Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto, Dari & Urdu Poetry پښتو، دری او اردو شاعری

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    Pir Mohammad Karwan/پیر محمد کاروان

    پښتو


    ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
    وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

    ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
    چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
    والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
    څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
    درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
    وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

    خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
    حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
    ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
    چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
    ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
    وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

    مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
    ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
    ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
    واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
    جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
    وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

    سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
    کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
    ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
    زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
    جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
    وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

    هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
    پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
    پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
    ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
    جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
    وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

    Comment


    • #17
      I believe the sun should never set upon an argument.
      I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

      Comment


      • #18
        I believe the sun should never set upon an argument.
        I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

        Comment


        • #19
          Daag Dehlvi/داغ دهلوی

          خاطر سے یا لحاظ سے میں مان تو گیا
          جھوٹی قسم سے آپ کا ایمان تو گیا
          دل لے کے مفت کہتے ہیں کہ کام کا نہیں
          اُلٹی شکایتیں ہوئیں، احسان تو گیا
          دیکھا ہے بُت کدے میں جو اے شیخ، کچھ نہ پوچھ
          ایمان کی تو یہ ہے کہ ایمان تو گیا
          افشائے رازِ عشق میں گو ذلتیں ہوئیں
          لیکن اُسے جتا تو دیا، جان تو گیا
          گو نامہ بر سے خوش نہ ہوا، پر ہزار شکر
          مجھ کو وہ میرے نام سے پہچان تو گیا
          بزمِ عدو میں صورت پروانہ دل میرا
          گو رشک سے جلا تیرے قربان تو گیا
          ہوش و ہواس و تاب و تواں داغ جا چکے
          اب ہم بھی جانے والے ہیں سامان تو گیا

          Comment


          • #20
            Khushal Khattak/خوشحال خان بابا

            زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه
            تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه
            جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی
            له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه
            چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم
            د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه
            په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې
            په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه
            چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو
            هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه
            ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي
            ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه
            چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم
            له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه
            هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفريط کې
            د، غه بهر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه
            هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره
            زه خوشال چې يګانه وم، يګانه يم لا تر اوسه

            Comment


            • #21
              سا قی از دیده شد ست دور نه جام ونه می

              جام می را ز کف هر کی نه نوشیم هنوز

              ما فتا د یم دراین گوشه وزآن دلشادیم

              هر قدر نشه که با شیم به هو شیم هنوز

              هر کسی لب به کشا ید سخن از پول زند

              ما که سر مایه نداریم خموشیم هنوز

              آنچه را مانده بما از پدران در تن ماست

              ما به تن جامه هر غیر نپو شیم هنوز

              گر چه از محفل یا ران شده ایم بی بهره

              لیکین از دور به احساس وخروشیم هنوز

              این {حبیب}هیچ نرنجد زقضا و ز قدر

              هردم آماده به هر پیک سروشیم هنوز

              Comment


              • #22
                مينه
                بيا به دې زلفې قمر بند کړمه
                يا به زما د وينو وهې خالونه
                شامت زما که دې زما يار دې
                په اور دې اوسؤځي دې دواړو قسمتونه
                ځه په مينه کښۍ ملنګ شوم
                خپله ليلۍ ده ديدن خير نه راکوي نه
                راشه چې دواړه وتختو مئينه
                په څه خبر به سپين ګيري ګيره سپينوينه
                ته ما ته څه وائې ځما هير شول
                ما ته هغه خبره بيا وکړه وه مئينه
                که خاندلي دې راته نه ولې
                ده کورقمن په شان به ولې زيړيدمه
                خدائ دې ځما په غيږ کښۍ مړه کړه
                چې ته سلګې کړې ځه دي شونډې ښکلومه
                خنداه ده بې اجله مرګ دې
                په دې بې اجله مرګ مې مه وژنه مئينه
                ده ته چا وئيل چې مئين شه
                په سپينه ګېره دې په مخ اوښکښۍ راځينه
                ده عاشقي مې ورته څه ويله
                جينئ درې کانړي په ترخ کښۍ ګرزوينه
                مينه ده مينه پيدا کيږي
                په مينه مينه دې کتل مئين دې کړمه
                ستا اشنائ ده پروړې اور دې
                توده دې نه کړم لوغړنه شوم مئينه
                که ياري کړم مخ مې توريږي
                که ياري نه کړم ارمانجن به ناسته يمه
                يو وار دې لاس په لاس کښۍ راکړه
                ده لاس نيوې به دې تر ډيره يادومه
                وړه جينئي په ياري پوه شوه
                لکه لړم په ديوالو خولې لږوينه
                ما ده طوطيانو يارې کړي دي
                ده جبې ډينګه ما ته مه وهه څنګونه
                په تلګ راتلګ مينه زياتيږي
                کله راځه کله به درځم وه مئينه
                په داسې شمه دې ځان بيلو
                لمبه به ته شې رڼا بل له ورکوي نه
                عمر چې تير شي اشنا هير شي
                ستا دې قسم وي چې ما هير نه کړې مئينه
                په تورو ټک ټک شې مړ مه شې
                چې په هر دانه دې ګنډمه خوله در کومه

