په مصري بانډه کښې په مشاعره کښې برخه اخستلو دپاره ١٩ اپرېل ٢٠٠٩ء ټاکلے شوې وه.
                          د مقرره تاريخ نه څو ورځې وړاندې ملګري اباسين يوسفزي صېب او لائق زاده لائق صېب په دغه ټاکلي شوي پروګرام کښې د برخه اخستلو وېنا کړې وه. په اتلسم اپرېل د مصري بانډې پښتو ادبي جرګې مشر سېکتر زاهد خان او زما د دوبۍ ملګري نياز افريدي ټيليفونونه وکړل چې په سبا له جوړه مشاعره کښې به خامخا ګډون کوئ.
                          ما هغوئ ته تسلي ورکړه چې تاسو بې غمه شئ. د اجمل بابا سره ليدل کتل په ما هسې هم پور دي. په دغه دستوره کښې به ارو مرو شرکت کووم. سبا له په ما پسې لائق زاده لائق صېب او بصير ستوري صېب موټر راوستو. په وړومبي فرصت کښې د پروفېسر پرېشان خټک صېب درېمې ته تلل وو. هلته مونږ د خټک صېب د خاندان او په تېره پردل خټک صېب سره ليد لکتل او فاتحه وکړه.
                          څۀ شېبه ناسته مو هم ورسره وکړه او بيا مو ترې رخصت واخستو. پرېشان خټک په شپاړسم اپرېل ٢٠٠٩ء په اسلام آباد کښې د خپل کشر مرحوم ورور په کور کښې وفات شوے وو.
                          په اولسم اپرېل ئې خاورو ته وسپارلو، زۀ او لائق زاده په وړومبۍ ورځ د هغۀ د جنازې رسمو ته د تللو دپاره جوړ نۀ شو. حالانکې ملګري اباسين يوسفزي صېب راته په وخت خبر هم کړے وو.
                          په درېمه ورځ مونږ د فاتحې دپاره لاړو. او چې د حيات آباد نه راستانۀ شو نو نېغ اکوړي ته ورسېدو. په لاره کښې مو پروفېسر راج ولي شاه خټک صېب، پروفېسر اباسين يوسفزے صېب او د هغوئ ملګرے فېض الله هم وليدل.
                          څۀ دپاسه يوه بجه نېغ اکوړي ته ورسېدو. او د اجمل بابا دېرې ته وردننه شو. هلته د اجمل بابا ځوئے ايمل خان خټک، شعېب صادق او نور ګڼ شمېر ملګري د مخکښې نه په انتظار ناست وو. د پېښور ټيليوزيون پروډيوسر فاروق مهمند او د هغۀ سټاف د ريډيو پاکستان ډپټي کنټرولر لائق زاده لائق پرته پروډيوسران د خپلو الا تو سره رارسېدلي وو.
                          د دوئ سره د شمشاد د ټيليوزيون افغانستان پروډيوسر محمد اسرار اتل او د هغۀ د کېمرو ملګري هم رارسېدلي وو. زۀ، اباسين صېب، راج ولي شاه خټک صېب او ملګرے لائق زاده لائق د بابا په ډيوډۍ کښې پرتو کټونو باندې کښېناستو. لږه شېبه وروستو بابا هم په وهيل چيئر کښې دغه ډيوډۍ ته راورسولے شو. د ټولو سره ئې ليدل کتل او ستړي مشي وکړل. د ټي وي کېمرې ورته نيغې کړے شوې او د سوالونو لړۍ پئېل شوه.
                          بابا ډېر ضعيف شوے دے. په ارام ارام ئې خبرې شروع کړې. د کمال خبره دا ده چې حوش او حواس ئې لکه د زلمي بېدار دي. هيڅ خبره ترې نۀ خطا کيږي. په وجود ئې لږۀ يخني رادرومي او اکثر د ساړۀ شکايت کوي. په پښتونخوا کښې د امن په حقله د ډاکټر راج ولي شاه خټک د يو سوال په ځواب کښې دردوند مشر اجمل بابا وفرمائيل چې:

                          داسې امن غواړم چې زما د خاورې پت وي
                          د بم او ډالر نه وي د ايمان او د غېرت وي

                          د يو بل سوال په ځواب کښې چې ډاکټر صېب ترې وکړو چې تاسو باندې د قوم پرستو او ترقي پسندو دا جګړه ده چې هغوئ ستاسو ادبي حېثيت بېل بېل ګڼي.
                          په ځواب کښې ستر مشر وفرمائيل چې څوک قوم پرست وي او ترقي پسند نۀ وي نو هغه هډو قام پرست جوړېدلے نۀ شي. مطلب ئې دا وو چې قام پرست او ترقي پسند دواړه يو شے دے. بيا بابا زياته کړه چې تاسو زما سپينه کونتره نظم وګورئ نو تاسو ته به اندازه وشي.
                          د پښتنو د ادب دپاره د کار په حقله تاسو مطمئين يئ؟
                          د يو ملګري د سوال په ځواب کښې بابا ووئيل چې پښتانۀ اديبان شاعران ډېر کار کوي. او زۀ د دوئ د کار نه مطمئين يم. خو افسوس په دې رادرومي چې په دوئ کښې اتفاق نشته. او ډلې پرې جنبې جوړوي. بابا زياته کړه چې دا دے فېروز ناست دے. زۀ د قطر ادبي ملګرو ته سلام کووم. دوئ ډېر په مينه او پښتنه جذبه کار کوي خو افسوس چې په دوئ کښې هم بې اتفاقي ده. زۀ په پښتنو اديبانو شاعرانو کښې يووالے او اتفاق غواړم.
                          بابا زياته کړه چې مونږ کومې غلطۍ کړې دي هغه تاسو مۀ کوئ. په خپلو کښې مخالفتونه مۀ کوئ. او په حکومتي ادارو او نشرياتي ادارو کښې ځانونه ځائے کړئ. چې په دغه وسيلو د پښتون قام دپاره صحيح کار کېدلے شي. د يو بل سوال په ځواب کښې چې پښتنو ليکوالانو کښې کوم کسان داسې دي چې تاسو د هغوئ د کار نه خوشحاله يئ. که تاسو ئې نومونه اخستل غواړي؟
                          بابا وفرمائيل چې ګل مې: نومونه راباندې مۀ اخله، خلق به رانه خفه شي. کار کول پکار دي. مونږ ډېر پسمانده پاتې شوي يو. د پښتو ژبې ا اولس دپاره کار کول ډېر ضروري دي.
                          بابا يو ځل بيا زما نوم واخست او زما د ملګرو ئې ډېر تعريف وکړ، پروفېسر اباسين يوسفزي صېب د غني خان په حقله تپوس وکړو. نو بابا وفرمائيل چې غني خان نۀ يواځې د پښتنو بلکې د دې خاورې او منطقې لوئے لېونے فلسفي شاعر دے. بابا د غني خان شعر هم اووئيلو چې:
                          يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
                          يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې
                          هغوئ د غني خان په کلام کښې د پښتون قام د رابېدارولو توانا هڅه وستائيله.
                          هغۀ اووئيل چې کله کله به چې ما نظم اووئيل خو ځينې خلق به رانه خفه شو. هغه د يو نظم يوه مصرعه ووئيله "چې خوار خټک ته ګوره چې نظمونه په اوبو ليکي". په دا موقع بابا د "غرۀ چينه" نومې نظم ذکر هم وکړو.
