hamdase dai
Announcement
Collapse
No announcement yet.
Forms of Pashto Poetry
Collapse
This is a sticky topic.
X
X
-
Nimakey نیمکۍ:
Other names: sar
Structure: It consists of two misra's which of different lenght.
Nimakey is always sung in combination with landey. There are many possible combinations but every combination must begin and end with complete nimakey.
Examples of combination:
Example 1.
complete nimakey
the first misra' of landey
the misra' of nimakey
the second misra' of landey
the misra of nimakey repeated
complete nimakey
Example 2
complete nimakey
the first misra' of landey
the misra' of nimakey
the second misra' of landey
complete nimakey
Rhymes: Two misra's don't have to rhyme
Other features: It is sung by women during weddings. Very popular form of Pashto poetry.
Example 1
پاس په بانډه [باړه] کې اوبه ګډې وډې ځینه
شینواري لونګینه
لنډۍ
جانان زما زه د جانان یم
که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه
Order of performing:
Example 2
پاس په بانډه [باړه] کې اوبه ګډې وډې ځینه
شینواري لونګینه
جانان زما زه د جانان یم
شینواري لونګینه
که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه
شینواري لونګینه
پاس په بانډه [باړه] کې اوبه ګډې وډې ځینه
شینواري لونګینه
نیمکۍ
لونګ کرمه
که لو مې ګډ کړ یاره تا به راولمه
لنډۍ
د جانان مخ د ګلو باغ دی
دیدن کوم امېل د ګلو جوړومه
Order of performing:
لونګ کرمه
که لو مې ګډ کړ یاره تا به راولمه
د جانان مخ د ګلو باغ دی
لونګ کرمه
دیدن کوم امېل د ګلو جوړومه
لونګ کرمه
که لو مې ګډ کړ یاره تا به راولمهLast edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:43 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
According to Prof. Habibi Pashto Tappa is about 1000 years old but other researchers and linguists are of the view that the history of Tappa is about 5000 years old , a few pashto tappas are presented as examples which tells us about aryan culture and their traditions like :Originally posted by Yasmeenaah View PostLandey
Other names: tapey, tapakey, tapa, misra. Though the last name is not correct because misra means hemistich.
Structure: landey consists of one bayt, it means one line including two misras. First misra consist of 9 syllables and second - of 13 syllables.
Rhymes: Landey rhymes in -a exclusively.
Topics - mainly love and fight.
[COLOR="rgb(139, 0, 0)"]Other features: it is a very old form of Pashto poetry, probably one thousand years old. It is considered as one of typical forms of Pasho poetry.[/COLOR] In the past landey were composed and sung to to encourage people during fighting. Their authors were often anonymous.
Example (from A Collection of Pashto proverbs and tappas byJens Enevoldsen)
باد صبا زما قاصد شه
زما شیرین اشنا ته یوسه سلامونه
Be my messenger, morning breeze;
And bear my messages of love to my sweet darling
More landey here: http://www.pashtunforums.com/showthread.php?t=3135
(other forms soon)
Spogmay krrang waha rakheja
Janana da gulo lou kavee gotey raibeena
(Oh moon! come up early and lighten the land so that my Love might not cut his fingers while reaping the roses)
Note: reaping of roses was a popular tradition among the Aryans
