Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #46
    ولې دافغانستان په زېرمواومعد نونو چورواو

    دراپورونوله مخی ویل کیږي چی دسرپل ولایت په بلخاب ولسوالی کی دمسودکان دایستنی اواستخراج چاری اوقرارداد امریکایی اوانګلیسی شرکتونوته سپارل شویدي ، چی دغه کان نږدی ۵۰۰ میلونه ټنه مس لری، څوکاله وړاندې هم دلوګردعینکودمسودکان داستخراج چارې دچین ام سی سی کمپنی ته سپارل شوې وې ، همدارنګه داموسیند دغاړوتیولوقراردادونه هم له بهرنیوشرکتونوسره ترسره شویدي ، اوویل کیږي چې دهېواد په ډیری سیموکې دځینوزورواکوله خوا خپل سرې کندنې هم روانې دي اوحکومت نشي کولای چې مخه یې ونیسی
    زه غواړم پورته موضوعاتوپه اړه په دغه لیکنه کې دملي ګټودپایښت اوبقالپاره ځینی موضوعات له تاسی درنولوستونکوسره شریک کړم .
    که دافغانستان تاریخ ته وګورونوهروخت افغانستان دزورواکوخوښکیلاک ګروترښکیلا ک لاندی راغلی دی ، دافغانستان ځينی برخې يې نیولي دی اودیوڅه مودي وروسته بیا په ډیربد حالت دافغانستان میړني ولس شړلي اوله ماتې سره مخامخ شویدي ، تېرتاریخ ته په کتوویل کیږي دافغانستان ستراتېژیک موقعیت ، اودافغانستان سرتړلو(سرقلفو) زېرمواومعدنونوته هروخت دبهرنیوسترګې پاتې دي اودتاریخ په تېروپړاوونوکې یې کوښښونه کړي چې دافغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه پورته کړي ، اودافغانستان زیرمې اومعدنونه دغرني ښامارپه څېرله ستوني تېرکړي خوپه خوشالۍ سره باید ووایوچې هغوی دغه ارمانونه له ځانونوسره ګورته وړي اوافغانستان دتیروزورواکو اویرغلګرولپاره په هدیره بدل شوی اودډیروهډوکي دافغانستان په خاوره کې خاورې شویدي .
    خواوس وینوچې یوځل بیا زمونږګران هېواددمختلفوپلموله مخې ددبهرنیوزوراکوله خوا اشغال شوی اودډیری هیوادونوپوځیان په افغانستان کې اوسیږي ، اوس هم دبهرنیوپه اړه په پوره باوره داخبره کیږي چې دوی افغانستان ته دافغان دولس دمرستی لپاره نه دی راغلي دوی هم غواړی چې دافغانستان ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه پورته کړي اودافغانستان زیرمې وپلټي اوخپلوهیوادونوته یې ولیږدوي .
    کله چې زه درسنیوله لارې خبرشوم چې دسرپل ولایت دبلخاب ولسوالۍ دنړۍ ترټولومهم کان درا ایستنې اواستخراج چارې امریکایې اوانګلیسي کمپنیوته سپارل شویدی زه په دې پوه شوم چې بهرنیان اوپه ځانګړي توګه متحده ایالات اوانګلسان افغانستان ته دهمدغې مهمې موخې لپاره راغلي وه اواوس عملا لاس په کارشول ، اوبله داچې دپورته خبرې دثبوت لپاره باید ووایم کله چې دعینکودمسوکان قرارداد له چینایي کمپنۍ سروشوڅه موده وروسته دمتحده ایالاتوجمهوررئیس دیوې بهرنۍ رسنۍ دیوه ژورنالست دپوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې پوځیان زمونږ مړه کېږي اودمسوقرارداد چینايی کپنۍ نیسي ، داوباماخبرې داڅرګندوي چې ددوی پوځیان هم دهمدغه هدف لپاره راغلي اوغواړي چې دافغانستان زیرمې ولټوي اوخپلوهېوادونوته یې یوسي .
    بله خبره داده چې کله چینایانودلوګردعینکودمسوپه کان کې کارپیل کړی ترډېره بریده ویل کیږي چې هلته دامریکا په غوښتنه ناامنۍ رامنځ ته شوي وسلوالوډلوچینایانونه دباج په توګه په میلونونوډالراخیستي ترڅوچینایان له دغه قرارداده په شاشي ، اوددې خبرې دثبوت لپاره څوځله دافغانستان دولسی جرګې په عمومي مجلس کې دلوګراستازوله دغه ډول پټومعاملوپرده پورته کړې اوحکومت ته یې ویلي دي چې متحده ایالات نه غواړي چې دغه مهم قرارداد چینایان پرمخ یوسي، وکیلانوڅوڅوځله داهم ویلي دي چې چینایانوکارپریښی اوتښتېدلي دي ، په څرګنده توګه باید ووایوچې تراوسه دلوګردعینکودمسوپه کان کې داسي دپام وړپرمختګ نه دی شوی چې خلک په حساب وکړي، علت یې هم دبهرنیو اوپه ځانګړي توګه دامریکایانوپټې اوښکاره مداخلې دي .
    مهمه پوښتنه داده چې دوموجوده حکومت ټول ټال درې میاشتی دحکومتولی وخت پاتې ولې نوپه اوسنیوحالاتوکې دکانونواوزیرموقراردادونونه له بهرنیوسره ترسره کوي ؟ ایا په افغانستان کې دمعادنو په برخه کې مسلکي کادرونه شتون لري ؟ ایا په موجوده حکومت اوحاکم ټیم داباورکېدلی شي چې دنوروبهرنیومرستوپه څېربه دافغانستان معدنونواوزیرموګټې هم چوراوخپلوجیبونوته ونه غورځوی ؟
    دپورته پوښتنوپه ځواک کې باید ووایم چې لومړی خو دموجوده حکومت ډېره کمه موده پاتې درې میاستې وروسته به انتخابات کېږي اوواک به یوبل جمهوررئیس ته سپارل کېږي نوموجوده حاکم چارواکي له دې ویره لري چې له راتلوونکوټولټاکنووروسته به دخلکوپه خوښه دخلکواستازی نظام رامنځ ته کېږي اوبیا به ونشی کولای چې دملي ګټوخلاف تړونونه ترسره کړي نودادځان لپاره ښه فرصت بولي ترڅوله بهرنیوسره په ګډه دتړن به بهانه دافغانستان زیرمې په نورووپلوري اوګټې یې خپلوجیبونوته ته واچوي ، که داخبره نه وي نوولې دغه ډول تړونه درې میاشتي وروسته نه لاسلیک کوي ؟
    اوبل داچې ترډېره بریده په افغانستان کې دکانونوپه برخه کې مسلکی اوتخنیکی کادرونه شتون نه لري اونشی کولای چې له بهرنیوسره دقرارداد ټول اړخونه له ملي ګټوسره برابروارزوی اودملي ګټودساتنې اوژغورنې څخه وروسته تړون لاسلیک کړي ، ددې خبرې دښه ثبوت لپاره غواړم چې دمعادن وزارت دپخواني وزیرهغې خبرې ته اشاره وکړم چې په یوه شخصي مجلس کې یې راته ویلي وه چې په افغانستان کې دمعادنواوزیرموپه برخه کې مسلکي کسان اوکادرونه شتون نه لري ، ده وویل دولس کسه افغانانوپه دې برخه کې نسبی پوهاوی درولوده هغه موهم هند ته دنوروزده کړولپاره لېږلي دي ، دابراهیم عادل خبرې داڅرګندوي چې په دافغانستان کې په دغه مهمه برخه کې مسلکي کسان شتون نه لري .
    تاسې ته به مالومه وي ډیری وخت دافغانستان په نوروتړونونوکې هم داثابته شوې چې له بهرنیوسره په نورواقتصادی اوترانزیټي برخوکې افغان حکومت تړونونه کړي ، بهرنیوتېروستي دتړون په محتوا اوغوښتنه افغان لوری نه دی پوه شوی اووروسته یې بیا ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي اوزیان یې مستقیما دافغانستان بې وزله ولسونوته رسېدلی دی .
    تاسې وګورۍ کله چې له چینايی ام سی سي کپني سره دعینکودمسودکان تړون لاسلیک شو، اوهغوی عملا کارپیل کړافغان لوري ډیرې زیاتې تېروتنې کړې وې اود ابتدايي عملي کارڅخه وروسته افغان دولت خپلونیمګړتیاووته پام شو، لکه هلته پرته له مسونورمهم معدني مواد ، سره زر، سپین زر، تاریخي عابدات ، قیمتي کاڼي اونورمهم معدني مواد موجودوه ، چې ډېری برخه دلومړنیوکیندنوپرمهال یامات شوي اویا هم دبهرنیواوکورنیولوټماروله خواچورشویدي ، چې ډېرموده وروسته ورته دافغان حکومت فکرشوچې وخت له وخته تېروه ، بله خبره داده چې دافغانستان ولسونه په موجوده دولت باورنه لري موجوده حکومت اوچارواکي ترستوني په فساد کي ډوب دي ، دوی دفساد له امله افغانستان دنړۍ د مفسدوهېودونودکتارپه سرکې ودراوه ، دوی دافغانستان برم اووقارله خاوروسره خاورې کړ، په شته حاکم ټیم داباورنشي کېدلای چې دوی دې ملي ګټې پام کې ونیسي ځکه دوی چې ونه شوکولای چې دبهرنیومرستي په سمه توګه دولس دګټولپاره و لګوي ، نوبیاهم داوېره شتون لري چې دوی به دافغانستان زیرمونه هم ناوړه ګټه پورته کړي ، یووخت به دافغانستان زیرمي هم دافغانستان له ځینوچپاولګروله بهرنیوسره په ګډه ویستلي وي اوولس به په راتلوونکي کې تش لاس دفقراوغربت ترکرښې لاندې ژوند تېروي ، اوراتلونکي به دغه ملي سرمایه چې دافغانستان زیرمې اومعدنونه دي لوټ اوتالان شوي وي ، دمعادنوپخوني وزیرابراهم عادل څوورځې دمخه داهم راته وویل چې دمعادونوداستخراج لپاره پخوانی قانون ډیرله ملي ګټوسره برابروه خواوس ځینی کسان چې ملي ګټې ورته مانا اومفوم نه لري، دبهرنیوپه لمسه کوښښ کوي چې نوی قانون پرولسي جرګې تصویب کړي ترڅوپه راتلوونکي دمعادونوداستخراج په برخه کې بهرنیوته په لویه کچه دازمینه برابره وي چې په هرډول چې دوی غواړي دافغانستان کانونه وباسي.
    دحل لارداده چې دافغانستان ملي شورا دافغانستان دمعادنونوداستخراج لپاره یا پخوانی قانون غني اوعملی کړی اویا نوی قانون په داسی ډول تصویب کړي چې دافغانستان ملي شتمني کانونه ، زیرمې اومعدنونه وژغورل شي ، دوی باید دځینوزرواکوقومندانانوله خوا دټولوکندنومخه ونیسي اوهیڅوک پرېنږدي چې په خپل سردافغانستان ملی شتمني لوټ کړي ، اوس دحکومت اوخلکوترمنځ لوی واټن شتون لری خلک په موجوده حکومت باورونه لري حکومت باید لومړی دخلکوباوروترلاسه کړي ، اوبیا له بهرنیوسره دملي ګټوسره برابرتړونونه لاسلیک کړی .
    ښه به داوي چې دزیرمواوکانونوپه برخه کې لومړی افغانان وروزي ، بهرنیوهېوادونوته يې د ماستړۍ اودوکتوراپه کچه لوړواونوروتخصصي زده کړوته ولېږي ، اوله بهرنیوڅخه دمعادنو داستخراج وسایل په بیه واخلي اومسلکي اوتخنیکي بهرني کارپوهان د کارکوونکوپه توګه راوغواړي اوهغوی ته کارپه بدل کې مزدوري ورکړي ترڅوله یوه پلوه له بهرنیومسلکي کسانوسره کارکوونکی افغانان په راتلوونکوڅوکلونوکې وروزل شي اوله بلې خوا دافغانستان دحکومت ترنظارت اوکنټرول لاندي په خپله خوښه دافغانستان له معادنونوګټه پورته شي

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

    Comment


    • #47
      ویریږم ټول به بې ایمانه تر دنیا تیر سو

      که دا زموږ دیني علما وي ویریږم ټول به بې ایمانه تر دنیا تیر سو
      ۳۵ کاله کیږي پر دي خاوره د خپلو او پردیو غوبل روان دئ،زوئ له پلاره،مور له لوره،او ورور له وروره بیزاره دي،په کل کي د دې خاوري انسانان له ژونده بیزاره دي.نه مو سر خوندي دئ نه مال اونه ناموس،هر بدبخته چي ټوپک په لاس کي واخلي هم پاچا دئ،هم امیر دئ هم قاضي دئ هم مفتي.د دوږخ او د جنت ټاپې یې په جیب کي دي،چي هر څه یې وکړل،نه حد سته نه حدود.یو شمیر خو یې قسم په ذوالجلال که په دې پوهیږي چي کلمه طیبه څه ته وایې؟ انسان مسلمان افغان به داسي حلاوي لکه چرګ.موږ ړانده او کاڼه ور ته ناست یو. یو،یو ګروپ ،ګروپ مو وژني،بی عزته کوي مو،وطن راورانوي.یوې خواته هم په لسګونو زره ملایان او علما ناست ،بل طرف ته همداسي، دا یویې یو طرف کافر،ملحد یهود.............بولي.نور بیا بل طرف.چي د هر طرف علماوو سره دوه په دوه وږغیږې،وایې خرابۍ ډیري دي په خلګو مي مه وژنه څه نه سم ویلای.چیغي مو تر اسمانه رسیدلي دي چي یونیم میلیارد مسلمانان یو،خو په دا یو نیم میلیارد کي شل کسه جهد او خاص د خدای په خاطر علما نه پیداکیږي چي د قرانکریم او احادیثو په رڼا کي دواړو خواوو ته ووایې چي دا غلطه ده او دا سمه ده؟بیا شک پیدا کیږي چي دا مسلماني نو چیري ده؟ خلګو خپله قوانین جوړ کړي دي هره ستونزه په دقیقه حلوي موږ د الهي قانون په رڼا کي دا پنځه دیرش کاله دا نکړه ثابته چي د چا خبره صحیح ده؟یو شمیر بي منطقه بیا در ته وایې ایاتونو او احادیثو ته مراجعه وکړه،اول خوزموږ بیسواده ټولنه چي د خپل لمانځه په مانا نه پوهیږي،هغه په ایات او حدیث څه پوهیږي؟دوهم دا چي په یو نیم میلیارد مسلمانانو کي د تفسیر او فتوا یوه وړه ډله چي بيطرفه وي او با خبره وي نه پیدا کیږي او ته زما غوندي بیسواده بزګر نه فتوا غواړئ؟له یوه طرفه بی پته ګاونډیانو زړونه را باندي یخ کړه او د بلي خوا پردي لنډغر په وطن کي را ته پراته دي هغه متل دئ وایې چی نه په یویې ځي نه په غوبله.
      په رادیو کي د شعر او شاعرۍ پروګرام وو،یوه مفتي؟! تیلفون وکړئ چي حدیث شریف وایي چي شاعران د دوږخ سپي دي پنځه دقیقې وروسته بل زنګ وواهه،او ویل یي چي حدیث شریف دئ چي شاعران د خدای دوستان دي.اوس یې نو ورسره ګز کړه.یوه په فیسبوک کي را ته لیکلي وه چي د ذیروح تصویر ناروا دئ،منع دئ ما ورته وویل زه خو اوس ستا د نامه سره ستا عکس وینم.بل به دا تذکره،پاسپورټ،لیسنس........................څن ګه کوو.
      دریم که د طب محصلین د مار ،د لړم....................تصویرونه و نه ګوري او تر ټولو مهمه دا د انسان تصویر او د بدن ټول غړي مطالعه نکړي څنګه به ډاکتر سي؟ښاغلي دلایل و نه ویل ملګرتوب یې ختم کړ.
      ستاسو دوستانو نظر څه دئ؟او ستونزه په څه کي بولي؟ ډیر صاقانه او بیطرفانه به لیکنه کوئ.
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment


