Announcement

Collapse
No announcement yet.

د اجمل خټک بابا کچکول

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د اجمل خټک بابا کچکول

    کچکول د پښتو پاڼې ((بانګ حرم)) د کچکول کالم وړومبۍ مجموعه ده کوم چې به اجمل خټک ليکل
    چې ملا دوست شي


    ستاسو ټولو به دوستان وي، خدائے دې لري او ځکه زۀ دا ضروري ګڼم چې زۀ تاسو ته د خپلې تجربې په وجه چل وښيم چې څنګه دوست سره څنګه رويه ساتل پکار دي ځکه چې هغه زما چل درباندې ونۀ شي.
    زما يو دوست وۀ هغۀ هم ډېرې خبرې کولې او زما هم عادت دے چې مجلس کښې چاته د خبرې وار نۀ ورکوم. يوه ورځ راته اخر هغه دوست ووئيل چې اشنا ستا او زما يارانه ونۀ شوه ځکه چې زۀ وايم چې ما خبرې کولې او تا اورېدې او تۀ وائې چې تا خبرې کولې او ما اورېدې نو نۀ ستا بړاس وځي او نۀ زما. تۀ ځان ته داسې ملګرے وګوره چې ستا اوري او زۀ به ځان ته د خپلو اورېدو دپاره څوک بل څوک پېدا کړم.
    د دې واقعې نه پس ماته زما تجربې يو څو څيزونه ښئيلي دي هغه تاسو ته پېش کوم.
    چې ملا دې دوست شي حلوا ورته ډېره پخوه او د بل ملا ورته کمه وايه چې خان دې دوست شي ورته خان اعظم وايه او د کور ماشومان ئې ډېر لوبوه، چې شاعر دې دوست شي شعرونه ئې ستايه او کۀ سر دې خوږېږي هم د دۀ شعرونه اوره. چې وکيل دې دوست شي د دۀ ګټلې مقدمه ورته يادوه او بېرسټر صاحب، بېرسټر صاحب ورته وايه. چې بابو دې دوست شي چرته دهوبي سره ورته يارانه جوړه کړه او شپه ورځ ورسره د دۀ خبرې کوه، چې شاخېل دې دوست شي د سپي يا مړز صفت ئې کوه او ځان سره ئې په کټ اوچت کښېنوه. چې استاذ دې دوست شي ورته د هېډ ماسټر نقصونه راوباسه او ځان د ډسټرکټ انسپکټر يار ثابتوه. چې حکيم دې دوست شي د ډاکټر بد ورته وايه او دۀ ته لقمان حکيم وايه. چې ايډيټر دې دوست شي د سياست افلاطون ورته وايه او کۀ د دۀ اخبار نۀ ګورې هم د دۀ د ايډېټوريل ښۀ ذکر کوه چې ليډر دې دوست شي د وزارت خبرې ورسره کوه او چې ګڼ خلق ناست وي دۀ ته د خبرو موقع جوړوه. چې افيمي دې دوست شي د ورځې خوب کوه او د شپې د هغۀ سره مجلس کوه، چې خټک دې دوست شي ورته د خوشحال بابا صفت کوه، چې د تنګي مانکي وي ټېکدار ورته وايه ګني جمعدار صاحب ئې بوله، چې مهمند دې دوست شي ملک صاحب ئې بوله او د چا چې اجاره دار وي د هغۀ غوښې ورسره خوره. چې هشنغرے دې دوست شي کاکاخېلو پسې خبرې کوه او د ګنو د پرمټونو بحث ورسره کوه، چې کم عقل دې دوست شي د لرې نه ورته سلام کوه، چې معتبر دې دوست شي مخې ته ورته مۀ راځه، چې خر دې دوست شي وروستو ور نه مۀ ځه چې ملنګ دې دوست شي نو د کچکول صفت ئې کوه.
    راشه په سترګو کښې مې خوب شه
    زۀ شوګيرو د بېلتانۀ وهلے يمه
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    der kha

