پېغله
اجمل خټک
زېږېدنه: ١٩٢٥ء
مړينه: ٨ فروري ٢٠١٠ء
هلته د نمر وړومبنۍ څيره راخته ښکارېده
دلته له باغه پلوشه چې راوته ښکارېده
هغه د شين اسمان د نمر يوه بېباکه شغله
دا د پښتو د پېغلتوب يو حياناکه شغله
هغې چې ټول جهان ته وکتل خندا ئې وکړه
دے چې يو زۀ په نظر راغلم هم حيا ئې وکړه
خدائېګو زما په ځائې کۀ حور وے زېرېدلې به وې
کۀ احساس ګل وې دغه ګل نه شرمېدلې به وې
پټه پړوني کښې د حورو پېغلتوب وه جينۍ
لکه په خوب کښې د جنت د وږمو خوب وه جينۍ
دا نغښتې څانګه د مستۍ نه زنګېده راتله
لکه نشه د سرې پيالۍ نه ښکارېده راتله
د زرکې تګ ئې د پېنزېبو انګازې هېرې کړې
لنډ قدمونو ئې د زېر او بم پردې هېرې کړې
د زړۀ درزا مې دلته جلته ساه راښکلې شوله
چې دا مې خوا کښې تېرېده نو ساه نيولې شوله
يوه لمبه ده د نشو چې بس اوړل کوي
پوهيول نشته ده جادو حېرانول کوي
يوې ټوکرۍ کښې د رامبېل چامبېل ګلونه اوړي
د بېګانو ستورو نه پاتې څيرې زړونه وړي
ګلان ټوکرۍ کښې ئې پرېکړي سر تازه ښکارېږي
د ګلو ميره معلومېږي څوک غنچه ښکارېږي
زړۀ په حملو نظر لېواله چې د چا ده جينۍ
څوک ده او څنګه ده؟ والله چې معما ده جينۍ
د ګلو باغ کښې ده سحر سبا باغوانه به وي
ګلان ټوکرۍ کښې خرڅولو ته روانه به وي
له ګل غوټو به چا خوږو ته امبېلونه جوړ کړي
ملالې سترګې به ئې زړونو کښې داغونه جوړ کړي
لکه د زرکې په مهين د خوند رفتار کوي
ګله چا ګلو ته وړي تلوار کوي
خو نه له کلي په څنګ تېره شوه باغوانه نۀ ده
هاغه ده شاړې ته ورځي په چا هريانه نۀ ده
چال ئې څۀ بل غوندې شو نور ګړندۍ شوه غوټۍ
په شا شا ګوري څۀ شک منه غرسنۍ شوه غوټۍ
د تګ ټالۍ ئې د بې وسه زړۀ درزا ښائي
لېونے چال ئې د مئين د ديدن غلا ښائي
دا محبوبا ده چا مئين ته ځي ګلونه وړي
په غلچکو کتو کښې خوار ته تندرونه وړي
پرۍ له ډېرې لېوالۍ نه سرګردانه ښکاري
لاره ئې پرېښوله قبرونو ته روانه ښکاري
جوړ مينجوره ده بابا ته ئې ګلونه راوړل
په ختي ورځ ئې خپلې سترګې مشالونه راوړل
نه تنکۍ پېغله ځي پابا ته د ښۀ بخت دپاره
ګلونه وړي د چا د مينې د محنت دپاره
په نرمو ګوتو به بابا باندې ګلونه کېدي
ورته پرانستي به نيمګړي ارمانونه کېدي
يوه د مينې باډيوه ده چې خزو کښې ګرځي
لکه د حورو خوب راغلې وي ژوندو کښې ګرځي
هاغه ده ودرېده راپرېوته خوره وره شوه
ګلونه مخکښې ګل دلۍ لاړه ذره ذره شوه
د يو خړکي قبر دپاسه دردانه پرېوته
په ودۀ بخت دا د پېرونو خزانه پرېوته
رامبېل چامبېل خوارۀ وارۀ څۀ لر څۀ بر پراتۀ
په يو خزه مهين وېښتۀ د دې د سر پراتۀ
لېوالې پېغلې وۀ د نوي قبر څنګ نيولې
د مرګ بادې وۀ د ژوندون د نشو رنګ نيولې
ما وې چې چغې به کړي ژاړي به تراخۀ به وائي
زړۀ په درزا شو چې خلۀ پرانيزي نو څۀ به وائي
پېغلې ګلونه په سينه قطارول قبر ته
په ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبر ته
شهيده! خور دې په ګولو سورے ټټر نه قربان
چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان
خدايه سپرلے کړے چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا
د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا
(د غېرت چغه نه ماخوذ)
