سپينه کونتره مې له ډزه د مشين وساته
د رباب ټنګ به امن راولي يقين وساته
د رباب ټنګ به امن راولي يقين وساته
خېر دے کۀ سر دې وي ببر او جامې هم رېمنې
څومره چې کېږي درنه فکر دې مهين وساته
څومره چې کېږي درنه فکر دې مهين وساته
خلق د خپل مندر، ګرجې، ګوردوارې مۀ جارباسه
تۀ د جومات مناره ټينګه کړه خپل دين وساته
تۀ د جومات مناره ټينګه کړه خپل دين وساته
د نفرت تاؤ په دې دا ګل ښائست کړي سوے سکارۀ
د دغه اور د سرو لمبو نه دې جبين وساته
د دغه اور د سرو لمبو نه دې جبين وساته
پردے پردے درسره هار د ملغلرو ښکاري
په دنګه غاړه لونګينې لونګين وساته
په دنګه غاړه لونګينې لونګين وساته
خلق به څنګه ملګرتيا ستا د نظر نۀ کوي
زړۀ آئينه، سترګې مسکۍ، لهجه ګبين وساته
زړۀ آئينه، سترګې مسکۍ، لهجه ګبين وساته
چې د بارودو د تاؤ څۀ اثر خو کم کړي کنه
فطرته غرونه زمونږ دغسې واورين وساته
فطرته غرونه زمونږ دغسې واورين وساته
وې ئې زما د تخت او تاج خو دے په دغې کښې خېر
د بې خېرۍ خبر هر وخت تازه ترين وساته
د بې خېرۍ خبر هر وخت تازه ترين وساته
د انسانانو د جونګړو چې هيڅ غم ونۀ کړې
د خدائے کورونه سپين سپېځلي مرمرين وساته
د خدائے کورونه سپين سپېځلي مرمرين وساته
زۀ په دې لوبه کښې خاموش کښېناستل جرم ګڼم
تۀ پکښې خېر دے ځان د لرې تماشبين وساته
تۀ پکښې خېر دے ځان د لرې تماشبين وساته
هغۀ ته هيڅ نۀ وائي څوک چې زما نوم نۀ زغمي
او ما ته وائي چې هيڅ مۀ وايه نيت سپين وساته
او ما ته وائي چې هيڅ مۀ وايه نيت سپين وساته
زما بچي ته پير روښان او باچا خان پرېږدوه
په خپل نصاب کښې رنجيت سنګهـ، سبکتګين وساته
په خپل نصاب کښې رنجيت سنګهـ، سبکتګين وساته
د فن معراج ته رسېدل ګرانه خبره نۀ ده
زړۀ د فنکار لره خو ذهن نکته چين وساته
زړۀ د فنکار لره خو ذهن نکته چين وساته
خلق به وينې تويوي، اور به کري امجده!
تۀ په هر حال کښې خپل فکرونه ګل ورين وساته
تۀ په هر حال کښې خپل فکرونه ګل ورين وساته
امجد شهزاد

Comment