Announcement

Collapse
No announcement yet.

دَ شيرين يار يوسفزۍ دَ شاعرۍ نه انتخاب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #31
    تخيل
    تـخـيـل مــې لــکــــــه بــاز دے
    بـلــنــدۍ کښـــې ئــې پــرواز دے
    لــۀ هــــر بـــاده، هــــر طــــوفـــانــه
    هســې رنــګ لـــه بـــې نـيـــاز دے
    دَ بـــاتــــور هســــې تُــــورزنـــے
    پَـر او پنجـــه کښـــې ممتـــاز دے
    پــۀ تـورتــم دَ شپـــه کښـــې وېـنــى
    دے يَـــو هــغــــه نظـــربـاز دے

    مُــســتـحـــق دَ بــــلا داد دے
    ســزاوار دَ هــر اعـــزاز دے

    ----------------------------------------------------------
    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

    Comment


    • #32
      هغه اَو زۀ
      هغـه زلفــې چــې څڼــۍ کا
      پکښــې وُټـومبــى ګُلاب
      هغه سترګـې چې کا تـورې
      پکښـې کښېنــوى قصـاب

      هغــه غْــوَړې تـازه شـونـډې
      پکښـې خـونـد پټ دَ کوثـر
      لا بــاده چـــې پـۀ پيالـــه کا
      پکښې ډوب کا مست نظر

      بيا کوم شان دے او کوم ځان
      څـــۀ تـوبـــه ده، څـــۀ ايمـــان

      ----------------------------------------------------------
      وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
      دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

      دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
      دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

      Comment


      • #33
        دَ بُلبُل ناله
        (دَ يو اشنا په تلين)
        دَ خــاطـــر بـلـبـــل آزار شــــۀ بـهــــار لاړو
        ډک دَ ګـــل دَ خنـــداګــانـــو سهـــــار لاړو
        لکه باد چې پۀ مخ راشى ځېنې تېر شى
        ؤلـــې دا چــې هسـې ډېـر پـۀ رفتــار لاړو
        مـا چــې طمــع دَ يــارۍ ئــې تــر ابد کــړه
        هغــه يــار دَ يــو ساعـــت پــۀ اتـبـــار لاړو

        مــا پـــۀ اوښـکـــو مـلـغـلـــرو بـه پـېــرلـــو
        څـومـــره سِـهــل دَ دُنـيـــا پـــۀ بـــازار لاړو
        اوس نغمه کۀ پۀ خلۀ راشى خو ناله شى
        چې مطــرب اشنــا لـۀ چنـګ و ستـار لاړو

        دَ هـمـزولـــو دَ ټـولــى نـو څـــۀ سيـالـى ده
        چــې ئــې خـاورو لــره ګُــل دَ دستـــار لاړو

        ----------------------------------------------------------
        وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
        دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

        دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
        دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

        Comment


        • #34
          حالات او باؤر

          تـۀ دې نـاز کـړې پۀ جمـال
          زۀ غـــره يـــم پـــۀ جــنــــون
          زۀ قـــائـــل يـــم دَ وصـــــال
          تـۀ خــوښېـږې پۀ بېلتــون

          تــۀ اختـــه پـۀ تغـافـــل
          زۀ لګيــا يـم پـۀ پـاڅـــون
          تۀ دې ياد پۀ خور کاکل
          زۀ موسوم يم پۀ تړون

          څـــو کـــۀ بيلـــه لـــرې لار
          تا به ځـان ته کـړم همـکار

          ----------------------------------------------------------
          وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
          دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

          دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
          دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

          Comment


          • #35
            وطنه -----خو!ا
            درست عالم به در حَېران کړم
            تا به ټول ودان ودان کړم
            دَ تا دشتې دا مَېرې به
            زۀ ښَېرازې ګُلستان کړم
            دا چَنې او دا کوڅې به
            زۀ دې ښادې پۀ جهان کړم
            تا به زۀ جانان جانان کړم
            تا به زۀ جنت نشان کړم


            خو دا خپل دَ قام وګړى
            لۀ هر خوا راته بدخوا دى
            څوک دَ لاس نه مې رانيسى
            څوک دَ پْښو نه مې راکاږى


