Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #31
    د لوبې پای، امریکا ځي، که پاتې کېږي؟

    د لوبې پای، امریکا ځي، که پاتې کېږي؟ – حزب الله اتل



    د امریکا د نابالغې لوبې د پای وخت را ورسېد، ولسمشر کرزي ویلي؛ امریکا ورسره منلې، چې عسکر به یې د افغانانو کورونو ته نه ننوځي، خو د امنیتي تړون په اړه د دوو شرایطو له ډلې یو یې لا هم د جنجال ټکی دی.
    د کورونو تالاشي او له افغان سولې سره د امریکا د مرستې تضمین هغه دوه لوی شرایط و، چې ولسمشر کرزي په کابل کې د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغان لوري لخوا امریکا ته وړاندې کړل.
    په ولسمشر کرزي د فشارونو په لړ کې امریکا هڅه لري زر تر زره دا تړون لاسلیک کړي، خو خبره د شرایطو منلو ته پاتې ده.
    د امریکایي ځواکونو د اېستو اخطار، د ناټو د غړو هېوادونو ګواښونه، اقتصادي نا انډولتیا او ۹۰ یمې لسیزې ته د افغانستان د غورځولو راپورونه ټول د فشارونو له کڅوړې را توی شول.
    د نومبر په ۲۵ د امریکا د ملي امنیت مشاورې سوزن راېس کابل ته د خپل سفر پرمهال د افغان لوري د غوښتنو په ځواب کې ویلي و، چې امریکا به له افغان سولې سره مرسته کوي او د افغانانو د کورونو له تالاشۍ به هم تېرېږي، خو هله چې دوه اړخیز امنیتي تړون ورسره لاسلیک شي.
    امریکا لومړی د تړون لاسلیک غواړي، خو په مقابل کې یې افغانستان لومړی د شرایطو د عملي کولو په برخه کې د ژمنو لپاره له امریکا د تضمین غوښتونکی دی.
    امریکا د ولسمشر کرزي شرایطو ته ډېره اماده نه ښکاري او ددې دوه اړخیز اعتماد د بحران په اړه هله هر څه سپین میدان ته راوتلل، چې ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې په ورځ په ښکاره وویل: امریکا په ما او زه په هغوی اعتماد نه لرم!
    افغانستان د اعتماد پدې بحراني څپه کې هڅه لري له امریکا د افغان سولې په اړه تضمین ترلاسه کړي او دا په امریکا د اعتبار بایللو وروستی حد ښیي.
    امریکا لپاره له نیمګړي افغان ماموریت د تېښتې امکان ځکه کم ښکاري، چې د امریکایي کانګرېس لخوا د افغان ماموریت لپاره تازه د ۸۰ ملیاردو ډالرو تصویب د کیسې لوری بدلوي.
    د راپورونو په اساس په افغان جګړه کې د امریکا د مصارفو اندازه تر اوسه ۶۴۲ بیلیون ډالرو ته رسېږي، چې ښیي لا د امریکا نیمګړی ماموریت، د مصارفو اندازه او پاشلي اهداف سره ټولولو ته وخت شته او ترې تېښته له ناکامۍ پرته بله معنی نه لري.
    د لویدیځ سیاستوال د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي دریځ او د امریکا د فشارونو هڅو ته د لوبې د پای اصطلاح کاروي او کرزي ته د یو هوښیار سیاستمدار لقب ورکوي.
    د دوی دلیل دادی چې کرزي امریکا په هغه دوه لارې کې درولې، چې د ټولو ستړیو مسافرینو د سفر پای بېرته افغان ارګ ته لار وباسي.
    د ټاکنو په اساس د واک نیولو لپاره امریکایي چارواکي مجبور دي د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، خو هله چې په کانګرېس کې ولسي استازي د افغان ماموریت غځول غواړي، نو حکومت ته یې له نیمګړي ماموریت تېښته له امکانه لرې ښکاري.
    اوس که امریکا نیمګړی ماموریت تر شا پرېږدي ولس ته ځواب نه لري او د ناکامۍ تور داغ به په تندي وړي او که د افغانستان شرایطو ته غاړه ږدي، نو هغه ګیم پای ته رسېدونکی ښکاري، چې ریموټ یې له امریکا سره دی او د لوبې میدان یې افغانستان.
    ددې ګیم جزیات د جیمز ډبنز له هغو څرګندونو سرچینه اخلي، چې له ولسمشر کرزي سره یې د امنیتي تړون په اړه په لیدنه کې څرګند کړي وو (که سوله راشي، نو امریکا به په افغانستان کې څه کوي؟، که تړون لاسلیک نه شي د کورنۍ جګړې د پیلېدو خطر شته.))
    ولسمشر کرزي له خبریالانو سره په پرونۍ لیدنه کې بیا وویل: امریکا یوازې هغه څوک خپل دښمن بولي، چې په سفارت او یا عسکرو یې برید وکړي، که ښوونځي سوځوي او یا افغانان وژني د دوی دښمنان نه دي.
    که کیسه ټوله دا وي، نو هغه بریدګر به څوک ووژني، چې امریکا په افغانستان کې نه وي او د اوسنۍ جګړې دوه لوري (افغان او مخالف وسله وال) په میدان کې پاتې وي؟ بیا خو دې امریکا زر تر زره ووځي، چې بریدګرو ته نور د سپږې لپاره د پوستین د سوځولو دلیل پاتې نشي.
    د جګړې ماهیت له دې نور څومره سپین شي، چې چاته هم پکې د ماهیانو د ښکار موقع پاتې نه وي؟ له افغان لوري سره ددې ګیم یا لوبې د ختمولو همدا وسیله پاتې چې امریکا باید د سولې تضمین وکړي. که داسې وشي، نو د افغانانو څلوېښت کلن ټپ ته به مناسب مرهم موندل شوی وي.
    که امریکا د امنیتي تړون په اساس د لسو کالو د پاتې کېدو چانس پیدا کوي او سوله وشي، نو له لسو کالو وروسته به نه امریکا ته په افغانستان کې د غیر قانوني پاتې کېدو جواز په لاس کې پاتې وي او نه به وسله وال د خپلې مبارزې د غځولو چانس لري.
    اوس که امریکا له سولې سره مرسته نه کوي او وسله وال د خپلې مبارزې د دوام لپاره د دوی د پاتې کېدو او وتو شرایط رامخ ته کوي، نو ټول څه ښکاره کېږي، چې روانه لوبه د چا لخوا ده، څوک یې پرمخ وړي او تر شا یې څه څوک دي؟
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

    Comment


    • #32
      ډیر ښه لیکل د ی

      Comment


      • #33
        د ډیموکراسۍ د مارکېټ ناځوانه دلالان

        خدای عجیب سرنوشت را له غاړې کړی دی، زموږ وطن د تاریخ د عجایبو او غرایبو ټاټوبی دی، دلته هر څه په ډرامایي شکل عروج کوي، لوړېږي او پورته کېږي او په ډرامایي شکل مخ په ځوړ ځي، ټیټېږي او د تاریخ د موزیم برخه ګرزي.
