ما دې کلے ګناهنګار کړی
بيا دې خَېر دے ما پۀ دار کړی
مجبوری داسې يو شے دے
سړے هر څۀ ته تيار کړی
لېونے به ترې بل نۀ وی
چې پۀ ښکلو اعتبار کړی
چې دې ناوری، پرېږدَوه ئې
څۀ به اوکړی، ځان به خوار کړی
مونږ به څنګه روغ شو پاتې
دا دومره ځان سېنګار کړی
مانېرۍ کښې ګوهر اوسی
دا دې خدائې ګلِ ګلزار کړی
ګوهرجان مانېرۍ صوابۍ
بيا دې خَېر دے ما پۀ دار کړی
مجبوری داسې يو شے دے
سړے هر څۀ ته تيار کړی
لېونے به ترې بل نۀ وی
چې پۀ ښکلو اعتبار کړی
چې دې ناوری، پرېږدَوه ئې
څۀ به اوکړی، ځان به خوار کړی
مونږ به څنګه روغ شو پاتې
دا دومره ځان سېنګار کړی
مانېرۍ کښې ګوهر اوسی
دا دې خدائې ګلِ ګلزار کړی
ګوهرجان مانېرۍ صوابۍ









Comment