Announcement

Collapse
No announcement yet.

My Article on Zarlakht Hafeez Basharyar's poetry

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • My Article on Zarlakht Hafeez Basharyar's poetry

    زرلښت حفيظ بشريار
    ----
    دَ سولې ارمان ژنه شاعره

    زنانه ذات چې ورته صنف نازک هم وئيلې شي ډېر نازک زړونه لري چې لۀ مينې او خلوص نه ډک وي او دَ نارينه ؤ پۀ نسبت دَ نفرت او خودغرضۍ لۀ زنګه صفا سوتره وي ـ دوي لۀ جنګ او نفرت ځنې کرکه کوي او پۀ بې وسه او مظلومو خلقو ډېر زر خفه کېږي ـ ډېره حساسه او دَ نارينه ؤ نه زيات جذباتي وي ځکه نو چې څۀ دردناکه واقعه يا پلمه ورپېښه شي نو بې قراره شي ـ دَ نورو تکليف او دړد ډېر زر محسوسوي دَ کوم وجه چې په دوي کښې دَ محبت، شفقت، اخلاص او همدردۍ دَ جذباتو زياتوالی دی ـ دَ مزاج پۀ حساب سره هم دَ نارينه ؤ پۀ مقابله کښې پۀ دوي کښې دَ لهجې تريخوالی کم او دَ شرم و حيا، محبت و اخوت او دَ مينې جذبات زيات دي ـ ولې دَ زنانه ؤ نازکيت او حساسيت پۀ هېڅ توګه دَ دوي نقص يا عېب نۀ شي ګڼلې بلکې دَ دوي يوه داسې ځانګړتيا ده چې دَ دوي دَ جاذبيت او ښکلا سبب ګڼلې شي ځکه خو دَ اردو او فارسۍ ژبې شاعر اقبال دَ صنف نازک وجود دَ دنيا دَ تصوير رنګيني او ښکلی والی ګڼي وائي:

