Announcement

Collapse
No announcement yet.

Verse (Pashto shair) of the day

Collapse
This is a sticky topic.
X
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • kala kala ba wara qesa gusa shi
    Da waray Qesay na jora tamasha shi
    Wos ya ma chera Maseda Pukhtana da
    Shunday hala tarna wakhla chay odey shi
    .....


    Comment


    • هره پاڼه ښکلوومه په هر ګل کی ستا تصویر دئ
      هره کرښه چی لیکمه هر غزل کی ستاتصویر دئ
      هره هسکه کی تا وینم ستوري واړه ستا کیسې کړي
      هر مجلس ته چیورځمه هر محل کی ستا تصویر دئ
      د ښکلاو د ښا رونو د زرینو شپو په منځ کی
      په هر رنګ احساسوومهپل په پل کی ستا تصویر دئ
      ستا دوستان می پیدا نه کړل دوښمنان دی دمخ ډیر دي
      تور زلفان دیټولوومه په هر ول کی ستا تصویر دئ
      ستا دسترګو بلا واخلم لړمان پری کاږه ناست دي
      ګرد دمنډ رانجهکوومه هرکجل کی ستا تصویردئ
      په مونږ څه کانې راوشوی چی ټول غواړي مونږجلا کړي
      اوښکی وینيتویومه هر منزل کی ستا تصویردئ
      پاڅه ویښ شه ای جانانه بیا دی کور اوکلې ویشي
      داغیارعمل دچل دئپه هر چل کی ستا تصویردئ
      ته اِحساس زما دزړه يي ته ژوندون د خدمتګا ر يي
      ستایووالئ بهساتمه دزړه تل کی ستا تصویر دئ

      یوسف خدمتګار مزدورزوی</span>

      Comment


      • Ma Sara Nafs De Paak Pa Rang da FarikhtO Na Yama
        Da Aadam Zowy Yam KhO Laiaq Za Da SajdO Na Yama
        .....


        Comment


        • Ma Sara Nafs De Paak Pa Rang da FarikhtO Na Yama
          Da Aadam Zowy Yam KhO Laiaq Za Da SajdO Na Yama

          PukhtO De Ma Na Khalaq Ezda Kri Dasi Zig PukhtOOn Yam
          KhO Na Yam Na Yam Yaara Za Sta Da PukhtO Na Yama
          Last edited by Nokia_Apridy; 09-05-2010, 01:49 AM.
          .....


          Comment


          • Sa pa shibo shibo baran waregi
            Dair me pa zrra yaad da janan waregi
            Dalta zama pa makh da okhko baran
            Aw bahar okhke da aasman waregi
            [FONT=Arial][SIZE=4][COLOR=darkred]Barking Dogs Seldom Bite...![/COLOR][/SIZE][/FONT]
            :fighting:

            LONG LIVE UNITED PAKISTAN

            ([B]Balochi + Sindi + Punjabi + Pashtoon + Chitrali + Kashmiri = My Sweet Pakistan[/B])