                Comment


                • #23
                  Habib Yousafi/حبیب یوسفي

                  رقیب عشق

                  زمن مپُرس که این روزگار چون گذرد

                  تو خود بگو که شب انتظار چون گذرد؟

                  تو در مقابل و من میکشم به حسرت آه

                  که تیر چشم تو بر قلب زار چون گذِرد

                  تو از طریق جفا آیی و من ا ت زوفا

                  در این میانه ببینیم که کار چون گذرد

                  تویی که کرده مُقصر مرا بساده گیم

                  منم که چشم براهت که یار چون گُذرد

                  تو با رقیب تمسخُر کنان همی پرسی

                  که زخم بر سر زخم بی شُمار چون گُذرد

                  تویی نسیم بهاری و من چو برگ خُزان

                  به من چه فرق کُند که بهار چون گُذرد

                  من آن مُسافر سر گشته ام بشهر شُما

                  زعمر خستهِ که این گیر ودار چون گُذرد

                  تو از {حبیب}شنو دوست عمر در گذر است

                  شُنیده یی که به سرعت قطار چون گُذرد



                  Comment


                  • #24
                    کندهاره در واري سم

                    بیا دی څه یرغل ته نیت دی چی دي تاو کړله برېتونه
                    بیا دي لېڅي دي را نغښتي بیا دي ښکاري مړوندونه
                    بیا دي واری پر ارغند دی بیا دي خپل کړل میوندونه
                    بیا شرنگی د زولنو دی بیا دي مات کړل محبسونه
                    یاغي سوي دي زلمیان دي قهرېدلي دي پلرونه
                    بیا باران دی دگولیو پاڅولي یې جنگونه
                    غواړې بیا دي په نکلونو روڼی شپې کړې تر سهاره
                    کندهاره در واري سم در واري سم کندهاره
                    ته خبر یې پر لمن دي دا د چا آسونه ځغلي
                    دا راکټ د چا له کوره دا د چا ټانکونه ولي
                    دا جنگونه چا راوړي دا فوجونه څوک راغلي
                    دا قلا د چا نړېږي د چا کلي سوځېدلي
                    دا پرون د چا ماتم وو او دا نن یې څوک ویشتلي
                    ویني پېژنم چی ستا دي دا غازیان چا را لېږلي
                    یو دي وژني په باروتو بل د توري له پرهاره
                    کندهاره در واري سم در واري سم کندهاره
                    ته پوهېږې چی دا څوک دي ستا پر خاوره چی جنگېږي
                    جنگ د چا سوبه د چا ده چی ستا کور پکښی نړېږی
                    هغه ستا شین ارغنداو دی چی لمبې یې پورته کېږی
                    هغه ستا دخور پوړنی ستا د پلار مېنه سوځېږي
                    د نیکه پر هدیره دي بیا پردۍ لمبې بلېږي
                    دا پردی چړي راغلی دا پردی ملا غورېږي
                    بیا یې نوي دي زده کړي منترونه له باداره
                    کندهاره در واري سم، در واري سم کندهاره
                    څه ارزانه دي تویېږي مستي ویني د زلمیانو
                    څه اسانه دي نړېږي مالتونه د خپلوانو
                    څه په زور دي ابادېږي هدیرې د شهیدانو
                    څنگه زړونه در سړېږي د پېړۍ د غلیمانو
                    څه پلټني دي جوړېږي د بې وزلو یتیمانو
                    څه نېښونه در رسېږي د لستوڼی د مارانو
                    ته به کله را ویښېږې د دښمن د باغ ملیاره
                    کندهاره در واري سم، درواري سم کندهاره
                    چا دي واخیستل پوځونه د طلا په خرمنونو
                    چا زلمي در لېوني کړل په وعدو د جنتونو
                    اوروي څوک له اسمانه بارانونه د بمونو
                    بې څښتنه دي جونگړه کبابېږي په اورونو
                    په زامنو دي نازېږي پنجرې د زندانونو
                    په خپل کور کی یې پردی کړې د پردیو تپوسونو
                    د ازل برخه دي ښکاري ستا له خپله لاسه خواره
                    کندهاره در واري سم، در واري سم کندهاره
                    نه خوشال توره ایستلې را وتلی پر اورنگ دی
                    نه ایوب چپاو را وړی پر توپونو د فرنگ دی
                    نه زخمي دښمن په زړه کی ستا د مټو په خدنگ دی