Regarding the history of Tappa and its importance among the pashtun a researcher "Parto Rohila" in Writers:
"Tappa has been transferred from generation to generation. Tappa have been composed on various subjects and topics there is no topic left by the pashtuns on which tappa is not composed. Historical events, geographical features, regional traditions, enemities between tribes , and almost every aspect of pashtun society has been described in Landai"
Few examplesNa soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Comment
-
Originally posted by yousafzai pakhtun View Postaccording to prof. Habibi pashto tappa is about 1000 years old but other researchers and linguists are of the view that the history of tappa is about 5000 years old , a few pashto tappas are presented as examples which tells us about aryan culture and their traditions like :
Spogmay krrang waha rakheja
janana da gulo lou kavee gotey raibeena
(oh moon! Come up early and lighten the land so that my love might not cut his fingers while reaping the roses)
note: Reaping of roses was a popular tradition among the aryans
regarding the history of tappa and its importance among the pashtun a researcher "parto rohila" in writers:
"tappa has been transferred from generation to generation. Tappa have been composed on various subjects and topics there is no topic left by the pashtuns on which tappa is not composed. Historical events, geographical features, regional traditions, enemities between tribes , and almost every aspect of pashtun society has been described in landai"
few examplesپه موضوعي لحاظ د ټپو څو نمونې:
١. حمديه او نعتيه څو ټپې:
مينه د خدائې د رسول ښه ده
دا نورې مينې لباسي خاورې به شينه
کۀ تمام عمر عبادت کړم
ستا د احسان اجر به څنګه ادا کړمه
د ګناه پېټے مې په سر دے
د مدينې سردار له ځم چې کم ئې کړينه
٢. سياسي، حماسي او ملي ټپې:
ازادي: د ازادۍ ناوې جوړېږي
هر يو زلمے نعرې وهي زما دې شينه
په وطن ننګ:
کۀ د وطن په ننګ شهيد شوې
په تار د زلفو به کفن درله ګنډمه
٣. محاکاتي ټپې:
اباسين بيا په چپو راغے
په سر ئې راوړل سپينې خُلې سرۀ پېزوانونه
٤. معاشرتي ټپې:
حجره:
ستا د حجرې درشل کږه شه
زما د زړۀ ستنې کږې درپسې ځينه
چيلم:
چيلمه خدائيګو چې دې مات کړم
مئين په ما دے غم په تا غلطوينه
پښتانۀ:
پښتانۀ واړه شنۀ زمريان دي
چې وخت ئې راشي په سيالۍ سر ورکوينه
پښتنې:
په سپين مېدان به درسره يم
زۀ پښتنه له تورو نۀ تښتم مئينه
وادۀ:
ځلميه ننګ راباندې وکړه
پلار مې ظالم دے ما په اور کښې اچوينه
٥. تاريخي ټپې:
کۀ په مېوند کښې شهيد نۀ شوې
خدائيګو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
ما ورته وې شرينګل ته مۀ ځه
ميرزمان خانه فرانسو ته دې تړينه
٦. طنزيه ټپې:
د ويرې غږ کولے نۀ شم
د سوال ياري ده اوس به خاورې ايرې شينه
٧. فخريه ټپې:
توره به نۀ کړو نور به څۀ کړو
چې مو شودۀ د پښتنې رودلي دينه
٨. عشقيه ټپې:
ديدن د ګلو غنچه نۀ ده
چې د ريبار په لاس ئې يار ته ولېږمه
عاشق سړے نۀ غلطېږي
د رنګه زيړ وي سترګې تورې ګرځوينه
٩. الميه ټپې:
په دنيا غم کله ښادي وي
په ما همېش د غم جنډې ولاړې دينه
١٠. دعائيه ټپې:
زما پينځۀ وخته دعا ده
رب دې د غم د باده وساته مئينه
١١. متفرق موضوعات:
وطن: زۀ د وطن د باغ ماليار يم
په خپلو سرو وينو به ئې تل اوبۀ کومه
ديدن: ديدن د سر په بدله دے
چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه
فراق: عاشقي وې جدائي نۀ وې
