Announcement

Collapse
No announcement yet.

دا زۀ پاګل وم؟؟؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #31
    ځان راپرزول
    اجمل خانه واوره........ د زړۀ په غوږو واوره....... ما سړيتوب خپل دفتر کښې پرېښے دے او راغلے يم. چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پل نه پورې پرېښې ده او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر اېښې ده. ستا دپاره نۀ انسان يم نۀ مسلمان يم، نۀ پښتون يم، يو قصاب يم قصاب..... قصاب پېژنې قصاب؟.......چې څۀ زۀ وايم هغه به ټکي په ټکي منې، ګنې نو هغه کار به درسره وکړم چې ځناور به ئې د ځناورو سره هم ونۀ کړي.... پوهه شوې کۀ نه؟........ مرګ پسې به چغې وهې ولې مرګ به هم نۀ وي چې مړې دې کړي. داسې سلوک به درسره وکړم چې نۀ به دې وژنم او نۀ به ژوندے رانه پاتې کېږې. دا درته ځکه وايم چې سوچ وکړه، فکر وکړه او ما وپېژنه. زما نوم ((فلانکے کپتان)) دے. ما ته هغه چل راځي چې د فولادو انسان شي نو هم ما ته درې ګېنټو پورې نۀ شي ټينګېدې. او تۀ خو ........ (خندا غوندې) تۀ خو د يوې څپېړې سړے يې، چې خپل عمل درسره راواخلم نو په چغو چغو به ټول حال وائې، ولې واوره....... بيا به زۀ نۀ پرېږدم. اوس دې وخت دے سوچ وکړه. کۀ په ځان رحم کوې نو ټولې خبرې ومنه، ګنې نو ستا غوندې د هندو په بچي رحم کول ما ته ظلم ښکاري او دا هم واوره چې دا يوه ورځ او هفته نۀ ده، د درېو مياشتو ريمانډ خو دا دې راسره دے او درې کاله خو دې په خپل اختيار ځان سره ستم...... درې کاله... او کۀ حال دې ووې نو سپين باز يې او س ستا خوښ؟؟؟؟؟
    نۀ يم پوهه چې د کپتان صاحب دا خبرې ما ته دومره ورځې پس نن دې تاڼه کښې څنګه او ولې رايادې شوې زۀ کۀ پوهېدم نو بس دومره چې دا فقرې مې بار بار وئيلې او په خټ خټ مې په زوره زوره خندل. ما سړيتوب خپل دفتر کښې پرېښے دے (خندا) چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پل نه پورې پرېښې ده (خندا) او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر اېښې ده، زۀ قصاب يم قصاب....
    او د دې بيا بيا وېنا سره والوتم، غصه شوم او واېم چې هغه د نظام پور تاڼه وه چې تا داسې خبرې کولې، هغه وخت زۀ پوهېدم نۀ، اوس راشه او اوس داسې ووايه چې د اسمان ستوري درته وښايم او د دې مرۍ نه دې داسې راونيسم او هغه کار درسره وکړم چې چا کړې نۀ وي. او د دې وېنا سره مې ځان د مرۍ نه راونيولو، ځان راپرزوم او په چغو چغو وايم چې تا څنګه وې؟ اوس وايه کنه، دا د نظام پور هغه تاڼه نۀ ده، تا زۀ څنګه په سپايانو وهلم؟ اوس درسره پوهېږم دلته دې رانه څوک نۀ شي خلاصولې؟ ما ځان د مرۍ نه رانيولے دے او دا شور مې جوړ کړے دے.
    دې کښې د تاڼې ټول سپايان او محرران راغلل، زما د حوالات ور ئې لرې کړو او په ما راچمبړ شول راته وائي بس دے بس دے ځان دې خوږ کړو او زۀ ورته وايم لر شئ لر شئ دا ظالم رانه مۀ خلاصوئ، دې تاسو نۀ پېژنئ، دا ډېر ظالم دے، دۀ زۀ د نظام پور تاڼه کښې وژلم خو خدائے ساتلے يم، دۀ زۀ چت کښې اوېزاندولم، دۀ ما ته د مرچکو لوګے کولو، دۀ په ما د غلو توبره راچلوله، دۀ زۀ ژوندے سيند ته غورزولم، دۀ زۀ په مارانو خورولم، دا ډېر ظالم دے، دے رانه مۀ خلاصوئ، ايله اوس خدائے راکړے دے.
    دوي حېران شو او زما نه ئې تپوس وکړو دا څوک دے، دا څوک دې رانيولے دے؟
    ما جواب ورکړو دا هغه ظالم کپتان نۀ دے هغه د نظام پور تاڼه کښې چې وۀ، هغه......
    دوي ووې څۀ نوم ئې دے؟
    ما وې نوم ئې ..... نوم ئې نشته....... نوم ئې ما ته نۀ راځي خو دا هم هغه ظالم دے چې نظام پور تاڼې ته ما پسې راځي نو انسانيت ئې دفتر کښې پرېښے وي، پښتونولي ئې د اټک د پل نه هغه خوا پرېښې وي او اسلام د ډاک بنګلې نه بهر،،،،، هغه قصاب کپتان..... قصاب
    دوي چې دا واورېدل نو ما وليدل چې چا خندل او چا زړۀ زړۀ کښې ژړل او د دې خبرو اتر په دوران کښې ئې زما لاس زما د مرۍ نه راخلاص کړي وو او زۀ ئې اېغ نېغ څملولے وم، چا راته تلي مښل، چا سر، چا سينه. دې کښې د تاڼې تاڼېدار راغے، چې زۀ ئې په دې حال وليدم او د تاڼې محرر ورته زما قصه تېره کړه نو په غصه کښې ئې سپايانو ته ووې: تاسو دۀ سره ولې چېړ کوئ او دۀ ته ولې تېرې خبرې رايادوئ؟ ګورئ نه چې د غريب مازغۀ خراب دي؟
    ما چې د مغزو د خرابۍ خبره واورېده نو په تاڼېدار راسور شوم، ورته مې وې ((مازغۀ به ستا خراب وي، ستا د پلار به خراب وي او ستا د نيکۀ به خراب وي، د دوي مازغۀ خراب نۀ دي چې زما نه ئې ظالم خلاص کړو؟ ښه ده، ډېره ښه ده بچو! تا سره به هم وګورم، تۀ هم ظالم يې، هسې دې ځان نه راته بزرګ جوړ کړے دے.))
    ما چې دا ووې نو تاڼېدار مسکے شو او وې وئيل خفه کېږه مه دا سپايان کم عقل دي، نۀ پوهېږي..... بيا به ستا نه ظالمان نۀ خلاصوي. (سپايانو ته ئې مخ کړو) هلکه بيا د دۀ نه ظالمان مۀ خلاصوئ ګورې سزا به درکړم، بيا ئې ما ته ووې ښه ده اوس تۀ لږ په قلار شه، زۀ دا جامې بدلوم نو بيا بازار ته ځم، ګورم هر چرته چې وي هغه ظالم کپتان تا ته بيا رانيسم او چې څۀ سلوک دې زړۀ غواړي ورسره وکړه.
    دا چې ما واورېدل، ډېر خوشحال شوم او د تاڼېدار په صفتونو سر شوم او په ارام حوالات کښې کښېناستم ورو ورو مې هر څۀ هېر شو او د ظالم کپتان خبره هم هېره شوه.
    (دا زۀ پاګل وم څخه)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #32
      great YP
      mashallah

