Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #76
    جنسي تیري او جنسي ځورونې :


    د بشري حقونو د څار له ټولنې سره د کابل ډیریو روغتیاپالانو د مرکو په لړ کې وویل چې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کلونو کې د وحدت او اتحاد د ډلو او ځواکونو له پلوه جنسي تیري او د جنسي ځورونو نور ډولونه په ځانگړې توگه پر ښځو تر سره شوي دي ،دغه ډول تیري او ځورونې کابل ته په ور څیرمه سیمو کې د دغه پـَیـر د دښمنیو پر مهال هم تر سره شوي دي.[1] د بشري حقونو د څار ټولنې ونه شوای کولای د دغه مهال د جنسي تیریو له ډیریو بلهاریانو " قربانیانو " سره مخامخ خبرې وکړي ځکه نجونې او ښځې دغو ډول مرکو ته دومره لیوالتیا نه لري او یا یې د کورنۍ غړي نه پریږدي چې په دې اړوند خبرې وکړي. خو د دغو پیښو شاهدان او لاسوندونه شته. موږ مخکې له ح. ک څخه یادونه وکړه چې د دغه پیر د پیښو پیښلیکنیزه بڼه یې لیکلې ده او موږ پورته نغوته وکړه چې د هغه پروژه د پیښو ، سړي تښتونو ، لوټماریو په لاسوندولو راڅرخیدله ، نوموړي د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل هغو پلټونکو چې د ۱۹۹۰ز لسیزې په پیل کې د دغو ډول پیښو په اړه پلټنه کوله پوهیدل چې د کابل په لویدیځ کې سړي تښتونه او پر ښځو جنسي تیري خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ، خو هغه زیاته کړه چې ډیري کورنۍ دې ته چمتو ته دي چې په دې اړوند ډیر مالومات ورکړي.

    " په داسې پیښو کې د ښځو د تښتولو او یا پر هغوی د جنسي تیریو په اړه د مالوماتو را ټول نه شونی ول. د تښتول شویو ښځو کورنۍ او یا هغوی چې تښتول شوي دي د کورنۍ نوم او ویاړ له ویرې نشي کولای د هغه جنایت په اړه خبرې وکړي چې پر دوی تیر شوی دی. کورنۍ په لوی لاس انکار کوي چې که چا د دوی له کوره چا ښځه تښتولي وي ، یا نه غواړي چې د دغو پیښو په تړاو خبرې وکړي ؛ دا ځکه چې افغان کورنۍ ډیرې محافظه کارې دي. نورې کورنۍ پوهیږي چې په کومې کورنۍ کې څه تیر شوي دي ، په دغو کورنیو کې داسې کیسې ډیري دي چې د نورو کورنیو د ښځو د تښتولو په اړه خبرې دي . ما ته به ډیرو کسانو ویل چې " هغه کورته گورﺉ ، د سړک په دغه یا هاغه غاړه کور کې یوه ښځه تښتول شوې وه" خو کله موږ هغې کورنۍ ته ورتللو او له هغو څخه مو پوښتنه کوله هغوی انکار کاوه او ویل یې چې هېڅ نه دي پیښ شوي. داسې ځوابونه تل او هر چیرې را کول کېدل. یو شمیر کورنیو منله چې د هغوی له کوره هلک تښتول شوی یا پر هغه جنسي تیری شوی خو د ښځو په اړه یې هېڅ نه ویل. "[2]

    د بشري حقونو د څار ټولنې له بیلا بیلو ژورنالیستانو او د ټولنیزو چارو له کارکوونکو څخه بیلابیل مالومات ترلاسه کړل او ټینگار کوي چې له دوی سره د جنسي تیرو د پیښو لاسوندونه شته � په ځانگړې توگه د جمعیت ، اسلامي گوند او وحدت د ډلو په اړه چې د خلکو پر کورونو ورننوتل او پر ښځو یې جنسي تیري کول.[3] همدا شان د بشري حقونو د څار ټولنې ته د جمعیت ، وحدت او جنبش ځواکونو د جنسي تیریو په اړه د ډاډ وړ مالومات را رسیدلي دي.[4] مخکې مو د کابل په لویدیځ کې له روغیتا پالې س. ک څخه یادونه وکړه ، نوموړې وایي چې هغې د داسې میرمنو درملنه کړې ده چې په ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ زکلونو کې د کابل په لویدیځ کې پرې جنسي تیري شوي ول � هغه زیاتوي چې دوی د سړکونو له مخې د ډیرو وژل شویو میرمنو جسدونه راټول کړي دي � د هغوی له جسدونو څخه په څرگنده ښکاریدل چې پر هغوی جنسي تیري شوي ول. [5]

    د نجیب الله د واکمنۍ له را پرځېدا وروسته په کابل کې د بیلا بیلو ډلو د سرتیرو له پلوه د بې شمیرو تر سره شویو جنسي تیریو پراخې پلټنې ته اړتیا شته. د لاسوندونو پر بنسټ په دغه مهالیز واټن کې جنسي تیرې د یوې ساري روحي ناروغۍ په بڼه د ډلو د ځواکونو د سرتیرو او بولندویانو په منځ کې خپره شوه ، په دې کې د لوړې کچې بولندویان هم شته ، او داسې بریښي چې ځواکمنو بولندویانو د هغې په مخنیوۍ کې وَړَند او اړین گامونه له اره نه دي اوچت کړي. په ځینو پیښو کې لوړ پوړي بولندویان په خپله ښکیل ول. [6]

    --------------------------------------------------------

    [1] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker, Kabul, July 9, 2003; Human
    Rights Watch interview with H.K., aid worker, Kabul, July 5, 2003.
    [2] Human Rights Watch interview with H.K., aid worker, Kabul, July 5, 2003.
    [3] �Human Rights Watch interview with Y.U., journalist, Kabul, July 8, 2003 (documented rape of
    women by Hezb-e Islami forces); Human Rights Watch interview with J.J.E, civil society leader,
    Kabul, July 10, 2003 (documented case of three women raped by Jamiat forces in Micrayon); Human
    Rights Watch telephone interview with John Jennings, Associated Press correspondent in Kabul 1992-
    1993, April 8, 2004 (describing evidence of rape by Wahdat). Terence White, a journalist with Agence
    France-Presse, also documented cases of rape of Afghan women by various mujahedin forces in 1992
    and 1993. See Terence White, �Afghan women protest outside UN office as Turks evacuate Kabul,�
    Agence France-Presse, February 9, 1993.
    [4] Human Rights Watch interview with J.G.M., former government security official in 1992-1993,
    Kabul, July 10, 2003 and Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e Nazar official,
    Kabul, July 11 and 20, 2003 (admitting Jamiat forces were regularly implicated in rapes); Human
    Rights Watch interview with K.M.B., former combatant who served under Ittihad forces, Kabul, July
    4, 2003 (witnessed women who said they were raped by Wahdat); Human Rights Watch interview
    with C.S.A., former government security official, July 18, 2003 (documented rapes by Junbish).
    [5] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker in west Kabul during early
    1990�s, Kabul, July 9, 2003. S.K. described a typical case of a woman she found on the street in Karte
    She, in west Kabul: �A Pashtun; she had some tattoos on her face. She had been killed, and she had
    been tortured, you could see, and raped. We picked her up and took her to the hospital. . . .� Ibid.
    [6] For more information on the specific legal standards of international humanitarian law applicable
    to rape and the culpability of individual commanders, see section IV below.


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

    Comment


    • #77
      افغانستان او ډېموکراسي.. ستونزه چېرته ده؟

      په افغانستان کې د "ډېموکراسۍ "د پروسې د پلې کېدو په موخه د درېيم پړاو ټاکنې له هر اړخه بېلې، بریالۍ او پیغام لرونکې ټاکنې وې، که یوه لور ته نوموړې ټاکنې د افغانستان د د ښمنانو پر خوله غاښ ماتونکی ګزار ؤ، خو بل لور ته د ډېموکراسۍ د ملاتړې ټولنې (لوېديځوالې ټولنې) پر مخ ذلتباره څپېړه وه او درېیم لور ته هغو ګاونډیو هېوادونو ته هم څرګند اخطار ؤ، چې د افغانستان په چارو کې د خپلو سیاسي موخو تر لاسه کولو لپاره د مذهبی، لساني او نژادي عمق له لارې لاسوهنه کوي. او په پای کې يې افغانانو ته دا پیاوړی او ثابت پیغام درلود، چې د "ډېموکراسۍ "د پروسې خاوندان باید پخپله متحد افغانان وي، نه دا چې ډېموکراسي د لوېديځ له لوري دوی ته ډالۍ شي. ټول کورني او بهرني څارونکي په دې متفق او یوه خوله دي، چې په افغانستان کې د درېیم پړاو ټاکنې ځانګړې او بريالې ټاکنې وې، نو دا ټوپير او بریا په څه کې نغښتی او څرنګه ده، او پیغام څه او چا ته ؤ؟.
      دا خو په نړیواله کچه یو منل شوی حقیقت دی، چې ډېموکراسي د حکومتدارۍ او قانونمنۍ لپاره ښه اصل دی، خو پوښتنه دا ده، چې نوموړی اصل باید د لوېديځ له اړخه ولسونو ته ډالۍ شي او که پخپله ولسونه د ډېموکراسۍ د رامنځته کولو څېښتن وي؟ دلوېديځ استعماري ځواک تل ډېموکراسي د یوه غولونکي شعار په څېر د خپلو ناوړه استعماري موخو لپاره ګمارلی دی، دنړۍ هغو هیوادونو ته باید د لویدیځ استعمار ډيموکراسۍ ډالۍ کړي !، چې تر اوسه ورنه محروم دي، دوی باید د لوېدیځ پر مټ د ډېموکراسۍ خاوندان شي؛ کومه چې د مستبدو پادشاهانو او حاکمانو د استبداد په پایله کې ورنه محروم ساتل شوی، د هغې دېموکراسۍ څخه باید دوی هم خوندونه واخلی چې په لوېدیخ کې د لوېدیځ تمدن عامو خلکو او ولسونو ته ورپه برخه کړی، محروم مسلمان او وروسته پاتې هېوادونه هم باید د ډېموکراسۍ د اصولوو سره سم د لوېدیځ په څېر د داسې پرمختللې ټولنې خاوندان شي چې یوه شیبه هم څوک پکې کراری نه لري، ټول د ماشین په څیرپه مستمر کار بوخت، شپه او ورځ د تولید او ثروت ټولولو په غم کې لالهاند دي ، ته به وایی : چې په دې ټولنه کې خلک کومې بلا پسې اخیستی دی او ځغلوي ئې !، شپه او ورځ د ګرځندې میچنې په څیر په کار بوخت دی ، چې یوه شیبه کراری نه لری . هغه ټولنه چې په حقیقت کې انسان پکې په اخلاقی لحاظ د حیوانیت درجې ته راټیټیږي، هغه ټولنه چې انسان پکې روحې کراری او سکون نه لري ، هغه ټولنه چې انسان پکې د تولید د ماشین د سون مواد وګرځی او د مادیت بنده او ذلیل پیروشي ، هغه ټولنه چې پکې انسان په خپلو جنسی اړیکو کې تر حیوان راټیټ وی، هغه ټولنه چې پکې انسان د خپلو نفسي خواهشاتو ذلیل او خوار بنده وي ، هغه ټولنه چې پکې انسان بدبخته ، اندیښمن او سرګردانه وي، او د اندیښنې او سرګردانۍ څخه نلیږي، اوپه لیونتوب ، جرم ، او جنسی شذوذ او راونی او عصبی امراضوباندې آخته وي !!.
      دلویدیځ استعمار د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې افغانستان ته راغی، تر څو خلکو ته دا د ډېموکراسۍ پر اصولو ولاړه ټولنه جوړ کړي!، خو پوښتنه دا ده چې نوموړې ټولنه ولی د لسو کالونو په اوږدو کې په افغانستان کې جوړ نه شو ه، اوتر دې وړاندې په عراق کې هم شعار همدا د ډېموکراسۍ پلېکېدل وو ،چې پلې نه شوه؟، آیا ریښتیا لویدیځ پر اسلامی نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان دا لورینه لري، چې خلک پکې د اخلاقي او دیني اړخه د هغې بدبخته او لوېدلې ټولنه خاوندان شي، چې تر مادي پرمختګ او بدني هوساینې پرته په کې د نورو انساني اړتیاوو څرک نه تر سترګو کېږي، کومه ټولنه چې د لوېدیځ وګړی ورنه خوندونه اخلي !؟، که دا هسې شعار دی، چې د خلکو د غلامۍ او د خلکو د ثروتونو دغارتولو لپاره پورته شوی دی!!؟.
      په حقیقت کې د لویدیځ استعمار د ا د اخلاقي او دیني اړخه لوېدلې ټولنه هم د اسلامی نړۍ په هیوادونو نه لوروي، ځکه چې لوېدیځ په دې پوهېږي ، چې اسلام د انساني ټولنې د نظم او حکومتدارۍ لپاره تر ډېموکراسۍ غوره نظام لري، کوم نظام چې توانېدلی شي د ډېموکراسۍ د هغو اصول څخه چې د اسلام سره په ټکر کې نه دي او په تېره بیا په اصل کې د اسلام څخه سرچینه اخلي، د خپلو چارو د سمون لپاره وګماري . په دې اړه روښانه دلیل دا دی: هغه اسلامی حرکتونه چې د ډېموکراسۍ د اساساتو پربنسټ په اسلامی نړۍ کې حکم ته ورسېدل ، بیا په بنیادګرایۍ تورن او د پوځي انقلابونو او دسیسوو له لیارې د حکم نه ګوښه شول ، ځکه چې دوی د اسلامی اصول په اساس د یوه اسلامی حکومت او ټولنې غوښتونکی وو ، او موږ په خپله معاصره زمانه کې دا راز ډیر مثالونه لرو ، چې د فلسطین د حماس ګوند ، دالجزایر اسلامی حرکت ،د ترکیې د رفاه اسلامی ګوند او دمصر د اخوان المسلمين.. چې د غربي ډېموکراسۍ د اصول سره سم د خلکو د عام انتخاباتو په پایله کې حکم ته ورسېدل ، خو له کومه ځایه چې د لوېدیځ استعمار خپل کرغیړن مصلحتونه د دې اسلامی حرکتونو په حکومت کې په خطر کې لېدل نو ئې دې راز رزا توطیئو په اساس له حکومتدارۍ نه ګوښه کړل ، او په ډیره سادګۍ ئې د بنیاد ګرایۍ په تور تورن کړل.
      تاریخ شاهد دی، چې د لوېدیځ استعماري ځواک د خپل سیاسي خوځښت او نفوذ په کړۍ کې یوازې خپلو مادي ګټو ته اهمیت ورکوي اوهر وخت خپلې پرېکړې د همدغه موخې د خوندیتوب پر بنسټ کوي، نو هر کله چې نوموړې ګټې زیانمنېږي، بیا استعماري ځواک او په سیمه کې استبدادي حکومتونه چې یوازنۍ موخه یې د خپل واک اوږدول دي، هر ډول اصول، ارزښتونه او حقوق تر پښو لاندې کوي، او خپل ګټي خوندي ساتي.
      د نورو ګڼو عوامل سره سره هغه څه چې د لوېدیځ استعماري ځواک ته خورا اهمت لري. هغه دمادي ګټو او مصلحتونو زیانمنېدل دي، که په ترکیه کې اسلامپالانو وکولای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږي او د خپل ملت او ولسونو قناعت حاصل کړي، و او په خپله اسلامي پروسه کې مخ پروړاندې په حرکت کې پاتې شي، خو په مصر کې چې ترکیې د تجربې سره د ځینو لاملونو له کبله توپیر لري ، بیا د اخوان المسلمین حکومت د ګڼ شمېر نورو لاملونه سره د مادي مصلحت له کبله راوپزول شو.
      د ترکیه په څير د مصر اخواني سوله ییزحکومت هم په پام کې درلودل تر څو د "سویس کانال " ټولګټه لویه پروژه پراخه او په لوي ظرفیت سره پلې کړي، او ختيځ د لوېدیځ سره د ډېر لنډ واټن له لارې و نښلوي. کوم سوداګریز توکي چې اوس مهال د دوبي له لارې آسیایی او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د سویس د کانال له لارې په ډېر کم لګښت لېږدول کېدی شي، د دوبي په اقتصادي مارکیټ واکمن مادي استعماري ځواک او ورسره د خلیج شیخان په دې پوهېدل چې په دې کار سره به د اماراتو او تر شا یې ولاړ مادي استعماري ځواک ګټې زیانمنې شي، له دې کبله د اماراتو او سعودي شیخانو د خپلو مادي ګټو د خونديتوب لپاره اسلامي ارزښتونو ته شا کړه او په مصر کې یې د اخوان المسلمین منځلاری سوله ییز اسلامي حکومت نسکور کړ، که هر څومره په خپلو ګمارل شوو رسنیو کې نور نور دلایل وړاندې کوي، خو د اخوانیانو د حکومت د ړنګېدو یو بنسټیز لامل اسراییلو ته د ګواښ تر څنګ همدا د "کانال سویس" ټولګټه پروژه هم وه، چې اخوانیانو په پام کې درلودل چې په راتلونکې کې نوموړي بنسټيزه پروژه بشپړه کړي.
      اوس که موږ د لویدیځ معاصر تاریخ وګورو ، نو په روښانه ډول لیدلی شو چې خپلو اقتصادی مصلحتونو ته دخلکو په چمتو کولوکې ، د بیوزله او مظلومو ملتونو په ضد هغه وسلې استعمالوي ، چې د بشریت په تاریخ کې تر دوی پرته بل چا نه دی استعمال کړی، که څوک د دوی د ډېموکراسي غولونکی شعار نه مني ، نوبیا د بې ۵۲ الوتکو او دوربرده راکټونو په ذریعه د بینادګرایۍ په تور ورته دوزخ جوړوي ، او که د دوی اقتصادی مصلحتونو ته غاړه نه ږدي بیا ئې په هغه وحشتناکه زندانونو کې لکه ګوانتیناما ، ابو غریب ، بګرام .. چې د لوېدیځ د استعمار په ټنډه کې تور داغونه دي، د جبر او تشدد ترقمچینه لاندې ځوروي.
      نن نړیوال شاهد دي، چې د کومونیزم د وحشتناکه زندانو په پرتله د لوېدیځ د استعمار په زندانونو کې غیر انسانی کارنامې ډیرې مشهورې شوې دي. په حقیقت کې په افغانستان کې دا د ډېموکراسۍ په نامه غولونکې ټولنه د لوېدیځ د کینه کښ استعماردوه مخه توطیئه ده.
      دا حقیقت دی، چې په افغانستان کې د درېیم پړاو ټاکنې په پرېکنده توګه په ډاګه کوي، چې لوېديځ پر افغانستان او اسلامي نړۍ د ډېموکراسۍ له اصولو سره سم یو ولسواک اسلامي حکومت نه لوروي، ځکه هغه ټاکنې چې تر ډېره برېده د لوېديځ پر مټ او د لوېديځ پر نظارت په افغانستان کې تر دې وړاندې تر سره شوې ډېرې نیمګړې او نا سمې ټاکنې وې، د تقلب او تخلف پیښې يې ټولې نړۍ ته څرګندې شوې، لوېديځ په خپله د خپلو اهدافو لپاره پکې ژورې لاسوهنې وکړې.
      خو د دې پر مقابل کې کومې ټاکنې چې سږ کال د حمل په شپاړلسمه نیټه په افغانستان کې تر سره شوې، د نړیوالو معیارونو پر بنسټ بریالۍ او بېلې ټاکنې وې، او د بریا راز یې په همدې کې نغښتی ؤ، چې نوموړې ټاکنې پخپله د افغانانو پر لاس تر بهرنۍ مداخلې پرته تر سره شوې، که دا په څه دلالت کوي، نو له شک پرته په پرېکنده توګه په دې دلالت کوي، چې افغانان باید د خپل برخلیک خاوندان وي، کوم برخلیک چې دوی غواړي هغه د خپلو فرهنګي، دیني او اخلاقي ارزښتونو سره سم، ځانته وټاکي هغه برخلیک باید دوی پخپله وټاکي نه دا چې بهرنیان یې دوی ته ډالۍ کړي.
      د افغانستان د باتور ملت هیله دا ده، چې په سیاسی مشرانو کې ئې دا فراست او ځیرتیاپیدا شي ،چې د لوېدیځ مکاره څېره وپیژني، او د دردېدلی او کړیدلی ملت لپاره د لوېدیځ دا دسیسه شنډه کړی ، او افغانستان ته د صداقت او اخلاص پر بنسټ په خپلو کې سره کېني او خپلې کشالې په خپله د بهرنیو د لاسوهنې نه پرته هوارې کړي.
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment


      • #78
        افغانستان: د سولی پر ضد جنايتونه!!! بروس ريچا&

        د قدر وړ لوستونکو د پورتنی سر خط لاندی ليکنه د افغانستان د خواخوږی ليکوال ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۲۲نيټه د دعوت په معتبر ويبسايټ کی خپريدو ته سپارل شوی او ما د وخت د تقاضا په بنسټ په پښتو ژباړلی چی لوستلو ته يی تاسو ګران او په وطن مين هيوادوال رابولم.
        "شيکاګو – ايلونويی:
        د ۲۰۱۲ کال د مۍ په شلمه نيټه د (امريکا.ژ) د شيکاګو په ښار کی د افغانستان او عراق (امريکایې.ژ) جنګياليو د جنګ پر ضد مظاهره وکړه. د افغانستان او عراق جنګيالو هغه پټۍ او مدالونه چی ددوي د خدمتونو په بدل کی ورکړل شوي وو د اعتراض په توګه مسترد کړل، ددوي د وينا له مخی چی " دا جنګ په دروغو ولاړ دی چی له امله يی په زرهاوو بيګناه خلکو ژوند له لاسه ورکړ او هم هغه ميلياردونه ډالر چی په دي لاره کی لګول شوي بايد په دغو پيسو ودانيزي چاري لکه د لويو لارو جوړول،د روغتيايی خدمتونو برابرول، د ښوونځيو جوړول، بيا ابادولو او نورو لګيدلی وي خو په فاسدو کارونو ولګول شوي." مظاهره کوونکو د امريکايی جنګياليو په ډول په ښکاره ډول ويل چی په افغانستان او عراق کی د امريکا دا جګړه په اخلاقی، ستراتيژيکی او دفاعی لحاظ د منلو وړ نه ده او ددغی جګړې د ډير ژر پای ته رسيدو غوښتنه يی کوله.


        په ماليزيا کی د"خلکو د محکمی" لخوا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر جارج ډبليو بش، د هغه مرستيال ريچارډ (ډيک.ژ) چينی او د بش د اداری شپږ نورغړي په جنګی جرمونو متهم وګڼل شول. د خلکو محکمی(ټربيونل)، نړيوالی جنګی محکمی او د ملګرو ملتونود ملی امنيت شورا ته ددغو په جنګی جرمونو تورنو کسانو د محاکمی څخه مخکی د مشورو لپاره او محکمی ته د راښکلو په اړه لاسوندونه وسپارل شول. تورن کسان د بش د اداری پخوانی کارکوونکي لکه ريچارډ (ډک.ژ) چينی، د ولسمشر مرستيال، ډونالډ رمسفلډ، د دفاع وزير، البرټو ګونزالس، د ولسمشر پخوانی قانونی مشاور، ډيوډ آډنګټن، د مرستيال ولسمشر (چينی.ژ) عمومی مشاور، جنرال جی بی، مرستيال څارنوال، او جان يو، د لوی څارنوال پخوانی مرستيال شامل دي.په دوي باندی "د سولی پر ضد د جنايت، جنګ او تجاوز، د (جنګ.ژ) په اړه قانونی تفسير او شکنجی نا محدود تورونه لګول شويدي." د بش د اداری دا مقامات ددوي په نشتوالی (غياب) کی محاکمه شويدي. دا دويم ځل دی چی د 'خلکو د محکمی 'لخوا دوي په غياب کی محاکمه کيږې. لومړۍ محکمه د 'روسل خلکو محکمه' وه چی په ۱۹۹۲ کی تشکيل شوی وه.
        د امريکايی مقاماتو پر ضد جنګی تورونه د معمول مطابق له نظره غورځول شويدي. د استعماری زمانی څخه په مننه/شکر کولو چی ' زور قالب نلری' د رسنيو لنډ مهاله ذهنونو دغه جريان له پامه غورځولې دی. نو په دی لحاظ دا پوره روښانه خبره ده چی د واشنګټن پوسټ د محافظه کاری ورځپاڼی چلوونکي/مديران د متحده ايالاتو جنګی جنايات په مشترک ډول د خلکو ذهنونه په غلطه تغذيه او د لوستونکو څخه حقايق پټ ساتي. ددغومجازاتو غوښتنه چی د خلکو د محکمی لخوا په عدالت/محکمه کی وړاندې شوی د سختی مبارزی سره مخامخ ده. لکه چی د بش او اوباما ادارو په افغانستان او عراق کی د جنګی جنايتونو څخه خپلو ځانونو ته مصؤنيت ورکړيدی نو ددوې محاکمه کول به تر يو وخته پوری توپير ولری او يا به هم تر هغه پوری شاته واچول شی چی ترڅو پوری ددي تورنو کسانو په اړه د نړيوالی محکمی لخوا د مسافرت د څلورمی مادی په اساس د نيولو د برخليک سره مخامخ شيِ.

        پروفيسور فرانسيس ای. بويل چی د (امريکا.ژ) د ايلينوی د پوهنتون يوه وتلی څيره ده په وينا چی وايی هغه جنګی جنايات چی د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځونو تر سره کړيدي د اوباما اداری په افغانستان کی د غير قانونی شکنجو چی په کور دننه او نړيواله اندازه تر سره کيږی تيری کړی او هيڅ پای ته نه دې رسيدلي، او په هغه اندازه دوام لرې لکه چی د بش په وخت کی رواني وي چی دا پخپله د نړيوالو قوانيو څخه په ښکاره سر غړونه ده. د بش او اوباما دواړو ادارو د يو رقابت په ډول د نړيوالو قوانيونو څخه لکه د نړيوالی جګړی په وخت کی چی متفقينو(اتحادی.ژ) ځواکونو په محوری ځواکونو باندی بريا حاصله او ورپسی همدغو متففقيو نړيواله محکمه دايره او د محوری ځواکونو غړې يی محاکمه، زندانی او د جګړی په پای کی يی په سزا ورسول، سر غړونې کړيدي.
        جنګی جنايات، لنډيز:
        د فبرورۍ په ۲۹ کال ۱۹۹۲، د جنګی جنايتونود نړيوالی محکمی ټربيونل جوړ شو، چی ولسمشر هربرټ ډبليو بش (اوباما څخه د مخکنی ولسمشر بش پلار.ژ)، د ولسمشر مرستيال ډنفورډ کويل، د دفاع وزير ريچارډ (ډک.ژ) چينی، جنرال نورمان شوارزکوف د فارس خليج په جګړه کی دملګرو هيوادونود ځواکونو عمومی قوماندان او نور په نولسو (۱۹) فقرو کی په جنګی جرمونو کی په لاس لرلو بدون له شکه تورن وګڼل شول. په دی ډله کی د سولی پر ضد د عراق پر خلاف د امريکا د متحده ايالتونو تحريک کوونکي جنګی اقدامات چی د جنيوا د ۱۹۴۹ کال د ۵۱.۴ مادی چی په ۱۹۷۷ کال پــه لــــومــــړی (۱) پروتوکول کی ضميمه دي ښکاره سر غړونه ده، چی په هغه کی بمباری کول، د عسکری ځواک څخه د حد نه زيات کار اخستل، ډله ايزه وژنه چی د پروتوکول په ۵۶ ماده کی يی ذکر شويدی سرغړونه ده، همدا راز په تاسيساتو باندی د خطرناکو موادو استعمال او ويجاړونه چی د بشر پر ضد د جنايتونو قصدی عمل دی، د عراق عام وګړي د څکلود اوبو، طبی اسانتياوو، خوراکې موادو او د ژوند د نورو اړتياوو څخه محرومول چی بشری ضد کار دی سرغړونه ده ( منابع: د جنګی جنايتونو په اړه قضاوت، نړيوال سياسی عدالت (ښاغلی.ژ) يويس بيګ بيډر، او د جنګ قانونی لاسوندونه (اسناد)،( ښاغلو.ژ) آدم رابرټ او ريچارډ ګويلف، ۱۹۸۹).

        د جنګی جنايتونو د قضايی دعوی په انتظار:
        په دی اخرو ورځو کی قانون پوهانو د جارج ډبليو بش او اوباما په ادارو باندی په افغانستان کی د نړيوالو قوانيونو څخه د سر غړونو يو بل ته مشابه (ورته) تورونه ثبت کړيدې. په اوسنی وخت کی نړيوالو قانون پوهانو او د قانون زده کړه ليانو (محصلينو) په بارک اوباما باندی د يو " منصفه جلاد قاضی" چی د متحده ايالتونو د جنګی جنايتونو څخه ملاتړ کوی تور پوری کړی چی نړيوال قوانين او کنوانسينونو د تړونونو څخه چی متحده ايالتونو لاسليک کړيدي او بايد چی هغو ته متعهد واوسی، سر غړونه او په هغو باندی سترګي پټي کړيدي. په دی اخرو کی د ازادۍ په نوم يوی مؤسسی چی (ښاغلی.ژ) سکدانوف ليکلی، 'متحده ايالتونو د (۱۷۰۸ څخه تر ۲۰۱۲پوری) يعنی کله چی ۲۳۷ کاله پخوا په وجود راغٰلی، ۲۴۰ ځلي يا په جګړه کی او يا د جګړی لپاره تياری نيول د خپلو قربانيانو(وژلو) په لټه کی سرغړوني کړيدي'.
        په حاضر وخت کی دا د امکان څخه ليری بريښی چی نړيواله محکمه وکولی شی په افغانستان کی جنګي سرغړونکي (ناقضين) چی متحده ايالات او د هغه ملګري هيوادونه دي، نړيوالی محکمی ته راکاږي خو دا کار هغه وخت کيدی شی چی کله دوي نورو هيوادونو ته په نړيوال سفر ځې په نخښه کړې، امکان لری چی نړيوالی محکمی ته د محاکمی لپاره ودرول شی. د داسی حکم صادرول چی په هغه کی ددغو ککړو اشخاصو چی په عسکری مداخلو تورن او يا هم د متحده ايالاتو لخوا اقتصادی بنديزونه لګول شوي په غيابت کی ددوي نيول شا مل وی، سختی مبارزی ته اړتيا ليدل کيږی، نو په دی اړه د احتمالی مجازاتو څخه د ويری په خاطر د نړيوال سفر په وخت کی ډير د احتياط څخه کار اخلی.


        د کی- جـی- * بی يو کار کونکی (مآمور) چی په افغانستان کی يی کار کړی وو خپل ژوند پخپله واخست (ځان وژنه يی وکړه):
        لئونيد شبارشين چی د کی - جی- بی مآمور او د 'ماسکو لاس' (۱۹۹۲) کتاب ليکونکی وو، ځان وژنه وکړه او دا اصطلاح يی وکاروله چی ' زما مرګ ډيــر سـوالـونه بــی جــوابــه پری ايښي دي'. د هغه کتاب ډېرې خاطری لری چی د کی- جی- بی د افغانستان - شوروی د ۱۹۷۹-۱۹۸۹کلنو پټي لاسوهنی په ډير دقت او جزئياتو سره چی په لومړی سر کی د شوروی د متقاعد شويو عاليرتبه مآمورينو ياداشتونه چی د احمد شاه مسعود سره په همکارۍ او ملګرتيا ولاړ دي بربنډوې. دی ليکونکی پخپل دغه کتاب کی د نورو کتاب ليکوونکو لپاره د شوروی د څلويښتم لمبر (۴۰) ځواک او دهغوي سره د احمد شاه مسعود د اړيکو په اړه پوره څيړني کړيدي چی څنګه هغه (احمد شاه مسعود.ژ) دا تلاش او وسواس درلود چی د يو تاجک تبار په توګه د لويی تاجکستان رهبری په غاړه واخلی ،مشغول وو.
        په دی د پام وړ معلوماتو کی چی شبارشين د افغانستان د تجزيی په اړه د شوروی اتحاد ستراتيژی چی څنګه (جهادی.ژ) مقاومت کمزوری کړی په ښکاره بيان کړيدی. د افغانستان د تجزيی دغه پټو عملياتو ته په ترتيب سره د " کاسکيډ او کربوړی" نومونه ټاکل شوي وو. شوروی اتحاد داسی نيت درلود چی د افغانستان مقاومت د قومــونــو/مـلـيـتـونو په اســاس کمزوری او هيواد تجزيی ته لار برابره کړی. په دی اړه داسی پټ پلان په نظر کی نيول شوی وو چی د شمال لږکيو/اقليتونو ته مالی او نظامی مرستي برابری کړی چی په دی کار خپلې طرفداری مليشي د پښتنو ډيرکيو/اکثريت په مقابل کی منظمی کړي. ددوي (شورويانو.ژ) دا ستراتيژی عينآ د لويی برتانيی د نولسمی پيړۍ ستراتيژۍ ته ورته وه، چی په اوسنی وخت کــی ددغی ستراتيژی مسالی څخه (چی د پخــولو په وخت کــی په ديــګ کــی استعماليږی.ژ) د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه پخپله نفع کار اخلی.


        د (ښاغلی.ژ) بروس ريچارډسن ياداشتونه:
        حقوقی تفسير:
        ددی کتاب په متن " د سولی پر ضد جنايات" په افغانستان کی د متحده ايالاتو د جناياتوپه اړه د محاکمی غوښتنه شويده:
        شپږ (۶) مقالي، الف، ب، پ:
        د سولی پر ضد جنايات: د جنګ لپاره پلان نيول، تياری نيول، يو تهاجم په لاره اچول يا لاره جوړول، په جګړه کی د نړيوالو تړونونو څخه تيری، قراردادونه او يا موافقي کول، يا د يوی ګډی طرحی جوړول او يا هم په مشترک ډول د يوی دسيسی د اجرا کولو لپاره لاره هوارول شامل دي.
        وګورۍ (۹۴۶ د نورمبرګ محاکمه)
        (الف،ب) جنګی جنايات: يعنی د جګړی د قوانينو او ادابو څخه تيری کول: دا تيري او تجاوزونه چی لا محدود دي لکه، وژنه، په زور شړل او د غلامۍ کارونو ته اړ ايستل، او که يا هم په بله هره بڼه وي، ددوي ټاټوبی او هيواد په زور اشغالول، د جنګی بنديانووژل يا ناړوه سلوک، د يرغملو وژل، د شخصی او وګړنيزو (عامه.ژ) اموالو لوټل، د کليو، بانډو او ښارونو ورانول، او يا نوري ويجاړتياوی چی په عسکری عملياتو کی ورته اړتيا او ضرورت نه وی د جنګی جناياتو په ټوله (جمله.ژ) کی راتلای شی.
        (ب،پ) د بشر پر ضد جنايات: يعنی، وژل، پو پنا کول (محوه کول)، په اسارت نيول، شړل (تبعيد.ژ) او ټول هغه غير انسانی اقدامات چی د غير نظامی خلکو په مقابل کی د جنګ څخه مخکی او يا د جنګ په وخت کی د هغوي د ازار او اذيت په منظور د سياسی، نژادی او يا مذهبی او يا هم هرجنايتی دليل په موخه تر سره کيږی اوکه يا هم د هيواد د کورنيو جګړو په وخت کی د تيری او تجاوز مرتکبين وي، ددی قضايی محکمی په حدودو کی راځی. (منبع: د جګړی د قوانيو لاسوندونه/اسناد چی د (ښاغلو.ژ) آدم رابرټ او ريچارډ ګويلف لخوا ورباندی کره کتنه شوی، دوهم چاپ، کال ۱۹۸۹، پاڼه/صفحه ۱۵۵).

