Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #61
    A very thought provoking write up. Really Pashto is deprived of its status and the theme of languages must be made part and parcel of election campaign and agenda of the candidates.

    Comment


    • #62
      ولي يوازي د خبريال مرګ ناجايزه وژنه بلل کې

      په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې ځیني داسي *بریدونه او پېښي وشوې چې په لویه کې غبرګونونه راوپارول .
      په ننګرهار کې په ډله یزو ځانمرګو بریدونو کې دپښتنو ټولوژنه او دکابل په سرینا هوټل کې پر مالدارو بریدونه یې دوه ښکاره بیلګي وې .
      په ننګرهار کې پر یوه ځای (۶۰) کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ښخي*او ماشومان هم ورکي شامل وو.
      دا یواځي نه چې دننګرهار په برید کې ښځي*او ماشومان په نښه شوي دي ،بلکه داسي بېشمېره پېښي شته چې دتنکیو ماشومو بچیو نه یې ناببره ژوند اخیستی او په دودیز چاپیریال کې راښکیلي لسګونه ،سلګونه او آن زرګونه تورسري ورکي شهیداني شوي دي .
      له بده مرغه داسي هیڅ یوه ورځ نشته چې دافغانستان په یوه نه یوه ګوټ کې دي* افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه دغم* پر ټغر نه وي ناست.*

      پښتو متل دی چې په جنګ کې بنګړي *ماتېږي ، نو ښکاره خبره ده په افغانستان کې جنګ دی ،ویني تویږي او انسانان مري . په انسانانو کې ښځي ،ماشومان سپین ږېري او ځوانان ټوله شامل دي*.
      توپک ، بم ، ځانمرګی ، بمبار او داسي نور هیڅ کله دا نه پېژني چې ماشوم وژني که ځوان ، ښځه وژني که نارینه .
      البته ددې پرله پسې وژنو په لړۍ کې نور ټول افغانان که دیني عالمان دي که پوهان ،که ښځي دي ،که ماشومان دي*،که دهیواد راتلونکي*جوړونکي ځوانان دي ،که محصلین او دښوونځي زدکونکي دي ، که پیران او فقیران دي ،که دولتي چارواکي ،پولیس یا دملي پوځ سرتېري دي ، که وسله وال طالبان یا نور دحکومت مخالف او مرور وروڼه دي ټول یو شان دي ،البته یو ټبر استثنا دی چې هغه (ژورنالیست) دی . ژورنالیست او خبریال که ووژل شو بیا نو په افغانستان کې هنګامه جوړېږي ،توري ورځي به لمانځل کېږي او دخبرونو دنه خپراوي ګواښنې به کېږي او داسي به ښکاري لکه پیړۍ وروسته چې په افغانستان کې یوه ناجایزه وژنه شوې وي .
      زه حیرانه دې ته یم چې ولي په نوره نړۍ کې داسي نه دي ؟
      په افغانستان کې هر ژورنالیسټ ، څېړونکی وي او هر څېړونکی ځانته ژورنالیست او خبریال وايي* . ما خو په تېرو ۱۲ کلونو کې چې ډیموکراسي او دبیان آزادي افغانستان ته راغلې ده یو داسي خبریال ونه لیدو چې یوازي په یوه څانګه کې سپېشلیسټ وي .

      له بده یا له نیکه مرغه په افغانستان کې هر ژونالیست په اقتصاد ، جنګ ، کلتور ، سوداګري ، پارلیماني چارې ، سیاست ، ټولنیز ژوند، لنډه دا چې په هرڅه پوهېږي . بده لاداده چې په افغاني رسنیو او له افغاني رسنیو سره په کارګرو خبریالانو اعتماد هم نه کېږي ، په بښنې سره باید ووایم چې په افغانستان کې ژورنالیزم او خبریالي *یوازي *او یوازي دپروپاګند لپاره کارول کېږي .
      سوشل میډیا خو دکوڅې میډیا جوړه شوې ده ،پوچ رد کنځل او سپکې سپوري *په غلطو نومونو وهر چاته ورکي کېږي ، خو ځیني ویبپاڼې او رسنۍ یې هم تر سوشل میډیا پاتې نه دي . دلته هم خلک په هره برخه کې چې ویب پاڼو ته لاس رسی لري درسنیو دقانون سره سم سپکي سپوري وايي .
      زه تر دې بحث تېرېږم او راځم اصلي موضوع ته چې ولي* خبریال او په ځانګړي ډول د بهرنۍ میډیا کارکوونکی دومري مهم وه اوسي چې دهغه لپاره دي پرله پسې غونډي جوړېږي او دیوه خبریال په وژل کېدو دي داسي هنګامه جوړېږي چې ساری او بېلګه ونه لري ؟
      که کوم خبریال په څپېړه ووهل شو نو خلک سړکونو ته راوزي ،ځکه دا خبریال صیب دی ، که د سرینا هوټل دپېښي دشهید خبریال احمد سردار وژنې ته وکتل شي نو دا یو حقیقت دی چې دیوه کس سره دهغه دکورنۍ ماشومان او مېرمن شهیدان کېږي نو دردناکه وي ، خو دې ته هم فکر په کار دی چې افغان خبریالانو دکندهار په پنجوايي کې دیوه امریکا يي پوځي له لوري پر ۱۶ ماشومانو ډزي کولو په غبرګون کې ولي دنړۍ والو ځواکونو دخبرونو دنه خپراوي پرېکړه ونه کړه ؟
      ولي افغان خبریالانو د امریکا د هسکي مېني پر وراواڼو دبمبار په خلاف دامریکا یانو د خبرونو دخپراوي څخه ډډه ونه کړه ؟
      ولي افغان خبریالانو په اروزګان کې دامریکايي پوځ له لوري دامید خپلواک دوژنې په خلاف خپل غبرګون نه کړو ښکاره ؟
      داسي *ډېري وژني شته چې امریکا یانو کړې دي ،یا له امریکا یانو پرته په جګړه کې ښکیلو ټولو غاړو کړې دي ، په ځانګړي ډول موږ د طالبانو نوم هم اخیستلای شو چې په ولسي ځایونو کې ځانمرګي کوي ،خو پر هغو هیڅ غبرګون نه وي ، نو ددې خبري معنا داده چې په افغانستان کې بس یوازي خبریالان او ژورنالیستان باید ونه وژل شي کنه دوی به بندیزونه ولګوي .

      ما وړاندي یادونه وکړه چې په افغانستان کې ژورنالیزم دپروپاګند یوه وسیله جوړه شوې ده ، که دنی په نوم دافغان خبریالانو ټولنه په رښتیا دژورنالیستانو ملاتړې وای نو په هلمند کې یوه میاشت وړاندي دوژل شوي خبریال ددوسیې څېړنه به یې کړې وای ؟

      زه فکر کوم دژونرالیسټانو دحقوقو دملاتړ په نوم فنډ اخیستونکي په نړۍ او افغانستان کې ډېر دي چې همېشه یې دنورو دګټو لپاره غږ اوچت کړی وي ، داځل هم همداسي وشول ، ډېر زیات حساس وخت دی په هیواد کې ټولټاکنې دي او اوس دطالبانو دخبرونو دنه خپراوي په تړاو داسي پرېکړه کېږي چې دخبریالانو ژوند په خطر کې اچوي .*
      اوس مهمه داده چې ایا دا پرېکړه له خبریالانو سره مرسته کوي او که زیان وراړوي ؟
      زه فکر کوم زیان یې ځکه زیات دی چې یوځای نه یوځای به کوم خبریال په یوه نه یوه دښمني کې راښکېل وي ، دهغه دښمنان به دغه خبریال ووژني او تور به یې په طالبانو پوري شي . که چېرته خدای مکړه دا کار وشي نو له یوې خوا به درسنیو او طالبانو ترمنځ واټن زیات شي ،او له بله پلوه به یو بل افغان خبریال ووژل شي .
      زما په اند افغان خبریالانو ته په کار دي چې په حساسو شرایطو کې له ورته کړنو نه لاس وخلي ، او که چېرته د(نی) اداره رښتیا هم د شهید خبریال سرداراحمد خواخوږي وي ، هغه اداره چې سردار احمد کار ورسره کاوه په دې دي اړه کړي چې دسردار محمد د پاتې کورنۍ مالي مشکلات ورحل کړي .
      که چېرته رښتیا هم د(نی) اداره له سردار احمد سره په اخلاص ولاړه ده بیا دي دده دوژنې دبېطرفه او نړۍ والې څېړنې غوښتنه وکړي .
      دا خو عقل نه مني چې یو ماشوم دي یوه کس په ټوپنګچه (۲۰) ګولۍ ویشتلی وي ، هغه په دې چې پر دوو ماشومانو لږ تر لږه (۵) جابې دټوپنګچې ګولۍ مصرف کېږي چې په داسي یوه ورځ یې دبرید کوونکي لپاره بېځایه مصرف ول ممکن نه دي .
      نو دې پورته ټولو ټکو ته په پام سره زه ویلای شم چې ولي د (نی) اداره داسي یوه پرېکړه کوي چې په هغه کې دخبریالانو تر ګټه تاوان زیات وي ؟
      په درنښت
      ستاسو خور زرغونه فریال
      خپل نظر په لاندي برېښنا لیک راسره شریک کړئ
      Last edited by Afgun; 03-26-2014, 10:49 PM.
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment


      • #63
        څلور ډوله کاندیدان او له دوی سره د بیعت شرا&#1

        د ولسمشرۍ کاندیدان د خپلو سیاسي پالیسیو له مخې په څلورو ډولونو وېشل شوي دي.
        مذهبي ایډیالوژیستان: دغه کسان له مذهبي حکومت څخه خبره کوي، خو دا چې دغه مذهبي حکومت دې کوم حقیقت وي، بلکې زیات یوې خیالي ایتوپیا ته پاتې کېږي.
        په دې ډله کاندیدانو کې قطب الدین هلال او استاد سیاف شامل دي.
        قطب الدین هلال تراوسه نه دي ویلي کوم اسلامي حکومت چې دی یې غواړي له اوسني حکومت څخه به څه توپیر ولري. دی یوازې دومره وایي چې بهرني ځواکونه په هېواد کې نه پرېږدی، پخواني فاسدان محاکمه کوي او په فساد ترلاسه شوې شتمنۍ یې بېرته ځنې اخلي، چې دا بیت المالې خبرې دي او کوم اسلامي حکومت نه شي تعریفولای.
        په تېرو ۵۰ کلونو کې د اسلامي ډلو تشه همدا وه چې دوی له یوه اسلامي حکومت او نظام څخه خبره کوله، خو هغه یې نه شول تعریفولای، په داسې حال کې چې دغو ډلو د خپل دغه نا تعریف شوي خوب د پلي کولو په نوم ۳۵ کاله جګړې وکړې او په دې جګړو کې تر دوه ملیونو افغانانو ووژل شول.
        استاد سیاف بیا وايي چې د عمري عدالت حکومت پلی کوي، خو دا چې د ده د عمري عدالت حکومت بیا څه دی په هکله یې د کمپاین پرمهال یوه خبره هم نه شي کولی او خپل وخت په تشو موعظو مصرفوي. د کمپاین پر مهال د دې پرځای چې د خپل حکومت برنامې او د هغې د پلي کولو لپاره یې د تمویل سرچینې تشریح کړي لکه د جمعې موعظې د خلکو وخت په هغو مذهبي پندونو، توصیو او نصیحتونو ضایع کوي، چې ته به وایې کوم ملا او خطیب یې نویو مسلمان شویو کسانو ته کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک تازه مسلمانان نه دي، په دې خبرو تر بل هر چا ډېر ښه پوهېږي او دا خبرې د دوی لپاره ډېرې تکراري او زړې خبرې دي.
        په هېواد کې دغه مذهبي ډلې له تېرو ۳۵ کلونو په یو نه یو ډول حاکمې وې، دوی خو د خپلو حکومتونو پرمهال یوازې قتلونه، فساد، لوټول، غصبول، ورانول، وهل او تړل کول نو هغه وخت د دوی عمري عدالت څه چې حتا د هندوانو هومره عدالت یې هم چا ونه لیده.
        ولس باید وپوهېږي چې دغه باټې یې تشې پلمې او د تېر واک او ځواک د بېرته ترلاسه کولو او پر ولس یو ځل بیا د چپه مېچنو څرخولو لپاره دي او هر هغه څوک چې په دې لار کې د دوی مرسته کوي، د اسلامي ارشاداتو له مخې له دوی سره به یې په هر ظلم، هر روپې فساد او هر قتل کې شریک وي.
        بله ډله کاندیدان ګټه پالي انارشیستان او ماکیاولستان دي، چې واک ته د رسېدو لپاره هر ډول ملي، ټولنیز او ولسي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، خلکو ته په درواغو ویلو سر دي او کله کله یې له خولې رښتینې اپلتې هم وځي. ځکه دوی خپلو پلویانو ته د واک ګرځولو او، ګروپي، قومي، سمتي او تنظیمي ګتو د پاللو خبره کوي، چې په دې ډله کاندیدانو کې عبدالرحیم وردګ، زلمی رسول او ډاکتر عبدالله راځي چې وردګ یې یوازې د وردګیانو د ګټو خبره کوی، عبدالله یې د جنګسالارانو، نظار شورا او جمعیت اسلامي ډلو د ګټو د خوندي کولو او زلمی رسول یې د کرزي د حکومت د فساد سالارانو او مافیایي کړیو د ګټو د خوندي کولو خبره کوي، خو دا خبرې په یو څه مهارت سره ترسره کېږي او عامو وګړو لپاره د درک وړ نه دي. هغه وګړي چې له دوی سره په واک ته رسېدو کې مرسته کوی، د اسلامی ارشاداتو پراساس د دوی په هر ډول ژبنی، سمتي او سیاسي توپیر او تعصب او هره روپۍ فساد کې به شریک وي او په اخرت کې له دوی سره په یې ځای یو وي.
        بله ډله کاندیدان خدمت پالي کاندیدان دي چې په دوی کې ګل اغا شېرزی او سلطان زوی راځي. که څه هم د دوی برنامې خلکو ته په کار او خدمتونو وړاندې کولو څرخي، خو دومره رایې نه لري چې ټاکنې وګټي.
        په بله ډله کې نوښتګر کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی شامل دی. دغه کاندید د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کوټلې برنامه لري او په اقتصادی چارو کې هم پوره مهارت لري، خو په سیاسي چارو کې کېدای شي له یوشمېر خنډونو سره مخامخ شي. د ده په وړاندې تر ټولو لوی خنډونه به د نظار شورا، مذهبي تنظیمونه او د کرزي د حکومت پاتې شوني مفسدان وي. دی که وکولای شي د یوه ملی سیاست او حکومت لپاره له خپلو مرستیالانو جنرال دوستم او سرور دانش او خپل پلوي کریم خلیلي او د دوی له ډلو سره یوې نه ماتېدونکې هوکړې او توافق ته ورسېږي او هم په پښتنو کې یو نوښتګر او پیاوړی ځواک رامنځته کړي، نو کولای شي د دغو انحصار ګرو او فاسدو ډلو د ګواښونو او خنډونو په وړاندې ودرېږي او له خپل کاره بریالی راووځي. که دی د خپلو مرستیالانو په کنټرولولو کې پاتې راځي او ونه کړای شي په پښتنو کې یو پیاوړی نوښتګر سیاسي ځواک او حرکت رامنځته کړي، نو کېدای شي یا د خپلو مخالفانو د دسیسو قرباني شي او یا هم لکه کرزی د هغوی لمنې ته ولوېږي او د حکومت ټول امتیازات ترېنه جار کړي او په بدل کې یې د خپل سر خیرات ترې وغواړي.
        په دې هکله د ولس مسوولیت څه کېدای شي؟
        یوازې اشرف غني ته په رایو ورکولو سره د ولس مسوولیت پای ته نه رسېږي، بلکې یو بل نوی مسوولیت ورته تر غاړې کېږي او هغه دا چې تر واک وروسته غني یوازې پرې نږدي او د فساد سالارانو او انحصارګرانو په وړاندې یې کلکې ننګې ته ودرېږي. ولس باید د غني ټینګ ملاتړ وکړي، تر څو خپلې اقتصادي برنامې پلې او د فاسدانو مخه ونیولای شي. همداراز واک له مافیایي کړیو او انحصارګرو ډلو ولس ته وګرځوي او د انارشۍ ځای ولسواکۍ ته خوشې شي.
        اشرف غني او د هغه د تحول او تداوم ټیم دا مهال د ولس لپاره یو غنیمت دی، ده د یوه ملي دولت او واک د رامنځته کېدو لپاره غږ پورته کړی او په کار ده چې په دغه ملي حشر کې د طالبانو په ګدون ټول ولسونه برخه واخلي او تر هغه چې غني په سمه و ملاتړ ته یې دوام ورکړي، که له لارې ښویېده بېرته یې په سمه کړي او که نه سمېده نو خپل ملاتړ ترې واخلي او یا له واکه یې لرې کړي. ځکه د اسلامي ارشاداتو پراساس رایه ورکول بیعت دی، بیعت پر هر مسلمان واجب دی او په دوه ډوله دی. یو په دیني چارو کې له زعامت نه پیروي ده او بل په دنیوي چارو کې د زعامت ملاتړ دی. دغه ملاتړ باید د بدۍ، ظلم او فساد لپاره نه وي، بلکې د مسلمانانو د خدمت، خیر او ښېګڼې لپاره وي. بیعت له یوه زعامت سره په هغه صورت کې سم دی چې خلک وکولای شي د زعامت د منحرفېدو په صورت کې د هغه مخنیوی هم وکړای شي، له دې پرته چاته رایه ورکول به له مار څخه د ښامار او له یوه عاجز او مظلوم بنده څخه د فرعون جوړولو په معنا وي او دا ډول بیعت او رایه ورکول شرعي نه دي.
        د هزاره وو او ازبکو بیعت له اشرف غني سره په شرعي شرایطو برابر دی، خو د پښتنو بیعت به تر هغه له چا سره سم نه وي، چې تر څو دوی دومره منسجم او په یوه ځواک بدل نه شي چې په ټولنه کې د فاسدانو د مفسداتو او زعامت د انحراف د مخنیوي وس او توان په ځان کې پیدا نه کړي.
        تر هر څه لومړی پښتنو ته په کار دي چې له اشرف غني نه د خپل بیعت په بدل کې ژمنه واخلي، چې له دوی سره به د پښتنو په انسجام او یووالي کې مرسته کوي او پښتانه به د ځانځانۍ له دې حالته راباسي او په یو نوښتګر او اغېز لرونکي ځواک به یې بدلوي چې تر څو وکولای شي له نورو قومونو سره په ملي مسایلو کې خپله رغنده ونډه واخلي او په خلاص مټ خپل مثبت رول ولوبولای او خپل صلاحیت تمثیل کړای شي.
        په پای کې یادونه کوم، چې له دې مقالې څخه زما هدف کوم کاندید ته کمپاین کول او یا د کوم کاندید مخالفت کول نه دي، بلکې د خپل ولس په وړاندې د دیني، ملي او هېوادني دین ادا کول دي چې زه فکر کوم په دې حساسو شرایطو کې یې پر ما دا حق دی.
        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #64
          ولې امريکا په افغانستان کې پاتې کېدل غواړ&#161

          ستراتيژيک تړون که د امريکا دګټوخونديتوبونه ؟ !!!

          افغانستان له پښو لوېدلی، وروسته پاتې، او جګړې وهلی هېواد چې له پوځي ځواک څخه بې برخې او تل د سيمه ايزو استثمارګرو او اتومي ځواکونو له ګواښ سره مخامخ وي. همدې سترو ځواکونو تل دا هڅه کړې تر څو د افغانستان ملي دولت له منځه يوسي او د هېوادونو له کتاره يې وباسي، نو دوی د ناکامو او شنډو پلانونو سره سره بيا هم ونه شوی کولای چې د افغانستان ملي دولت د هېوادونو له کتاره وباسي، او سربېره پر دې بيا هم افغانستان په آزاده او خپلواکه توګه د هېوادونو په کتار کې ولاړ هېواد دی. افغانستان تل د استثمارګرو ځواکونو له يرغل سره مخ وي، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د امريکايي ښکېلاک د يرغل سره مخامخ شو، او دا استثمارګر تل دا ادعا کوي چې مونږ افغانستان کې بری موندلی، خو داسې نه ده ځکه چې دا به يو لوی شرم وي چې يو ستر نړيوال او اتومي ځواک د بې شمېره وسلو او وسيلو سره دا ومني چې د افغانستان جګړه زمونږ لويه تېروتنه وه.
          کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې امريکا غوښتل په افغان خاوره بريد وکړي نو د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره يې له هر څه نه کار واخيست. بې شمېره پيسې، وسلې او وسيلې يې وکارولې او د سيميزو او نړيوالو هېوادونو سره د هر راز پوځي او اقتصادي مرستې تړونونه يې لاسليک کړل چې بلآخره امريکې د نړيوالو په مرسته په افغانستان باندې په ۷ د اکتوبر بريد وکړ. او د افغانستا ن د جګړې په لومړيو کلونو کې په افغانستان کې تر يو څه اندازې پورې سوکالي او امنيت راغی او افغانستان له زيات شمېر بهرنيو مرستو څخه برخمن شو، اقتصاد يې وده وکړه سياسي نظام يې په پښو ودرېد، او په هېواد کې يې يو زيات شمېر د بيا رغونو پروژو په کار پيل وکړ او د افغان وګړو لپاره يې کاري زمينه برابره کړه.
          کله چې امريکې په ۲۰۰۳ ز کال کې په عراق باندې تېری وکړ خصوصاً دغه بريد د طالبانو د بيا راتګ او فعاليت لپاره يو ښه فرصت په لاس ورغی، او همدغه دې عراق جګړه د دې سبب شوه چې د طالبانو د بيا راتګ لاره پرانستل شوه ځکه چې امريکايان په دې وخت کې دوه ځايه مصروف شول، او کله چې په عراق کې جګړه ډېره سخته شوه نو افغانستان يې له پامه وغورځاوه چې د دې په پايله کې طالبان د کورني او بهرني ملاتړ سره بيا د يو قوي ځواک په څېر راڅرګند شول، او د امريکا پوځي شتون يې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ کړ.
          د امريکې حکومت لومړۍ لاسته راوړنه په افغانستان کې دا وه چې د طالبانو حکومت يې له منځه يوړو او د القاعده مرکزونه يې د خاورو سره برابر کړل، او په کابل کې يې د خپلې خوښې غربي ډوله اداره او حکومت (ولسواکي نظام ) جوړ کړ، او يو زيات شمېر خاص ځواکونه يې په ټول افغانستان کې مېشت کړ او ټول افغانستان يې تر خپلې ولکې لاندې راوست او د دې سره يې وکولای شول چې په کابل کې يوه فاسده اداره جوړه کړې هغه داسې فاسده او ککړه اداره چې قومي، ژبني، ديني او نژادي اختلافاتو ته لمن ووهي او افغان وګري په خپلو منځونو کې په مختلفو تعصباتو اخته کړي تر څو افغان وګړي د جهل او ناپوهۍ تورې تيارې ته ورټل وهي، او افغانستان تل وروسته پاتې او د امريکا تر لاس لاندې هېواد کړي، نو ځکه يې د نظام واکمني خپلو لاس پوڅو بادارانو ته په لاس کې ورکړي، او د افغان رهبرانو د بې غورۍ، بې کفايتۍ او ناوړه چلند له امله په کابل کې يوه داسې فاسده او بې کفايته اداره په پښو ودرېده چې تل د بهرنيانو په مرستو ولاړه او تل دغه مرستو ته اړه وي.
          دويمه پېروزي يې ډېره حساسه وه ځکه چې د طالبانو حکومت ټوله اساس نامه او بنسټ د ګاونډي هېواد له خوا حمايه کېدو اوګاونډي هېواد افغانستان د خپلې خاورې يو نوه څانګه (صوبه) شمېرله او ګاونډي حکومت به تل دا ادعا کوله چې افغانستان زمونږ پنځم ولايت دی. د ګاونډايانو فوځونو به چې هر کله غوښتل چې د افغانستان د سرحد نه دېخوا راواوړي نو اوښتل به پرته له کومې ستونزې نه او هر څه به يې چې افغانستان کې غوښتل هغه يې کولای شول.
          واشينګټن چې القاعده يې اصلي دوښمن ؤ او د طالبانو حکومت القاعده ته پټن ځايونه ورکړي وو، او د پاکستان حکومت په ښکاره له طالبانوسره کمک او مرسته کوله، نو امريکې ونشوی کړی ترڅو په خپل فوځي ځواک سره د پاکستان کمک او مرسته له طالبانو سره ودروي يعنې امريکې نه غوښتل چې له پاکستان سره په جګړه کې ښکېل شي. نو بلآخره واشنګټن د پاکستان حکومت ته د قناعت وړ دلايل وړاندې کړل هغه دا چې امريکا او پاکستان د تاريخ په اوږدو کې دوه دوست هېوادونه دي، او امريکا د القاعده د ځپلو لپاره يواځې دې پاکستان له لارې په افغانستان کې کاميابي موندلای شي، او بل دا چې د واشنګټن سره د پاکستان د اتومي وسلو وېره ده، ځکه چې امريکې اندېښنه درلوده چې هسې نه د پاکستان اتومي وسلو ته القاعده او يا اورپکي لاس رسی پيدا کړي، او د نړۍ سوله له خطر سره مخامخ کړي چې بلآخره پاکستان خپل ټول ځمکني، سمندري، او هوايي امکانات دې امريکې په اختيار کې ورکړل.
          درېيم امريکې ونشوای کولای تر څو د ښاغلي حامد کرزي په واسطه خپلو موخو ته ورسيږي، ځکه چې يواځې کرزی په دې لوبه پوهېده چې لوبه څه شی ده، يعنې د امريکې او ناټو اصلي او دايمي موخې په افغانستان کې څه شی دي؟ !!! غربي ښکېلاک تل کوښښ کولو چې د افغانستان ټولې سياسي، اقتصادي، او ټولنيزې چارې په خپل واک ( کنټرول) کې وساتي نو په دې طريقه سره به دوی خپلو موخو ته په خپله خوښه او په ډېره اسانۍ سره ورسيږي. خو کرزي ورته دې ټولو چارو واک په لاس ورنکړ او امريکې هغه څه چې غوښتل لاس ته يې را نشوی وړی. او امريکې د خپل ټول ماموريت په دوره کې کوښښ کاوه چې افغانستان کې د بيا رغونې او پراختيايي پروژې په ارامۍ سره تر سره کړي، تر څو په دې پلمه سره وکولای شي چې په افغانستان کې د ډېر وخت لپاره (دايمي) پاتې شي ځکه چې افغانستان دوی ته يو ډېر حساس او ستراتيژيک ارزښت لري.
          دا چې افغانستان د جغرافيايي اوستراتيژيکي موقعيت له نظره د نړۍ له ډېرو مهمو او حساسو هېوادنوڅخه دی، او امريکا دې افغانستان له لارې کولای شي چې خپلې ګټې په منځنۍ اوختيځه آسيا کې په اسانۍ سره خوندي وساتي، نو امريکا په دې ټينګار کوي چې افغانستان کې تلپاتې او دايمي اډې ولري، ترڅو په آسيا لويه وچه کې د سيميزو او اتومي ګواښونو په وړاندې د امريکې د منابعو د خونديتوب په خاطر يو بلاک جوړ کړي. دا بلاک (دايمي اډې) به د امريکې شخصي ګټې د ايران، پاکستان، روسيې، چين او هند په مقابل کې خوندي وساتلی شي. او امريکا به وکولای شي تر څو خپلو سمندري اډو ته چې په مديترانې بحيره، سره بحيره، توره بحيره، او خليج فارس کې په ښه ډول تر نظارت لاندې ونيسي، کېدای شي د دوی له اوږد مهاله پلانونو سره به د افغانستان امينت خوندي اوامريکا به د ګاونډيو هېوادونو په مقابل کې د افغانستان د خاورې او خپلواکۍ ضمانت وکړي. او واشنګټن په دې ټينګار کوي چې دا موافقه د افغانستان او د سيمې د خونديتوب په خاطر ده، اود دې ترڅنګ په افغان حکومت فشار هم اچوي ترڅو زر تر زره امنيتي موافقه لاسليک کړي ترڅو واشنګټن وکولای شي چې پس له ۲۰۱۴ ز کال نه وروسته د خپلو ځواکونو د اېستلو او پاتې کېدلو لپاره منظم پلان جوړ کړي، او دوی په دې سره سره بيا هم ټينګار کوي چې که چېرې افغان حکومت امنيتي موافقه لاسليک نه کړي نو دوی به خپل ټول ځواکونه د ۲۰۱۴ ز کال تر پايه له افغانستان نه وباسي، چې په دې سره کېدای شي افغانستان د بهرنيو مرستو او نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه يو ځل بيا بې برخې شي. او همدارنګه د زياتو سيميزو هېوادونو ولسمشرانو هم کرزي ته ټينګار کاوه چې امنيتي موافقه لاسليک کړي ځکه دوی وېره لري داسې نه چې يوځل بيا اتياييمه لسيزه تکرار شي او نړيوالې ټولنې ته دې مداخلې اړتيا پيدا شي.
          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #65
            د ”غني“ او ”زلمي“ پرتله، د ګټلو محاسبه/ محمد رو&#169