      Comment


      • #33
        Yarra Yousafzaya, na pohegam che tsanga de mannana okram. Allah de khoshala lara. Bas roza pa khola dua darta kawallay sho.

        Comment


        • #34
          د مچو سره جنګ
          نن ډېره زياته ګرمي ده، جامې مې وېستي دي، په يو شلېدلي لنګوټي کښې د دېوال خوا ته پروت يم. يو ګرمي وائي چې نن نۀ يم نو کله به يم، بل د حوالات دننه ټټۍ چې د مودو راسې د غلو متيازو نه ډکه پرته ده، د ګرمۍ په وجه ئې داسې سخا ډډوزې راپرېښې دي چې د سړي مازغۀ شلوي. ما ته نۀ خوب راځي نه ارام، پاس چت ته ګورم او کله د چت لرګي شمارم کله د مچو ډوبسکي (ګګان). دې کښې ناڅاپه مچو ته مې پام شو، تاسو يقين وکړئ چې دومره مچۍ وې چې د دې نه مخکښې ما په دومره تنګه کوټګۍ کښې دومره زياتې مچۍ نۀ وې ليدلې او دا نۀ چې ګنې يواځې چت کښې ګرځي يا هوا کښې الوځي، تاسو ومنئ چې په فرش راغورزېږي، په ما راپرېوځي، په دېوالونو ګرځي او په زمکه منډې وهي. او چې ما حساب ولګولو نو يواځې په ما يو منټ کښې دولس مچۍ راپرېوتې. تاسو به وايئ چې دې مچو تۀ چيچلې ولې نه، نو خبره دا ده چې کۀ زۀ ئې چيچلم نو تاسو ته څۀ معلومه ده؟ زۀ ئې چيچلم هم او نۀ ئې چيچلم هم. ولې اول خو زۀ داسې حالت کښې وم چې مچۍ نۀ کۀ لړم به وچيچلم هم به پوهه نۀ شوم چې دا څۀ چل وشو؟ بل دا چې کۀ به پوهه هم شوم نو علاج ئې څۀ وۀ؟ نۀ زۀ چا د حوالات نه بهر وېستم نۀ مچۍ. په ويښه هم دغه د مچو ډک حوالات کښې وم او په اودو هم. ناسته مې هم دغه دوزخ کښې وه او ولاړه هم. خوراک مې هم دلته وۀ او څښاک هم. او څۀ يوه ګېنټه يا يوه ورځ هم نۀ وه، پوره پينځۀ مياشتې وې نو کۀ د مچيو نه تنګ شوے هم وې نو څۀ به مې کړي وو؟ او خۀ مې کولې شول؟ نۀ د فرياد ځآئې وۀ او نۀ د تېښتې، او کۀ نه تاسو خپله سوچ وکړئ زۀ چې چا دې تنګ و ترش حالاتو کښې مچيو ته اچولے وم، نو ګنې هغوي دا مچۍ نۀ ليدلې؟ هغوي دا نۀ ليدل چې دلته ما هر وختې څومره مچۍ چيچي او څومره تکليف دے راته؟
          دا هر څۀ هغوي ليدل او په دې هر څۀ پوهېدل ولې د هغوي منشا دا وه چې دے به د دې مچيو نه وويرېږي، تنګ به شي او مجبور به شي او چې څۀ ورته مونږ وايو هغه به ومني. نو هرکله چې د هغوي غرض زما تنګول وو نو ما کۀ د مچيو دلاسه ژړلے وې نو چا ته به مې ژړل؟ ما خو به دا کوشش کولو چې دا ظالمان هډو دا محسوس نۀ کړي چې زۀ تنګ يم نو کۀ ډېر تکليف به راته پېښ شو ما به ورته تکليف نۀ وې ځکه چې زما په تکليف دوي خوشحالېدل او چې په څۀ به زۀ تنګېدم هم هغه کار به ئې کولو. دغه وجه وه چې ما به دا کوشش کولو چې زۀ دوي ته خپل تکليف څرګند نۀ کړم بلکې پټ ئې کړم ترينه.
          دې حوالات کښې نۀ شم وئيلې چې د کله راسې دغه شان د مچيو زور دے او هر منټ کښې لس دولس مچۍ په ما راپرېوځي او د هغوي خوښه ده چې کۀ چيچي مې او کۀ نه، ولې زۀ ايله نن پوهه شوم چې زما دلته د مچيو په باران کښې شپه ده او چې په دې پوهه شوم نو وويرېدم ما وې بنده! کۀ تۀ اودۀ شې او دغه شان دا مچۍ په تا راغورزېږي او خوري دې نو تا به په يوه ورځ کښې غلبېل غلبېل کړي. راشه د دې علاج پکار دے ګني دې حوالات کښې خو ورځ تېرول ګران دي. دا مې ووې او د مچيو د وژلو پروګرام مې جوړ کړو. اول مې ګګان وشمېرل. دې چت کښې يوولس غټ او اوۀ ويشت واړۀ ګګان وو دا ټول د سرو مچيو وو او يوه پکښې يو ګټ ته د ډمبرو يا ډنډارو سوړه وه.
          د ګګانو د شمېرلو نه پس مې هر يو ګګ کښې کورونه شمېرل شروع کړل ولې ګګان چت کښې وو زۀ ښکته بل نظر مې هم کم شوے وۀ، نو دې کښې کامياب نۀ شوم البته چې ښه خواري مې وکړه نو په ګګانو ناستې مچۍ مې وشمېرلې شوې. په يوولسو غټو ګګانو زما په حساب څۀ کم يوولس سوه مچۍ ناستې وې او په وړو ټولو باندې څۀ دپاسه څلور سوه برابر شوې. په دې حساب ټولې ناستې مچۍ مې پنځلس سوه حساب کړې او دغه شان بهر مې هم پنځلس سوه د دوي ملګرې په اندازه برابر کړې او فېصله مې وکړه چې دې کوټه کښې ټولې ټالې درې زره مچۍ دي او ټولې وژل پکار دي.