      • #48
        د تړون په وړاندې د کرزي نا اعلان شوی جهاد

        امریکا او روسته له ناټو سره د امنیتي تړونو د لاسلیک په اړه د ولسمشر کرزي دریځ، په ننۍ نړۍ کې د هیوادو ترمنځ د دودیزه اړیکو، د هیوادومتقابلو ګټو او غوښتنو ته د پام او د سیاسي منل شویو ارونو پرځای یوه وچ، سرتمبه او ایډیولوژیک چلند ته پاتیږي چې اکثرا داسې دریځ د شاړو شډلو جګړه مارو، نه غوږ ایښودونکو سخت دریځو او متحجرو مذهبي توندلارو څخه تمه کېدای شي او د هغو له شان سره وړ او مناسب ښکاري، نه د ملت په رایو د ټاکل شوي او منتخب ولسمشر څخه!
        د امنیتي تړون په وړاندې کوم دریځ چې نن سبا ولسمشر کرزي نیولی، داسې چلند د یوه ساده ګړي او معمولي سیاستوال سره نه ښايي، څه رسیږي دې ته چې څوک دې د افغانستان پشان د یوه داسې هیواد ولسمشر وي چې ټوله نړۍ هلته فعال شتون لري او د نننۍ نړۍ د سترو سیاستونو او لوبو مرکز وي.
        ولسمشر کرزی، حقیقت کې پخپل داسې سرتمبه دریځ سره ، ځان د یوه داسې ولسمشر پتوګه ښکاره کوي چې په اوسنۍ تاریخي شېبه کې د افغانانانو مهمو ملي ګټو، د ملت د اکثریت ارادې او غوښتنو ته شا اړوي او د ولسمشرۍ تر چپن لاندې ځان، افغان ملت او نړیوالو ته د جهادي مافیايي کړۍ مرکچي، د مذهبي سخت دریځو او ځانمرګي بریدګرو مدافع وکیل، راپيژني!
        هغوی چې په یوه یا بله بڼه د پاکستان او ایران په مذهبي ایډیولوژیک ښوونځيو کې روزل شوي او یا د ای ایس ای د یوه وړوکي ساتنمن په دروازه کې په اونیو سرګردان او منتظر پاتې شوي او یا يي د سیاست په نوم یوڅه له دغو مرکزونو پيل کړي، ورته ګرانه ده، په وخت سره خپلې او د نورو متقابلې ګټې وپيژني، له نرمښت او سیاسي لارو چارو کارواخلي او د کړکیچ ، تن په تن جګړې او سرجنګۍ پرځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي. د دوی په اړه دا متل، که سل خویونه يي نور وي، یو به هم پکې د مور وي! ریښتیا ګڼل کیږي.
        بيځایه نه ده چې کرزی وايی، که د امریکا او پاکستان جنګ شي، کرزی به د امریکا په وړاندې د پاکستان په اړخ کې ودریږي!
        دا خبره چې کرزی کوي، د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او امریکا باید دا ځالې په پاکستان کې په نښه کړي. نو که امریکا اوس ددې ځالو او یا په بل هر لامل، پر پاکستان حمله وکړي، نو کرزی به له ترهګرو سره یوځای د امریکا په وړاندې د پاکستان په څنګ کې دریږي، نو په داسې اوتو بوتو سره امریکا د کرزي په کومه خبره باور کولای شي او له کرزي سره باید کوم ډول چلند وشي!
        د جګړي په کورني ډګر کې هم د ایساف او امریکایانو په وړاندې د طالب په نوم د ترهګرو په نا ویلي ملاتړ، کرزی خپل مخالفت له چا نه پټوي!
        د کورونو او بانډو په نوم د ایساف او امریکایانو په تالاشۍ او یا هوايي او ځمکني برید کې، د ولسي وګړو هیڅ مرګ ژوبله د طالب او ځانمرګو له ټکولو پرته، نه ده ترسره شوې. که طالب او ځانمرګی د کرزی په غوښتنه د افغانستان په کلیو او بانډو کې ونه ټکول شی او امریکا هم د کرزی له دې ګواښ سره چې پر پاکستان د یرغل په مهال د پنجاب په ملاتړ دریږی، په هوايي بریدونو او یا نورو وسایلو سره هلته ترهګر ونه ځپي، نو ترهګر به څنګه له سیمې جارو شي!
        تازه راپور کې هم چې د امنیتي تړون د لاسلیک په وړاندې يي ولسمشرکرزی د حضرت عثمان کمیس پتوګه کاروي ویل کیږي : د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په واغرز سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې چې افغان امنیتي ځواکونه هم ورسره وو، « ټولټال ۱۲ کسان وژل شوي چې نیمايي یې ولسي وګړي او نیمايي یې وسلوال طالبان دي. د وژل شويو په ډله کې د وسلوالو مخالفانو د درنو وسلو مسوول او د طالبانو د ولسوال مرستیال هم شامل وو. Bbc »
        د تیرې جمعې په ورځ د کابلښار په لبناني رسټورانټ کې د طالبانو په برید کې ۲۱ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې طالبانو يي پړه پر غاړه واخیسته. ددې او د پروان ولایت د ۱۲ تنو د وژنې د پېښې په اړه په یوه راپور کې لولو« د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشري د ملي امنیت په شورا کې د جمعې د ورځې برید او د پروان ولایت د ایتلافي ځواکونو برید چې په لړ کې یې ۱۲ کسه ملکي افغانان ووژل شول، وغندل شو. له ارګ څخه په خپرې شوې بیانیې کې دولسمشر کرزي څخه نقل قول شوی چې افغانان هره ورځ د ترهګرۍ پرضد د جګړې قربانیان دي او هم د ترهګرو د بریدونو قربانیان دي»
        دلته د ولسمشر په دې څرګندونه کې چې وايي: افغانان هره ورځ د ترهګرۍ پرضد د جګړې قربانیان دي او هم د ترهګرو د بریدونو قربانیان دي، څه مفهوم افاده کوي؟
        که د ترهګرو پر ضد د هیواد ولسمشر شکمن او څپڅپاند دریځ ولري او يايي مدافع وکیل وي، داسې دریځ ټولنه کومې لورې ته بیايي؟
        د نورو لاملونو ترڅنګ ، تر ټولو لومړی د ولسمشر حامد کرزی، شکمن او څپڅپاند دریځ دی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې افغانان د ترهګرو په ځپانده هڅو کې پاتې راغلي او هیواد د سولې او امنیت پرځای، بیا هم د جګړې او ناارامۍ په لور راهی دی!
        دا د امنیتي تړون لاسلیک نه دی چې د کرزي په وینا هیواد ملک الطوایفۍ ته بیايي، بلکې د کرزي لخوا د تړون د لاسلیک ځند او یا نه لاسلیک دی چې افغانستان کورنۍ جګړې او د پاشلو ګړنګ ته ټېل وهي!
        کرزی اوس امریکا سره د امنیتي تړون او لویدیځ سره په ټوله کې د اړیکو د رغولو او ټینګولو په اړه له همدغه دریځ څخه، ګټه اخلي. ددې تړون په اړه د افغان ولس پرځای چې رایه يي په مشورتي لویه جرګه کې څرګنده شوه او د تړون په ژر لاسلیک يي سلا وکړه، کرزي نن طالبان، اسلامي ګوند او په جمعیت او نظارشورا کې توندلارې او پردیپالې کړۍ د مشورو زیرمې ګڼي !
        د افغانانو پرځای ولسمشر کرزی د ایران مشورو ته غوږ نیسي او ښايي له پنجابي سرخیلانو هم د سالمې مشورې تمه ولري.
        که کرزی د ځان په اړه د پردیو تېریستونکې اوغولونکې ګونګوسي، لکه د سپوږمۍ راډیو په وینا« د ملي مسايلو په تړاو د ولسمشر کرزي وروستيو دريځونو د عامو افغانانو ترمنځ د هغه محبوبيت ډېر کړی او د پرېکړو ملاتړي يې په ډېرېدو دي. فارن پاليسي وايي چې ولسمشر کرزي په تلو تلو کې د افغانانو لپاره د امريکا په جورج واشنګټن او د هند پر مهاتما ګاندي د بدلېدو په حال کې دی.» اوري او باور پرې کوي، لیری نه ده چې په داسې تېریستونکو ډنډورو به ځان سره یوځای افغانان هم د ورکاوي په لویدال کې ورټېل وهي!
        کرزی او مافیايي ټیم يي د امنیتي تړون د نه لاسلیک او بلخوا د خپل ۱۲ کلن ناکام او بدنام سیاست د پټولو او د ځانونو د تبريي لپاره، د امریکا د پخواني دفاع وزیر، ښاغلي رابرټ ګیتس د « دندې » په نوم خپورشوی کتاب هم لاس په لاس ګرځوي. دا کتاب چې پوره سیاسي بڼه لري او ددوه امریکايي ګوندونو، جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو خپلمنځي شخړو ته بېل شوی، نن د دوی لپاره د یوه مبارک کتاب حیثیت خپلوي او غواړي د هغه په سیوري کې خپلې ټولې ناغیړۍ او بدۍ په لویدیځوالو ور وتپي او ځانونه، افغانانو او نړیوالو ته سپین چرګان وځلوي !
        همداراز د فهیم ــ کرزي ټيم د ښاغلي ګیتس کتاب د یوه لاسوند په توګه، د ځان د سپیناوۍ او په راتلونکو ټاکنو کې د بري لپاره ښکته پورته کوي. خو افغانان باید نور ددغه ټیم په مکاریو تېرنه وځي.
        کرزی او ټیم يي ښايي په دې هڅه کې هم وي چې که له واکه غورځيږي، د تېرې لسیزې لاسته راوړنې، یو په بل پسې په پاتې درې میاشتو کې له منځه یوسي!
        ښايی یو شمېر افغانان په دې اند وي چې د امنیتي تړون په نه لاسلیک سره به کرزی یو مهم راز له ځانه سره ولري چې هغه دا مهم راز یا د امریکایانو له ډاره افغانانو ته نه شي ښکاره کولای او یايي د مشورتي لويي جرګې په ګډون اوس د ویلو وخت نه دی رسیدلی او افغانان به يي روسته په ګټه وپوهیږي.
        کارمل هم له واکمنۍ څخه د لیرې کېدو په مهال ویلي وو« دیګ که به ما نه جوشد، در ان ګو بجوشد!»
        د کرزي روستۍ کړچارې هم کارمل ته ورته پاتیږي!
        امنیتي تړون سره په نیولي چلند، ولسمشر کرزی ځان د یوه سیاستوال پرځای، د یوه ایډیولوژیک او سخت دریځي شخصیت په توګه، افغانانو او نړیوالو ته راپيژني!
        ولسمشر کرزی په ولسي جرګه کې د پروان د وکیل عبدالستار خواصي سره یوازې دومره توپير لري چې هغه د امریکایانو او لویدیځوالو په وړاندې ښکاره جهاد اعلانوي خو کرزی دا هر څه په پټه خوله او تر چپن لاندې، ترسره کوي!
        د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۳ مه

        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #49
          د کابل شرمونکي لوبي