            په دې لیکنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ښاغلي ډاکټر زلمي رسول پرتلنه کوو، خو دا د دوی د شخصیتونو، پوهې، وړتیاو، طرحو، پروګرامونو، کړنو، لاسته راوړنو، اهلیت، محبوبیت او نورو ښېګڼو او ځانګړنو پرتله نه ده، ځکه ښاغلی زلمی رسول د دغو یادوو ښېګڼو او اوصافو له پلوه په هیڅ توګه له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د پرتلنې وړ نه دی، که وای، نو د طلوع تلویزون په بېګنۍ مناظره کې به یې میدان نه پرېښودی او د ښاغلي غني په څېر به یې په صراحت ، وضاحت او سړه سینه هم خپل پلان او پروګرام تشریح کړی وای او هم به یې د ګډونوالو نیوکې او پوښتنې ځواب کړې وای، خو که د دې باوجود بیا هم څوک له دې پلوه ښاغلی زلمی او ښاغلی غني سره پرتله کوي، نو دا پرتلنه به ظالمانه، غیرعادلانه او له انصاف څخه لیرې وي.
            د تېرو دوو میاشتو په موده کې د ټاکنیزو سیالیو، غونډو، رسنیزو بحثونو، مناظرو او نورو له لارې ولس ډېر ښه په دې پوهېدلی چې ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی څنګه طرحې، پلانونه او پروګرامونه لري او ښاغلی ډاکټر زلمی رسول څومره په اوبو کې ولاړ دی. په دې هم شکر دی ټول پوهېږي چې کوم یو د خپلو طرحو او پروګرامونو د تطبیق او عملي کولو اراده، پوهه، وړتیا او ژمنتیا لري او کوم یو یې خیال پلو غږوي، یا له یوه او بل غره غږېږي، نو چې له دې اړخه خبره سپینه او څرګنده ده، ځکه پرې نور بحث ته اړتیا هم نشته.
            دلته مو له یوې نوې زاویې څخه د دغو دوو نوماندانو پرتلنې ته پام رااړوم، دلته په دې بحث کوو چې د ښاغلي غني تر شا څوک ولاړ دي او د ښاغلي زلمي ترشاڅوک دي؟ تاسو ته بهتره معلومه ده تآکنیزې سیالۍ پایته رسېدلي او ټاکنیز بهیر یو مهم او وروستی پړاو یانې د رایو ورکولو ته ور داخلېږي. دغه پرتلنه درسره د دغه مهم پړاو په ښه ترسره کولو کې مرسته کولی شي.
            د رایو ورکولو لپاره باید ټاکلي او روښانه معیارونه وي لکه وړتیا، پوهه، طرحې، پلانونه، پروګرامونه، د هغوی د تطبیق او عملي کولو اراده، ژمنتیا او امکانات، نو که له دې مه واره مو د عواطفو، احساساتو، خپلوي، معاملو او اټکلونو له مخې خپلې رایې په پټو سترګو د وجدان له پرېکړې پرته وکارولې، خو که خدای مه کړه هر ناورین، نااهله ولسمشر او کاواکه نظام رامنځته شو، نو دا مه هېروئ چې په ټولو بدمرغیو او سرغړونو کې به ورسره سم شریک یئ او له امله به یې په دې نړۍ بدمرغه او په هغه نړۍ د خدای مخ توري یئ، خو خدای مو هم له بدمرغۍ او هم له مخ تورۍ وساته، نو هیله ده چې د رایو امانت خپل اهل او وړ کس ته ور وسپارئ.
            د همدغې فورمولې پر بنسټ ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ هغه یوازینی نوماند دی چې هم ګټورې طرحې او پلانونه لري، هم وړ، عالم، خواخوږی، رښتینی او قاطع شخص دی او هم یې په خلکو او ولس کې محبوبیت تر نورو زیات دی. نو په دې حساب ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو څخه دوه ښېګڼې لري، یو دا چې وړ او اهل نوماند دی او دویم دا چې د بریا چانس یې تر نورو بېخي زیات دی او دا دواړه اټکلونه تاسو د نوموړي له پروګرامونو، مناظرو او د کمپاین له غونډو څخه په اسانه کولی او له نورو سره پرتله کولی شئ.
            دلته د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ او پلویانو لنډ جاج اخلو، خو دغه پلویان په جلا کټګوریو وېشو، څو په پای کې د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ښاغلي ډاکټر زلمي رسول د پلویانو پرتلنه تاسو ښاغلو ته اسانه شي:
            1. د کابینې غړي:

            د کابینې هغه فعال غړي چې په تېرو څو کلونو کې هم په خپلو کارونو کې بریالي وو او هم یې ولسي رېښې تر نورو غښتلې او ژورې دي، هغوی ټول د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړي دي، لکه د مالیې وزیر ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی ډاکټر محمداکرم خپلواک، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علي احمد جلالي، د مخابراتو پخوانی وزیر ښاغلی معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی محمدحنیف اتمر، د کلیو بیارغاونې او پراختیا پخوانی وزیر ښاغلی احسان الله ضیا، د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر ښاغلی ډاکټر انورالحق احدي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی غلام مجتبی پتنګ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پخوانی مشر ښاغلي غلام جیلاني پوپل، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر ښاغلی زلمی خلیلزاد، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر ښاغلی عبدالخالق فراهي، د پوهنې وزیر ښاغلی فاروق وردګ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخوانی وزیر ښاغلی منګل حسین، د ملي دفاع پخوانی وزیر ښاغلی عبدالرحیم وردګ، د ټرانسپورټ او هوایي چلند پخوانی وزیر ښاغلی حمیدالله فاروقي، پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال وزیر ښاغلی فیض الله کاکړ، د سوداګرۍ وزیر شاکر کرګر، د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل، د ښار جوړولو وزیر عبدل الهي او همدارنګه ویل کېږي چې د ملي امنیت پخواني ریسان ښاغلی اسدالله خالد او امرالله صالح هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ټینګ پلویان او ملاتړي دي.
            نو اوس د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ همدغه پورتنی نوملړ د ښاغلي زلمي رسول د لوړې پایې له ملاتړو سره پرتله کړئ او بیا د همدغې پرتلنې له مخې له ځانه سره قضاوت وکړئ او دا وارزوئ چې کوم یو ګټونکی دی او کوم یو بایلونکی، خو د ښاغلي ډاکټر غني او ښاغلي ډاکټر رسول د پلویانو او ملاتړو یو لوی توپیر دادی چې د زلمي رسول حکومتي او دولتي پلویان له خپلو دندو ، موقفونو او امکاناتو څخه په غیر قانوني ډول د زلمي رسول په ګټه کار اخلي. په خپلو سیمو او کاري ځایونو، وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې خپل تر لاس لاندې کسان په زور دېته اړباسي چې د زلمي رسول غونډو ته ورشي، تبلیغات ورته وکړي، عکسونه او پوسټرونه یې ووېشي او بالاخره په راتلونکو ټاکنو کې ورته رایې ورکړي. له همدې امله د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نغدي جریمه هم کړ.
            مګر د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي حکومتي پلویانو تراوسه پورې داسې کوم حرکت او چلند نه دی کړی چې یا دې غیر قانوني واېسېږي، یا دې یې خلک ګواښلي او تهدید کړي وي او یا دې یې هم دولتي امکانات په غیر قانوني ډول د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په واک کې ورکړي وي. یا دې څوک په زور د کمپاین غونډو ته راوستلي وي، حتی دوی کوښښ کوي چې خپل پلویان او خواخوږي غونډو ته لږ راوبلي، ځکه د ټولو د ځایولو امکانات نه وي، همدا پرون راته د سروبي د کمپاین مسوول وویل چې له کابله ورته د ډاکټر صاحب ولایتي مسوول زنګ وهلی چې کوښښ وکړئ لږ او یوازې مشران خلک راولئ، ځکه د ځایولو امکانات یې نشته او بیا خلک خپه کېږي.
            2. جهادي او سیاسي ګوندونه:

            د مولوي محمدنبي محمدي په مشري حرکت انقلاب اسلامي افغانستان، د حضرت صبغت الله مجددي په مشري جبهه نجات ملي اسلامي افغانستان، د پیرسیداحمدګیلاني په مشري محاذ ملي اسلامي افغانستان، دسید هادي هادي په مشري حزب حرکت اسلامي ملت افغانستان، د مولوي محمدیونس خالص په مشري اسلامي حزب، د استاد عبدالکریم خلیلي په مشري وحدت اسلامي افغانستان، د الحاج سیدمنصورنادري په مشري د افغانستان ملي پیوند، د جنرال عبدالرشید دوستم په مشري جنبش ملي اسلامي افغانستان، د ښاغلي ستانه ګل شېرزاد په مشري افغان ملت، د ښاغلي حنیف اتمر په مشري حق او عدالت او ګڼ نور سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې.
            اوس همدغه پورتني ګوندونه د ښاغلي زلمي رسول له ملاتړو ګوندونو سره پرتله کړئ او وګوری چې کوم نوماند ګټونکی او کوم یې بایلونکی دی؟.
            3. قومي مشران:

            افغانستان قبیلوي ټولنه ده، دلته لا هم د ګوندونو او چارواکو تر څنګ قومي مشران خپل نفوذ، اغېز او ملاتړ لري او د افغانستان د بېلابېلو قومونو ګڼو مشرانو په راتلونکو ټاکنو کې له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړی دی دلته د بېلګې په توګه یوازې د یو څو پښتنو قومي مشرانو نومونه یادوو: ښاغلی عزیزالله واصفي، ښاغلی اسدالله وفا، ښاغلی نعیم کوچی، ښاغلی حاجي دین محمد، ښاغلی پاچاخان ځدراڼ، ښاغلی خیال محمد حسیني، ښاغلی ننګیالی وردګ، ښاغلی انور خان اسحاقزی، ښاغلی ضابط جلیل فراهي، ښاغلی مولوي خدایداد، ښاغلی حشمت خلیل کرزی، ښاغلی حاجي عبدالرحمن ځدراڼ، ښاغلی وزیر منګل، ښاغلی موسی خان هوتک، ښاغلی مولوي بلوچ، ښاغلی معین مرستیال، ښاغلی مولوي قمرالدین شینواری، ښاغلی حاجي علم ګل کوچی، ښاغلی شاه محمود میاخېل، ښاغلی فریدون خان، ښاغلی خان جان الکوزی، ښاغلی حاجي علي اکبر ژوندی، ښاغلی فضل کریم فضل، ښاغلی پوهندوی محمداسماعیل یون او سلګونه نور مشران او قومي شوراګانې. همدارنګه د غیر پښتنو وروڼو قومونو ګڼ مشران. هم د ښاغلي غني خواخوږي او ملاتړي دي.
            د پرتلنې لپاره د ښاغلي ډاکټر غني د قومي مشرانو د ملاتړو همدغه نوملړ د ښاغلي زلمي رسول د قومي مشرانو د ملاتړو د نوملړ تر څنګ کېږدئ او دقیق یې وارزوئ.
            4. د ملي شورا غړي:

