Announcement

Collapse
No announcement yet.

دَ شيرين يار يوسفزۍ دَ شاعرۍ نه انتخاب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دَ شيرين يار يوسفزۍ دَ شاعرۍ نه انتخاب






    ----------------------------------------------------------
    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

  • #2







    ----------------------------------------------------------
    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

    Comment


    • #3
      Gohar Khana Dar kha........da Jwanday da ?........shayer
      .....


      Comment


      • #4
        der khkulai sherona.....Tall Tannd wossi Gawhar sahib

        Comment


        • #5
          I really like,

          Pam, gora da stargo na me prenawzay
          stargo wa ta, toi okhka bia na razee

          very nice and gohar sahib is thanked for the nice pieces.

          Comment


          • #6
            ----------------------------------------------------------
            وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
            دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

            دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
            دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

            Comment


            • #7
              دَ وطن دعا

              اے دَ مېړنو وطنه! ښاد اوسې
              مونږ ته پۀ لحظه لحظه کښې ياد اوسې
              تۀ دَ نوم ناموس دَ لېونو وطن
              تۀ دَ توريالو او ننګيالو وطن
              تۀ ئې دَ غَيرت او دَ پښتو وطن
              ته ئی دَ لرغونو زمانو وطن
              څنګه چې ئی ياد دغسې ياد اوسې
              مونږ ته پۀ لحظه لحظه کښې ياد اوسې
              ستا دغه دنګ غرونه او اوږدې مَيرې
              لوې لوې دريابونه دې چپې چپې
              لويې ښاريې،کلی،وَړې بانډې
              ښکلی جوماتونه او درنې حجرې
              ډېر پرې ښائېسته ئې،پرې اباد اوسې
              مونږ ته پۀ لحظه لحظه کښې ياد اوسې
              ستا دې پۀ ځولۍ کښې خوشحالی اوسی
              ستا دې سمه،غرۀ کښې پسرلی اوسی
              ستا دې پۀ وقار کښې بلندی اوسی
              ستا هره ذره کښې دې مستی اوسی
              خداې دې غلام مۀ کا تل ازاد اوسې
              مونږ ته پۀ لحظه لحظه کښې ياد اوسې
              ستا پۀ مينه مست دې ستا زلمی وی تل
              دوۍ دې ننګيالی او بريالی وی تل
              ستا دې قبيلو کښې ورورولی وی تل
              سترګو دَ دښمن کښې دې ازغی وی تل
              بچ دَ کورنيّو لۀ تضاد اوسې
              مونږ ته پۀ لحظه لحظه کښې ياد اوسې
              اے دَ مېړنو وطنه! ښاد اوسې
              مونږ ته پۀ لحظه لحظه کښې ياد اوسې
              ----------------------------------------------------------
              وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
              دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

              دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
              دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

              Comment


              • #8
                دَ وطن پۀ حال
                دا دَ جنت جنت وطن کلے پۀ څۀ ورانيږی
                زما دَ ګل جانان چمن کلے پۀ څۀ ورانيږی
                پۀ نندارو چې سرزمين ې کړه وياړونه مدام
                دَ سر فلکو دَ لَمَن کلے پۀ څۀ ورانيږی
                پۀ سر بازۍ کښې ې ناؤياته داستانونه رقم
                دَ سربَکَفو دا مسکن کلے پۀ څۀ ورانيږی
                دَ آهو چشمو،پری رويو ،عنبر بويو مسکن
                پۀ ښائېستونو دا شته من کلے پۀ څۀ ورانيږی
                دَ ملغلرو،جواهرو خزانه بې بها
                دَ سيم او زر دغه زَيمن کلے پۀ څۀ ورانيږی

                زما دَ حال نه مې ماضی داسې پوښتنه کوی
                دَ ''شاه دوران'' ''مردِ آهن'' کلے پۀ څۀ ورانيږی
                دَ قندهار پۀ بمبارۍ او دَ احمد شاه ابدالی مسکن او مزار پۀ ړنګ کېدو ؤليکلے شو
                چاپ: افغان ګلونه 2004

                ----------------------------------------------------------
                وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                Comment


                • #9
                  دَ طالبعلمانو يوې غنډې له ؤليکلے شو

                  اے دَ پښتنو بچو! راپورته شۍ
                  بيا سره يو ځاې کړۍ لر او بر افغان
                  تاسو ته خَزِې دَ ابدالی ژاړی
                  تاسو نه وحدت او خپلواکی غواړی
                  ستاسو پۀ ماضی خو زمانې وياړی
                  اے دَ بريالو بچو راپورته شۍ