        دلته همېشه توري لالا وهلي دي او مړۍ بیا عبدالله را نغاړلې دي.
        ښکار زمریانو کړی دی او د ښکار مړزګه او لړسن د ګیدړانو په برخه شوی دی، ښامار مومن خان وژلی دی او باټې بیا د موزیګي له غرتو او ټرتو سره غاړه غړۍ شوي دي.
        دلته د ښامار د وژلو جعلي افسانو د رښتینولۍ ماسک اغوستی دی او د قهرمانۍ جوهر د جاسوسو بادونو په دوړو کې د مکان او زمان له نظره پټ پاتې شوی دی.
        دلته همېشه د ملت د نجات د تفکر ککرۍ د دار په سولۍ پورې ځړېدلې دي او بې فکره ماغزه د قدرت د لیونۍ نشې پر چوکۍ نڅېدلې او رقصېدلې دي.
        دلته انقلابونو د خپلو بچو په ککرو خېټه ډکه کړې ده او غمیزو د ځوړندو سرونو بازاري ضمیرونو په رنډۍ خانو او چکله خانو کې د عیاشۍ لوبې ګرمې ساتلې دي.
        دلته د وطنپرستۍ وجدان کافر شوی دی او د وطن پلورنې خیرن ضمیر د ثواب مستحق ګرزېدلی دی. دلته عیاشو او فحاشو جواسیسو همېشه بېداره افکارو ته د مرګونو تلکې او دامونه غوړولي دي او خپلو فجایعو او شیطانتونو ته یې د اسلام او افغانستان د دفاع نوم ورکړی دی.
        دلته ړوند عقل پاچا دی او د وطنپرستۍ شعر د مرګي لومړۍ درجه استحقاق لري.
        دلته ددې خاورې د نجات تفکر همېشه د ژوندانه د خیرات لپاره کچکول را اخستی دی او د فکر د نه وژلو د ګدایۍ کچکول یې در پر در ګرزولی دی.
        که هر څه مې رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه
        په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی
        خو غبي او مغرورو واکمنو دغه کچکول ته د مرګونو زهر او زقوم ور اچولي دي او د چاپلوسانو او غوړه مالانو د غوړو ژبو په صفتونو کې ځان او جهان ترې ورک شوی دی.
        دلته پردي قهرمانان د تاریخ پر جاده باندې بېګانه سندره وایي او د خاورې خپل قهرمانان د تاریخ پر ناورین لړلي واټ باندې د مرګونو په ساندو کې ګیر پاتې دي.
        د ډیموکراسۍ لومړی شهید محمد هاشم میوندوال در یادوم. هاشم میوندوال اوس اوس یوازې د غم په هغه سانده کې یادېږي، چې ددې خاورې د نجات او د ډیموکراسۍ د تفکر د هدیرې منجاوره سانده ده.
        میوندوال په معاصر تاریخ کې هغه لومړنی مبارز وو، چې په نوي نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د مقام د ګټلو لپاره مبارزه پیل کړه.
        مبارزه یې د ډیموکراسۍ د تفکر له رڼو چینو څخه خړوبه کړه او افغان انسان ته یې هغه اینده ور په ګوته کړه، چې د عقلانیت د رڼاګانو زرینې پلوشې پرې خپرې وې.
        میوندوال په نوي نړیوال جوړښت کې د افغانستان د ځای او ځایګي د استحقاق خوب لیدلی وو او د خپل خوب د تعبیر لپاره یې شپې روڼې کړې، د نجات لارې یې په نښه کړې او د خپلې سیاسي تقوی په ریاضت کې تر هغه ځایه پورې ورسېد، چې د فکر او بیان د ازادۍ دښمنانو یې لوړ ارمان ولید او د هغه لوړ مقام ته متوجه شول او بیایي میوندوال د شپې په توره تیاره کې د خپل ارمان په وینو لت پت د کابل یوې ګمنامې هدیرې ته یووړ، تر ډېرو یې مزار ورک وو او اوس یې هم د فکر او نظر شناخت په دوړو او خاورو کې پټ دی.
        خو د کابل په ننني دوران کې د ډیموکراسۍ قلابي مدعیان د ډیموکراسۍ په دوکان کې میلیونران شول، د پلازو او بلډینګونو خاوندان شول، کمپرادوران او بانکداران شول، خو میوندوال ورک دی او د میوندوال نوم ورک دی.
        د کابل واټونه، د کابل میدانونه، د کابل بازارونه، د کابل چوکونه، د کابل تعلیمي مؤاسسات، د کابل مدني تاسیسات ټول د کابل د قاتلانو په نومونو نومول شوي دي.
        چېرته چې قاتل دی، د کابل اتل دی، چېرته چې د وطن د ناموس سوداګر دی د کابل پر واټونو یې د انځورونو سیوري غوړېدلي دي.
        چېرته چې د کنډوالو د تخلیق قهرمان دی هغه د کابل د واټونو د شناخت نښان وي، خو د کابل له حافظې څخه میوندوال هېر شوی دی، ځکه د کابل هویت له جنجال سره لاس او ګرېوان دی.
        د کابل حافظه د خپل پروني نجات اتل نه یادوي، هغه اتل چې پرون یې د کابل د نجات فکر وړاندې کړ او د خپل فکر په ګناه و وژل شو! خو نن دده د ډیموکراتیک شعور دلالان یوازې کاروبار کوي.
        یو بل عضمت، یو بل نه هېرېدونکی اتل درښیم راته تم شئ!
        شهید شفیق، شهید محمد موسی شفیق در ښیم، هغه شفیق چې په معاصر تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته یو ډیموکراتیک قرارداد ترتیب کړ، د افغانستان د لومړني اساسي قانون د تدوین د جرګې یو فعال غړی، د ډیموکراسۍ د لسیزې وروستی صدر اعظم، د افغانستان د ستونزو د حل کولو لومړنی مجسم جسارت.
        شهید شفیق هم ددې هېواد له هغو قهرمانانو څخه وو، چې د خپل هېواد د نجات او فلاح تفکر یې وړاندې کړ.
        د لومړني حل لپاره یې په سیمه کې د یوه با اعتماده افغانستان د جوړښت او سمبالښت نسخه ترتیب کړه او د یوه حاذق طبیب په توګه یې د افغانستان په رګونو کې د ننوتي تبې د علاج لپاره لېڅې را ونغښتې، نن شهید شفیق هم زموږ د ډیموکراتیک فرهنګ په پرانستي کتاب کې د لوست لپاره یو باب نه دی، ځکه چې شهید شفیق د افغانستان د ملت قهرمان و، فکر یې د افغانستان وو او د فکر دنیا یې ددې وطن د غرونو، رغونو، رښتو او بیابانونو دنیا وه.