          د متحده ایالاتو یوې معتبري ورځپاڼي کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د ډان مرفي په نوم خپل یوه مشهور خبریال رپوټ خپور کړی او لیکي چي د کام ایر شرکت د ټولو تورونو څخه براءت تر لاسه کړ او کولای سي چي د متحده ایالاتو څخه د قراردادونو اخیستلو ته درخواستي ورکړي. خبریال لیکي چي د دې فیصلې له چټکی څخه په لومړي سر کي څرګنده وه چی دا یوه سیاسي تصمیم وو. د افغانستان جمهوریس حامد کرزي غوښتل چي خپل قوي ملاتړی، د کام ایر د هوایی شرکت مالک زمری کامګار حمایه کړي. د متحده ایالاتو پوځ د دې زهرجني ګولۍ په تیرولو چنداني خوشاله نه وو خو له مجبورتیه یې دا ګولۍ ترستوني تیره کړه. خبریال لیکي چي د ایساف نطاق کرنل تامس وویل موږ د کام ایر په باب فیصله د افغانستان د حکومت د تحقیقاتو د بشپړیدو تر وخته پوري ځنډوو، مګر زیاته یې کړه چي د کام ایر د تریاکو د قاچاق په برخه کي شواهد څرګند او روښانه دي. دا به ایساف ته څرګنده وي مګر د افغانستان د حکومت تحقیقات بشپړ سوي او نتیجه یې حیرانونکې ده. د کام ایر هوایی شرکت یې له ټولو تورونو څخه پاک کړی دی او داسي ښکاري چي د متحده ایالاتو حکومت هم دا فیصله منلې ده او هیڅ نه پکښي وایي.
          خبریال لیکي چي نن د کام ایر د هوایی شرکت د ملکي الوتنو عمومي مدیر حمید ظاهر ماته د روان کال د جنوري د دوولسمي نیټې یو مکتوب را ولیږی چي په کابل کي د متحده ایالاتو په سفارت کي یوه ډیپلوماټ میلوین سینټورن لیکلی وو او د ټول مکتوب مطلب دا وو چي د کام ایر شرکت باید ویره ونه لري. په مکتوب کي راغلي وه چي موږ له خپلو پوځي مقاماتو سره هم خبري کړي دي او دا باید درته ووایم چي کام ایر نور د متحده ایالاتو په تورلیست کي نه دی او په پوړه زړه کولای سي چي د متحده ایالاتو څخه قراردادونه واخلي.
          خبریال لیکي چي د کام ایر د هوایی شرکت په باب د افغانستان د لویی څارنوالی د دې فیصلې پیش بیني د تیري فبروري په میاشت کي کیدلای سوای او علت یې دا دی چي د دغه شرکت څښتن زمري کامګار د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د جمهوریس کرزي سره ډیره زیاته مرسته وکړه. دغه راز یې د جمهوریس کرزي او د جنګ سالار رشید دوستم په پخلا کولو کي مهم رول ولوباوه او د هیواد په مهمو برخو کي یې جمهوریس کرزي ته رایي ور وګټلې. اوس چي د اپریل په میاشت کي بیا د جمهوري ریاست انتخابات کیدونکي دي، جمهوریس کرزی، سره له هغه چي پخپله کاندید نه دی، خپلو ټولو متحدنیو ته اړتیا لري چي د ده د غوښتني سره سمي رايي ورته راغونډي کړي. ځکه نو باید د کام ایر ټوله مشکوکه سابقه او د مخدره موادو د قاچاق په اړه تورونه پاک سي.
          خبریال د خپل رپوټ په پای کي په افغانستان کي د متحده ایالاتو د بیا ابادولو د پروګرام د خاص مفتش جان سوپکو د تیري هفتي د یوه مکتوب خلاصه وړاندي کوي او هغه لیکي چي د مخدره موادو تجارت د افغانستان مالي سکټور زهرجن کوي او غیرقانوني اقتصاد تقویه کوي. دا کار د افغانستان د دولت قانونیت کمزوری کوي، اداري فساد زیاتوي، جنایی شبکې تغذیه کوي او د طالبانو او نورو یاغي ډولو لپاره ډیر زیات مالي ملاتړ برابروي. همدااوس داسي نښی لیدلي کیږي چي د افغانستان د ملي امنیت مقامات د کلیوالو سره په تماس کي دي او هغوی ته د کوکنارو د کښت اجازه ورکوي او حتی د کوکنارو کښت او کروندې ته یې تشویقوي. خلاصه دا چي د مخدره موادو کښت او قاچاق د ښځو د حقوقو، روغتیا، تعلیم او تربیې، د قانون د واکداری او د حکومتي ادارې په برخه کي د متحده ایالاتو د دوولسو کالو لاسته راوړني ټولي په اوبو لاهو کوي؛ خکه چي دا نه یوازي یاغیان غښتلي کوي بلکه په هیواد کي منظمي جنایی شبکې او اداري فساد تقویه کوي.
          اوس نو که د متحده ایالاتو دغه پالیسي وي چي د جمهوریس کرزي د خوشالولو لپاره تر خپلو ټولو پرنسیپونو تیریږي او په داسي حال کي چي د دوی خپل عالي رتبه مقامات وایی چي د مخدره موادو قاچاق د دوی دولس کلني لاسته راوړني، که یې چیري درلودلي وي، په اوبو لاهوکوي او طالبان او یاغي ډلي تقویه کوي او بیا هم څرګندو جنایتکارانو او قاچاقبرانو ته اجازه ورکوي چي هم سرې سترګي ازاد وګرځي، هم د افغانستان په سیاسي او اقتصادي اینده کي فعاله ونډه واخلي او هم لا پخپله له امریکا څخه هغه امتیازات چي نورو ته میسر نه دي ترلاسه کړي، بیا نو د افغانستان مظلوم ملت ته د دغه، په اصطلاح، دوست هیواد ګټه په څه کي ده؟ زه دا خبره بیا هم کوم چي د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د قواوو سمدستي وتل او د افغانستان د ملاتړ څخه لاس اخیستل د هیواد تباهي ده، ځکه خو موږ ټول دا دوولس کاله په« شب درمیان خدا مهربان» خپلي شپې سبا کړي دي. مګر دا حالت تر کومه پوري؟ که د امریکا حکومت دونه کمزوری وي( چي ښایی نه یې ما او نه یې بل چا فکر کاوه) چي د جمهوریس کرزي پر هر ډول غیر قانوني عمل باندي سترګي پټوي او په خلاصو سترګو په هیواد کي جنایتکاران حمایه کوي او قدرت ته یې رسوي نو موږ به د راتلونکو انتخاباتو څخه، چي د دغه راز دسیسو په نتیجه کي به څوک قدرت ته رسیږي، څه انتظار ولرو. په افغانستان کي د جنایتکارانو، قاتلانو، مفسدو عناصرو او قاچاقبرانو کمی نسته او دا ټولي شبکې په یوه او بل ډول سره تړلي دي؛ او هر څوک چي قدرت ته رسیږي هغه به د دغو زهرجنو او د ملت د قاتلو شبکو په ملاتړ قدرت ته رسیږي، دغه اوسنی حالت به دوام کوي، او زه یقین لرم چي وضع به تر دې سل چنده بد تره سي. اداري فساد به روان وي، په لغمان کي به پرموټر سایکلونو سپاره لنډه غر د کریکیټ پنځه تنه بیګناه لوبغاړي قتل عاموي، په وزیر اکبرخان مینه کي به د خارجیانو امنیت خوندي کیدلای نه سي، پر کونړ باندي به د پاکستان راکټونه اوري او د مخدره مواو قاچاق به، چي تر اوسه پوري غیر قانوني وو او ستره ګناه بلله کیدله ، وروسته تر دې د امریکایی مقاماتو تر سترګو لاندي سرته رسیږي، او لا به د امریکایانو څخه ، چي زه یقین لرم عالي رتبه جنرالان او حکومتي مقامات به یې ښه ونډه پکښي لري، امتیازات هم ترلاسه کوي؛ بالاخره به د امریکایانو او غربي قواوو پاته کیدل څه ګټه ولري.
          زما څخه، کابل ته د سفرونو په ترڅ کي، تر لس ځله زیات پوښتنه سوې ده چي امریکایان له افغانستان څخه وزي کنه. ما به په جواب کي ورته ویل چي زما لومړنی سوال حل نه دی او هغه دا چي دوی ولي راغلي دي. زما سره اوس هم دا سوال دی چي دوی په افغانستان کي څه لري چي په دومره بې شرمي خپل، په اصطلاح، د ډیموکراسی او بشر پالني پرنسیپونه تر پښو لاندي کوي. ایا امریکا په ریشتیا هم دونه کمزورې ده چي خپلو هغو ګوډاګیانو ته چي د دوی په مستقیمه حمایه قدرت ته رسیدلي دي؛ او که د دوی مستقیم ملاتړ ورسره نه وي یوه هفته قدرت نه سي ساتلی، هیڅ نه سي ویلای. ایا دا خبره د منلو ده؟ او که یې ومنو نو بیا زموږ د دغو نا بللیو میلمنو او دوستانو پاته کیدل په څه ارزي؟ نو یا خو د متحده ایالات تیر او اوسنی حکومت د افغانستان د جنایتکارانو او قاتلانو سره په دومره جنایتونو کي شریک دي چي د احتمالي رسوایی څخه ویره لري او یا د امریکا ډ یر عالي رتبه حکومتي مقامات او جنرالان په افغانستان د روانو جنایاتو، اداري فساد او د مخدره موادو د قاچاق څخه دومره ګټي ترلاسه کوي چي په اسانه ورڅخه تیریدلای نه سي. کنه نو دا څرنګه امکان لري چي، د همدغه پورتني رپوټ په اساس، امریکا له خپلو ټولو پوځونو او عصري وسایلو سره یوازي د مخدره موادو د کښت او کروندې او قاچاق د مخنیوي لپاره اوه میلیارډه ډالره ولګوي او بیا هم ووايي چي د دوه زره دوهم کال راهیسي د مخدره موادو تولید درې چنده سوی دی.
          که د افغانستان په باره کي د نړۍ، په تیره بیا امریکايي، مطبوعاتو وروستیو رپوټونو ته وګورو نو افغانستان ته ډیره تاریکه آینده ګوري. د راتلونکو انتخاباتو په نتیجه کي به داسي حکومت منځته راځي چي ټول به د جنایتکارانو، قاتلانو او مفسدینو څخه جوړ وي. که څه هم چي اوسنی حکومت خو هم په ټولي نړۍ کي په اداري فساد او رشوت کي لومړۍ درجه ګټلې ده خو راتلونکی حکومت به د داسي جنایتکارانو څخه جوړ وي چي ټول ملت به د کرزي په حکومت او ادارې پسي ارمانونه کوي. د جمهوري ریاست لپاره د ټولو کاندیدانو لمني له جنایتکارانو او مسلکي قاتلانو څخه ډکي دي او هر یو چي بل ته تیریږي له ځان سره به د جنایتکارانو ډلي وروړي. که د کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د تازه رپوټ څخه د مشت نمونه خروار په توګه کار واخلو نو هغه تمه چي مو له غربیانو په تیره بیا امریکایی دوستانو څخه کیدله ډیره بیځایه وه. د دې رپوټونو څخه خو داسي ښکاري چي امریکایانو، یا د مجبوریت یا د ګټو په اساس، زموږ د هیواد له جنایتکارانو سره لاسونه یو کړي وي او د مظلومو او بې دفاع افغانانو لوټلو او ځپلو ته یې ملا تړلې وي. خبري ورځ په ورځ پیچلي کیږي او هره ورځ داسي زړه ربړونکي رپوټونه خپریږي چي د اینده په باره کي امیدونه له خاورو سره برابروي. څه به پیښیږي؟ والله اعلم.


          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #50
            په افغانستان کې د ایران نوې جبهه

            د افغانستان په جنوب او جنوب لویدیځ کې جنګېدونکي وسلوال زیاتره د ایراني استخباراتو له خوا رزول شوي هغه افغانان دي چې په ایران کې د مهاجرت شپې تېروي. دغه وسلوال د ایران ساخت پرمختللې هوايي او ځمکنۍ وسلې هم په لاس کې لري. راپورونه وايي ایران په خپل هېواد کې دغو وسلوالو ته د روزنې کمپونه جوړ کړې دي، چې تر روزنې وروسته یې د افغان او بهرني ځواکونو پرضد د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږي. تر پاکستان وروسته د افغانستان په روانه جګړه کې د ایران رول اوس د مدرسو، پوهنتونو او فرهنګي مرکزونو له لارې د مداخلې تر پولو اوړي او دغه هېواد د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد د یوې نوې تروریستي جبهې د جوړولو په هڅه دی.
            په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد د جګړې لپاره ایران په خپلو مهمو ښارونو جهارم، شېراز، تهران، اصفهان او بندرعباس کې د اورپکو د روزنې نوي کمپونه جوړ کړي دي او افغانستان ته یې را لېږي.
            لوی افغانستان اونیزې ته د باوري سرچینو له لوري د را رسېدلو راپورونو له مخې په دغو پنځو ښارونو کې ډېری افغان کډوال او بلوڅان مېشت دي. ایران له دغه پنډغالو ځوانان را جلبوي او د بهرنیانو پرخلاف د جګړې روزنه ورکوي. په یادو کمپونو کې د ځوانانو ترڅنګ نجونې هم روزل کېږي.
            لوی افغانستان اونیزې ته د نوم دنه ښودولو په شرط یوه ځوان چې له دغه کمپ نه یې په ډېرمهارت سره پښې سپکې کړې وې، وویل چې دغه کمپونه تازه د ایران د سپاه پاسداران جاسوسي شبکې په مرسته جوړ شوي دي.
            د احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال هم پټ او ښکاره خلکو، په ځانګړې توګه افغانانو ته تبلیغ کېده چې افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی او افغانان باید د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي، خو ویل کېږي چې اوس د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره دا هرڅه په ډاګیزه توګه روان دي.
            په داسې حال کې چې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني په اړه ویل کېږي چې منځلاری دی، خو د افغانستان پر وړاندې یې پټه کینه تر احمد نژاد هم خطرناکه برېښي.
            سرچینه وايي چې په دغو چریکي کمپونو کې روزونکي ډېری ایراني اخوندان او د سپاه پاسداران مهم غړي دي او د دوی ترڅنګ خال خال پاکستاني روزونکي هم تر سترګو کېږي.
            د دغو په پاکستاني روزونکو په هکله ویل کېږي چې د پاکستان پخواني متقاعد جنرالان دي چې د د ندې موده یې په پاکستان کې پای ته رسېدلې ده.
            په یادو کمپونو کې د ځوانانو د تلقین او ذهنیت بدلولو لپاره هغوی ته ځينې رښتینې او اېډټ شوې د امریکايي ځواکونو هغه ویډیو ګانې ورښودل کېږي، چې په افغانستان او عراق کې د هغوی پوځي ماموریت په کې انځور شوی دی.
            نوموړي وویل: ((په کمپونوکې جلب شويو ځوانانو ته په لومړۍ ورځ ۳ ساعته لیکچر ورکول کيږي چې څنګه په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو پرضد وجنګېږي، ځوانانو ته ویل کېږي چې د کورنۍ له نفقې او سرپرستۍ دې بېغمه اوسي ځکه ایراني استخبارات ورته هېڅ برابروي، خو کوم ځوانان چې د هغوی له چل او دوکې نه خبرېږي او تښتي د ایران استخبارت یې تعقیبوي او د نشه يي توکو په تور یې نیسې، یوڅو ورځې بندي او بیا یې اعدام کړي.))
            سرچینې وویل چې اوس هم د افغانانو د اعدام لړۍ روانه ده، اوس هم په مرموز ډول افغان ځوانان د ایراني استخبارتو له لوري وژل کيږي.
            د افغانستان د کشفي او امنیتي ارګانونو راپورونه ښيي چې ایران افغانستان ته د جنګیالیو د را استولو ترڅنګ په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې وسلوالو ته د ایران ساخت وسلې او مهمات ورکوي.
            ایران په افغانستان کې وسلوالو ته د وسایطو او الوتکې ضد توغندي ورکړي چې عملاً د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد کاروي.
            دغه راز ویل کېږي چې ایران په جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو په ځانګړې توګه په نیمروز او هرات ولایتونو کې د برېښنا د سترو بندونو د جوړېدو پر وړاندې امنیتي خنډونه رامنځته کړي دي.
            وړم کال د روژې په میاشت کې په نیمرزو ولایت کې د ښار په منځ کې ځانمرګي بریدونه چې له امله یې لسګونه بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل، وروسته په ډاګه شوه چې د ایراني استخباراتو له خوا تنظم شوي وو.
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #51
              Iran also funding afghan media and promoting persain culture in afghanistan.



              Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

              pa prady jaba khabarai pakhtun naka
              be laila bala soda kho majnon naka
              gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
              be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
              hamza baba
              پَښتو کښې اُولېکئ
              Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