                  بيا سره يو ځاې کړۍ لر او بر افغان
                  جوش دَ قامولۍ پۀ ځان کښې راؤلۍ
                  جوړه کړۍ مستی، زولنې ؤشلوۍ
                  ان پۀ سر دَ دار هم ترپې ؤوهۍ
                  اے دَ مېړنو بچو راپورته شۍ
                  بيا سره يو ځاې کړۍ لر او بر افغان
                  تاسو به تر څو غلی پراتۀ اوسۍ
                  تاسو به تر څو اودۀ اودۀ اوسۍ
                  داسې به تر څو خوارۀ وارۀ اوسۍ
                  اے دَ ننګيالو بچو راپورته شۍ
                  بيا سره يو ځاې کړۍ لر او بر افغان
                  اے دَ پښتنو بچو! راپورته شۍ
                  بيا سره يو ځاې کړۍ لر او بر افغان
                  ----------------------------------------------------------
                  وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                  دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                  دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                  دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                  Comment


                  • #10
                    تۀ او زه

                    تۀ دَ سرو ګلو ، شنو باغونو شوقين
                    زۀ دَ مَيرو او دَ دشتونو اشنا
                    تۀ دَ وختونو دَ رنګونو شوقين
                    زۀ دَ حالاتو دَ نازونو اشنا

                    ستا پۀ محل کښې جوړ آهنګ دَ نغمو
                    زما جونګړه کښې ويرونه دَ غم
                    ستا پۀ ليمو کښې سور خمار دَ نشو
                    زما چشمانو کښې ډنډونه دَ نم

                    زۀ يارانه دَ تا کؤلے نۀ شم
                    دَ ژوند پۀ لار درسره تللے نۀ شم

                    ----------------------------------------------------------
                    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                    Comment


                    • #11
                      دَ يو ناوياته ښائېست پۀ باب

                      لۀ وجوده ئې دَ ګل ځوانی لوګے شه
                      دَ چمن سروې ئې ځار شه تر قامته
                      ځلاند مخ نه ئې سپوږمۍ هم حيا کاندی
                      ګورو زلفو ته ئې شپه ده ملامته
                      مستې سترګې، تکې سرې لۀ نشو ډکې
                      دَ کابل زرکې ورګوری لۀ حسرته
                      دا خوږې خوږې خبرې ئې شکرې
                      شی بلبله ورته ګونګه لۀ حَيرته

                      کۀ ياری ئې ملنګی ده زۀ ئې اخلم
                      ماته ښه ده دَ جهان لۀ بادشاهته

                      ----------------------------------------------------------
                      وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                      دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                      دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                      دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                      Comment


                      • #12
                        دَ کابل پۀ نوم.....!ا


                        اے کابله! دا پۀ کومې بلا ؤسوې
                        چې سره دَ خپل عصمت او حيا ؤسوې
                        سر تر پايه دې وجود ايره ايره دے
                        لکه تۀ چې دَ اسمان پۀ برېښنا ؤسوې
                        لوې خيبر او ستر بولان دې ننداره کړه
                        نۀ چې تۀ چرته کوم پټ او پنا ؤسوې
                        غر کۀ لوې وی نو پۀ سر ئې باندې لار وی
                        تنګ نظری وه کۀ مستی وه چې دا ؤسوې
                        هم راهانو درته واچؤل اورونه
                        پۀ هوس کښې دَ قدرت او دنيا ؤسوې
                        هم خواهان دې هم لمنې وهی اور ته
                        نۀ پوهېږم پۀ کوم تور او خطا ؤسوې
                        ستا کمال او استقلال لمبه، لوګے شوۀ
                        لۀ جماله تر جلاله صفا ؤسوې
                        څنګه اور وو، څۀ ئې تاو او څۀ ئې تپ وو
                        چې جملې دَ هرې غوښتې دعا ؤسوې

                        داسې اور دې دَ دښمنو پۀ کالۀ شه
                        څنګ چې تۀ پۀ بې دردۍ او جفا ؤسوې

                        ----------------------------------------------------------
                        وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                        دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                        دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                        دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                        Comment