                          د اباسين يوسفزي صېب د يو بل سوال په ځواب کښې چې ستاسو په شاعرۍ کښې دا د جذبې او جوش مالګه ولې زياته ده؟
                          بابا وفرمائيل چې ژړه وه مې مه، په مازغو مې بوج راځي.
                          زما مور ما پسې ړنده شوې وه. زما مور ئې ژړولې وه.
                          د سي آئي ډي والا زما د مور سره ډېرې سختۍ کړې وې. هغه ئې د څڼو راښکلې وۀ. ما شاعري د تاؤ نه کړې ده.
                          بابا زياته کړه چې زما شاعري د تاؤ او مينې په وجه انقلابي شوې ده. بابا زياته کړه چې ما شاعري د انعام اکرام او داد، تحسين او نوم دپاره نۀ ده کړې. هغۀ وفرمائيل چې دغه دے د اکادمي ادبيات ادارې پنځه لاکهه روپۍ انعام راکړو، او ما واپس کړو. زما شاعري د انعامونو دپاره نۀ ده، دا د تاؤ او د مينې د جوش په نتيجه کښې شوې ده.
                          د کبير ستوري مرحوم زوئي بصير ستوري په حقله چا اشاره وکړه او د کبير ستوري د هلو ځلو په حقله د يو تپوس په ځواب کښې اجمل بابا اووئيل چې کبير ستوري ډېر لوئے خدمت کړې دے. هغه په جرمني کښې د پښتو دپاره او د پښتنو دپاره منډې ترړې کړې دي. او دا خلق ډېر مخلصه دي. د قطر او بهر هېوادونو کښې مېشته پښتانۀ ډېر په اخلاص د پښتنو او پښتو دپاره کار کوي. دا فېروز ناست دے او زۀ وايم چې دوئ ټول ډېر ښۀ کارونه کوي خو چې په خپلو کښې يو موټے اومتفق وي نو دا به د قام دپاره ډېره فائده وکړي.
                          د لائق زاده لائق په طرف بابا وکتل او يو ځل بيا ئې د ښاپېرۍ ذکر شروع کړو. چې زما ښاپېرۍ به ما له رارسوې. زۀ په دغه خبره ونۀ رسېدم چې بابا د څۀ ښاپېرۍ يادوي.
                          اباسين يوسفزي صېب د بابا نه د دنيا د نورو ثقافتونوپوښتنه وکړه.
                          په ځواب کښې بابا اووئيل چې زۀ يو ځل چين ته تللے ووم هلته کښې هغوئ چې ما وليدل او د هغوئ د رقص او موسيقۍ د فن مظاهره مې وليدله نو ډېر متاثره شوم. بيا زۀ کراچۍ ته راغلم هلته طوفان او افراسياب خټک هم وو. مونږ ووئيل چې د پښتنو په لاره وطن ته ځو.
                          د رحمان بابا په باره کښې فاروق مومند ورته په اردو کښې د خپلو تاثراتو ثبت کولو خواست وکړو.
                          اجمل بابا د رحمان باباد انسانيت سره د مينې او عشق په حقله د هغوئ د شعر او هنر خبره وکړه. ورپسې ئې د ايراني تورو او بيا په هند د احمدشاه بابا د يرغل او تاريخي کارنامو ذکر وکړو.
                          د پېښور ټي وي نوي سټېشن ډائرېکټر مجيد الله خليل په حقله بابا اووئيل چې مجيد الله ته اووايه چې امبارک شته اوس چې اختيار دې زيات شو نو چې کار اوکړې. ما ته معلوم دے مجيدالله د کار سړے دے.
                          د شمشاد ټي وي اسرار اتل بابا ته اووئيل چې د مينې ذکر اوکړه
                          بابا ورته په ځواب کښې ووئيل.
                          زما نوے کتاب "د سپين غرۀ د سره" زما د زلميتوب شاعري ده هغه ولوله چې زما د هلکوالي شاعري درته معلومه شي.
                          بابا په ١٩٥١ء کښې په اتمانزو کښې د شاعرۍ او بيا د سټېج نه د راکوزېدو او بيا د يو ډي اېس پي خبره هم وکړه چې ما پوره وانۀ ورېدے شوه.
                          د چائيو بسکټو نه وروستو بيا مونږ د بابا نه اجازت واخستو. او په تلو تلو کښې مې بابا ته اووئيل چې زۀ به يو ځل بيا ستاسو ديدن له حاضرېږم.
                          مونږ مصري بانډې ته په سيند دپاسه جوړې ډولۍ نما غوندې لفټ چيئر کښې پورې وتلو او څۀ دپاسه درې بجې خواوشا مشاعره د نياز افريدي په نظامت کښې پيئل شوه. د هغې نه وړاندې د مشاعرې کوربانو په مېلمنو ډوډۍ وخوړه.
                          زۀ ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب او فاروق مهمند صېب پاتې شو. او د چائيو سره مو وچه ډوډۍ وخوړه. باقي ملګري د ډوډۍ ځائے ته لاړل.
                          خلق د يو هائي سکول بلډنګ په چمن کښې د لوئے خېمو د څپرونو لاندې راجمع شوې وو. د غونډې نه وړاندې جيو ټي وي زمونږ تاثرات ثبت کړل. په سټېج باندې ډاکټر راج ولي شاه خټک صدر محفل، پروفېسر اباسين يوسفزے مشر مېلمه، راقم الحروف د دوېم نشست صدر، لائق زاده لائق، فاروق مهمند، ايمل خان خټک، ايوب خټک، بصير ستوري او کوربه زاهد خان ناست وو.
                          په وړومبي نشست کښې ماصل خان اتش نظم واورولو،او عرفان خټک او پروفېسر اباسين يوسفزي صېب مقالې واورولې.
                          په اغاز کښې د بابا رېکارډ شوے تقرير هم واورولے شو د دې نه وروستو بيا راقم الحروف، لائق زاده لائق اوګڼ شمېر شاعرانو اديبانو خپل تاثرات په شعر او نثر کښې وړاندې کړل.
                          مشاعره تر ډېره وخته پورې جاري وه. د ماښام نه لږ وړاندې زۀ او لائق زاده لائق صېب د کوربانو په اجازت رخصت شو. او تېر ماسخوتن پېښور ته راورسېدو. په لاره کښې د بصير ستوري د ګاډي ټائر پنکچر هم لږ ډېر وخت واخستو. خو د مزې خبره دا وه چې بصير ستوري ګنګس شوے وو. او د اکوړي سره د راوتلو په موقع د مشرق او مغرب په سمت نۀ پوهېدو. تر نوښاره پورې به ئې وئيل چې يا خلقه زۀ اسلام آباد ته روان يم. مونږ به هم ورته اووئيل چې او کېدے شي. چې سر درباندې ګرځېدلے وي. اخر زمونږ په بيابيا وېنا هم د هغۀ تسلي نۀ کېده او د نوښار سره نزدې د يو لاروي نه ئې پوښتنه وکړه چې پېښور کوم طرف ته دے؟ هغۀ ورته اشاره وکړه چې دغه روډ چې تۀ پرې روان ئې نېغ پېښور ته تللے دے. بصير ستوري سوړ اسوېلے اويستلو او په تسلۍ روان شو.

                          Comment


                          • #14


                            پي ټي وي ته تلل او مجيد الله خليل سره ليدل ٢٣ اپرېل ٢٠٠٩ء:
                            په درويشتم تاريخ زما کور ته زما فنکار ملګرے ماسټر رحيم ګل تشريف راوړے وو. رحيم ګل زما په قطر کښې ملګرے شوے دے. او زما يو نظم ئې هم وئيلے دے چې نن سبا ډېر مشهور شوےدے.