خدايه په در کښې به دې څۀ کم شوي وونه
غم: غم دې د ستا نه وفادار دے
تۀ کله کله غم دې تل راسره وينه
قسمت: په مخ مې زيړ زړوکے خور کړئ
زۀ د تقدير لېونو سپو خوړلے يمه
انتظار: کۀ په شېبو باران ورېږي
زما په خپل لالي باور دے رابه شينه
ارمان: په تور لحد کښې به نعرې کړم
زۀ د دنيا نه ارماني راغلے يمه
ښيرې: مازيګرے دې ښېرې مۀ کړه
تۀ به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه
ګيله: جانانه ستا نه ګيله نۀ کړم
زۀ ګيله من د خپل نصيب د لاسه يمه
ياد: کۀ اشنا بد کړي زۀ به ښۀ کړم
کۀ جدائي شي زما ښۀ به يادوينه
د جانان خندا:
زما د يار داسې خندا ده
چې د عمرونو مرور پخلا کوينه
تعويذ: په تعويذونو پوره نۀ شوه
اوس به لمن په زيارتونو ګرځومه
تهمت: ستا په تهمت مې جامې رنګ شوې
زۀ به رنګ کړې جامې چرته ګرځومه
د سحر باد:
باده د زړۀ مراد مې يوسه
چې دلسوزي د اشنا راشي وژاړينه
ګل و ګلشن او خزان:
ګلونه ډېر دي خدائې دې ډېر کړي
زما د برخې ګل خزان ورېژونه
توره: مئين پرې يم منکر ترې نۀ يم
کۀ جلاتيان مې سر د تورو سره وړينه
٩ مسافري: مسافري دې ډېره وکړه
رب دې سبب د خپل وطن وکړه مئينه
صبر: په صبر صبر پوره نۀ شوه
سبا مې نيت دے بې صبرۍ ته ملا تړمه.
د ښائست ستائينه: ستا د ښائست ګلونه ډېر دي
جولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
مخ: مخ ئې ګلاب سترګې ئې شمع
خدايه بورا شم کۀ پتنګ ورباندې شمه
سترګې: سترګې کچکول کړه ديدن واخله
ملنګه ياره په بانه راغلې يمه
لاسونه: سپين دې لاسونه سپينې ليچې
لکه چې تورې په مېدان کښې برېښ کوينه
غاښ: غاښ دې په خلۀ کښې داسې زيب کا
لکه صدف چې په الوان ټومبلي وينه
باڼۀ: دا مخامخ په کوڅه راغله
کجک باڼۀ ئې په سالو ختلي وونه
غاړه: ستا د ايلۍ په شان غړۍ ده
زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه
خال: خال دې په مينځ د تندي ايښے
لکه سپوږمۍ چې نيمائي اسمان ته شينه
زلفې: زلفې مې مۀ لنډه وه مورې
مار چې لنډے شي دوه ځائې خلۀ لګوينه
پېزوان: پېزوان په لوړه پوزه خوند کړي
لکه په لوړ چنار کښې واچوې ټالونه
رېبار: رېباره راشه چې دې ښکل کړم
تا به په دې سترګو جانان ليدلے وينه
غماز: د عاشقۍ علاج به وشي
خو د غماز علاج به څوک وکړي مئينه
مرور: جانان دې خدائې مرور نۀ کړي
د دۀ په سر مې دشمنۍ اخستې دينه
باز: باز مې د زړۀ په غوښو لوئې کړو
اوس چې د ښکار شو نو د بل لاسو له ځينه
مازيګر: جانانه راشه چې پخلا شو
عمر د ژمي مازيګر دے تېر به شينه
شپه: جانانه ستا په انتظار کښې
ستورو ته ګورم شپه سبا راباندې شينه
سپوږمۍ:سپينې سپوږمۍ حال راته وايه
چې مې جانان مجلس د چا سره کوينه
سپرلے: په علامه د سپرلي پوه شوم
جينکو راوړو په اوربل کښې زيړ ګلونه
اباسين: کۀ اباسين راغلے نۀ وے
په ګنګخړو کښې به چا موندل ټيکونه
ګودر: کۀ دې زما ديدن يادېږي
د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه
د بې غېرتي غندنه: په هندوستان دې څلے جوړ شه
د بې ننګۍ اواز دې را مۀ شه مئينه
وفا: خاورې ايرې به دې راټول کړم
لکه کچکول به دې په غاړه ګرځومه
اختر: ماله په ورځ د اختر راشه
زۀ به در وځم تورې سترګې سرۀ لاسونه
عمر: زما دې ټول عمر په دار کړو
لکه هوسۍ په مېږتون شپې تېرومه
فنا: د دنيا دوه ورځې ژوندون دے
پرون راغلي نن دلې سبا به ځونه
غرور: ما ئې له کبره سلام نۀ اخست
اوس ئې ژړا په تش ديدن پسې کومه
اختتامي: بس دې په دغه فېصله ده
ډېرې مصرعې د سړي غم سيوا کوينه
سوال او جواب ټپې:
سوال: ستا په ديدن مې مونځ قضا کړو
زۀ به محشر کښې خدائې ته څۀ جواب کومه
جواب: ستا په محشر کښې جواب دا دے
نوے عاشق وم په ديدن نۀ مړېدمه
د پښتو ټپې په حقله چاپ شوي کتابونه
١. پښتو ټپې. پښتنې سندرې. پښتو ټولنه کابل چاپ.