    Comment


    • #3
      د چا څۀ مشهور دي؟


      بهارستان افغاني د قاضي مير احمد شاه رضواني د اکره پورې (اکبرپورې) کتاب دے. مونږ چې کومه زمانه کښې سبق وئيلو نو دغه ورځو کښې د دۀ دغه کتاب مدرسو کښې لوستے شو. دې کتاب کښې رضواني صاحب يو سبق د ځنې کلو د مشهورۍ وجې ليکلي دي.
      يوه ورځ زمونږ د پښتو امتحان وۀ او افسر دغه سبق اورولو. زمونږ يو ملګرے وۀ چې د خُلې نه دومره چالاک وۀ چې تا به وئيل ټول کتاب ورته ياد دے ولې په کتاب کښې ئې يوه کرښه نۀ شوه لوستې. چې د دۀ وار راغے نو د افسر دۀ ته لا خيال شوے هم نۀ وۀ چې دې په يوه ساه شروع شو د خوېشکو نسوار، د رځړو ورېژې، د يوسفزيو مېنچې، د پبو اوبۀ، د مانکي شېخان، د تنګي خانان، د اکبر پورې ناظمان، د باړې پُنبه، د پېښور لُونګۍ، د کوهاټ څپلۍ، د نوتهيې کباب، د دلدار ګړۍ رانجۀ مشهور دي. چې تر دې راورسېدو نو افسر ورته حېران شو ځکه چې دا دومره خو په خپله رضواني صاحب ته هم نۀ وو معلوم. افسر هم څوک خوندناک سړے وۀ، د دۀ دې چالاکۍ ورته خوند ورکړو او دۀ ته ئې ووې مخکښې وايه. دې اوس مخکښې څۀ ووائي؟ ولې حوصله ئې بائې نۀ له، بيا په يوه ساه شروع شو. د خوېشکو نسوار، د اچيني لېوني، د پېښور قصه خانه، د کلي بټ، د تحصيل خر، د شاخېل چاړۀ، د استاذ لښته، د هلکانو شرارت، د سپي لکۍ، د واورو ساړۀ، د هاړ ګرمي، د امتحان رعب، د سحر پراټې، د غرمې خوب، د ماښام لنډه مارې، د استاذ د نسوارو ډبے او د هېډ ماسټر دفتر مشهور دي. افسر مخکښې هم پوه وۀ ولې اوس ښۀ پوه شو چې هلک خُلۀ ور او ټوقمار دے، نالائقت په چالاکۍ پټوي.
      دا خبره دې پورې راياده شوه چې پرون د قصه خانۍ په يو دکان کښې ناست وو. بحث راغے چې د چا څۀ مشهور دي نو يو پکښې ووې، د کراچۍ حلوه، بل ووې د پېښور فالوده، بل ووې د مردان د توت کړي کباب، بل ووې د لالاجي صاحب لنګر، بل ووې د خالصې دل، بل ووې د درسمندو مولۍ مشهورې دي.
      يو سړے ناست وۀ د ډبګرۍ څوک ملک صاحب ښکارېدو، وئيل ئې ځوانانو د پذير استاذ سرينده، د دولت رباب، د سبز علي ټپه، د مظفر رباعي، د صحبت غزل او د بادشاه زرين جان لوبه مو ياده نۀ کړه.
      زۀ هم ناست وم ما وئيل کۀ داسې شوه نو د قاضي عبدالحليم د ځلوزو ږيره مشهوره ده، د ميا عيسٰي د مجيد الله کاکا خلکه، د پبو د سردار خان پټکے، د صوابۍ د علي جان خندا، د خليق صاحب خوږې خوږې خبرې، د سمندر صاحب صفائي، د عبدالقادر خان مولانا قهوه، تر دې مې وئيلي وو چې ما پسې د دفتر نه سړے راغے وئيل ئې ملنګه! غواړي دې. ما پوزه تروه کړه خو حکم حاکم مرګ مفاجات او دا مې ووې:
      ستا د رباب ټنګ مې تر غوږ شو
      کنډول په لاس منګي ته تږے ودرېدمه
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment


      • #4
        zabardast yusfzai rookeeya
        dair kha.
        Qalandar de khudai pak swarg bash ki ameen.