                        • #13
                          خپل لرغونی هيواد(لراوبر)ته
                          ځار شمه دَ تانه،تۀ زما پښتونستان ئې
                          تۀ مې دَ نيکونو دَ غَيرت او نن نښان ئې
                          ستا پۀ نره خاوره پښتنې مور زېږؤلے يم
                          زۀ ئې پۀ سېزنی دَ پښتونوالی کلک تړلے يم
                          تورو،دَ نېزو پۀ شغاشنګ کښې لوبېدلے يم
                          توره پۀ مړانه خو لۀ غېږې پوهېدلے يم
                          ستا دَ دښمنانو سره ټول عمر به جنګ کؤم
                          داسې خو زۀ نۀ يم تل پۀ تا باندې به ننګ کؤم
                          خدائېګو کۀ پرواه دَ شاجهان يا دَ اورنګ کؤم
                          زۀ يم سربکفه،سربازۍ وَته غورځنګ کؤم
                          سر به لۀ تا ځار کړم تۀ پۀ ما لۀ سره ګران ئې
                          تۀ مې دَ نيکونو دَ غَيرت او نن نښان ئې

                          دا چې ځاې پۀ ځاې دې پۀ رېګونو کښې خاپونه دی
                          دغه زغلؤلی مې دادا دَ جنګ اسونه دی
                          دا چې دې پۀ تړو او کَمَرو کښې خرپونه دی
                          دا مې دَ بابا دَ تېرۀ تورو ګذارونه دی
                          دلته کښې ګډ شوی دَ يونان دَ فوځ هډونه دی
                          دلته کښې مات شوی دَ مغلو لښکرونه دی
                          څو کۀ دی راغلی،تنبېدلی يرغلونه دی
                          ستا پۀ ننګ ناموس باندې مو تل اېښی سرونه دی
                          تۀ مو دَ نرتوب او مېړنتوب ځلند داستان ئې
                          تۀ مې دَ نيکونو دَ غَيرت او نن نښان ئې

                          ستا پۀ دې مړه زمکه به مې سرې وينې ترمکيا کړمه
                          زۀ به يو ځل بيا هغه مستی ورکښې پيدا کړمه
                          لر او بر به دواړه سره غېږ پۀ غېږه بيا کړمه
                          بيرته پکښې جوړه به هم هغسې ښکلا کړمه
                          ستا په جوماتونو کښې به داسې اذانونه کړم
                          بيا به دې يو صف کښې دا خوارۀ وارۀ قامونه کړم
                          ستا شاړو حجرو کښې به زۀ داسې اوازونه کړم
                          بيا پکښې جرګه به دا تپې او دا خېلونه کړم
                          څو چې زۀ ژوندے يم تۀ به ؤلې سرګردان ئې
                          تۀ مې دَ نيکونو دَ غَيرت او نن نښان ئې
                          ځار شمه دَ تانه،تۀ زما افغانستان ئې
                          تۀ مې دَ نيکونو دَ غَيرت او ننګ نښان ئې

                          ----------------------------------------------------------
                          وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                          دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                          دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                          دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                          Comment


                          • #14
                            دعا

                            واک دَ ژوند مې خپل زما کـړې
                            حال مې واخلې، ماضی راکړې
                            لـر او بـر مـې ټـول ښـکلا کـړې
                            پښتـانـــۀ يـاران پخـــلا کـــړې
                            تــربګنــۍ لـــۀ مينځـه يوســـې
                            ټـول يـــو موټے يو صـــلا کـــړې
                            دَ وطــــــــن هــمـــــــه وګـــــــــړی
                            دَ يــــو بــل دَ درد دوا کــــــــــړې
                            شملـــې جګـــې، تـاو برېتــونه
                            حجـــرې ډکــې پرېنــه بيـا کړې
                            دې خېلــونــو ، دې تپـــو نـه
                            دَ هر غـم قاصـد پـۀ شـا کـــړې

                            هـــــر بچــے زمـــا دَ خـــــــــاورې
                            دَ خپـــــل دَؤر احمــــدشـا کــړې

                            ----------------------------------------------------------
                            وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                            دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                            دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                            دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                            Comment


                            • #15
                              تړون
                              دغه هسې رنګله ګل
                              خوشبو دار هم خوشنما
                              پۀ کاروان کښې دَژوندون
                              هم جرس او هم رڼا
                              خاورې هم شی تر خوازَر
                              هسې دم ،هسې کيميا
                              رغاوے دَ تن اوروح
                              يو دوا او هم دعا

                              ----------------------------------------------------------
                              وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                              دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                              دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                              دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                              Comment

                              Working...
                              X