٢. سرود کهسار. محمد يونس سيټهي وفا (سره د اردو ترجمې)
٣. ټپې، پشتو لوک گيت اور سرحد کے لوک گيت د ښاغلي فارغ بخاري.
٤. ټپې. ښاغلي پرتو روهيله (سره د اردو ترجمې تقريبًا يو نيم زر ټپې)
٥. ټپه او ژوند. د ښاغلي محمد نواز طائر.
٦. ټپې او د شعور رود د ښاغلي صاحبزاده محمد ادريس تقريبًا اووۀ سوه ټپې.
٧. پښتو ټپه. د ښاغلي پروفېسر داور خان داؤد.
٨. ټپې د ګلو ټال. د ښاغلي سېد اکبر صابر (تقريبًا دوه زره ټپې)
٩. روهي سندرې (ټپې)، د پېغلې سلمٰي شاهين ترتيب و تدوين. پښتو اکادمي پېښور چاپ ١٣٥٠٠ ټپې. ټولې ټپې ٣٦٠٠٠ پښتو اکادمي جمع کړي دي.
١٠. سپوږميه کړنګ وهه راخېژه (١٠٠ پښتو ټپې سره د انګرېزۍ ترجمې) پادري جنرانيولډسن.
١١. ګل ټپې. درې جلده، د ښاغلي ګل محمد خان کاکړ.
١٢. پښتنې سندرې. د ښاغلي ګل باچا الفت (د ټپو بيل باب)
١٣. لنډۍ، د ښاغلي عبدالروف بېنوا.
١٤. عقل تمام (ټپې) د جمال شاعر.
١٥. پښتو ادب د ښاغلي قاضي اثر.(د ټپو باب)
١٦. پشتو لوک گيت. د ټپو تفصيل. د ښاغلي قلندرمومند مقاله سنګ ميل سرحد نمبر.
١٧. خورې پاڼې کښې (د ټپې انقلابي اړخ) د ښاغلي عبدالکافي اديب (يوه مقاله)
١٨. پشتو زبان و ادب پر ايک نظر. د ښاغلي فقير حسين ساحر (د ټپو باب)
١٩. پښتو ادب (د پښتو عوامي شاعرۍ د ښاغلي پروفېسر عبدالروف نوشهروي)
٢٠. پښتو ټپې د کليم الله صدام.
علاوه د دې نه د ټپو قلمي مجموعې د ښاغلي خيال بخاري، ښاغلي عبدالروف نوشهروي او ښاغلي عبدالولي خان سره شته.
Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Comment
-
Yes it is possible that landey/tappa as a very old form of poetry was assimilated by Pashtun culture/ language even 1000 yrs ago.First known Afghan landey was ccomposed at Mahmud of Ghazni's court by a sweetheart of one of Mahmud's generals.Originally posted by Yousafzai Pakhtun View PostAccording to Prof. Habibi Pashto Tappa is about 1000 years old but other researchers and linguists are of the view that the history of Tappa is about 5000 years oldدلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Chaarbayta
Structure: Chaarbayta differ depending on the number and lenght of misra's. The number of misra's in one stanza varies from four to twenty. Each chaarbayta has a refrain called sar, kaser or piro. It appears in the beginning of the chaarbayta, and is repeated after each stanza. The content of sar is different after each stanza, only the rhyme is constant.
The structural pattern of the poem is the following:
b__________ b__________
a__________ a__________
a__________ a__________
c__________ c__________
d__________ d__________
e__________ e__________
f__________ f__________
a__________
a__________
g__________ g__________
h__________ h__________
i__________ i__________
j__________ j__________
k__________ k__________
a__________
a__________
Rhymes: The first line of the first stanza must rhyme with the refrain. Other stanzas may begin in any manner but the final bayt of each must rhyme with the refrain.
Topics: Usually one motif that should be developped.
Other features: Chaarbayta has the function of a ballad. Mainly used for tales and other themes requiring a longer form.
Xaanamir:
pe chap ke daal pe khe khanjar nisema
de ghalim mekha baraabar nisema
yaa ba sidka khpel watan shi zmaa
yaa ba pe sro winokafan shi zmaa
په چپ کې ډال په ښي خنجر نیسمه
د غلیم مخه برابر نیسمه
یا به [په] صدق خپل وطن شي زما
یا به سرو وینو کفن شي زماLast edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:45 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Perso-Arabic forms in Pashto poetry
Ghazal غزل
Structure: First bayt of ghazal is called matla. Number of syllables in each hemistich is constant. Number of lines varies from five to fifteen.
Rhymes: Both hemistichs rhyme - it is a monorhyme poem.
Topic: Most ghazals are love-poems.
Other information: Very common form of poetry. First ghazal in Pashto language was written in 14th century. Early Pashto ghazals were very short, consisted of three to seven lines, they weren't as complex as ghazals from later centuries.Last edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:48 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Perso-Arabic forms in Pashto poetry
Bolela (Arab. kasida)
Structure: The lenght of this form varies from sixteen to two hundred lines. Number of syllables is the same in each hemistich.
Rhymes: both hemistichs of the first bayt and all the second misra's of the remaining lines represent the same rhyme (monorhyme).
Topic: diverse.
شګفته په باغ او راغ شول د بهار ګل
هم په بام هم په کوڅه هم په دیوار ګل
نه یوازې ګل د ګلو بوټی وینو
بادام ګل شفتالو ګل وینو آنار ګل
هر اشیأ د مځکې ګل پروردګار کړ
جامدات(؟) ګل نباتات ګل اشجار ګل
کاڼي بوټي خاروخس په ګلو پټ شول
د همه واړه عیبونو [دی] ستار ګل
--------------------------------------
د دلبر صورت تمام لکه ګل رخ دی
پښې یې ګل لاسونه ګل چهره رخسار ګل
می ګلګون ساغر ګلګون ښيښه ګلګونه
ساقی ګل حریفان ګل واړه ګل نګار ګل
---------------------------------------
چې داسې یې په ډکه خله خندا کړه
مګر نه و له خزانه خبردار ګل
په حوس په خوشحالیو آموخته وي
ګل پروره مکړه ژر د ژیړه حوار ګل*
بلبل هیڅ نه و خبر د عشق له تاوه
په فریاد کړ په نارو کړ په چغار ګل
-------------------------------------------
دا رنګ ګل چې په سږکال په غوازو وشول
د چا یاد نشي پخوا هسې بسیار ګل
چې نشان د خپل آشنا ورځینې مومي
ځکه یاد عبدالقادر کړ په تکرار ګل
په بیان کې مې د شعر ډول ډول
شګفته دی تر راشه هزار هزار ګل
(red parts don't make sense?)Last edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:56 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Perso-Arabic forms in Pashto poetry
Masnawi مثنوي
Structure: It is a polyrhyme verse. The number of lines can vary considerably, depending on the subject matter.