            د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکیلان د ښاغلي ډاکټر اشرف غني ملاتړي دي لکه نادرخان کټوازی، عبدالجبار قهرمان، حمیدزی لالی، ښاغلی حاي عبدالظاهر قدیر، ښاغلی ګل پاچا مجیدي، ښاغلی همایون او ګڼ نور وکیلان او سناتوران چې شمېر یې له سلو اوړي او تاسو یې د رسینو له لارې هم له نومونو سره بلد یئ، ځکه نو دلته د ټولو د نومونو یادول اړین نه بولم.
            د ښاغلي زلمي رسول د ملاتړ وکیلانو د شمېر لپاره د لاس ګوتې هم ممکن ډېرې وي، بیا وکیل تر وکیله هم ده، ممکن د زلمي رسول پنځه ملاتړي وکیلان یوازې د ښاغلي نادرخان کټوازي هومره محبوبیت او نفوذ ونه لري.
            همدارنګه لیکوال، فرهنګیان، مدني فعالان، روڼ اندي، د پوهنتونونواکثر استادان، محصلین، د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي او مهم ملي شخصیتونه هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي خواخوږي او ملاتړي دي.
            د پورتنیو کتلو تر څنګ به هغو کتلو ته هم اشاره وکړو چې غوڅې رایې یې د ډاکټر غني دي. لکه:
            · د ازبکانو رایه په مطلق اکثریت د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ده، مطلق اکثریت مې ځکه وویلې چې دا ځل د شهید مطلب بېک او شهید سمنګاني کورنیو او پلویانو چې په تېرو دوو دورو ټاکنو کې یې د اسلامي جمعیت نوماند ته رایې ورکړې وې، له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
            · د پښتنو اکثریت رایې هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه استعمالېږي، ځکه پښتانه په تېرو دولسو کالو کې له ګڼو حقونو څخه محروم او په ستونزو کې ښکېل دي، نو له همدې امله دوی د خپلو ستونزو د حل یوازینی وړ نوماند ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی بولي، ځکه نو په غوڅ اکثریت د نوموړي تر شا ولاړ دي.
            · د هزاره ګانو رایه وېشل شوې، ۴۰ سلنه یې له محقق سره ده او ۴۰ سلنه یې استاد عبدالکریم خلیلي سره ده او همدغه د استاد خلیلي برخه رایه ټوله ډاکټر اشرف غني احمدزي ته استعمالېږي. د هزارګانو پاتې شل سلنه رایه د ولسمشرۍ د نورو نوماندانو تر منځ وېشل کېږي، خو په دغه وېش کې هم تر ټولو غوښنه برخه د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ده، ځکه هزاره ځوانان او روڼ اندي د نوموړي طرحې او پلانونه د افغانستان په خیر ګڼي او له همدې امله ورته په راتلونکو ټاکنو کې رایه ورکوي.
            · د اسماعیلیه و رایې په غوڅ اکثریت د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ده، ځکه دوی د لویې جرګې په خېمه کې له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
            · د تاجکو ۷۰ سلنه رایې ډاکټر عبدالله ته ځي، ۱۰ سلنه یې هم د اسماعیل خان له برکته استاد سیاف ته ورکوي او ممکن پنځه یا لس سلنه رایې د ضیامسعود له برکته زلمي رسول ته ورشي، تر دې زیات امکان نه لري، ځکه په تېرو دوو دورو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیالان له پنجشېر درې او تاجکان وو، خو د دې باوجود یې هم ایله لس سلنه رایې ښاغلي کرزي ته ورکړې ، سره له دې چې کرزی او زلمی ځمکه او اسمان توپیر سره لري. د تاجکانو پاتې شل سلنه رایې بیا هم د ټولو نوماندانو تر منځ وېشل کېږي او په دغه وېش کې بیا هم اکثر رایې ښاغلی ډاکټر غني د خپلې پوهې او وړتیا پرمټ ترلاسه کوي.
            · نور قومونه لکه بلوچ، ایماق، نورستانیان، پشه یان، پامیریان، ګوجر، او سلګونه قومي شوراګانې هم خپلې اکثر رایې ښاغلي غني ته ورکوي.
            · افغان روشنفکران او ځوانان هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې ورسره په ټاکنیزو سیالیو او منډو ترړو کې په رضاکارانه ډول بوخت دي.
            · ملي تاجران او پانګوال هم د ښاغلي اشرف غني احمدزي د غوره اقتصادي برنامو په خاطر د نوموړي ملاتړي دي.
            لنډه دا چې د ولس ټولې رایې له ښاغلي اشرف غني احمدزي سره دي، نو له همد ې امله لکه څنګه چې د پوهې، وړتیا، طرحو، پلانونو، کړنو، لاسته راوړنو او مدیریت له پلوه ښاغلی زلمی د ښاغلي غني سره د پرتلنې وړ نه وو، نو همداسې د رایو له پلوه هم د ښاغلي غني سیال نه دی، د ښاغلي رسول رایې د ښاغلي غني د رایو پر وړاندې داسې دي لکه د کابل سیند پر وړاندې یو ګیلاس اوبه.
            د ښاغلي غني، وړتیا، طرحې، پروګرامونه، پلویان، ملاتړي او خواخوږي د هغه د رایو ډېروالی، بریا او مشروعیت تضمینوي، نو د حمل په ۱۶ د شنبې په ورځ له دغې ملي اجماع او لویې کتلې سره تاسو هم د عادلانه نظام د تاسیس په موخه یو ځای شئ، خپلې رایې مو د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ او ګټه وکاروئ، ځکه هم د ولسمشرۍ وړتیا لري او هم د بریا چانس.
            ستاسو د رایو له برکته ولسمشرۍ ته بریالی شوی ډاکټر غني به د خپلو بریالیو، ګټورو، علمي او عملي طرحو له برکته که خدای کول اوسنی افغانستان داسې باثباته او بسیا کړي چې هم به د عزت خاوند شي او هم د حیثیت او له همدې امله به موږ ټول په کور او هېواد دننه بسیا شو، د نړۍ وال فاسد نظام لرونکي له شرم او پېغور به خلاص شو. د ګاونډیو له څپېړو، پېغورونو، واسکټونو او اعدامونو به مو بېغمه کړي او د نړیوالو له سوال، خیرات او ګدایۍ به خلاص شو. ټول هېواد او هېوادوال به مو له خوښۍ ژوند ته موسکي وي. هېواد به مو په خپلو پښو ودرېږي او ټولنه به مو باثباته شي.
            د سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #66
              زما د هیلو خوب نن ریښتیا شوی

              زه نه پوهیږم چی لا اوس هم خوب وینم او که ویښ یم!
              تل می هیله درلوده چی په هره ژبه ګویا، نر او ښځه په یوه ملی افغانی رنګ کی رنګ شو، تل می هیله درلوده چی پښتون دری ووایی او تاجک ورور می پښتو، تل می هیله درلوده چی ټول سره په یوه ملی دریځ کی په یوه انتخاب هوکړه وکړو.
              نو نن چی د ټاکنیزو منډو تندو پایلنی ورځ وه او ډاکټر صیب اشرف غنی خپله پایلنی غونډه درلوده او هلته ډاکټر صیب اشرف غنی د ستر تدبیر خاوند د هری ډلی خلک ځان ځان ته راوغوښتل او له هغو سره یی روغبړ وکړ خو ماته ی ترټولو زیات خوند هلته راکړو چی غنی صیب ته ترکمنو ورونو ملاوروتړله او د ترکی فرهنګ ښایسته دودیزی جامی یی ورپه تن کړې.
              ګوری د انسان طبیعت داسی دی چی همیشه یو شی او یو رنګ نه خوښوی خو کله چی رنګونه ډیر وی یعنی رنګارنګ شی نو هلته انسان له هغې منظری ډیر خوند اخلی.
              که مو پام شوی وی افغانستان د داسی یوه بڼ په شان دی چی دلته رنګارنګ ګلونه دی
              دلته د پښتون په نامه ګل، دلته د تاجک په نامه ګل، دلته د ازبک په نامه ګل ، دلته د ترکمن په نامه ګل ، دلته د ایماق په نامه ګل، دلته د پشه یی په نامه ګل، دلته د ګوجړ په نامه ګل، دلته د براهوی په نامه ګل، دلته د هنود په نامه ګل، او دلته د نورستانی په نامه ګل هم شته چی هر یو یی ځان ته خپل خصایص، هر یو یی ځان ته بوی، هر یو یی ځان ته رنګ او هر یو یی ځان ته ښکلا لری او کله چی دا د افغانستان په بڼ کښی سره راټولیږی نو ترټولو ښایسته تری جوړیږی چی د انسان زړه غواړی ورته وګوری او دومره ورته وګوری ترڅو چی خوند تری اخیستی شی.
              او ما نن دا ټول د اشرف غنی احمدزی په پلویانو کی ولیده، اشرف غنی سره هرګل یوځای ده، د هر ګل بوی له اشرف غنی نه راځی.
              هر ګل داسی فکر کوی چی یواځی اشرف غنی د افغانستان په نامه دا ښکلی بڼ چی د تباهی په حالت کښی ده بیرته ژوندی کولای شی. خپله بقا په غنی کی وینی او غنی ټاکی.
              بیځایه به نوی چی د بابرزی دا شعر هم ورسره مل کړو:
              د شملو وطن ته راشه چی شملی درته په سرکړو
              ته زنا د ستورو راوړه مونږ به وینی د زړه درکړو
              نن ډیر خوشحاله یم زړه می همدا اوس نه د بری زیری راکوی، او انشاالله چی ملت قدم پورته کړی او الله رب العزت به هم راسره مل وی.
              د غنی افغانستان لپاره غنی غواړو.
              د بریا په هیله
              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

              Comment


              • #67
                دحمل ۱۶ تاریخي ورځ

                نن دافغانستان دولس لپاره یوتاریخي ورځ ده ،خصوصا په داسي یولرزان حالت کی چه دیوي خوا دطالبانو ګواښونه اودپاکستان دای ایس ای ناځوانمردانه مداخلي رواني دي خودافغانستان ولس داسي په خوشخالۍ اوهیجان سره سهاردوخته دکورونو راوتلي اودټاکنودمراکزو پرلورروان دي ،اویوډول دخوشحالۍ اوغرور احساسات دورایه دځوانانو اوزړو به چهروکي لیدل کیږي .
                ماپرون لا خپل دټاکنو کارت ولټاوه اواماده مي کړ ،سهار د اوه نیمو بجو په حدودوکي مي ډیر افغانان ولیدل چه زما نه دمخه په قطارونو کي ولاړ وه ،دوی مي ترځان غښتلي ولیدل ، دټولو رایه ورکوونکو په چهرو کي ډیره خوشحالي اورضایت لیدل کیدی .
                پوره ۲۵ کاله وړاندي کله چه مي په پاکستان کي دمهاجرت شپي اوورځي تیرولي اوهلته دپاکستان دتاکنو دورځي شاهد وم نو ډیر به زهیریدم اوکله چه به مي ددوی تلویریوني پروګرامونه لیدل نو به نورهم خفه سوم اوحتي دسترګو به مي اوښکي راغلي . خو نن دومره خوشحاله یم چه هغه دچاخبره په کالو کي نه ځایږم ، دټاکنو په مرکز کي مي چه رایه ورکونکي ولیدل چه هریو ترماډیرخوشحاله وه نو زه به نور هم خوښ سوم . دخلکو لیوالتیا اوبرخه اخیستنه فوق العاده زیاته ده. دټاکنو دمراکزو کارکوونکو په ډیر ښه ډول سره خپله دنده مخ ته وړله ،دکاندیدانو نماینده ګانو اوناظرانو هم پروسه څارل هیڅ ډول بي نظمي مي ونه لیدل .
                دا ټاکني دافغانانو لخوا ترسره کیږي اوهیڅ ډول دبیګانه ګانو لاس وهني ته موقع نه ده ورکول سوي ،ټول امنیت دافغاني ملي فوځونو،ملي پولیسو اوملي امنیت دځواکونو لخوا برقراره سوی دی ،دایساف ځواکونو هیڅ رول نه سته. که چیري دټاکنو اماده ګۍ ته وګورو نوټوله پروسه افغاني او په ډیرښه ډول تنظیم اوپلان سوي ده .
                دولسمشرۍ کاندیدانو ولایتو ته سفرونه وکړه اوپه ډیره ارامه اودیموکراتیکه فضا کي یی خپلي کړن لاري بیان کړي او هیڅ داسي یو واقعه پیښه نه سوه چه دټاکنو د مبارزو پروسه ګډه وډه کړي ، بلکه دریاست جمهوری کاندیدان په لویو میدانو اوسټیډ یومونو کي دولس په وړاندي ودریدل اوخپل پلانونه یی بیان کړه .
                دافغانستان ځواني میدیا هم یو باارزښته رول بازي کړ ، په هره صوتي ،تصویری اوچاپي رسنۍ کي دټاکنو دمبارزو انعکاس په ډیر عادلانه اوښه ډول سره ترسره سو ، کله چه مي دتلویزویون دلاري دکاندیدانو ترمنځ مناظري ولیدي واقعا ډیر په زړه پوري وي اودا په یوډیر ښه ډول ترسره سوي .کاندیدانو هریوه په دیره حوصله مندي سره دسوالونو جوابونه ویل او په یوه ډیره سالمه فضا کي یی رقابت وکړ اویواوبل یی په ډیر ادب سره تحمل کړه اوښه زغم یی وښود . په ښارونو کي دولسمشرۍ دکاندیدانو اوولایتي شورا کاندیدانو تصویرونه په هرساحه کي ترسترګو کیدل ،هیڅ یو کاندید دبل کاندید تصویر څیري نه کړ بلکه دهغه په څنګ کي یی خپل تصویر وځړاوه .
                افغان ولس وښودل چه دایو باوقاره اووطندوسته ملت دی ،دوطن په دفاع اوساتنه کی یی نړیوالو ته په اثبات ورسول چه دایو ازاد ه خاوره او ملت دی چه دهیڅ یو بیګانه سلطه اوباداري نه مني ، دخوښۍ ځای دادی چه دافغانستان دا ټوکر ټوکر ولس چه ۳۵ کاله یی دبیګانه ګانو سره په جګړه کي تیر کړه اوس د ي ربړیدلي ملت ملت هرڅه داسي به ښه ډول زده کړه چه ته به وایی دي وطن کی هیڅ نه دي پیښ سوی ، مګر افغان باتور ولس وښودل چه دایو قهرمان اومتمدن ملت دی .
                دچاباور نه راځی چه داسي په یو ښه نظم کي ټاکني ترسره سي چه دتوقع خلاف په زیات شمیر افغانان په ټاکنوکي برخه واخلي . داټول دالله ج فضل اوکرم دی چه دادپسرلي په ښکلي موسم کي دباران داوریدو به جریان کی نر اوښځي په ډله ډله دټاکنو مراکزو ته راځي اودیومسؤل افغان شخص په توګه خپله دنده ترسره کوی .
                ملي وحدت په افغانستان کي داسي تامین دی لکه شمسي نظام چه هره سیاره په یوه خاص توازون کی قرارلری . اوټول ولس د۳۵ کالو جنګونو باوجود یوپارچه اویوموټۍ پاته دی . پرافغانستان یرغلونه وسوه اوپه ملیونو افغانان شهیدان او معیوب سوه ،بي کوره سوه اومهاجرتونو ته مجبوره سوه ،په دي ټولو ناخوالو اوبدبختیو کي افغانستان پارچه اوټوته نه سو.
                زموږ ځوان ملي فوځ اوملي پولیس په ورځو ورځو دکورو لیري په سنګرونو کي په کلک هوډ د اماده باش په حالت کي شپي اورځي په ویښه تیروی ترڅو دولسمشرۍ اوولایتي شورا ټاکني په سوله اوارامي کي ترسره سي .
                دحمل ۱۶ دملي جشن حیثیت لري او دټولو تلویزینو څخه دملي سندرو اوترانو خپریدل دي جشن ته نورهم ښکلا بخښلي وه.
                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                Comment


