کچکول د پښتو پاڼې ((بانګ حرم)) د کچکول کالم وړومبۍ مجموعه ده کوم چې به اجمل خټک ليکل
چې ملا دوست شي
ستاسو ټولو به دوستان وي، خدائے دې لري او ځکه زۀ دا ضروري ګڼم چې زۀ تاسو ته د خپلې تجربې په وجه چل وښيم چې څنګه دوست سره څنګه رويه ساتل پکار دي ځکه چې هغه زما چل درباندې ونۀ شي.
زما يو دوست وۀ هغۀ هم ډېرې خبرې کولې او زما هم عادت دے چې مجلس کښې چاته د خبرې وار نۀ ورکوم. يوه ورځ راته اخر هغه دوست ووئيل چې اشنا ستا او زما يارانه ونۀ شوه ځکه چې زۀ وايم چې ما خبرې کولې او تا اورېدې او تۀ وائې چې تا خبرې کولې او ما اورېدې نو نۀ ستا بړاس وځي او نۀ زما. تۀ ځان ته داسې ملګرے وګوره چې ستا اوري او زۀ به ځان ته د خپلو اورېدو دپاره څوک بل څوک پېدا کړم.
د دې واقعې نه پس ماته زما تجربې يو څو څيزونه ښئيلي دي هغه تاسو ته پېش کوم.
چې ملا دې دوست شي حلوا ورته ډېره پخوه او د بل ملا ورته کمه وايه چې خان دې دوست شي ورته خان اعظم وايه او د کور ماشومان ئې ډېر لوبوه، چې شاعر دې دوست شي شعرونه ئې ستايه او کۀ سر دې خوږېږي هم د دۀ شعرونه اوره. چې وکيل دې دوست شي د دۀ ګټلې مقدمه ورته يادوه او بېرسټر صاحب، بېرسټر صاحب ورته وايه. چې بابو دې دوست شي چرته دهوبي سره ورته يارانه جوړه کړه او شپه ورځ ورسره د دۀ خبرې کوه، چې شاخېل دې دوست شي د سپي يا مړز صفت ئې کوه او ځان سره ئې په کټ اوچت کښېنوه. چې استاذ دې دوست شي ورته د هېډ ماسټر نقصونه راوباسه او ځان د ډسټرکټ انسپکټر يار ثابتوه. چې حکيم دې دوست شي د ډاکټر بد ورته وايه او دۀ ته لقمان حکيم وايه. چې ايډيټر دې دوست شي د سياست افلاطون ورته وايه او کۀ د دۀ اخبار نۀ ګورې هم د دۀ د ايډېټوريل ښۀ ذکر کوه چې ليډر دې دوست شي د وزارت خبرې ورسره کوه او چې ګڼ خلق ناست وي دۀ ته د خبرو موقع جوړوه. چې افيمي دې دوست شي د ورځې خوب کوه او د شپې د هغۀ سره مجلس کوه، چې خټک دې دوست شي ورته د خوشحال بابا صفت کوه، چې د تنګي مانکي وي ټېکدار ورته وايه ګني جمعدار صاحب ئې بوله، چې مهمند دې دوست شي ملک صاحب ئې بوله او د چا چې اجاره دار وي د هغۀ غوښې ورسره خوره. چې هشنغرے دې دوست شي کاکاخېلو پسې خبرې کوه او د ګنو د پرمټونو بحث ورسره کوه، چې کم عقل دې دوست شي د لرې نه ورته سلام کوه، چې معتبر دې دوست شي مخې ته ورته مۀ راځه، چې خر دې دوست شي وروستو ور نه مۀ ځه چې ملنګ دې دوست شي نو د کچکول صفت ئې کوه.
راشه په سترګو کښې مې خوب شه
زۀ شوګيرو د بېلتانۀ وهلے يمه


Comment