    وجود زن سے ہے تصویر كائنات میں رنگ
    اسي کے ساز سے هے زندگی كا سوز درون

    پښتنه ټولنه او پښتون قام پۀ دې حقله ډېر خوش قسمته دی چې کۀ يو خوا ته دې خاورې داسې زلمي او قهرمانان پېدا کړي چې دَ پښتون قام او پښتنې خاورې خلاف راپورته کېدونکي دَ هر دښمن او هر سازش پۀ ضد لکه دَ اوسپنې دَ دېوال ولاړ پاتې شوي دي او دَ قام غېرت او ناموس يې برقرار ساتلی دی نو بل خوا ته يې داسې قهرمانانې غېرتنمې پښتنې هم زېږولي دي دَ چا له غېږې نه چې دَ خپل وخت پياوړي جنګيالي، نوميالي قهرمانان رالوئي شوي او دَ دښمن هره حمله يې پۀ شا تمبولې ده ـ دَ دې خاورې تاريخ دَ نازو انا، زرغونه انا، او دَ مېوند دَ ملالۍ نه واخلې دَسوات دَ ملالۍ پورې يو شمېر نورې ډېرې پتمنې او غېرتي پښتنې پېدا کړي چا چې دَ خپل وخت دَ ظلم او جبر او دَ بهرني يلغار او يرغلونو خلاف دَ خپل وس او استعداد مطابق خپلو مزاحمتي هڅو ته دوام ورکړی دی او دَ تاريخ پۀ پاڼو کښې يې ذکر پۀ ځلانده ټکو سره شوی دی او کېږي لګيا دی ـ
    دَ شعر و ادب مېدان کښې هم دَ پښتنو زنانه ؤ کردار دَ چا نه پټ نۀ دی ـ پښتنو زنانه ؤ وخت پۀ وخت دَ عصري تقاضو سره سم پۀ زړۀ پورې ادب تخليق کړی دی او دَ پښتو ادب پنګې کښې يې ګټورې اضافې کړي دي ـ دَ خپل تانده قلم پۀ ذريعه يې دَ دې ټولنې دَ اصلاح، دَ پښتون اولس دَ بېدارۍ او بيا رغونې هڅې کړي دي چې پښتانۀ به پرې تل وياړي ـ پۀ نني مادي دور کښې چې هر ليکونکی او شاعر دَ خپل ضرورت، فايدې او شهرت دپاره لګيا دی ليکنې کوي يا دَ يوې خاصې ډلې دَ موقف پۀ تائيد کښې لګيا دی له کومې سره چې يې مفاد تړلي دي، داسې شاعران هم شته چې بې دَ څۀ لالچ او غرضه صرف او صرف دَ پښتون اولس دَ بېدارۍ او رغونې هڅې کوي، پۀ تباهۍ يې خفه کېږي او پۀ کاميابۍ يې دَ خوشحالۍ اظهار کوي او حوصله يې زياتوي ـ پۀ دغه رقم شاعرانو کښې يوه ليکونکې محترمه زرلښت حفيظ بشريار هم ده ـ دا خوږ ژبې شاعره، دَ پښتون اولس نبض شناسه ، پۀ پښتو او پښتنو مئينه، تکړه ليکونکې دَ هېواد خواخوږې او دَ قام پۀ دړد غمژنه دَ وطن نه لرې يو غربي هېواد کښې ژوند کوي ځکه نو دَ وطن نه دَ لري والي احساس، دَ هېواد غمونه، دَ جنګ غميزې، دَ اولس تکليفونو او دَ بې وسۍ دَ څړيکو ترجماني دَ خپل فن پۀ ژبه کوي او دَ دې دَ اظهار دپاره يې دَ شعر لاره خوښه کړې ده ــ
    زرلښته دَ يو حساسه ذهن لرلو پۀ وجه دَ خپل فن په ذريعه دا کوشش او هلې ځلې کوي چې ژوند دَ امن، راحت او دَ شرافت نه ډک انساني اقدارو په ذريعه مزين کړي. هغې دَ دې ښائست لاس ته راوړلو دپاره دَ يوې ناقلاره مرغۍ پۀ شان چغې سُورې جوړې کړي دي چې خپل هېواد وال دَ سولې او پرامنه ژوند پۀ افاديت پوهه کړي ـ هغه اولس دَ جنګ دَ تاوژن ماحول نه ژغورل، دَ غفلت لۀ خوبه رابېدارول،سولې طرف ته بوتلل او هغوي ته خپل پړقېدونکی ماضي ورښکاره کول خپل اولنی فرض او نصب العېن ګڼي لکه چې وائي:
    زما هدف خو ويښول دَ قام دي
    خپلو وعدو باندې وفا پښتو ده

    بدقسمته پښتون اولس دَ تېرو سو لسيزو راهسې دَ يو شمېر ستونزو او جنګونو سره مخ دی دَ کومو لۀ وجې چې دَ دوي پۀ زرګاؤ کاله زوړ تاريخ، کلتور، ثقافت او هېواد ته بې شانه زيان رسېدلی او لګيا دی رسي ـ زرلښته دَ ننني دور دَ هاغه کمو مګر پوهه او نبض شناسه ليکونکو او شاعرانو دَ صف شاعره ده څوک چې پۀ ښۀ او بد کښې فرق کولې شي او دَ قام پۀ نبض پوهه دي، څوک چې دَ خپلې زورورې شاعرۍ پۀ ذريعه خپلې ټولنې کښې دَ اخلاقي اقدارو دَ بيا رغونې او انسانيت دوستۍ سبق ورکوي او دَ نوي کُل دَ اصلاح او روزنې کار کوي او دا لوئي او مهم کار هغه دَ خپلې مشهورتيا يا دَ ميډيا دَ توجه حاصلولو دپاره نۀ کوي بلکې هغه دَ خپلو سترو اتلانو هغه هڅو او کوششونو ته دوام ورکوي کومې چې هغوي دَ خپل اولس دَ ترقۍ او پرمختګ دپاره پېل کړې وې لکه چې وائي :