                    ښار په وینو کی لمبېږي د خپل ځان په وینو رنگ دی
                    د تور تم ادې لنگېږي له رڼا سره یې جنگ دی
                    د عرفان ډېوې مړې کېږي د نصیب د توري شرنگ دی
                    ته به کله را پاڅېږې د اوږدو شپو له خماره
                    کندهاره در واري سم، در واري سم کندهاره
                    لا تر څو به یې مغروره په کیسو د میوندونو
                    لا نیکه به درته لولي زړې پاڼی د قرنونو
                    ورځی شپې به دی تېرېږي د بدیو په نکلونو
                    د سیالانو به دي تېر وي جرسونه تر مزلونو
                    ته به سل کاله یې پاته د زمان له کارانونو
                    لټوې به په پرون کي تعبیرونه د خوبونو
                    لا تر څو به دي په خوا وي د مرگي د کنډو لاره
                    کندهاره در واري سم، در واري سم کندهاره
                    ته د غم په شپه پیدا یې ته ماتم ته زېږېدلی
                    ته د هري بلا سپریې هره ورځ اجل نیولی
                    هر خونکار دي په لمن کي خپل غضب دی ازمېیلی
                    چا دي سترگي دي ایستلي چا دي زوی دی در وژلی
                    چا دي ویني بهولي چا دي کور دی سوځولی
                    چا له پاسه په بمونو چا پر مځکه یې ویشتلی
                    همدا ستا چیغي به باسي دا لېوان له دغه ښاره
                    کندهاره در واري سم، در واري سم کندهار
                    د افغان دبگړۍ گله د غلیم د سترگو خاره
                    کندهاره در واري سم ، در واري سم کندهاره
                    ویرجینیا
                    I believe the sun should never set upon an argument.
                    I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                    Comment


                    • #25
                      Even Adobe Photoshop can't change me.

                      A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

                      For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


                      The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

                      -Ferishta, 1560–1620

                      Comment


                      • #26
                        دا زمونږ زيبا وطن

                        ملنګ جان





                        دا زمونږ زيبا وطن
                        دا زمونږ ليلا وطن
                        دا وطن مو ځان دی
                        دا پښتونستان دی
                        دا دمينې کور زمونږ
                        دا د پلرو ګور زمونږ
                        نه ورکوؤ چا لره
                        دا د سترګو تور زمونږ
                        نه دی د بل چا وطن
                        دا دی د شيرشاه وطن
                        کور د خوشحال خان دی
                        دا پښتونستان دی
                        دا وطن دی ځان زمونږ
                        دا وطن ايمان زمونږ
                        وايي په خاپوړو کې
                        داسې ماشومان زمونږ
                        دا مو د بابا وطن
                        دا مو د دادا وطن
                        په مونږ باندې ډير ګران دی
                        دا پښتونستان دی
                        ځار يې له سيندونو شم
                        ځار يې له ډاګونو شم
                        ځار يې له خوړونو شم
                        ځار يې له دې غرونو شم
                        دا زمونږ اشنا وطن
                        درد له مو شفاء وطن
                        زړګی مې پرې روښان دی
                        دا پښتونستان دی
                        دا وطن زيارت زمونږ
                        دا وطن نعمت زمونږ
                        دا وطن په دې دنيا
                        دی لکه جنت زمونږ
                        دا وطن صفا وطن
                        زړۀ د ايشيا وطن
                        ژوندون د ملنګ جان دی
                        دا پښتونستان دی