اجمل خټک
زېږېدنه: ١٩٢٥ء
مړينه: ٨ فروري ٢٠١٠ء
هلته د نمر وړومبنۍ څيره راخته ښکارېده
دلته له باغه پلوشه چې راوته ښکارېده
هغه د شين اسمان د نمر يوه بېباکه شغله
دا د پښتو د پېغلتوب يو حياناکه شغله
هغې چې ټول جهان ته وکتل خندا ئې وکړه
دے چې يو زۀ په نظر راغلم هم حيا ئې وکړه
خدائېګو زما په ځائې کۀ حور وے زېرېدلې به وې
کۀ احساس ګل وې دغه ګل نه شرمېدلې به وې
پټه پړوني کښې د حورو پېغلتوب وه جينۍ
لکه په خوب کښې د جنت د وږمو خوب وه جينۍ
دا نغښتې څانګه د مستۍ نه زنګېده راتله
لکه نشه د سرې پيالۍ نه ښکارېده راتله
د زرکې تګ ئې د پېنزېبو انګازې هېرې کړې
لنډ قدمونو ئې د زېر او بم پردې هېرې کړې
د زړۀ درزا مې دلته جلته ساه راښکلې شوله
چې دا مې خوا کښې تېرېده نو ساه نيولې شوله
يوه لمبه ده د نشو چې بس اوړل کوي
پوهيول نشته ده جادو حېرانول کوي
يوې ټوکرۍ کښې د رامبېل چامبېل ګلونه اوړي
د بېګانو ستورو نه پاتې څيرې زړونه وړي
ګلان ټوکرۍ کښې ئې پرېکړي سر تازه ښکارېږي
د ګلو ميره معلومېږي څوک غنچه ښکارېږي
زړۀ په حملو نظر لېواله چې د چا ده جينۍ
څوک ده او څنګه ده؟ والله چې معما ده جينۍ
د ګلو باغ کښې ده سحر سبا باغوانه به وي
ګلان ټوکرۍ کښې خرڅولو ته روانه به وي
له ګل غوټو به چا خوږو ته امبېلونه جوړ کړي
ملالې سترګې به ئې زړونو کښې داغونه جوړ کړي
لکه د زرکې په مهين د خوند رفتار کوي
ګله چا ګلو ته وړي تلوار کوي
خو نه له کلي په څنګ تېره شوه باغوانه نۀ ده
هاغه ده شاړې ته ورځي په چا هريانه نۀ ده
چال ئې څۀ بل غوندې شو نور ګړندۍ شوه غوټۍ
په شا شا ګوري څۀ شک منه غرسنۍ شوه غوټۍ
د تګ ټالۍ ئې د بې وسه زړۀ درزا ښائي
لېونے چال ئې د مئين د ديدن غلا ښائي
دا محبوبا ده چا مئين ته ځي ګلونه وړي
په غلچکو کتو کښې خوار ته تندرونه وړي
پرۍ له ډېرې لېوالۍ نه سرګردانه ښکاري
لاره ئې پرېښوله قبرونو ته روانه ښکاري
جوړ مينجوره ده بابا ته ئې ګلونه راوړل
په ختي ورځ ئې خپلې سترګې مشالونه راوړل
نه تنکۍ پېغله ځي پابا ته د ښۀ بخت دپاره
ګلونه وړي د چا د مينې د محنت دپاره
په نرمو ګوتو به بابا باندې ګلونه کېدي
ورته پرانستي به نيمګړي ارمانونه کېدي
يوه د مينې باډيوه ده چې خزو کښې ګرځي
لکه د حورو خوب راغلې وي ژوندو کښې ګرځي
هاغه ده ودرېده راپرېوته خوره وره شوه
ګلونه مخکښې ګل دلۍ لاړه ذره ذره شوه
د يو خړکي قبر دپاسه دردانه پرېوته
په ودۀ بخت دا د پېرونو خزانه پرېوته
رامبېل چامبېل خوارۀ وارۀ څۀ لر څۀ بر پراتۀ
په يو خزه مهين وېښتۀ د دې د سر پراتۀ
لېوالې پېغلې وۀ د نوي قبر څنګ نيولې
د مرګ بادې وۀ د ژوندون د نشو رنګ نيولې
ما وې چې چغې به کړي ژاړي به تراخۀ به وائي
زړۀ په درزا شو چې خلۀ پرانيزي نو څۀ به وائي
پېغلې ګلونه په سينه قطارول قبر ته
په ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبر ته
شهيده! خور دې په ګولو سورے ټټر نه قربان
چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان
خدايه سپرلے کړے چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا
د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا
(د غېرت چغه نه ماخوذ)


Comment