                • #68
                  د ۱۳۹۳ کال ټولټاکنې او د ولس لوړه سیاسي مفک&#1

                  سياسي مفكوره ، په هرڅه د پوهې ، شوق او علاقې پر بنسټ رامنځ ته کیږي ، یوې عادې مفکورې ته هغه وخت سیاسي مفکوره ویلی شو، چې شخص په هرڅه د پوهې په پایله کې ځانته یوه سمه ، هراړخیزه او ګټوره لاره وټاکي، او د همدغې لارې په ټاکلو سره خپلې اصلې موخې ته ورسیږي .
                  د نړی په کچه زیات شمیر همداسې کسان شته ، خو پوښتنه اوس دلته چې ولس څه وخت د سیاسي مفکوره خاوندان کیدای شي؟
                  که چیرته د یو شمیر پرمختللو هیوادونو روان حالت او د هغوی هر اخیزې پرمختیا ته کتنه وشي مالومه به شي چې یادونو څه کړي څو یو داسې ځای ولري، ځواب به دا وي چې د هغوی په خلکو کې سیاسي شعور ا مفکوره دې حد ته رسیدلي چې هیڅ چارواکی او فرد نشي کولای د هغوی له توقع او هیلې خلاف کارونه ترسره شي.
                  په افغانستان غوندې یو هیواد کې چې د څو لسیزو جګړو په اور کې سوځیدلي وګړي یې اوس دې حد ته رسیدلي چې خپله اراده په ډیر ښه ډول تمثیل کړي . چې ډیره ښه بېلګه یې د ۱۳۹۳ کال د وري ۱۶ نیتې ټولټاکنې وې چې په پراخه کچه او د یو سیاسي فکر په شتون کې یې خپله رایه وکاروله .
                  ولس د ټاکنو له اوازو ، د نوماندی له بهیر ، د نوماندانو له ټاکنیزو کمپیانونو ، پورې په خپلو فکرونو کې وتلل ، وجدانونه یې قضاوت ته پریښودل او د پریکړې کولو لپاره د سمې لارې انتخابولو په هڅه کې شول .
                  ولس وعدې او نورې د نن خبرې شاته پریښودې او د سبا په هڅه کې شول ، د نن ورځې ډوډی یې له کبابونو او پلونو سره وخوړه او د سبا ورځې لپاره په دسترخوان په هر وخت او هر حالت کې د یوې وچې ډوډی په غم کې شول ، ژبني ، مذهبي ، سمتي او نور تور او سپین رنګونه یې خوښ نه کړل بلکې د انسانیت په قبیله پورې یې ځان وتاړه ، د ټوپک او بم غږونه یې په خپل شور او ولوله سره له منځه یوړول او د خپل حق شور او ځوږ یې په زړنو کې خوشحالی ، په ذهنونو کې آرامتیا او په ښارونو کې نغمې خورې کړې .
                  دا هرڅه یې د دې لپاره وکول څو په خپل لاس کې په کاغذنو کې د رسم شوو څیرو څخه یوه داسې څیره انتخاب کړي چې ، په کوټه کې ورته مخامخ په دیوال د یو ازاد ، سوکاله او پرمختللي افغانستان انځور شي، هرڅوک تر هر چا ماړه وي، هرڅوک ترهر چا آرام وي ، هرڅوک تر هرچا قربان وي ، هرڅوک د هرچا میلمه وي او هرڅوک د یو افغان په نوم په دې پتمنه خاوره کې ژوند وکړي .
                  دا ټول د څه پایله وه ؟

                  له هغه وخته چې اولس د نظام د بدلون او د واک د لیږد آوازه اوریدلې ده دولت او ورسره جوخت یو شمیر دولتي او غیر دولتي سازمانونو ، مدني ټولنو ، رسنیو او ټول عام ولس ترخپله حده یې په هره برخه کې کوښښونه کړي دي ، ځینو یې د زعامت لپاره ملاتړ وه ، ځینو عامه پوهاوی کاوه او ځینو بیا تر لیرې سیمو د خپلو رسنیو له لارې خلک له دې ملي پروسې خبرول ، د نوماندانو طرحې یې ورته وړاندې کولې او د هغوی په اړوند یې هر اړخیز بحثونه په لاره واچول .
                  د زیاتې ستاینې وړ ده چې د هیواد امنیتي ځواکونو په خپل ټول قدرت او سرښندنې سره وښوده چې مونږ کولای شو د خپل هیواد امنیت په ډیره ښه توګه سمبال کړو، زمونږ ارادې پخې ، ایمان مو قوي او د یو موټي هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره د هیڅ قربانۍ نه دریغ نه کوو .
                  امنیتي ځواکونو په خپله ملي روحیه بغیر له کومې لاس وهې له هر مرکز څخه یوازې په دې موخه چې هیوادوال مو په یوه امنه فضا کې په یوه ملي پروسه کې ګډون وکړي لاس په ماشه ولاړ وو او د یاده پروسه یې په یو ډیره امنه فضا او بغیر له کومې لویې پیښې څخه سرته ورسوله .
                  خلك څه غواړي؟
                  افغان ولس په ټاکنو کې په ښه توګه او د توقع خلاف برخه واخیسته ، رایه یې ورکړه ، او له خپلې رایې څخه یې پوره نظارت و کړ.
                  ولس اوس د دې په انتظار کې دی چې د خپلې رایې پایله په خپله وویني ، ولس اوس د دې هیله لري چې تر کومه یې رایه ارزښتناکه شمیرل کیږي او ترکومه یې خپلې هیلې د پوره کیدو په حال کې دي.
                  اوس نو باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون په خپل ټول صداقت او ایماندارۍ د ولس رایې ته ارزښت ورکړي ، د هیچا له ګواښ څخه ونه ویریږي ، د هیچا په ګټه قضاوت ونه کړي او د ټولو ارزښتونو په بنا د رایو پایلې اعلان او هغه کس چې د ولس د دومره ډیرو قربانیو او سالم رقابت په پایله کې ګټونکی دی په ډاډه ولس ته ور وپیژني .
                  او دا به د یو سوکاله پرمختللي او واحد افغانستان د یو نوي پړاو پرانیستل وي . په همدې هیله
                  Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                  Comment


                  • #69
                    کندهارۍ ليکوالې خور «مينې انتظار» ته

                    بسم الله الرحمن الرحميم

                    زموږ غيرت زموږ غرور «ميني انتظار» خوري،

                    سلام عليکم

                    د مسلمانانو، افغانانو او پښتنو پر غيرت چي تېره شپه د بريد کومه هڅه سوې هغه ستا د ژړسترګو ورونو د بې حسۍ د زياتو نورو نښانو څخه يوه بله نخښه وه. هغه چا چي زموږ د غيرت تر دېوال د را اوښتلو جرأت کړی، هغه کسان پدغه ګناه کي يوازي پړن نه دي. پدغه ګناه او په لسګونو زرو تر دې بدترو کي ټول هغه کسان بالکل شريک او پړن دي چي د داسو حالاتو د راتګ امکانات يې برابر کړي دي. داسي حالات چي خلک د کندهار د لور د پوړني کشولو جرأت کوي. پدغه کار کي لاندني ټول کسان ستا ګناهګاران دي:

                    ـ ټول خلقيان، پرچميان، شعله يان او نور کمونستان چي پر کاپيټاليزم يې لعنت ويلی، د شوروي ټانکونه يې افغانستان ته بلل او اوس مړې سترګي په غربي کاپيټالستي هيوادونو کي خيراتونو ته ناست دي او پدغو خيراتي پيسو شراب وهي.

                    ـ ګلبدين حکمتيار او انډيوالان يې لکه زرداد دوستم وکذالک، برهان الدين استاذ او لنډغر يې، شيخ الديموقراطيه سياف استاذ او انډيوال پړن اسمعيل خان يې، آی ايس آي اغا، سي ای اې اغا، کې جي بي اغا، غُل اغا سګباز او پړاغا بچه باز...

                    ـ طالبان چي د «د لوی کور دُښمني يې راته راوړه»

                    ـ ګوډاګی حامد کرزی چي د تر اندازې ډيري «هوښيارۍ» او «سياسي بلوغت» څخه يې غله، « هغه نړۍ وال مفتکرين چي جنسي تېری کونکي او ډلوژونکي يې ملګري دي»، «کرميان»، پخپله جنسي تېری کوونکي، بچه بازان، سګبازان، فاسقان، فاسدان او توپکسالاران يې د افغان ولس لوی درستيزان، وزيران، واليان، امنيه قوماندانان او رئيسان کړل.

                    ـ ټول هغه ژړ سترګي چي د کرزي د غلو د حکومت څخه يې دفاع کړې، رايه يې ورکړې او د غلو او داړه مارانو دغه پلار «علي بابا او چاليس چور» ته د «بابا» لقب ورکوي.

                    ـ ټول هغه کسان چي د کندهار، خوست... او د کابل سوځونکو او د هغوی ملاتړو، توپکسالارانو، اجنټانو او ازمويل سوو ته يې د «ملي وياړ» په ورځ رايي ورکړي دي.

                    ـ ټول هغه «ناليکوالان»، «شعارعران»، «ژړنالستان»، «کار وران پوهان»، «د مداري ټولني فعالان»، «ترجمانان»، «کنټرېکټران»، « د بشري حقونو پتلونان» او د «ډيموکراسۍ نېکران» چي د افغانستان په «بيا ړنګونه او بربنډونه» کي يې لاسونه سره ورکړي دي او هره شپه پدې ارمان ژاړي چي ولي يې پلار پرنګی او امړيکنی نه دی.

                    ـ ټول هغه د جنګ شوقيان، جنګ ته قصيدې ويونکي او چکچکي کوونکي او ټول «قومي»، «ملي» او جهادي «مشران» چي خپل بچيانو ته په خارج کي درس ورکوي او يا يې په هيواد کي دننه په باډيګاډانو او مرمۍ ضد لنډکروزرانو ساتي، خو د نورو بچيان ځانمرګو بريدونو ته لېږي او يا يې د «ملي اُردو» او «ملي پوليسو» پر ټانکونو تړلي د توپ او توپک خولې ته د «وطن د دفاع» لپاره استوي.

                    زما کړېدلي خوري،

                    ياد او ګڼ شمېر نور کسان چي زما د قلم څخه پاته سوي ټول ستا ګناه ګاران دي. که داسي نه وای او پړه صرف د اتو او لسو کسانو وای نو ستا په فکر ايا دغو اتو کسانو به دا جرأت کولای سوای چي د کندهار يا ننګرهار يا د پنجشېر د لور پوړني په کږه سترګه وګوري؟

                    زه درڅخه يوه هيله کوم چي خپل بچيان داسي رالوی کړه چي د لوړو يادو او ورته نورو کسانو څخه او د جنګ او جګړې او توپک څخه کرکه ولري. دا چي ستا او ستا د نورو خوېندو پوړنو ته هر شب و روز د خپلو او پرديو لخوا لاس اچول کيږي د دې هغه اصلي وجه جګړه او جګړې ته تېل اچونکي ستا خپل ورونه دي.