Rhymes: hemistichs rhyme in every bayt (not the first bayt only)
Topic: diverse.
Example:
ای د پاک وطن فرزنده
ای د قام خوږه دلبنده
ای د نوي ژوند پیغامه
ای آرزو د وطن قامه
د افغان د باغ سنبله
د پښتون د بڼ بلبله
سبا ته مسئول د کار یې
که ته مور او که ته پلار یې
ښه اخلاق او علم زده کړه
هله هله تلوسه کړه
هی افسوس زېبا وطنه
ای د سرو ګلو ګلشنه
ته جنت ددې جهان یې
خو افسوس دی چې نن وران یېLast edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:55 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Perso-Arabic forms in Pashto poetry
Kita
Structure: This form consists of two or more lines taken out of a poem of a bigger format.
Rhymes: First two hemistichs do not rhyme. All the second misra's of the ramaining lines have a common rhyme.
Topic: diverse.
Example:
اندېښنه که په غره کېږدې
غر به هم لکه ویښته کا
خوار سړی ملامت نه دی
که په غم کښې ځان اوبه کا
Last edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:57 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Perso-Arabic forms in Pashto poetry
Rubaai
Structure: It is a popular tetrastich. Its graphic presentation often differs from that of Persian rubaa'i, i.e. it is two bayts and not four misra's.
a__________ a__________
a__________ b__________
Rhymes: The first, the second and the fourth misra's rhym.
Example:
عمر مې تریخ شو په فراقت کښې
اوښي مې څاڅي تل په حسرت کې
جدایي اور ده په زړه لګیږي
په مرګ راضي یم نه په غربت کې
Last edited by یاسمینه; 01-25-2014, 03:59 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Perso-Arabic forms in Pashto poetry
Mustazaad مصتضاد is a special type of verse in which every line is followed by a short complimentary line with its own rhyme pattern:
Example:
نه غوږ لرم چې واورم نه په خله د خېر وئیل کړم
مدام منت پر بل کړم
چې قهر راشي عقل مې مغلوب شي نو ښکنځل کړم
مدام منت پر بل کړم
Last edited by یاسمینه; 01-25-2014, 04:01 PM.دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه
Comment
-
Does anyone know of any Pashto poetry workshops? I am guessing there might be some in Afghanistan or Pakistan.
By the way, Yasmeena khory, the way you are describing the structures of many of the poems is unclear.
Originally posted by یاسمینه View PostChaarbayta
Structure: Chaarbayta differ depending on the number and lenght of misra's. The number of misra's in one stanza varies from four to twenty. Each chaarbayta has a refrain called sar, kaser or piro. It appears in the beginning of the chaarbayta, and is repeated after each stanza. The content of sar is different after each stanza, only the rhyme is constant.
The structural pattern of the poem is the following:
b__________ b__________
a__________ a__________
a__________ a__________
c__________ c__________
d__________ d__________
e__________ e__________
f__________ f__________
a__________
a__________
g__________ g__________
h__________ h__________
i__________ i__________
j__________ j__________
k__________ k__________
a__________
a__________
Rhymes: The first line of the first stanza must rhyme with the refrain. Other stanzas may begin in any manner but the final bayt of each must rhyme with the refrain.
Topics: Usually one motif that should be developped.
Other features: Chaarbayta has the function of a ballad. Mainly used for tales and other themes requiring a longer form.
Xaanamir:
pe chap ke daal pe khe khanjar nisema
de ghalim mekha baraabar nisema
yaa ba sidka khpel watan shi zmaa
yaa ba pe sro winokafan shi zmaa
Comment

Comment