            ء

            پۀ ما ګران لۀ خپله تنه
            اے زما خوږه وطنه!
            دې علت سره پۀ جنګ يم
            خپل هيت نه چې پۀ څنګ يم
            کۀ پۀ ژوند ترې نه اوزګار شم
            ګڼه ستا هلۀ پکار شم
            نو کۀ خاندې او کۀ ژاړې
            دَ سر خَېر به راته غواړې

            ----------------------------------------------------------
            وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
            دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

            دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
            دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

            Comment


            • #36
              دَ استعمار دلال ته

              تۀ ملګرے دَ يرغل
              زۀ ملا تړ مې دَ خپل ټل
              تۀ يې غل دَ غلو تر څنګ
              زۀ يم ساد دَ سادو مل

              تۀ پرچار دَ اطاعت
              زۀ نغمه دَ بغاوت
              تۀ سبق دَ غلامۍ
              زۀ ټپه دَ حريت

              تۀ دې خپله نيوه لار
              زۀ به خپل کومه کار
              ----------------------------------------------------------
              وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
              دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

              دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
              دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

              Comment


              • #37
                رڼه اوښکه دَ پښتنې لَېلا پۀ نوم

                چې به شته شى کۀ معدومه
                ما ته هېڅ نۀ ده معلومه
                ستا لۀ ياده زېږېدلې
                توره شپه وه دَمه شومه
                واخله غېږ کښې دَ شفقت ئې
                رڼه اوښکه ده ماشومه
                مګر ښکل ئې هم پۀ خيال کا
                دا معصومه پۀ خْوْلۀ اُومه
                دا مې تا ته کړه منسوبه
                ستا پۀ نوم به شى موسومه
                لکه ما هسې بې نُومه
                خداىْ دې نۀ کا څوک محکُومه

                ----------------------------------------------------------
                وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                Comment


                • #38
                  ساس
                  دَ يــارانـــو تــړون غــــــواړو
                  مــدام مــرګ دَ بېلتــون غــواړو
                  دَ مرګ کُــومـى کښـې هم ياره
                  سرګرمــى دَ ژونــدون غــواړو
                  دَ جـــرس پۀ هــر يو غـــږ کښې

                  نوے نوے پاڅــــون غـــــواړو
                  دَ ښائېسـت همــه شهـــرت لـــه
                  يـــو هنـــګام دَ جنـــون غــــواړو
                  اننګــــــو دَ ''نن سبا'' کښې

                  بيــا سُـــرخــى دَ پــرون غــــواړو


                  شيرين ياره! پۀ هـــر حال کښـې

                  َمګـر خېـــر دَ پښتـــون غــــواړو
                  ----------------------------------------------------------
                  وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                  دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                  دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                  دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                  Comment