              Comment


              • #52
                افغان جګړه ، د ناټو آینده ؟

                افغان جنګ د امریکا او ناټو تر ټولو اوږد ، ګران او ستومانیزه جنګ ثابت سو .
                ـ افغان جنګ د نړۍ لومړنی او یوازینی جنګ دی چی څه کم پنځوس هېوادونه پکښی جنګیږی .
                ـ افغان جنګ د نړۍ یوازینی جنګ دی چی د دنیا قوي ترین اړخ ( امریکا ) او د دنیا ضعیف ترین اړخ ( افغانستان ) پکښی جنګیږی .
                ـ دا په نړۍ کی یوازینی جنګ دی چی په درواغو سره پیل سوی او په درواغو سره مخته ځی .
                ـ دا په نړۍ کی یوازینی جنګ دی چی « وسله » او « اراده » پکښی جنګیږی .
                ـ دا په نړۍ کی یوازینی جنګ دی چی د افغانستان لپاره نه بلکی د بل ځای لپاره وینی پکښی توییږی ، یعنی افغانستان هدف نه بلکی د هدف ذریعه یا وسیله ده .
                ـ دا لومړنی جنګ دی چی د امریکا تر ټولو اوږد اشغال یې رامنځته کړ .
                ـ افغان جنګ د ناټو لومړنی مځکنی جنګ دی .
                ـ افغان جنګ دومره د افغانستان لپاره نه دی څومره چی پخپله د ناټو د بقأ لپاره دی .
                ـ افغان جګړه امریکا چلوی خو ناټو یې تر شا کنجوغه ده .
                ـ افغان جګړه د نړۍ هغه یوازینۍ جګړه ده چی امریکا د ناټو سره واده پکښی وکړ....
                ناټو چی د کوم هدف لپاره جوړه سوې وه ، هغه یې په خپله توره تر سره نکړ . یعنی د شوروی اتحاد په مړینه او د وارسا تړون په نړیدنه کی ناټو حتی یوه سلنه رول هم ادا نکړ بلکی هغوی پخپله له دننه وشوړیدل . وګورﺉ ، ناټو د « سړې جګړې » په ټوله ۴۵ کلنه موده کی آن یو فیر هم نه دی کړی ، خو بیا هم خپل هدف ته وړیا او پر تیاره ورسېده . یعنی امریکایان یې داخل او روسان یې خارج کړل ، شرقیان یې مغلوب او غربیان یې غالب کړل...
                کله چی شوروی ونړید او وارسا وشوړید نو ناټو هم ورسره بې هدفه ، بې مأموریته او بې جهته سوه . په بل عبارت ، دغه جابر پوځی جوړښتون په یوویشتمه پیړۍ کی د شلمی پیړۍ سرطاني مرغړی دی چی نړۍ خوری .
                وګورﺉ ، ناټو د خپل موجودیت لومړنی جنګ څوارلس کاله مخکی یعنی په ۱۹۹۹ کی وکړ ، هغه هم په کوسوو کی د سربیانو پر ضد چی ۷۷ ورځی یې پایښت وکړ . هغوی په دغه جنګ کی اته دیرش زره ( ۳۸۰۰۰ ) پروازونه وکړل چی په زرګونو پوځی او ملکی انسانان یې ووژل خو د ناټو حتی یو عسکر لا هم نه دی وژل سوی .
                پر افغانستان د امریکا تر پوځي یرغل وروسته ناټو په ځان عطر ووهل ، امریکا پر اوږه او ملا لاس ورکښېښود ، په غیږ کی یې واخیسته او په افغانستان کی یې واده ورسره وکړ . خو افغانستان دا « نیکمرغه » واده « بد مرغه » کړ ، یعنی دواړه سوکه سوکه د تلفاتو په غیږ ورغلل څو چی آرام یې ناآرام سو او فریادونه یې آسمان ته ورسېدل . د بیلګی په توګه همدا نن دلته د هغوی ۳۴۲۰ پوځیان وژل سوي دي چی ۲۳۱۰ یې امریکایان دي . همدا علت دی چی د « افپاک » طراح ( ریچرډ هولبروک ) په ۲۰۰۷ کی په سرځوړۍ سره اعلان وکړ چی : « افغانستان د ناټو آخري امتحان دی . »
                بلخوا ، په افغانستان کی مخکني امریکایی سفیر جنرال آیکن بري په ۲۰۰۷ کی کانګریس ته داسی وویل : « ناټو ته د افغانستان د سپارلو پالیسی د افغانستان پر ځای پخپله د ناټو د آینده په خاطر ده... یعنی هغه څه چی دا اتحاد ساتلی سی . »
                هو ، ناټو دلته د ستر مصیبت او فلاکت په غیږ ورغله او د امریکا سره د خپل واده څخه بیزاره سوه . ناټو چی د لومړۍ ورځی څخه د جنګ لپاره تأسیس او رامنځته سوې ، د تیرو شلو کالو راهیسی یې دښمن مړ سوی دی . ناټو به څنګه نوري نړۍ ته ورمخته سی حال دا چی په خپل دغه « لومړني امتحان » کی نسي کامیابېدای ؟ موږ عملأ ګورو چی ناټو نور یو « ناخوښه او ځان کښونکی » اییتلاف دی او هر غړی یې نارې وهی چی نور پوځونه نسو درکولای ، خپل پوځیان تر دغه یا هغه نیټې وروسته راباسو ، شمال ته یې درکوو خو د جنوب لپاره یې نه درکوو ، د روزنیزو چارو لپاره یې درکوو خو د جنګی عملیاتو لپاره یې نسو درکولای....
                نو پوښتنه دا ده چی د ناټو غړي ولی پلمې کوی او ځانونه سپموی ؟ دا ځکه چی :
                ۱ ـ د خپلو مخالفینو او پارلمانونو تر فشار لاندی دي ؛
                ۲ ـ په دې جنګ کی خپله سیاسی ګټه نلری ؛
                ۳ ـ په دغه لیری او ګوښه سیمه کی جنګېدل نه خوښوی ؛
                ۴ ـ د تلفاتو څخه بیریږی ؛
                ۵ ـ هغوی دا جنګ د ځانونو نه ، بلکی د امریکا جنګ یې بولی ؛
                ۶ ـ د نوو چریکی جنګونو سره تجربه نلری بلکی هغوی د وارسا تړون په وړاندی روزل سوي وو ؛
                ۷ ـ هغوی د ساړه جنګ تر ختمېدو وروسته خپلی پوځی بودجې نه دي زیاتی کړي ( نو ځکه زیات پوځیان ، کافی تجهیزات او عصری وسلې نلری ) ؛
                ۸ ـ هر غړی هیواد خپل خپل منافع او هدفونه لری ؛

                ځکه نو د ناټو کړنو وښودله چی هغوی د افغان ولس په غم کی نه بلکی د امریکا د خدمت لپاره دي . دوی دلته په مسلسلو پوځی عملیاتو کی ستړي هلاک سول . نه یې د افغانانو زړونه وګټل ، نه یې د طالبانو بریدونه وځپل او نه یې هم د جنګ حقیقتونه ومنل .
                هو ، امریکا خو لګیا ده ناټو استعمالوی ، جنګوی ، تجریدوی ،او بدناموی یې.... وګورﺉ امریکا په بالکان کی د بم وریو د مأموریت څخه نیولې په افغانستان کی تر بشپړ عملیاتو پوری ناټو د خپلو جیوپولیټیکی اهدافو د تأمین لپاره یو نړیوال شکل ته واړوله او د خپلو ګټو لپاره یې جنګوی . نو ځکه ویلای سو چی امریکا د ناټو سره د یوګوسلاویا په جګړه کی کوزده وکړه ، او د افغانستان په جګړه کی یې واده ورسره وکړ ، خو پیښی او پرمختیاوی ښیی چی ممکن همدا جګړه خبره د هغوی طلاق ته ورسوی.



                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                Comment


                • #53
                  Ethnocentric Russian and U.S. Strategies Imperil Afghanistan

                  Anti-Pashtun Ethnic and Geographic Segregationist Plot serves as a Device to counter Ascendant Taliban:

                  Former Bush Administration Ambassador to India and Envoy to Iraq, Robert Blackwell argues that “since the present US battle-plan is not going to weaken the Taliban, and Pashtun support for the US is not on the horizon, a partition of Afghanistan is the best policy/strategy option available to the US and the division of Afghanistan based on ethnic lines is the best course of action for the U.S. to implement its core security interests.” Blackwell’s divisive segregationist plan closely resembles what the British and Czarist Russian empires experimented with during the 19th Century. Buttressed by sympathetic authors and publishers liberal usage of euphemistic camouflage, also known in the publishing world as an exercise in ‘literary license’, a number of celebrity journalists, essayists and politicians dubbed the ploy the “Great Game”, a calculated term that enjoys a resonance or currency in usage to this day, but in the final analysis, as history cautions, this deadly, biased and divisive strategy had and will again fail miserably upon implementation (4, 6, 7, 8 and 9).
                  Under the approach, the Taliban will be allowed only the south, but if they try to attack the north (Northern Alliance), the US will retaliate with massive carpet bombing and surgical operations by elite forces. Many find it surprising that considering the numerous atrocities and indignities visited upon the Pashtun community, that the US would even consider that one day the Pashtuns should want, or would even remotely consider possible, any semblance of support for the US-led war. As far as Ambassador Blackwell’s concern that the US battle plan is not going to weaken the ascendant Taliban, the forces aligned against the Taliban must come to the realization that the Taliban live there and therefore an integral part of Afghanistan. Once again, due to US commissioned (NATO) interference, the Taliban have been placed in an all-consuming, disquieting role of armed opposition to a foreign invasion and occupation, an invasion motivated by resource exploitation in the view of many area specialists, yet for public approval; justified and supported by US Administrations through selective-use of fabricated incriminations and intelligence (13).

                  The alien 19th Century strategy of separation along ethnic lines returned as part of the Soviet war plan drafted in 1981. As a component of Operation Kaskad and Chameleon, and under secret orders from Soviet President Leonid Brezhnev, Soviet KGB strategists enlisted supporters from among the minority Tajik and Uzbek ethnic groups, tasking them with protecting Soviet lines of supply along the Salang Highway and serving as a proxy- militia and counter-force to Hezb-i-Islami, the Soviet 40th Army’s implacable foe (1, 9, 10, 11, 12, 14).

                  As reward, in addition to providing Soviet military support and arms transfers for minorities engaged in waging war against their traditional Pashtun enemies, the Soviets made lucrative promises of the annexation and incorporation into the co-ethnic Soviet Central Asian Republics for Afghanistan’s minorities as payment for their collaboration. Then, Jamiat-military leader, the late Ahmad Shah Massoud, had been, as reward for his collaboration, promised a leadership role in any future ‘Greater Tajikistan’ which incorporated Afghanistan’s Tajiks, and which resulted from subsequent successful Soviet secret operations, operations codenamed by the Kremlin as: Kaskad and Chameleon (2,10,11,12,13 and 14).

                  From his award-winning book, American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, author Eric S. Margolis refers to Moscow’s favored candidate, the late Ahmad Shah Massoud, their choice for leader of a to-be-formed, “Greater Tajikistan”, as a longtime asset of the old Soviet KGB, (pp. 13,178 and 196).

                  Discriminatory Russo/U.S. Device for the Dismemberment of Afghanistan:
                  Taloqan: Reminiscent of Soviet President Leonid Brezhnev’s 1981 segregationist plan to partition Afghanistan, in February of 2003, the late Burhanuddin Rabbani attended a conference in Taloqan sponsored by the U.S. and Russia at which time a plot was hatched in the name of federalism to divide Afghanistan into seven states (3, 10, 11, 12, 13 and 14). The anti-Pashtun orientation of the Bush Administration financed and fueled the conference, which was reported to have cost $75 million dollars. At the conference were present all factions of the Northern Alliance accompanied by an ever-present throng of Communist generals and party-members (14). According to media sources, high ranking American, British military and intelligence personnel also participated. Also in attendance was the American Counsel-General posted to Mazar-i-Sharif, a city that in 1997 witnessed the slaughter of hundreds of Taliban prisoners of war by retreating Northern Alliance forces.

                  Behind a façade of advocating a ‘broad-based government,’ Pashtun representatives were arbitrarily denied participation. When this demonstrable discrimination became the focus and subject of inquiring journalists, conference spokespersons gave as explanation that the ‘Pashtun position was unacceptable, and is uncooperative, disruptive and intransigent,’ an accusatory posture taken by the ethnic minority attendees in which they argued would result in the Pashtun’s categorical refutation of the specified plan or any and all devices to divide the country along ethnic lines or other criteria under consideration (4,6, 7,8, 9, 12, 13 and 14).

                  The details of the US/Russian collaborative-segregation plan are as follows:
                  Eastern and South Eastern provinces: Nangarhar, Laghman, Paktia, Paktika and Khost to be designated as Pashtunistan. Northern provinces: Hazara, Shirberghan, Saripul, Faryab, Samangari and Kunduz designated as Turkistan. Central provinces: Bamiyan, Ghazni and Wardak designated Hazaraistan. Kandahar, Zabul, Oruzgan and Helmand incorporated as Loay Kandahar. The provinces of Herat, Ghaur, Badghis, and Nimroz designated Ariana. North Eastern provinces of Badakhshan, Takhar and Baghlan designated as Khorasan. Kapisa, Kabul and Logar to be designated Pamir (4, 5, 6, 7, 8, 10, 11, 13 and 14).

                  The American/Russian plot was adopted by a voice vote consensus and approved without dissent. Thus, the late Burhanuddin Rabbani, flanked by his pro-Moscow contemporaries, had once again acquiesced to a foreign sponsored, divisive plan for Afghanistan modeled on a Soviet-plan of an earlier era. As a result, the majority ethnic group in Afghanistan, the Pashtuns, which according to the WAK Foundation represent (62.73%) of the population were denied representation, due process and a voice in an issue of national and critical importance (6).

                  Alien forces are yet at work resuscitating the plan for the partition of the country. Outside powers have long held that the major obstacle to their designs to subordinate the Afghan people and extract their mineral wealth, have been fiercely resisted mainly by the Pashtuns, celebrated since the advent of recorded history for their legendary military prowess and resistance to foreign interference. A partition therefore is held as the supreme solution or strategy by the US and Russia for the eventual usurpation and prostration of armed resistance in the country and bringing an end to the fabled strength and resolve of its people to remain as one…intact and sovereign.

                  Bruce G. Richardson
                  Notes:
                  (1) The Soldiers Story, Maija Leppanen and Yuri Yurchenko, 1994, pp. 113-122
                  (2) Limited Contingent, Boris Gromov, 1994
                  (3) The Hand of Moscow, Leonid Shebarshin, 1994
                  (4) Afghanistan a Search for Truth, ‘Operation Kaskad’, Bruce G. Richardson,pp.59-62, 2009
                  (5) Ibid
                  (6) Dawat, Volume 148-149, March/April, 2003, p.3
                  (7) Afghanistan, a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2009, pp. 251-252
                  (8) Dawat, Volume 148-149, March/April, 2003, p. 3
                  (9) Soviets to Embrace Afghan Foe, Christian Science Monitor, Paul Judge Quinn, 1988, pp.1-8
                  (10) Plamya Afgana, A.A. Liakhovskii, 1999, pp. 485-486
                  (11) The ‘Lion of the Panjsher’, Main Intelligence Directorate of the USSR (MID), Article No. 18, (No. 882/83-3-5-77, Fond 80, Perechen 14, Document 77. Translation: by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Language and Literature, Harvard University.
                  (12) American Raj, Liberation or Domination? Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, 2008, p.196
                  (13) Additionally, in the wake of failing negotiations between US energy-conglomerate UNOCAL and the Taliban concerning the Trans Afghan Pipeline (TAP) contract, the plan for dismemberment was viewed as of particular benefit to US corporate oil-magnates vying to gain and exercise control of oil pipeline corridors from the energy-rich Caspian Basin through Afghanistan to Pakistan’s port at Gwadar. See: Gas War, the Truth behind the American Occupation of Afghanistan, by Ted Rall, 2002, and America’s War on Terrorism, by Michel Chossudovsky, 2nd Edition, 2005.
                  (14) Time to Ditch the Northern Alliance, S. Frederick Starr and Marin Strmecki, Wall Street Journal, February 26, 2002.
                  Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                  Comment


