Announcement

Collapse
No announcement yet.

سپينه کونتره مې لۀ ډزه د مشين وساته

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • سپينه کونتره مې لۀ ډزه د مشين وساته

    سپينه کونتره مې له ډزه د مشين وساته
    د رباب ټنګ به امن راولي يقين وساته



    خېر دے کۀ سر دې وي ببر او جامې هم رېمنې
    څومره چې کېږي درنه فکر دې مهين وساته



    خلق د خپل مندر، ګرجې، ګوردوارې مۀ جارباسه
    تۀ د جومات مناره ټينګه کړه خپل دين وساته



    د نفرت تاؤ په دې دا ګل ښائست کړي سوے سکارۀ
    د دغه اور د سرو لمبو نه دې جبين وساته



    پردے پردے درسره هار د ملغلرو ښکاري
    په دنګه غاړه لونګينې لونګين وساته



    خلق به څنګه ملګرتيا ستا د نظر نۀ کوي
    زړۀ آئينه، سترګې مسکۍ، لهجه ګبين وساته



    چې د بارودو د تاؤ څۀ اثر خو کم کړي کنه
    فطرته غرونه زمونږ دغسې واورين وساته



    وې ئې زما د تخت او تاج خو دے په دغې کښې خېر
    د بې خېرۍ خبر هر وخت تازه ترين وساته



    د انسانانو د جونګړو چې هيڅ غم ونۀ کړې
    د خدائے کورونه سپين سپېځلي مرمرين وساته



    زۀ په دې لوبه کښې خاموش کښېناستل جرم ګڼم
    تۀ پکښې خېر دے ځان د لرې تماشبين وساته



    هغۀ ته هيڅ نۀ وائي څوک چې زما نوم نۀ زغمي
    او ما ته وائي چې هيڅ مۀ وايه نيت سپين وساته



    زما بچي ته پير روښان او باچا خان پرېږدوه
    په خپل نصاب کښې رنجيت سنګهـ، سبکتګين وساته



    د فن معراج ته رسېدل ګرانه خبره نۀ ده
    زړۀ د فنکار لره خو ذهن نکته چين وساته



    خلق به وينې تويوي، اور به کري امجده!
    تۀ په هر حال کښې خپل فکرونه ګل ورين وساته



    امجد شهزاد
    Last edited by Yousafzai Pakhtun; 12-04-2010, 01:46 AM.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Originally posted by Aseer Jaan
    Yusufzai lala nor ka larey ko share ka
    Here you are graana!

    نۀ ډال لرم، نۀ توره شته، نۀ نيام
    پروت يمه زور د کليمې ته مدام
    چې نۀ سړو ته مو په سر کړو دستار
    کابل ئې لوټې لوټې راکړو انعام
    هلته کښې ژوند کول به خود وي کفر
    چرته چې ساز غږول هم شي حرام
    په محبت باندې لرمه ايمان
    حاصل مې دغه دے د واړه کلام
    **********
    زمونږ په کلي کښې تر اوسه دا خبره کېږي
    چې فېصلې د تقديرونو چرته بره کېږي
    زۀ د دې خلقو سره ډيره ډېره مينه لرم
    خو د دې خلقو له ذهنونو نه مې ويره کېږي
    مونږ په هغه سپرلي سپرلي جانان شعرونه وايو
    چې ئې د ګلو بارانونه له نظره کېږي
    ملا ته وايه مونږ د ذکر مکر خلق نۀ يو
    زمونږ د زړونو تسلي خو په سندره کېږي
    راځئ چې ټول اولس يو داسې جنګ ته ملا وتړو
    چې بې بارودو، بې ټوپکه، بې لښکره کېږي
    امجده اوسي په قلاره د هنر خاوندان
    د اور او وينې لوبې تل په بې هنره کېږي
    ××××××××××
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment

    Working...
    X