          په وژلو مې ئې ډېر فکر وکړو خو د ټولو نه اسان کار راته دا معلوم شو چې خپل ببوزے (د لاسو پکے) مې راواخستو او د حوالات منځ کښې ودرېدم چې مچۍ کړکۍ کښې راننوځي زۀ ئې په ببوځي داسې ووهم چې ايسته ئې وغورزوم او ورمنډه کړم خپه پرې راکاږم. اراده مې وکړه چې دغه شان ګوم چې په يوه ورځ کښې به څومره ختمې شي. زړۀ کښې وايم کۀ زر مې ووژلې شوې نو څۀ ټوله ټاله د درېو ورځو خواري ده او کۀ پنځۀ سوه مې د ورځې برابر کړې نو شپږو ورځو کښې به ترينه بې غمه شم. لنډه دا چې په دې اراده او نيت د حوالات منځ کښې ولاړ يم چې مچۍ راښکاره شي زۀ ورته ځان برابر کړم کۀ هغه لږه اوچته شي نو زۀ ورپسې ټوپ کړم ولې په وس ئې نۀ پرېږدم.
          ټس چې وهم ئې او راغورزېږي بيا ورځم او وژنم ئې او راپورته کوم ئې، يو ګټ کښې ئې دلۍ کوم او ورسره ورسره ئې شمېرم هم. چې مچۍ راشي هغه خوا ترې په ببوزي ټس وباسم او دې خوا په زور وايم يوه بله راغله. ټس....... دوه ، بله راغله......... تس درې. دغه شان ټوله غرمه د مچيو په وژلو شمېرلو او په حوالاتو کښې په ګډېدلو او مچيو پسې په ټوپونو وهلومشغول وم.
          داسې يوه ورځ نۀ درې ورځې د سحر نه تر مازيګره ما مچۍ ووژلې. نۀ کښېناستم نۀ اودۀ شوم او نۀ مې بل طرف ته فکر لاړو ولې کۀ ما سروونه مچۍ مړې کړې ولې مچو کښې کمے رانغے. هم هغه شان په ګګانو هم پوره ناستې دي او بهر ته هم پکښې هغه شان ځي راځي. زۀ هم حېران شوم هم غصه. حېران خو په دې شوم چې ما درېو ورځو کښې د مچيو دومره قتل عام وکړو چې د حوالات ګټ کښې مې ترې سمه دلۍ جوړه کړه، ولې مچۍ بيا هم کمې شوې نۀ وې او غصه په دې شوم چې دا څنګه مچۍ دي چې زۀ ئې وژنم چې کمې شي او دا نورې زياتېږي.
          دې خوا زۀ دې فکرونو اخستے يم او هلته زما څوکيدارانو (سپايانو) سره فکر شو چې سړے دا لا په کومه مشغولا واوړېدو، چې ټوله ورځ ئې بل څۀ کار نشته خو بس ببوزے په لاس مچۍ وژني. هغوي په تماشه هم ستړي شول، په خندا هم، په ټوقو هم ولې اوس فکر واخستل چې د سړي پام به څنګه بدلېږي. دوي زما د پام بدلولو غور کوي او زۀ مچو ته غصې اخستې يم وايم چې څۀ چل ورسره وکړم.
          دې کښې مې ناڅاپه مغزو کار وکړو او يو ډېر ښکلے تجويز مې ذهن ته راغلو. وېم چې د شپې ټولې مچۍ په ګګانو کښېني نو زۀ په ورته د ښکته نه څپلۍ ونيسم ، وولم به ئې، وولم به ئې. د شپې شپې به ئې د ګګانو سره خخڼي کړم، هډو بېخ به ورله وباسم. تيارۀ کښې ئې هسې هم نظر نۀ لګي، داسې سلوک به ورسره وکړم چې ياد به ئې لري. بس دغه تجويز مې زړۀ کښې غوټه کړو او د شپې په انتظار کښې پرېوتم. زړۀ راته وائي چې بنده شپه شي او تورتم شي نو تۀ به چت څنګه وينې او چت کښې به د مچو ګګان درته څنګه ښکاري او بيا څپلۍ به ئې څنګه وولې؟ ولې بل زړۀ راته ووې چې دا څۀ شل ګزه چت خو نۀ دے، خو دغه درې درې نيم ګزه چت دے او په څپک څپک کښې ئې ګګ دے، چې تۀ څپلۍ چت ته ورولې نو ضرور به يو نه يو ګګ لګي او ضرور به د مچو کور ورانېږي.
          دغه خبره راته پخه ښکاره شوه. يوه يوه لحظه مې شمېرله. دې کښې تيارۀ شوه خو چې ښه تياره شوه او زۀ پوهه شوم چې اوس مچو ته زۀ نۀ ښکارم نو خپلې دواړه څپلۍ مې راواخستې او چت ته مې وار په وار ونيولې. څپلۍ ښۀ په غصه کښې د سر نه څرخوم او په تاؤ کښې ئې چت ته وربغوم او په خلۀ ورسره په زوره وايم ((اقه دې ولګېدو)).
          دغه شان مې حوالات کښې ډز غوبل او شور شر جوړ کړو اخوا بل حوالات کښې نور حوالاتيان هم راولړزېدل او د تاڼې ټول نفري هم راپاڅېده، لالټېن ئې راوړو. اول خو ئې زما او د چت جنګ وليدو بيا ئې ورو غوندې ما ته ووې خان! دا خۀ چل دے؟ چت څۀ ګناه کړې ده؟
          زۀ ورته راوګرځېدم: چت هيڅ ګناه نۀ ده کړې ، مچۍ مړې کوم.
          هغوي وخندل او وې وئيل خدائې پاک دې مچو غريبانانو ته څۀ پاک کړے دے؟ ټوله ورځ خو دې د غريبانانو بېخ ووېستو اوس دې د شپې هم ورپسې څپلۍ راواخسته؟
          ما وې ((او.... وژنم به ئې او بيا مې چت په څپلۍ ويشتل شروع کړل او خدائې خبر چې ټوله شپه به مې د خپلې څپلۍ نه څۀ جوړ کړي وو ولې دې کښې مرزا صاحب ووې هلکو راځئ چې دا مچۍ ورسره مړې کړو چې غريب په ارام ودۀ شي.
          دغه شان په دې بهانه هغوي راننوتل او زما نه ئې دواړه څپلۍ واخستې او بيا بهر ووتل. ما يوه لحظه خو مرزا او سپايانو ته بد رد ووې ولې اخر به خوب راغلے وي او ودۀ شوې به يم او څۀ فکر به مې بدل شوې وي.
          (دا زۀ پاګل وم څخه)

