Announcement

Collapse
No announcement yet.

غزلې، نظمونه، هائېکو، سندرې او قطعې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    دې کلام کښې نه يوازې د فن استاذي او رياضت بريخې بلکه د يو شاعري علمي استعداد هم جوت ليدلې کيږي
    اوس بې سيواده شاعر ته دا څه ،علوم وي چې تخيل لوړ وي او که ژور؟!!!!
    فکر اوچت وي که عميق او ډوب ژور؟

    مستحق د بلا داد دے
    سزاوار د هر اعزاز دے
    واه

    Comment


    • #17
      زما خطونه ئې پۀ سترګو او پۀ زړۀ ښکلؤل
      کۀ ځانله هم وه خو حيا ئې دَ مخ سرۀ
      ښکلؤل

      هغه لمحې به مې تر مرګه پورې هېرې نۀ شی
      چې ما به خوب کوو او تا به مې ليمۀ
      ښکلؤل

      زما به زړۀ را ډک شو، ما ته به هم ياده شوله
      چې دَ اختر پۀ ورځ به مېندو خپل واړۀ
      ښکلؤل

      کۀ مئېن نۀ ووم ستا دَ نوم دَ اخستو نه وروستو
      دَ خپلو شونډو پرهرونه به مې نۀ
      ښکلؤل

      لاسونه مروړی ، وائی ما شاهد اونۀ پېژندۀ
      ګېنې نو ما به خپې لاسونه دَ هغۀ
      ښکلؤل
      شاهد علی شاهد، مردان




      ----------------------------------------------------------
      وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
      دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

      دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
      دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

      Comment


      • #18
        Originally posted by gohar nangyal View Post
        زما خطونه ئې پۀ سترګو او پۀ زړۀ ښکلؤل

        کۀ ځانله هم وه خو حيا ئې دَ مخ سرۀ ښکلؤل
        واه واه
        د پښتنو بي وسي د هغوئي مينه او د پښتنې ملالې حيا
        هغه لمحې به مې تر مرګه پورې هېرې نۀ شی
        چې ما به خوب کوو او تا به مې ليمۀ ښکلؤل
        د بې کچه مينې انداز
        زما به زړۀ را ډک شو، ما ته به هم ياده شوله
        چې دَ اختر پۀ ورځ به مېندو خپل واړۀ ښکلؤل

        کۀ مئېن نۀ ووم ستا دَ نوم دَ اخستو نه وروستو
        دَ خپلو شونډو پرهرونه به مې نۀ ښکلؤل

        لاسونه مروړی ، وائی ما شاهد اونۀ پېژندۀ
        ګېنې نو ما به خپې لاسونه دَ هغۀ ښکلؤل
        شاهد علی شاهد، مردان



        ؟ ننګياله دا هغه حافظ شاهد علي دے کوم چې بې چاره په دواړو سترګو معذور دے

        Comment


        • #19
          Originally posted by feroz afridi View Post
          ؟ ننګياله دا هغه حافظ شاهد علي دے کوم چې بې چاره په دواړو سترګو معذور دے
          او لالا هم هغه دے غريب پۀ دواړو سترګو ړوند دے خو شاعری ئې دَ کمال ده،
          ----------------------------------------------------------
          وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
          دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

          دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
          دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

          Comment


          • #20
            ډير اعلي
            زما ورسره ملاقات شوې دے
            زبردست جادوګر شاعر دے د ظالم زوئي۔

            Comment


            • #21
              Manana Gohar lala.

              Comment

              Working...
              X