    زۀ دَ نازو پۀ پله روانه يمه
    تصوير يې نۀ وۀ، نوم يې وۀ لېونی

    زرلښته هم دَ هغې ټولنې يو حساسه بنيادم دی پۀ کومه ټولنه کښې چې ژوند سلګۍ وهلې، تُوره تېرۀ خو قلم زنګ پاتی شوی، دَ ټوپک تېرۀ اواز خو پورته کېږي ولې دَ شپېلۍ پۀ غږ قدغن وي چرته چې کور کلي او ژبې خاموشه، ونې بوټي مړاوي، ګلونه او باغونه تالا ترغه شوي، ژبې ،موسمونه، ولې او ګودرونه وچ کړس شوي ـ چرته به چې پخوا لويو سيندونو چپې وهلې هلته سپېرۀ ايرې والوتې، پۀ کومه زمکه به چې بارانونه ورېدل هلته اور اوورېد،ښايسته ابادۍ ورانې شوې او کهنډرې جوړې شوې، چرته به چې جونو يو بل پۀ سرو ګلو ويشتل هلته دَ ګولو او بمونو ګوذارونه وشو او چرته نه چې ژوند کډه وکړه دَ زرلښتې شاعري پۀ هغه خاوره دَ سولې او امن دَ سپينې کوترې چورلکونه غواړي هغه هاغه زاړۀ منظرونه لټوي چرته به چې ژوند حقيقي سکون او ارام موندۀ او چرته چې دَ هغې دَ ماشوالي يادونه دفن دي ـ هغه دَ دې تاوژن چاپېرچل او لمبه شوي هېواد دَ خلقو دَ جذباتو او احساساتو ترجماني کوي او دَ هغې فرياد دَ هغې دَ شعر پۀ ژبه څۀ پۀ دا رنګ مخې ته راځي :

    ميرات شې جنګه څنګه زړۀ باندې مې غم تېروم
    دَ ژوند ګړۍ مې پۀ سلګو او پۀ ماتم تېروم
    دلته چوپتيا ده دلته زړونو کښې سازونه نشته
    زرلښت دَ ځان سره مشغوله مجلسونه نشته

    يا دا:

    زۀ دَ ښکليو دَ کاکل يو سپين ګلاب
    تا ستي کړمه دَ جنګ پۀ لمبه ګۍ

    هغه دَ جنګ دَ نقصاناتو نه ښه خبر ده ځکه چې هغه خپله دَ جنګ دَ غميزو ښکار ده ـ دَ ټولنې دَ يو حساسه وګړي په طور هغې دا هر څۀ ډېر لۀ نزدو نه محسوس کړي او ليدلي دي ـ هغه پۀ دې پوهه ده چې جنګ صرف او صرف بربادي لري، جنګ چرې هم دَ مسئلو او ستونزو حل نۀ دے، جنګ صرف کونډې رنډې، يتيمان، مات ګوډ، پرهر پرهر نيمګړي وجودونه او بې سر و سامانه مهاجر انسانان زېږوي چې لې پۀ لې او در پۀ ديکه لۀ خپل هېواد نه نورو نااشنا هېوادونو ته مخه کوي او لويو غميزو او شخړو سره مخ کېږي ـ ځکه هغه دَ سولې پۀ انتظار او هيله ده او دَ ټولې نړۍ دَ انسانانو دپاره دَ سولې سوال او خواست کوي :

    سوله دَ نړۍ هر يو انسان غواړي
    سوله دې وطن ته هر افغان غواړي
    سوله ده جنګونو ته دَ پاې ټکی
    دا سوي باغونه يو باغوان غواړي

    يا

    چې دَ اسيا پۀ زړۀ کښې وکړي پرواز
    زرلښت دَ سولې سپين کوتر يادوي

    خپل اولس او خپلې خاورې سره مينه، دَ ټولنې دَ خرابو احساس، دَ اولس غم دړد محسوسول، دَ مسافرۍ جذبات او دَ وطن دَ بيا ودانۍ عزم دا ټول کېفيات دَ دوي دَ شاعرۍ پنګه ده ـ لهجه يې دړد نه ډکه، همدردانه او مخلصانه ده چې پکښې دَ ژوند ترخو لمحو او ستونزو يو سوز او تاثير پېدا کړی دی دَ دوي دَ لهجې تازګي او خود اعتمادي لوستونکی ځان پله راکاږي ـ دَ زرلښت اواز دَ نن اواز دی قام چې نن دَ کومو ستونزو، حادثو او پېښو سره مخ دی دا اواز دَ دغې پېښو دَ دړد او سوز نه راپورته شوی اواز دی ـ