            Jeeway Jeeway Pakistan

            Comment


            • لــــه نـــامه سره دي ژاړم بېاختياره
              کنـــدهــــــاره کنـــــدهــــــاره کندهاره
              لا دي ويني له زړګي څخه بهيـــږي
              لا بشر دي پهاورونو کي سوځيږي
              لا دي سترګو څخه اوښکي راتويږي
              زمــــا د ژوند او ديادو ښکلی بهاره
              کنــدهـــــاره کنـــدهـــــاره کنــدهـــاره
              ستا چي هلته ددوښمن واری پر تن سي
              چي په وينو د مظلومو سورکفن سي
              زمــــا دلته په دردونو ټول بدن سي
              زمـــا د خــــواروپښتنو ښکلی دياره
              کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
              زما له عمره سره تا کي جنازې دي
              د کونډيانو دفرياد سوي نارې دي
              لا له ځوانو وينو ډکي دي ويالې دي
              د هر لوی آفت زغمونکې طاقتداره
              کنـــدهارهکنــــدهاره کنــدهــــاره
              دا چي نن بيا د غليم پر تا ګوزار دی
              او پر ښکلی تن ديبيا ناسور پرهار دی
              د نــا اهــلو اولادونــو دي دا کار دی
              دا قسمت دی چي موږ يو نن بې سالاره
              کنـــدهارهکنــــدهاره کنــدهــــاره
              خوقسمت به نور په خوښه زموږ بدلېږي
              په هوښيارو ځوانو ګوتو بهکښل کېږي
              د بــابــا روح به لحد کي خوشحالېږي
              زما د ګران وطن باعزمه باتور پلاره
              کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
              تــربمبـــار او تــر اورونـــــو راوتــلی
              د انــــار ګل دی نن بيا موږ ته راغلی
              او د ژوند راز يېدی داسي راښودلی
              په خندا مو د ژړا هستي کړﺉ خواره
              کنـــدهارهکنــــدهاره کنــدهــــاره



              ميسيساګا- کاناډا
              د مې دمياشتي پنځمه۲۰۱۰ع


              سعيدلودين
              Last edited by Guest; 09-05-2010, 02:16 AM.

              Comment


              • La Kho Tawaf KawOm Chapira Da JwandOOn La KusOO
                Marga Lag Sabar Sha Laa Ta Sara Da TlO Na Yama
                .....


                Comment


                • Is that your Afridi?

                  Comment


                  • AH Wrar (wror) Wara Khula awo Loya khbra ........Na na da zma na da...

                    Da khwakwahlu mannnna

                    PF ta Perzowana

                    Dh khpal kor khegarra hum rabandey nh shi,
                    Maat zanzeer dh jwand ph war ke Aawezan yam
                    .....


                    Comment


                    • نه کيږي جــــــــــــانانه خامخـــــــا سترګي دراوړي
                      مه راځــــــــــه پهمخــــــه چي زما سترګي دراوړي
                      مـــــه توروه نوري دغـــــــــــه توري بلاسترګي دي
                      اخربه لـــــــــــــــــه نظــــــره شې بلا سترګي دراوړي
                      هره يوهخبرچي درقيب دلـــــه پـــه خـــــــــــوله کړې
                      خودبه ډک محفل کي پـــــــه ژړاسترګي دراوړي
                      ګل اودشبنم غــــــوندي رشته ده موده ترمنځ ګلې
                      دا ځکـــه خوپهتلوتلو کي په شاسترګي دراوړي
                      مړه شې دسروشــــــــــــونډوسره مــه راوځهښارته
                      ای کابلۍ پېغــــــــلې د هرچــــــــا سترګي دراوړي
                      جــــــانانه پهګوګل کي مي دزړکی شي په ټوپونو
                      کوم وخت چي دغماز دا بې حيـاسترګي دراوړي
                      تهچي لويه لارکي له هغې نه خـــــــــولګۍ غواړې
                      څــــــــه کوېګــــــــــــــــــوهره ددنيا سترګي دراوړي
                      انعام الله ګوهر
                      Last edited by Guest; 09-05-2010, 08:06 AM.

                      Comment


                      • په موده پس خو لږ بدل شه راشه
                        زما د نغخښتو سترګو حل شه راشه

                        چا دې د مرګ لارې نیولې نه دي
                        ای زما ژونده لږ اجل شه راشه

                        ستا جدائې د ژونده ویستې يمه
                        خیر دی پخلا نن په څه چل شه راشه