                        Comment


                        • #27




                          ما خو دا نه ویل شینکی اسمانه
                          چی به د اور له پاسه اور راځی
                          زما د غیرت شمله به کښته ګوري
                          زما هدیرې ته به پیغور راځی
                          اسمانه ما خو داسی نه غوښتله
                          چی د ښارونو جنازې وژاړم
                          چي مي په کلیو کی بلا لنګه سي
                          چی د ځوانیو هدیرې وژاړم
                          اسمانه ما خو داسی نه ویله
                          چی د کابل ګریوان ته اور توی که
                          زما په جونګړه کی بلا وکره
                          زما په لستوڼی کی ښامار لوی که
                          اسمانه ما ستا د ځوانی په تمه
                          دلته رنګین رنګین خوبونه لیدل
                          ما له ازله بیخبره کوچي
                          له ورک یوسفه تعبیرونه غوښتل
                          ما ویل زه به ستا ښایستې سینې ته
                          له خپله نظمه امېلونه جوړ کړم
                          ستا له نسیم سره به الوزمه
                          ستا پسرلي ته به شعرونه جوړ کړم
                          ما ویل زه به ستا د شپې په زړه کی
                          د سباوون ترانې وپاڅوم
                          ما ویل زه به ټول نغمه نغمه سم
                          ستا د هستې شهباز به ونڅوم
                          ماویل زه به د سپېدو پر اوږو
                          ستا د زهرې پلوشې وتخنوم
                          ۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵
                          اسمانه اوس خو اهریمن د قهر
                          راغزولي دي خیرن لاسونه
                          یا مرور دی له تعبیره قسمت
                          یا بیګانه وه لېوني خیالونه
                          زما له زخمي کابله ویني څاڅي
                          کوڅو اخیستي دي ماشوم زخمونه
                          زما له انګړه جنازې درپاڅي
                          مه نیسه چیغو ته کاڼه غوږونه
                          اسمانه واخله ککرۍ درغلې
                          د ځوانیمرګو زړو تاوده رګونه
                          ۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵
                          ماچی میوند میوند نارې وهلې
                          ما یی په غېږه کی ګلونه غوښتل
                          ما چی هیلمند ته ترانې لیکلې
                          ما یی پرغاړه اتڼونه غوښتل
                          ماچی خیبرته حماسې لیکلې
                          ما یی لمن کی ولسونه غوښتل
                          ماچی پېچومي د پامیر ستایله
                          ما یی کمرونو کی لعلونه غوښتل
                          ما چي ټانکونه په سوکونو وهل
                          هغه می خړ وطن سمسور غوښتی
                          ماچی سکروټی په غاښو چیچلې
                          مامی سړو وینو ته اور غوښتی
                          ما چی ګولیو ته سینه سپرول
                          ما د ابا ساتلی کور غوښتی
                          ما د حیا پردو کی پټی غوښتې
                          چی می پیغلوټی د کابل ستایلې
                          ما یی سرونه تر عزت جارول
                          چی بې عزتو را سرتوري کړلې
                          ۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵
                          بس که اسمانه نور یی مه زنګوه
                          د اهریمن د اولادونو زانګو
                          په نوراني غېږ کی دي مه لویوه
                          دا تور بدرنګه دا زامن د تیارو
                          نور د منبر څوکو ته مه خیژوه
                          د ریا کارو زاهدانو ټولۍ
                          نور د عصمت کوڅو ته مه وروله
                          د نامحرمو دلالانو غدۍ
                          نور پرکمبله راته مه ږغوه
                          دا د مرګي له چیغو ډکه شپېلۍ
                          چی په رګونو کی ساه وچلوي
                          دې سړو وینو ته می اور ورکړه
                          چی د کڼو غوږونه وپاڅوي
                          اسمانه چیغو ته می زور ورکړه .
                          ویرجینیا
                          I believe the sun should never set upon an argument.
                          I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                          Comment


                          • #28
                            I believe the sun should never set upon an argument.
                            I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                            Comment


                            • #29
                              [ATTACH]6476[/ATTACH]
                              I believe the sun should never set upon an argument.
                              I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

                              Comment


                              • #30
                                که باشد که پیوند سام سوار
                                نخواهد از اهواز تا قندهار
                                "So Sām hath not need ride afar
                                from Ahvaz up to Qandehar."
                                Ferdosi
                                Even Adobe Photoshop can't change me.

                                A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

                                For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


                                The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

                                -Ferishta, 1560–1620

                                Comment

                                Working...
                                X