                            کوهاټ کښې مې زړګے دے په هنګو کښې مې ځيګر دے
                            هډو نۀ مې د کورمې تيراه مې د زړۀ سر دے

                            دا نظم په کوهاټ او قبائيلو سيمو کښې ډېر شهرت لري د دې نظم ويډيو په youtube.com باندې په بهرني هېوادونو مېشتو پښتنو کښې ډېره مشهوره ده. د څۀ وجې له کبله تر اوسه دغه ويډيو په ټيلويژيون خپره شوې نۀ ده.
                            دا سندره په خېبر ټي وي، کوهاټ ريډيو، پېښور ريډيو او خبر ريډيو باندې خپرولے کيږي. خو په ويډيوي شکل کښې په کوم ټيلويژيون لا تر اوسه خپره شوې نۀ ده.
                            د دې پرته هم زما يو بل نظم يا قربان په ټي وي د رحيم شاه په اواز کښې خپور شوے دے. چې د پښتون سندره په نوم ئې خلق پېژني. او په youtube.com کښې د پښتو په ټولو سندرو کښې تر ټولو زياته اورېدلے شوے او ليدلے شوې ويډيو ده. عجيبه خبره دا ده چې ټي وي زما دغه نظم خو خپروي ولې ريډيو ئې نۀ خپروي، علت ئې دا دے چې په دې کښې د پښتنو او افغانستان ذکر شوے دے.
                            ما ښاغلي لائق زاده صېب ته ټيليفون وکړو چې که ستا خوښه وے. اديب و شاعر ملګرے مجيد الله خليل صېب د پېښور ټي وي مرکز د جنرل منيجر په چوکۍ ترقي شوې ده چې امبارکۍ دپاره لاړ شو.
                            زۀ، ماسټر رحيم ګل او لائق زاده لائق درې واړه د پېښور تيلويژيون مرکز له ورغلو. هلته مو د مجيد الله خليل صېب سره ليدل وشول هغوئ له مو امبارکي ورکړه. او په ادب او موجوده حالاتو مو خبرې اترې وکړې. بيا وروستو په ملګري فاروق مهمند پسې د هغۀ کمرې ته هم ورغلو. هلته مو د نوموړي سندرغاړي ارواښاد احمدخان پروډيوسر زوئے نواب علي سره ليدل کتل وشول. او د فاروق مهمند نائب جميل يوسفزي صېب سره هم وليدل. او هغه ته مو د فاروق مهمند صېب دپاره پېغام پرېښودو. بيا وروستو مونږ درې واړه ريډيو سټېشن او بيا کابلۍ بازار ته لاړو هلته ماسټر علي حېدر په حضابو خپل اوږدۀ اوږدۀ وېښتان تور کړي ولاړ وو. او د نورو ملګرو سره ئې ټوقې ټقالې کولې. د دنيا دروغ رشتيا ئې سره يوکړي وو.
                            د مازيګر مونځ مو د صادق خان افريدي هنرمند په دېره کښې وکړو. لائق زاده د اسلم خان سره د يو پروګرام ثبتولو دپاره شاليمار سټوډيو ته ننوتو.
                            په دغه دوران کښې ما ته معلومه شوه چې په کابلۍ کښې درې سنېماګانو کښې يوه سنېما چې ناولټۍ نوم ئې وو د بېخه نړولې شوې وه. او د مارکيټ پلازې کار پکښې روان وو. ما فکر وکړو د طالبانائزېشن اثر په ټوله پښتونخوا ډېر ژور پرېوتلے دے. چې په نتيجه کښې ئې ګڼ شمېر هنرمندانو د دې سيمې څخه کډه کړې ده. او دغه شان د خلقو روان روزګار ته زيان رسېدلے دے. چې په هغې کښې د سي ډي، فلمونو او ورسره سنېماګانې هم بندې شوي دي. زۀ دې ته څۀ اوويم؟ ښۀ او که بد؟ خو يو سوچ ضرور زما مخې ته رادرومي چې نور خلق د وطن سوکالۍ او خوشحالۍ دپاره قسم قسم صنعتونه، مېلې او داسې په ټاکلو ورځو او نېټو تهوارونه او لوبې جوړوي چې د نورو سيمو نه ورته خلق راشي. او د وطن اقتصاد په دغه موقع دبيع او شراء په نتيجه کښې ښۀ شي. لرې به نۀ ځو د لاهور ښار مثال زمونږ د وړاندې دے. چې د نورو قيصو سره سره په دغه ښار کښې په کال کښې درې څلور غټې غټې مېلې او اجتماګانې کيږي. او د پنجاب خلق په دغه مېلو او اجتماګانو کښې د خپل صنعتي پېداوار خرڅول کوي.
                            لکه د مثال په توګه تبليغي اجتماع چرته چې د پنځلس نه واخله تر شلو لکهه پورې خلق راجمع کيږي. دلته هر يو شے په درې ورځو کښې خرڅ شي. تېل، صابون، توليه، ډوډۍ، لوټې او کپړا څادر نو چې لس لکهه خلق د ٥٠٠ سو روپو پورې سودا وکړي او دا نور لس لکهه فقط درې ورځې ډوډۍ وخوري نو هم د پنجاب د تاجرانو تجورۍ به ډکيږي.
                            دغه رنګ د دوئ بسنت مېله، مېله موېشان، سنېما انډسټري او بازار حُسن هم د ذريعه امدن لوئے وسيلې دي.
                            پښتون په خپل وطن کښې روانې کارخانې بندې کړې. د سنګ مرمرو او نورو معدنياتو عظيمې خزانې د بجلۍ د نشت والي او پخپلو کښې د جنګونو په سبب ه هغسې دفن پرتې دي. سکولونه او مدرسې بندې دي. او د نسل کشۍ مېدان ګرم دے. د وينو سېلابونه بهيږي او د اور لمبو دا جنت وطن په مخه راخستے دے. زۀ نۀ پوهېږم چې دغه کارونو ته پښتون چا لمسه ولے دے؟ او پخپله ګټه او تاوان ولې نۀ پوهيږي؟
                            د حاجي صېب شېراکبر دوېمه ډوډۍ ٢٤ اپرېل ٢٠٠٩ء:
                            زما خوږ ملګرے حاجي صېب شېراکبر زما په هره رخصتۍ کښې دوه درې ځله په ما ښۀ غوړه او ماړه ډوډۍ خوروي. ما خو دا ځل ځان ترې د پرهېز په بهانه ډېر بچ کړو خو زما رخصتي اوږده وه نو د حاجي صېب هغه کوټه پکښې پوره شوه.
                            په ٢٤ اپرېل ئې يو ځل بيا زۀ، زما ورور مير عالم خان او د کور فاميل د نورو غړو سره مېلمانۀ کړو. په دا موقع د هغۀ ورور حاجي ګل اکبر صېب او ګران ملګرے لائق زاده لائق هم په خصوصي توګه مېلمانۀ کړے شوي وو.
                            د جمعې ورځ وه ډوډۍ مو وخوړه او د جمعې مونځ مو د PCSIR په جماعت کښې ادا کړو. وروستو بيا د حاجي صېب نه رخصت شو.