          Na soz sho na saaz sho,
          Bas hasy jwand tamam sho

          Comment


          • #35
            ښکلې نثري بيلګې دي
            دا پوره کتاب به دلته کښې انشاالله پوسټ کوې ځکه چې ما هم لوستې نه دے
            حالانکه اجمل بابا راله په خپلو لاسونو ټول کتابونه راکړې وو۔
            ما سره خوشحال بابا قبر ته هم تللې وو

            Comment


            • #36
              Halakka yousafzayya, Allah de rogh jor sata, rojay tang karayy ye, ao ka tsanga?

              Moong kho pa heela you che da za pagal wam na ba daghassay nor eqtebasat ham post kawe.

              Dua pa las you che Allah de khoshala larra.

              Comment


              • #37
                Originally posted by erlangner View Post
                Halakka yousafzayya, Allah de rogh jor sata, rojay tang karayy ye, ao ka tsanga?

                Moong kho pa heela you che da za pagal wam na ba daghassay nor eqtebasat ham post kawe.

                Dua pa las you che Allah de khoshala larra.
                Bakhana ghwaram Erlangner wrora! lag shantey naa ozgara umma....Roja da noo domra typing rana na' kegee.....anyways staso pa ghokhtana daa yau bal iqtebas darsara share kom......
                Manana,
                Yousafzai

                نوے افسر

                دا يوه ورځ نۀ وه نۀ يو ځل وۀ، اماني پينځۀ مياشتې وې او دې کښې داسې ډېر افسران راغلل او لاړل داسې ډېرې غصې مصې ئې وکړې او بيا خپله يخ شول. زۀ هم د دوي دې ټولو خبرو سره عادت شوم او ښۀ پوخ شوم داسې شوم لکه چې زۀ د غوښو نۀ يم د فولادو جوړ يم.
                د دوي هر يو تفتيشي افسر به په دعوې سره وئيل چې ما ته کۀ د فولادو انسان راکړې نو زۀ به ئې درته په درېو ورځو کښې موم کړم او چې څۀ غواړم هغه به کوي او هغه به وائي ولې ما به چې ځان ته کتل نو زۀ د غوښو نرے نروچکے انسان وم، ولې دې شپږو مياشتو کښې ئې داسې پوخ کړم لکه فولاد.
                دا ولې؟ نۀ يم پوهه چې د پوليس والاؤ به څۀ خيال وي او دا هم نۀ شم وئيلې چې اولس به څۀ وائي ولې زۀ چې په دې خبره فکر کوم نو د دې وجه دا ده چې:
                زۀ په خپل ايمان او عقيده کلک وم
                د مرګ نه ويرېدم نۀ او د دې ژوند نه مې لاس وينځلي وو
                د دروغو د ژوند نه مې د رښتياؤ مرګ ښۀ ګڼلو او دا مې ايمان وۀ.
                زما د لوئي کور انغرے دې جوړ شي
                خېر دے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي
                لنډه دا چې د بيانونو په تيارولو او دغه ډز غوبل کښې زۀ ښۀ پوخ شوم اوس به چې د بيان اخستو دپاره څوک افسر راغے نو ما به دا وګڼله چې يا خو خپله تنخوا او الاؤنس حلالوي، يا ئې لاس او مټې خارښتېدلي دي او زۀ ورياد شوے يم او يا د وهلو ټکولو مشق کوي او زۀ ئې د مشق تختۍ يم.
                نو اکثر به ما هم اوس بيان بيان نۀ ګڼلو هسې يو وخت تېرے يا ټوقه به مې ګڼله او د ځان سره مې فېصله وکړه چې د دې نه پس کوم افسر بيان اخستو ته راشي تۀ هم ورسره د ټوقو او وخت تېرۍ معامله کوه. دوي به څۀ ياد لري.
                د قدرت کارونو ته ګورئ ما دا سوچ کولو دې کښې څۀ ګورم چې يو د پتلون والا سړے تاڼې ته راننوتو او د راننوتو سره زما د حوالات جنګلې ته ودرېدو زما محافظ سپاهي ورته رامنډه کړه، سلام ئې ورته وکړو. پتلون والا زما د سپاهي نه تپوس وکړو. هغه کېس دا دے؟