        د نړۍ معاصر تاریخ اعتراف کوي، چې شفیق تر بوټو، سوهارتو، مصدق او جمال ناصر زیات سیاسي فهم درلود، خو له پورته نومیالو سره د خپل وطن د مفاد شعور ملګری شو او شهید شفیق د خپل ملت د منجمد فکر په کنګال شوې ځمکه کې بې نامه او بې نښانه پروت دی.
        د ننګرهار واټونه د شهیدانو په عکسونو ډک دي، خو هېڅوک نه دی خبر چې ننګرهار د شلمې پېړۍ د یوه ستر نابغه ټاټوبی دی نه د سر ګروپانو، قوماندانانو، پاټکیانو، پروتوکولیانو او کرایي جګړه مارانو د عکسونو او تابلو ګانو نندارتون.
        موږ به هېڅکله هم ونه بښل شو ترڅو ځان د بښنې مستحق ثابت نه کړو. راځئ، چې د پرون د نجات تفکر د ننیو امکاناتو پر محور را ورڅرخوو او سبا ته د عقلانیت له عینکو څخه د نوې دنیا د لیدلو توان نور هم پیاوړی کړو.
        ډیموکراسي د جاسوسۍ په مارکېټ کې د دلال کاروبار د غوړېدو په قیمت د تعمیم او عمومیت مرحلې ته نه رسېږي، د ډیموکراسۍ د مارکېټ دلالانو سر خلاص کړﺉ.
        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #34
          ایا ایران په سیمه کی د امریکا نوی پولیس ګرځ&#1

          په تیرو څو میاشتو کی د ایران او امریکا تر منځ اړیکو کی ډرماتیک بدلون راغلی ، د دغه پرمختګ پیل په تیر سبتمبرکی د ملګرو ملتونو د سراسری شورا د غونډی په ترڅ کی د امریکا او ایران دمشرانو تر منځ په لومړی ځل تلفونی خبری وی ، دغه اړیکی د دواړو لورو ترمنځ په برسیره ټپونو ملهم او د زړي مینی بړاس پورت کړ ،
          د روستیو پرمختګونو په رڼا کی داسی بریښی ،چی ایران په ټوله سیمه کی او په ځانګړی توګه منځنی ختیځ کی د امریکا دپولیس په توګه دندی ته چمتو شوی ، ځکه ایران هر هغه څه ومنل چی امریکا تری غوښتل ، ایران د خپل اټومی پروګرام پر سر جوړ جاړی ته تیار شو ، ایران د سوری د کیماوی وسلو د لمنځه وړولو لپاره خپل رول په ښه توګه تر سره کړ ، ایران په منځنی ختیځ د اسرایلو پوځی پیاوړتیا ته غاړه کیښوده ، په حقیقت کی ایران اوس په سیمه کی د امریکا د ګټو د ساتنی لپاره د یو پولیس په توګه دندی ته تیار شوی ،
          پوښتنه دا رولاړیږی چی د ایران دغه نوی دنده به سیمه کم لوری ته پوځی ؟
          که مونږ لږ شا ته لاړ شو ، نو د مولایانو د راتګ نه مخکی د ایران شاه هم په خلیج کی د امریکا پولیس وو، او په سیمه کی د امریکا د ګټو ساتونکی وو ، نو بیا څه وجه وه چی امریکا دایران د شاه د خدمتونو نه لاس په سر شوه ؟
          امریکا د شاه د خدمتونو نه په دوو لاملونو لاس په سر شوه :
          لومړی: کله چی په ۱۹۷۳ کی د تیلو بیه وخته ، د ایران شاه هیله څرګنده کړه چی د ایران يوځ په نړۍ کی شپږم پوځي ځواک جوړ کړی ، په دی لار کی شاه په امریکا کی یو ایرانی لوب جوړ کړ ، چی د امریکا څخه ایران ته پرمختللی وسلی ترلاسه کړی ، که څه هم چی امریکا ایران ته په پرمختللو وسلو بندیز لګولی وو ، خو بیا هم دغه لوب د پيسو په زور ځینی لاسته راوړنی درلودی ، د ایران د شاه دغه ګام د امریکا د استراتیژۍ سره په ټکر کی وو ، امریکا په منخنی ختیځ کی تر اسرایلو بل پوځی ځواک نشی زغملی ، همدا وه چی امریکا د شاه په پرزولو د ایرانی ملایانو سره منښته وکړه ،

          دوهم : د شاه بدنامه حکومت ، پراخه مالی فساد ، او دملت پر مال د شاه د کورنۍ نخری، او د ایران د څارګری ادری (سفاک ) په هر څه کی لاسوهنه ، او د دولت پرمخالفینو د هر ډول وحشیت بربریت کول ، او په همدغه وخت کی دایران کمونیست ګوند ( توده ) پیاوړتیا ، او د ایران د واک یو ترټولو پياوړی کاندید بلل ، همدغه منځنی لاملونه وو ،چی امریکا د ایرانی مولایانو سره د ایران دشاه په پرزولو منښته وکړه .
          د خمینی په مشری د ایران شیعه ملایانو ته د واک په رسیدو امریکا ته څه ګټه وه؟
          » لومړی : خمینی د ایران پوځ د بشپړ تشکیل سره له منځه یوړ ، چی دی کار د امریکا د استراتیژۍ یوه مهمه موخه تر سره کړه ، او هغه دا چی د سیمی یو پیاوړی پوځ له منخه لاړ، چی اسرایلوته احتمالی ګواښ وو .
          » دوهم : د ایران د کمونیست ګوند له منځ تلل .کوم چی د ایران د واک یو پیاوړی احتمالی کاندید وو . که په ایران کی کمونیست ګوند واک ته رسیدلی وای ، نو دا کار به د شوروی اتحاد لپاره ستر بریالتوب وای . د ایران شتمن دولت به شوروی اتحاد په سیمه کی د کمونیست نظام د خپرولو لپاره کارولی وای ، چی دا کار په سیمه کی د امریکا ګټو ته ستر ګوزار وو ،
          » دریم : په ایران کی د شیعی ریژيم جوړیدل امریکا ته کوم ګواښ نه وو او نه دی ، بلکی که په هغه وخت یواخوا شوروی اتحاد ته ستر ګواښ وو ، نو بلخوا په سیمه کی د سنی ریژیمونه لپاره ستر ګواښ هم وو ، چی په دی سره به د سیمی سنی دولتونه د دغه به بو څخه امریکا ته پناه وروړی ، او همداسی وشول په دا روستیو دری څلورو لسیزو کی، سنی دولتونه د ایران نه په ډار د امریکا په غیږ کی ناست وو ، او امریکا د دغه فرصت نه ښه ګټه پورته کړه ، بلخوا شوری اتحاد هم د خپل کم عقل میلو په څیر پر افغانستان په ۱۹۷۹کی یرغل وکړ ، او ځان ته یی خپل قبر په خپله وکاږه ، او هم یی عراق و هاڅاوه چی پرایران برید وکړی ، په دوړاړ ځاینو کی شوروی اتحات مات شو او امریکا خپلو موخو ته ورسیدله .
