ځان راپرزول
اجمل خانه واوره........ د زړۀ په غوږو واوره....... ما سړيتوب خپل دفتر کښې پرېښے دے او راغلے يم. چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پل نه پورې پرېښې ده او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر اېښې ده. ستا دپاره نۀ انسان يم نۀ مسلمان يم، نۀ پښتون يم، يو قصاب يم قصاب..... قصاب پېژنې قصاب؟.......چې څۀ زۀ وايم هغه به ټکي په ټکي منې، ګنې نو هغه کار به درسره وکړم چې ځناور به ئې د ځناورو سره هم ونۀ کړي.... پوهه شوې کۀ نه؟........ مرګ پسې به چغې وهې ولې مرګ به هم نۀ وي چې مړې دې کړي. داسې سلوک به درسره وکړم چې نۀ به دې وژنم او نۀ به ژوندے رانه پاتې کېږې. دا درته ځکه وايم چې سوچ وکړه، فکر وکړه او ما وپېژنه. زما نوم ((فلانکے کپتان)) دے. ما ته هغه چل راځي چې د فولادو انسان شي نو هم ما ته درې ګېنټو پورې نۀ شي ټينګېدې. او تۀ خو ........ (خندا غوندې) تۀ خو د يوې څپېړې سړے يې، چې خپل عمل درسره راواخلم نو په چغو چغو به ټول حال وائې، ولې واوره....... بيا به زۀ نۀ پرېږدم. اوس دې وخت دے سوچ وکړه. کۀ په ځان رحم کوې نو ټولې خبرې ومنه، ګنې نو ستا غوندې د هندو په بچي رحم کول ما ته ظلم ښکاري او دا هم واوره چې دا يوه ورځ او هفته نۀ ده، د درېو مياشتو ريمانډ خو دا دې راسره دے او درې کاله خو دې په خپل اختيار ځان سره ستم...... درې کاله... او کۀ حال دې ووې نو سپين باز يې او س ستا خوښ؟؟؟؟؟
نۀ يم پوهه چې د کپتان صاحب دا خبرې ما ته دومره ورځې پس نن دې تاڼه کښې څنګه او ولې رايادې شوې زۀ کۀ پوهېدم نو بس دومره چې دا فقرې مې بار بار وئيلې او په خټ خټ مې په زوره زوره خندل. ما سړيتوب خپل دفتر کښې پرېښے دے (خندا) چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پل نه پورې پرېښې ده (خندا) او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر اېښې ده، زۀ قصاب يم قصاب....
او د دې بيا بيا وېنا سره والوتم، غصه شوم او واېم چې هغه د نظام پور تاڼه وه چې تا داسې خبرې کولې، هغه وخت زۀ پوهېدم نۀ، اوس راشه او اوس داسې ووايه چې د اسمان ستوري درته وښايم او د دې مرۍ نه دې داسې راونيسم او هغه کار درسره وکړم چې چا کړې نۀ وي. او د دې وېنا سره مې ځان د مرۍ نه راونيولو، ځان راپرزوم او په چغو چغو وايم چې تا څنګه وې؟ اوس وايه کنه، دا د نظام پور هغه تاڼه نۀ ده، تا زۀ څنګه په سپايانو وهلم؟ اوس درسره پوهېږم دلته دې رانه څوک نۀ شي خلاصولې؟ ما ځان د مرۍ نه رانيولے دے او دا شور مې جوړ کړے دے.
دې کښې د تاڼې ټول سپايان او محرران راغلل، زما د حوالات ور ئې لرې کړو او په ما راچمبړ شول راته وائي بس دے بس دے ځان دې خوږ کړو او زۀ ورته وايم لر شئ لر شئ دا ظالم رانه مۀ خلاصوئ، دې تاسو نۀ پېژنئ، دا ډېر ظالم دے، دۀ زۀ د نظام پور تاڼه کښې وژلم خو خدائے ساتلے يم، دۀ زۀ چت کښې اوېزاندولم، دۀ ما ته د مرچکو لوګے کولو، دۀ په ما د غلو توبره راچلوله، دۀ زۀ ژوندے سيند ته غورزولم، دۀ زۀ په مارانو خورولم، دا ډېر ظالم دے، دے رانه مۀ خلاصوئ، ايله اوس خدائے راکړے دے.
دوي حېران شو او زما نه ئې تپوس وکړو دا څوک دے، دا څوک دې رانيولے دے؟
ما جواب ورکړو دا هغه ظالم کپتان نۀ دے هغه د نظام پور تاڼه کښې چې وۀ، هغه......
دوي ووې څۀ نوم ئې دے؟
ما وې نوم ئې ..... نوم ئې نشته....... نوم ئې ما ته نۀ راځي خو دا هم هغه ظالم دے چې نظام پور تاڼې ته ما پسې راځي نو انسانيت ئې دفتر کښې پرېښے وي، پښتونولي ئې د اټک د پل نه هغه خوا پرېښې وي او اسلام د ډاک بنګلې نه بهر،،،،، هغه قصاب کپتان..... قصاب
دوي چې دا واورېدل نو ما وليدل چې چا خندل او چا زړۀ زړۀ کښې ژړل او د دې خبرو اتر په دوران کښې ئې زما لاس زما د مرۍ نه راخلاص کړي وو او زۀ ئې اېغ نېغ څملولے وم، چا راته تلي مښل، چا سر، چا سينه. دې کښې د تاڼې تاڼېدار راغے، چې زۀ ئې په دې حال وليدم او د تاڼې محرر ورته زما قصه تېره کړه نو په غصه کښې ئې سپايانو ته ووې: تاسو دۀ سره ولې چېړ کوئ او دۀ ته ولې تېرې خبرې رايادوئ؟ ګورئ نه چې د غريب مازغۀ خراب دي؟
ما چې د مغزو د خرابۍ خبره واورېده نو په تاڼېدار راسور شوم، ورته مې وې ((مازغۀ به ستا خراب وي، ستا د پلار به خراب وي او ستا د نيکۀ به خراب وي، د دوي مازغۀ خراب نۀ دي چې زما نه ئې ظالم خلاص کړو؟ ښه ده، ډېره ښه ده بچو! تا سره به هم وګورم، تۀ هم ظالم يې، هسې دې ځان نه راته بزرګ جوړ کړے دے.))
ما چې دا ووې نو تاڼېدار مسکے شو او وې وئيل خفه کېږه مه دا سپايان کم عقل دي، نۀ پوهېږي..... بيا به ستا نه ظالمان نۀ خلاصوي. (سپايانو ته ئې مخ کړو) هلکه بيا د دۀ نه ظالمان مۀ خلاصوئ ګورې سزا به درکړم، بيا ئې ما ته ووې ښه ده اوس تۀ لږ په قلار شه، زۀ دا جامې بدلوم نو بيا بازار ته ځم، ګورم هر چرته چې وي هغه ظالم کپتان تا ته بيا رانيسم او چې څۀ سلوک دې زړۀ غواړي ورسره وکړه.
دا چې ما واورېدل، ډېر خوشحال شوم او د تاڼېدار په صفتونو سر شوم او په ارام حوالات کښې کښېناستم ورو ورو مې هر څۀ هېر شو او د ظالم کپتان خبره هم هېره شوه.
(دا زۀ پاګل وم څخه)


Comment