                هغۀ جواب ورکړو هو خان! دا دے.
                پتلون والا وخندل او وې وئيل دے غريب په څۀ کښې دے. د دۀ نه ئې راته تيس مار خان جوړ کړے دے. تۀ ئې راوله ما ته.چې دے حال وائي او کۀ نه. دے څوک دے چې دے به حال نۀ وائي. د دۀ پلار به ئې هم وائي. زر ئې راوله. هغۀ سپاهي ته دا ووې او روان شو او ما په زړۀ کښې ووې ښه ده بچو! تۀ به ئې هم ياد لرې.
                سپاهي راننوتو، ما ته ئې دواړه لاس په هتکړو کښې شا ته وتړل او ډېر په همدردۍ کښې ئې راته ووې خان! ګورې خيال کوه دا انسپکټر ډېر غټ حرامي دے. دے د سړي لحاظ نۀ کوي، د دې سپاهي نه دا خبره هېره وه چې دے هر ځل ما ته هم دغه خبره کوي او دې خبرې سره ئې زما غوږونه داسې عادت شوي وو چې دے به راننوتو نو دۀ به لا دا نۀ وو وئيلي چې زما غوږونو کښې به دغه خبره بنګېدلې وه.
                خېر زۀ ئې نوي تفتيشي افسر ته بوتلم. نۀ يم پوهه چې دۀ زما غوندې څومره ملزمان ليدلي وو ولې زما خو د دۀ غوندې افسرانو سره عمر وۀ. هغۀ لکه د هر افسر په زړۀ کښې دا وئيل چې دۀ ته مخامخ کېدل دي او بيان اخستل دي او چې ما به داسې افسران وليدل نو په وړومبي نظر به پوهه شوم چې اشنا کۀ ډېر وغرېږي خو لکه د نورو ملګرو به د شنډې وريځې په شان تش ځي.
                سر مو څۀ خوږوم خو ما ورته ووې چې بيان درکوم چې هغۀ دا واورېدل نو وې وئيل رښتيا کۀ دروغ؟
                زۀ : تۀ په رښتياؤ باندې خوشحالېږې کۀ په دروغو؟
                افسر: رښتياؤ باندې. (دا زما تجربه وه چې د دوي د رښتياؤ نه مطلب دا وۀ چې کومې خبرې د هغوي زړۀ کښې دي هم هغه رښتيا دي)
                زۀ: څنګه رښتيا؟ د رښتياؤ رښتيا او کۀ ستاسو رښتيا؟
                افسر: (غصه شو) چالاکي مۀ کوه، زۀ فلانکے فلانکے...... فلانکے يم. زۀ به درته د ورځې د اسمان ستوري وښايم ما ته فلانکے وائي ما وپېژنه.
                زۀ: (پوهه شوم چې د يار سترګې بدلې شوې او په دې هم پوهه شوم چې د دۀ د غصې څۀ مطلب دے) غصه کېږه مۀ کۀ تۀ غصه کېږې نو زۀ بيان نۀ درکوم.
                افسر: بيان؟ بيان به ضرور راکوې. کۀ زړۀ دې ښۀ وي او کۀ بد. دا بيان به درنه ليکم. هن کۀ په ځان رحم کوې نو ښۀ په سړيتوب دغې کرسۍ کښې کښېنه او رښتيا رښتيا خبرې وکړه او دا هم درسره وعده کوم چې بيا زما ايمان هم وګوره . تۀ رښتيا ووايه زۀ به داسې سفارش وکړم چې هم به خپله نوکري درکړي هم به باعزته بري شې. او :ۀ نه وي نو ستا خوښه ولې ياد لره چې زما نه ګورې بد سړے په ټوله بېړه (يوليس) کښې نشته.
                زۀ (دلته په زړۀ کښې خندا راغله) خان! خدائې دې بد مۀ کړه. کۀ ستا غوندې ښۀ سړے په وړومبۍ ورځ راله راغلے وې نو نۀ به زۀ دومره په عذابېدم او نۀ به د پوليسو دومره وخت خرابېدو.
                افسر: هو کنه (ډېره نرمه لهجه ئې راواخسته) خان خبره دا ده چې د پوليس نوکري ډېره ګرانه ده او بيا تفتيش خو ډېر ګران کار دے او چې بيا تفتيش هم د يو سياسي ملزم وي او سياسي ملزم هم ستا په شان عالم او فاضل وي. اوس په پوليسو کښې داسې خلق راغلي دي چې هډ، حکمت عملي ورځي نه. د تفتيش په کار خو هډو شد نۀ دي. په دې نۀ پوهېږي چې هر سړي سره بيل بيل سلوک پکار دے.او بله خبره دا ده چې زمونږ افسران هم د سړي قابليت ته نۀ ګوري خو کار ورحواله کوي. زۀ خو وايم چې د تفتيش کار ته خو ئې ښۀ ښۀ تجربه کار سړي راووېستې.