        Comment


        • #5
          شامتے


          شامتے زمونږ د علاقې يو مشهور سړے دے، مور پلار ورباندې نامه حشمت خان ايښې وه خو هغۀ خپل ځان شامتے کړو.
          شامتے پوره لوښے دے او لوښو کښې هم څمڅۍ ده ځکه چې د وراني داسې کار نشته چې شامتے پکښې مخکښې مخکښې نۀ وي يعني د هر دېګ څمڅۍ ده. شامتے داسې شو چې هغه د چا سره کښېني، کومې حجرې ته پښه اوږده کړي يا کومې ډلې سره مل شي نو خلق پوه شي چې د هغه چا چې دې ورسره وي شامت راغلے دے او داسې چې د دۀ په دنيا کښې بې د دوو کسانو جنګولو نه بل کار نشته. خپله وائي چې مور مې خبره کوله چې زۀ پېدا شوم نو نوکونه مې جنګول، هغه ورځ شوه دا ورځ شوه نوکونه جنګول مې کار دے او تر ګوره به مې دغه کار وي.
          يره رښتيا وائي مړزې دې جنګوي، چرګان دې جنګوي، ګډان دې جنګوي او وائي سنډګان هم جنګولے شم او چې کله د هر څۀ نه وزګار شي نو بيا ناست وي مېږي جنګوي. ولې د هغۀ داسې هنر زده دے چې نن سبا مېږو جنګولو ته څۀ چې مړزو جنګولو ته هم نۀ وزګارېږي لګيا وي ټوله ورځ يو او بل جنګوي.
          شامتے نن ماته مخې له راغے ما پرې ځان خبره کښې وړاندې کړو. ما وې شامت خانه! خپل عمل دې پرېښو کۀ هغه شان ئې کوې؟ راته ئې وې خانه! يواځې زما په پرېښودو څۀ کېږي. زۀ خو هسې بدنام يم اوس هرکلي کښې شامتيان پېدا شوي دي او داسې داسې شامتيان چې زۀ به درنه هېر شم. کۀ نۀ ئې منې چې درته ئې وشمارم. ما وئيل نه نه، شامت خانه! زۀ ملنګ سړے يم ما په چا مۀ سپکوه. هغۀ چې دا واورېدل وې وئيل دا مونږ شامتيان خو تاسو غوندې خلقو ته دعا کوو کنه چې هم مو بد ګڼئ هم راباندې پړده اچوئ. تاسو دې خدائے ژوندي لري. مونږ به وراني کوو، تاسو دې پرې پړده اچوئ، مونږ به خلق جنګوو تاسو به پکښې مزې اخلئ. مونږ به فساد کوو تاسو ته به خېرات کېږي. مونږ شامتيان تاسو د شامتيانو تيار خوارۀ، مونږ هم شامتيان تاسو هم شامتيان.

          زما پرې هسې نوم بدنام دے
          د جينۍ سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه
          Na soz sho na saaz sho,
          Bas hasy jwand tamam sho