    ما دَ ژوند بهار ونۀ ليدو هېڅکله
    تړمو اوښکو سرو لمبو کښې اموخته يم

    پۀ کومه ټولنه کښې چې ژوند کول ګران شي ، چرته چې دَ مکر و فريب او رياکارۍ پړدې راخورې شي او دَ سپينې کونترې ځائی ورک شي او چرته چې دَ بارودو بوئي فضا الوده کړي او نښترې او چينارونه لمبه شي نو بيا دَ معاشرې دَ داسې حالت پۀ ليدو دَ هر حساس زړۀ او دماغو لرونکی پۀ چغو چغو دَ خلقو پۀ رويو تنقيد شروع کړي ـ زرلښته داسې ماحول کښې کله چپ پاتې کېږي هغه دَ مثالونو او علامتونه نه کار نۀ اخلي بلکې پۀ ساده او روانه لهجه کښې دَ حالاتو تريخوالی او سنګيني بيانوي او دَ ازادۍ خواهش څرګندوي ـ هغه دَ خپلې ازادۍ دَ اظهار کولو نه هېڅکله نۀ ويرېږي او هرې قربانې ته غاړه ږدي :

    کۀ دَ سر پۀ بيه کېږي قربانۍ ته يم ولاړه
    ازادۍ باندې مئينه حماسه مې کړه پښتو ته

    د زرلښتې دَ شاعرۍ د ټولو نه لوئی او اهم اړخ د هغې د مسافرۍ، هجر او غريب الوطنۍ له احساسه زېږېدلې، له درده ډکې هغه نغمې دي چې يو خوا پکښې د وطن نه د لرې والي شدت او مينه څړيکې وهي بل خوا پکښې دَ وران وطن دَ بيا رغونې ارمانونه موجزن دي او دغه هر څۀ هغې په دومره دردېدلي انداز او صداقت سره په خپل شعر کښې ځائی کړي دي چې د هغې شاعري پرې په دغه حواله نوره هم پارونکې او زوروره شوې ده دَ مثال پۀ توګه دَ يو نظم دا ښائسته بېتونه:

    ما سرې اوښکې تويولې
    ما سلګۍ سلګۍ وهلې
    خپل وطن مې يادولو
    لۀ زړګي مې وينې تللې

    يا دا شعرونه چې دَ وطن نه دَ لري والي احساس پکښې پۀ ډېر ښۀ شان ځائی شوی دے:

    لۀ هغه وخته چې زۀ اوسم رڼاګانو ښار کښې
    ما ته دَ ژوند هره لحظه پيکه پيکه ښکارېږي
    دَ ننګرهار دَ ګلو باغ هوا پۀ سر مې لګي
    پردی وطن راته زندان ، راته پنجره ښکارېږي

    هر څو کۀ شاعره دَ خپل کلي او وطن نه لرې يو ښکلي مغربي هېواد کښې دَ ژوند شپې سبا کوي او هلته مېشته ده ولې هغه هره ورځ دَ تخيل پۀ نيلي سَوره دَ خپل هېواد دَ کونډو رنډو، وږو تږو ماشومانو، غم ځپلي اولس او دَ کلي دَ خړو پړو کوڅو سېل کوي او دَ وطن مينه، دَ خلقو ويرونه فريادونه او دَ بې کچه مينې شدت دَ هغې پۀ شعرونو کښې يو سوز او تاثير لۀ وده ورکوي او هغه نوي کول او زلمو پېغلو ته دَ وطن دَ بربادۍ قيصه، دَ حالاتو سنګيني ، دَ اسلافو دَ مېړانو څهره دَ شعر پۀ ژبه مخې ته کوي او دَ هېواد دَ سردوباره دَ ودانۍ نصيحت ورته کوي :

    مټې ونغاړئ پرهار ته زخمي شوې پۀ ټټر يم
    نظر وکړئ ننګرهار ته زۀ ښايسته کابل کنډر يم
    نن پردي راغلي دلته چا ويشتلي پۀ ځيګر يم
    پېغورونو کښې راګېر يم دَ پردو دَ جنګ سنګر يم
    دَ احمد دَ ننګ کوډله زۀ خو تاج دَ خوشحال خان يم
    خپلو بچو لره غېرت يم زۀ ازاد افغانستان يم