          په ایران کی دمولایانو واک ته رسدلو سره سم ،د ایران مولایی ریژیم یوځل بیا د فارس دعظیمی امپراتوری خوبنه لیدل پیل کړه ، او هڅی یی پیل کړی چی په سیمه کی یواځینی پیاوړی پوځی ځواک ولری ، چی په دی لړ کی یی ګڼی اټومی بټی جوړی کړی ، او د لودیځ سره په ظاهره خکر په خکر شو ، ځکه امریکا او ملګری یی په سیمه کی د اسرایلو نه پرته بل پیاوړی پوځی ځواک نه منی ، دایران او امریکا ترمنځ په دغو ترینګړو حالاتو کی بیا هم همکاری دوام درلود ، امریکا په ۱۹۸۰ کی د ایران او عراق په جګړه کی د ایران سره د وسلواو استخبارتی مالوماتو پراښه مرسته کړی ، چی دا خبره بیا روسته د ( کونټرا ګیټ ) په تړون کی ښه په ډاګه شوه. همداشان ایران د امریکا سره په ۲۰۰۱ کال د افغانستان او په ۲۰۰۳ کی د عراق په جګړه کی ښه په اخلاص مرسته وکړه ، د ایران او لوديځ ترمنځ شخړو اوږد مزل کړی ، خو همیشه دغه مزل په پستو لارو شوی ، کله هم دوی سره خامی ته نه دی وتلی ، که سره یی ستوغی توندی ژبی کارولی خو بیا هم سره پټ خندیدلی ، د ۲۰۰۳ کال روسته د ایران او د امریکا په مشری د سترو شپږو ځواکونو تر منځ د ایران د اټومی پروګرام پر سره خبری پیل شوی ، کله کله دغه خبری ګړنګ ته برابری شوی خو بیا هم ایران په مکر او د لویدیځ په سړه سینه د ولویدو نه بچ شوی ،
          په ایران کی د اصلاح غوښتونکی مشر حسن روحانی په مشری د نوی حکومت په جوړیدو ستر پرمختګ راغلی ، او په تیرو څو میاشتو کی د رواني پیړۍ تر ټولو لوی تړونونه همدغه حکومت لاس لیک کړی ،
          لومړي : د سوری د کیمایی وسلو له منځ وړل ، امریکا هڅه کوله چی د سوری کیمایی وسلی له منځه یوسی، ځکه دا ډول وسلی اسرایلو ته یو جدی ګواښ دی ، او په ځانګړی توګه چی د سوری د غوطه په ښارګوټی کی چی څو میاشتی مخکی پر ملکی وکړو د کیمایی وسلو برید وشو ،او ۱۵۰۰ انسانان یی په ډیر بد مرګ شهیدان کړل ، نو د امریکا او اسرایلو اندیښنی لاپسی زیاتی شوی ، د ډیرو ناندریو او تورنو وروسته د ایران او روسی په مرسته امریکا و توانیدله چی د سوری ریژیم اړ کړی چی د خپلو کمیایی وسلو ډیپوګان له منځه یوسی ، د امریکا دا هیله د پوره کیدو نه وه، که د ایران مرسته نه وای،
          دوهم : د خپل اټومی پروګرام له منځه وړولو لومړی تړون ، ایران د دغه تړون ترمخه اوس یواځی سولیز اټومی پروګرام دنړیوالو معیارونو تر څارلاندی پرمخ بوتللی شی ، ایران به خپلی آټومی بټی د اټومی انرژي نړیوال سازمان د پلټون لاندی ساتی ،
          ایران به د دغو دوو تړونونه دوه ستری ګټی تر لاسه کړی .
          » لومړی : امریکا او لویدیځ به پر ایران خپل اقتصادی بندیزونه نرم کړی ، د کومو له وجی چی دایران اقتصاد د سختو ننګونو سره مخ دی ، همداشان به امریکا او اوروپا په خپلو بینکونو کی د ایران د شاهی دولت کنګل پیسی چی تر ۵۰ میلیاردو ډالرونه زیاتی اټکل کیږی ایران ته ورکړی ، چی دا د ایران د لړ ځیدلی اقتصاد لپاره یوه ښه ناشته ده ،
          » دوهم : امریکا به په سیمه کی د ایران اغیزمند رول منی ، او امریکا به د ایران د هغو هیلو مخالفت نه کوی چی امریکا ته یی نیغ به نیغه تاوان نه وی ، ایران به په سیمه کی د امریکا ګټو ته تاوان نه رسوی ، اوهم به ایران د امریکا د ګټو ساتنه د یو پولیس په څیر کوی ،
          » هغه کوم رولونه دی چی ایران یی سیمه کی لوبولی شی او امریکا ته تری ګواښ نشته ؟
          ۱ : کلتوری او ثقافتی رول ..
          ایران به په اسلامی نړۍ کی د شیعه مذهب د خپرولو هڅی لاپسی ګړندی کړی ، او په دی لړ کی به هغه شیعه ډلی ټپلی چی په ځینی سنی دولتون کی شتون لری پکار واچوی ،چی په دی سره به د اسلامی امت د یوالی خوبونه لاپسی تیاره شی ،چی دا کار د امریکا او لویدیځ لپارهغه پخوانی موخه په اسانه تر سره کول دی ، چی دوی ورته د کلونو نه کار کوی خو لاهم ناکام دی ، د دوهم نړیوال جنګ نه روسته چی د اسلامی نړۍ اکثره دولتونه خپلواک شو ، او د یوالی خوبنه لیدل پیل شو ، نو لودیځ په اسلامی نړی کی د قوم پرستو قوتون سره غوږوجنګولو، او په ځینو هیوادنو کی د عرب قوم په نامه اتحادونه هم جوړ شو ،،لکه مصر .. سوریا ،،سوډان ...عراق ...خو اوږده و نه چلیدل ..او بیا یی د کمونیستی قوتونو هوا هم ولیدله خو یو هم اوږد ونه چلید ...په ۲۰۱۱ کال کی چی د عرب پسرلی ترنامه لاندی کوم ولسی پاڅونونه راپاریدلی ټول یی د دی زیري ورکوی چی د اسلامی امت یوالی راتلونکی دی ، په تونس کی اسلامپالو ټاکنی وګټلی ..په مصر کی ، په لیبیا کی ، په عربی مغرب کی ..همدا ده چی امریکا او لوديځ اوس د ایران د سختدریزه شیعه ریژیم په مټ داسلامی امت د یوالی مخه نیسی ،
          ۲ : سیاسی رول ..