                            باړې ته زما تګ ٢٦ اپرېل ٢٠٠٩:
                            زۀ چې د کله نه راغلے يم نو باړې ته زما دوه ځل تلل شوي دي. يو ځل د مارچ په اوله نيمائي کښې په پټه خله زما تلل وو. چې په موټر کښې وروستو ناست ووم. او د مخ نه مې څادر تاؤ کړے وو ځکه چې زما په مخ ږيره نشته. کور ته په پټه خله ورسېدم. او ماښام بېرته پېښور ته په پټه خله راستون شوم. دکور سره نزدې د لشکر اسلام مرکز دے. ورسره خوا کښې زمونږ دمړو هديره ده. په هغې کښې زما پلار، وروڼه، نيا ابۍ او ګڼ شمېر خپلوان ښخ دي. او کله چې زۀ وطن ته راځم نو دغه هديره کښې د مړو دعا دپاره څو شېبې ايسارېږم.
                            سږ کال د لشکر اسلام د شريعت او د ږيرې د اعلان د وجې زۀ خپلو مړو ته د دعا دپاره دغه هديرې ته کوز نۀ شوم. او نۀ مې د نزدې نه دوئ ته دعا وکړے شوه. رحمان بابا څۀ ښۀ وئيلي دي.
                            په سبب د ظالمانو حاکمانو
                            کور او ګور او پېښور درې واړه يو د
                            اوس لکه د نورو پښتنو زۀ هم په دې خبره ګنګس يم چې اخر د شريعت دغه روپ او شکل خالصتاً د پښتنو په خاوره ولې دے؟ او زمونږ شريعت د نورې اسلامي نړۍ نه توپير ولې لري؟
                            زۀ د عربو په ټولوهېوادونو ګرځېدلے يم. سعودي عرب ته هم څو کرته د حج او عمرې دپاره تللے يم او د عمر پنځويشت کاله مې په قطر عربستان کښې تېر شول، خو د شريعت دومره سختي ما په سعودي عرب کښې هم ليدلې نۀ ده. چرته چې خالصتاً شرعي نظام دے. قصاص دپاره قصاص او د پردې حکم، برقعې اچول، غلا، زنا حدود مقرر دي، او باقاعده سزاګانې ورکولے شي. ولې زۀ په دې خبره حېران يم چې هلته خو نه په ږيره پورې څوک سزا ورکوي او نۀ ئې ورته څۀ حدود يا سزا تړلې ده. هم دغه رنګ د مانځه په وخت کښې د کاروبار بندولو شرائط رائج دي او د مانځه په وخت کښې به د دکان ور تړلے کيږي خو په بازار کښې روان خلق ئې کله هم په زور جماعتونو ته دنه کړي نۀ دي.
                            په سعودي کښې دغه نظام هم د عبدالوهاب نجدي له خوا کم زيات يوه صدۍ وړاندې نافذ کړے شوے وو. څوک چې د موجوده حکمرانانو د مذهبي امور وزير وو. او په هغه وخت د ترکو د خلافت د زمانې بدعتونه او رسمونه ډېر بد شکل اختيار کړے وو.
                            دغه شان د پښتنو په خاوره هم د شرک او بدعت شکلونه رائج دي. په پنجاب او نورو سيمو کښې د پښتنو نه هم زيات د شرک او بدعت رسمونه او رواجونه دي. چې د اصلاح پامته دار دي
                            خو د شريعت او اسلامي نظام مطلب د امن او مينې فضا قائمول د حقوق العباد او حقوق الله په معاملاتو ځان خبرول او بيا د هغه اصولو په رڼا کښې ژوند تېرول دي.
                            په اسلام کښې د هرې ګناه دپاره حدود مقرر دي. او په دغه حدود کښې چې څوک راګېر شي نو بيا يوه تړلې سزا ورته مقرره ده. خو د حدود قائمولو دپاره شرطونه دي. او دغه شرطونه دومره په اسانه هيڅوک هم نشي پوره کولے. نو په داسې صورت کښې تهمتي د شريعت د سزاګانو او حدود نه اکثر بري شي. او د شک فائده ملزم ته ورسيږي. اسلام په شهادتونو او ثبوتونو اړه لري. په سوګندونو او قسمونو چې تا دا کړي دي او تا دا نۀ دي کړي. هيڅ کله هم بنده سزا ته نۀ جوړوي.
                            زمونږ بدقسمتي دا ده چې کله په دنيا کښې د پروپېګنډا په طور او د شرارت خبره خوره شي نو بې له څۀ ثبوتونو او شهادتونو مونږ د وينو بهولو رودونه روان کړي وي. او خپلو املاکو او خلقو ته زيان او تاوان رسولو هڅې مو پېل کړي وي.
                            تېر کال د بدعت او بدو رسمونو ورکولو دپاره مختلف کوډګر، دم ګري او تعويذ ګر وتښتول شول او توبه ګار کړے شول هم دغه شان د پيرپرستۍ لړه کومه چې د پښتنو په سيمه د پير روښان او بيا د هغۀ معاصرو او پېروکارانو اخونانو او تش په نامه ستانه دارو د وخته راخوره وه او د شرک او بدعت تر بدترين شکل رارسېدلې وه بيا د بې له څۀ سرمايې دا کاروبار ښۀ په زور شور شروع وو. تر دې چې د غريبانانو مريضانو به د ډاکتر، طبيب د علاج وس نۀ کېدلو خو د پير او ملا د تعويذ او دم دپاره به تر سخي صېب او ډولکي مار بابا پورې درسېدلو کوشش او هڅه کوله. او خپل، پټي به ئې ګاڼه کړل يا غوا غوائے به ئې خرڅ کړل او د دم ګري د خېټې به ئې ځار کړل.
                            مريض به څه ښۀ کېدو؟ خو چې د هر څۀ نه به خلاص شو. نو د الله نوم به پاتې وو. باقي مريض به په خپله حقه لاره تلے وو.
                            د دغه خېټه ورو پيرانو او دم ګرو کوډګرو، پال نيونکو، بدمعاشانو دپاره د لشکر اسلام مجاهدين لکه په دغه وطن د الله يو رحمت راتلل وو خو د افسوس خبره دا ده چې بيا وروستو دغه رحمت د خلقو دپاره د زحمت سبب جوړ شو. ځکه چې کله کله به د دوئ په نامه نور غلطو، ډاکوانو، د سفېدپوشو خلقو ژوند په اور پورې کړو. تېښتې او برامتې شروع شوې. په خپلو کښې ملکي جنګونو او د يو بل سرونو او املاکو ته زيان رسول کوم د اسلام کار دے؟ اسلام خو د امن او مينې پېغام ورکوي. په خپلو کښې د جنګونو او وينو بهولو کار د مسلمانانو نۀ دے. بايد چې زمونږ خلق په دغه نکته ځان خبر کړي.
                            يوه ورځ ما په ټيلوژيون وليدل چې د پښتنو په سيمه په لس دولس ځايونو کښې جنګ روان دے. په تيراه کښې د دوو ډلو تر مېنځه په پاړه چنار، کرمه، وزيرستان، مهمند، سوات، باجوړ او نورو ډېرو سيمو کښې د پښتنو وينه لا تر نن پورې بهيږي. په دغه اړه ما يو نظم هم ليکلے وو. چې يو څو شعرونه ئې داسې وو.