    هغه دَ پښتون تاريخ دَ پاڼې پاڼې نه خبر ده او دا يقين يې پوخ دی چې پښتانۀ دَ هر قسمه ستونزو او مشکلاتو نه دَ بهر راوتو صلاحيت او همت لري ـ دَ هغې پۀ نيز پښتانۀ دومره کمزوري او ناتوانه نۀ دي چې دَ دې امتحان او ازمېښت نه به ونۀ وځي ـ هغه نوي کُول ته خپل شاندار ماضي مخې ته ږدي او حوصلې يې تودوي:

    ما ليدلي پښتانۀ کمزوري نۀ دي
    دَ تاريخ زرينو پاڼو کښې ښکاره شئ

    يا دا شعرونه چې اودې جذبې راپاروي :

    پاڅه پاڅه وزر ماتې مرغۍ پاڅه
    لکه باز بيا پۀ پرواز دَ پښتونخوا شه
    لرو برو پښتنو ته سوله راوړه
    هر قدم کښې دَ ړاندۀ دَ لاس امسا شه

    دَ برټرنډ رسلز وېنا ده چې څوک سياسي شعور نۀ لري هغه دې ځان ته شاعر اديب نۀ وائي ـ نو هرکله چې "رسلز" دَ يو عام ليکونکي دپاره دا ټکي پکاروي نو دَ زرلښتې غوندې يوه حساسه شاعره څنګه دَ سياسي شعور نه محرومه پاتې کېدې شي؟ هغه سياسي شعور هم لري او دَ خپلې نظريې او قام پرستې جذبې پرچار هم پۀ ډېر ښۀ شان کوي ولې دَ هېواد سياست نه کرکه کوي او دَ سياست پۀ نوم کېدونکې دغه ناوړې لوبې نه وېزاره ښکاري ـ هغه دَ خپل قام خدمت دَ خپل وس مطابق دَ خپل فن او خپلو سپېځلو جذبو پۀ ذريعه کوي ځکه چې هغه سياست دَ شېطانانو، خودغرض سوداګرو او حوس ناکو لالچي خلقو لوبه ګڼي:

    دَ سياست ډګر ته نۀ دانګمه ځکه
    هم بېزاره لۀ لعين او هر شېطان يم

    دَ زرلښت حفيظ شاعري دَ ژوند عکاسه، ترجمانه هغه هنداره ده چې پکښې دَ هغې رومانويت، مقصديت، پښتو، پښتونولي، قام پرستي او دَ دې خاورې دَ خوشبو سره سره پکښې دَ خپلو اسلافو اتلانو او مشرانو سره دَ زړۀ مينه څرګنده ده ـ دَ پښتون قام لوئی مبارز او ستر لار ښود خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان، پښتنو اتلانو او شاعرانواو دَ هغۀ دَ قافلې سُور پوشو خدائي خدمتګارانو ته پېرزوئينې ځائی پۀ ځائی دَ دوي شاعرۍ کښې پۀ نظر راځي:

    بيا دَ وياړونو ها سپين غر يادوي
    دَ "اسفنديار ولي" خېبر يادوي
    چې لر و بر پښتانۀ يو کړي سره
    بيا دَ "ولي" بابا ټبر يادوي
    دَ سر پړونی به جنډه کړي ورته
    فخر افغان دَ هوډ نظر يادوي

    يا

    بيا دَ غني دَ شعر ديوان سره موجونه وهم
    زۀ دَ ولي بابا ارمان اټک، خېبر يادوم

    دَ زرلښت شاعري، هېواد سره دَ بې کچه مينې، او خوږو يادونو شاعري ده چې پۀ لوستو يې دا تاثر رامخې ته کېږي چې دَ هغې پۀ نيز دَ بشريت، انسانيت او خاورې سره مينه دَ ژوند اصل نوم دی ـ هغه خپل هېواد کښې دَ سولې، سوکالۍ او خوشحالۍ داسې فضا جوړول غواړي چرته چې نۀ څوک ازارېږي، نۀ څوک ځورېږي چرته چې دَ فطرت حسن وي، سپرلی وي، ګلونه وي، دَ څوارلسمې دَ سپوږمۍ ځلا وي، پۀ هوا کښې خوشبوئي او دَ امن او سرور نشه خوره وي او دَ مينې کولو ټوله ازادي ترلاسه وي ـ چرته چې فطرت دَ خپل ټول حسن او ښايست سره ځلېږي، دَ نُور او سرور باران ورېږي، ولې او سيندونه نڅا کوي او دَ فطرت پۀ دې دلفرېبه او زړۀ پورې وادۍ کښې دَ دنيا غمونه او اذيتونه نۀ وي ـ دَ هغې شاعري پۀ رومانوي انداز کښې دَ قامولۍ، امن، مينې، او اشتراکيت يو ښکلی امتزاج دے. ژبه يې ساده، روانه او اسانه ده نظمونه او غزلې يې دَ زړۀ دَ وارداتو او دَ مينې محبت دَ مختلفو کېفياتو سپېځلې نمونې دي، او دَ خيال او فکر دَ ګلونو زړۀ راښکونکې ګلدستې دي:

