Announcement

Collapse
No announcement yet.

مظلوم مسلمان۔۔۔۔د اسلام خوښو قروڼو خوئين

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مظلوم مسلمان۔۔۔۔د اسلام خوښو قروڼو خوئين

    مظلوم مسلمان
    دا نظم د مسلمانانو په حالات زار ما په ۱۹۹۰ کښې لیکلې وو.
    په هغه وخت په افغانستان او عراق ډير بد وخت وو.
    مظلوم مسلمان

    فيروز اپريدے

    دا کونډې يتيمان ببرسرونه په هر لورى
    تارتارشو حجابونه عصمتونه شوسرتورى

    دجبر تيندکونه خورى بې کوره شو بې سيورى
    ګولۍ لکه باران دغاصبانو په دوئي اورى

    نن خاورې شو هغه چې وو پرون ددوى غمخورى
    طلب کوى دمرستې اوس زمونږ په طرف ګورى

    چکۍ د استحصال کښې شو بې بسه اوکمزورى
    ژړا د دوئ په حال کوى نن زمکه اسمان ستورى

    فريادکوى هرچاته دوحشت نه امان غواړى
    ګناه ئې فقط دا چې ازادى دخپل ځان غواړى

    نن نۀ يوازې دا چې دکشمير مظلومان ژاړى
    لکونه چې پرون شو د کابل يتيمان ژاړى

    بې مرستې، بې اسرې په فلیپین کښې غازيان ژاړى
    زرې زرې د ژوبل فلسطين مسلمان ژاړى

    په بوسنيا او عراق کښې ښځې نر ماشومان ژاړى
    په پنجه دالحاد کښې ستا ناموس اوايمان ژاړى

    تاريخ دشهيدانو ستاپه حال ناتوان ژاړى
    سنګر د وطن ژاړى توره ډال او ميدان ژاړى

    دښمن وپيژنه اےمسلمانه که پوهيږې
    ترڅو به دالحاد په ميچنونو کښې دل کيږې


    ترڅو پورې وجود چې دماسکواو واشنګټن وى
    ترهغې به خطره ستاسو دتن او د وطن وى

    ترڅو چې داغيارو پرکټيان او چاپلوسان وی
    ترهغې به خطره ستاسو د دين او د ايمان وى

    ترڅو پورې خوشبين چې د مکروه نظام د روس وى
    ترهغې به خطره ستاسو حيا او د ناموس وى

    ترڅوچې تالى څټ دامريکې په شخوند عادت وى
    ترهغې به خطره ستا سو مذهب او شريعت وى

    ترڅو چې په ذهنو کښې غلبه دغلامۍ وى
    ترهغې به خطره ستا د وطن او ازادۍ وى

    ترڅو چې په سوچونو کښې امد د کثافت وى
    تر هغې به خطره ستا د تهذيب اوثقافت وى

    ترڅو پورې غيرت اوخودارى چې ستا ژوبل وى
    ترهغې د تقدير اختيار په لاس کښي به د بل وى

    ترڅو چې دې په زړۀ کښې دجذباتو امتحان وى
    ترهغې به خطره ستاسو دمينې او جانان وى

    ترڅوچې په شعورکښې دې خوف ويره دالحاد وى
    ترهغې به خطره ستاسو جذبوته دجهاد وى

    ترڅوچې دې سوچونه اوفکرونه پناه ګير وى
    ترهغې به خطره ستاسواحساس اودضمير وى

    نوراځئ ……

    راځئ چې لته ورکړو نن ماسکو او واشنګټن ته
    راځئ چې سره يو شو نن د دين اسلام دښمن ته

    راځئ چې په کشمير کښې دمظلوم کړو اوښکې پاکې
    راځئ چې دهندو په زړګى جوړې کړو تڼاکې

    راځئ چې اسرائيل لره يوموټے او يولاس شو
    راځئ دفلسطين سره چې وروڼو په اخلاص شو

    راځئ چې دکابل ديتيمانو مسيحاشو
    راځئ چې ثمرقند اوبخارا لره دواشو

    راځئ چې دنړۍ دمسلمان سره ښکل کړو
    راځئ چې سومنات اوليلن ګراډ په پښو کښې دل کړو

    راځئ چې په فلیپئن کښې دغازيانو سره مل شو
    راځئ چې په اوربل کښې داسلام دناوې ګل شو

    راځئ چې پرکټيانو لره تندر د اسمان شو
    راځئ چې دابليس ملګرى ختم کړو غازيان شو

    راځئ چې داسلام دپاره وشيندو سرونه
    راځئ په وينه سرۀ چې د دښمن کړو سنګرونه

    راځئ چې داسلافوشهيدانو روح خوشحال کړو
    راځئ چې دباطل خلاف اوچت نن توره ډال کړو

    راځئ که امن غواړئ او د امن ملګرتياکړئ
    اسلامى انقلاب لره ځانونه په تابيا کړئ
    Last edited by Feroz Afridi; 08-30-2010, 08:17 AM.

  • #2
    Der sha kwandawar nazam wo Feroz Agha.
    Even Adobe Photoshop can't change me.