                            بيا په خپلو کښې جنګيږي پښتانۀ
                            بيا په سرو وينو لمبيږي پښتانۀ
                            څنګه جنګ دے چې انجام ته نۀ رسيږي؟
                            خدايه څومره به قتليږي پښتانۀ
                            اور په هر ځائے د نړۍ دے لګېدلے
                            که سوزيږي نو سوزيږي پښتانۀ
                            نۀ ئې ګټه د ايمان شته نۀ د خاورې
                            هيڅ بې هيڅۀ خاورې کيږي پښتانۀ
                            د نړۍ قامونه وختل اسمان ته
                            ورځ تر ورځې لاندې کيږي پښتانۀ
                            نۀ ئې پوهه شته نۀ عقل او نۀ علم
                            خدايه کله به سميږي پښتانۀ
                            ناپوهي فېروزه لويه الميه ده
                            خدايه کله به پوهيږي پښتانۀ

                            Comment


                            • #15
                              په ٢٦ اپرېل زۀ يو ځل بيا باړې سپين قبر ته لاړم. او نېغ خپل کور ته ننوتم. په دغه ورځ زما د ورارۀ جمعه خان وادۀ هم وو.
                              په باړه او قبائيلي سيمو کښې اوس وادۀ څۀ خاص خبره نۀ ده څوک خبر هم نۀ وي او ناوې ئې کور ته راوړې وي.
                              نۀ جنج غوبل شته، نۀ ډزې او نۀ ډهول سرنا څوک غږولے شي. بس که د چا وس کيږي نو دېګ دوه وريژې د وليمې په طور پخوي ګنې بانه ئې جوړه ده چې ډارېږو چرته خلاف ورزي ونشي. او د سزا حقداره نۀ شو.
                              هم دغه شان د جمعه خان وادۀ هم تېر شو. د کوره وتلے نۀ ووم. د هغوئ تر کوره هم د ډاره نشوم تللے چې امبارکي خو مې ورکړے وے. مازيګر کښې ئې مور راغله او امبارکي مې ورکړه. او بس قيصه خلاصه شوه.
                              د ماښام د سپين قبر کور نه بېرته پېښور ته راستون شوم. چې يو خو په سبا د پښتو عالمي کنونشن د ملګرو له اړخه زما په اعزاز کښې پروګرام هم وو. او بل د خوف او ډار د ماحول نه ځان راتېرول هم وو. د ماښام مونځونو ته مو پېښور ته ځان راورسولو. او د شکر کليمې مو اوئيلې خپلو وروڼو خوېندو ته هم په خېر سره د رسېدو خبر ورکړو.

                              د جهانزېب نياز لالا سره ليدل ٢٨ اپرېل ٢٠٠٩ء:
                              اوويشتم تاريخ د پښتوعالمي کنونشن د ملګرو سره په پروګرام کښې تېر شو. په اتويشتم اپرېل زما خوږ مشر پروفېسر جهانزېب نياز صېب له اړخه ټيليفون راغلو چې وروره تۀ زما نه خفه ئې. او زۀ ستا نه مشر يم او ستا خفګان ه په خپل ځائے صحيح دے. خو زما مجبوري وه،نو بس د هغې مجبورۍ له کبله زما نه داسې کار وشو. چې تۀ پرې خفه شوې. او زۀ هم ډېر خفه يم. او ستا خفګان په دا زړۀ يو بوج ګڼم.
                              د ژوند هيڅ پته نۀ لګي. چې ليدل کتل وشي نو ښۀ به وي. زۀ د لا لا نه په ډېره معمولي خبره خفه شوے ووم خو چې کله هغۀ ټيليفون وکړو نو زما په زړۀ يخې اوبۀ توئے شوې او ما ورته اووئيل چې لالا تۀ زما مشر ئې او ستا پوښتنې او ليدلو له به اوس زۀ درځم. ماښام نه وړاندې زۀ او حاجي شېراکبر صېب د لا لا کور حيات آباد ته لاړو. هلته مو ښۀ ګپ ګرم کړو. او د لالا چاپ شوي کتابونه مو هم تر لاسه کړل.
                              لالا زما د دستار مجلې ملګرے دے. او زمونږ په دعوت د قطر په دوره هم راغلے وو. زمونږ پخپلو کښې ډېره تاؤده مينه ده. دا يو کال خاموشۍ زمونږ په مينه کښې څۀ فرق نۀ دے راوستلے او زۀ خوشحاله يم چې لالا سره مې په ژوند ليدل وشول. دغه د خېر په کار کښې زما د خوږ ملګري لائق زاده لائق منډا ترړه وه په دغه نېک کار ئې زۀ نور هم د احسانونو لاندې کړم.

                              د پښتو عالمي کنونشن زما په اعزاز کښې غونډه ٢٧ اپرېل ٢٠٠٩ء:
                              درې څلور ورځې وړاندې ملګري اسير منګل ټيليفون وکړو چې ستاسو په اعزاز کښې د کومې غونډې چې مونږ د ډېرو ورځو راسې رابللو تابيا کوله د هغې تاريخ مونږ ٢٧ اپرېل ټاکلے دے.
                              دغه غونډه به د پښتو عالمي کنونشن په نوي دفتر نويد پلازه شينواري سرائے سلطان کالوني دلازاک روډ پېښور کښې کيږي.
                              زۀ په مقرره وخت او تاريخ د خپل دروند ملګري حاجي شېر اکبر صېب سره د هغوئ په موټر کښې د غونډې ځائے ته ورسېدم.
                              په لاره کښې مونږ د سليم بنګش صېب خبرې کولې چې د روډ په غاړه هه هم راته خدائے پاک په لاس راکړو. مونږ ځان سره په موټر کښې کېښنولو او د غونډې تر هغه ځايه بې له څۀ زحمته او تکليف ورسيدو.
                              ما ځان سره اوس چاپ شوے کتاب د "روښانه سباؤن" څو دانې هم وړې وې. چې هم هلته مې په ملګرو تقسيم کړې. لږه شېبه پس دغه غونډې ته پروفېسر اباسين يوسفزے صېب او ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب هم راورسېدل.
                              زمونږ د راتګ نه وړاندې د اکادمي ادبيات پخوانے ريذيډنټ ډائرکټر سيد ولي خيال صېب هم رارسېدلے وو. د هغوئ سره زما نظر په ازاد هشت نغري صېب هم پرېوتو چې ډېره موده پس په نظر راغلے وو. هغوئ ما ته د طلوع سحر اردو يو نوے چاپ شوے کتاب هم راپېرزو کړو. ما هم په بدل کښې د روښانه سباؤن يوه کاپۍ د هغوئ په خدمت کښې پېش کړه. دغه شان پروفېسر اسير منګل صېب ته، محترم سليم بنګش صېب ته، معراج الدين ځلند صېب ته، محترم الياس ټلوال صېب ته، محترم نواز خټک صېب ته او محترم سيد ولي خيال صېب ته مې هم يو يو کتاب پېرزو کړو.
                              څو لحظې کم پنځه بجې د غونډې اغاز ښاغلي پروفېسر اسير منګل صېب په خپلو ابتدائي کلماتو او مېلمنو ته په ستړي مشي وکړو. د غونډې د صدارت دپاره ئې پروفېسر راج ولي شاه خټک صېب ته درخواست وکړو.
                              زما سره جوړه کړې په دغه غونډه کښې ئې د دوبۍ نه راغلے ملګرے فضل الرحيم بنګش صېب هم دروند کړو. او د هغوئ خدمات ئې وستائل. پروفېسر اسير منګل صېب، څوک چې تېر کال د پاک پښتو ادبي ټولنې دوحه قطر په خصوصي بلنه د نوموړي شاعر اکمل لېوني په ملګرتيا کښې راغلے وو. او مونږ ټول ملګري ورسره بلد شوي وو. او د هغۀ د موجودګۍ فائده مو اخستې وه. هغه زما او د ټولنې په کار او زيار ډېر خبرې اوکړې او زما او زما د ملګرو ستائنه ئې وکړه. هم دغه شان د دوبۍ نه راغلي ملګري فضل الرحيم بنګش په ادبي او شخصي حېثيت ئې هم رڼا واچوله.