        د افغان/شوروی جګړی اقتباسونه:
        ای.ای. ليخافسکی: 'پلاميا افګانه'، ماسکو، ۱۹۹۹، پاڼي.۴۸۵-۴۸۶، ترجمه: د سړی جګړی پروژه، واشنګټن،ډی.سی، د( ښاغلو.ژ) ګيری ګلبرګ او بروس جی. ريچارډسن لخوا: د 'افغانستان د تړون ډلي'، آپريل ۲۰۱۲، د منځنی ختيځ انسټيټوت، جنوری ۲۰۱۴.
        بوريس وی. ګروموف:' محدود ځواک (قواوي)' ماسکو:د سينټ پيټرسبرګ پوهنتون چاپخانه (مطبعه)،۱۹۹۷، د سلواکی ژبو او ادبياتو څانګۀ (ډيپارټمنټ)، هارورډ پوهنتون، څلويښتمه پاڼه، د استخباراتی اداری عمومی لوی مرکز، د شوروی جمهوريتونو مسلح ځواک. د پنجشير زمری، اتلسمه (۱۸) ګڼه،( شميري. ۸۸۲/۸۳-۳-۵-۷۷، ضميمه ۸۰، پيريچن ۱۴، لاسوند (سند) ۷۷). ژباړه: ايلن کريټوا، د ماسکو د معلوماتو مرکز.
        لئونيد شبارشين: د 'ماسکو لاس' ماسکو،: د پراګرس چاپخانه (مطبعه)، ۱۹۹۲، پاڼي ۱۷۷-۲۱۴. ژباړه: پروفيسر ايان هلفنر، د سلواکی ژبو او ادبياتو څانګه، هارډور پوهنتون.
        ډاکټر نبی مصداق، 'سياسی کمزورتيا او خارجی مداخله'، ۲۰۰۶، پاڼي. ۹۰، ۱۴۵، ۱۴۷-۱۵۰، ۱۶۲، ۱۶۷، ۱۷۱، ۱۸۱- ۱۹۲، ۱۹۶، ۲۰۶-۲۱۲، ۲۱۹، ۲۳۱-۲۳۲، ۲۴۰، ۲۵۰.
        ' د تروريزم پر ضد د امريکا جګړه' اقتباسونه:
        دا جګړه ټګی (تقلب) دی، (ښاغلی.ژ) جان پيلګر، ډيلی ميرر(ورځپاڼه.ژ) اکتوبر۲۹ نيټه، کال ۲۰۰۱.
        د 'تيلو جګړه' (ښاغلی .ژ) جم کوګان، لاس انجلس ويکلی، ۳۰ نومبر- ۶ ډسمبر کال ۲۰۰۱.
        د'تيلو متحده ايالات'، (ښاغلی.ژ) ډيمن کاولی،:سالم.کام، ۱۹ نومبر کال ۲۰۰۱.
        ' پر طالبانو د متحده ايالاتو د يرغل (حملی) پلان'، (ښاغلی) جارج آرنی: بی- بی- سی-، ۱۸ سپټمبر ۲۰۰۱.
        د 'تروريزم پر ضد د امريکا جګړه' (ښاغلی.ژ) ميخائيل چوډوفسکی:، دوهم چاپ، ۲۰۰۵، پاڼي. ۸۰-۸۱.
        ' متحده ايالاتو په ۲۳۷ کلنو کی ۲۴۰ ځله د عسکری زور څخه کار اخستی دی'، (ښاغلی.ژ) يوری سکډانوف، ۱۷۹۸- ۲۰۱۲، فريډم فنډ، د جنورۍ شلمه، ۲۰۱۴."

        په ډير درنښت
        پــا چــا


        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #79
          پر ملکي وګړو د بمبارۍ وروستۍ پېښې څه پيغام &#1






          • حکمت الله ځلاند -
            که څه هم په دې وروستيو کې پر ولسي وګړو د بهرنيو ځواکونو د بمباريو کچه راټيټه شوې ده؛ خو د تېرې سې شنبې په شپه (۱۳۹۳ لمريز کال د وري په ۲۶مه) يو ځل بيا په خوست ولايت کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې مېرمنې او ماشومان ووژل شول.
            د دغو بريدونو تر شا اهداف به کله پوره کېږي؟ امريکا به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دا وسيله تر کومه کاروي؟ او آيا د دوی دا ستراتېژي به کله بدلېږي؟ د دغه راز بريدونو خبرونه تکراري شوي؛ خو د دغو بريدونو کيفيت ته په کتو سره، ډېرې پوښتنې بې ځوابه دي.
            آيا د زورورو قاتلانو محاکمه شونې ده؟

            د بن په کنفرانس کې د انتقالي عدالت او د جنګي مجرمينو د محاکمې نارې وهل کېدې او د جنګي مجرمينو د محاکمې پلانونه طرحه کېدل؛ خو ايا هغه جرمونه چې په تېرو ديارلسو کلونو کې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې وکړل، د محاکمې وړ نه دي؟ دا نړيوال مجرمين به څوک محاکمه کوي؟
            هر کله چې بې ګناه ولسي وګړو ته په بمباريو کې مرګ ژوبله اوښتې يوازې په غندلو او په تېروتنه بللو اکتفا شوې. دا بمبارۍ او بريدونه تېروتنه بلل پر خپل ځای يو سپکاوی دی، ولې تېروتنه وبلل شي؟ اصلي موخې دې په ډاګه شي. آيا امريکايي ځواکونه په دې توګه د کابل حکومت ته يوازې دا ورفهموي، چې د هرڅه توان لري او دغو خپلسريو ته يې څوک ځواب نه شي ويلای؟ او که نور اهداف يې هم تر شا پراته دي.
            په تېرو شاوخوا دیارلسو کلونو کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو په هر قصدي بريد کې، لسګونه او سلګونه بې ګناه او بې دفاع ولسي افغانان وژل شوي، چې دا چاره له تېرو څو کلونو راهيسې بيا د بې پیلوټه الوتکو له لارې هم دوام کوي.
            د دې پوښتنې ځواب له چا سره نشته، چې هغه څوک چې د بشري حقونو د خونديتوب نارې سورې هم وهي، دارنګه زړه بوږنوونکي جنايتونه کوي؛ آيا يوه ورځ به د محاکمې مېز ته کېنول کېږي کنه؟ او څوک به يې د انتقالي عدالت د پلي کولو په نوم او د نړيوالو جنګي مجرمينو په تور محاکمه کوي او کنه؟ يا دا چې د افغانانو وژنه هر چا ته جواز لري او وژل يې جنګي جرم نه بلل کېږي.
            هرکله چې ورته جنايت کېږي، دا خو لاڅه چې قاتلين يې محاکمه شي، بلکې په ډېری مواردو کې تشه بښه هم نه غواړي او يوازې يوه تېروتنه وبلل شي. اوس افغانان هم داسې انګېري، بهرنيو ځواکونو ته د افغانانو وژل جواز لري او څوک دا تمه نه لري، چې دا نړيوال زورواکان به يو وخت د دغو جنايتونو په تړاو د ځواب ويلو لپاره د محاکمې مېز ته کېنول کېږي. تر اوسه د هغو بې شمېره جنايتونو له ډلې، ايله د يوه جنايت د عاملينو په نمايندګۍ د رابرټ بېلز په نوم د يوه کس شکلي محاکمه شوې ده، چې د ۲۰ افغانانو د وژلو تور ورپورې و؛ خو يوازې په څو موده بند محکوم شو.
            له بلې خوا د دغو جناياتو په تړاو د ځينې سيمه ييزو افغان چارواکو او ځينې افغاني رسنيو غبرګون هم ډېر ځوروونکی دی. هر کله چې دا ډول بريد شوی، سيمه ييزو چارواکو يې په يو ډول د تحريف هڅه کړې ده. کله چې په ۱۳۹۰ کال کې امريکايي ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپې له خوا شاوخوا ۲۰ تنه ولسي وګړي په خپلو کورونو کې ووژل او بيا يې اور ورواچاوه، نو په لومړي سر کې د کندهار ولايت چارواکو د پېښې د پټولو لپاره خندوونکې څرګندونې کولې.
            د امريکايي ځواکونو د دارنګه کړنو پر وړاندې د ډېری رسنيو چلند هم دې ته ورته دی. د تېر لمريز کال د کب مياشتې په ۱۵مه امريکايي ځواکونو په لوګر کې د ملي اردو پر هغه پوسته بريد وکړ، چې مخکې بهرني ځواکونه پکې مېشت وو او پېنځه تنه افغان سرتېري يې ووژل؛ خو ډېری رسنيو حتی د هغې پېښې خبر هم خپور نه کړ.
            دا ځل هم په خوست کې د امريکايي ځواکونو له خوا د استوګنې پر يوه کور د بريد او مرګ ژوبلې خبر د خوست ځايي چارواکو په يو ډول تحريفاوه او ويې ويل، چې د امريکايي ځواکونو په پوځي تمريناتو کې دا مرګ ژوبله اوښتې ده. مګر دا هغه څه دي چې بهرني ځواکونه يې د خپل پلان له مخې ترسره کوي او وخت ناوخت په دا ډول بريدونو سره بېلابېل پيغامونه لېږدوي.
            د ملکي وګړو وژنه د امريکا مهمه وسيله

            کله چې په جګړه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، نو لامل يې مشخص وي؛ خو د استوګنې پر سيمو او ملکي وګړو له کوم مشخص لامل پرته بمباري او بريدونه بيا نور پيغامونه له ځان سره لري. ظاهراً دا ډول پېښې تېروتنه بلل کېږي؛ خو هېڅ منطق دا نه مني چې پر لسګونو او سلګونو بې وسلې کسانو بیا بیا او له ګڼو اعتراضونو سره سره بمباري وشي او هغه دې تېروتنه وي. په تېرو کلونو کې پر بې ګناه ولسي وګړو د امريکايي ځواکونو د بريدونو دوام څرګنده کړه، چې د امريکا د سياسي غوښتنو د تحميلولو، يوه وسيله هم د ولسي وګړو وژل دي.
            کابو درې مياشتې وړاندې کله چې ولسمشر کرزي د امنيتي تړون له لاسليک کولو ډډه وکړه، امريکايي ځواکونو د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو بمباري وکړه او تر شلو زياتو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله. شواهدو وښوده چې هغه بريد په يو ډول د ښاغلي کرزي د دريځ ځواب وبلل شو.
            له کومې نېټې چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي دي، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو له بمبارۍ رانيولې تر نن ورځې پورې د دغو بريدونو کيفيت حيرانوونکی دی او کله ناکله دا هدفي بمبارۍ حتی د افغان ځواکونو پر پوستو هم شوې دي.
            په اوسني وخت کې هم د افغانستان شرايط په حساس پړاو کې دي، د نوي ولسمشر په ټاکلو کې د امريکا د ګټو خونديتوب، د راتلونکي ولسمشر له خوا له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک او داسې نور موضوعات، چې په راتلونکي کې به د امريکا د غوښتنو د نه منل کېدلو په صورت کې له دې وسيلې کار اخلي.
            د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو يوازې څو ورځې وروسته دارنګه بريد او په دغو حساسو شرايطو کې د امريکايانو له خوا دا ډول کړنې دا پيغام هم له ځان سره لري، چې که په راتلونکي کې په افغانستان کې هر ډول حکومت واکمن وي، د دوی پر اهدافو به هېڅ اغېز ونه لري او په خپلسري ډول به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ټولو خپلسريو ته دوام ورکوي.
            دا چې په تکراري ډول وخت ناوخت دا بريدونه کېږي، د افغانستان د ولسمشر هغې غوښتنې ته د “نه” ځواب وايي، چې بار بار يې د افغانانو پر کورونو د عملياتو د بندولو لپاره کړې او په هېواد کې د سولې او روغې جوړې په لار کې، د امريکا له خوا د رښتيني ګام اوچول غواړي.
            له بلې خوا امريکا د ترهګرۍ په نوم افسانې سره غواړي، چې په سيمه کې خپل استعماري پلانونه تضمين کړي او افغانان د خپلو غوښتنو منلو ته اړباسي. د دوی هدف، د زور له لارې د نوي او مډرن ښکېلاک، چې په نوو لارو چارو پلی کېږي، په سيمه کې تطبيقول دي.
            د امريکا د وژنو ستراتېژي د بدلون وړ ده؟

            د افغانو پر کورونو د امريکايي ځواکونو د عملياتو په تړاو په تېره په وروستيو کلونو کې په پرله پسې ډول ولسمشر کرزي جدي غبرګون ښودلی او هغه يې د افغانستان او امريکا د ټولو دوه اړخيزو موافقو خلاف بللي دي او بالاخره يې همدا شرط د امنيتي تړون د لاسليک په اړه هم امريکا ته کېښود.
            د ولسمشر کرزي دغه دريځ تر يوه بريده د دغه راز بريدونو په راکمولو کې اغېزناک و؛ خو د امريکايي لوري له دريځونو تل دا روښانه شوې، چې د افغان وژنې د لړۍ درولو هوډ نه لري.
            د امنيتي تړون د لاسليک په اړه د مشورې لپاره رابلل شوې لويې جرګې تر پرانېستې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما، حامد کرزي ته په رااستولي ليک کې ويلي وو، چې امريکايي ځواکونه به نور د افغانانو پر کورونو عمليات نه کوي؛ خو د اوباما په ليک کې دا قيد هم راغلی و، چې فوق العاده حالتونه به استثنا وي. دا قيد د ملکي وګړو پر کورونو د عملياتو د دوام په معنا و او هرکله به چې دوی د استوګنې پر سيمو بمباري يا عمليات کوي، نو استثنايي حالت به يې بولي.
            د دې ترڅنګ کوم متن چې د امنيتي تړون لپاره هم چمتو شوی و، د تړون له لاسليک وروسته امريکايي ځواکونو ته د دغه تړون د دويمې مادې له مخې د عملياتو د دوام اجازه ورکړل شوې وه. همدا اندېښنه مشورتي لويې جرګې ته حامد کرزي په خبرو کې هم راڅرګنده شوه، نوموړي وويل: «امريکايانو په تېره لسيزه کې زموږ د تمې خلاف، د افغانستان د ملت پر ضد فعاليتونه ترسره کړل؛ بې ګناه وګړي يې ووژل، د خلکو کورونو ته ننوتل. زه پر دغو کارونو راضي نه وم؛ خو اوس که د دغه تړون له لاسليک وروسته هم دغسې کارونه تکرارېږي، معنا به يې دا وي، چې زه هم د هغوی دا کارونه تاييدوم.» دا هغه څه دي، چې په څرګنده دا پيغام لېږدوي، چې که امنيتي تړون لاسليک شي هم، افغانان به د امريکايي ځواکونو له هدفي بمباريو هېڅکله هم خوندي نه وي.
            په تېرو کلونو کې د امريکايانو د ژمنو او عمل تر منځ تل توپير موجود و او د هغوی د ځواکونو بريدونو تل دا په ډاګه کړې، چې دوی د افغانستان د خلکو خونديتوب او د افغان چارواکو پرېکړو او غوښتنو ته هېڅ ارزښت هم نه ورکوي.
            که امريکايي ځواکونه د دوی پلان ته په کتو سره په افغانستان کې د جګړې بڼه هم بدله کړي او په لويو اډو کې مېشت شي، افغانان به د دوی له دغو هدفي بريدونو کله هم خوندي نه شي او وخت ناوخت به د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره له دې وسيلې کار اخلي. دا خبره روښانه ده، چې تر کومه چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې مېشت وي، په هېڅ صورت هم پر ملکي وګړو د دوی د بريدونو د بندېدلو تمه نه شي کېدای. پای

          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #80
            محور:۲۰۱۴ ټولټاکنې له پیله ترپایه سازش