                زۀ: هو کنه خان! لکه ستا په شان هوښيار او پوهه کسان چې وي نو هم به کېسونه کاميابېږي او هم به وخت لږ لګي.
                افسر: يره خان خو....... سړے څۀ ووائي نو کۀ ستا خوښه وي اول به دا بيان وليکو، بيا به ګپ شپ ولو. هلکه فلانکي، د خرۀ بچيه! خان ته دې هتکړۍ ولې اچولي دي؟ وباسه ترې نه تاسو هم سړے سړے نۀ پېژنۍ چا د سړي زوي سره خو پاتي شوي نۀ يئ کنه. زر شه هتکړۍ لرې کړه او راوړه ورته کرسۍ.
                زۀ: ښه ده خان! زما هم خوښه ده، اول به بيان وليکو او بيا به........
                افسر: او او، بيا به ګپ وولو. خېر دے نن به زۀ هډو ځم نه. دلته به پاتې شم او د دې نه پس حوالات کښې مۀ ودۀ کېږه، دې سپاهي ته به ووايم دې کمره کښې به درته کټ واچوي او بستره به درته د کور نه راولېږم هډو دلته پروت وسه.
                زۀ: يره خان! پوليس افسر داسې پکار دے.
                افسر: ښه نو........تۀ بيان ورکوې؟
                زۀ: بالکل
                افسر: څنګه؟ داسې خو نۀ کنه لکه مخکښې بيانونه.
                زۀ: نه، نه هغه خو ټول دروغ وو (د دوي په اصطلاح کښې)
                افسر: هلکه فلانکيه! ورشه لږ شربت راوړه. (بيا راته وائي) خان! کۀ اوس دې طبيعت ټيک نۀ وي نو خېر دے اول شربټ وڅښه بيا به بيان وليکو.
                (کۀ زۀ نه، نه کوم هغه ئې کله مني، شربت ئې راوړو او ومو څښلو).
                افسر: ګوره! ....... خو زما په خيال څۀ بد شے نۀ دے. دا دوي پرې ولې خفه کېږي؟
                زۀ: يره انسپکټر صاحب! د هر چا خپله خپله خوښه ده نو.........
                افسر: ستا څۀ خيال دے.؟
                زۀ: زۀ خو وايم چې پښتون څو پورې.......... تر هغې نۀ خوشحالېدې شي، نۀ مړېدې شي او نۀ ترقي کولې شي.
                افسر: دا وليکم.
                زۀ: بې شک
                (د دې کتاب اصلي کاپي چې د هغې نه مونږ نقل کولي شو چرته بې درکه شوه ځکه نو په دې ځائې کښې تقريبًا درې مخونه متن الوتے دے او د شائع کېدو نه پاتے شوے دے....... پبلشر)
                افسر: دروغ دې شروع کړل کنه، په خپل لوظ ټينګ نۀ شوې.
                زۀ: (زر پوهه شوم چې دوي خو رښتياؤ ته دروغ وائي او نن ما نيت کړے دے چې نن به دۀ سره ټوقه کوم، ښه نو تۀ سوال کوه او زۀ به رښتيا جواب درکوم.
                افسر: تاسو د پښتو ......... ليګ په نوم يو پټ جماعت جوړ کړے وۀ؟
                زۀ: (ما د دۀ د ذهن مطابق جواب ورکول شروع کړل) او .
                افسر: د هغې د داخلې دپاره تاسو يو حلفيه لوظنامه باندې په وينه دستخط اخستو؟
                زۀ: او
                افسر: هغه حلفيه لوظنامه تا سره شته؟
                زۀ: او
                افسر: کوم ځائې ده؟
                زۀ: (دلته راته زړۀ ووې چې ورته ووايه کور ده، نو څۀ کۀ نور څۀ نۀ وي څۀ موده پس به کور ته خو لاړ شې کنه) کور ده.
                افسر: تۀ به ئې ما ته راکړې؟
                زۀ: او بالکل چې تا ته ئې نۀ درکوم نو چا ته به ئې ورکوم.
                افسر: (ډېر خوشحاله شو) ښه ده دا بيان زر زر ختموو، بيا به تا کور ته بوځو. هلته به ما ته دا شے راکړې.
                زۀ: (ما زړۀ کښې ووې چې ځه کار وشو) ډېره ښه ده.
                افسر: تاسو سره څومره کسان ملګري دي؟
                زۀ: (سوچ کوم چې څومره ورته وښايم، خو دومره پکار دي چې خبره درنه شي) دوه ويشت سوه........
                افسر: يعني دو هزار دو سو ؟
                زۀ : او
