راته ووايه تۀ څوک ئې؟
چې زما په زړۀ کښې اوسې
په ګلونو کښې يو ګل دے
په ګلاب باندې يادېږي
او ښائست لري په خپله
هم چمن پرې ښائسته کېږي
ټول ګلان ئې غلامان دي
دے بادشاه هسې هسکېږي
راته ښکاري جوړ هغه ئې
نه خطا شوم
شک ئې نشته په ښائست کښې
خو غاوره په خپل حسن
چې ئې مل د يو ساعت دے
د کم ظرفه بنيادم شان
خوشحال په خوشامندو
دے نغمې د بلبل اوري
ساعت تر ساعته پرې پړسېږي
د خندا د لاسه خور شي
د هوا په يو څپېړه
دا ښائسته
نازک
د خوشبو ډک وجود
په زمکه پاڼې پاڼې خور شي
هم د دۀ خندا د دۀ د مرګ پېغام شي
خدائې دې نۀ کړي چې تۀ ګل يو د ګلاب ئې!
(سيده ثروت جهان)
چې زما په زړۀ کښې اوسې
په ګلونو کښې يو ګل دے
په ګلاب باندې يادېږي
او ښائست لري په خپله
هم چمن پرې ښائسته کېږي
ټول ګلان ئې غلامان دي
دے بادشاه هسې هسکېږي
راته ښکاري جوړ هغه ئې
نه خطا شوم
شک ئې نشته په ښائست کښې
خو غاوره په خپل حسن
چې ئې مل د يو ساعت دے
د کم ظرفه بنيادم شان
خوشحال په خوشامندو
دے نغمې د بلبل اوري
ساعت تر ساعته پرې پړسېږي
د خندا د لاسه خور شي
د هوا په يو څپېړه
دا ښائسته
نازک
د خوشبو ډک وجود
په زمکه پاڼې پاڼې خور شي
هم د دۀ خندا د دۀ د مرګ پېغام شي
خدائې دې نۀ کړي چې تۀ ګل يو د ګلاب ئې!
(سيده ثروت جهان)


Comment