          ایران به د اسرایلو او امریکا د خدمت لپاره په سیمه کی دمذهبی شخړو اور ته لمن وهی ، دا کار ایران پخوا هم کاوه خو اوس یی په نوره سپینسترګی کوی ، ایران اوس مهال په سوریه کی د خپل تالیڅټی لبنانی حزب الله په مټ د سنیانو په وژنه لاس پوری کړی ، او د سوری د غوڅ اکثریت سنی ولس پر ضد یی د بشار الاسد علوی شیعه ریژیم سره لاس یو کړی ، همداشان ایران په یمن کی د شیعه حوثی ډلی سره چی د یمن د حکومت پر ضد جنګیږی ، مالی سیاسی او د وسلو پراخه مرسته کوی ، په عراق کی هم هغه شیعه ډلو سره پراخه مرسته کوی چی د ایران تالیڅټی وی ، افغانستان کی چی څه روان دی هغه ټولو ته ښه مالوم دی ، په پاکستان کی هم د شیعه ډلو ټپلو پراخه مرسته کیږی ، د اقریقا په ډیرو هیوادنو کی د شیعه مذهب لباره ایران خپل ټول توان به کار اچولی ، د سنګال دولت د ایران سره خپلی دپلوماتیکی اړیکی د همدغه کړنو له امله پریکړی دی ، عربی مغرب هم ایران ته خپله غوصه په دی اړه ښودلی ، ایران هڅی ګړندی ساتلی چی د شیعه مذهب په تیزی سره خپور کړی، اود خپل سیاسی او مذهبی اغیزپه زور د فارس امپراتوری ژوندی کړی ،

          ۳ : توکمیز رول ...
          ایران په سیمه کی د فارسی ژبو څخه ګټه پورته کوی ، او په هرځای کی د فارسی ژبو مالی سیاسی مرسته کوی .او دوی هڅوی چی په دولت کی په هر قیمت چی وی ځان د واک ګدۍ ته ورسوی ، مثالونه یی ډیر دی ،افغانستان کی چیڅه روان دی ، بل مثال یی د بحرین شیعه ډله ده ، چی ایران یی په هر ډګر کی پراخه مرسته کوی ، د ایران ډیری لوړ پوړی چارواکی بحرین خپله خاوره ګڼی ، او په دی باور دی ،چی بحرین به د ایران سره بیرته یوځی کیږی، په بحرین کی روان کړکیچ هم د دغه استراتیژی یوه برخه ده ، ایران د متحده عربی اماراتو تاپوګان ( لوی طنب ټاپوګان ، وړوکی طنب ، د موسی ټاپوګان ) تر خپلی ولکی لاندی کړی ، ایران د خيل ګونډی هیواد ازاربیجان سره هم دغه لوبه کړی ، هلته یی هم فارسی ژبی هڅول چی د دولت ضد هڅی وکړی خو تر ډیره ناکام شو ،
          په لنډو کی ایران غواړی د شیعه فارس امپراتوری بیرته راژوندی کړی ، په دی لړ کی یی د امریکا او اسرایلوهر ډول مرستی ته غاړه ایښی ، ایران هڅه کوی چی په افغانستان کی میشتو بهرنیو ځواکونو ته د خپل سمندری بندرګاوو دروازی پرانیزی ، او هم په سیمه کی د امریکا د ګټو ساتونکی پولیس شرف حاصل کړی ، امریکا هم د ایران دغه هیله پوره کوی ،ځکه ایران نه امریکا ته ګواښ دی او نه اسرایلو ته ، ایران چی څه کول غواړی هغه د امریکا په ګټه تمامیږی نه په زیان ، پس د دواړه دمینی کیسه مخ به خوږیدو ده ، اوس نو دسیمی هیوادنو ته غور پکار دی چی څنګه د دغه خامار مخه ونیسی ، په ځانګړی توګه افغانستان ، خو بد بختی دا ده چی د افغانستان شته ریژیم د ایران تر اغیز لاندی دی، بلکی د دولت عورت ایران ته ښکاره دی ، د ایران پیسو زمونږ د دولت لمنه ور پورته کړی .

          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #35
            دافغان ولس سره دنړيوالي دښمنۍ دزېږېدوحق &#1607

            دکرزی او سنۍ موقف دټولو افغانانودتائيدوړندۍ .ممکن هغه دخپل حاکميت دلاسه ورکولوپه درشل کښي دخپلي راتلونکی له کبله په رواني ناروغۍ اخته سوی وي .موږپوهېږوچې دامشکله ده کرزی صاحب څومياشتي ورسته بې واکه کيږي اوهرډول ښکلې ماڼۍ چې ورته جوړه سی که دده مخالف په ټاکنوکښي بريالی سي ، لمړۍ کاربه ئې دافغان ولس دغوڅ اکثريت په غوښتنه داوي چي دکرزی صاحب نه ددحاکميت ددولس کلني دورې دبې شمېره پوښتنه ترې وسی . کرزی دامريکاسره دامنيتی تړون دلاسليک پرسردجرگې په پرانستونکي ويناکي وويل ،هرڅه چې تاسو پرېکړه وکړه زه هغه منم .جرگې دکرزی په پټ تلاښ داپرېکړه وکړه چې دامريکاسره دې امنيتی تړون لاسليک سي .کله چې کرزی داملاتړترلاسه کړ،سمدواره ئې دجرگې په وروستۍ ورځ نوري خبري مطرح کړې چې ټوله نړۍ ورته حيران پاته سول ،چې داڅه وايي اوپر کومه روان سو ؟دجرگې دوروستۍ ورځې نه کرزی افغان دوست او وطنپرست سو،دهغوپر خلاف ئې دناعلان سوی جگړې بيرغ اوچت کوم چې خپله کرزی ئې راوستلی وو.پدې ژست ښاغلی کرزی غواړي داثابته کړی چې تل ملت ته وفاداروو،خو بې واکه وو. دپردې شاته دکرزی له لمړنيوتلاښونونه بياتردې نوې سياسي لوبې چې دامريکاسره دځان ساتنې په خاطرچنه وهل پيل کړه ټولوته څرگنده سول چې کرزی څه غواړي .کرزی غوښتل له امريکااونړيوالي ټولنې سره پدې چنه وهلو ځان ديوه ملي رهبر په توگه دافغان ولس په منځ کښي مطرح کړي ،چې ددې مطرح کېدوپه خاطريو څو دگوتوپه شمير کسانوليکنې هم ورته وکړې اوپه نوروډله ايزورسنيوکي دهغه په گټه تبليغ پيل کړه، چې ترهمدا اوس پوري دا بې بنياده تبليغ روان دی .