                  • #54
                    ازادي – ولې ډیری افغانان په افغانستان کې د ا&#


                    ازادي هغه څه دي چې افغانانو پرې تل خپل سر ورکړي او دنورو سرونه یې هم روغ ندي پرې ایښي. افغانان هغه ځانګړتیا چې دوی د نړۍ له نورو ولسونو نه بیلوي او تر هغو ځان ویاړلی بولي، دازادۍ سره بې بریده مینه او دهغې لپاره قربانۍ او سرښیندنې ګڼي. افغانانو دتاریخ په اوږدو کې، پرځان هره خواري او ناخواله منلې ده، خو پرځان یې د پردیو واکمني او واک ندی منلی او د نړۍ ډیر زورو او لوی ځواکونه یې په نره له خپل ټاټوبي او خاورې په شا تمبولي دي او غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړیدی.
                    خونن ورځ ډیری افغانان پدې انداو باور دي چې که امریکایان (چې پردي دي) زموږ له خاورې لاړشي، موږ به له ستونزو سره مخامخ شو، نوځکه خو غواړي چې د امریکا سره دې په هره بیه چې وي، دفاعي او ستراتیژیک تړون لاسلیک شي، ترڅو امریکایان له افغانستان نه په بشپړه توګه خپل سرتیري او ځواکونه ونه باسي ، یاني پرځان د پردیو واکمنۍ ته یې سرټیټ کړیدی. مخکې تردې چې دا موضوع وڅیړو او لاملونه یې را وسپړو، لومړی راځئ پردې رڼا واچوو چې ازادي څه شی دی او افغانان ازادي څه ته ویلي او وايي؟
                    ازادي – پرته له داخلي او بهرني اړ ایستنې او جبر څخه ،د خپلې خوښې او ارادې سره سم ، دانسان دفکراو عمل کول امکاناتو ته ویل کیدای شي. خو دهربلې پدیدې په شان، ازادي هم نسبي پدیده ده او انسان په بشپړه یا مطلقه توګه نشي کیدای ازاد واوسي.انسان پرته د ده د ارادې څخه زیږي، لویږي او په پای کې زړیږي او مري. انسان د طبعیت په وړاند ې ، دټولنې په وړاندې اړ دی او مجبورا باید خپل ژوند د طبعیت او ټولنې له خوا د وضع شویو قوانینو سره په سمون کې عیار او محدود کړي . خو دهمدغو مجبوریتونو او قوانینو په چوکاټ کې ، ټولو ته د منلو او د ټولو په فکر او درک برابره ازادي هم کیدای شي چې انسان ورته اړتیا لري او پرته له هغې د انسان ژوند نیمګړی ګڼل کیږي.همدغه نسبتا بشپړه ازادي ، د سیاسي ، اقتصادي ، دپکر کولو او خیالاتو د اظهار یا بیان ،دعقیدې ، … له ازادۍ څخه عبارت ده.
                    ازادي دیته هم وايي چې څه دې زړه غواړي، ویې کړې او دکولو اجازه یې ولرې (البته پدې شرط چې د بل چاحقوق ترپښو لاندې نکړې او هغه زیانمن نکړې)، لکین داهم د ازادۍ یوه نه بیلیدونکې برخه ده ،چې څه دې زړه نه غواړي ، هغه ونکړې او څوک دې په زور او جبر د هغه کولو ته مجبور نکړي. خو دتاریخ په اوږدو کې موږ افغانانو ازادي یوازې او یوازې سیاسي خپلواکۍ ته ویلي دي، یاني په سیاسي لحاظ باید خپلواکه واوسو او پردی باید زموږ په خاوره کې واک و نه چلوي. کله هم چې کوم پردي ځواک پر افغانستان کې خپله پښه ایښي ده، نو افغانان،که نر دی یا ښځه، ځوان دی یا بوډا، راپاڅیدلي دي او د پردي په وړاندې یې دخپل سراومال په بیه جګړه او هاند کړیدی، ترڅو خپل مراد ته چې له هیواده د پردیو شاړل یا ایستل وو، ترلاسه کړي. لکن موږ افغانان د ازادۍ د نورو بڼو یا اړخونو څخه، چې هغه : اقتصادي، عقیدوي، نظریاتي، د بیان ازادي، د سوچ او پکر ازادي، د کړلو او نه کړلو ازادي ، … ده، یا خو بې خبره ساتل شوي یو او یا خو هم موږ پخپله هڅه نده کړې چې ځانونه پرې پوه کړو. موږ تل خپل هیواد په سیاسي لحاظ ازاد ساتلی وو، یا مو غوښتل چې ازاد یې وساتو، خو مخکې تردې چې دخپل هیواد د ازادۍ په اړه پکر وکړو او د پردیو په وړاندې دخپل سر په بیه د جګړې مورچل او ډګرته ور ودانګو، دا پکر مو کله هم نه ووکړی اوندی کړی چې ، وروسته له هغې چې هیواد ازاد کړو، په هغه کې باید کوم نظام رامنځته کړو، څوک باید خپل واکمن وټاکو ، ترڅو موږ نیکمرغه، هوسا او ازاد ژوند ولرو.
                    هرمهال، موږ جنګیدلي یو، سرونه مو بایللي دي، وینه مو تویه شوې او تویه کړیده، لکن په پایله کې یې سره لدې چې پردی نه ، بلکې خپل به وو، خو یو مستبد او ټولواک مو پرځان واکمن کړیدی. موږ د سیاسي ازادۍ دلرلو په خوښۍ او خوشالتیا کې ، نورې ټولې ازادۍ له پامه غورځولې وې او دخپل هیوادوال واکمن او غیرعادلانه نظام تر سیورې لاندې مو خپل ژوند تیراوه. زموږ هغه ازادۍ ،چې پورته مو یې یادوونه وکړه، له بده مرغه چې دتیرو څو لسیزو په اوږدو کې ، تر بل هرچا زیات، زموږ دخپلو لخوا زموږ څخه اخیستلې شوې دي، نن هم لا اخیستل کیږي او په راتلونکې کې هم کیدای شي تر ګواښ لاندې وي .
                    دتیرو کابو څلویښتو کالونو په اوږدوکې ، زموږ په هیواد کې ، دوګړو هرډول حقوق ترپښو لاندې شول، ځان او مال یې خوندي نه ول، په کور او کوڅه کې د ګواښ سره مخ ول، د ننګ او ناموس سپکاوي یې وشو او انساني کرامت او ملي غرور یې پایمال شو. دا چې دا ټول کرغیړن عمال د چا لخوا او دچاپه لسمون او مرسته، دکوم پلان او ستراتیژۍ له مخې وشول، دا شاید هر وګړي ته جوته نه وي اویا خو چا هڅه نه وي کړي چې ورته جوته شي، بلکې دومره پوه دي چې دا ټول ناخوالې او نادودې چې ورسره وشولې، نو خپلو افغانانو ورسره وکړلې او یا که د پردیو په لمسون هم وو، خوپلي کونکي یې زموږ خپل افغانان وو. له یوې خوا ، په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو د ناورین په ترڅ کې زموږ هیواد وال دیته اړ شول چې خپل کورکلی پریږدي او نورو هیوادو ته کډه وکړي.ښکاره خبره ده چې، دهغو هیوادونو د وګړو د ژوند او تفکر بڼې او طریقو ، کلتور او ناستې پاستې تر ډیره بریده د افغانانو په چل چلند اغیز وکړ او دډیرو شیانو په اړه ، چې تر پرونه یې یا خو ورته پام نه وو او یا خويې مهم او د ارزښت وړ نه ګڼل، په اګاهانه یا غیراګاهانه توګه، پکر کول او غور کول پیل کړل.
                    له بله پلوه ،د شلمې پیړۍ په پای کې چې نړۍ د ګلوبلایزیشن یا نړیوال کیدو په لور روانه شوه، دټکنالوژۍ او ورسره د رسنیو د پراختیا او هغو ته د وګړو د لاسرسي له برکته، اوس چې د نړۍ وګړي دیوبل د ژوندانه دحالاتو او بڼو نه په اسانه خبریدای شي، نوښکاره او پر منطق برابره خبره ده چې د افغانانو پر سوچ او پکر یې هم ترخپلې کچې اغیز کړی دی.
                    افغانان اوس د خپل هیواد او وطن ازادي او خپلواکي هغه وخت بشپړ او کامله احساسوي ،چې په همدې هیواد او وطن کې اوسیدونکی انسان ازاد وي. د فردي ازادۍ پرته ورته د نورو ولسونو په شان، د خپلو هیواد ازادي هم نیمګړې ښکاري. نو دتیرو څو لسیزو د ترخو تجربو او د وروستیو دوولسو کالونو، نسبتا ازاد او خوندي ژوند نه چې دبهرنیانو په شتون کې یې تیرکړی، په پند او عبرت اخیستنې سره ، پکر کوي چې ددوی فردي ازادي د بهرنیانو په شتون کې پلې او خوندي پاتې کیدای شي . شاید چې همدا دلیل وي چې نن ورځ ډیری افغانان له هیواد نه د بهرنیانو په وتلو راضي ندي او د هغوی د پاتې کیدو هڅې او هیلې لري،بې خبره لدې چې، دا شتون به د هیواد او په وروستۍ پایله کې د دوی په زیان تمامیږي.
                    زیب منتظر مسید
                    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                    Comment


                    • #55
                      ولې له اشرف غني سره مخالفت كېږي؟ عصمت قانع

                      په بښتو كې يو متل دى چې وايي اين كوې كه بين كوې دا پټى به شين كوې
                      د افغانستان په سياسي صحنه كې د نيابتي ډيموكراسۍ يوه بله ننداره د سټيج پر سر تمثيل ته وړاندې كيږي
                      ډايريكټر د پردې شاته وي لوبغاړى پر سټيج موجود وي هر لوبغاړى ځانته د درواغجنو وعدو ، غير عملي نقشونه او نه پلي كېدونكو پلانونه سرينده غږوي
                      د چا سرينده يو څه پر اهنګ او كمپوز برابره وي خو د چا سرينده بيا بيخي د كمپوز او موسقيت له قالب څخه ور اخوا بې اهنګه او بې فرهنګه وي.
                      اما د ډارمې ډايريكټر يوولس ګلپيانې په پطنوس كې ايښې وي او د افغانستان خلكو ته وايي چې بس په همدې يوولسو ګلپيانو كې به حتما يوه ګلپۍ خورى كه يې ونه خورى نو په زور يې درباندې خورم، بل انتخاب نه لري، بل چانس نه لري، بله لاره نه لري، بله چاره نه لري، خو په پطنوس كې پرتې يوولس ګلپيانې ټولې ښې نه دي، ټولې د خيټې د درد سبب كيږي او يوه يې هم د صحت لپاره مناسبه نه ده، خو يوه يې بايد د مجبوريت له مخې وخوړل شي.
                      د تير حاكميت د ديارلسو كالو دبې كفايتو لوبو لوبغاړي ټول د يوه ټيم غړي دي ، د ټيم لومړى كس اشرف غني دى چې په تير رژيم كې د ماليې وزير و بيا له نړيوالې ټولنې څخه د اقتدار د ليږد د كميسيون مشر وو، همدا اشرف غني وو چې د رژيم مغز متفكر وو.
                      دوهم يې د پنجشير عبدالله جان دى چې په تير رژيم كې د بهرنيو چارو وزير وو او هم يې د افغانستان په كابينه كې د پنجشير بس ترانسپورټ ټكټونه ويشل.
                      دريم رحيم وردګ دى، څلورم يې خان عبدالقيوم خان دى ، په همدې ترتيب ګل اغا شيرزى، ځلمى رسول او ورسره نادر نعيم او د جنرال اسماعيل كاكا زوى محمد داود ملاخيل چې پر ځان يې سلطان زوى تخلص ايښي دى بشمول عبد الرب رسول سياف صاحب ګډون لري.
                      دا ټول د هغه پطنوس ګلپيانې دي چې په يوه پټي كې كرل شوي، يوه دهقان روزلي دي او د لويې ويالې په اوبو اوبه شوي دي ټول په يوه ډول كيمياوي امبار باندې تقويه شوي او غښتلي شوي دي.
                      كه سبا ته د عبدالرشيد دوستم او ډاكټر صاحب محمد اشرف حكومت جوړ شي په بل سبا يې په افغانستان كې جګړه اور اخلي او دغه جګړه به هغه تاجك قوماندانان نوره هم پسې تيزه كړي چې همدا اوس د افغانستان پلي اردو ملي اردو زيات واك لري او واك په كې د نظار شورا د بسم الله او قدم شاه دى، كه تاسو نن د احساساتو پر نيلي باندې سپاره شى او هغو نزاكتونو ته پاملرنه ونه كړى چې د افغانستان د سالميت لپاره ډيره ضروري وي، نو يو ځل بيا به د جګړې او بې ثباتۍ په اور كې هرڅه لولپه كړي.
                      څلورم ملي روغه جوړه:

                      موږ مجبور يو چې د حكومت مخالف وسله وال د حكومت او ثبات په يوه برخه باندې بدل كړو ، بله لاره نه لرو.
                      زه هيڅ باور نه لرم چې د دوستم په وجود كې دې له طالبانو سره روغه جوړه ممكنه وي، هغوى يې بيا هم د اشرف غني انتخاباتي ټيم يو ايډيال ټيم ګڼي بايد دې ته پاملرنه وكړي چې هيڅ طالب به د دوستم په وجود كې د روغې جوړې برخه ونه ګرځي.
                      طالبان اكثره پښتانه دي لكه افغانان چې اكثره پښتانه دي ، پښتون د روغې جوړې لپاره خاص اصول لري، هيڅ پښتون به دې ته حاضر نه شي چې د پنځو زرو تنو وژنكي ته دې د روغې جوړې لاس وركړي ، د دنيا په هيڅ يوه قانون كې دومره ستر جنو سايډ يا نسل وژنه بې پوښتنې نه ده پاتې شوې هغوى چې د انتقالي عدالت پر بنسټ يې تر پرونه پورې د روغې جوړې چيغې وهلې نن نه بايد د موقتي سياسي مفاداتو پر بنسټ دومره ستر قتل له پامه وغورځوي، ځكه چې سوله د عدالت او انصاف پر بنسټ رامينځ ته كيږي، كه دا بنسټ له پاملرنې څخه بې برخې كيږينو سوله هم اصلا د ممكناتو له رديف څخه غورځي.
                      زموږ اكثره فيسبوكي ملګري ډاكټر صاحب اشرف غني احمدزى چې زه هم ورته بې حده احترام لرم د افغانستان د نجات فرشته بولي هغه د يوه پروګرام كانديد بولي خو هيڅكله يې د هغه پروګرام عملي اړخونه نه دي څيړلي چې محترم ډاكټر صاحب اشرف غني يې وړاندې كوي بې سنده شمارې ، بې عمله وعدې نه پلې كيدونكى نقشې خيالي ترانى شاعرانه خصوصيات دي ، ساسيت د ممكناتو لوبه ده، هغه څه چې ممكن دي پر هغه حساب كيږي.
                      كمپاينران ښكنځلې كوي، هيله ده له ښكنځلو پر هيز وكړو راځى عملي انسانان شو، زه له دې يوولسو كانديدانو سره هر يو د اختلاف وړ بولم او د هره يوه په وړاندي اختلاف خپل حق بولم او پر خپله اختلافي لاره باندې ولاړ يم.
                      زما اختلاف شخصي نه دى ، بلكې د هغوى له پروګرامونو سره اختلاف لرم او د هغوى له هغو ذاتي افعالو سره مخالف يم چې د ملي ګټو لپاره مرګ مفاجات دى.
                      تر ټولو زيات له محترم ډاكتر صاحب محمد اشرف غني سره د هغه د ځينو خصوصياتو په وجه سخت مخالف يم چې د افغان اقتدار په سركې واقع شي.
                      اول_ ډاكټر صاحب محمد اشرف غني مريض دى او صحت يې د دې اجازه نه وركوي چې هغه په ۲۴ ساعتونو كې ۱۸ ساعته د افغانستان لپاره كار وكړي، صحت په زعامت كې يو مهم خصوصيت دى ، ډاكټر صاحب په خپله وايي چې زما سرطان بشپړ نه دى تداوي شوى او ديوه جراحي عمليې په نتيجه كې مې نيمايي معده له تنه غورځولې ده.
                      د غنمو له ډوډۍ سره يې كولمې او معده حساسيت لري او اوس د ځغرو ډوډۍ له سلاتې سره خورم چې د غنمو ډوډۍ وخورم په يوه وچه ناره يم او د دردونو تاب مې له وس او توان څخه وزي.
                      د ډاكټر صاحب د ټيم دوهم كس هم مريض دى ، ډاكټر صاحب د معدې مريض دى او معاون يې د پيالې مريض دى، خو ارګ د افغانستان د زعامت مركزيت دى، نه د ناروغانو د اقامت ماڼۍ.
                      دوهم_ ډاكټر صاحب بې حوصلې دى او نه شي كولى چې د يوې ترخې خبرې تاب او توان ولري، يوه اونۍ وړاندې په شمشاد ټلويزيون كې مناظره وه لږ څه ګڼه ګوڼه شوه، ډاكټر صاحب يو دم او سمدستي عصباني شو، د شمشاد ټلويزيون د خبر تر شا پروګرام كوربه عمرخيل او نشراتو مشر ځدراڼ صاحب د صحنې شاهدان دي چې ډاكټر صاحپ ناڅاپه چيغه كړه لطفا ما يواې پريږدى لطفا لطفا لطفا، ډاكټر صاحب دومره مشتعل شو چې په خپل پنځوس كلن ژوند كې مې تراوسه پورې دومره بې حوصلګي نه ده ليدلې.
                      زعامت او قيادت د غرونو هومره ستره حوصله غواړي، د پله غوندي د هر چا تر پلونو او قدمونو لاندې هوار بستر غواړي چې ډاكټر صاحب د حوصلې او زغم لخوا بيخي پاتې دى.
                      تاريخ راښيي چې كه د هيواد د جوړيدو ستر ارمان شهيد محمد دواود خان د بريژينف په وړاندې نه واى بې حوصلې شوى نو ممكن د ثور فاجعه تراوسه پورې دوام نه واى كړى.
                      دريم_ د ډاكټر صاحب محمد اشرف غني احمدزي ټكټ د ملي مشاركت د تركيب له مخې نيمګړى دى.
                      كه زه پوښتنه وكړم چې ايا له پښتنو پرته پر افغانستان باندې حكومت كول ممكن دي، تاسو به راته وواياست چې نه، همدارنګه بې تاجكو هم پر افغانستان باندې حكومت كول ستونزې لري.
                      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                      Comment