            کله چې د نوم لیکنې د لومړي شرط په توګه هرکاندید د سل زره کارتونو په سپارلو مکلف شو، عبدالله عبدالله یو له هغو کاندیدانو و، چې رای کارتونه یې تر اویا زرو کم و، خو افغان دولت په ټاکنو کمیسیون فشار راوړ، چې له نوموړي سره دې ګذاره وشي. د انور الحق احدي او نجیمي په څير داسې کاندیدان و، چې ضمانتي کارتونو شمېر یې له عبدالله زیات و، خو هغوی ته د وړاندې تګ لاره بنده کړای شوه.
            کله چې د سږنیو ټاکنو لومړنۍ لس فیصده رایې اعلانېدې، د عبدالله عبدالله لپاره دهغو سیمو رایې هم په سازش سره وشمېرل شوې، چې له نورستان او کاپيسا څخه راغلې وې او دومره تقليبي وې، چې باید په هماغه ولایت کې سوځول شوې وای. دویم پړاو قیسمي رايې په داسې حال کې اعلانيږي، چې په شمېرل شوو رایو هم د تقلب یو زر شواهد وجود لري.
            په ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو کې نامریي لاسونه د کار مکلف لاسونه له منصفانه عمل څخه راګرځوي. دغه مبارزه په کمیسیونونو کې خورا سخته شوې، چې سپینه خبره وشي، یا له حق سره د حق په څېر بې پرې ګذاره وشي. د کمیسیونونو غړي نه پوهېږي، چې د څه لپاره کارکوي، لویه وېره داده، چې سپینه خبره او حقیقت ویل به نه یوازې ټاکنې، بلکې ملک هم بحران ته بوځي.
            د حکومت مداخلې ته تریوې مودې له زلمي رسول د ملاتړ په سترګه کتل کېدل، خو له کله چې نوموړي خپله ناکامي منلې، حکومتي دريځ ګڼ سوالونه راټوکولي دي.
            ځینې شنونکي فکر کوي، چې حکومت دویم رونډ ته د ټاکنو پرتګ باوري شوی دی، له دې کبله هڅه کوي، د لومړي پړاو بې نتیجې ټاکنې او جعلي* رایې د بل دور ټاکنو مهال د نانندریو دلیل ونه ګرځوي. خو ځينې شنونکي وايي، حکومت په لوی لاس د لومړي دور بریالۍ ټاکنې دویم دور ته وغځولې، ددوی په باور ښايي حکومت غواړي له یوې خوا کاندیدان ځینو تعاملاتو او سازشونو ته مجبور کړي او له بلې خوا د خپلې خوښې دویم غوراوی بري ته ورسوي.
            د چارو شنونکی اکبر جان پولاد وايي، حاکم ټيم او په نوم اپوزيسون په دې هڅه کې دي، چې څوکۍ ووېشل شي او د تېر په څېر تکراري حکومت ته دوام ورکړل شي. دی زياتوي، نور خلک له دې حالته ستړي دي او غواړي جدي بدلون وويني، څو د مفسدينو جرړې غوڅې شي.
            د اول دور په ټاکنو کې د کارول شوو رایو تریو میلیون زیاتې یې د باطلېدو وړ دي، ددغو رایو برخلیک په دواړو حالتونو کې که ثابتې شي او یا حساب شي، د ټاکنو سلامت او مشروعیت ته زیان رسولای شي.
            که یو میلیون رایې باطلې حساب شي، انتخابات په لومړي دور کې نتیجه ورکوي خو ناکام کاندید چې دباطلو رایو د مالک اصطلاح ورته کاریږي، د کمیسیونونو دې عمل ته ددولتي* توطیې په دید د کتلو په پلمه بحران ته د پروسې د غځولو هڅه کوي. که یو میلیون باطلې رایې بیا هم باطلې نشي، هغه کاندید چې د اصلي رایو مالک دی، یا خطرناک ایتلاف ته اړایستل کېږي او یایې هم پلویان په دویم دور کې په سالمه رای ګیري باور له لاسه ورکوي.
            په دواړو حالتونو کې د ټاکنو دویم دور هم د پراخ تقلب او هم د مشروعیت له خطر سره مخ دی.
            د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ وايي، له سره د ټاکنو پايلې معلومې وې، ولس بدلون غوښت او حکومت په دې هڅه کې وو، چې معامله وکړي. دا زياتوي، په لومړي روند کې هم تر تقلب زياته معامله شوې او په دويم دور کې به هم هڅه وشي، چې معاملې ته لار اواره شي، خو يوشمېر کانديدان له همدې امله معاملې ته غاړه نږدي او دويم پړاو ته د ننوتو خبر ورکوي. اغلې بارکزۍ په دې باور ده، چې تر اوسه هم د ټاکنو کميسيون په دې نه پوهيږي، چې څومره کسانو رايه ورکړې، خو فيصدي راباسي، چې دا خپله د پوښتنې پيدا کېدو خبره ده.
            د دې په خبره، تاکنيز کميسيونونه هم سليقوي دي او هغه کسان چې پکې کار کوي، د يوې او بلې ډلې په ګټه لکيا دي.
            شنونکي وايي، حکومت ته پکار ده، چې د بې طرفۍ او زمینې برابرولو ددو متفاوتو دريځونو ترمنځ توپیر وکړي او د ټاکنو نتیجه په منظم ډول مدیریت کړي.
            دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کميسيون پرون ناوخت د ټاکنو د قيسمي پايلو دويمه برخه اعلان کړه. دوی وويل، چې دا د ټولو رایو ۴۹،۶۷ سلنه رایې چې درې میلیونه څلور لکه شپږ پنځوس زره او نهه سوه لس رایې کیږي.
            د دې کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني وویل؛ چې عبدالله عبدالله ۴۴،۴ سلنه، اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه، زلمي رسول ۱۰،۴ سلنه، عبدرب الرسول سیاف ۷ سنله، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه، محمد شفیق ګل اغا شېرزی ۱،۶ سلنه، داوود سلطان زوی ۰،۵ سلنه او هدایت امین ارسلا ۰،۲ سلنه رایې خپلې کړي دي.
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #81
              او سیمقالېپښتانه، طالبان، حزبیان است/ ډا&#1705

              پدې لیکنه کې داسې ترخه حقایق لیکم چې لوستونکي به یې په آسانه هضم نکړای شي، خوددې حقایقو بیان ځکه لازمي بولم چې دې قوم ته ترڅو داسې په ډانګ پییلې، سپینې او ترخې خبرې ونشي، نو په شف،شف ددوی سر نه خلاصیږي. ددې لیکنې لوستل ټولو لوستوپښتنومخصوصا هغو ته چې کوم وخت یې د پښتونولی احساس اظهار کړی وي، ښاغلي حکمتیار اوپلویانوته يې او د طالبانو چارواکواو ملګرو ته حتمي بولم.
              لومړی: پښتانه اوسیاست

              پښتنو ته د پخوا نه په هیواد کې د یو شمیر نورو قومونو لخوا د “غول” کلمه کارول کیده. هغه وخت به ما فکر کاوه چې ددې کلمې کارول د توهین په مقصد استعمالیږي، خو اوس فکرکوم چې دا کلمه د واقعیت له مخې کارول کیږي او د اثبات لپاره یې لاندې دلایل شته:
              • دا قوم په افغانستان کې اکثریت دی، خو ددې پرځای چې خپل ځان وپيژني، یو موټی او یو قوت شي او د اکثریت رول ترسره کړي، د پردیو ددسیسو په لومو کې په ډیره آسانی نښتی، نښلي او ټوټې ټوټې دي. ځینې پښتانه ځانونه مجاهدین بولي خو د طالبانوسرسخت دښمنان دي پداسې حال کې چې هغوی هم ځانونه مجاهدین ګڼي. برعکس طالبان هم همداسې دي. ځینوپښتنو د کمونیسټۍ ټاپه خوړلې ده او هغه خو بیا نه دمجاهد په منځ کې ځای لري نه د طالب. ځینې دیموکراتان دي، چې په دا دریو واړو انتقاد کوي، ځینې بې پلوه دي خو دریو واړو ته حیران دي چې دا څه روان دي او ولې. ځینې بیا نه په طالب کار لري نه په مجاهد، نه په کمونیست نه په ماویست، نه په پرچمي نه په ستمي، نه په حکومت او نه په سیاست، بس یو د انزوا ژوند یې غوره کړیدی، بس دوی دي، د کلي پیتاوی دی او نصوار، قیتې یا ورقې، سپښتیې، مردکۍ، دوولس پچی، د خره غوږ، کتار، خوسۍ، توپ ډنډه او…

              که د افغانستان نورو قومونو ته وګورو، ځانونه یې یوڅه جوړ کړيدي، پخواني کمونیستان، شعله یان، ماویستان، دیموکراتان، مجاهدین او نورټول سره یوځای دي او په ګډه د خپلو ګټو لپاره کارکوي. همدا علت دی چې نن یو قوت دي، پرځای ددې چې په اکثریت پسې ولاړشي، اکثریت په دوی پسې ځي او دوی دي چې فیصلې کوي او د افغانستان برخلیک ټاکي. پښتانه باید پدې باورپیدا کړي چې ددوی دښمنان تل هڅه کوي څو پښتانه د بیلابیلو توطیو په وسیله ټوټې، ټوټې کړي او د یو موټي کیدو او قوت کیدو مخه یې ونیسي. نو ترڅو چې پښتانه سترګې او غوږونه خلاص نکړي، یو بل ونه زغمي اوخپل عزت د پښتنو په وحدت کې ونه ویني، بلکې هریویې ځان ځاني وکړي، نوتل به محکوم وي.
              • د جمهوري ریاستو پدې ټولټاکنو کې پښتنو دا تشخیص ونشو کړای چې ددوی لپاره ترټولو مفید کاندید څوک دی. زیات شمیرشملور، ږیرور، نیکټايي لرونکي او حتی روشنفکران نه یوازې خپله خطا وتلي وو، ورسره ورسره یې هڅه کوله چې نور خلک هم خطا باسي. د مثال په توګه، یوشمیر خلکو زلمي رسول ته کمپاین کاوه او د هغه ملاتړ یې کاوه او نور خلک یې دهغه ملاتړ ته رابلل په داسې حال کې چې زلمی رسول په هیڅ لحاظ دپښتنو په ګټه نه و. د زلمي رسول پښتو قطعا نده زده او نه به یې پدې ۷۰ کلنئ کې زده کړي اوددې معنی داده چې د زلمي رسول جمهوري ریاست به پښتو ته هیڅ علاقه نه درلوده، پښتو ژبه به په مطبوعاتي کنفرانسونو کې قطعا نه ویل کیده او طبعا د زلمي رسول خوا او شا به هم هغه خلک زیات را ټولیدل او وده به یې کوله چې پښتو ورته ارزښت نه درلود. ورسره ورسره به د کرزي او نظار شورا واکمني تمدید شوې وای او پښتنو چې په تیرو دیارلسو کلونو کې څه تجربه کړل، هغه تجربې به تکرار شوې وای. خو دې قوم خپله ګټه تشخیص نشوای کړای او په لوی لاس یې د خپلې تباهۍ لپاره قبر کیندلو، خو خدای پاک د نورو هغو هڅو ته وکتل چې دا تشخیص یې درلود او د تغیر لپاره یې عزم او بزم کاوه. ځینې وايي پښتو ژبه مهمه نده، خو برعکس د پښتنو تشخیص په پښتو سره کیږي، که پښتو نه وي، نو ددوی او نورو آسیايي نژادو انسانانو ترمنځ به هیڅ توپير نه وي. که دا هویت نه وي، نو هیواد به دې هم نه وي، بیا به یا د ایران برخه یې، یا د تاجکستان، یا د ازبکستان او یا د پاکستان.

              يو شمیرپښتانه په ډاکټرعبدالله عبدالله پسې ولاړل، ځینوبه استدلال کاوه چې ډاکټرعبدالله پښتون دي. آیا ډاکټرعبدالله عبدالله پخپله نه وايي چې زه تاجک یم؟ که دی پښتون وي، نو بیا یې محمد خان څه کاوه چې په ټکټ کې یې ورسره راوست؟ یعنې چې یو قوم تردې حده بې خبره شي چې خپل پیژندل شوی دښمن ورته دوست او معلوم الحاله تاجک ورته پښتون ښکاره شي، نوهغه ته چې همدا ډاکټرعبدالله د غول لقب ورنکړي، نوچاته به یې ورکوي؟!.
              یوشمیرنوروپښتنو به ویل چې ډاکټرعبدالله مجاهد دی. د خدای په خاطر، کوم مجاهد؟ یوه لحظه پښتانه فکر نه کوي چې عبدالله چیرته او څرنګه جهاد وکړ؟ د مجاهد اوصاف او اهداف څه وي؟ آیا د ډاکټرعبدالله او مجاهد مقایسه کول دومره ګران دي چې څوک دا تشخیص نشي کولای؟ هغه ډاکټرعبدالله چې له روسانو سره یې اوربند او ددوستی معاهده وکړه پداسې حال کې چې نور ټول افغانستان د جهاد او د روسانو د سخت جنګ له امله په سره اورکې سوځیده ؟ هغه مجاهد چې له روسانو څخه یې نظامي او استخباراتي مرستې ترلاسه کولې، ترڅو خپل حریفان پرې له منځه یوسي او قدرت ته ورسیږي؟ هغه مجاهد چې د وخت د کمونیستي رژیم سره یې پټ پټ تړونونه لاسلیک کړي وو؟ هغه مجاهد چې مشهور کمونیستان او پرچمیان یې په څنګ کې دي او رشد ورکوي؟ د مثال په توګه جنرال بابه جان، نورالحق علومی، حسام الدین حسام،…
              اول خو د جهاد ټیکه داران باید دوی نه وي، ځکه چې په جهاد کې ترټولو زیاته ونډه پښتنو اخیستې ده، دویم جهاد باید د مادي امتیاز د ترلاسه کولو دلیل نه وي او دریم د جهاد امتیاز باید یوازې د نظار شورا په انحصار کې نه وي. په جهاد کې تر ډاکټرعبدالله د یوه عادي قومندان ونډه هم زیاته وه، خو د حکمتیار، جلال الدین حقاني، مولوی محمد نبي محمدي، پیرصاحب، حضرت صاحب، سیاف صاحب او نورو ونډه خو یقینا چې زیاته وه. نن حکمتیار ددوی له نظره جنایت کار، جاسوس او ملي خاین دی، حقاني ترورست دی، د محمد نبي د ډلې محمد موسی هوتک هیڅ څوک ندی، د مولوی خالص بابا د تنظیم ورثه هیڅ څوک ندي، پیرصاحب، حضرت صاحب او سیاف د جهاد ټیکه نشي وهلای، خو ډاکټرعبدالله ترټولو سترمجاهد دی او پښتانه باید همدې ستر مجاهد ته رایه ورکړي. ډیر د افسوس ځای دی چې یوشمیر پښتانه یې پدې هم خطا ایستلي دي.
              • یوشمیرپښتانه یې پدې تیرایستل چې اشرف غني له غربه راغلی دی، زمونږ مفکر ندی بلکې د غرب مفکر دی. یعنې د غربه راتلل یا په غرب کې تحصیلات کول عیب دی، خوغرب ته تلل، له غربه د مرستې ترلاسه کول، د غرب په څنګ کې ودریدل او د غرب ددوستی تمدید عیب ندي؟ د ټولو به په یاد وي چې د غرب یعنې امریکا، ناټو او متحدینو د یرغل په لومړیو کې رباني له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې: دا بمونه وړې وړې دي، لیګ غت غت بمونه په طالبانو واچوۍ. تاسې به فرانسې ته د احمدشاه مسعود سفر هم لیدلي وي، تاسې به امریکا ته د ډاکټرعبدالله او ملګرو سفرونه هم لیدلي وي، خو ډیرافسوس او صد افسوس د هغو پښتنو پرحال دی چې ددښمن په تبلیغاتو ډیرآسانه تیروزي او تیروتلي دي. اشرف غني په غرب کې تحصیل کړی او هلته یې تدریس کړي. د پیغمبر حدیث دادی چې په تعلیم پسې حتی ترچینه پورې ولاړشۍ. نوپدې کې څه ممانعت دی؟! بلکه ترغیب دی. خو د پښتنو دښمنان نه غواړي پښتانه یوسم رهبر پیدا کړي چې هغه پښتانه ددوی له دسیسو را ایستلی شي او ددوی نارواوو ته د پای ټکی ایښودلای شي. ځینې یې په اشرف غني او نورو له اروپا او غرب څخه راغلو پښتنو پسې وایي چې دا سګ شویان دي. یعنې هلته یې سپي مینځل. اول خو دا باید واضحه وي چې اشرف غني همیشه په امریکا کې هم استاد پاتې شویدی او یو نړیوال تبعه ګڼل شویدی. یعنې د نړی هرهیواد حاضر دی چې هغه د خپل هیواد د یوه محترم وګړي په توګه ومني. هرهیواد حاضر دی چې د نوموړي له پوهې څخه د خپل هیواد د حکومتدارۍ او اقتصاد د ښه والي لپاره ګټه واخلي، خو دلته یې د قوم په سترګو کې ارزښت ورکموي او دښمنان یې هڅه کوي چې شخصیت یې له منځه یوسي. که د نړۍ ددویم ستر مفکر لقب ډاکټرعبدالله وړی وای، ټول شملور، ږیرور او نیکټايي لرونکي به د مبارکئ لپاره ورتلل، خو نن چې ددوی د سترګو اغزی خداي پاک پدې مقام نازولی، دوی يې نه یوازې تبریکئ ته نه ورځي، بلکې تخریب یې تردې کچې رسیږي چې وایي دا د غربیانو لخوا مفکر نومول شویدی. که غرب هرڅوک مفکر نومولای شوای، نو اول به یې ستاسو غوندې معلوم الحاله جواسیس خپل مفکرین نومولي وای.