                  • #39
                    ماته ياد شی اے وطنه
                    ماته ياد شی او وطنه ----------------همه تېر زاړۀ وختونه
                    زما زړه باندې پراتۀ دی------------- هغه ډېر خواږۀ يادونه
                    هغه زۀ چې يو ماشوم وم
                    زۀ به پروت وم پۀ ځانګو کښې
                    پۀ ځولۍ کښې کله ترخ کښې
                    ډېر پۀ ناز او پۀ نخرو کښې
                    ماته مور به الله هو وې
                    دَ اواز خوږو چپو کښې
                    خور او ورور للې للو وې
                    ترنم او پۀ نغمو کښې
                    لۀ دې پس شوم پۀ خپوړو
                    او بيا ساه راغے پاپو کښې
                    ما وهلې به بيا منډې
                    ستا پۀ پولو پۀ پټو کښې
                    پۀ تکل دَ تاروګو به
                    ګرځېدمه پۀ واخو کښې
                    يا مشغول به ووم پۀ لوبو
                    چرته ګټو پۀ ټيکرو کښې
                    چې رابره به سپوږمۍ شوه-------- ماغوښتل به ترې ممونه
                    پټ پټوڼی نه دَ ستورو ------------اخستل به مې خوندونه
                    ماته ياد شی اے وطنه --------------همه تېر زاړۀ وختونه
                    زما زړۀ باندې پراتۀ دی ------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
                    ستا پۀ کلو پۀ بانډو کښې
                    هلکان چې به ټولګی وو
                    پۀ رنګ رنګ له هغه لوبې
                    ښۀ پۀ درز به ماښامی وو
                    يا به لوبه وه دَ سيو
                    ښۀ تاو شوی به لنډی وو
                    يا به لوبه مو دَ پاڼې
                    يا انګۍ کښې به ملی وو
                    يا جور کړی ې وادونه
                    دَ ګوډۍ او ګوډاګی وو
                    هم ې لوبې دَ موسَيّو
                    پۀ چيندرو کؤې الګوډی وو
                    يا داوونه پۀ ميرګاټو
                    ''يا ونی'' او ''دووَنی''
                    چې به جوړ شو پۀ حجره کښې --------دَزلمو دوه طرفونه
                    يا دَ مخې ګوزارونه ---------------يا ټيکونه، اکوړونه
                    ماته ياد شی اے وطنه -------------همه تېر زاړۀ وختونه
                    زما زړۀ باندې پراتۀ دی ------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
                    هغه ستا پۀ للمو،دشتو
                    چې به راغلۀ بهارونه
                    ټوکېدلی به غانټول وو
                    او لاله هم سرۀ مخونه
                    کله شين کله باران به
                    ځانله ځانله ې خوندونه
                    کۀ به جوړ دَ بودۍ ټال شو
                    دَ قدرت؛جمع رنګونه
                    هم اباد دې ګودرونه
                    مستې جونه قطارونه
                    پۀ ترخونو کښې منګی ئې
                    پۀ يو بل باندې ټېلونه
                    يا پۀ سيند کښې شازلميانو
                    چې پۀ مټ به کړۀ جالونه
                    پۀ مهيانو پسې چَړ کښې
                    پۀ څپياکو ګوزارونه
                    چې سيند غاړې ته پۀ اوړی-----------اچول به مو سپرونه
                    پۀ چپو کښې به تارۍ وې------------ تش بازو او شنازونه
                    ماته ياد شی اے وطنه ---------------همه تېر زاړۀ وختونه
                    زما زړۀ باندې پراتۀ دی -------------هغه ډېر خواږۀ يادونه

                    ----------------------------------------------------------
                    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                    Comment