                افسر: د چا چا نومونه درته ياد دي؟
                زۀ: يو هم راته نۀ دے ياد.
                افسر: ګوره بيا دروغ وايې کنه.
                (دلته زۀ ودرېدم، اوس کۀ د چا نوم ورته اخلم نو غريب هسې بې ګناه بې خطا راګېرېږي او د غريب کور هور تالا کېږي او ژوند ئې تباه کېږي، زۀ خو لګيا يم د دروغژن افسر سره د دروغو لوبه کوم، هسې نه چې دې دروغو کښې لکه زما نور کسان د ژوند نه لاس ووينځي نو ځکه زۀ دلته حېران شوم)
                افسر: وايه کنه څوک څوک ستاسو ملګري وو؟
                زۀ: (سوچ يوړم چې يه خدايه! اوس څۀ وکړم؟ څوک ورته وښايم. دې زړۀ راته ووې راشه فرضي نومونه ورته وښايه، ګرځي به ورپسې، نو شروع شوم ورته) ليکه: غني ګل ولد طوطا ګل د سفيد ډهېرۍ، باز محمد ولد پشين خان د پشته خرې، غندل ولد صندل د پيتاؤ، پشم ګل ولد شين ګل ...... (او دغه شان يو سل دروغ نومونه مې وليکل پرې)
                افسر: (زما خبره ئې واخسته) ګوره! دا خو ټول تا داسې نومونه وليکل چې زۀ پکښې يو هم نۀ پېژنم. او دا خو ما ته ټول فرضي ښکاري. چرته يو خو پکښې سم سړے ياد کړه چې زۀ هم ووايم چې ستا ملګرے دے دا کارونه هغه دغه سړي نۀ شي کولې. ګوره کنه مونږ سره چل مۀ کوه.
                (زۀ دلته بيا حېران شوم چې دا تجويز دې هم فېل شو. دې زړۀ کښې وايم چې اوس دۀ ته څوک وښايم)
                افسر: ولې ودرېدې؟ وايه کنه (زۀ فکر واخستم چې خدايه څوک ورته ياد کړم او څوک د بلا خلې ته وغورزوم، دا خو د ټوقې نه بوقه جوړه شوه)
                افسر: ولې نۀ وايې؟ پښېمانه شوې څۀ؟ کۀ پښېمانه يې نو زۀ هم پښېمانه يم.
                (زۀ سوچ کوم چې څوک بدقسمته غرق کړم)
                افسر: (اخر غصې واخستو) وايې کۀ نه؟
                زۀ: رايادوم ئې کنه.
                افسر: څنګه ئې رايادې، وايه وايه.
                زۀ وايم چې څوک دښمن ورته ياد کړم؟ چې ځي لکه زما غرق شي، ولې سوچ کوم نو څوک داسې دښمن مې هم نشته، ډېر فکر مې وکړو. په ټوله دنيا کښې راته دښمن نۀ ښکارېدو او کۀ څوک ښکارېدو نو د سي آئي ډي والا چې زۀ ئې بې ګناه تنګ کړے وم. ولې چې فکر مې وکړو نو دې زړۀ راته ووې چې دا خو هم ستا دښمنان نۀ دي ځکه چې دوي خو تۀ په خپل اختيار نۀ يې نيولې. د دوي څۀ قصور دے؟ دوي ته هم دښمن مۀ وايه، دښمن خو دې هغه ((صېب )) دے هغه دوي چې ترې هم مجبور دي غريبانان)
                افسر: وايې کۀ نه؟
                زۀ: (دلته ډېرو فکرونو زۀ نۀ يم پوهه چې چرته رسولې وم ما جواب ورکړو) څۀ ووايم؟
                افسر: وايه چې ستا ملګري څوک دي؟
                زۀ: (زما د خلې نه وختل) يو خو ستاسو صېب دے.
                افسر: کوم صېب؟
                زۀ: دا تاسو چې ما پسې رالېږي (زۀ اوس زړۀ کښې وايم چې کۀ د صېب نوم مې واخستو نو دوي به هغه هم راونيسي او زما به زړۀ پرې يخ شي))
                افسر: دروغ وايې.
                زۀ: رښتيا وايم.
                افسر: چالاکه! زمونږ صېب ستا څنګه ملګرې دے؟
                زۀ: بس ملګرے مې دے نو.......
                افسر: په دې دروغو نۀ شې خلاصېدې.
                زۀ: دا دروغ دي؟
                افسر: او.
                زۀ: ځه چې دروغ دي نو ستا لاس ازاد.
                افسر: ښه نو حال نۀ وايې.
                زۀ: څۀ ووايم؟ چې رښتيا وايم هم تاسو ئې نۀ منئ او چې دروغ وايم هم تاسو ئې نۀ منئ نو اوس زۀ څۀ ووايم؟
                افسر: ښه نو دا ټولې خبرې تا دروغ وکړې؟
                زۀ: نو نور څۀ؟