                      • #56
                        پروپاګانډا (Propaganda )


                        پروپاګانډا یوه لاتني کلمه ده (Propagamda Fida,de) چې معنا یې تبلیغ، اړيکه، او د خیال او فکر تغیرول دي، چې د یوه دولت، سیاسي ګوند او فرد له خوا په لاره اچول کیږي ترڅو وکولای شي خپل سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزې موخې لاسته راوړي. د پروپاګانډا اصلي موخه سیاسي تبلیغات دي چې لاندې دوه ډولونه لري:

                        لومړی سپین تبلیغات:
                        دا هغه تبلیغات دي چې د ډلییزو چاپي او تصویري رسنیو، سیاسي ګوندونو او خلکو په وسيله ترسره کیږي چې دا ډول پروپاکانډا یا تبلیغات مثبتې پايلې لري. ویلی شو چې له بده مرغه زمونږ په هېواد کې په لسګونو راډیوګانې، چاپي، او تصویري رسنۍ (تلویزونونه) چې د ډېرو کلونو راهيسې د پردیو تبلیغات کوي، چې کابو ټولې خپرونې یې زمونږ دین، شعور او فکر په زيان دي.

                        ۲- تور تبلیغات:
                        په دې برخه کې د دولت هغه ډله او ارتباطي وسایل راځي کوم چې دولت يې په لاس کې لري او د دې وسایلو په وسیله کوښښ کوي چې خپل دښمن په سیاسي ډګر کې وځپي، چې دې ته رواني جګړه هم وایي. د بېلګې په توګه پانګوالي (کپیټلېزم) او اشتراکیت (کمونېزم) چې د سړې جګړې په مهال کې یې کوم رواني تبلیغات په مخ وړل.

                        زمونږ د وطن تاریخ ته په کتو سره ویلی شو چې دې (رواني جګړې) پر افغاني ټولنه کې ډېرې منفي اغېزې لرلې، چې د افغانستان د پنځه زره کلن لرغوني تاریخ یو نه هیرودنکی څپرکی دی چې پاڼې یې د افغانانو په وینو سرې او ویاړونه یې د دوی په برخه دي.
                        د تاریخ په اوږدو کې پروپاګانډېستانو، سیمه ایزو استثمارګرو ځواکونو تل دا هڅه کړې چې د افغانستان دولت له منځه یوسي او د هېوادونو له کتاره یې وباسي، نو دوی بې شمېره پیسې، وسلې او وسیلې وکارولې ترڅو په دغه ټولنه کې بې اتفاقي، بدمرغي او د پرديتوب احساس راپیدا کړي.

                        له څلوېښت کاله را په دې خوا پروپاګانډا (سیاسي تبلیغاتو) په افغاني ټولنه کې بې شمېره منفي اغېزې درلودلې او دا ټولو ته څرګنده شوه چې زمونږ هېواد تل د پردیو د لاسوهنو او سیاسي ډلو د مشرانو د بې کفایتۍ او ځینو هېواد پلورنکو اشخاصو د ناوړه چلند له امله وران او ویجاړ شو. د دې په پايله کې زمونږ پر وطن تل سیاسي نظامونو واکمني وکړه او دغو نظامونو په بهر کې خپل لاس پوڅي جاسوسان په یو او بل نوم زمونږ د وطن د تباهۍ لپاره تیار کړل، او د اسلامي تنظیمونو په چوکاټ کې یې په خوځښت راوستل او د خپلو بادارنو په لمسون یې د وطن په ورانولو او د خپلو وطنوالو په وژلو لاس پورې کړ، چې ټول اسلامي معیارونه یې تر پښو لاندې کړل، او بلآخره زمونږ د کلتور او تاریخ د تخریب او ړنګېدلو سبب شول.

                        سیمه ایزو او استثمارګرو ځواکونو زموږ د وطن د ورانولو او بدنامولو لپاره د دغو تنظیمونو په مرسته ګډ تبلیغاتي (پروپاګانډستي) کارونه تر سره کړل، چی د هغې په پايله کې د دوی هغه زیان کاره فعالیتونه ډېر بریالي شول، او همدارنګه یې افغان وګړي په مختلفو نومونو لکه کمونست، ملحد، مجاهد، وهابي، جمعيتي، حزبي، اخواني، خلقي، پرچمي، مکتبي، پښتون، تاجک او هزاره په نومونو له مینځه یوړل او بې شمېره علماء، پوهان، استاذان او منورین یې تر خاورو لاندې کړل او د دې ترڅنګ یې افراطیت او ترور ته وده وکړه، چې بلآخره یې زمونږ وطن د جهل او نادانۍ تورې تیارې ته ورټېل واهه، د دې زمینه یې برابره کړه چې نړيواله ټولنه افغانستان ته د مداخلې لپاره را کش کړي.

                        که چېرې په یو بهرني هېواد کې کوم وګړی د بل هېواد په ګټه او لمسون د خپل هېودا د ملي ګټو په ضد ودریږي نو هغه د اساسي قانون د ماتولو په خاطر کېدای شي په دار وځړول شي او یا په تلپاتې بند محکوم شي خو بدبختانه زمونږ وطن کې د پردیو د حاکمیت له کبله داسې غداران نه یواځې چې محاکمه کیږي نه، بلکې امتیاز ورکول کیږي، چې همدغه جنایتکاران د بهرنیانو په لمسون څلوېښت کاله په خوا د خپل هېواد په ورانولو او د بې ګناه خلکو په وژلو لاس پورې کړی ؤ او دوی د دې جنایاتونو په بدل کې په مشهورو قومندانو او امیرانو بدل شول او ملي سرمایه یې خپله شخصي دارایي وګرځوله او ځان ته یې شانداره ژوند برابر کړی او مزې پرې کوي.

                        موږ افغانانو دا هیله لرله چې خدای (ج) به داسې ورځ راولي چې د افغانستان د جګړې ټول کورني او بهرني سیاسي او جنګي جنایتکاران محاکمه شي او د خپلو کړنو سزا وویني خو داسې و نه شول. همدارنګه افغان ولس او په تېره بیا د جګړې قربانیان د دوی له کړنو او چلند څخه ډېر سخت خواشیني دي او لاس په دوعاء دي چې خدای (ج) دې دغه جنایاتکاران چې د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ اصلي مجرمین بلل کیږي د خپلو کړنو په سزا ورسوي.
                        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                        Comment


                        • #57
                          نظارشورا او د میراثي واکمنۍ خوبونه

                          د اسلامي جمعیت د سرخېل برهان الدین رباني له مرګه روسته چې د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر په ۱۸ مه د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو، سملاسي د حکومت پرځای اسلامي جمعیت پخپلو کې جرګه شول او د سولې د عالي شورا مشرتوب ته يي چې مخکې رباني ډک کړی و، د هغه زوی صلاح الدین رباني وروپيژنده. په دې اړه د اسلامي جمعیت جګپوړی چارواکی او د بلخ والي عطامحمد نور وايي« رهبر ما شهید شد. همه جمع شدیم فرزند ارشدش را تعیین کردیم و توانستیم ازاین بحران برآییم. بدون شک این با دقت و مشورت صورت گرفت. صدای امریکا »
                          د عطانور په پورته بې سرو پښو جملو کې، د سولې د عالي شورا پر مشرتوب له بحرانه وتل بیخي عجیب په نظر راځي! ته به وايي له بحران څخه يي د هیواد په وتون کې کوم نوښت او قهرمانې وکړه!
                          دوی په حقیقت کې هیواد په یو بل دایمي بحران ورګډ کړ، هغه هم په « دقت او مشورت ! »
                          خو عطامحمد نور او اسلامي جمعیت له ځانه دا پوښتنه نه کوي چې د سولې د عالي شورا په مشرتوب کې، د برهان الدین رباني د زوی صلاح الدین رباني په ټاکنه، لکه د هغه د پلار د ریاست په مهال، ایا کومه لاسته راوړنه او بریا ترلاسه شوه؟ ایا ددې شورا د مشرتوب پر څوکۍ د پلار رباني او روسته د زوی رباني ټاکنه خطا او تېروتنه نه وه؟ طالبانو سره چې ځان د افغان شخړې او جګړې بل لوری بولي، دداسې ناندریځو کسانو ټاکنه، ایا د جګړې دوام ته لمنه وهل نه وو؟ او ایا دداسې ناندریځو کسانو په شتون کې افغانانو د سولې په اړه ډېر فرصتونه او شونتیاوې له لاسه ورنکړې او په دې برخه کې د بیت المال ډېرې مالې زیرې د څو تنو د چړچو خوراک نه شوې؟
                          په دې توګه د سولې په عالي شورا کې، طالبانو سره د روغې جوړې د یوې ریښتینې عملي تګلار او دې برخه کې د کومې لاسته راوړنې نشتون، تر ټولو لومړی په اسلامي جمعیت او نظارشورا پورې اړه لري چې اوس ټوله پړه د ځان پرځای، د حکومت په هغه برخه وراچوي چې ددوی له واکمنۍ څخه په امن او څنګ ته پاتې شوی!
                          خو نن بیا د پخوا پشان، د قسیم فهیم په ډېرخورۍ له طبیعي مرګ روسته چې د روان کال د مارچ په ۱۱ مه پېښ شو، د اسلامي جمعیت په استازیتوب د بلخ والی عطامحمدنور وايي « کوشش می کنیم که این مشکل را هم و تاثیر منفی اش را به حد نهایی با ظرفیت های ممکنه کمتر بسازیم. همغه سرچینه»
                          دا چې د فهیم د ځایناستي د ډکولو لپاره د دولتمشر کرزی پرځای، عطا محمدنور ډېر تود او ورګډی ښکاري او د سولې د عالۍ شورا د مشرتوب پر څوکۍ د صلاح الدین رباني د کښينولو پشان غواړي د بدماش فهیم پرځای د نظارشورا کوم بل لڼده غر د دولتمشر د لومړي مرستیال پرڅوکۍ کښینوي، ترڅو« این مشکل را هم و تاثیر منفی اش را به حد نهایی با ظرفیت های ممکنه کمتر بسازند» ، یو وار بیا سړی د نظارشورا د چلوټو بیخ او سټې ته ورننباسي!
                          ټولو ته څرګنده ده چې فهیم په تېرو ټولټاکنو کې، د دولتمشر حامدکرزي د مصلحت او بیځایه سازش په پایله کې د دولتمشر لومړی مرستیال شو. د نظارشورا او جمعیت ډېر ناڅيز شمېر کسانو ښايی په یادو ټاکنو کې فهیم ته د دولتمشر حامد کرزي په کمپاین کې ووټ ورکړی وي. ډیری او په سلو کي له ۹۵ زیاتو جمعیتیانو او نظارشوراخېلو ډبل عبدالله ته ووټ ورکړی وو او نوموړي د همدغو جمعیتیانو په ووټ په ټاکنو کې د دولتمشر حامد کرزي روسته، دوهم ځای ترلاسه کړ.
                          خو اوس نظارشورا په ډېره سپينسترګۍ او بیشرمۍ ( د جمعیت او د پنجشیر درې له ووټونو پرته، چې ټول عبدالله ته اچول شوي وو) د نورو افغانانو په ووټ قسیم فهیم ته ګټل شوی ځای او د دولتمشرد لومړي مرستیالۍ څوکۍ، د ځان میراث بولي او د هغې د نیولو لپاره له چنو او ناندریو سره ډګر ته راوتلي دي!
                          د ځینو په وینا د قسیم فهیم د ځایناستې لپاره د یونس قانوني، بسم الله محمدي، فضل احمد معنوي او د صلاح الدین رباني خبرې د جمعیت لخوا رسنیو ته ورڅڅیږي. د اسلامي جمعیت یو غړی عبدالحفیظ منصور وايي « مارشال فهیم از اعضای برجسته جمعیت اسلامي افغانستان بود و اکنون هم تلاش میشود تا جانشین وی از همین جمعیت برګزیده شود وهر کسی که رای بیشتر را در جمعیت داشت به این کرسي معرفي خواهد شد»
                          خو د تاند بریښناپاڼې په وینا « د مارشال محمد قسم فهیم له مړینې وروسته د پخوانۍ نظار شورا د فشارونو او پر ولسمشر حامد کرزي د دې ډلې د اغېر په نتیجه کې ټاکل شوې ده چې د دفاع اوسنی وزیر ژر تر ژره د ولسمشر لومړی مرستیال ونومول شي.»
                          ډیری افغانان په دې اند دي چې پر کرزي د نظارشورا د اغیز خبره اوس ډېره روغه او پرځای نه ښکاري، ځکه نن کرزی په واک کې د پاتې کېدو لپاره له نظارشورا او د مجاهد په نوم له څو کرکجنو څېرو پرته، نورڅوک نه لري! د نظارشورا او د حامدکرزی اړیکې نن سبا لکه نوک او ورۍ سره تړل شوي او زښت یوبل ته اړتیا لري.
                          کرزی چې غواړي واک کې پاتې شي، د زلمي رسول په نوم يي یو بېړا او ګونګی رامخته کړی چې هغه نه په یمین خبر دی او نه په یسار، نه په کور دننه څه ځایښت او وړتیا لري او نه په بهر څه خبرتیا او کمال!
                          په ټاکنو کې د زلمي رسول د بریا لپاره، کرزی خامخا د نظارشورا په ډلې ډډه لګوي او په دې تړاوو يي د نظار شورا یو بل بیکاره سړی، ضیا مسعود د زلمي رسول سره په یوه جغ او وندر تړلی چې که وشي د زلمي رسول له پریمانه تشو خواوو څخه یوه ورډکه کړي. بلخوا د ضیا مسعود او ډبل عبدالله ترمنځ د چین کوم دیوال نشته، دوی ځان په دستوري توګه په مختلفو ټاکنیزو ټیمونو ویشلی او لکه څنګه چې مخکې مو د عطامحمد نوراو حفیظ منصور په څرګندونو کې وکتل، دوی شاته په یو لړ مهمو چارو کې سره ګډ دي. په دې توګه که عبدالله ته د کرزي لخوا شین څراغ وځلید د غوړې ونډې او څوکۍ لپاره او په تېره بیا د اشرف غني د ټیم پر وړاندې، پر دریځ هرې ټوکې او لوبې ته تیار دی!
                          ښايی د ټاکنو په اړه، د پېښو پراختیا ډېر ژر وښۍ چې د اشرف غني د تحول او تداوم ټیم پر وړاندې حامد کرزی، زلمی رسول او ډبل عبدالله سره یوځای شي.
                          د قسیم فهیم د ځایناستی د ژر ډکېدا خبره هم له دې ورخه اوبه خوري چې کرزی او نظارشورا دواړه لکه فهیم ته په ورته څېرې، پر داسې یو کس جوړ راشي چې په ټاکنو کې د دواړو ټیمونو ګډو موخو ته په رسیدو کې مرستندوی پریوځي.
                          نظارشورا د دریځ پر سر لویدیځ ته د دیموکراسۍ ، مجاهدینو ته د انتي سیکولریزم، ایران ته د پاړسو د شریکې تمدني حوزې، پنجاب ته د ډیورنډ د تپلې کرښې د منلو او افغانانو ته د پارلماني نظام په نوم د هیواد د ویشلو په لوبو او چلوټو نه شرمیږي!
                          خو تر ټولو تازه او بده دا چې په ورته وخت کې د میراثي واکمنۍ پېښې هم کوي!
                          د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۵ مه
                          سرلوڅ مرادزی


