نوې کال راغلې،په هر لوري خوشحالي ده
زمونږه بد نصيبـو جــنګ ذپلـــې زندګي ده
دنيا شوه نوې نوې، ارادې ئـي نـوې نـــوې
زمونږ زړه کـيـږدئ او د بـــادارو بندګي ده
دنيا ورته چمتو ده چې ابادې ســـيارې کړي
زمونږ د پښتنو په مقــــــبرو کې ابادي ده
دنيا په عيش و کوش ده معطره و خوشبويه
په مـــونږ را وريدلې د بارودو ګندګي ده
د نوي ګوند مشري ده، د لښکر سالار بدل شو
يو مونږ پکې ازاد نه شو هم هغه غلامي ده
د نن قاضي بدل دے د هر چا حق شي منلې
زمونږ په ايف سي ار کې ئي ليکلې خاموشي ده
د ژمي يخه شپه ده د باران شيبې هم راغلې
خيمه کې مې بيماره مور په کومي د مرګي ده
نن ساه هم په پيسو ده د ژوندون تيرول ګران دي
په دې ګرانه ګرانئ کې بس د وينې ارزاني ده
فيروزه داسې څوک دي چې دا خلق کړي په لاره
د جهل تورې شپو کـــې د ژوند ورکه رڼائي
فيروز افريدي

Comment