مظلوم مسلمان
دا نظم د مسلمانانو په حالات زار ما په ۱۹۹۰ کښې لیکلې وو.
په هغه وخت په افغانستان او عراق ډير بد وخت وو.
دا نظم د مسلمانانو په حالات زار ما په ۱۹۹۰ کښې لیکلې وو.
په هغه وخت په افغانستان او عراق ډير بد وخت وو.
مظلوم مسلمان
فيروز اپريدے
دا کونډې يتيمان ببرسرونه په هر لورى
تارتارشو حجابونه عصمتونه شوسرتورى
تارتارشو حجابونه عصمتونه شوسرتورى
دجبر تيندکونه خورى بې کوره شو بې سيورى
ګولۍ لکه باران دغاصبانو په دوئي اورى
ګولۍ لکه باران دغاصبانو په دوئي اورى
نن خاورې شو هغه چې وو پرون ددوى غمخورى
طلب کوى دمرستې اوس زمونږ په طرف ګورى
طلب کوى دمرستې اوس زمونږ په طرف ګورى
چکۍ د استحصال کښې شو بې بسه اوکمزورى
ژړا د دوئ په حال کوى نن زمکه اسمان ستورى
ژړا د دوئ په حال کوى نن زمکه اسمان ستورى
فريادکوى هرچاته دوحشت نه امان غواړى
ګناه ئې فقط دا چې ازادى دخپل ځان غواړى
ګناه ئې فقط دا چې ازادى دخپل ځان غواړى
نن نۀ يوازې دا چې دکشمير مظلومان ژاړى
لکونه چې پرون شو د کابل يتيمان ژاړى
لکونه چې پرون شو د کابل يتيمان ژاړى
بې مرستې، بې اسرې په فلیپین کښې غازيان ژاړى
زرې زرې د ژوبل فلسطين مسلمان ژاړى
زرې زرې د ژوبل فلسطين مسلمان ژاړى
په بوسنيا او عراق کښې ښځې نر ماشومان ژاړى
په پنجه دالحاد کښې ستا ناموس اوايمان ژاړى
په پنجه دالحاد کښې ستا ناموس اوايمان ژاړى
تاريخ دشهيدانو ستاپه حال ناتوان ژاړى
سنګر د وطن ژاړى توره ډال او ميدان ژاړى
سنګر د وطن ژاړى توره ډال او ميدان ژاړى
دښمن وپيژنه اےمسلمانه که پوهيږې
ترڅو به دالحاد په ميچنونو کښې دل کيږې
ترڅو به دالحاد په ميچنونو کښې دل کيږې
ترڅو پورې وجود چې دماسکواو واشنګټن وى
ترهغې به خطره ستاسو دتن او د وطن وى
ترهغې به خطره ستاسو دتن او د وطن وى
ترڅو چې داغيارو پرکټيان او چاپلوسان وی
ترهغې به خطره ستاسو د دين او د ايمان وى
ترهغې به خطره ستاسو د دين او د ايمان وى
ترڅو پورې خوشبين چې د مکروه نظام د روس وى
ترهغې به خطره ستاسو حيا او د ناموس وى
ترهغې به خطره ستاسو حيا او د ناموس وى
ترڅوچې تالى څټ دامريکې په شخوند عادت وى
ترهغې به خطره ستا سو مذهب او شريعت وى
ترهغې به خطره ستا سو مذهب او شريعت وى
ترڅو چې په ذهنو کښې غلبه دغلامۍ وى
ترهغې به خطره ستا د وطن او ازادۍ وى
ترهغې به خطره ستا د وطن او ازادۍ وى
ترڅو چې په سوچونو کښې امد د کثافت وى
تر هغې به خطره ستا د تهذيب اوثقافت وى
تر هغې به خطره ستا د تهذيب اوثقافت وى
ترڅو پورې غيرت اوخودارى چې ستا ژوبل وى
ترهغې د تقدير اختيار په لاس کښي به د بل وى
ترهغې د تقدير اختيار په لاس کښي به د بل وى
ترڅو چې دې په زړۀ کښې دجذباتو امتحان وى
ترهغې به خطره ستاسو دمينې او جانان وى
ترهغې به خطره ستاسو دمينې او جانان وى
ترڅوچې په شعورکښې دې خوف ويره دالحاد وى
ترهغې به خطره ستاسو جذبوته دجهاد وى
ترهغې به خطره ستاسو جذبوته دجهاد وى
ترڅوچې دې سوچونه اوفکرونه پناه ګير وى
ترهغې به خطره ستاسواحساس اودضمير وى
ترهغې به خطره ستاسواحساس اودضمير وى
نوراځئ ……
راځئ چې لته ورکړو نن ماسکو او واشنګټن ته
راځئ چې سره يو شو نن د دين اسلام دښمن ته
راځئ چې سره يو شو نن د دين اسلام دښمن ته
راځئ چې په کشمير کښې دمظلوم کړو اوښکې پاکې
راځئ چې دهندو په زړګى جوړې کړو تڼاکې
راځئ چې دهندو په زړګى جوړې کړو تڼاکې
راځئ چې اسرائيل لره يوموټے او يولاس شو
راځئ دفلسطين سره چې وروڼو په اخلاص شو
راځئ دفلسطين سره چې وروڼو په اخلاص شو
راځئ چې دکابل ديتيمانو مسيحاشو
راځئ چې ثمرقند اوبخارا لره دواشو
راځئ چې ثمرقند اوبخارا لره دواشو
راځئ چې دنړۍ دمسلمان سره ښکل کړو
راځئ چې سومنات اوليلن ګراډ په پښو کښې دل کړو
راځئ چې سومنات اوليلن ګراډ په پښو کښې دل کړو
راځئ چې په فلیپئن کښې دغازيانو سره مل شو
راځئ چې په اوربل کښې داسلام دناوې ګل شو
راځئ چې په اوربل کښې داسلام دناوې ګل شو
راځئ چې پرکټيانو لره تندر د اسمان شو
راځئ چې دابليس ملګرى ختم کړو غازيان شو
راځئ چې دابليس ملګرى ختم کړو غازيان شو
راځئ چې داسلام دپاره وشيندو سرونه
راځئ په وينه سرۀ چې د دښمن کړو سنګرونه
راځئ په وينه سرۀ چې د دښمن کړو سنګرونه
راځئ چې داسلافوشهيدانو روح خوشحال کړو
راځئ چې دباطل خلاف اوچت نن توره ډال کړو
راځئ چې دباطل خلاف اوچت نن توره ډال کړو
راځئ که امن غواړئ او د امن ملګرتياکړئ
اسلامى انقلاب لره ځانونه په تابيا کړئ
اسلامى انقلاب لره ځانونه په تابيا کړئ



Comment