              ځینې بیا اشرف غني فاشیست یعنې قوم پرست معرفي کوي، ځینې یې نکټايي لرونکي طالب معرفي کوي خو دا ټول ځکه ورته وايي چې اشرف غني د حق آواز پورته کوي اودحق په دفاع کې دریږي. تاسې ته په یقین سره وایم چې که اشرف غني د خپل ولس او افغانستان له ګټو تیرشي او ددوی ګټو ته وفاداره شي، نو بیا به دوی همدا اشرف غني ستایي چې البته ددوی ځیرکي پدې کې ده چې په هیڅ صورت خودکش بیګانه پرور ندي او خپل شغال زمری کولای شي، خو ستا فیلسوف او مفکر نه مني.
              • زیات شمیر پښتنو په تیرو انتخاباتو کې برخه وانخیسته. ځینو سره ددې چې د اشرف غني ملګري وو، تغییریې غوښت، مګر یا یې کارت نه درلود او پوره یو کال د کارت د اخیستلو موده وه، خو دوی دا کوښښ ونه کړ، یا یې کارت درلود خو رایه یې ونه کاروله. ځینو دخپلې رایې ارزښت نه پیژانده، ځینو فکر کاوه چې په انتخاباتو کې ګډون کول به ایمان ته تاوان ورسوي حال داچې لاندې آیت او قول ورته کافي وو:

              ان الله لا یغیرما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم. الله پاک د هغه قوم حالت ته تغییر نه ورکوي کوم قوم چې خپله د تغییر اراده نه کوي یا ځان ته تغییرنه ورکوي. پښتون که په اوسني حالت خوشحاله نه واي، نو باید د تغییر لپاره یې کار کړی وای. دا هم د پښتنو مسولیت وو چې ځان یې پوه کړی وای چې تغییردچا په وجود کې راتلای شي. له ډاکټرعبدالله نه د څه تغییر تمه لرۍ؟ د هغه لومړی کارنامه خو داوه چې په ۲۰۰۱ کې یې امریکا او متحدینو ته وویل چې هرپښتون چې د تروریست او طالب په نامه وژنۍ صرفه مه کوۍ. نن به بیا د ناټو او امریکا سوټی په لاس واخلي اوپښتون به په څټ څټ کې پرې وهي، او پښتون به ورته خوشحاله وی. همدا تغییر غواړۍ؟ که همدا مو نه غوښت نو باید اشرف غني ته مو رایه ورکړې واي چې لږ ترلږه یې له جنګه را ایستلې، د سولې وعده یې پخه وه، ته یې خپل عزیز او قوم بللې، نه ترروریست او د مرګ لایق. دویمه خبره د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه قول دی چې فرمايي: لیس العاقل من عرف الخیر من الشر، بل العاقل من عرف خیر الشرین. هوښیار هغه ندی چې د ښه او بد ترمنځ توپير وکړي، بلکې هوښیار هغه دی چې د ددوو بدو ترمنځ هغه انتخاب کړي چې یوڅه خیر پکې وي. یعنې د بدترین په نسبت بدتر او د بدتر په نسبت بد غوره کړي. نو بیا وایم چې سل افسوسه د هغه قوم په حال چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ يې عبدالله او د اشرف غني او زلمي رسول ترمنځ يې زلمی رسول انتخاب کړ.
              1. د انتخاباتو په جریان کې د اشرف غني مخالفینو د هغه د شخصیت د وژنې لپاره بیلابیل تبلیغات وکړل. د اشرف غني دښمنان او مخالفین پدې پوهیدل چې دهغه په پروګرام نیوکه نشي کولای، خو داشرف غني قوم په داسې لومو کې راګیرکولای شي چې دوی پرې خپلې موخې ترلاسه کړي. د بلخ والي عطا محمد نور ته یوشمیر د بلخ پښتانه ورغلي وو او له هغه یې مشوره غوښتې وه چې په انتخاباتو کې چاته رایه ورکړو؟ والي عطا محمد نور په ځواب کې ورته ویلي وو چې اشرف غني خپله هم عیسوۍ دی، ښځه یې هم عیسوۍ ده او کورنۍ یې هم عیسوۍ ده. تاسې د خپلې رایې په واسطه هغه ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړۍ. سل ځله افسوس دداسې پښتنو پرحال چې اول د مشورې لپاره عطا محمد نور غوندې د پښتنو معلوم الحاله دښمن ته مراجعه کوي، بیا هغه په ډیرې ګستاخۍ سره په یوه مسلمان پښتانه د عیسوي فتوا ورکوي او بیا پښتانه نه یوازې یو عکس العمل نه ښيي بلکې په قوي احتمال دهغه منافقانه مشوره هم عملي کوي. تاسې او خدای، د اشرف غني او عطامحمد نور یا عبدالله غیرت او ایمان د مقایسې وړدی؟ ددوی کورنۍ د مقایسې وړدي؟ آیا تاجکستان د عبدالله عبدالله او عطا محمد نور د عفت اودیندارۍ سمبول دی که د اشرف غني احمدزي؟ د چا کورنۍ د چکراو ساعت تیري لپاره په تاجکستان او دوبی کې اوسیږي؟

              دویم: طالبان او سیاست

              طالبان فکر کوي چې غوره داده چې یو قوي پښتون مشرولسمشرۍ ته ونه رسیږي ترڅو پدې توګه دولت کمزوری وي او د کمزوري دولت په وړاندې به ددوی مبارزه ښه نتیجه ورکړي. دوی د همدې تحلیل پربنیاد فکر کوي چې که یو غیرپښتون یعنې عبدالله عبدالله واک ته ورسیږي دا به ددې سبب شي چې پښتانه ډیر د طالبانو خواته ورمات شي. زما په آند طالبان لاهم ویده دي، خیال پلوونه وهي او حتي د لیونتوب په ټال یې سرونه ایښي دي. طالبان باید پدې پوه شي چې که داځل ډاکټرعبدالله عبدالله ته د امریکا او ناټو سوټی په لاس ورغی، نو په راتلونکو لسو کلونو کې به په طالبانو او حزبیانو د پشۍ کانې وکړي او هرهغه آبرومندانه فرصت چې د سولې لپاره د اشرف غني په وجود کې رامنځ ته کیدای شي، هغه به هم درنه واخلي. طالبان باید پدې پوه شي چې نه یې ایران غواړي، نه یې هندوستان غواړي، نه تاجکستان، نه روسیه، نه امریکا او حتی پاکستان يې هم نه غواړي، ځکه چې طالبانو دې ټولو هیوادونو ته ځانونه د یوه ستراتیژیک خطر په توګه ثابت کړیدي. نو په نظامي زور به طالبانو ته ممکنه نه وي چې واک ترلاسه کړي خو که ترلاسه یې هم کړي، نو ساتل به یې ورته ممکن نه وي. نو طالبان او حزبیان باید د حضرت عمررضی الله تعالی برسیره قول یوځل بیا تحلیل او تجزیه کړي.
              دریم: حزبیان او سیاست

              په تیرو ۳۰ کلونو کې حزب اسلامي په خپل سیاسي ژوند کې دومره لویې لویې اشتباه ګانې وکړې چې جبیره کول یې ورته ممکن نه وو او له همدې امله دا حزب نن په ټوټو ویشل شویدی او په بیلابیلو اشخاصو او ډلو ټپلو پسې روان دي. په انتخاباتو کې یوه ډله حزبیان په ډاکټرعبدالله عبدالله پسې ولاړل چې نوموړی او ویاندویان یې په جاراوښکاره ښاغلي حکمتیار ته د خاین اوجنایت کار خطاب کوي. نو هغه ډله چې له عبدالله عبدالله سره دي او خپل پخوانی مشر ورته په ورځني ډول توهین کیږي، نو په دوی خوبحث کول خپله د بحث بې حرمتي ده. دویمه ډله یې هم زلمي رسول ته ورغله چې د هغه ټکټ دوه معاونین (احمدضیاء مسعود او حبیبه سرابي) هم حکمتیار ته د مسعود او عبدالله له زاويې ګوري او خپله زلمی رسول هم ځان د مقاومت برخه بولي. بیا هم صد افسوس د حزبیانو په تحلیل چې هیڅ درک او تحلیل یې نه درلود. خو ترټولو بده لا دا چې خپله حکمتیار صاحب هم دوې لویې اشتباه ګانې وکړې:
              لومړی: د قطب الدین هلال رامخې ته کول او دهغه ملاتړ کول چې په نتیجه کې اوس هلال په پنځم نمبر کې راغلی پدې دلالت کوي چې حزبیان په افغانستان کې هیڅ نفوذ نه لري یا حکمتیار په هغوی نفوذ نلري او یا حزبیان قطعا انتخاباتو ته تیار نه وو. که هرحالت وي، دا د حکمتیار د غلط تحلیل ښکارندوی کوي. حکمتیار فکرکاوه چې یوڅوک به کابل ته دننه شي، خو دا محاسبه يې نه وه کړې چې ګټه به يې څه وي؟ ددې پرځای که حکمتیار پدې تمرکز کړی وای چې د کابل دننه ټوټې ټوټې حزبیان یې سره متحد کړي وای، دا به یې یوه لویه لاسته راوړنه وای.
              دویم: حکمتیار فیصله کړیده چې که انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي نو د هیچا ملاتړ به نه کوي. دا ډیر غلط تحلیل دی، ځکه معنی یې داده چې حکمتیار ته اشرف غني احمدزی او ډاکټرعبدالله عبدالله یوه معنی لري. دا د شرم ځای دی چې حکمتیار خپل قسم خوړلی دښمن ډاکټرعبدالله او اشرف غني سره برابر بولي. حکمتیار که دا درک نلري چې اشرف غني هم د فکر له پلوه، هم د سابقې له پلوه، هم د برنامې له پلوه او هم د ټکټ له پلوه د حکمتیار په ګټه دی، نو معنی داده چې حکمتیار قطعا تحلیل ندی کړی او دا پریکړه یې یوازې او یوازې ددې په خاطر کړیده چې لومړی اشتباه پرې جبیره کړي. حکمتیار ته دا مشوره ورکوم چې یوه اشتباه په بله اشتباه مه جبیره کوه. خپل شخصي غرور دومره مه لوړوه چې د ملت او حتی خپلې ډلې ګټې د خپلو احساساتو او غرور قرباني کړې. لږ له رباني او دهغه له ملګرو او همداراز له خپلو تیرو اشتباهاتو زده کړه وکړه. رباني دې چې لومړی ځل واک ته ورساوه هغه اشتباهات دې لا تراوسه ندي جبیره کړي چې اوس د خپلې بې توجهۍ اولااوبالئ له امله عبدالله عبدالله هم واک ته رسوې. رباني هم اخوانی وو او ترتا یې ځان کلک اخوانی او د جهاد ستررهبر، مبارز او بنسټ ایښودونکی باله، خو ترجهاد او اسلام ورته خپل قوم زیات ارزښت درلود او زه یې دا سیاست ستایم، ستا او نورو پښتنو اخوانیانو نه هم هیله کوم چې خپل قوم ته ارزښت ورکړۍ، ګټې یې وساتۍ او که داسې ونکړۍ، قوم به له تاسو بیزاره وي او چې قوم له تاسو بیزاره وي، نو بیا به ستاسو هویت، تاریخ او هرڅه له منځه ولاړشي.
              ټول اخوانیان دې پدې پوه شي چې دوی د اسلام ترڅنګ ملي رسالت هم لري. اسلام د بشریت لپاره دی او بشریت له خپلې کورنۍ شروع کیږي. خپل قوم په حکمت، حوصلې او ورین تندي په خپله غیږه کې ونیسۍ، اول خپل قوم جوړکړۍ، بیا کولای شي د خپلو تکړه همکارانو او ځوانانو پرمټ په ملي او نړیواله کچه اسلام ته خدمت وکړۍ. د اسلام څلورواړه خلیفه ګان قریش دي او قریش د پیغمبر قوم دی، دا د پیغمبر ځانګړې توجه وه چې قریش یې وروزل، رهبري یې ورکړه او حتی له خدایه یې دوی ته سرلوړي وغوښته. نن که طالب دی، که حزبی، باید د خپل قوم مفاداتو ته لومړیتوب ورکړي، همدا قوم دی چې د اسلام شمع یې بله ساتلې ده.
              یادونه: زه د ډاکټرمحمد اشرف غني احمدزي د ټیم غړی نه یم، خود نوموړي ملاتړ کوم او دا لیکنه د نوموړي په انتخاباتي ټیم یا دهغه په افکارو پورې اړه نلري. په درنښت.
              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

              Comment


              • #82
                لمر په ګوتونه نه پټيږي....