                              د خپلو خبرو نه پس ئې ښاغلي معراج الدين ځلند ته د نظم اورولو خواست وکړو. معراج الدين ځلند د افغانستان د اريوب ځاځي پکتيا اوسېدونکے دے او نن سبا په ارباب لنډۍ کښې د ژوند ورځې شپې تېروي. ځلند صېب په ما نظم ليکلے وو. زۀ ئې مشکور يم. هم دغه رنګ ملګري نواز خټک، ملګري اکرام هم زۀ په خپلو شعرونو کښې دروند کړم او بيا دوبۍ نه راغلي دروند ملګري او محمدين مقيد صېب زوئے ښاغلے الياس ټلوال صېب په ما او فضل الرحيم بنګش صېب دوه اوږدۀ اوږدۀ نظمونه واورول. چې په خپل وار ئې مونږ شکريه ادا کړه.
                              په دغه ښاغلو پسې، نصرت بنګش، اشرف صابر، ازاد هشتنغري، سيد ولي خيال صېب، ظفر خان ظفر خپل خپل کلامونه واورول. او د غونډې خوند رنګ ئې سېوا کړو.
                              ښاغلي سيد ولي خيال مومند صېب زمونږ د ادب دپاره خدمات وستائيل، او په ډېرو ښو تورو ټکو ئې زما تعريف او ستائينه وکړه چې زۀ ئې مشکور يم.
                              هم دغه شان دکتور بصير ستوري زما په حقله د مينې او پېرزوئنو څو جملې ادا کړې، او ما سره ئې د ځان او د هغۀ د کورنۍ د افرادو ذکر وکړو. بصير ستوري صېب مشر زوئے دے. چې ډېر لائق او ذهين فطين شاعر او اديب دے. د بصير ستوري وروڼه هم د خپل ارواښاد پلار کبير ستوري په نقش قدم روان دي. او د خپل پلار اوچت کړے بېرغ ئې کلک نيولے دے. ښاغلے نسيم ستوري، ايمل ستوري، امير کروړ ستوري په جرمني کښې د پښتو ادب او فرهنګ دپاره هلې ځلې کوي. او د www.pashtoonkhwa.com وېبپاڼې او ستوري مجلې په وسيله د پښتو ژبې او فرهنګ خدمت کوي. چې د ډېرې ستائينې وړ دي.
                              ښاغلي سليم بنګش هم په خپلو خبرو کښې زمونږ د ملګرو ډېره ستائنه وکړه. هغه شل کاله وړاندې د پاک پښتو ادبي ټولنې په بلنه د پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم او ظاهر شاه خټک سره په شريکه راغلے وو. هغۀ په خپلو خبرو کښې د قطر ادبي ملګرو ياداشتونه رابرڅېره کړل.
                              هغۀ زياته کړه چې په هغه وخت کښې د قطر ملګرو باريکه شاعري کوله. او مونږ ورته حېران وو چې دا خلق چې استاذ هم نۀ لري څومره تکړه دي. د سليم بنګش نه پس دروند ملګري ښاغلي لائق زاده لائق صېب هم زما په کار او زيار او د قطر ادبي ملګرو په مينه او خلوص ډېرې ګټورې خبرې وکړې.
                              لائق زاده صېب ووئيل چې د فېرز افريدي کمال دا دے چې دا يو نۀ ستړېدونکے انسان دے. لائق صېب ووئيل چې فېروز په يواځې ځان د ټولنې ملګري راغونډوي او بيا د هغوئ او د ټولنې د کارونو يوه لړۍ ئې د انټرنېټ په وسيله د نړۍ نورو ادبي دوستانو سره شريکه کړې ده.
                              هغوئ زياته کړه چې فېروز د پښتنو اديبانو او شاعرانو پرته د اردو دانو سره هم ژورې رابطې لري.
                              نن چې پښتون په کوم حال دے، وجود ئې ختميږي. په دې څوک خبر نۀ دي چې سبا له به څۀ کيږي. په داسې حال کښې د فېروز غوندې کسان د خپل قام او ملت د ډاډ او حوصلې دپاره د اميد يو بڅرے دے. هغۀ يوه قطعه اووئيله چې شعرونه ئې داسې وو.
                              چې زړګے مې پرې ودان دے
                              يو سړے دے په ما ګران دے
                              په دغه غونډه کښې د پروفېسر پرېشان خټک او محمد اقبال اقبال دايصال ثواب دپاره دعا هم وغوښتلې شوه. د دعا نه وروستو پروفېسر اباسين يوسفزي صېب ته د وېنا دپاره خواست وکړے شو.
                              پروفېسر اباسين صېب ووئيل چې په ديارنمير کښې د پاک پښتو ادبي ټولنې د ملګرو کردار د ډېرې ستائنې وړ دے. دوئ په شعوري توګه دا کوشش کړے دے چې خپل پښتون ورور کلچرډ کړي. د سفارتخانې درشل ته د يو سپېځلي او سوچه پښتون په توګه ئې راولي. د دنيا قامونه ته ئې د يو پُرامن او مينه ويشونکې انسان په شکل کښې معارفي کړي. ذهني سطح ورله اوچته کړي، او پالش ئې کړي. اباسين صېب ووئيل چې د فېروز ليکنې د ادبي معيار مطابق دي. د دوئ ټوله شاعري او نثر د خپلې خاورې او قام ولۍ نه چاپېره چورلي. په قام او خاوره کله کله دومره مينه ورزياته کړي چې خپلې نغمې ترې هېرې شي. اباسين صېب ووئيل چې د فېروز او د هغۀ د ملګرو کمال دا دے چې هغوئ د نورو قامونو او ژبو وئيونکو سره هم خپله ژوره رابطه ساتي. په اخر کښې پروفېسر اباسين صېب په خپله قطعه او غزل د خپلو خبرو اختتام وکړو. چې ملګرو ترې ډېر خوند واخستو.
                              د پروفېسر اباسين يوسفزي نه پس د غونډې په اخري برخه کښې پروفېسر اسير منګل صېب، فضل رحيم بنګش صېب ته د خبرو او کلام اورولو خواست وکړو. فضل الرحيم بنګش صېب خپلې خبرې اوکړې. او يو ډېر دړدېدلے نظم ئې واورولو چې د غونډې برخه اخستونکي ئې ډېر زيات محظوظه کړل.
                              په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ټل ادبي چمن نال کړي شوي بوټي نن سبا د ګورو ونو په شکل کښې د ادب مينه والو ته د سوړ سوري او دمې ځائے ورکړے دے.
                              په دغه ملګرو کښې الياس ټلوال، اسير منګل، سليم بنګش او فضل رحيم بنګش په شان ادبي شخصيات زمونږ د مخې دي. څومره چې سليم بنګش منفرد غزل ليکي دغه شان فضل رحيم بنګش هم ښکلے غزل ليکي. د رحيم بنګش بل کمال دا دے چې يو ډېر خوږ اواز لري او د موسيقۍ په هنر پوهيږي. خو ځان ئې ښکاره نۀ کړو. هغه د جوش مليح ابادي خبره چې اقبال ايک سمندر تها مگر ندى میں بهه گيا.
                              رحيم بنګش د خپل فطرت له کبله د ځان ښونې د هنرونو نه ډېر لرې دے. او په خپله دنيا کښې مست لېونے دے. نۀ د چا په داد دے او نۀ د ځان بې ځايه تعريف خوښوي. په لنډو ټکو کښې به دا ووايو چې رحيم بنګش يو اوريجنل فنکار شاعر دے.