    A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

    For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


    The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

    -Ferishta, 1560–1620

    Comment


    • #3
      Der da dars ao da gham na dak shair de ... zwande osey Feroz saib

      Comment


      • #4
        staso da tolo manan

        Afghanlady:

        خدائي به مې خپل وطن ته بوځي۔
        ما ته د کلي ماشومان دعا کوينه


        خبرې کړې شونډې د ريږدي۔
        لکه سور ګل چې د سبا شمال وهينه



        ما ته په سرو زرو منظور دي۔
        که د ليلې د خوا نه تورې خاورې وينه



        اول دې وئيل چې رامئين شه
        اوس راته وائي زړګې صبر که مئينه



        زما سلام په ځان منظور که۔
        د مسافرو سلام کله کله وينه

        Admin khan :

        د ملاکنډ د سر طوطي وئې
        په اور ستي وئې تهمتي نه وئې مئينه
        Last edited by Feroz Afridi; 08-30-2010, 09:56 AM.

        Comment


        • #5
          Zemunga izatmand Feroz Sahib, der khwandawer nazem wo, de gham au de umeeda dak. Pe pai ke da 'raazey' nasihat der rabaande khe taseer woke. Che munga pe yaw awaz, yaw laas kaway shu che khpel tyaare tareekh pe ranha au gulona badal ku newi nasal ta. Da ghamuna paate shol haghoi ta. Tso nasla pe ke tabaa shol pe de janguno ke, pe de dukhmani gaano ke. Khuday de woki che stase da khabere dero zrhuno ta woraseegi au de dero naseeb badal ki. Der ala likel sheway dai. Khuday de tase lari.

          Comment


          • #6
            zemung graan mashra oh qadarmand feroz Khan. Der khwand kawal nazam wo. Dra manana.

            Comment


            • #7
              ماشا الله ډیر ښایسته شعر
              [SIZE="4"][B][CENTER][URL="www.quranawsunnat.com"]www.quranawsunnat.com
              [/URL]
              [URL="www.youtube.com/Sangartube"]www.youtube.com/Sangartube
              [/URL][/SIZE]
              Mullah 4 Life! [/CENTER][/B]

              Comment


              • #8
                manana da zama dair zoor nazam woo
                ma delta post kawalo ham na zaka che delta mukhtalful khial khalak di ma wail kaidey shi pa cha kha wana lagi.
                bia mey zra key awail che islam khwakhi khwendey wroona ham shta nu zaka me post ko.

                manana staso.mahzala

                manana khor amna

                Comment


                • #9
                  shmalawar khurasani wror
                  sta pa tabiat che barabar wi nu bia da tsa gham dey
                  manana

                  Comment


                  • #10
                    Originally posted by Jasmine
                    Zma pa tabiat him barabar wo oh Feroz Khana please balapla(next time) hey harsh shai ta walekey please zamung sara hai dilta share kawa.

                    mong tola sta poetry ta tazhey(thirsty) yu.

                    salam.
                    Walikum salam
                    Kha da inshallah che pa tabiat mo barabar so nu bia ba nur ham wa post kam
                    de khera sara

                    Comment


                    • #11
                      Der kha rabande walagedo, Peroz Gwala! I have a poem similar to this that I'd like to fix and maybe share with you some day. It's in Pukhto!

                      Comment


                      • #12
                        manana aseer....abad aw khushala aussey.

                        manana qratugai

                        ka zama laik sa khidmat wi nu za tabeedar yam.

                        zama aw sta yawa shareekai khorakai zama pa babla da leekali di.

                        ګران ورور اپريدې صېب زه د هغه وخت نه پېژنم چې په سوات کښې د طالبان پۀ شکل کښې اسمان په زمکه راپرېوتې وو - په سوات حجره کښې په انګريزۍ ژبه ما خپلې ليکنې کولې - کله چې ما خپل وړومبې نظم ګورکن (د سواتيانو په بې حسئ مرثيه ) اوليکلو اؤ د transliteration پۀ شکل کښې ماپه سوات حجره کښې پوسټ کړلو نو دا هم اپريدي صېب وو چې نه يې صرف په پښتو کښې واړولو بلکه داسې اصلاح يي پکښې وکړه چې نظم پۀ حقيقت کښې نظم شو - اردو ترجمه يې هم اوشوه اؤ BBC هم نشر کړو -
                        - زما نور نظمونه شمله په اور اوسېزه اؤ زما لاليه زه وړه خو نه يم نه صرف اپريدي صېب اصلاح کړل بلکه شائيد چې د پښتنو داسې يؤ ويب سائټ به نه وو چې هغوي پرې خپاره نۀ کړل - اؤ هر ويب سائټ کښې پرې ګران قدر تبصرې اوکړې -
                        تر دغه وخته پورې په پښتو کښې ما ليک لوست نه شو کولې - اؤ نن که په پښتو ژبه کښې د مات ګوډ د اظهار کولو جوګه يم نو دغه سهرا هم د اپريدي په سر ده -
                        زه دا خپله خوش بختې ګڼم چې د فېروز اپريدي صيب په شکل کښې الله پاک ماته يؤ ښه اؤ تکړه استاد ملاؤ کړو چې په ډېر لږ وخت کښې د شاعرئ په تکنيک زه پوهه شوم - زما دعا ده چې الله پاک د د دوي عمر دراز کړي -

                        za inshallah da har cha khidmat ta tayar yam.
                        che sok ham nazam ghazal ralegi agha ba zama da was mutabiq warta pa laas wardroomi..inshallah
                        Last edited by Feroz Afridi; 08-30-2010, 08:23 PM.

                        Comment

                        Working...
                        X