                دپنځم اپرېل وټولټاكنو ته بشپړه افغان ډېر او خوشبينه وو ځكه چي لومړي دوخت دشوروي اتحاددسرو لښكروسره خو نړي جګړي او بيا داسلام آباد څخه راليږل شوي دجوړ حكومت ترمنځ جګړي او بيادطالبانو سره درد ناكه جګړي او بياد دوي دحكومت طرز افغان ترشل كاله هم زياته وځورول چي وروسته په امريكا كښې په نهم سپټمبر۲۰۰۱ء پيښه وشوه او امريكا او ملګرو يې افغانستان په نښه كړي ولي چي دالقائده مشر اسامه بن لادن په افغانستان كښې ميشته وو او دنيويارك دپيښي مسؤل هم اسامه بن لادن او دده القائده وګرځوله ملګروملتوو امريكا ناټواو نورو ملكوته اجازه وركړه چي اسامه بن لادن او القائده وځپي او ددي دڅنګه يې دا ژمنه هم وكړه چي دافغانستان بيارغونه به هم كوي او سوله به هم راوړي افغانانو دباندنيو ځواكو هركلي ځكه وكړي چي داخو هم خرماده او هم ثواب او دويم دوي داسي اټكل كړي وو چي دجرمني او جاپان وارو به غرب افغانستان داسي ورغوي لكه يادشوي دوه ملكونه چي په دويم نړيواله جګړه كښې ډېر زيات وران شوي وو لكه په افغانستان چي دنورو وباندنيو او كورنيو جاه طلبولخوا وران شو خودافغانستان رغونه داسي ونه شوه هوڅه كارونه او څه وداني وشوي خونه جګړه ودريده ته هغه چرموښان او دولس په وينو ككړ زور واكي مهار او جلو شو بلكې دوي دنومول شوي ولسمشر حامدكرزئي په څنګه كښې لوئي لوئي څوكي ونيولي چي نن هم په هغه ناست او دجوړ جاړي په ځائي په درندو وسلو زياته باور كوي او دكابل دحكمران و آمرته هم غاړه نه ايږدي ددي دڅنګه دطالبانو سره دجګړي په نامه دهغه دسولي او دبشر دحقوقو علمبرداران عام افغانانو قتل او وژنه روانه كړي ده او بلي خواته طالبانو هم دافغانانو په وژلو او دهيواد دوراني په سيالي كښې دنورو څخه هم په مخ كښې دي لنډه داچي افغان دغنم وارو دميچني تر دواړو ډېر ولاندي دي او دهري خوا دسولي او دپرمختيااو دبلي خواڅخه دافغاستان دآزادي په نامه بې دريغه وژل كيږي چي دايو لوئي داستان دي چي هر دعقل خاوندپه پوه دي خو شكاريان په خړو اوبو كښې كعبان نيسۍ.
                افغانان دپنځم اپرېل وټولټاكنو ته ډېر خوشبين وو چي دوي به په خپله رائي يو داسي ولسمشر وټاكي چي دهغه دټاكلو سره به په هيواد كښې سوله راشې دوي به خپلواك شي ولي چي باندني ځواكونه به ووځي هغه به وسولي ته راوبولي او هغه باندنيان چي دشوروي دجګړي څخه يې افغانستان كښې لاسونه اوږده كړي وو هغه په ورلنډ كړي او ددي دڅنګه به دافغانستان دمځكي تماميت نور ګړندي كړي او بيله دڅه توپيربه هغه چاته خپلي رائي وركړي چي هغه ودي ټولو كارونه جوړوي كه هغه هر څوك وي خو د دوي دناخوالو غم ورسره وي ځكه چي په ډېر لوئي شمېر افغانان درايو وركولو مركزونو ته ووتل ددي سره سره چي دوي ته دمرګونو ګواښونه شوي وو په دهغه ورځ ډېر يخ او باران هم وو خو دوي اوږدي اوږدي ليكي او قطارونه جوړو كړو چي خپل نوي جمهور رئيس وټاكي چي د دوي ژوند او سباؤن ورسره روښانه كيږي آن دا چي د ډېر غمر لرونكي سپين سري او سپين ږيري هم په دي هوس درايو وځائي ته ورورسيدو او په ډېر لوئي شمېر دنارونوو دڅنګه ښځي هم درائي وركولو ځايوته ورسيدل او تر ناوخته په قطارو كښې ولاړ وو نړي والو چي دافغانانو دهغه جوش او جذبه وليدله نوګوته په غاښ ورته پاته شول چ داخود جمهوريت دومره ليواله دي او دومره منظم دي چ دنړۍ والو داګمان هم نه كيدي ځكه چي دغرب ميډيا او رسنې تراوسه د دوي په ستاينه نه مړيږي او هر ورځ خبري اتري او مياحشي باندي كيږي.
                افغانانو باندي دتواپيراو فرق نه وو چي هر څوك ولسمشر وټاكل شي و دوي ته دمنلو وړدي خو د دوي درائي(VOTE) درناوي وي وشې او هر څوك چي راځي هغه دي دولس په خواپاكو رايو راشي او يو ډول ګډوډي دي نه په كښې كيږي په زياته بيا دټولټاكنو انتخاباتو كميشن دي ناپيله پاته شي حكومتي چارواكي دپارليمان غړي او زور واكه دي دولس ورايوته احترام وكړي دهغه خپلواكه دانتخاباتو كميشن چي نن افغانانو دده خپواكى او خواپاكي وليدله داورته څرګنده شوه چي دهغه كميشن تش په نامه خپلواكه دي بلكې تر ټولو زياته جنايت هم دوي كړي دي چي دوي پخپله ددي ثبوت وركړي دي دافغان ملت دهغه وياړ او احترام ته لويه زر به هغه وخت وركول شوه چي په لومړي ساعتو ساعتو په قطارو كښې ولاړ وو خپله دهغه ملي او قامي مسؤليت يې ترسره نه كړي او نااميده وخپلو كوروته ولاړو داجنايت نه دي نو څه دي هم ددهغه ناخوالي چي دانتخابى كميشن لخوا شوي په لومړي ورځ دخلګودا اټكل شو چي داټولټاكنې دملت سره دهوكه(FRAUD) دي او ددمخه څخه سنجول شوي(ENGINEED) شوي دي او د دوي ورايوته يو ډول احترام نه دي شوي او دوي چي كوم وياړ دنړۍ والو څخه په يوه ورځ ترلاسه كړي وو هغه هم ددهغه نالوهانو او جائي طلب كارانو لخوا دخاورو سره خاوري شو او ددوي خوشالي د دوي څخه واخستل شوه نه يواځي په افغانستان كښې ديوه ښه ولسي او جمهوري لاري څخه يې دخلګو زړونه مات كړل او داسوچ ورته پيدا شو چي دڅو كلو دتيريدو وروسته د دوي سباؤن بيرته هم دزور واكو په لاس كښې دي.
                يو داسي ملك چي ټولي چاري يې دبل په مرستو ولاړي وي او انتخابات هم دبل دمرستو په زور ترسره كيږي او په داسي حال كښې دومره لوئي جنايت وشي ددي ځواب به څوك وركوي؟ دټولټاكنو ناخپلواكه كميشن كه چارواكي ياكه هغه زورواكي چي جاه طلي يې دافغانستان دتاريخ په اوږدو كښې كړي ده دوي هميشن دنورو په سرو نو باندي خپلي ماڼي د رولي دي هم هغه خبره ده چي توري دى لاله وئ ګولي دي په كڼې ټاټاوئي.
                په هر سړي داخبره روښانه شوه چي هم باندنيان هم دافغانستان چارواكي او هم دانتخاباتو كميشن يو ځانګړي كس درئيس جمهور په حيث منتخب كړي دي او هغه به په چل ول او دوړو او باران كښې اعلان كړي ولي چي پخپله هم دهغه كميشن څخه بيوقوفي هغه وخت وشوه چي دټولټا كنې ختم شوي او ماښام درسنېو دالاري اعلان پيل شو چي لاس به دهغه بهيرروان وي چي دځونتائجو او پايلو داعلان وروسته دهغه سلسله قطح شو ولي چي نن كوم دولسمشرنوماند چي په دويم مقام دي هغه ډېر په مخ كښې وو داځكه چي دوي قطع كړي چي داهغه پايلي وي چي داهغه پايلي وي چي دټاكنو وروسته دهر نو ماندومخ ته شميرل شوي وي بيا دوي داعلان وكړي چي په مزار شريف او يوبل ځائي چي جلال به وو په لويه كچه راغلي شوي دي دهغه تش په نامه دانتخاباتو كميشن وويل چي د رايو ضدوفونه مات شوي دي دخپلي خوښي سړي ته رائي په لويه كچه وركړي دي ددي كميشن په خپله وويل چي د دوي كاركونكو هم دځانګړو كنډيټانو په حق كښې په لويه كچه رائي ګار كړي دي ناظرين نه ايله كول په زوره ضد وقونه ډكول دضدوفونو وړل او په بيل ځائي كښې ډكول دښځورائي دنارينو ولخوا استعمالول او دانتخاباتو دمخه دځينو لوړ پوړو چارواكو لخواد اګواښ كول چي يو ځانګړي ولسمشر به بريالي كيږي كنې دي به داوكړي او هغه به وكړي لنډه دا چي دهغه دولس دهيلو سره چي كومه لوبه وشوه هغه د دوي سره لويه لوبه وشوه.
                اوس چي دانتخايانو كميشن كومه لوبه دخواپاكو او ناخواكو په نامه دنوي ولسمشر رائي وړاندي كوي او څنګه پيڅلي او ټيكنيكل لاره يې خپله كړي ده دايوه بله هڅه ده چي دوي افغانان تير باسي چي هر يو په پوه دي دهغه سنجول شوي نوبي نه يواځي داپرېل انتخابات سره ګډوډكړي دي بلكې كوم ولس مشر چي دوي رامخ ته كوي دهغه مشر وعيت هم ترشك لاندي راغلي دي چي ددي به ديري بدي پايلي دهغه چاپه غړه وي چي هميشن يې افغانان په لوبو او دنورو باندنيانو دګټي دپاره وژلي دي خو تر ټولو لوئي تور دانتخاباتو په ټولټاكنو راځي چي دوي دافغانستان د داسي ناورين وخواته ټيلوي چي دتوري تياري په ځائي بل څه نه ليدل كيږي آيادوي داتوتن لري چي ددهغه پياوړي ولس دخوښي په مخ كښې ودرسيږي ځكه چي وائي چي لمر په ګوتونه پټيږي وروستي خبره دا چي دانتخاباتو ناآزاد كميشن خپله دا په ډاګه وائي چي په دوي ډېر لوئي فشار دي نو بيا دولس ته رائي او پخپله دټاكنو دكميشن څه ارزښت پاته كيږي ښه لاره دا ده چي دانتخاباتو كميشن ددهغه لوبي څخه لاس په سر شي او څه چي دوي ليدلي يا په دوي ورغلي دي هغه دي ولس ته په ډاګه كړي هم دهغه د دوي دسوګند او حلف غوښتنه ده چي دوي دهيواد داساسي قانون او دخدائي پاك(ج) سره كړي ده....؟ هر چا چي په شوو انتخاباتو كښې دراغلي كړي ده هغه دي په زوره وګمارل شې چي دوي دباندنيانو څخه فقر وكړي او د ټول ملت څخه دي عفه وغواړي او دوي ته دي خواست وكړي چي يو وار بيا دټولټاكنو مرونو ته راشي چي دهغه بهير وپائي ورسيدي نو دوي دي عدالت ته وركښ كړل شي چي دولس په حق باندي هميش ډاكي ددي دپاره اچوي چي نور باندنيان خوشاله كړي.
                .................................................. ...































                ©

                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                Comment


                • #83
                  دنیکونو او پلرونو میراث وساتئ

                  دا خو هر چاته تر لمر روښانه معلومه ده ،چي پښتانه هغه غیرتي او باتور قوم دئ،چي نړۍ ترې لړزیږي او کارنامو ته يې نړۍ ګوته په غاښ پاته سوې ده
                  دا هر څه پښتنو نړیوالو ته ثابته کړې او د شک ځای پکښي نه موندل کیږي
                  د همدې له امله موږ د نړۍ په محدوده کي هغه پاته نسل یو،چي لا تر اوسه هم د قلم پر ځای د ټوپک یاري کوو ، همدا زموږ کارنامې ،غیرت او باتوروالۍ دئ ،چي موږ ته بلا سوی دي.
                  ټوله نړۍ را څخه په ویره کي ده او له دې ویري پښتنو ته بیلابیلي دسیسې جوړوي او غواړي چي دا باتور قوم د نړۍ له نقشې وغورځوي.
                  خو اې کاش چي د نړیوالو ددې دسیسو په عملي کولو کي زما د پښتون لاس نه وای،زما پښتون که غیرتي او میړني دي خو ساده هم دئ.
                  پردي ټوپک پر اوږه ورکړئ او خپل وروڼه پرې وژني، خپل هیواد پرې ورانوي او له خپلي ورینداري د سرټیکری غورځوي
                  که دا ټوله نړۍ یوې خوا او پښتانه بل خوا سي نو بیا به هم پښتانه د غلیم پښې ورماتي او ککری به یې په لاسو کي ورکړي،خو دا هغه وخت چي زما پښتانه په یوه خوله ،په يوه اتفاق ،د یوه مشر او يو بیرغ لاندي ژوند وکړي،ښووني او روزني د پام وکړي او د جګړې پر ځای د خپل ګران هيواد افغانستان او خپلو اولادونو راتلوونکي ته پام وکړي.
                  پوهیږئ ! چي زموږ بدبختي څه ده ؟
                  خلګ ځانونه وژني چي ځان تر منزله ورسوي خو موږ بیا خپلي پښې خپله پرې کوو او له کاروانه ځان شاته پریږدو،خلګ سیارو او اسمانو ته وختل خو موږ لا هم د انګورو کوارې ته ناست يو او لا هم خرکاري کوو
                  خلګو په سوداګرۍ کي کارنامې وکړې خو موږ لا کوکنار ښه تجارت بولو، نور دښوونځۍ،کلینک،سړک،عامه المنفیه ځایونو د جوړولو دپاره په نارو ځانونه ستخ کړل؛ خو موږ يې په ورانولو ځانونه ستړي کړه.
                  نور دخپل هیواد او هيوادوالو د ساتني ،پرمختګ او سوکالۍ له پار خپل ځان قربانوي ،خو موږ بیا د خپلو وروڼو د وژلو دپاره توره تیره کوو او پر بریتونو لاس را کاږو.
                  اې پښتنو ! کله مو فکر کړئ ،چي موږ ولي د ژوند ددې ګړندي کاروان څخه دومره وروسته پاته يو،باور لرم چي فکر مو نه دئ کړئ،که مو کړی وای نو نن به زموږ هیواد دومره کړیدلي ،ځورېدلي او ځپل سوي نه واي
                  نن به مو حیاناکو پیغلو په پنجاب او سیند کي له تورمخي خیرات نه غوښتلای او عزت به یې نه لیلامیدلای.
                  د غیرت نارې خو ډېري وهو،نامیان خو ځانونه بولو ،خو چیرته دئ هغه غیرت ،کوم ،چي تاسو پرې نازیږي؟
                  چیرته دئ هغه وقار او عزت چي تاسو پرې هر وخت غره یاست؟
                  هيواد مو له کونډیانو ډک دئ،یتیمانو بې شمېره دي او تر ټولو ځورونکې خبره دا ،چي حیاناکي پیغلي په پردیو سړکانو ګرځي،د یوې –يوې روپۍ د خیرات نارې وهي او موږ بیا هم تېره توره له تیکي ایستې او لا هم غربیږو ،چي بیا پر چا موره بوره کړو،او بیا کومه خور بې وروره کړو او بیا کوم زوي بې پلاره او یتیم کړو.
                  پښتنو د خدای ج او د قران روی وګورئ،نور ویښ سئ،نور ځانو ته پام وکړئ،د خپل هيواد او اولادو لپاره د نوي ژوند جوړولو تکل وکړئ.
                  نور بس دي، د خپل ورور په وژنه مو ډېر لاسونه سره کړه،زړه به مو یخ سوی وي،نور د خپل ورور د یتیم ژړا واوره،دخپل ورینداري له سره لویدلي ټیکري يې بیرته ور پر سر کړه،نوري وریندارګاني دي مه سرتوره کوه،لږ پردې کړیدلو،ځورېدلو او ژړیدلو زړه وسو‎ځوه.
                  اې ټوپک ماره ! اخیر ته هم زړه لرې که نه؟
                  اې د کلک زړه خاوندانو ! پوهیږئ هغه خوند چي د ميني په ورکولو کي دئ،په نفرت کي نسته او کومه خوشحالي چي په سوله کي ده په جنګ کي به يې هیڅ کله پیدا نه کړئ.
                  نو راسئ، چي په ګډه پردیو ته نه ووایو،د خپل هيواد راتلوونکي په خپلو لاسونو کي واخلو ،په ګډه به د یوه ودان او جوړ افغانستان لپاره هڅي وکړو.
                  نور پریږدی، چي ستاسو اولادونه ستاسو په هیواد کي سبق ووايې ښوونځۍ ،مدرسې او پوهنتون ته ولاړ سي.
                  موږ او تاسو خو په جنګ جګړو خپله ځواني خاوري کړه او د نورو ډېري تنکۍ ځواني مو ورژولې
                  پریږدي چي راتلوونکي نسل زموږ دا تیروتني جبران کړي او د خپل هیواد د راتلوونکي لپاره کار وکړي.
                  په وروستیو کي دا یوه خبره کوم که مو ددې کړېدلي ،ځورېدلي او ژړیدلي ولس نارې،فریاد او زیګروي وانه ورېد، نو نه یوازي چي دینا او اخرت به مو خراب وي،بلکي د نړۍ په نقشه او د اسیا په زړه کي دا د میرویس خان او احمدشاه بابا مېنه چي څومره مو د لاسه مخکي ورکړې ده ،نوره به هم دلاسه ورکړئ او راتلوونکي نسل ته به یوه د غلامۍ هتکړۍ غاړو او لاسونو ته ور واچوي او پر تاسو به لعنت وايې.
                  کوم افغانستان چي زموږ نیکونو او پلرونو موږ ته پریښئ هم هغه افغانستان خپلو راتلوونکو نسلونو ته پریږدئ،تر څو هغوئ هم زموږ په شان د خپلو نیکونو او پلرونو په تاریخ باندي وویاړي.





                  Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                  Comment


                  • #84
                    Russian Intrigue in Afghanistan

                    from their quest to dominate Afghanistan’s bountiful natural resources
                    Moscow: In March of this year, a Russia-led Collective Security Treaty Organization (CTSO) voiced disapproval with not being included in what was termed “Afghan Dialogue.” A reference to unilateral decisions being taken by the United States decisions that affect not only the so-called “war on terror”, but deliberations relating to commercial opportunities that have excluded Russia from the Trans Afghan Pipeline (TAP) contracting process. Russia, however, is on the offensive, countering with an arms/training package offer for the fledging Afghan Army, said to represent hundreds of millions of dollars. The reality however is that Russia is currently alleged to be and to have been supplying arms to both the government and the Resistance.
                    This story follows immediate observations and subsequent statements by Afghan translators serving with the U.S. Military that “Russia has recommenced arms shipments to elements known collectively as the Northern Alliance.” Such a juxtaposition or kaleidoscope of weapons transfer borders on the incredulous as the following interview will attest. According to an al-Jazeera interview with a captured Taliban prisoner in Kandahar on March 17, “Russia has become a major source of arms for the Taliban along with Saudi Arabia and Pakistan.” Though unsubstantiated, the interview takes on additional currency with the knowledge that Victor Bout, former KGB officer and notorious international arms smuggler, also known as the Lone Wolf, has supplied various Afghan factions with arms over the past two or more decades including those of Ahmad Shah Massoud and the Taliban. And, according to U.N. investigators…could not have done so without the knowledge, participation and connivance of the Russian Government. (See: The Great Game by Peter Hopkirk, 1990, 1992, 2002)
                    But perhaps most troubling is the language construct of the arms contract. As an apportionment, unspecified references to war reparations owed Afghanistan by Russia, and Russia’s claim of Afghanistan’s indebtedness to Moscow are incorporated in the text. The unsettling nature of this document is multi-faceted. First, the disbursements or credits relative to war reparations due Afghanistan and the disposition of the so-called Afghan indebtedness are not enumerated and or specified. Other spurious elements include, but not limited to, equipment such as T-55 tanks as stipulated in the contract are beyond their useful service life and thus of dubious military value.
                    In response to critics, the Russians have argued that the aging equipment is beneficial as the “Afghans are accustomed to using this equipment and therefore will not require extensive training or familiarization.” Could it be that the wily Russians are scheming to trade their rusting Cold War relics to Afghanistan in lieu of paying the billions owed in war reparations? Or one might ask as to the nature of the deliberations and the justifications for the Karzai Government to accept and initially approve such a one-sided measure that is obviously of more benefit to Moscow than to Afghanistan. The answer may lie in a statement by Russian Foreign Minister Sergei Ivanov when he said, “We should be represented in any Afghan discussion or dialogue, as you know…we have many friends in the Northern Alliance.” (See: Time to Ditch the Northern Alliance, by S. Frederick Starr, Wall Street Journal, Editorial Page, 2/26/02)
                    The special relationship that once existed and yet exists between the late Ahmad Shah Massoud and his protégés: Rabbani, Dostum, Fahim, Qanoni,Atta, Abdullah Abdullah, Ismael Khan, and others with the Soviet Government had been thoroughly investigated by a legion of accredited, independent journalists and well-documented. But germane to the discussion by virtue of holding a ministerial portfolio in the Karzai Government, is the discovery that Ismael Khan, as had Massoud, signed non-aggression pacts with the Soviet Fortieth Army. In an interview held on 10 August 1988, Russian Major General Lev Serebrov told British journalist Marl Urban, “Soviet generals openly admitted that they had agreed with Ismael Khan, the successful local ISAF commander, that there would be a truce to allow the safe withdrawal of Soviet formations.” (See: War in Afghanistan by Mark Urban, 1990, p.253) Ismael Khan is, of course, but one of many of “Russia’s friends in the Northern Alliance” that currently hold important posts in the Karzai Government, and as such, in a position to support Russian commercial interests. It is difficult if not impossible to imagine a scenario whereby Afghan interests would be subordinated to Russian interests and penetration of Afghan governmental institutions under the rubric of military aid, as took place during the 1970s. But given the fabric of the existing Russian-friendly government, it appears that once again history is about to repeat itself. (See: Communications by Members of the Afghan Diaspora about Events in Afghanistan to US Leaders, the UN and World Leaders September 21, 1979-October 7, 2013, by Dr. M.Siddieq Noorzoy,pp.1-17,1-6,1-3, 2013, Afghanistan, Political Frailty and Foreign Interference by Dr. Nabi Misdaq, 2006, pp. 132-139, 143-4, 155-7. Afghanistan, a Search for Truth by Bruce G. Richardson, 2009, pp. 259-260,The Great Game by Peter Hopkirk, 1990, 1992, 2002 and American Raj, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, by Eric S. Margolis, 2008, p.196,)
                    Another facet worthy of consideration is the prospect that Russia is alleged to be supplying both the Karzai government and the Taliban. Given the competition between Russia and the United States for energy domination in and access to the Caspian Basin and Central Asia energy fields, it is of enormous benefit to Russia for Afghanistan to remain mired in continual warfare, as war serves to preclude potential high-risk investment and construction by U.S. corporations for the proposed (TAP) Trans Afghan Pipeline, which if undertaken successfully, would undermine exclusive Russian investment and development in regions heretofore considered within their “sphere of influence. ”And so, the ‘Great Game’ defined by author Peter Hopkirk as “a deadly struggle between secret agents of the two nineteenth century superpowers…Victorian Britain and Tsarist Russia,” continues to this day, unabated and anew.
                    With the exception of the U.S. entry into the dark, murky corridors and intrigue of the ‘Great Game, the roster of players have changed but little, the agenda and tactics remain the same…an agenda beset and manifest as seeking global domination of Afghanistan’s precious and rare earth-bound resources …i.e. oil, gas, copper, opium, emeralds, lapis lazuli and lithium to name but a few. Bruce G. Richardson
                    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                    Comment