                        د مقدر کرښې بدلې کړه نن
                        ما حق حیران کړه زما خپل شه راشه

                        زویاجان

                        Comment


                        • زما ټپه
                          كاش نن په ماهيپر كې لاره بنده وي
                          پاتې له هرچانه خپله دنده وي
                          كاش چې باران ښه ډيروريدلى وي
                          يا له غره نه كاڼى خويدلى وي
                          ښه ډير دموټروكتارونه وي
                          ډك دمساپرونه بسونه وي
                          هيچاته د لارې اندازه نه وي
                          يوقدم دتللواجازه نه وي
                          نن غرمه به ډيرخلك په لاره وي
                          نن غرمه به ډيرخلك نهاره وي
                          څومره به دلارې ماشومان خوښ وي
                          څومره ډير بيسكيټ به خرڅ شوي وي
                          هرچابه نارې ورپسې كړي وي
                          دوى به هم بلا پيسې ګټلي وي
                          كاش چې جانان وږى پاتي شوى وي
                          ډير له انتظاره ستړى شوى وي
                          كاش چې موبائل كې يې پيسې نه وي
                          يا يې زره چارج هم د بټرۍ نه وي
                          يا دلارې سرې سيلۍ وهلى وي
                          څوځل يې غومبرو نه نيولى وي
                          بس لكه ماشوم يې ځورولى وي
                          ډيريې په مچكوغوصه كړى وي
                          بيا پرې واوره ورورو وريدلې وي
                          سم زما ټپه ورپه زړه شوي وي
                          يوځل يې دځان سره خندلي وي
                          بيا يې ښه په لوړ اواز ويلي وي
                          خداى دې په واورو كې ايسار كړه
                          چې دتودې غيږې مې درشي ارمانونه

                          كابل جلال اباد لار ١۳۸۹
                          عبدالجبار څپاند

                          Comment


                          • pa hijraan khayal d yar rasara mal dey
                            pa zindaan ki d yusef sara aseer yam
                            pa khanda ki ma jarra da laka shama
                            d allama pot penhan d zaan pa weer yam
                            azadai tar daa pa hoorta bala nashta
                            chi bandi d yar d zulfo pa zanzeer yam
                            chi hamish pa ghuwag narey d hijraan awram
                            rahman zaka d khpal yar o makh ta zeer yam
                            khushala o dawlata ma ghulaman dey
                            za rahman pa pakhto jaba alamger yam

                            I am no bird, and no nest ensnares me.

                            non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                            Comment


                            • غزل

                              د حسن ټال ته ورختمه زنګېدمه په کې
                              د ګړنګونو به لوېدمه مګر تلمه په کې

                              د چا په ناز خندا خرد له مانه لاس واخيسته
                              د جنون اور کې سوزېدمه اوسېدمه په کې

                              د زړه په وينو ګوره هسې اوښکه ځان بدلوي
                              د ګرېوان ډنډ کې ډوبېدمه ورکېدمه په کې

                              د هجر ګوتو يې زما د زړه ارمان څيرې کړ
                              سر په صحرا به ګرځېدمه کړېدمه په کې

                              ساقي پيالې دې ډکوه چې نن يې وار راغلى
                              ډېر يې په تمه تاوېدمه ځورېدمه په کې

                              دا ستا د عشق په سوزونکي اورنۍ بټۍ کې
                              لکه نينه به جګېدمه لګېدمه په کې

                              دا د ارزو د شونډو سره دي چې پرهر ښکلوي
                              د حسرت اوښکې پاکومه خندومه په کې

                              ستا د رخسار او اننګو له قاروني خزانې
                              خالي کچکول راووتمه ژړېدمه په کې.

                              محب الله خپلواک

                              Comment


                              • Da omer da kho muhabbat da para kam de
                                Hairan yem che nafrat ozgari khalq senga?

                                [FONT=Arial][SIZE=4][COLOR=darkred]Barking Dogs Seldom Bite...![/COLOR][/SIZE][/FONT]
                                :fighting:

                                LONG LIVE UNITED PAKISTAN

                                ([B]Balochi + Sindi + Punjabi + Pashtoon + Chitrali + Kashmiri = My Sweet Pakistan[/B])

                                Jeeway Jeeway Pakistan

                                Comment

                                Working...
                                X