                    • #40
                      هر ماښام هغه مابڼ ته
                      دَ مارغانو تلۀ سېلونه
                      پۀ اسمان کښې به روانې
                      هغه زاڼې قطارونه
                      پۀ بېلو کښې سرخابانو
                      چې به ونيؤل ناوُونه
                      پۀ ميره کښې چې به خراړو
                      راچېړل دَ زيل سُرونه
                      دَ طوطيانو،ښاروګانو
                      پۀ هر بڼ کښې اوازونه
                      دَ زرکانو ،طاؤسانو
                      هغه کړيکې او چړَ کونه
                      يا لۀ جاړو ترنګؤل چې
                      تاروګانو خپل تارونه
                      پۀ نارو به وُو تنزری
                      دَ مړز پِچ پړَ کونه
                      چې نغمې وې دَ بلبلو----------دَکوئل خواږۀ کُوکُونه
                      څنګه ډک وُو لۀ سروده-----------سحرونه،ماښامونه
                      ماته ياد شی اے وطنه----------هغه تېر زاړۀ وختونه
                      زما زړۀ باندې پراتۀ دی--------هغه ډېر خواږۀ يادونه
                      هغه دنګ او اوچت غرونه
                      تر اسمانه ئې سَرونه
                      پۀ لمن کښې ئې غوزان وُو
                      پۀ سرونو نخترونه
                      ګرځېدل ئې سردرو کښې
                      دَ زمريانو کنډکونه
                      دانګېدلې غرڅنۍ به
                      شړړېدل به ابشارونه
                      پۀ هوا شيکری،باښې وې
                      پۀ غوټو به وُو بازونه
                      خزندو او درندو نه
                      سوړې ډکې هم غارونه
                      دمه شپه کښې راؤښکل به
                      شرمخانو اوازونه
                      پړقېدۀ به اورَ کی-هم
                      دَ پېريانو لاټينونه
                      چې جهان پرې ښائېسته وو-----------دَفطرت بلا رانګونه
                      زما سترګو کښې ځَلېږی-----------دَ حيات واړه عکسونه
                      ماته ياد شی اے وطنه--------------همه تېر زاړۀ وختونه
                      زما زړۀ باندې پراتۀ دی------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
                      هغه موج اماج دَ زمکو
                      دَ هرچا زميندارې وې
                      پرې اباد وُو ارټونه
                      دَ هرچا قلبې،جوړې وې
                      دَ اسانو او غويانو
                      جوړ زغلونه او مېلې وې
                      ښۀ چيکار چيکار کندوان وو
                      ښې پرېوانه به غلې وې
                      وو محدود ضرورتونه
                      پۀ توڼۍ کښې څو توښې وې
                      بې ضَرر دَ خاورو لوښی
                      کۀ دوڼۍ،کټوۍ،کاسې وې
                      يو توشک،يوه شړۍ وه
                      کڼاوې وې او پڼې وې
                      دَ ژوندون اوږې وې سپکې
                      ملازې وې نۀ نخرې وې
                      چې پۀ لو او پۀ غوبل به----------------لګېدلی اشرونه
                      دَ يو بل پۀ کار راتلۀ به------------وُو دا هسې عالمونه
                      ماته ياد شی اے وطنه------------همه تېر زاړۀ وختونه
                      زما زړۀ باندې پراتۀ دی----------هغه ډېر خواږۀ يادونه
                      هغه ډکه به حجره وه
                      سره ټول درانۀ پګونه
                      ښې درَنې درَنې کاټۍ وې
                      ښۀ دراز دراز قدونه
                      پۀ پټکو کښې شملې لکې
                      پۀ څنګ تورې،ټوپکونه
                      ګرځېدل به تاو برېتونه
                      دَ غَيرت او ننګ مړونه
                      پۀ جرګو هَوارَول ئې
                      ټول خندونه، جنجالونه
                      لاس پۀ نام ورته کسبيان وو
                      پۀ چکر ئې چېلمونه
                      ماسخوتن به دَ زلميانو
                      پۀ حجرو کښې محفلونه
                      دَ منګی هغه ټنګونه
                      پۀ رېلو ئې ربابونه
                      چې دَ خوند او دَ وقار وو------------ښکلی واړه ساعتونه
                      مينه مينه ورورولی وه--------------کشالې وې نۀ جنګونه
                      ماته ياد شی اے وطنه---------------همه تېر زاړۀ وختونه
                      زما زړۀ باندې پراتۀ دی------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
                      ----------------------------------------------------------
                      وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                      دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                      دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                      دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                      Comment


                      • #41
                        دا زۀ چُوز چې خدائې هما کړم ....................بيـا وَ مـا تـه لـوړ پـرواز څـــۀ
                        دې نـظـــر، پنجـــو او پـر تـه.....................کـوم باتـور او کټـه بـاز څـــۀ

                        لا مـې نـور هســـې الـــوت وے................... دَ سپوږمـۍ، ستـورو نـه بـره
                        چـې را لانـدې هـر رفعــت وے....................دَ اسمــــان تــر هاغـــه ســـره

                        زمـا عـزم بـې بـس نـۀ وے
                        زۀ بنـدی پـۀ قفـس نـه وے

                        ----------------------------------------------------------
                        وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                        دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                        دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                        دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                        Comment


                        • #42
                          دَ شيرين يار وړومبے کتاب چاپ 2004


                          دَ شيرين يار دويم کتاب چاپ 2006


                          ----------------------------------------------------------
                          وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                          دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                          دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                          دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                          Comment


                          • #43



                            ----------------------------------------------------------
                            وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                            دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                            دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                            دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                            Comment


                            • #44
                              Originally posted by murad afghan View Post
                              مراد افغانه ! يو جهان مننه
                              ----------------------------------------------------------
                              وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                              دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                              دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                              دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                              Comment


                              • #45

                                نظم دَ رڼا تور ........ شيرين يار يوسفزۍ دَ زروبۍ
                                چاپ مياشتنۍ ليکوال ستمبر 2006 ، ډاکټر نجيب لمبر
                                ----------------------------------------------------------
                                وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
                                دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

                                دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
                                دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

                                Comment

                                Working...
                                X