                    زما درسره نور کومک په وسه ندی پوره. خو ستا په دُعا او بددُعا کي درته آمين وايم. الله دي ستا او د نورو خوېندو مجرمين پدې دُنيا لا تورمخي او په سزا رسېدلي راباندي وويني.

                    ستا يو ورور، احمدولي اڅکزی
                    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــ
                    د ليکوال د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه
                    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــ
                    لوړ ليک د کندهارۍ شاعري او ليکوالي «مينه انتظار» لاندنۍ چيغي ته په جواب کي ليکل سوی:

                    د ليکوالي د فيسبوک څخه:
                    اې کندهاريانو اې افغانانو اې پښتنو!
                    نن مو پر دغي بې وزلي شاعري او بې وسي خور (مينه انتظار) غيرت کوئ؟!
                    نن شپه په خپل ټاټوبي (کندهار) او خپل کور کي څو بې ناموسه پوليسو سرتور سر کړم.
                    د خدای روی دی هيڅ پښتونولۍ، زموږ کمزورۍ، د ښځمنو چيغو- نارو او ژړاګانو ته يې و نه کتل؛ د شپې په نيمه شپه پر ۱۲:۳۰ کورته پر دېوالو راواوښتل.
                    د کندهار ښار په ميرزا محمد خان قلعچه سيمه کي، د شپې پر ۱۲:۳۰ بجې د کندهار ښار د اتمي حوزې د امر عبدالودود سرحدي (جاجو) پوليس مي کورته پر دېوالو را واووښتل.
                    موږ له بهرنيانو ګيله کوله خو خپل څو بې ناموسه پوليس مو تر هغو بدتر سول.
                    ۷ تنه نارينه پوليس په يونيفورم کي او يو په شخصي کالو کي وو.
                    د کور ښځمني يې تر لاسو کشولې او غوښتل يې چي په دې نيمه شپه مو پوستې ته بوځي.
                    چي د کور ښځو مو نارې، چيغاري او ژړاوي پيل کړې نو پوليس د بيري له کوره ووتل او له ځانو سره يې يو د زرو امېل، ۲۲ زره افغانۍ (چي زما د ورور د يوې مياشتي تنخوا وه) او يوه ډي وي ډي يې له ځانو سره يووړل.
                    موږ چيغي وهلې خو دوی يوازي په سوکانو او لغتو وهلو.
                    اې کندهاريانو اې افغانانو اې پښتنو ږغ مي اورئ؟!

                    يادونه: دغه څو ټکي مي په سرو اوښکو او تپېدلو لاسونو په دې نيمه شپه په ډېر ډک زړه کښلي دي.
                    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                    Comment


                    • #70
                      د کندهارۍ شاعرې میني انتظار ستونزه رسنۍ و&#160

                      د کندهار نوښتګره شاعره میني انتظار پر خپل فیسبوک پاڼي، خپلي اوښکې ، ژړا او د پولیسو له خوا له هغې سره د سوي ظلم او جبر ژوندی انځور د خپل قلم په وسیله تر لوستونکو ورساوه.
                      انتظار وايي، د شپې يې پر کور پولیس ور اوښتې، او د کورنۍ ټولي ښځي يې وهلي ډبولي او سرتورسر يې د پوستې پر خوا کشولې.
                      دا وايي، په کور کي يې نارینه نسته، ځکه نو جاجو ظلم پرې وکړ او د هغې له کوره يې یو د سرو زرو امېل، تر شل زره ډېري افغانۍ او یوه (ډي وي ډي پیلر) هم له ځانه سره وړی دی.
                      میني انتظار ويلي چي د اطلاعاتو او کلتور رئیس (دوا خان مينه پال) د جاجو سره د شناخت اړیکو او روابطو له امله د هغې غم نه دی خوړلی، او د ولایت چارواکي يې ګرم بللي چي د یوه زورواکي له زوره د یوې ښځي عزت نسي خوندي کولای.
                      دا وايي ډیری چارواکي په دې خاطر دهغې دفاع نه کوي چي جاجو د دوی کورنۍ د فاحشه خانې په بهانه لوټلي ده.
                      په دې اړه انتظار داسي لیکلي
                      ((د ځينو ملګرو د پيغامونو په جواب کي)
                      ما هيڅکله پر خپله پاڼه بېله شعره بل څه نه وه پورته کړي، له سياسته ليري پاته سوې يمه.
                      که موږ بدلمني وای موږ د دې يرغل په اړه هيڅکله ږغ نه پورته کاوه.
                      که له جاجو سره مو مخکي لا اړيکي درلودلای نو هيڅکله هغه پوستې ته نه کشولو.
                      که هر چا دا ثابته کړه چي جاجو يو ظالم، بې ناموسه، ازاري نه دی او ښه سړی دی؛ زه هري سزا ته تياره يمه.
                      که د يوې ښځي لپاره خپل فرياد او د معصوميت ږغ پورته کول بدلمني وي، نو زه بدلمنه يمه.
                      که په فېس بک، ټليفون يا مسجونو کي ما له هر چا سره نامشروع اړيکي ساتلي وي او چا يې ثبوت وړاندي کړ؛ نو رښتيا هم زه بدلمنې يمه.
                      که د خپلو غلطيو د پټولو لپاره د يوې ښځمني پر لمن داغ لګول انصاف وي، نو د کندهار چارواکي واقعا هم ډېر عادل او انصافداره دي.
                      که زما دا چيغي ما ته انصاف نه سي راکولای نو زه به چوپه سمه او بيا به هيڅکله د يوې خور چيغي ځای و نه نيسي.
                      او…
                      مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي.)


                      انتظار په کندهار کي د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون د فتر ته رسنۍ ورغوښتي دي څو د هغې ږغ تر ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو ورسوي.
                      خو داسي ښکاري چي د کندهار رسنیو هم د اموضوع جدی نه ده نیولې او هسي يې خاشې پر اچولې ، ځکه ځیني کسانو له خوا داسي ویل کیږي چي عبدالودود سرحدي جاجو د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له ملګرو دی.
                      د پولیسو د همدې حوزې قوماندان عبدالودود سرحدي جاجو نومیږي، دی وايې د میني انتظار کور يې ځکه تلاشي کړی چي د ده په باور له ډېره وخته يې دغلته د فحش کارونو راپور درلود.
                      • د پولیسوافسر سرحدي جاجو پرخپل فیسبوک پاڼه داسي لیکلي


                      Abdul Wadood Sarhadi Jajo زه فه خداي ستاسي خبرو ته حيران يم ظلم د طالب سره جي فرون يي فه ميوند كي ١٥ نفره فه بم والوزول ياني تاسي واياست ظلم مكوه خود به وايي خو نه يي ستا ورور در وزلي نه يي ستا كورني كوم بل كس مسلمان د غله مخه مي در نيولي ده مخكي فه داغه ساحو كي ته د ورزي نسوي تلي اوس د شفي باندارونه كوي زه نه فوهيزم جي تاسي ظلم سه شي ته واياست او بل ددي شزي فه كور فسي د وختي سه ما رافور در لودي خداي ته وكور اسلام تر فشو مه لاندي كوي د مردكو خاني دفاع خو مكوي

                      خو مینه انتظار بیا د جاجو ددې خبري به ځواب کي لیکلي دي.
                      مينه انتظار

                      د يوې بلي پوښتني جواب:
                      هيڅ يو عاقل او هوښيار سړی امنيتي پوستې ته په ۵۰ متره واټن کي فاحشه خانه نه جوړوي.
                      امنيتي پوستې ته هغه څوک نژدې استوګن کيږي چي پر خپلو امنيتي ځواکونو باور ولري.
                      نارينه مو مسافر مسافر ول، ډاډه وو چي امنيتي پوسته را نژدې ده، خو…
                      هر څه برعکس وختل.
                      يادونه: که د کور له شاتني دېوال څخه اندازه واخيستل سي نو له امنيتي پوستې سره يې واټن يوازي ۲۰ يا ۲۵ متره کيږي.
                      14خوښول · · شریکول
                      له بلي خوا په کندهار کي د رسنیو ځیني استازي وايي د ا موضوع ځکه نه پلټي چي څومره يې څېړي هغومره يې خرابي ډيريږي.
                      ځايې خبریال عبدالمنان ارغند لیکلي
                      (جالبه ده بايد دا درک سى چې په ټولنه کې ډېر پېچلي موضوعات را منځته کيږي ډېر يې د رسنيو تر پوښښ لاندي نيول کيږي او ډېر نور يې پاتيږي.
                      لاملونه يې په ټولنه کې ناوړه حاکم دودونه، د ټولني عزت، د اشخاصو بد نامي او ورته نور.
                      رسنيو ته په کار ده چې د خپلي ټولني ټولي پېښي وڅيړي هغه چې ناوړه پايلي لري بايد پټي يې وساتي.
                      د ميني انتظار موضوع د سهاره تر اوسه را ته لسګونه کسانو زنګونه وکړه، په فيسبوک کې ميسجونه کوي چې ولي يې نه سپړۍ.
                      څنګه يې وسپړو څومره چې يې څيړي هغومره د موضوع څخه نوري خبري پورته کيږي.)

                      مینه انتظار په کندهار کي اوسېږي ، دا پر فیسبوک د خپلو شعرونو ډير مینه وال لري ، د میني انتظار په نوم د شعرونو یوه ټولګه هم چاپ سوي ده چي خو راډېر لوستونکي لري.
                      نوموړې په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایاتو کي د ښه شعر لیکلو شهرت لري ، خو داځل انتظار په یوې خورا ستونزمني موضوع کي راښکېل سوې ده.
                      دا له رسنیو ، مدني ټولني او ځینو نورو ازادو بنسټونو غوښتنه کوي ، چي ږغ يې واوري او د دې ستونزي ته قانوني حل لاره پید اکړي.
                      خو داسي ښکاري ، چي لاتراوسه کیسه همداسي ستونزمنه پاته ده.
                      د کندهار له رسنیو د خلکو غوښتنه داده ، چي ددې مسئلې د حل لپاره دي خپل رسالت ترسره کړي.
                      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                      Comment