    دَ غېرت وينا مې ګرځي پۀ رګو کښې
    دَ وطن مينه کښې سوې پروانه يم

    دَ زرلښتې ليکونه دَ هغې دَ تعميري سوچ او قام پرستۍ ائينه ده چې دَ هغې حب الوطني او دَ قام درد پکښې ښکاره دے. بشر دوستي،دَ نړۍ دَ ټولو انسانانو سره مينه او وسيع القلبي يې دَ شاعرۍ خدوخال دي او دَ ښۀ ژوند تېرولو سليقه او دَ ادميت او سړيتوب قرينه لري. بايد چې مونږ يې په شاعرۍ کښې دَ فن نه زيات فکر ته اهميت ورکړو او خپل عملي ژوند له ترې څۀ حاصل کړو چې دَ دې مقصدي او افادي شاعرۍ مقصد او افاديت دَ ټول انسانيت پکار راشي.
    دَ هغې شاعرى کۀ ځينې هُښيارو او پوهه نقادانو ته هر څنګه وښکاري خو دَ خپل وخت پۀ تناظر کښې يې لوستل ناګزير دي. زما پۀ خيال هغه يوه رومانی او پښتنه قام پرسته شاعره ده چې دَ خپلو قلبي وارداتو، احساساتو او جذباتو پۀ رَو کښې دَ خپل وطن او اولس دَ ساندې ساندې ژوندون سره سمه دَ غم او درد نه ډکه داسې شاعری کوي چې سوز او ګداز هم لري او دَ عصری غُښتنو څرک او درک پکښې هم لګي بايد چې دا وګړي او لوستونکي دَ هغې قدر وپېژني ـ

    زرلښت به پښتنو لره دَ سولې پېغام راوړي
    دا وخت او دا وګړي مې پۀ قدر نۀ پوهېږي



    دَ جنورۍ شپږ ويشتمه
    دَ اتوار ورځ
    کلے ، مردان 2014ء

    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    dier kha alaka (y)
    yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

    Comment


    • #3
      Dar bandey shabush jhi si.
      Even Adobe Photoshop can't change me.

      A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

      For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


      The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

      -Ferishta, 1560–1620

      Comment


      • #4
        She is not very versatile in the sense that she only writes about two subjects. Either peace or women. There is so much else out there that could and needs to be written about.

        "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





        Comment


        • #5
          Originally posted by DaZahroJaam. View Post
          She is not very versatile in the sense that she only writes about two subjects. Either peace or women. There is so much else out there that could and needs to be written about.
          These two subjects are of prime importance for pashtuns, and i like her coz she is focusing on these core issues and is not praising Stargey, Shundey, ao zulfey etc like other contemporary writers.
          Na soz sho na saaz sho,
          Bas hasy jwand tamam sho

          Comment


          • #6
            Nim pa nima ye urdu likaley.

            Comment


            • #7
              Ta Farsi oleeka kana!
              Na soz sho na saaz sho,
              Bas hasy jwand tamam sho

              Comment


              • #8
                Originally posted by jankhan View Post
                Nim pa nima ye urdu likaley.
                Urdu,Pashto and farsi today are inter linked languages

                Though Urdu today has even beaten the historic Persian literature.

                Hence Urdu in future always will have influence over pashto considering that majority of the pashtuns in afghanistan aswell as in pakistan knows urdu.

                While persian might be understood by Afghanistan pashtun but not by even 5% of pakistani pashtuns.