خوبل لورته ئې هغه له امريکا اونړيوالي ټولنې سره پدې چنه بازۍ يوکښي نورهم رسوا اودقدرت تږی په توگه ئي دافغان ولس منځ کي خپل اعتبارنورهم دلاسه ورکړ . خلک اوس پرې پوه سول چې دملت سره خواخوږی نلری دځان اوخپلي راتلونکی په غم کښي دي ،نه دملت اوافغان ولس دراتلونکی. زه په خپل گران اوغيرتی هيوادکي دهيڅ کوم يوه بهرنی هيواد دگټو ملاتړی نه يم ،خودسياسي پوهی اوسياسی علومواوديپلوماسۍ داصولوپر بنياد مجبوريم هغه پښتو متل چې ماتل په خپلو پخوانيو ليکنوکي ورته اشاره کړې يوځل بيا دلته تکرارکړم ، ((شوو دنه وسه خورده)) زه نه په کرزی اونه دده دسترخوان په ټول چاپيريال کي زموږ دهيوادپدې حساسو شرايطوکښي دافغانانواو افغانستان دنجات دلاري سنجولواستعداد وينم .دايوه درباری کورنی وه اوکرزی پدي درباری کورنۍ کي را پيدا ،لوي ،له کابل نه دهندوستان عالی موسيسو اوبيادمجددي په وخت کي دڅو اونيولپاره دبهرنيوچارودوزارت دمرستيال تر مقام پوري ورسېد،چې بيادده داوسنی لمړی مرستيال فهيم لخواپه زورله دې واک نه بي واکه له وزارت نه په تېښته دکارته نوله لاري ديوه دوست په مرسته دوباره ترپاکستان اوله هغه ځاي نه تر امريکا ورسيد. خوچي کله په سيمه کښي دامريکا گټو ته درسېدو پلمه برابره سول . سمدواره ئې دغه کرزی چې په افغانستان کي نه چا پيژ انداونه ئې فکر کاوه ، په يوه ډراماتيکه سياسي لوبه کي له امريکا نه ،پاکستان اوبيا دروزگان تاريخي ولايت نه دامريکايي چورلکي په مټ تر بگرام پوري په يوه خړ پټوکښي دشمالی ټلوالی دمشرتابه په منځ کښي ديسانت اودې ټلوالي ته يوځل بيا پدې نوې څيره اومقام ور وپېژاندل سو . کرزی وايي هغه وخت پدې نه پوهېده چې چا ډيسانت کړ ؟ اودڅه لپاره ئې ډيسانت کړ؟؟؟ ډير ښه پوهېده ،ځکه يو عادي مهاجر ته ديوه داسي هيوادلکه افغانستان دمشرپه توگه مقام ته رسېدل اودامريکا غوندي زبرځواک په چورلکو کي له يوه ځاينه بل ځاي ته انتقالېدل خوبېله څه نه وه ،دامقام دده لپاره خوب اوخيال وو . مگرداټو ل دولتی چارواکي دده په خوښه دهمدي امريکا اونړيوالي ټولنې په مټ راټول نسول ؟ مگرتراوسه دکرزی ددولتی سيسټم دټولي ادارې غوڅ لگښت بهرنيان او امريکانه ورکوی ؟مگردې وسله وال پوځ ته داپيسې دکرزی صاحب له بانکي حساب نه راځي ؟مگر دادافغان ولس نه رټلی کسان يوځل بيانه يوازي داچې ددولتي مقاموڅښتنان او دسرمايي خاوندان هم سول دده په خوښه وه اوهمدا اوس کرزی صاحب له همدې جنگسالاروسره زدوبندنلري ؟په يوه خبره په افغانستان اودافغانستان په اړوندچې هر کار دامريکااونړيوالی ټولنې لخواسوئ دده سرښورونه پکښي لمر غوندي شامله ده . خلک وايي : کرزی صاحب ! دادولس کاله افغانان ددولتي حاکميت پرسرجگړې په ډگرکي ديوې اوبلي خوا وژل کيږي ،اوددې دولتی حاکميت لمړئ مقام دا دولس کاله ستاسوپلاس کښي دي ،يعني که افغانان وژل سوی نوبهرنيانوستاسودحاکميت اوستاسودمقام ساتنې په خاطروژلي دي .که داسباددولت مخالفينوته دولتي واک وسپارل سي په ټوله افغانستان کي به ددوي لخواټک لاهم وانه ورې . خويوه خبره ده چې هغه وخت به نه تاسوپر دولتی آس سپورپاته سی اونه ستاسو چاپيريال چې په هېڅ صورت نه غواړي داعيش اونوش له لاسه ورکړي . حقيقت اوترلمر روښانه حقيقت خو دادی چې داټول ناويرن پردې ملت ستاسو اوستاسوپرشاو خواکسانو دساتلوپه خاطرپيل اودوام لري . که په رښتياپردې ملت زړه سوځۍ نوسمدواره استعفا ورکړی ،بيابه ئي موږ گو روچې څه وکړواودچاسره دراتلونکي دولت پرجوړېدو خبري وکړواوياچنې ووهو .خوپدې ډاډه يم چې تر وروستۍ شېبې به خپله اوستاسو انډيوالان ددې لپاره هڅه وکړي چې پر دولتی واک پاته اويا لا اقل څوک مو ازارنکړي . پدې ټول پوهېږی داچې اوس پسله ۱۲ کاله حاکميت اوپاچاهۍ ددې ليوال سواست چې امريکا بايد طالبان درسره پخلاکړي ،داهغه لومه ده چې تاسويوځل بياپه دولتي حاکميت کي ساتي .ځکه که طالبان اوگلبدين حکمتيارغواړي په دولت کي برخه ولري فکرنه کوم دکرزی ددې وينامطابق دي حاضر شي چې وايي ،((خداي موراوله ،دازموږ قانون بايد ومنئ اوپه ټاکنوکي برخه واخلی که مورايي وگټلې اوخلکو باوردرباندي وکړ نوشي جان موسه )) که يوچا سياست کړی وي پردې ډول بلنه اوپه دولت کي برخه ورکولوخاندي .دبلې خوا طالبان ،حزب اسلامي اونورتنظيمونه که دهغوي دبهرنيو ملاتړولخوادڅه مودې لپاره ازادپرېښودل سي چې لمړی خوهيڅکله نه پرېښودل کيږي ،فکرنه کوم چې هغوي دې هم دادکرزی شرطونه ومني . که تاريخی پېښوته نظرواچوو نو دپخلايني پروسه پدې ډول بلنه نه بلکې ديووه معين سياسي هغه به بل پلاتفورم اوپروگرام له مخې داکارسرته رسېږې .خوکرزی صاحب دهغې پروسې اوپخلاينې سره هم مينه دڅه مودې لپاره په قدرت کي دپاته کېدوپه خاطرلري ،نه درښتياڼۍ پخلاينې لپاره . دهغه پلاتفورم دپلي کېدوپه پلمه کرزی ترهر چاځان مستحق بولي،په ځانگړې توگه اوس چې يوشمير دوستان وايي دکرزی اوله خرابه وه خواخيره ئې ښه سو،لمړئ دامريکا نوکروو،خواوس دنړيوالوپر وړاندي کلک ولاړدی ،سره له دې چې داسي نده ،دالوبې دي خوزموږ زوريدلی ولس يوشمېر پري باورکوی اويا گاونډيان دده لپاره په راتلونکي کښي دپښې ايښودودځاي پيداکولوپه خاطر دخپلو دوستانو پوسيله هغه دميدان قهرمان معرفی کوي .