                              د رحيم بنګش نه وروستو پروفېسر اسير منګل صېب ما ته د څو خبرو ووئيل. ما د عالمي پښتو کنونشن د ملګرو شکريه ادا کړه چې زما په اعزاز کښې ئې د نن دا غونډه راوبلله، او بيا په تېره د دومره درنو او لويو شخصياتو شريکېدل مې د ځان دپاره ډېر لوئے اعزاز وګڼلو.
                              ما ووئيل چې زۀ په دې خبره فخر کوم چې زما او زما د ملګرو کار او زيار ته د پښتو درنې څټې په دروند نظر ګوري. ما ووئيل چې زۀ په دې خبره هم وياړ کوم چې زۀ د خپلو مشرانو په نقش قدم روان يم. او د ادب لاره مې ځان له خوښه کړې ده.
                              ما په خصوصي توګه د منتظيمونو پرته د پروفېسر اباسين يوسفزي صېب، ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب، ښاغلي لائق زاده لائق صېب، سيد ولي خيال مومند صېب، دکتور بصير ستوري، حاجي شېر اکبر او د ټولو ملګرو شکريه ادا کړه. په اخر کښې مې يو وړوکے غزل هم واورولو.
                              زما د خبرو نه پس صدر محفل پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب ته د صدارتي خطبې خواست وکړے شو.
                              خټک صېب په خپله صدارتي خطبه کښې وفرمائيل چې دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې د پښتو عالمي کنونشن په دې نوي دفتر کښې شروعات مونږ د دغه ادبي غونډې سره کوو. هغۀ وفرمائيل چې صدارت ګران کار دے. يو خو به د ټولو وروستو خبرې کول وي. بل کومې خبرې چې صدر ئې کول غواړي هغه ټولې خبرې نور مقررين وکړي او صدر ته د وئيلو څۀ پاتې نۀ شي.
                              خو ښۀ کار دا دے چې د ټولو خبرې واوري نو په اخر کښې صدر محفل په دغه ټولو خبرو کښې غوره خبرې وکړي اګرچې خلق دومره ستړي شوي وي چې څوک ورته غوږ نۀ ږدي.
                              هغۀ زما په حقله ووئيل چې فېروز افريدي د کار، زيار، ادب، تخليق په حقله خبرې کول د څو لحظو يا څو دقيقو خبره نۀ ده بلکې د دوئ دومره د لوئے مودې دا بې لوثه خدمت باندې ډېرې خبرې کېدلے شي.
                              صدر صېب ووئيل چې فېروز افريدي او د هغۀ ملګري يا څوک هم چې د ژبې ادب خدمت په بهرني هېواد کښې کوي هغوئ د وطن اصلي سفيران دي. او د خپل وطن د ادب، کلتور او ژبې او فرهنګ خدمت کوي.
                              هغۀ ووئيل چې په افغانستان او پښتونخوا کښې د ژبې کار کوونکې ادارې د حکومتي پاليسۍ پابندې دي. په دغه وجه ئې اديبان او شاعران هم د ملک او حکومت د پاليسۍ په وجه د خپل کلتور او ژبې صحيح رنګونه نۀ ښائي. او په دغه وجه د دې ملکونو سفارتخانې هم د کنفيوژن ښکار دي. ولې په داسې حال کښې د فېروز افريدي غوندې کسان د ملک او قام حقيقي رنګونه دنيا نورو قامونو ته ښکاره کوي.
                              ډاکټر صېب ووئيل چې دا کسان ډېر په صداقت سره د خپل کلتور، پټکي، حجرې او دود دستور روزنه او پالنه کوي. او د نورو قامونو په مخکښې ډېر په فخر د خپل قام د مينې، محبت، شعر و ادب خبرې کوي. صدر صېب ووئيل چې د پښتون قام په حقله د تاريخ کتاب "دي پټهان" ليکونکے سر اولف کيرو ليکي چې دا زمکه قدرت د پښتنو دپاره پېدا کړې ده خو پښتانۀ ئې د دې زمکې دپاره نۀ دي پېدا کړي.
                              هغۀ ووئيل چې زۀ کله کله ټپې واورم نو جذباتي شم لکه د پښتو دا ټپه چې:
                              ما ننۍ لوبې ته پرېږده بيا زولنې راوړه چې لاس ته ئې واچومه
                              صدر صېب ووئيل چې په داسې حال کښې چې مونږ ټول د راتپلو جنګونو ښکار شوي يو. او په هيڅ چل نۀ پوهيږو. په داسې حال کښې د فېروز افريدي د منډو ترړو او د وطن سره د مينې د جذبو په برکت مونږ ډاډ اخلو او مونږ د خپلو ورانو ويجاړو په دې حال کښې هم د سکون او اطمينان ساه اخلو.
                              صدر صېب ووئيل چې مونږ په هر ځائے د فېروز افريدي د خدماتو اعتراف کوو. او هيله لرو چې د مستقبل مورخ به د دوئ د دې کار او زيار نه سترګې نۀ پټوي.
                              صدر صېب زياته کړه چې مونږ غواړو او ما څو ځله د اباسين يوسفزي صېب سره هم د غه خبره کړې ده چې زمونږ د اديبانو شاعرانو يو داسې ځائے او مرکز وي چې د بهر نه مېلمانۀ راځي که د کابل وي که د کوئېټې يا د قطر، سعودي عرب شاعران اديبان وي چې هغوئ سره داسې غونډې پکښې وکړے شي. او هغوئ وقدرول شي. او د خپلو اديبانو شاعرانو سره د هغوئ پېژندګلو وکړے شي.
                              هغۀ ووئيل چې د پښتو عالمي کانفرنس دا نوے دفتر يقيناً چې د داسې قسم غونډو او پروګرامونو دپاره غوره ځائے دے. په اخره کښې د چائيو اهتمام شوے وو.
                              مونږ د مازيګر او ماښام مونځونه هم په دغه ځائے کښې وکړل او بيا خپلو خپلو کورونو ته په ستنه شو.
                              په لاره کښې مو ظفر خان ظفر او د هغۀ زوئے د چرګانو چوک کښې کوز کړل او زۀ او حاجي شېر اکبر يونيورسټۍ ته راستانۀ شو.

                              په ګورنر هاؤس کښې دستوره تاريخ ٢ مئى ٢٠٠٩ء:
                              تېر کال چې کله د فرنټيئر فاونډېشن مشر صاحبزاده محمد حليم قطر ته د تهيلسميا د مريضانو دپاره د چندې غونډولو په نېت راغلے وو نو هم په هغه ورځو کښې د حمزه فاونډېشن يو دستاويزي فلم په خېبر ټي وي چلېدو. د دغه فلم په ليدو مونږ ټول د وطن د ګلالو ماشومانو په دغه ژړيدونکي حال ډېر ودړدېدو. د فرنټيئر فاونډېشن، فاطميد او حمزه فاونډېشن ايکي يو مقصد دے د وينې په رنځ اخته د کينسر مريضانو ماشومانو بچو، د چا په هډوکو کښې چې پېدائشي وينه نۀ جوړيږي دپاره په مياشت کښې يو ځل دوه ځله ويړيا وينه ورکول دي. دغه شان د دوئ ژوند په دغه وينه مړغيجن مړغيجن روان وي.
