Announcement

Collapse
No announcement yet.

راته ووايه تۀ څوک يې؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • راته ووايه تۀ څوک يې؟

    راته ووايه تۀ څوک ئې؟
    چې زما په زړۀ کښې اوسې
    په ګلونو کښې يو ګل دے
    په ګلاب باندې يادېږي
    او ښائست لري په خپله
    هم چمن پرې ښائسته کېږي
    ټول ګلان ئې غلامان دي
    دے بادشاه هسې هسکېږي
    راته ښکاري جوړ هغه ئې
    نه خطا شوم
    شک ئې نشته په ښائست کښې
    خو غاوره په خپل حسن
    چې ئې مل د يو ساعت دے
    د کم ظرفه بنيادم شان
    خوشحال په خوشامندو
    دے نغمې د بلبل اوري
    ساعت تر ساعته پرې پړسېږي
    د خندا د لاسه خور شي
    د هوا په يو څپېړه
    دا ښائسته
    نازک
    د خوشبو ډک وجود
    په زمکه پاڼې پاڼې خور شي
    هم د دۀ خندا د دۀ د مرګ پېغام شي
    خدائې دې نۀ کړي چې تۀ ګل يو د ګلاب ئې!

    (سيده ثروت جهان)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Originally posted by jasmine
    dera manana, share more if you can.

    تصوير

    يو ملنګ خپله بيزو
    زما کوڅه کښې پرېښوه
    نېغه مې کټ له راغله
    کټورے ئې ما له راکړو
    زۀ ترې خبر هم نۀ شوم
    پټه کمرې ته لاړه
    زما او ستا تصوير وۀ
    چې ښۀ په فرېم کښې بند وۀ
    په غېږ کښې ئې ونيولو
    ستاسو دېوال سره جخت
    ونې ته وختله
    زۀ ورته لاندې ولاړ
    ډېره زاري مې وکړه
    شيشه ئې ماته کړله
    فرېم ئې ټوټې ټوټې کړو
    تصوير ئې ځان سره کړو
    کله به ئې ماته کتل
    کله تصوير ته ګوره
    کله به ئې تا ته کتل
    کله تصوير ته ګوره
    په مينځ ئې دوه ټوټې کړو
    زما تصوير ئې ما ته
    جولۍ کښې وغورځوۀ
    ستا د تصوير ټکړه ئې
    تا ته در لړه کړله

    (امين الله داؤدزے، د څومره لويه الميه ده نه ماخوذ)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #3
      zabardast aw beekhi nawey khayaal dey.
      dasey mazam faqat Ameen Ullah Dawoodzai leekalay shi.
      dair alaa

      Comment


      • #4
        Yarra der zabardast khayal ao tasawwar.
        Allah de daudzai sahib abad lari.

        Comment


        • #5
          @Feroz saib
          Afridi saib mubarak mo sha....Da Nazam da 1st year Pukhto Textbook key shaamil krey sho...da dey na ilawa nora hum dera kha au inqilabi shayeri shamila krey shawey da (pa wrombee zal) ...InshaAllah za ba ye waqtan pawaqtan post kom....
          Na soz sho na saaz sho,
          Bas hasy jwand tamam sho

          Comment


          • #6
            deer ala awo zabardast sharing mou karay dai.
            khushala wosy.

            Comment


            • #7
              dair kha yusafzai seb..
              ameen daudzai ye haqdara dey.

              Comment

              Working...
              X