                          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                          Comment


                          • #58
                            د کرزي د نهیلۍ او سیاسي ماتو روستۍ شیبې

                            دولتمشر کرزي چې امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه د مشورتي لويي جرګې له پریکړې روسته، په کور دننه او نړیواله کچه له همکارۍ او ملاتړنهیلۍ شوی، غواړي خپله نهیلي او ماتې لویديځ او په تېره بیا امریکا سره د سیاسي دودیزه ژبې او اړیکو له چوکاټه بهر، په لمسونکو ناندریو او تبلیغاتې شخړو جبیره کړي!
                            کرزی نن سبا لویدیځ او امریکا سره، د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد، د طالبانو د سرخېل ملاعمر او اسلامي ګوند د مشرګلبدین حکمتیار په منطق او دلایلوغږیږی او حتي په روستیو څو میاشتو کې يي د امریکا په وړاندې د یادو کړیو او ډلو له پروپاګینډې هم پښه اړولې ده.
                            د لیکنې په پيل کې باید عرض شي چې دلته، د امریکايي نظام د خټې او یا په افغانستان کې د امریکايي چارواکو له تېروتنو او ختاوو څخه چې جلا مبحث دي، څېړنه او ننګه نه کیږي، بلکې د لویدیځو هیوادو اوامریکا سره د بل هر دولت پشان د بحث خبره، د افغانستان د متقابلو ملي ګټو او اړیکو پر محور راڅرخي چې افغانانو ته نن مهال لکه اوبه او هوا اړینه ګڼل کیږي.
                            دلته دوه خپلواک هیوادونه او د دولتونو متقابلې ګټې او اړیکې تر بحث لاندې دي نه نور څه!
                            افغانان هیڅکله د مجاهدینو او طالبانو د ۹۰ لسیزې پشان، په نړۍ کې ګوښه شوی، دړې وړې او پریوتي افغانستان بیا نه غواړي! افغانستان اوس له هغه ګورنډي څخه راوتلی او غواړي په نړۍ کې د نورو ملتونو او دولتونو پشان ځلا، برم او لویا ولري!
                            امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست سره په تازه مرکه کې چې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په دریمه ترسره شوې، دولتمشر کرزی وايی « القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده او په دې نوم په افغانستان کې د امریکا جنګ د افغانستان په ګټه نه و. پژواک»
                            همداراز کرزی په دې مرکه کې بل ځای زیاتوي « بله وسله نه لرم چې ځواب پرې ووایم، بله وسیله هم نشته مګر دا چې په جار ووایم او دې مسلې ته د خلکو پام راواړوم. په بله ژبه زه مجبور شوم چې نور غږ پورته کړم . تاند»
                            ددې مرکې او د کرزي د نورو روستیو څرګندونو په اړه دلته څو پوښتنې په یوه وخت کې راولاړیږي چې پوره پام ته اړتیا لري.
                            لومړۍ پوښتنه دا ده چې دولتمشر کرزی ولې دا په جار وینا، د خپلې واکمنۍ په تېرو ۱۳ کلونو کې له خولې نه راباسي، ولې او د څه لپاره چوپ و، اوس چې دده د واکمنۍ یوازې یوه میاشت پاتې ده، ایا داسې پاروونکې خبرې د افغانانو د تېرویستلو او له خپلو تېروتنو څخه د ځان د خوندیتوب لپاره نه کوي؟
                            ایا نوموړی امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د مشورتې لويي جرګې له پریکړې روسته پوه شوی چې « القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده » او که پخوا هم پوهېده، خو ځان يي چوپ نیولی وو او دا راز يي داسې وخت ته ساتلی وو چې کله له واکه لویږي، نو هغه مهال به يي د نورو موخو لپاره، ساده زړو افغانانو ته ښکاره کوي او د خپلې دوه مخې څېرې د پټولو لپاره به ترې د یوې وسیلې پتوګه کار اخلې؟
                            اوس چې څوک ورسره، له ۱۳ کلن ناکام واک څخه زیات، په واک کې پاتېکېدل نه مني، نو ځکه وايي « زه مجبور شوم چې نور غږ پورته کړم»!
                            بلخوا باید وویل شي اوس دا خبرې افغانانو ته څه ګټه رسوي چې کرزی يي د ریښتیا په نوم، د سپینکي کاکا پشان د لمر په تاوده پېتاوي کې د دیواله ترشا په هره جرګه او مرکه کې کوي. ایا د ریښتیا ویلو په نوم دا ډول خبرې نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو د خرپړتیا په بیه نه تمامیږي، ایا کرزی او حواریون يي په دې نه پوهیږي؟
                            لږ مخکې چې د امریکا په ګډون، کرزي د نورو لویدیځو هیوادو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیکول، ولې« القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه » نه وه؟
                            اوس چې القاعده تر حقیقت زیاته افسانه یادیږي او بلخوا دا چې کرزی زیاتوي امریکا او لویدیځ د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي، نو بیا دا تړونونه ددغوهیوادو د ګټو لپاره ولې لاسلیک شول؟
                            په سیاست کې دا ډېره زړه او لومړۍ خبره ده چې هر هیواد خپلو ملي ګټو پسې ګرځي. امریکا او لویدیځ افغانستان ته بېشکه خپلو ګټو پسې راغلي او دا د لمر پشان یو څرګند حقیقت دی، دا د ښاغلي کرزي کوم نوی کشف نه شو بللای!
                            امریکا او لویدیځ افغانستان ته اړتیا لري، نو ځکه دلته راغلي، خو افغانستان هم امریکا او لویدیځ ته تر هغو زیاته اړتیا لري، نو ځکه غواړي چې هغوی دلته پاتې وي.
                            د یوه ریښتیني سیاست دنده دا ده چې د دواړو لورو اړتیاوې او ګټې یوله بل سره په انډول کې راولي. دا به غټه ناپوهي او یا بله ستونزه وي، که ووایو چې لویدیځ او امریکا دې له خپلو ګټو تېره شي او دا چې زموږ هیواد ته راغلې، یوازې دې د افغانانو ګټې په پام کې ونیسي. امریکا او لویدیځ سره زموږ بېلا بېلې ګټې تړلې دي او افغانستان سره د هغو ګټې هم تړلي دي او دا د هیوادپالو سیاستوالو دنده ده چې دا ګټې وپېژني او په انډول کې راولي او د خپلو ولسونو لپاره ترېنه په دوستۍ، ښېرازۍ او سوکالۍ کې ګټه پورته کړي.
                            لومړی وار امریکا، لویدیځ، عربانو او پنجاب، پخواني شوروي سره د مقابلې، سیالۍ او خپلو ګټو په لامل د کرزي په ګډون مجاهدین په ګډه پر افغانستان واکمن کړل. روسته يي مجاهدینو پسې القاعده او طالبان راوستل او دوی يي پرې له هیواد بهر وځغلول، بیايي په طالبانو پسې په بن کې جوړشوی حکومت راوست او طالبان يي پسې واخیستل او دا ټول يي ددې لپاره وکړل چې افغانستان کې بلاخره نسبي یوه نورماله واکمني رامنځته شي چې دوی ورسره په تعریف شویو اړیکو کې د معاملې لوری او جوګه وي. نو يي د کرزي په مشرۍ بن کې جوړ شوی حکومت او د هغه ادامه ددې لپاره غوره کړل چې له لویدیځ او امریکا سره په راتلونکې کې ښې اړیکې ولري. که په دې ټول بهیر کې چې د لویدیځ او امریکا په لاس او ملاتړ ترسره شوی، څوک اوس ټکه واچوي، هم د لویدیځ او هم د افغانستان په تاوان دي او دې ته اړتیا نشته چې وهل شوې لار یوځل بیا ووهل شي. نه ښايي یو وار بیا په لویلاس افغانستان د ۹۰ لسیزې ناورین ته ټېل وهو او هرڅه بیا د لویدیځ او امریکا پرځای په بل بدیل پورې چې هیڅ پته يي نه لګیږي او کرزی ته هم مالوم او څرګند نه دی او افغانانو ته يي هم په تېرو ۱۳ کلونو کې ونه شو ښودلای، وتړو.
                            نن ړوند او کوڼ هم په دې پوهیږي چې د لویدیځ په وړاندې ګډوډې څرګندونې، کرزي هغه مهال راپيل کړې کله چې هغه وپوهید، د لویدیځ په وړاندې نورهغه داسې سیاسي څېره نه ده چې د افغانانو ګټو سره د لویدیځ ګټې په یوه انډول کې راولي او د متقابلو ګټو پر بنسټ یوله بل سره د دوستۍ اړیکې ورغوي.
                            د امریکا او لویدیځ په وړاندې د کرزي روستۍ ګډوډې لکه امریکا سره امنیتي تړون، د ډیورنډ تپلې کرښې او ګندمک تړون سره یوشان ګڼل، د القاعده او ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې د امریکا او لویدیځ زړه نا زړه توب او یا امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې، په راتلونکې واک کې د کرزي د غوښنې ونډې لپاره کیږي، نه د افغانستان د ګټو او ښېګڼو لپاره!
                            کرزی غواړي چې د اشرف غني په وړاندي، په راتلونکو ټاکنو کې په غلا او دوکې سره، زلمی رسول واک ته ورسوۍ او هغه لویدیځ ضد لار چې ده اختیار کړی، د زلمي رسول د واکمنۍ په مټ مخې ته یوسي!
                            د فساد په وړاندې د کرزي د ادارې نه اراده هم په بهرنیانو پورې تړل کیږي او په هیواد کې د ناوړه او مضرو مصلحتونو او سازشونو پړه هم د امریکا او لویدیځ پرغاړه وراچول کیږي.
                            کرزي او ادارې يي ښه پلمه پیدا کړي، هغه چې په تېرو کلونو کې ښه او مثبت شوي، په ځان پورې او هغه چې ناکاره، ناوړه او منفي شوي، په بهرنیانو پسې تړي!
                            د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۴ مه
                            سرلوڅ مرادزی


                            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                            Comment


                            • #59
                              راسئ دنړيوالونه ئې زده کړو!

                              درنو هيوادوالو! دښاغلي مرحوم فهيم دفاتحې په هغومراسمو کي چې ددوي په وينادهغه دزېږېدوپه سيمه پنجشيرکي جوړه سوې وه ،دشمالی ټلوالي ټولو غړو برخه درلوده . په پنجشيرکي دفاتحې مراسم په وروستۍ بڼه داسلامی اوټولنيزو عنعنوترڅنگ يو سياسي ژيست په توگه جوړه سول ، داسي ښکاري چې ددې فاتحې له نامه نه يوشمېر ښاغلو غوښتل دپنجشيرنه چې زموږ دهيواديوه سيمه ده، دابي مسوليته څرگندونې پداسي حال کي وکړي چي دفاتحی کمبله اواره وه اوددي سيمې دخلکوپر پاکو احساساتو یې پداسي حال کي سودا گری وکړی چي ددوي يونږدې سيمي ايز دولتی لوړپوړی چارواکی چي په ژوندوني یې ترينه زياته گټه اخيستل مړسوی او دوي یې دويرپر کمبله ناست دي. نوتاسو فکر وکړئ ،پردې ډول افغانی ټغر دا ډول سياسي خبری چي په سيمه ایزواحساساتوکي راونغاښتل سي څه پايلي به ولري ؟ نه پوهېږم چې ولي موږ ديوچاپه غم او وير کښي خپلي شخصی گټې ولټو؟پدې فاتحه کي ددې پرځاي چي دمرحوم فهيم روح ته دوعاسوی واي،دکورنۍ دغړواونږ دې دوستانوسره ئې غمشريکی کړې واي ،دوي ترېنه دسياسی التماتوم داعلان دډگر په توگه نامعقوله استفاده وکړه او دافاتحه ئې داعلاميواواخطاريو دصادرو لوپه سنگر بدله کړه . ښاغلي قانونی په خپلو خبروکي چي ما هيڅ ترې دا توقع نه درلودل دبن کنفرانس جوړېدل دمرحوم فهيم دهڅواوسياست سمر وباله .چي داسي نه وه اونده .زه دبن دکنفرانس په هکله دهمدې کنفرانس دگډون والو ترهرچازيات خداي بخښلی مرحوم حاجی صاحب قديردمعلوماتو له مخې خبريم .ځکه نوددي کنفرانس په هکله دخپلو پخوانيو څېړنو اونظرپر خلاف يو ټکی هم نشم ليکلاي .ددې کنفرانس پدې ډول جوړونه اوگډونوالو رابلل زماد ارزوني له مخې زمالپاره دافغان ولس پر ملي اراده اوملي گټودنړيوالی ټولنې لخوا پښه اېښودل وه .خو دبن کنفرانس دجوړېدو افتخا رات که یې ولری په هيڅ صورت په فهيم پوري اړه نلري. ددې کنفرانس جوړول اودغه ښاغلي ورته راغوښتل ،دټولي اجندا ،طرحی اوپروگرام سره دامريکا لخواسنجول سوی پلان وو، چې داروپايي ټولنې سره شريک ،دامنيت شورا اوملگروملتودنورو اړونده ادارولخوا منل سوی وو . دامنم چې دسي اي ئې دځانگړی استازي تر وروستی ليدو اوهغه ته رهمنايي کولو وروسته مرحوم فهيم لکه نور دشمالی ټلوالی غړي دامريکايي الوتکولاندي ځغاستل اولکه نور ((دټانکيو امريکا)) چغې ئې وهلې . متاسفانه دبلې خوادفاتحي پدي مراسمو کي افغانانوته دډاکتر عبدالله لخوا دټاکنو دپايلوپه اړوندواردمخه اخطار ورکول دملي گټواودجمهوری رياست مقام ته دکانديد لپاره نامعقوله اودملي گټو له سياست سره په ټکر کښي ده . هرکانديد دومره بې شمېره وياندويان،پلويان ،مداحان لری چې زموږ عادي خلکونه ئي لاسره ورکه کړې اوکله هکله خومو حساسيتونه راپاروی .دغه ښاغلی کانديدان بايد خپل نظردخپلو وياندويانوله لاري په معقوله بڼه ترخلکو ورسوی ،نه داچي خپله هغه څه اوپه هغه ځاي کښي ووايي چې دهراورېدونکی سره سوال پيداکوی اودغه يا هغه ښاغلي ته درايي ورکولوپه هکله له سره فکر کوي . هرڅوک بايدخپلوخبرو اوڅرگند ونوته جدی پاملرنه وکړی،اوس دبې مسوليته خبروداورېدو وخت نه دی اونه پدې بڼه يوڅوک ويلاي سی چې زه ملت ته جوپړکوم . که څوک په ټاکنوکي درغلی کوي دادافغان ولس استازی ندي،دادرغلی به هم همدا تاسوسيالان کوی ،خودتزلزل اولزاند حالت راتگ خبري موږ عادي افغانانوته اخطار دی .افغانانوته داخطار پايلي هر زبرځواک ليدلی اوپه راتلونکی کښي به ئي هم وگوری . دجمهوری رياست کانديدان نه بايد ديوي سيمي ،ژبي اوډلی په استازيتوب خبري وکړی . که داسي وي نوبياڅنگه دا ښاغلي کولاي سي دټولو افغانانونه دويته درايي ورکولو غوښتنه وکړي . TV 1 mars 16 يوه اړينه يادونه : زه دهيچاسره شخصی خوابدي نلرم ،ځکه پدي ديارلس کاله ماپه افغانستان کي دټيټ اولوړمقام تر لاسه کولولپاره هڅه نده کړې ،سره لدي چې په تکرار داغوښتنه رانه سوې ده . زه دلته دعزت ژوند لرم ،په وياړ ويلاي سم چي دسويدن دولتی ،ټولنيزي اوفرهنگی ادارې ماته دافغانستان داوسنی دولت تر ادارودعزت په سترگه گوري . اودبلې خوا مې نه غوښتل هغه ډنډته دپاکوکالوسره دخدمت په نوم ورودانگم چې پرې پوهېدم، کالي مي ناولي کيږي،نوم مې بدېږي اودخلکودنفرت وړگرځم .ځکه هلته دخدمتگار لپاره چي يوازي په تنخوا ژوندته دوام ورکړي دکارامکانات په هيڅ ډول مساعد نه دي .متاسفانه ټولي دولتي چوکۍ قيمت لري ،نوکه یې قيمت ورکوي ،گټه بايد ورسره وي .مایي نه دقيمت پيسې درلودي اونه دگټی سره علاقه . خوپدي زورېږم چي ولي له هيوادنه بهرزماله معنوی امکاناتونه نوراستفاده کوي . متاسفانه داوس لپاره زموږ يوشمېر بهرمېشتو افغانانولپاره دايوه ملي ستونزه ده،وبه گوروچي دانوی جمهور رئېس هرڅوک چې وي دافغانستان دپاک لاسو سودا اومسلک خاوندانوسره چي غوڅ اکثريت یې په بهرکي ژوندکوی ،کوم ډول چلند کوی،اوس خوټول دکړنلاری پر ځاي شعارونه ورکوي . دې خبري ته مې پدي خاطر اشاره وکړه چي زه له کوم چارواکي سره کوم حسادت نلرم ،خووطن لکه پربل هر افغان راباندي گران دي .دهيوادسره په جفاکي له هيچا اوهیڅ ډلي ،گروپ اوگوندسره په خپل ټول ژوند قانع سوی نه يم . غواړم ددې ټکو په څرگندوولوسره داټکی په گوته کړم ،چې زما داليکنه يوازي اويوازي دخپل جگړه ځپلي ولس دحقوقواوملي حيثيت نه ددفاع په خاطر ده ،په هيڅ صورت دجمهوری رياست کانديدان دځان په گټه ترينه استفاده نسي کولاي .زه نه غواړم چي دجمهو ري رياست کانديد ارگ ته درسېدوپه موخه زموږ په منځ کښي ملي ،ژبنی ،مذهبی ،سيمه ايز اونور بيلتون پاله لوبي را وړاندي کړي .ماته ټول افغانستان زما دزېږېدو اوخاپوړوځاي،ټولي ژبې دقدر، درناوي او دفاع وړ اوټول قومونوپوري اړېکي لرم ځکه ورته درناوي په سترگه گورم . پدې خاطر ددي ملي بې اتفاقيو پيداکولواودلته دافغان ولس دملی گټوپرخلاف توکو پلورلو بازار دهر سودا گر سره مخالف يم . ومن الله التوفيق