                    • #85
                      This website (mainly in Russian) says a lot about Russian interests in Afghanistan

                      دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه

                      Comment


                      • #86
                        ټاکنې او د وینو ویالې؟






                        دلته لاخلک خوښوي د وینو رنګ درویشه
                        ښایي چې پای ته ژر ونه رسي دا جنګ درویشه
                        د هغوی چې د وینو رنګ خوښیږي ، کلونه کلونه وینې تویې کړې وي، د ژوند زیاته برخه یې د نورو د وینو او اوښکو په بهولو تېره کړې وي او د واک لپاره یې د خلکو په سر اومال سرپه نه وي کړې، د هغوی په یوه دموکراتیکه پروسه کې هم د ټاکنو د شنه رنګ پر ځای د وینو رنګ وریادیږي.
                        د نوي انتخابي حکومت په منځ ته راتلو سره له ټولو افغانانو سره دا هیله وه، چې وروسته له دې به که خدای کول آن هغه کسان هم چې د جګړو او وینې تویولو له لارې یې واک لاس ته راوړ، نور په دې لارو فکر ونه کړي او په یوه دموکراتیک بهیر کې په صادقانه توګه ور ګډ شي.
                        خو له بده مرغه نه یوازې هغو ډلو چې همدا اوس د اوسني حکومت په مقابل کې په وسله واله مبارزه ټینګار کوي او جنګیږي او لا یې کومه نتیجه هم لاس ته نه ده راوړې، د وینو په تویولو ټینګار کوي. بلکې هغه ډلې او کسان هم د وینو د تویولو ارمانجن دي، چې دا نږدې دیارلس کاله یې د دموکراتانو اکټونه کول.
                        دغو ډلو ټپلو په ټاکنو کې برخه واخیسته او په خوله یې دموکراتیک بهیر ومانه. خو موږ لیدل، چې دلته هلته به یې پلویانو د وینو او جګړو خبرې کولې. ویل به یې چې که له دوی پرته بل څوک د خلکو په رایه واک ته ورسیږي، دوی به یې ارام پرې نه ږدي او د جګړې له لارې به پخپله واک په لاس کې واخلي. دا خبرې به هر ځای کیدې، خو خلکو هسې د بدمعاشانو خبرې او غورې دربې بللې.
                        له بده مرغه د ټاکنو په ورځو کې مو ولیدل، چې د جګړه مارو ډلو رسمي ویندویانو هم په رسنیو کې همدا د زور خبرې وکړې. وروستی مورد یې د ولسمشرۍ ټاکنو د یوتن نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین د ویاند فضل الرحمن آوریا اخطار امیزه خبرې دي، چې یو شمېر یې وډار کړل او نور یې حیران کړل.
                        نوموړي د ولسمشري د یوبل مخکښ کاندید د بریا په صورت کې د وینو تویولو ګواښ وکړ او ویې ویل، که چیرې هغه واک ته رسیږي، نو په کابل کې به د وینو ویالې روانې شي. کیدای شي دا خبرې د همدې سړي نا عاقبت اندیشانه او نا سنجول شوې څرګندونې وبولو، خو په دې اړه لا هم پوښتنې نه دي ځواب شوې.
                        لومړی داچې دا ښاغلی د ولسمشرۍ د یوه ویاند د ټاکنیز کمپاین رسمي ویاند دی که دا د هماغه ټیم رسمي نظر نه وي، نو بیا ولې د اصلاحاتو او همګرایي ټیم د هغه خبرې رد نه کړې ؟ او دا یې ونه ویل چې دوی په ټاکنو او دموکراسۍ باور لري، هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په دې وخت کې د زور خبرې وکړي. زه حیران یم، چې ولې دغه ټیم او دغه نوماند له خلکو بښنه ونه غوښتله.
                        بل داچې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولې غبرګون ونه ښود، ولې یې دې ښاغلي او دغه نوماند ته ونه ویل، چې پخپل ځای دې کینې اوس ۱۳۹۳ کال دی ۱۳۷۱ یا ۱۳۷۳ کالونه نه دي، چې څوک دې د وینو تویولو له لارې واک ته ورسیږي. دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولې دا یوه لویه انتخاباتي سرغړونه ونه بلله او ولې یې دغه نوماند ته جزا ورنه کړه؟
                        بله ګوته افغان دولت او د افغان حکومت عدلي او قضایي ارګانونو ته متوجه ده، دوی ولې پوښتنه ونه کړه؟
                        آیا دا د هېواد ملي امنیت ته یو ګواښ نه و؟ آیا داسې غیر مسوولانه څرګندونې زموږ امنیت له خطر سره نشي مخ کولی؟ که ددې ډلې مقابل لوری هم همداسې بې حوصلې او جګړه مار وای آیا زموږ دموکراتیک بهیر به د زور او جګړې په بهیر نه و بدل شوی؟
                        د افغانستان حکومت او په حکومت کې عدلي او قضایي او امیتي ارګانونو ته په کار ده، چې ددې ډول غیر مسولانه او ناسنجول شویو څرګندونو په مقابل کې چوپ پاتې نشي. تر هر څه دمخه دغه موضوع په جدي ډول وڅیړي، نوموړی جلب کړي او له اړوندې ډلې څخه یې هم د دا ډول څرګندونو په اړه پوښتنه وشي.

                        جنرال حبيب الله جلالزوي
                        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                        Comment


                        • #87
                          د عبدالله او ملا معنوي د ټاکنو ستراتېژي اف&#15

                          د عبدالله او ملا معنوي د ټاکنو ستراتېژي افشا شوه!



                          آرين
                          زما د يوه پخواني دفتر بهرنی مشر افغانستان ته راغلی چې د ټاکنو په اړه تحقيق او د بېلابېلو ډلو سره مرکې وکړي. تيره ورځ چې د اپريل ۲۶ نېټه وه زه هم له ده سره يوې خصوصې غونډې ته تللی وم او هلته مې د ژباړې چارې هم پرمخ وړلې. ټاکل شوې وه چې زموږ مجلس بايد نيم ساعت کې پای ته ورسيږي خو دغه مجلس له يو ساعت هم زيات وخت ونيوه.
                          په مجلس کې پوښتنه د عبدالله عبدالله د رايو په اړه وه، موږ د مجلس له کوربه پوښتنه وکړه چې عبدالله عبدالله دومره زياتې رايي له کومه کړې؟؟؟ هغه لومړی په خندا شو او بيايي وويل چې داځل د عبدالله عبدالله ټيم په ډير مهارت پرمخ لاړو.
                          نوموړي زياته کړه چې عبدالله عبدالله درې قسمه پاليسي جوړه کړې وه:
                          لومړی ارګ سره معامله: ارګ سره د معاملې پاليسۍ لپاره يې يونس قانوني او په ارګ کې نور د شورا نظار غړي ټاکل شوي وو.
                          دوهم ولسي کمپاينونه: ولسي کمپاينونو لپاره رسنيو ته پيسې ورکړل شوې وې، په زيات شمير پښتنو سيمو کې د ولاياتي شورا کانديدانو او يو شمير قومي مشرانو ته پيسې ورکړل شوې وې. او نورې قانوني لارې ….
                          دريم د تقلب پاليسي: د دې لپاره معنوي صېب ترڅنګ د ټاکنو په کميسون کې اوسني او پخواني ماموين ګومارل شوي وو.
                          د درې واړو پاليسيو موخه داوه:
                          لومړی: ټاکنې باید په لومړي پړاو کې وګټل شي او په هېڅ صورت دوهم پړاو ته لاړې نشي، ځکه په دوهم پړاو کې يي ګټل بیا ستونزمن وي.
                          دوهم: په لومړي دور کې داسې ستراتېژي جوړه شوې وه، چې د عبدالله عبدالله پلویان باید د پښتنو د رایو په تناسب درغلي وکړي. ( هغه رایه چې اشرف غني ته تلله) د پښتنو ټولې رايي څه د پاسه یو میلیون حساب شوې وې او عبدالله عبدالله همدومره تقلب وکړ. د عبدالله عبدالله شفافې رايې د دوستم او یو شمېر هزاره قوم له رايو سره برابري حساب شوې وې.
                          دريم: په شمال کې هر نفر باید یوه رایه د عبدالله عبدالله د بريا لپاره او یوه رایه د اشرف غني د مخنيوي لپاره وکاروي.
                          څلورم: په شمالي ولایتونو کې د ډاکټر اشرف غني ټیم ته بايد داسې کسان د کمپاین لپاره ورمعرفي شي چې د اشرف غني په پرتله عبدالله عبدالله ته زیات وفادار وي او په خپله ګټۀ يې استعمال کړي. دوی به هم نظارت ونه کړي او هم به د عبدالله عبدالله د ټیم د تقلب پرضد عکس العمل ونه ښيي.
                          پنځم: د نورستان په شان ولایتونو کې باید زیاتې پیسې مصرف شي، ترڅو هلته ولایتي اداره د دوى په ګټه درغلي وکړي. د نورستان تول نفوس یو نیم لک ښودل شوى دى، خو د ټاکنو کمېسيون معلومات ښيي چې په نورستان کې شاوخوا ۸۸۰۰۰ رايي کارول شوي دي. یعنې د نورستان ۱۴۷٪ فیصده نفوس په ټاکنو کې ګډون کړی دی. د رایو ورکوونکو شمیره یی د نفوس له شمیره ۷۰ سلنه کمه ده.
                          شپږم: په هغو ولايتونو کې چې د جمعيت او نظار شورا غړي واکمن دي، د ټاکنو په ورځ د صندقونو د ډکولو لپاره دې د هغوى له نفوذ څخه استفاده وشي او په هغو ولايتونو کې چې هلته په چاوراکو نفوذ نه لري، ساحوي ناظمان او د کمېسيونونو مشران بايد په پيسو واخيستل شي.
                          عبدالله عبدالله عملا همداسې وکړل، له ټاکنو مخکې يې ځينې ولايتي کمېشنران او مسوولين د چکر لپاره دوبۍ، تاجکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو ته بوتلل، ځينو ته يې قيمتي ډالۍ ور وړې او ځينو ته يې په حکومت کې د لوړو پوستونو وعدې وکړې.
                          اووم: ملا معنوي په دې پلمه چې په ټاکنو کې پراخه تجربه لري په اسانۍ سره کولای شي چې د ټاکنو د کمېسيون د مشر يوسف نورستاني په شان کمزورى رئيس تر خپل اغیز لاندې راولي او له خپل نفوذ څخه په استفادي د تقلب رايي سپينې کړي.
                          معنوي تېره شپه هم په تلوېزيونونو کې ویلي و، چې د کمیسون له پریکړې ملاتړ کوي خو د شکایتونو پر کمیسون هېڅ باور نه لري ځکه هغوی نه پوهیږي.
                          اتم: کرزی او په ارګ کې ناست يو شمير چارواکې هم د دوی د ستراتيژۍ سره همغږي وو. ارګ هم د کميسون پايلو ته خوښ دی ځکه دوی غواړي چې د عبدالله عبدالله په مخکي کيدلو سره د پښتنو او د غني د ملاتړو عکس العمل معلوم کړي. که عکس العمل يي جدي و نو دوی به هم په ټاکنو کې له اشرف غني ملاتړ وکړي او يا به بې طرفه پاتې شي او که عکس العمل يي کمزوری و نو بيابه ارګ د شمال ټلوالې سره په همغږۍ د مصلحتي حکومت او يا مخلوط حکومت تر نامه لاندې يوه بله ډرامه پيل کړي.
                          ارګ همدارنګه هڅه کوي چې عبدالله عبدالله و هڅوي چې دوهم پړاو ته خنډونه پيداکړي، ګواښونه وکړي، پايلې ونه مني، د شکايتونو کميسون تر فشار لاندې راولي، د دواړو کميسونونو بې پرې والى و ننګوي او حالات بحراني کړي.
                          داسې هم امکان شته چې د شکاياتو پر کميسون زيات فشار د دې لامل شي چې د يوې دسېسې له لارې يي نيم غړي استعفا ورکړي او ټوله پروسه و ننګوي…
                          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                          Comment