                So it is natural now to have urdu words in Pashto.
                "[B][SIZE="3"]Seer Speen Wazeer[/SIZE][/B]"

                Comment


                • #9
                  Originally posted by Yousafzai Pakhtun View Post
                  Ta Farsi oleeka kana!
                  lool The problem with us Pashtuns is when you try to point out something for improvement the others will attack you whether they are from Afghanistan or Pakistan. Please stop this childish behavior and try to understand what I have said.
                  I can't speak a single sentence of dari or farsi. But my point is a pashto writer should try his or her level best to write pure pashto rather than taking words from other languages for ease. Because a writing piece is a part of literature and a learning material for others.
                  And there is nothing wrong in rectifying owns mistakes, whether it me or you or any other person. Don't take it personal.
                  Thanks...

                  Comment


                  • #10
                    Originally posted by Da Bannu Mazdigar View Post
                    Urdu,Pashto and farsi today are inter linked languages

                    Though Urdu today has even beaten the historic Persian literature.

                    Hence Urdu in future always will have influence over pashto considering that majority of the pashtuns in afghanistan aswell as in pakistan knows urdu.

                    While persian might be understood by Afghanistan pashtun but not by even 5% of pakistani pashtuns.

                    So it is natural now to have urdu words in Pashto.
                    Yes but we should try to keep our language alive. This is not a wahabi idea so please don't take it on your nerves.
                    Thanks

                    Comment


                    • #11
                      People of Peshawar have commited atrocities against Pashto. They have made it a subdialect of urdu. Every conversation, every peice of writing, every monologue in peshawari pashto is criminal in its nature.
                      Last edited by Shamlawar Khurasani; 02-27-2014, 09:35 AM.
                      Originally posted by Firdousi
                      Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                      Comment


                      • #12
                        Originally posted by jankhan View Post
                        Nim pa nima ye urdu likaley.
                        The word highlighted in red that you have used in your piece of sentence is a persian word. Now you and shamlawsr set together and invent a so called pure pashto word to purify your language.

                        Janan, yaar, husn, hijr, wafa etc are words used in our poetry which are not pashto words. Do you people have substitute pashto words for it? You people only love to dream about what is not possible
                        Na soz sho na saaz sho,
                        Bas hasy jwand tamam sho

                        Comment


                        • #13
                          Originally posted by Yousafzai Pakhtun View Post
                          The word highlighted in red that you have used in your piece of sentence is a persian word. Now you and shamlawsr set together and invent a so called pure pashto word to purify your language.

                          Janan, yaar, husn, hijr, wafa etc are words used in our poetry which are not pashto words. Do you people have substitute pashto words for it? You people only love to dream about what is not possible
                          Brother brother its not a word finding competition. It was just a suggestion that for literature of any language one should try his level best to write pure language. No need to counter attack but try to find a solution how can we purify our language in writing and speaking.
                          Thanks

                          Comment


                          • #14
                            There are some words found in both farsi and pashto, this doesn't mean that pashto copied it from farsi. Both farsi and pashto belong to Iranian group of languages which means both languages are descended from one common language in the past. This is the main reason whereas to why there are the same words found in both languages. Unless there is clear evidence that one language borrowed from the other, we can't make outlandish claims.

                            Urdu and pashto will also have words common to both languages and again the reason is that they both belong to Indo-Iranian group of languages which are part of Indo-European language group.

                            Only experts on linguistics can know the origins of words based on real evidence.

                            Comment


                            • #15
                              Originally posted by jankhan View Post
                              Brother brother its not a word finding competition. It was just a suggestion that for literature of any language one should try his level best to write pure language. No need to counter attack but try to find a solution how can we purify our language in writing and speaking.
                              Thanks
                              Gulapa! We people of Pakhtunkhwa are using and writing in the same pashto as used by our great poets like Khushal Khan, Rehman Baba and Ghani Khan etc. Our Scholars and Poets/writers wrote literature in this language at a time when the court language of Afghanistan was Dari and most of the high officials including the King were couldn't speak Pashto. So stop pointing fingers at us. Taso ba oss pukhto ezda karey wee au tajrubey ba kawai but we have a long history wrora!
                              Na soz sho na saaz sho,
                              Bas hasy jwand tamam sho

                              Comment

                              Working...
                              X