                افسر: هغه لوظنامه هم راته نۀ ښايې؟

                زۀ: لوظنامه چرته ده؟
                افسر: دا ټول تا دروغ ووې؟
                زۀ: نو ستاسو د رشتياؤ سره څۀ دي؟
                افسر: (غصه شو) وئ ستا ......... (راپاڅېدو راپسې)
                دلته زۀ هم ورپاڅېدم او مشت و ګرېوان شو. دې کښې هغه ملګري سپايان راغلل او په ما راچمبړ شول چې زۀ ئې راوپرزولم نو بيا د افسر صاحب واک خپل وۀ. ښۀ د غوښتو غوبل ئې کړم. کۀ د تاڼې تاڼېدار ترې نۀ وې خلاص کړې نو وژلے به ئې وم، ځکه چې ډېر غصه وۀ.
                زۀ ئې په وهلو وهلو بې هوشه کړے وم چې په هوش کښې شوم نو ځان ته مې کنځل کول. ما وې رښتيا پاګل يې، هسې دې پرې ځان ووهلو. تا ټوقه کوله د هغې نه بوقه جوړه شوه
                Na soz sho na saaz sho,
                Bas hasy jwand tamam sho

                Comment


                • #38
                  ډير اعلي
                  زبردست ليک دے۔

                  هسې ما وئيل چې که دا ټول کتاب وليکلې شي او په نيټ خپور شي څنګه به وي يا ابن المجروح؟

                  Comment


                  • #39
                    لږ وخت او محنت به غواړي نور څۀ خبره نۀ ده......کتاب ورکوټے او مختصر دے زياتره برخې ئې ما دلته پوسټ کړې اوس لږ پاتے دے
                    Na soz sho na saaz sho,
                    Bas hasy jwand tamam sho

                    Comment


                    • #40
                      bas tol ya post ka bya Admin sra khbr apray waku dar khya lagya manam

                      Sallooooooooot
                      .....


                      Comment


                      • #41
                        Yousafzaya, der mehnat de karay de, Allah de baryalae sata. Za der lag sign in kegamma, kho che kalla ham razam, sta kachkol ao pagal la razam, bal thread post na open kawam, ao ka sign in kegam ham, no taso la de mannna lekallo lapara.

                        Comment


                        • #42
                          Yusufzai Pakhtun please post these great things in seperate threads so it can be more organized. zema der kwash da.

                          Comment


                          • #43
                            lovely sharing yousufzai
                            yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

                            Comment

                            Working...
                            X