                              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                              Comment


                              • #60
                                د کانديدانو پروګرامونه او د ژبو سياست

                                د کانديدانو پروګرامونه او د ژبو سياست



                                ليکوال: ډاکټر محی الدين خان ستانکزی
                                په پرمختلليو ټولنو کې ولسونه د کانديدانو پروګرامونه، کاري ټيم او کاري سابقه ښه په ځير څېړي، بيا ګوري چې کوم کانديد تر نورو غوره او دوی ته ښه خدمت کولای شي، نه يواځې دا چې خپله رايه ورکوي، بلکې خپله انګېرنه، برداشت او څېړنه له نورو سره هم شريکوي او هڅه کوي چې نور خلک هم د ده د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
                                که ټول خلک دومره ظرفيت او سواد نه لري چې د ټولو کانديدانو پروګرامونه مطالعه او يا يې د کاري سابقې او ټيم په اړه څېړنه وکړي، نو لږ تر لږه باسواده ځوانان چې هم سواد او هم د څېړنې انرژي او حوصله لري دا کار ډېر ښه کولای شي، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې باسواده پوړ په دې اړه تر نورو ډېر احساساتي چلند او غير علمي قضاوت کوي.
                                څرنګه چې زما موضوع د ژبو سياست دی نو د ډاکټر زلمي رسول په اړه به د فرهنګيانو د قضاوت يوه بېلګه راواخلم. فرهنګيان د دې پر ځای چې د ډاکټر زلمي رسول ټيم وارزوي، کاري سابقه يې وګوري او د هغه په منشور کې د ژبو د سياست برخه وارزوي، پر نورو ټولو واقعيتونو سترګې پټوي او يوازې دې ته ګوته نيسي چې ولي يې پښتو نه ده زده.
                                زه په دې برخه کې له دوی سره موافق يم چې بايد د ډاکټر صاحب پښتو زده وای، خو بايد دا خبره د ژبو د سياست په برخه کې مطرح شي نه دا چې پښتو يواځي د ولسمشر لپاره ضروري وګڼل شي او نور دې په دولت کې هيڅ درک و نه لري. تر کومه ځايه چې خبره د شخص ده، نوزه دا وايم يو څوک چې ژبه له مور، پلار او جغرافيې څخه په ارث وررسېدلې وي ولي ګناهکار وګڼل شي؟
                                ايا ډاکټر زلمي رسول په ازل کې د پښتو پر ځای دري ژبه غوره کړه او که د هغه مور دري ژبې وه؟ ايا ډاکټر صاحب په خپله دا غوره وګڼله چې مور او پلار دې يې دري ژبي وي او په کابل کې دې وزېږي؟ د يو چا چې يو فيصد ګناه نه وي ولي يې ګرم وګڼو؟ ايا دا موږ او تاسي چې پښتو وايو او پښتو ليکو دا زموږ خپل انتخاب او کمال دی او که له مور او پلار او سيمي ميراث راپاته دی؟ زه د افغانستان په مطرح څېرو کې يواځې ډاکټر رستار تره کی پېژنم چې مورنۍ ژبه يې دري ده خو وروسته يې پښتو هم زده کړې ده.
                                که د يوه کانديد ټولې وړتياوې يواځې د هغه په ژبه کې خلاصه کوو، نو بيا ولې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر څخه سر ټکوو؟ هغه خو داسي پښتون و چې يوازي يې پښتو زده وه او پښتو يې ويله. استاد سياف چې هم په خټه او هم په ژبه پښتون دی ولي يې ملاتړ نه کوو؟ ډاکټر عبدالله عبدالله هم ځان پښتون بولي او پر خپلې دري ژبې سربېره په پښتو هم ښه رواني خبرې کولای شي، ولي يې ملاتړ يې نه کوو؟ د ملا محمد عمر اخوند په اړه به خامخا جواب دا وي چې هغه په فکري لحاظ نه، بلکې يواځې په ژبه او خټه پښتون دی، جنګي کرکټر دی، پر ډيموکراسۍ باور نه لري، له عصري حکومتولۍ سره اشنا نه دی، ديکتاري روحيه لري او له طالب پرته نور ګوندونه او طبقات نه شي زغملای.
                                د استاد سياف په باب به ځواب دا وي چې هغه يواځې په ژبه او خټه پښتون دی، نور نه د پښتنو ګټو ته ژمن دی او نه هم د پښتو ژبې پرمختګ غواړي. آن دا چې په کلونوکلونو يې پښتو خبرې نه دي کړي، پر دې سربېره له څلوېښتو کالو راهيسي د پښتنو ضد ګروپونه سره په ائتلاف کې پاته شوی دی.
                                دغه ډول د ډاکټر عبدالله په اړه به جواب دا وي چې هغه تاجک دی او پښتو يې دوهمه ژبه ده، نه يواځې دا چې خپله پښتو ژبې ته وفادر نه دی، بلکي حافظ منصور، پدرام او نور پښتون ضد ستمي معصب ګروپونه او اشخاص يې هم په غېږ کې نيولي دي.
                                که ووايو چې د پښتو ژبې اوسنی حالت څنګه دی؟ حامد کرزی خو سوچه پښتو وايي، ان دا چې خپله کندهارۍ لهجه يې هم ښه ساتلې ده، خو بيا هم موږ او تاسي يې وينو چې پښتو په څه ډول وضعيت کې ده؟ ايا د کرزي په دوولس کلنه دوره کې په دولتی ادارو کې دوولس مکتوبونه په پښتو ليکل شوي دي؟ ايا پښتو په دفتر، تجارت، نړيوالو اړيکو، رسنيو، تعليمي ادارو کې ونډه لري؟ که په رسنيو کې لږ پښتو ليدل کېږي هم خصوصي رسنۍ دي چې په دې نوم له بهرني ډونرانو نه پنډونه اخلي کنه د طلوع مشر سعد محسني به پر پښتو دومره مين و چې لمر ټلويزيون او اراکوزيا راډيو به يې جوړوله؟ که يواځې د کرزي پښتو ويلو پښتو ژبې ته وده ورکولای شوای، نو نن به پښتو عملا د افغانستان رسمي ژبه وای.
                                انجنير حکمتيار او استاد سياف په پښتو خبري کوي، خو افغان ملتيان يې له دې امله تکفيرول چې ولي د ژبو خبره مطرح کوي او يا ولي غواړي چې پښتو ژبه دي هم د دري غوندي وده وکړي.
                                يو پښتو ژبی کيسه ليکوال او ژورناليست نسيم شفق حکمتيار ته څو ملګري ننواتی وروستل چې که دی عالي قدر ذات اجازه ورکړي چې د سيد قطب کتاب له دري څخه پښتو ته راوژباړي، حکمتيار صاحب ورته وويل چې دا کتاب په دري کې شته پښتو ته يې اړتيا نشته. شفق ورته وويل چې سليمان لايق مارکسستي اثار له روسي څخه پښتو ته راژباړي زه ولي دومره يو مهم اسلامي اثر پښتو ته نه راوژباړم؟ هغه و چې تر ډېرو چنو ورسته يې د حکمتيار صاحب اجازه تر لاسه کړه.
                                له دې سره سره چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې پښتو او دري دواړې د افغانستان ملي او رسمي ژبې دي، خو بيا هم له پښتو ژبې سره په دفتر، رسنيو، تجارت، ټيکنالوژۍ او ډيپلوماسۍ کې د مور او ميرې چلند کېږي، د دې ټولو ستونزو اصلي عامل دا دی چې له پخوا څخه زموږ د ژبو سياست سم نه دی عيار شوی، نه په قوانينو کې د ژبو خوا ته سم پام شوی، نه په دې اړه سياسي اراده موجوده ده او نه عملا کار ورته شوی دی.
                                يو ملت په فرهنګ او فرهنګ په ژبه ژوندی وي چې په دې اساس د ژبو سياست ته فوق العاده پام کول په کار دی. د افغاني فرهنګ د اصيلو ارزښتونو ساتل او په هغه کې بيا د ژبو وده تر ټولو مهمه ده. پانګه وال او بېوزله خلک يوه کانديد ته د هغه د اقتصادي پروګرامونو له مخې رايه ورکوي، جګړه ځپلي خلک يې د سولي پلان غوره ګڼي، دغه ډول هر څوک د خپل پوړ او قشر ګټو ته په کتو سره لومړيتوبونه ټاکي، خو ژبه د ټولنې دټولو اقشارو حق دی او بايد چې د هر کانديد په کړنلاره او منشور کې د ژبو سياست روښانه وي.
                                ما چې تر دې مهاله په رسنيو کې د کانديدانو مناظرې ليدلي او يا مې د کانديدانو په رد او يا تاييد کې د فرهنګيانو نظريات څېړلي، نو د ژبو سياست ته پاملرنه نه ده شوې، زموږ ښاغلي فرهنګيان د دې پر ځای چې د يوه کانديد په منشور کې فرهنګي سياست په تېره بيا د ژبو برخې ته ګوته ونيسي او يا د ولس او يا خپله د کانديد پام ورته راواړوي يواځې پر دې بحث کوي چې د فلاني کانديد پښتو زده او د فلاني نه ده زده.
                                که د ژبو سياست مهم نه وای او يواځې د ولسمشر په پښتو ويلو پښتو وده کولای نو اوس به په تېرو دوولسو کالو کې پښتو ډېره وده کړې وای. د کرزي تر څنګ پښتو ليکوال او سر څېړونکی ښاغلی زلمی هيوادمل چې د ولسمشر فرهنګي سلاکار وزير دی او خپله يې تر سلو ډېر پښتو کتابونه يې ليکلي دي اوس به يې په دې دوولسو کالو کې له کرزي څخه بيخي ليکوال جوړ کړی وای، خو ستونزه بيا هم دا ده چې د ژبو سياست سم نه دی.
                                زه په پای کې وړانديز کوم چې بايد د ژبو پر سياست ټينګار وشي، که چېرې د افغانستان د ژبو سياست روښانه او له ټولو ژبو سره عادلانه چلند شوی وای، نو نن به په پوهنتون کې د يوه محصل بېچاره مونوګراف له دې خاطره استاد ايسته نه اچولای چې په پښتو دی. که چېرې د افغانستان په اساسي قانون کې پر پښتو او دري ژبو تسلط د ولسمشر لپاره يو شرط وای، نو نن به ډاکټر صاحب زلمی رسول له دې امله د کانديدانو له ليست څخه حذف شوی وای چې پښتو يې نه ده زده، دغه ډول به جنرال دوستم د ډاکټر اشرف غني احمدزي او محقق به هم د پښتو نه ويلو په وجه د مرستيالۍ له ليست څخه ليري شوي وای، که د ولسمشرۍ لپاره پښتو او دري ژبې د ولسمشر او د هغه د مرستيالانو لپاره شرط وای نو نن ډاکټر زلمی رسول څه چې جنرال دوستم او محقق به هم ځانونه مجبوره ګڼلای چي پښتو ژبه زده کړي. په پښتو ژبه کې يو متل دی وايي تاوان چې پر هر ځای راوګرځوې ګټه ده، اوس هم ناوخته نه دی، زما وړانديز دا دی چې بايد په رسنيو کې د ژبو د سياست خبره راپورته شي تر څو هر کانديد همدا اوس لا په دې برخه کې خپل دريځ روښانه کړي، د ژبو خبره يوځې سياسي نه بلکې حقوقي موضوع هم ده، دا حق يواځې په دې سره نه ادا کېږي چې ولسمشر پښتو زده کړي، بلکې تر ټولو غوره، موثره او عادلانه لاره يې داده چې د ژبو سياست روښانه او اصلاح شي.
                                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                                Comment

                                Working...
                                X