                              زۀ داسې قسم بچي نۀ شم ليدے. زما يقين دے چې په مرګ به هر سړے مري خو دا بچي د وينې له کبله بې وخته مړۀ شي. او چې تر څو ژوندي وي د مور پلار او خپلو خپلوانو دپاره يو مستقل عذاب وي. دا بيماري چې کله معلومه نۀ وه نو خلقو به ماشومان دم ګرو، مليانو او اخونانو له بوتلل. چا به وئيل چې په دغه ماشوم سورے شوے دے. چا به وئيل چې پېريان دي. دغه رنګ هر سړي به خپل دليل او تا ويل وړاندې کولو.
                              کله چې د دې بيمارۍ معلومات وشول نو يو څو فلاحي ادارې راوړاندې شوې او د دې قسم مريضانو دپاره ئې ويړيا وينه ورکول پئيل کړل. دغه ادارو به د حکومتي او خېراتي ادارو پرته د ښار تجارت پېشه او سماجي شخصياتو نه چندې راغونډولې. او دغه کار خېر به روان وو. په اول اول کښې فاطميد فاونډېشن دا کار په کراچې کښې روان کړو. ما ته ياد شي چې د فاطميد فاونډېشن د ادارې پرانستلو په دستوره کښې د برصغير نامتو فلمي ستورے يوسف خان المعروف دليپ کمار د پارټشن نه پس هند ته د تللو وروستو په اول ځل پاکستان او بيا په اخره کښې پېښور ته تشريف راوړے وو. دا د اتيايم لسيزه وه. په ګورنر هاؤس کښې په جوړه يوه دستوره کښې دليپ کمار د خپلې اردو دانۍ جوهر ښائيلے وو او يو پُراثر تقرير ئې کړے وو. چې نن هم د مشرانو اديبانو او صحافيانو په دماغو کښې محفوظ دے.
                              د فاطميد مشر ښاغلي ناظم جيوا څوک چې يو هندوستانے نژاد مهاجر برطانوي پاسپورټ لرونکے وو. ډېر وروستو ما سره هم تماس ونيو. او پيا مونږ هغه قطر ته راوبللو. په هغه وخت د پي پي پي حکومت وو. او ناظم جيوا د شهناز وزير علي خط د سفير پاکستان په نوم راوړے وو. او د راتلو مخکښې ئې فېکس هم رالېږلے وو. ما د سفير صېب سره ملاقات اوکړو او د ايمبيسي ايډيټوريم په هال کښې مې ورته يوه دستوره ټاکلې او جوړه کړې وه. ناظم جيوا د وينې په مرض اخته مريضانو ته يو دستاويزي فلم په ايمبيسي هال کښې وښائيلو او په هال کښې ناستو خلقو د زړۀ د اخلاصه چنده ورکړه.
                              ناظم جيوا صېب خلقو ته ووئيل چې دا مرض اکثر د کورني ودونو په نتيجه کښې مېنځ ته راځي. هغۀ ووئيل چې د تهيلسميا مائنر پهر رنځ اخته دوه کسان نر او ښځه چې کله وادۀ وکړي نو د هغې په نتيجه کښې اکثر چې اولاد پېدا کيږي هغه بيا په پوخ او ستر رنځ اخته وي چې ورته مېجر تهيلسميا وئيلے شي.
                              معمولي تهيلسميا ته مائينر يعنې وړوکے رنځ وائي. او چې کله پوخ مرض لرونکي بچے پېدا شي نو هغه بيا مېجر تهيلسميا پېشنټ بلل شي. په نورو هېوادونو کښې دا مريضان تر پنځوسو کالو پورې ژوندي وي. د بده شامته د ناپوهۍ او د عدم سهولت له کبله په پاکستان کښې د شلو پنځويشتو کالو نه زيات عمر ته نۀ رسي. او دغه شان د ځوانۍ په عمر کښې د خاورو لاندې شي.
                              د فاطميد فاونډېشن مشر د مرګ نه يو کال وړاندې يو ځل بيا د قطر په دوره د راتللو هڅه وکړه او ما سره ئې تماس وينو. خو دا ځلې د هغۀ برټش پاسپورټ کار ونکړو. او د دوحه قطر د ائيرپورټ نه په ستنه ولېږلے شو. اول به د برطانيې پاسپورټ لرونکو ويزې نۀ لګېدلې او نېغ به د عربو او اسياوي ملکونو ته د خپل پاسپورټ په زور راننوتل. خو اوس د خليج جنګ وروستو ويزه اخستل لازمي کړې شوې ده.
                              د ناظم جيوا د مرګ نه پس فاطميد فاونډېشن د ټرسټ نوړو غړو ته پاتې شو. او د هغوئ کارکردګۍ په صوبه پښتونخوا کښې کمه شوه. چې په نتيجه کښې ئې فرنټيئر فاونډېشن اداره پرانستلے شوه.
                              فطر ته د فرنټيئر فاونډېشن مشر او ورسره يو ملګرے زما په دعوت او ويزه راغلل، او نن هغوئ داسې ملګري پېدا کړي دي چې هر کال راځي او ښۀ کافي مالي امداد د عربو په خاوره ميشتۀ پاکستانيانو او عربانو نه راوړي. مونږ هم د خپل وس مطابق ونډه اچوو او منډا ترړه ورسره کوو.
                              تېر کال ما يو ډېر معمولي او وړوکے غوندې چيک د صاحبزاده حليم په لاس بې له څۀ تعلقه او پېژندګلو تش د وطن د غريبانو ماشومانو مريضانو د امداد په خيال بمصداق مشک از خروار حمزه فاونډېشن ته راولېږلو. او هغوئ وصول کړو. سږ کال زۀ د ګران ملګري اباسين يوسفزي صېب په دفتر کښې ناست ووم چې يو ځوان سوټيډ بوټيډ هلک راغلو او ما سره ئې خپل تعارف وکړو وئيل چې زۀ ملک اشفاق اعوان يم او د حمزه فاونډېشن نمائنده يم. په دوېم تاريخ د مئى مياشتې په ګورنر هاؤس کښې زمونږ يوه دستوره ده که تاسو پاتې کېږئ نو چې مونږ سره لاړ شئ.
                              ما ورته ووئيل چې کېدلے شي زۀ تر دغه وخت پاتې نۀ شم او قطر ته ستون شم خو که پاتې شوم نو ارو مرو به په دې خدمت کښې درسره لاړ شم.
                              بيا وروستو د دې ادارې مشر ښاغلي اعجاز علي شاه صېب څو کرته ټيليفونونه وکړل او ما ته ئې دعوت راکړو. چې مونږ سره خامخا په ګورنر هاؤس کښې جوړې دستورې ته لاړ شه.
                              د سحر نوي وخت لس نيمې بجې زۀ د اباسين صېب کور ته لاړم. اباسين صېب په يوه دقيقه کښې راوتلو. د وړې ماشومې په لاس کښې جوس زما زړۀ يخ کړو. او بچۍ ته مې د زړۀ د اخلاصه دعاګانې وکړې. مونږ دواړه د اباسين صېب په موټر کښې ګورنر هاؤس ته ورسېدو. معلومه شوه چې ګورنر صېب پخپله نشته خو د هغۀ کورودانه به موجوده وي. زۀ د دې دستورې په حقله معلوم نۀ ووم چې دا په څۀ موضوع جوړه شوې ده. خو د ماشومانو له خاطره روان ووم. په لاره کښې اباسين صېب مختصراً راته ووئيل چې څو د خېر ښېګړې کسان او مريضان ماشومان او د هغوئ لواحقين به راځي او وړوکې غوندې دستوره به نمانځلې کيږي.
                              Last edited by Feroz Afridi; 09-04-2010, 09:35 PM.

                              Comment

                              Working...
                              X