          Comment


          • #6
            واه واه

            هلکه سعيد خانه څه شوې؟

            په مونږ کښې شامت خان څوک دے؟؟؟

            Comment


            • #7
              حلال کړے چرګ دې يم
              خو ګوتې مۀ راوړه


              دکانداره! د خاورو تېل شته، نه خان د خاورو تېل نشته نور هر څۀ شته. ښه نو شنې چائې شته، نه وروره دا هم پرون خلاصې شوې. صابون شته، يره خفه کېږه مه اوس دا دے ختم شو. نيل درسره شته؟ په خدائے چې هډو اوس مې ورپسې سړے ولېږلو. کورکمان به درسره پېدا شي؟ يره خان وۀ خو پرون مې يو ځائے خرڅ کړے دے. او ګوړه؟ کۀ صبر دې وکړو راغوښتې مې ده خو لا رارسېدلې نۀ ده.
              خريدار غصه شو وئيل ئې عجيبه دکاندار ئې چې د څۀ شي تپوس درنه کوم هغه نشته او بيا هم ځان ته دکاندار وائې او لا پکښې دا اواز بيل کوې چې دا يو شے راسره نشته نو هر څۀ شته. تا سره څۀ دي؟ او د څۀ دکاندار ئې؟
              ساده خريدار ته څۀ معلومه ده چې داسې دکاندار هم وي چې نۀ تېل خرڅوي نۀ مالګه، بلکې بيا هم دکانداران وي او د تېل مالګې خرڅولو واله نه ئې زياته دکانداري وي. هغه تېل خرڅوي او په تېلو کښې مړ شي او دې لپنګ وي. سبا موټر، بله ورځ بنګله او بله ورځ وزير او بله ورځ بيا د وزيرانو سنګاوڼ. ګني ستاسو زده او ستاسو ايمان. خپل چارچاپېره نظر واچوئ او بيا په تېرو لسو دولسو کالو نظر وکړئ. دغسې وه کۀ نۀ وه. او دا يواځې دا دکانداران نه داسې يوه بله دکانداري هم شته.
              زۀ د قوم خادم يم. ستا څۀ کار دے؟ د قوم خدمت. په کور مهلت کښې د غريبانو سره امداد کوې؟ نه نه، د قوم خدمت کوم کۀ دې ته وزګار يم. د يتيمانو تپوس کوې؟ نه سړيه! زۀ د خپل بال بچ تپوس ته نۀ يم وزګار. د کور مهلت او کلي د ګلو او کوڅو صفائي کوې چې رنځوري ترې پېدا نۀ شي؟ نه نه ساده سړيه! زما د خپل کور صفائي هېره ده او تۀ وائې د حجرې جماعت د اوبو چيلم او مېلمه ازمه خدمت کوې؟ نه نه حجرې جماعت ته کله وزګارېږم؟ زۀ د قوم خدمت کوم کۀ؟ د ړندو ګوډو حاجتونه پوره کوې. زۀ درته وايم چې زۀ د روغو تپوس نۀ شم کولے دومره ناوزګار يم. د لارې کوڅې نه کاڼي ماڼي او ازغي مزغي لرې کوې چې چاته نقصان ونۀ رسي. ساده سړے ئې زۀ د قوم د خدمت نه نۀ يم وزګار. د کلي او اولس روغې جاړې کوي؟ نه نه سړيه زۀ درته وايم زۀ د قام د خدمت نه سر ګرولو ته نۀ يم وزګار. ښه نو خرابو رسمونو رواجونو لرې کولو پسې ګرځې؟يره تانه زيات ساده څوک نشته، زۀ درته وايم چې زۀ د قوم خادم يم، خادم، د قوم خدمت کوم او تۀ راته دا خبرې کوې. ښه نو چې دا نۀ کوې نو بيا ډاکې کوې څۀ؟ خادم صاحب غصه شي او سړي پسې څپلۍ راوباسي.
              هغه ورته وائي چې خفه کېږه مه خان! تۀ راته عجيبه د قوم خادم ښکاره شوې چې قوم ته د کوم خدمت ضرورت دے هغې ته تۀ وزګار نۀ ئې او سره د دې چغې وهې چې د قوم خادم يم. دا څنګه د قوم خادم ئې؟ خادم صاحب غصه کښې ووې چې تۀ د قوم خدمت څۀ پېژنې؟
              رښتيا دې غريب د قوم خدمت څۀ پېژندو؟ دلته دولس کاله داسې د قوم خادمان پاتې شوي دي. چې هغوي دا هيڅ نۀ کول او نۀ ئې چرته په عمر کښې دا کارونه کړي وو او نۀ ئې دا کولے شو او سره د دې هم د قوم خادمان وو، د قوم د خدمت په برکت به صدران، سکرټران، ممبران، وزيران او بيا د لائسنسونو او پرمټونو خاوندان شو. نن به ئې شلېدلې څپلۍ راښکلې سبا به ئې د موټر نه کوزه پښه نۀ کېښوده، ولې بد مې ووې؟

              زما دې کم نصيب ته ګوره
              چې د سمسوره باغه تشه جولۍ وړمه
              õõõ

              Na soz sho na saaz sho,
              Bas hasy jwand tamam sho

              Comment

              Working...
              X