                      • #71
                        America’s Drone War

                        America’s Drone War…In Contravention of International Law and Human Decency: UN tInvestigate Amidst Charges of War Crimes, A Replay and Strategy Consistent with Nazi Terrorist Bombings during World War II
                        We need to back off [and] restore basic human rights as spelled out in the Universal Declaration of Human Rights (UDHR), there are 30 paragraphs in the UDHR, and at present time, my country, is violating 10 of the 30…Former US President Jimmy Carter.
                        The controversy surrounding the U.S. drone war has military historians and international law experts and students searching for the origins, root-cause and or concept of this extra-legal, callous and indiscriminate strategy hailed as ‘target killing’ of suspected militants to include children. Initial reports filed by journalists have suggested that the concept of an unmanned ‘terror-weapon’ was born and developed by the Nazi military strategists, engineers and scientists during the waning days of World War II. Designated as the ‘Buzz Bomb’ or ‘Doodlebug’ due to its unique sound when passing overhead, the V-1 flying bomb (Vergeltungswaffen) was designed for terror bombing London. First launched in 1944, at its peak more than 100 V-1s were fired at South East London or 9,521 in total resulting in 22,982 casualties and 1,150,000 homes destroyed. The V-1 so terrorized London that American, British, and Russian agents were covertly dispatched in an effort to locate and terminate Nazi engineers and scientists responsible for the design and manufacture of this horrific weapon. (1)
                        Those captured Nazi scientists responsible for the development of the V-1 who escaped the allied commando/kill-teams, and did not ultimately serve American weapons producers in their quest for high-technological terror weapons, were tried as war criminals following the conclusion of World War II. The war crimes trials were facilitated by the general public’s dramatic indignation and anger over the Nazi’s use of these terror weapons. Though the killing-technology has improved immeasurably since the guns fell silent in World War II, today’s ‘drone’ weapon was to a small degree reverse-engineered from German World War II technology. (2)
                        Today, it appears that yet another unmanned terror weapon stalks and kills citizens from around the world, (déjà vu) based on a weekly strategy meeting between President Barack Obama and his National Security Adviser John Brennan, the result of which results in a presidential finding or ‘death warrant’ directive which determines and assigns as to whom the United States alleges is a terrorist and therefore who is to die. Thus, completely lacking any semblance of due process of law, President Barack Obama, Constitutional scholar, lecturer and self-professed ‘champion of human rights’ has at one become judge, jury and executioner. Following the June 6th drone killing of 18 Afghans to include women and children in Logar, Afghanistan, U.N. Human Rights Commissioner Navi Pilay called for an investigation of civilian casualties in U.S. drone strikes in Pakistan and Afghanistan, stating that ‘serious questions about international law abound.’ At recent commencement ceremonies at Harvard Law School, U.N. Special Rapporteur on Human Rights Ben Emmerson said during his eulogy that ‘together with my colleague Christopher Heyms, U.N. Special Rapporteur on extra-judicial killings, I will be launching an investigation unit within the special procedures of the U.N. Human Rights Council to inquire into individual drone attacks, and in addition, inquiries into the illegality of torture, waterboarding, multiple night-time raids on residential dwellings, and secret renditions will be investigated as well.’ (4, 7)
                        Officially, the CIA insists its drone war is a state secret, yet we’re now seeing a concerted public relations effort to sanitize its dubious legality. A story in last week’s New York Times painted a remarkably detailed picture of U.S. Government’s so-called ‘targeted killing’ campaign that involves the use of unmanned aerial vehicles (drones) to kill suspected terrorists. Public awareness and outrage has increased significantly in the wake of the New York Times article.
                        Robert Grenier, former CIA Station Chief in Pakistan and head of the CIA’s Counter-Terrorism-Center from 2004-2006 says the U.S. drone strike program is targeted too broadly according to an article published in the U.K.-based Guardian. Grenier said the use of drones was a valuable tool in tracking terrorism but only when used against specific targets that have been tracked and monitored to a place where a strike is feasible and does not endanger civilians. ‘We have gone a long way down the road of creating a situation where we are creating more enemies than we are removing from the battlefield. We are already there with regards to Pakistan and Afghanistan.’ CIA drones are reportedly reviving the use of highly-controversial tactics that targets rescuers and funeral-goers. On Monday, (8/4/12) U.S. drones attacked rescuers in Waziristan in Western Pakistan minutes after the initial strike killing 16 people gathered for funeral prayers dedicated to victims killed in an earlier attack. In yet another egregious example of war crimes, and the gathering storm of criticism over the drone program, note the recent retirement of Air Force official Brandon Bryant who quit his post as a Predator drone operator after he learned he was ordered to target a child in Afghanistan, “I just cannot live with this haunting situation” he said. (3, 4, 5, 6, 7)
                        During a recent interview with Russia Today, and reported by The News International, World: 12/10/12, ‘Former US President Slams Drone Attacks’: Former President Jimmy Carter said: “I personally think we do more harm than good by having our drones attack some potential terrorists who have not been tried or proven that they are guilty”. He concluded by saying that “We need to back off [and] restore basic human rights as spelled out in the Universal Declaration of Human Rights (UDHR). There are 30 paragraphs in the UDHR and at present time, my country, the US, is violating 10 of the 30.” In agreement, a former CIA analyst, Dr. Phil Giraldi wrote in an article titled The Protocols for Death, antiwar.com, 12/6/12, “that there is considerable debate over how many of the victim were actually terrorists or insurgents, as the CIA regards any male adult killed as a terrorist unless it can be proven otherwise after the fact, but sources inside Pakistan and Afghanistan report a significant civilian death-rate”. Kim Gamel, of the Associated Press wrote on 2/20/13 for Yahoo News, ‘UN: Drones Killed more Afghan Civilians in 2012’ that UNAMA had recently reported a 13% spike or rise in civilian casualties to 4,431 from drone strikes. 506 weapons were released in 2012 compared to 294 the previous year which amply demonstrates and explains the indiscriminate nature and resultant rising death-toll of civilian casualties from drone warfare.
                        The indiscriminate nature of this campaign of horror is morbidly manifest between rhetorical targets as espoused by the Obama Administration and real targets. Both NATO and U.S. spokespersons deny the high number of civilian deaths connected with this campaign of horror in their respective press-releases, stating those killed as ‘terrorists, suspected terrorists, militants and or suspected militants.’ That an ineffective device is employed by the U.S. in their so-called ‘war on terror’ can be understood when it is realized that targets are often-times chosen as the result of intelligence received from traditional enemies of those selected to be inscribed on the ‘President’s Kill List.’ Elements of the Northern Alliance, for example, have religiously provided hopelessly compromised and fabricated intelligence to the Americans as a strategy to attack and kill their traditional (Pashtun) enemies. This has shown to be the case by any number of internationally acclaimed investigative-journalists. (3, 4, 7)
                        We Americans pose under a body of law. We claim to be ‘a nation of law.’ We strive to bring ‘democracy’ to those whose inalienable rights have been jeopardized or compromised by a dictatorial, repressive government. And yet, the leader of this great society issues death warrants for those whose only crime is to gather for a rescue mission, wedding or a funeral, or the unfortunate owner of a pick-up truck being neighborly and offering his neighbors a ride to town for supplies and or food or those young boys who carry staffs as they herd their flocks of sheep and somehow convey an image of a terrorist and or militant to those sitting at their computer monitors of death! It has been said that ‘those who ignore history are doomed to repeat it.’ For America, this is not ‘the way to win hearts and minds.’ (5, 7)
                        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                        Comment


                        • #72
                          د افغانستان وروستي انتخابات او لومړني اخ&#1591

                          په افغانستان کي د جمهوری ریاست انتخابات، چي له ډیری مودې راهیسي یې خلکو په بې صبرۍ انتظار کاوه، او ډیرو خو لا ویل چي انتخابات به بیخي ونه سي، بالاخره پای ته ورسیدل. دا چي رایه ګیري به، په عمومي صورت، څرنګه سوې وي هغه بیله خبره ده خو، د عمومي پیش بینیو په خلاف، تقریبا له وینو توییدلو پرته بشپړ سول او داسي ښکاري چي د افغانستان د خلکو ډیر غټ اکثریت برخه هم پکښي واخیستله. انتخاباتي ټیمونه، لکه ما چي په خپل یوه تیر مضمون کي لیکلي وه، د پرنسیپونو پر اساس نه بلکي د رایو د ګټلو په منظور ترتیب سوي وه. ټیمونه چي هر ډول وه هغسي وه او خلکو د خپلي خوښي کاندیدانو ته رایی ورکړې. لا تر اوسه پوري د رایو نتایج، په بشپړه توګه معلوم نه دي، چي د ډاکټر عبدالله ټیم د اخطارونو په صادرولو بنا وکړه. د ډاکټر عبدالله د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا د طلوع نیوز سره په خبرو کي وویل« د ډاکټر صاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم یو نامتجانسه، غیر ډیمکراټ او غیر ملي ټیم ده. وحدت عمل او وحدت نظر سره نه لري؛ او ډیر ژر ممکن سره وپاشل سي. او که دا ټیم خدای ناخواسته خدای ناخواسته قدرت ته رسیږي د افغانستان په ټولنه کي به د وینو ویالې وبهیږي. او زه باور لرم چي دغه راز یو ټیم باید د ارګ څنګ ته پرې نه ښودل سي» کله چي د طلوع نیوز خبریال له ښاغلي اوریا څخه پوښتنه کوي چي په یوه ډیمکراټیکه پروسه کي څرنګه د وینو د ویالو خبري کوي نو دی په جواب کی وایی چي دا ټیم اصلا قدرت ته رسیدلای نه سي.
                          د ډاکټر صاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم قدرت ته رسیږي یا نه رسیږي هغه بیخي بیله خبره ده خو د اوریا وروستی اخطار موږ ته د کابل د ښار د وینو د ویالو هغه زړه لړزونکي خاطرې را په زړه کوي چي ډاکټر عبدالله پخپله برخه پکښي درلوده. که دا د ډاکټر عبدالله خبري وي او دا اخطارونه هغه صادر کړي وي نو د ملت دي خدای مل سي او که دا د هغه د نطاق اوریا خپلي بې مسولیته خبري وي نو باید چي همدا نن له خپلي وظیفې څخه ګوښه سي او زه خو لا وایم چي، په دې حساسو شیبو کي په ملت کي د دهشت اچوني د تبلیغاتو په ګناه،باید لویی څارنوالی ته معرفي سي. که څه هم چي دا د یوه عادي او پر سد سړي خبري نه بلکی د یوه نشه او لیونې خبري دي خو څرنګه چي د عبدالله د ټیم د یوه مسول مقام له خولې راوزي نو په توجه ارزي او باید چي یو څه جدي وګڼلي سي.
                          اوریا وایی چي د ډاکټرصاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم غیر متجانس،او غیر ډیموکراټیک او غیر ملي ټیم دی چي وحدت نظر او وحدت عمل نه سره لري. ډیموکراټیک او ملي خو به هاخواته پریږدو خود وحدت عمل او وحدت نظر برخه یې یو څه په زړه پوري ده . د ډاکټر عبدالله د ټیم په سرکي جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ولاړ دي. د دې دوو ګوندونو تاریخ د ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود او د هغوی د قوماندانانو ترمنځ د جنګونو او یوه بل د وژلو ویرژلی داستان دی. البته دې دوو ګوندونو یوازي د کابل د ښار په ورانولو، د بیګناه خلکو په وژلو او د پردیو په خدمت او نوکري کولو کي هم د نظر وحدت او هم د عمل وحدت درلود. که د نظر او عمل وحدت دغه وي، چي دوه ګوندونه یوازي د خپلو ښارونو په ورانولو او د خپلو خلکو په وژلو کي لاسونه سره یو کولای سي نو سړی همدغه نن ورځ د هغوی ترمنځ د قدرت او اولجو پر سر د خونړیو جنګونو د بیرته پیل کیدلو پیش بیني کولای سي او هغه خدای ناخواسته چي اوریا یې د ډاکټر اشرف غني د ټیم د بریالي کیدلو په صورت کي استعمالوي باید چي د ډاکټر عبدالله د ټیم لپاره ځکه استعمال سي چي هغوی لږترلږه څو ځله په عمل کي ثابته کړې ده چي پر خپلو اولسونو باندي هیڅ رحم نه لري او سړی ویلای سي چي که خدای ناخواسته هغوی قدرت ته ورسیږي څه به پیښیږی.
                          زه یقین لرم چي دا د اوریا په څیر یوه نشه او لیوني سړي خبري دي او د ډیرو زیاتو تبصرو ارزښت نه لري خو که چیري د هغه د ټیم نظر وي نو هم ویلای سم چي د افغانستان هغه اولسونه چي د خپلي ازادی او ارادې څخه د دفاع لپاره یې د پاکستان او داخلي دښمنانو د تهدیدونو پروا ونه ساتله او په بشپړه مړانه د رایو صندوقونو ته ولاړل، دومره کم عقل او بې ارادې نه دي چي د اوریا په قومانده به خپل کلي او ښارونه وسوځوي او د ده په اصطلاح د وینو ویالې به رواني کړي.
                          په افغانستان کي دوه ځله نور هم د جمهوري ریاست انتخابات سوي دي او د دواړو په نتیجه کي جمهوریس حامد کرزی قدرت ته رسیدلی او ډاکټر عبدالله میدان بایللی دی. که څه هم چي، د ملګرو ملتونو د احصاییو او ابلاغیو په اساس، په نړۍ کي دوهم یا لومړۍ درجه فاسد نظام منځته راغلی دی خو د وینو ویالې نه دي بهیدلي. دا ځل به هم ژر یا وروسته د انتخاباتو نتایج اعلان سي. یا په لومړي او یا په دوهم پړاو کي به د انتخاباتو ګټونکی ټیم معلوم سي. د نوي ټیم قدرت ته د رسیدلو پ وخت کي به حتما یو څه ستونزي رامنځته سي خو د اوریا او د هغه د ټیم د ارمان په خلاف به د وینو ویالې ونه بهیږي. موږ له راتلونکي رژیم څخه، د هر چا په رهبري چي قدرت ته رسیږي، د بشپړي ډیموکراسی او عدالت د ټینګولو هیله نه سو کولای خو دا وروستي انتخابات او په نتیجه کی یې د قدرت سوله ایز یا نسبتا سوله ایز انتقال د ډیموکراسی او عدالت د ټینګیدلو په لاره کي د سلو ګامونو څخه یو قاطع، مخ په وړاندي، ګام بللای سو. اوسني انتخاباتي ټیمونه ټول د وخت د ضرورت او لازمو رایو د ترلاسه کولو لپاره جوړ سوی دي. دلته د تجانس، حتی پرنسیپ، خبره بیخي مطرح نه ده. تر څو چي څوک لازمي رایی ترلاسه نه کړي قدرت ته رسیدلای نه سي او چي قدرت ته ونه رسیږي نو خپل پروګرام عملي کولای نه سي. د پرنسیپونو او ځانګړیو لارو او پروګرامونو په اساس د انتخاباتي ټیمونو جوړیدلو ته لا ډیر وخت پاته دی او ایله څلور دورې، یعني شل کاله، وروسته موږ د ګوندي انتخاباتو پر لور لومړني ګامونه پورته کړو. د افغانستان خلکو ته باید د انتخاباتو د کولو مبارکي وویله سي. راسی په ګډه د پاک خدای له دربار څخه د هغو کسانو د مخونو د توریدلو او شرمیدلو غوښتنه وکړو چي غواړي یو ځل بیا د هیواد تباهي او د وینو ویالې وویني.