                          • #88
                            پـښتون ورور ولـي که اسلامـیستي ورورولـي ,&#170

                            د ځـیـرکیار سـریــزه
                            درنو لوستونکو! د منلي داود افغان لــڼـډه خو په مطلب کوټلې لیکنه بایــد هــر افغــان ولولي. دغه لیکنه ما ځیرکیار ته دوه ورځې وړاندې( د ۲۰۱۴ د اپریل په ۲۳) په انګریزي ژبه د ایمیل له لارې راورسیدله. دا لیکنه ډیره جدي ده او مايې له لوستلو خوند واخیست. خو بیا هم زه د دې لیکنې د ټول ډکون سره موافق نه یم، ځکه چې د ټـول افغانستان او ټـول افغان ملت د بدبختۍ په رامنځته کولو کې یې د برتانوي استعمار او د امریکایي امپـریالیزم د رول په اړه غـوڅ دریځ نه دی ښودلی. «اسلامي» پاکستان د انګریزي ښکیلاک په دسیسو رامنځته شو او ورپسې د امریکې د امپــریالیزم په «جــبهه یي هـیواد» (فــرنټلاین کنټري) واوښت. دغه شان د شوروي امپـریالــیزم په ضد جهاد کې(۱۹۸۹-۱۹۷۹)، واشنګـټـن د جهاد د ادارې واک د اسلامــي پاکستان استخباراتـو تـــه ور په غــاړه کـړ، نه افغـانانــو ته. سعــودي عـربستان، امریکې او بـن لادن بلعـمل د شوروي اتحاد په ضد جهاد کې ټــلوالـه جـوړه کـړې وه. په افغانستان کې د اسلام او عـیسویت دغې ګــډې پــروژې د اسلامي مـدرسو جـوړولو ته هم اړتیا لرله، ځکه چې واشنګـټـن ډاډه نه و چې په افغـانستان کې به د شــورویانـو اشغـال څـومــره دوام ولـري. پـه ګـوټـینـو لیـنـدیـو[ ] کې لیکل شوی متـن د ځیـرکیار دی، نه د داود افـغـان. ۲۵ اپـریل ۲۰۱۴
                            لـیکوال وپـیـژنئ
                            د منلي داود افغان په اړه داسې معلومات رارسیدلي دي: دی یو خپلواک لیکوال دی او په منځني ختیز کې د لوې لوبې په اکله لیکنې کوي. د ده لیکنې د پښتون په ټـینګه ملت دوستۍ (نیشنلزم) ټینګار کوي. خو له بدې مرغې د غه هیواد دوستي ډیره مبهمه شوې ده، ځکه چې د بیخـرتې (سترې، عـظیمې) ايډیالوجیک محاصرې لاندې راغلې ده او په اصطلاح د پاکستان د اسلامي تـظاهـر د بیــلابــیلو ایــډیالوجیک داغـونو او پوښـونو له امله بــې شکــله شـوې ده. د داود افغان لیکنې په دې راڅرخي چې تاریخي پـیـښو ته په ژوره سترګـورتـیا(بصارت) وکسي. دغه تاریخي پیښې د اوسني اسلامیـستي سیاست سره اړخ لګـوي او هغه حیـرانـوونکي دروغ راسپـړي چې [لـه بـدې مـرغـې] د دواړو خـواو د پـښتنـو پـه منځ کې ورتــه د واقـعـیـت پــه سـتـرګه کــتل کیـږي
                            د لــیکــــنـــــــې ډکـــــون
                            مـلت د ولس په ګــډو ارزښتونو (ژبه، کلتور،قــوم، ټبـر او تـاریخ) راڅرخي. په دې ډول، پښتون په تـاریخي لحاظ یو ځانګړې سیاسي ملت دی چې اوس ورتــه افغـان ملت ویــل کیـږي. په ټــول افغــان ملت کې غـیــرـ پــښتون افغـانان هم راځي ځکه چې ټـول د ګـډې خـاورې او ګـډ حکـومت خاوندان دي. افغان – پښتون ملـتـیان په پښتو [ژبه] او پښتونواله [ د ژوند طرز] د ژوند چاري تنظـیموي. خو د دوی وروڼه چې[ د برتانوي] پاکستان په حاکمیت کې استوګن دي، د پاکستاني دولت د بې شرمانه او مخفي پالیسیو په اوږدو کې پـړوۍ په پـړوۍ د خپل ملي او ټولنیـز پیـژاند تـوکمـونه( پښـتو ژبه او پښتونــولي) لــه لاسه ورکــوي او د پنجـابـیـزیـشـن او پاکستانــیـزیـشـن وزرې پــرې غــــوړیـږي
                            له بلې خوا، د پاکستان د دولت مفکـوره [د تش په نامه] اسلامي ورورولۍ له عقیدې نه الهام اخلي چې «مسلم امه» ورته ویل کیـږي[ یو مسلمان ته د بل مسلمان وینه ، عـزت او ملکیت حرام دی، خو ناڅاپـي «اسلامي» پاکستان چې هیڅ ډول تاریخي هـویتي- حقوقي منبع یې نلرله، د انګـریزانو د پلان سره سم د افغانستان په خاوره او ملت خیټه واچوله]. د پاکستان د رامنځته کیدلو مفکوره په مسلمان او غیر مسلمان ولاړه وه [او بلقـوه د غـیـر مسلمان سره په غلیمۍ را چاپیره وه. تاریخپوهه فـون تانزلمَن په۲۰۰۷ کې لیکي چې «که جناح ته د پاکستان د پلار په سترګه کتل کیـږي، چرچل باید د پاکستان د تره مقام ولري، او له دې امله باید د سیاسي اسلام په راژوندي کولو کې د یوې مهمې څیرې مقام ولري.»] په دې ډول په برتانوي هند کې د «دوه ملتونو» نظریه [ټـو نیـشنـز تیوري] راووتله چې په ایمانوالانو او غیـر- ایمانوالانو را چاپیره وه. اسلام او اسلامي حکومت د دوه ملتونو د نظریې ډکون جوړوي، په دې ډول چې د ګاوڼډي افغانستان مسلمانان څه ناڅه د امریکایانو او هندیانو تر تاثیـر لاندې راغلي دي، او دغه وضعه کیدی شې افغانان پخوانئ ټولنیزې مبدا( لکه هندو ییزم- بودیزم او زردشتي او یهودي دینونو) ته بوځي. دا هغه څه دي چې د پنجاب وسعت طلبه امنیتي حاکم قـدرت یې طـالبانو تــه ورزده کـوي. د دغــه دریـځ لــه مخې د پاکستان اسلامي حکومت دا منطق وړاندې کوي چې د افغانستان په ضد د جهاد او طالبیت چغـه لـوړه کړي، هلته د امریکایانو او هندیانو د اغـیز په ضد وجنګیـږي – په دې بهانه چې افغانان بیـرته روغ مسلمانان کــړي
                            خو د طالبانو په کچه، ملت دوستان هـم شته چې پـوخ دلیل لري اوپه پاکستان کې د بې پښتون کولـو او د پښتنو د بې هـویت کولو د پالیسۍ په مقابل کې جنګیـږي. ملت دوستان مجبور دي چې د افغانستان د استحکام لپاره او په ټول افغانستان کې د کلک ملي دولت د جوړلولپاره په پاکستان کې د بې پښتون کولو عملیه شڼـډه کړي. له دې امله، دلته د افغان- پښتون ملت د وستۍ او د اسلامیستانیانو تر منځ ټکر پروت دی. په لـومړئ ډله کې ټولنپال (سوشل) دموکراتان ، او دنــیوي( سیکـولر) اوخپلواک فکره روڼ انـدا ن شامــل دي، اوپــه دوهمه اسـلامیستــانئ ډلــه کې اوسنـي طالــبان او پخـواني مجاهــدین راځي چې د پاکستان او سعـودي عـربــستان ملاتــړ ور ســره دی. ځینو پخوانيـو مجاهدینواوس په افغانستان کې واکمنه پټـه جوړه کړې ده
                            د افغان ملت- دوستانو او اسلامیستانیانو تر منځ جګړې چې له ۳۵ کلونو راهیسې چلیـږي، پښتون په دوه ډلو ویشلی دی: ملت- دوستان او اسلامیستانیان. افغان ملت- دوستان د افغانانو لپاره ملي ولسواکي غواړي، خو اسلامیستانیان چې د پاکستان او سعـودي عربستان په ټغـر ناست دي یو بل وژني، تر هغه مهاله چې یو پښتون ژوندی پاتي شي. دغــه یواځینئ پښتـون به بیا پریکړه کوي چې افغانستان دې یو دنیوي(سیکولر) ملي دولت شي که یو عـرب اسلامي دولت. په بله وینا، ټـول افغانستان به رامننځته شي یا متحده اسلامي امه
                            اوس نو دوه د یوبل سره مخالفې طرحې شته کیـږي: (۱) مسلم اخوانیت چې د پاکستان اسلامي جمهوریت به یې استازولي کوي، او (۲) پښتون ورورولي چې د افغانستان ملي دموکراتیک جمهوریت به یې استازولي کوي. اوس نـو بــاید و څیـړو چې په کــومه طرحه کې عموماَ د پښتنو ګــټه خــونــدي شــوې ده
                            د پښتون ورورولۍ په طرحه کې به یو محکم او پـرمختللی افغانستان را منځته کیـږي. دغه ډول افغـانستان به پښتو ژبه او پښتونـولي پیاوړې کوي، یو ســوله دوست ملت به وي، غــني او مرفــه بـه وي، او پــه ځان متکي به وي. یــو محکم مــتحد افغــانستان به پښتانه له تـرهـه ګرۍ نه وبــاسي، سولې ته به یې سیخ کړي، غربت او بدبختي به یې شڼډ کړي، او بلاخره به پښتانه پخپله خپل سیاسي برخه لیک په لاس کې ونیسي
                            خو د مُسلم ورورولۍ په طرحه (متحده مُسلم امه) کې به پښتانه د تل لپاره یوه دریمه درجه طبقه پاتي کیـږي چې د پنجابیانو او عـربانو بوټــان به پــالــش کوي، د تل لپاره به د پنجابیانو او د عـربانو د اسلامي سلطې او کپـیـټـلیزم (پانګوالۍ) جنګیالان وي. پښتانه به ډریوران، ساتونکي او پیره داران، او جارو کښان وي، او د جسمي زیارکښانو په څیر به په لاهـور، ګوجرانواله،کراچۍ ، دوبۍ، قـطر او سعـودي عـربستان کې اسـتـثـمـاریـږي. اخوان المسلمین به نه یواځې په خپلمنځه جګــړو او وژنــه کې لګــیا وي، بلکې د پنجــابــیانو او عــربانــو په خاطــر بـه د پـښتــون وروڼـو سره هــم په جنګ او وژنــه کې اخته وي او د دوی ښوونځــي، عــامه ځایـونه او سولــه یـیــز تمــدن به ویــجــاړوي
                            اخوان المسلمین به خپلمنځو وژونو ته ادامه ورکوي اوغټه هڅه به وکړي چې د خپلو پنجابي بادارانو د خوښۍ لپاره افغان ملت- دوستي(افغان نیشنلزم) کمزورې کړي. د پاکستان او سعـودي عربستان پـه حمایت او تمــویــل به د پښتنــو پـه ښارونو او کــلیــوکې د اسلامـیستي موسسو له خوا د پښتـنو تــر منځ ویـنه تـویـونـه او وژنــه و غــځـیـږي. په اسلامـیستي مرکزونو کې به زموږ د ځوانانو ماغـزه د ځان وژنې د بـریدونو لپاره ومینځل شي. په نورو محترمانه الفاظو، اسلامیستي مـرکزونه ملکـوتي/اسماني جنت ته د خپلو ځان چاودونکو شهیدانولپاره د ننوتلو پټې دړې (دروازې) لري چې دوه اویا (۷۲) ځوانو ملکـوتي /اسماني حورو ته ورورسیـږي- خو د اسلامیستي جهاد د ځان وژنو او ځان چاودنو له امله به د پښتون ورور په کلی او باڼـډه کې پـیغـلې بې میـړه او بې مینې ژوند تیروي. د غه ډول اسلامیستي جهاد چې ځان وژونه او ځان چاودونه یې چورلیـز جوړوي، د عـربانو د پیسو او کلتوري تسلط په خدمت کې دی
                            د پښتون ورو د کورنیو د پـیغـلو برخه لیک به معمولاَ ډیـر غـمناک وي، ځکه دوی به د لاهـور او دوبۍ په تجارتي ځایونو کې د ډمو(فاحشو) په څیر هغـسې استـثماریـږي چې عـربان او پنجابیان یـې غـواړي. د پښتـون ورور ماشومان به په اسلام اباد، راولپـیڼـډۍ او لاهور کې د عـربانو او پنجابیانو په تجارتي مرکزونو کې بوټان پا لش کوي
                            پښتانه به د نړۍ د سترو زروي او عسکري قدرتونو (لکه د روسي فـډریشن، د امریکې د متحد ایالتونو او په نسبتاَ څرګنده راتلونکی کې د ولسي چین) له خوا بمبار شي، په دې دلیل چې دوی به د اسلام د حفاظت او بري په نوم په غیـر- مسلمان ښارونو کې ځان چاودنې کوي، او دا هغه څه دي چې په تیرو ۳۵ کالونو کې لیدل شوي دي. پښتون به هیڅ ځای و نلري. نه به هیواد ولري، نه به دولت ولري. دا خو لا څه کوئ چې د اسلامیستو پښتنو پنجابي باداران او اربابان به هم دوی ترهه ګران، سپک او وږي خلک اعلان کړي، که څه هم د پنجابیانو په خدمت کې لګیا و. نن د پنجابیانو په شان،عـربان هم موږ پښتنو ته په ټـیټه سترګه ګوري
                            ائ پښتنو! لطفاَ راشئ، په خیر راشئ! پردیان پـریـږدئ؛ د ځان په اړه وغـږیـږئ؛ د پښتو او پښتونوالې په اړه و ږغـیـږئ؛ خپل ملي دولت جوړ کړئ؛ خپل تمدن جوړکړئ؛ سوله ییز او متمدن شئ؛ د نورو د خوښۍ لپاره د پښتون ورور پښتانه مه وژنئ؛ یـو شئ؛ او خپل ځان ، خپل تاریخ، خپل کلچر، خپل سقوط او خپل خلاقیت او ابتکار وپیـژنئ
                            ائ پښتون ځوانانو! لطفاَ خپلې رښتونې حورې (پـښتنې جینکۍ) د جنتي حورو (پـیغـلو عـرب او پنجابي جینکیو) په خاطر مه قـرباني کوئ. که تاسې نور په دې نړۍ کې نه یاستئ، پښتني جینکۍ به څه کوي؟ هغـوی و ساتئ! د هغـوی عـزت او نیک نوم وساتئ، او مه پـریـږدئ چې هغـوی استـثمار شي کله چې تاسې په ځان وژونکي برید، بم چاودنې، یا په خپله سیمه کې د ترهه ګرۍ په جګړه کې د خپل ګډون له امله وژل شوي یاستئ ! دا حماقـت دی! ستر حماقـت دی! د نوې نړۍ چلونه زده کړئ! خپـل ماشومان او خپلې ښځې تعلیم ته پـریـږدئ! « د بـل چا د ګـټـو لپاره جـنـګـونه» تـم کړه! « د خپل ځان د تخـریب لپاره جنګـونه» تم کړه!















                            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                            Comment


                            • #89
                              په افغانستان کې ۲۱۷۷ امریکایان وژل شوي او &#16




                              اند- د اسوشیتید پریس خبري اژانس له شمېرو سره سم په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرزولو څخه، یعني له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري، په دې هیواد کې ۲۱۷۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس په خپل احصاییه کې د امریکا تر دفاع وزارت دوه تنه لږ ښودلي دي. د امریکا د دفاع وزارت په شمېره کې، چې پرون /سې شنبه/ د امریکا په وخت د ورځې په ۱۰ بجې تازه (اپ ډېټ) شوې، ټولټال ۲۱۷۹ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
                              په همدې حال کې آی کژولتي ویبپاڼې، چې د جګړې له پیله په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړیو او متحدو هیوادونو د تلفاتو شمېر خپروي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۳۱۷ تنه ښودلی دی.
                              اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې ۱۸۰۳ امریکايي پوځیان په افغانستان کې په حملو کې وژل شوي دي. خو لږترلږه ۱۳۲ نور امریکايي پوځیان د افغانستان د ماموریت د ملاتړ لپاره له افغانستانه دباندې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
                              د دې اژانس په وینا د دغو پوځیانو په منځ کې ۱۱ یې د دښمن له لوري ویشتل شوي یا په چاودنو کې وژل شوي دي.
                              اسوشیتید پریس خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت په قول وايي چې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د امریکا ۱۹۷۱۸ پوځیان ټپیان شوي دي.
                              د آی کژولټي د راپور له مخې سږ کال (۲۰۱۴) په افغانستان کې ټولتال ۲۹ نړیوال پوځیان وژل شوي چې ۱۶ یې امریکایان دي.
                              د دې ویبپاڼې له شمېرنو سره سم له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ټولټال ۳۴۳۸ نړیوال پوځیان وژل شوي چې ۲۳۱۷ یې امریکایان، ۴۵۳ بریتانیایان او ۶۶۸ نور د د مختلفو هیوادونو دي.
                              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                              Comment


                              • #90
                                دوینی د ورکولو روغتیایی ګټې

                                دوینی د ورکولو روغتیایی ګټې
                                فواید صحی هد یه نمودن خون
                                1- Reduce The Chance Of heart Diseases
                                It has been observed that increase in blood iron level increases the chance of heart disease. Iron is involved in the oxidation of cholesterol and this process is believed to be detrimental for the arteries and thus leads to heart diseases. Regular blood donation helps especially males in loosing iron on regular basis. It helps in reducing the chance of heart attack to one third.

                                2- Enhance The Production Of New Red Blood Cells
                                As the blood is withdrawn from the donors body there is decrease in blood cells. To replenish it, immediately new cells are produced by marrow and this way blood gets refreshed. Therefore donating blood helps in stimulating generation of new blood cells.

                                3- Helps In Fighting Hemochromitosis
                                Hemochromitosis is a genetic disorder; also known as iron overload disorder wherein iron accumulates in the body tissue because or improper iron metabolism. This condition may lead to organ damage. For example, one in every 300-400 people in England suffers from this disorder and American Red Cross blood services accept such donors as safe donor as it’s a genetic disorder, it won’t be harmful to the person receiving blood from such donors.

                                4- Burn Calories
                                One can diet or remain fit by donating blood regularly. One pint of blood (450 ml) when donated burns 650 calories in donor’s body.

                                5- Invigorated Feeling In Elderly People
                                It has been mentioned in various sites though not proved that elderly people in good health have reported feeling invigorated or reenergized by giving blood on a regular basis. It is my own experience that whenever I donate blood I feel myself fresh for long time and feel that I don’t have any anxiety.

                                6- Reduce Cancer Risk
                                Consistent blood donation is associated with lowered risks for cancers, as well as decreases the level of free radicals in blood.

                                7- From Religious Point Of View
                                All religions over the world is insisting on saving of human’s life, let me cite below some points based on Islam:

                                Allah (SWT) Says in Holy Qur’an:
                                32. and if any one saved a life, it would be As if He saved the life of the whole people.
                                Al Ma-idaah

                                The Prophet Mohammed (Peace Be Upon Him) says, “He who relieves a believer of one form of distress, in this life shall be relieved by God of a greater distress on the Day of Resurrection”
                                Therefore, if giving blood to a patient is necessary for his survival, then, according to Islam, it becomes mandatory to donate blood.

                                The Prophet (Peace Be Upon Him) says, "Cupping is a most useful type of medical treatment". He also says, “If any of your methods of treating the ill is effective, an incision by phlebotomy scalpel is certainly one”.

                                The inferred meanings of three other saying of prophet Mohammad (PBUH) are as below: -
                                1- Cut your vein with a scalpel and allow your blood to flow and you can do this once in three months.
                                2- You can allow your blood to flow every 17 days, 19 days and 21 days (This is applicable to modern day Plasma and Platelet Pharisees).
                                3- Removing blood from your body improves your health and enhances your eyesight.

                                General and Physical Requirements Of A Blood Donor
                                · Person’s 18 – 60 years can donate blood
                                · Both men and women are accepted as donors
                                · Must be at least 50 kg
                                · Oral temperature must not exceed 37.5 C
                                · Must be regular between 48 to 100 per minute
                                · Under the discretion of the medical officer
                                · The level must not be less than 125 gm/100ml

                                Prospective Blood Donors With The Following Diseases May Not Give Blood
                                · Active pulmonary diseases
                                · Rheumatic fever attack
                                · Cardiovascular diseases
                                · Kidney diseases
                                · Current allergic reaction
                                · Cancer
                                · HIV infection
                                · Diabetes
                                · Asthma within two months of last attack
                                · Convulsion, epilepsy or other mental diseases
                                · Chronic eczema, dermatitis or recurring boils
                                · Acute gastric ulcer within the past two years
                                · Syphilis & other sexually transmitted diseases
                                · Hepatitis B, Jaundice
                                · Malaria
                                · Women are ineligible as donors during pregnancy and for 12 months following delivery
                                · Prospective donors should not give blood
                                · within six months after a major operation
                                · Prospective donors who have received a blood transfusion within the past six months cannot give blood
                                · Prospective donors should not give blood within six months after an ear piercing
                                · Persons who have serious illness for the past three months may not give blood
                                · Drugs & Alcohol intake
                                · All other medical problems will be under the discretion of the medical officer who has the final decision whether a person can donate blood or not

                                په پښتو ژبه:
                                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                                Comment

                                Working...
                                X