                          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                          Comment


                          • #73
                            د وينو تږي د واکمنۍ خوبونه ويني/ غرغښت

                            دا پخه خبره مې له وړاندې وختونو اورېدلې چې وايي، عدالت په مزل کې لږ ټکنی دی، خو ځان خپل منزل ته رسوي.
                            افغانان له کلونو په دې تمه دي، چې عدالت د دوی په ځمکه کله ځان منزل ته رسوي او د هغو بې ګنا افغانانو کسات په کله واخلي، چې د څو غټ خېټو او ځان غوښتونکو رهبرانو په خپلمنځي جګړو کې دل، نېست او نابود شول.
                            په تېرو دوولسو کلونو کې چې د نړۍ زبرځواکونه په دې ځمکه دېره وو، هيلې دا وې، چې د دوی په موجوديت کې به هغو افغان انسانانو ته حق ورکړل شي، چې ترې اخستل شوی دی، خو د دوی په موجوديت کې لا ورسره نادودې وشوې، داسې نادودې چې تر پخوا هم وځورول شول.
                            په تېرو ۱۲ کلونو کې بېرته همغه انسانان پرې مسلط شول، چې هرڅه يې ترې چور کړي وو، همغه بيا ورباندې راتاو شول، چې د ژوند له خوښيو يې بې برخې کړي وو.
                            دوی وپنځېدل او ددې خاورې د ناچاره انسانانو په هډوکو او ارواوو يې ځانونه ماړه کړل، په دې ولس يې داسې عذابونه را نازل کړل، چې نسلونه به يې هم په خورا سختۍ ترې ځانونه وژغوري.
                            دې وږو انسانانو په تېره لسيزه کې ټولې هغه تورې شتمنۍ سپېنې کړې او يا يې په کورنيو او بهرنيو بانکونو کې خوندي کړې، چې ددې مظلوم ولس په سر يې درې لسيزې راټولې کړې وې، په بالښتونو او د ښځو د ګاڼو به بڼه يې خوندي کړې وې.
                            په تېره يوه لسيزه کې يې کار د ځمکو غصب، د نشه يي توکو او وسلو سوداګرۍ، د جګړې د غځولو ټیکه، د بهرنيو مرستو فساد، د يو شمېر ادارو ټیکداري ، نړيوالو ځواکونو ته د تېلو او نورو لوجستیکي توکو اکمالات. … هغه وو. دوی ددې ترڅنګ چې په دې لويو کارونو يې بسنه ونشوه او ځانونه يې له عدالت او محکمې په امن کړل، سترګې يې نورې هم خلاصې شوې، په ولس يې خپل راج او باج ژوندی وساته، په ولس يې خپله باچاهي روانه وساتله، په ولس يې خپل رعب و داب داسې وغورځاوه، لکه د فرعوانانو په شان. ځانونه يې سپين مرغان کړل او له ګناه پاک شول.
                            په تېره يوه لسيزه کې دوی ته ددې تر څنګ چې د قانون منګلو ته کش نشول، اعزازي ربتې او منصبونه ورکړل شول. بهرنيانو او د ډيموکراسۍ چیغې وهونکو، هغه ادارې چې دوی سره يې بايد حساب کتاب کړی وای، د دوی او يا هم د دوی بړيڅو په واک کې ورکړې.
                            دغه ولسي ټیکدارانو د ځانونو د خوندي کولو لپاره خپلې ملېشې سره منسجمې کړې، په هر ولايت او سيمه کې يې په ولس (جزيه!)کېښوده.
                            يوه ورځ مې له يوه قومي مشر وپوښتل، چې دا ولسونه ولې له دې جګړه مارو انسانانو نه ستړي کېږي، ولې يې د دوی شاه نيولې؟ حال دا چې هېڅ ډول کار يې ورته نه دی کړی، خپل بچيان يې د نړۍ په تر ټولو مډرن ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړو ته استولي، خو له يوه کليوال فقير سره يې د يوه خس قدرې مرسته نه ده کړې، په کور دننه او بهر يې د ځانونو لپاره جنتي ماڼۍ جوړې کړې، خو ګاونډی او هغه کونډه مېرمن يې لا د خسپوشې توان نلري، چې بچی او خاوند يې دده د دفاع په لار کې قرباني شوي دي. ده وويل، دغو واکمنو خپل ولس په دومره تيارو کې ساتلی، چې په دې ۲۱ مه پېړۍ کې يې په اړه فکر هم نشي کېدلای. په دوی يې دومره رعب و داب اېښی، چې د دوی له اجازې پرته له خپلې مېرمنې سره کورواله لا نشي کولی، ځکه چې په هغو سيمې کې اصيل واکمن دوی دي.
                            د بشري حقونو په نوم چې کوم کمېسيون جوړ شوی، د افغان انسان په نوم يې د زړه له تله غږ نه دی پورته کړی، ټول کار يې تر پروژو پورې منحصر دی، ځکه چې دغه کمېسيون هم همدا ډول کسانو ته په واک کې ورکړل شوی دی.
                            دغه کمېسيون يوازې د ډایکنډي، باميان، غور او څو نورو ولسواليو لپاره جوړ شوی، خو کله يې هم د بدخشان د واخان په اړه څه ونه ويل، کله يې هم د تخار په خواجه بهاءوالدين کې د هغو کورنيو په تړاو غږ پورته نه کړ، چې د نامسوولو وسله والو له لوري يې عزت او عفت تر خاورو لاندې کېږي، کله يې هم په کندهار او هلمند کې د انساني جينو سايټ په اړه راپور خپور نه کړ.
                            په تېرو کلونو کې پکار وه، چې د بشري حقونو کمېسيون دغه څېرې او د لسيزو خونکاران ولس او نړۍ ته په ډاګه کړي وای، خو دوی د ولس له سترګو داسې الونيا کړل، چې تر ننه يې درک ونه لګېده، لايې تر سر وړۍ ورتاو کړې.
                            اوس اصلي خبره داده،چې لاهم د همغو ډلو ټپلو سره په دې ځمکه او ولس د واک چلولو خيالونه شته، لاهم دې وطن ته ښه نيت نلري او لاهم په داسې دسيسو لګيا دي، چې ګويا څنګه ددې خاورې جرړې وباسي او څنګه يې و وېشي.
                            همدا اوس چې کوم نامسوول وسله وال فعاليتونه کېږي، د خلکو او ولسونو عفت لوټل کېږي، ځمکې يې غصبېږي، د نشه يي توکو سوداګرۍ کېږي، ټول هغه کسان کوي، چې رېښه يې په کابل کې په لوړو څوکيو تر ناستو يو شمېر لوړ پوړو پورې رارسېږي.
                            وړمه ورځ مې د يوې رسنۍ له لارې د يوه نوماند د وياند هغه خبرې اورېدې، چې ويل يې که زموږ نوماند د ولسمشرۍ څوکۍ ونه ګټي، نو په افغانستان کې به د وينو سېندونه وبهېږي، حک حيران شوم، چې ګويا لا هم ددې خيالونو خاوندان په دې ډول شومو خبرو او اهدافو نه شرمېږي.
                            دا خبره ددې لپاره د مکس وړ ده، چې دوی لاهم د وينو بهولو خوبونه ويني لاهم جګړې او سنګر ته د ختلو په فکر کې دي.
                            ددې ښاغلي د خبرو تر شاه يو عالم پټې دسيسې او افغانستان د ويجاړولو فورمولونه پراته دي، خو کاشکي داسې څوک وای، چې ترې پوښتلي يې وای، ولې؟ د څه لپاره؟ په کوم جرئت؟
                            د دغو ډول څېرو په دې مه تېروځئ، چې د ګرد وهلو څڼو په ځای يې اوس پوجي ګټېنګ وهلی، د چلتار او …. په ځای يې ښکلې دريشي او نېکټايي په غاړه کړې، دوی نه په ډيموکراسۍ باور لري او نه هم ددې ولس په رايه او اراده، دوی د واک تږي دي او داسې واک چې نه ملي يووالی پېژني او نه هم د هېواد د راتلونکي غم ورسره دی.
                            پکار ده، هغه څېرې، چې هېواد ته ښه نيت او اراده نلري، له صحنې څنډې ته شي، ددې پر ځای، چې ورته اعزازي رتبې ورکړل شي، د محکمې مېز ته راکش کړل شي، د ولس د عام وژنې، تباهۍ او ورانيو، چور تالان حساب کتاب ورسره وشي، چې دا کار يوازې ولس کولی شي، هغه اولس چې حق يې تروړل شوی دی.
                            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                            Comment


                            • #74
                              Scrap of 12 years War in Afghanistan

                              "For example, timers can be attached to explosives. Removing those timers or other potentially dangerous internal components renders the property inoperable and so it is scrapped," Wright said.
                              Afghans who spoke with the Associated Press last November said the junkyards are towering with American cast-offs. "These are things we can use at home with our families or in our business," Kandahar junk dealer Mir Ahmed told the AP. "But instead they turn everything to junk and then they give it to us."
                              While military experts say this is typical in any war, and particularly a protracted and costly one like Afghanistan, Davis said there was a lot sent over to the country that was never utilized in the first place and might never be used again.
                              The question is this, do Afghan Officials care? the millions of equipments being left or returning back home by U.S Army "We're just not giving a lot of thought to what comes next -- is it sustainable? Can we use it afterward? The answer is, it just doesn't matter, "It doesn't seem that we even care about this significant amount of waste."
                              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                              Comment


                              • #75
                                Scrap of 12 years War in Afghanistan

                                Scrap of 12 years War in Afghanistan: "If you give that stuff to the Afghan or even the Afghan Security Forces, it could still end up with the Taliban.
                                By Siddiq Roman Kandahar, Afghanistan
                                Published April 12, 2014

                                How much "stuff" is the United States military leaving behind as it withdraws from Afghanistan after 12 years of war? Try some $6 billion worth.
                                That includes 850 MRAPS (Mine-Resistant Ambush Protected) vehicles which have been credited with saving countless lives from improvised explosive devices (IEDs) on the road, but now will either be given to an allied country (as long as they pay the shipping costs) or for scrap on the Afghan market.
                                This calculation is being done over and over, As Afghanistan heads into elections this last weekend, U.S. forces are preparing for a total, or almost total, withdrawal by the end of the year.
                                Ultimately, some 170 million pounds of vehicles, equipment and "white gear" -- that's all the non-military stuff that contractors have been using, like furniture, generators, chemical toilets, air conditioners, non-classified computers and more -- are being left behind. What they cannot, or will not, donate or sell to the Afghans or to allies is being destroyed so that it doesn't rot in place or fall into Taliban hands. Some reports indicate that most of the $6 billion worth of materiel will indeed be sold for scrap or thrown in the junkyard.
                                Pentagon officials would not confirm that, but consider this: in the month of February alone, Defense Logistics Agency (DLA) Disposition Services sold 34.7 million pounds of scrap from its own vehicles and equipment to local Afghan vendors.
                                And in the past 12 months, the agency sold 387 million pounds of scrap, sending $46.5 million back to the U.S. Treasury.
                                U.S Officials say it's the only alternative to shipping everything back to the States, which by air or through dangerous land routes via Pakistan would be entirely cost-prohibitive.
                                Pentagon spokesman Mark Wright said the military has, over the last 12 years, donated "excess equipment" like base-operating support equipment, forklifts, generators and other supplies to the Afghan National Security Forces (ANSF), and has invested more than $53 billion in equipment and support -- including 160 aircraft, 100,000 vehicles, 500,000 weapons and 200,000 pieces of communications and night-vision equipment.
                                According to reports and officials, though, the U.S. donated much more of its materiel and equipment to the Iraqis when it withdrew from that country in 2011 -- about $580 million worth. The Iraqis also planned on buying another $10 billion worth of military equipment from the U.S.
                                Pentagon officials did not speculate or comment as to why. But military experts like Korb and others told that the Iraqis could handle the sophisticated equipment and had the money to maintain it. Afghanistan is not the same situation.
                                "[The Afghans] don't have the requisite skills to maintain these things," noted Lt. Col. Daniel Davis, who served in Afghanistan as an Army acquisition chief from 2011-2012. Furthermore, there is no supply chain for spare parts, particularly for the MRAPs, he said, "so they probably go to the bone yards."
                                This might be particularly frustrating to American taxpayers who helped pour billions of dollars into training the Afghan forces over the last 12 years.
                                Korb pointed out that the two militaries -- Iraq and Afghanistan -- are worlds apart. "In Iraq, don't forget, before the war you had pretty good military. We disassembled it, and that was a mistake, but in terms of their fighting ability they were pretty sophisticated. Afghanistan never had a military like that."
                                Further, unlike the U.S. withdrawal from Iraq, there is a war still going strong in Afghanistan, said Korb.
                                "If you give that stuff to the Afghan or even the Afghan Security Forces, it could still end up with the Taliban. You have to err on the side of caution. The last thing you want is to read in the papers that some sophisticated piece of equipment was used to bomb an American base or something like that."
                                But some observers say more MRAPs might have been shipped overseas than was even necessary, and billions of dollars could have been saved if better planning had gone into the process -- especially since the MRAP, outside Afghanistan, is rapidly becoming obsolete.
                                There have been other alleged missteps. Among other expenses, the inspector general for Afghanistan reconstruction has been probing a half-billion dollars spent on providing refurbished aircraft to the Afghan Air Force, only to abandon the contract and leave the planes collecting dust on airfields in Kabul and Germany. Part of the problem was an apparent failure to acquire the spare parts needed to keep the planes operational.
                                But Pentagon officials balk at the criticism that the military has generated waste throughout the war. Officials told, they are trying very hard to find homes for the MRAPs and have donated a lot of other equipment and "white gear" to the Afghans as the many massive forward operating bases (FOBs), which once housed tens of thousands of troops and support personnel, are broken down.
                                What they can't get rid of lands in the junk heap or the scrap yard, but it's usually because the Afghan government doesn't want it.
                                Meanwhile, there are other items that are being trashed that local Afghans potentially could use -- like washing machines, treadmills, or any household item with a timer.
                                But Wright explained that non-military items with timing equipment and other components can still pose a threat.
                                "For example, timers can be attached to explosives. Removing those timers or other potentially dangerous internal components renders the property inoperable and so it is scrapped," Wright said.
                                Afghans who spoke with the Associated Press last November said the junkyards are towering with American cast-offs. "These are things we can use at home with our families or in our business," Kandahar junk dealer Mir Ahmed told the AP. "But instead they turn everything to junk and then they give it to us."
                                While military experts say this is typical in any war, and particularly a protracted and costly one like Afghanistan, Davis said there was a lot sent over to the country that was never utilized in the first place and might never be used again.
                                The question is this, do Afghan Officials care? the millions of equipments being left or returning back home by U.S Army "We're just not giving a lot of thought to what comes next -- is it sustainable? Can we use it afterward? The answer is, it just doesn't matter, "It doesn't seem that we even care about this significant amount of waste."
                                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                                Comment

                                Working...
                                X