پدغه گيرودارکي به تربل هرچا به کرزی ځان دتجربې اونړيوال شناخت خاوند اومستحق سړی بولي اوپدې پلمه تريو وخته پر حاکميت دپاته کېدوچانس دخپلوو ټولودغو انډيوالانوسره وينی ځکه خوله امريکا غواړی چې طالبان دده سره خبرواوپخلاينې ته حاضر کړی .زه اوس پردې خبري نه کوم چې ددولت دغه ولسه وال مخالفين يوهم دځان اوعقيدې داظهار صلاحيت نلري . خو اوس کرزی صاحب دخپلو گټوپه خاطر دافغانستان د پاک اوسپېڅلي ولس داحساساتونه په استفادي سره دامريکانه چې ممکن له ده اودده دکورنۍ نه ستړې سوې وي اويادايوه بله نوې اوپېچلې لوبه وي ، غواړي پدې ناغېړيوځان خپلو مخوته ورسوی . په حقيقت کښي کرزی صاحب دپردې شاته چې ډير وروسته به برملاسی يوشرط لري اوهغه داچې امريکابايد دافغانستان دراتلونکو ټاکنوپه بهيرکښي دهغه چاشاته ودرېږي کوم چې کرزی ئې غواړی .کرزی ته په ارگ کښي دده چاپيريال چي اوس دده په برکت دقدرت خاوندان دي داډول دسرټمبگۍ مشورې ددې لپاره ورکوی چې بايد دکرزی ملاتړۍ په ټاکنوکي بريالی سي . اوکه چيري دکرزی کوم پلوئ پر قدرت رانسي نويابه داد ارگ نازولي اوله ملت نه رټلي که دکوموغير انساني ملحوظاتوپرو بنياد محاکمه نسي،دخپلي بهرنۍ کورنۍ په لور چې په بهرکي اوسېږې دوباره له ملک نه وزی . که مسخره ورباندي وکړونو بايد ووايم چې که په بهرکي کوروداني جواب ورکړئ وي اوپه دوبې کښي معشوقي کورترېنه خپل کړی وي نو به په پل باغ عمومی کښي شورنخودخرڅوي . داطبعی ده چې پدي دولس کاله چورکي دنخودوخرڅولوته اړنه دي که ډوبې نه وي نوله هغوهيوادونه چي راغلي هغوي ته خوبه په يوه نه بله بهانه سفرکوی ځکه په هغوهيوادوکي داوسېدو قانونی حق لري .کاشکی هلته پدې هيوادوکښي ددوي پر وړاندي يوبنديز لگېدلی واي .خودابنديز نه لگېږې ،چې تللي وه بيرته به راځي . زه ديوه افغان په توگه دکرزی داهڅی ملي نه بولم اوپدې له ډير پخوا پوهېدم چې کرزی صاحب به داسي ناندری اونازغېړئ دخپل حاکميت په ورستيوکي ډيري راپيله وي . ځکه خو زمااوزموږ دهيوادوالو له نظره دادهغه دټولو ناغېړيوپاي نه دی ،(( ترپان ئي په پاي کښي دي .)) يوازنۍ هيله مې داه چې دا زموږ زورېدلی ولس ددې کورنۍ دشاهی تاج اوتخت ساتلو اويادوهم دملت باباکېدوپه موخه ، زموږ دا دڅولسيزودجگړې په اورکې کړېدلی او سوځېدلی هيواد دنړيوالی ټولنې سره د دښمنۍ په سنگربدل نسي . دامنم چې موږ يوغريب هيواد يوخو بې غيرته نه يو ،خوداشعار پدې ورستيوکښي هردقدرت تږ ۍ حاکميت ته درسېدو اوياسيا سي لوبو په خاطر په خپلو شعارونوکي په وار وار تکرارېږی . که داسي نه ده ؟ نو دکرزی په گډون دې ټولوښاغلو چي دهمدي امريکا يانواوبهرنيانوپه برکت يوځل بيادو لتي مقاموته ورورسېدل اودښو تنخواگانو خاوندان سول ،دخپل دولتی حاکميت په هغه لمړۍ ورځوکي دا ږغ ولي نه پورته کاوه چې کلي مه ورانه وئ ،دواده وراپه راکټ مه ولۍ ،دافغانانود دکوردروازه په لغته مه وهۍ، پردينی مقدساتوتيرئ مه کوۍ ،پرنېمه شپه دخلکوپه کوروپه وحشيانه بڼه مه ورننوزی اوداسي نور . . . .. ! هلته چوپ وه ځکه پاکستان اوياهم ايراني اخوندانوورته ويلي وه تريوځايه ځان ورسوئ .دانورچي له امريکا اواروپايي ټولنې بيله استحقاقه امريکاپر افغان ولس مسلط کړه او اوس دکرزی دناغېړيوسره سرخوځوی ،موږ افغانانوته داسوال هم پيدا کيږي ،داسي نه چې دکرزی اودده دډلې په دي ناغېړيوکي يوه بله لوبه پټه اوتردې گرېوان سباديوبل چاسر راښکاره سي ؟ ډيرځله مې ليکلې يوځل بيا مجبوريم وليکم ،که دکرزی دخوښې يوڅوک دافغانستان جمهور رئيس شي په هغه شېبه خيرخيريت دي اوبيابه همدا کرزی په خپله ازبکي چپنه کي راښکاره او خلکوته به ووايي ،ومولېدل هرڅه ئي راسره ومنل ، نوځکه ستاسو دنجات په خاطر اوس داسند لاسليک کوم . افغانان ددې خبری دسپيناوي لپاره هم دلايل لري خوزه دملي گټواودافغان ولس بهرنيو اوپه ځانگړې توگه گاو نډودښمنوتبر ته دلاستی ورکولونه په ډډه کولوسره له ډيري تبصيرې نه تېرېږم . زه داخبری ځکه کوم چې دکرزی په ټول سياسي ژوندکښي افغان ولس ته پر وفادارۍ دمعينو اسنادواودلايلو له مخې شکمن يم . ولې دې کرزی صاحب هغه وخت داخبري نه کولې چې واک ته ورسېد؟ولې ئي په يوه افغان غولونکې جمله چې يوازي داخبره دخپل وياند لخواکوله،چې دا ياهغه بريد په کلکو ټکو غندم اکتفاه کول ؟مگر هغه وخت دهمدې امريکا اوبهرنيو هيوادولخوادکرزی صاحب دمخالفينودځپلوپه خاطر دافغان ولس پر کورونووسله والي حملې نه کېدلې ؟؟؟ماشومان اوبيگناه کسان نه وژل کېدل ؟؟ هغه وخت ولي دومره پر افغانانو مين نه وې چې اوس پرې مين سوې ؟؟؟ ولي کرزی دا ۱۲ کاله دافغان ولس دمړواوشهيدانو حساب نه کاوه،چې اوس یې کوی؟ اوس چي ممکن امريکا ورته ويلي وي ستاسو اوستادملاتړي دې په مخه ښه وي ؛نودادی ترهر بل مخالف يې دخپلو تيرو تېروتنواو ناخوالودپټولولپاره دافغان ولس سره ددوستۍ اوهمدردی ډول غاړي ته اچولی . موږ ته ډير جالبه ده، دهغې جگړي ددمړوپه غم غمجن کېدل چې دده په حاکميت کي دده دپاته کېدولپاره قرباني سوي اوس اوښکی تويول څه گټه لري ؟ افسوس ،کاشکی موداخبرې دخپل حاکميت په لمړيو ورځو اوشپوکښي کړي واي .اوس چي پر تلوياست پدې ټکو غواړی دا بيچاره ولس وغولوی چې گوياتاسوتربل هرچادملت خواخوږي ياست ،فکر کوم ډير ناوخته سوی دئ .همدې امريکاتاسوبېله کوم استحقاق نه پردې ملت دخپلو ټولو جنکسالارو اوپاټکسالاروسره يوځاي چې همدا اوس هم ستاسو ددي ټولوغولونکو خواخوږ يوسره ترې بېزاردی ، پر دې ملت دا ۱۲ کاله وتپل سول .موږ بېرېږوچې پدې ټاکنوکښي به هم يوځل بياديوې څيرې په نوم بل کوم جنگسالارپرموږ وتپل سي . کرزی صاحب !داچي اوس له هغوي سره هرډول خبروته تيارياست ، دوې مياشتی پخواموهغوي داسلام او افغانانو دښمنان اودبهرنيانو نوکران بلل .اوس څه وسول حي يودم مودهغوي دمبارزې پر حقانيت اعتراف وکړ اودهغوي په وجودکښي دوطن نجات وينۍ؟؟؟ حقيقت خودادی که سبا،هغوي هم ووايي چي تاسو دافغان ولس په غوښتنه يوې محاکمې ته سپاري ، په هغه ورځ به دهغوي هم مخالف اوسئ ،لکه چي څومياشتي مخکي موهمدا ستاسوپه وينا له امريکانه په غوښتنې سره په قطرکي دطالبانوسره داړېکو نيولودفتردځاني اعتبار ساتلوپه موخه وتاړه اودډله ايزورسنيو له لاري موهمدې طالبانوته داپيغام ورساوه ،چې دازه وم چې دا دفترمې وتاړه اوداسي نوري خبري . . . . ستاسوله خواپه جوړه سوې مشورتی جرگه کي مو هم په وياړداخبره ياده وله چي دا زه يم چې دامريکاپه مټ مي دادفتر وتاړه . اودادی اوس بياهم همدا تاسو ياست چي دپردي شاته دهمدې امريکا په مټ دويته دفتر پرانيزی اوله امريکا نه دامنيتی تړون دلاسليک کولوديوه شرط په توگه غواړی چې دطالبانوسره دسولي خبري پيل اوستاسو سره ئې پخلا کړي . ستاسو دخپلي خوښي له مخې دهمدې طالبانولپاره په يوبل ځاي کښي ددفتردپرانستلو سره موافقه کړې .په يقن دادفتربه پرانستل کيږي ،خوکرزی صاحب تاسوپه خپل موافقه ليک کښي دې ټکې ته چې ډير مهم اودافغانانولپاره حياتی سوال دی اشاره نده کړې چې ددې دفترپه ميليونوډالره لگښت به څوک ورکوی؟؟ اياداچي موږ اوتاسو ورته په غرورغوکي تيت اوپرک طالبان وايو هغوي دداسي يوه سياسي دفتراوهلته دخپلو استازودمالي لگښت جوگه کېداي سي؟ نه په هيځ صورت نه . نوددې دفترلگښت به څوک ورکوي؟ پوهېږم چې تاسوبه واياست بهرنيان ،نويودفترچي دبهرنيانوپه مالي لگښت چلېږي نوتاسوله هغوي سره دکوم ملت د استازو په توگه يتوب خبري کوئ؟ يوڅوک چې برعلادبهرنيانوتر مالي حمايي لاندي وي اوبياموږ ورته ووايوچي تاسو خپلواک ياست ،ايادادماشومانوخبره اودماشومانوسياست نه دی؟؟؟ زماپه گومان خوستاسو ټولي لوبي دماشومانواودافغان ولس له ملي گټوسره په ټکرکښي دي . ستاسودې لوبې ته خلک کوم نوم ورکولاي سي اوتاسو پوهېږې چې طالبان اويادطالبانو بهرنی ملاتړي هم ساده گان نه دی . هغوي ستاسوداټولی لوبي له نږېدي څاری ،نوبياڅنگه سبا افغانانوته ددوي سره دخبرو او سولي کولوډاډ ورکوئ ؟؟؟ تاسو ولي داسي فکرکوی چي افغانان ستاسوپه اصطلاح پسونه دي ،که يوڅوک په رښتيادافغان چارواکي په توگه ځان افغان ولس ته ژمن بولي نو داډول لوبی اوهڅی دملت دروښانه راتلونکي پر خلاف دي . داپه تاريخ کي ثابته سوي دپردوراوستل سوی دپردوخبره بايد ومنی بله لارنلري .کرزی هم که نن اوياکه سبادامريکا خبره به منی ځکه دده پر سرئي په زرهاو افغانان په شهادت ورسول اوترنن پوري ئې دزوراوزرپه مټ پرحاکميت ساتلی . پدې ورستيوکي زه دډيرو هوښياروسياستوالو اودکرزی دپرونيو مخالفينواوپه نوی ممکنه ايتلاف کي راښکيلو دوستانونه ددي خبري په اورېدو حيران پاتېږم چې وايي : ((دکرزی ۱۲ کلن حاکميت محاکمه کړي اودمحاکمې وړدی ، خوددې ورستيو څرگندونو او دامريکاپر وړاندي موقف ئې بايد ملاتړ وشی .)) خوداخبره موږ ته دمنلو وړځکه نه ده چي دسياسي کميادفرمولونو اومعادلوله مخې په سياست کي دومره بې ځايه او عاجل تغيرته نه اجازه سته اونه هم دقبول وړدي . دخپلو هيوادوالونه هيله داده چې په حاکميت کښي ددې ښاغلو په خاطر هيوادپه خپلو پاکو اوسپېڅلو افغاني احساساتو قرباني نکړئ اوهمدا ډول مې دکرزی اوهغودملاتړو ارگ نشينونه هيله داده چي د مقام په خاطر تردې نورپر افغان ولس نړيوال مه خندوئ . زه دخپلو غيرتی او وياړلو هيوادوالوپه احساساتوپوهېږم چې دا اوس بهرنيانوته بد رد ووايم ،داټول خو((احساسا تي )) وطنوال به مي خوشحاله سي اوپدې پوهېږم چې زماددي هيوادوالوله پاکواحساساتونه سمداواره به زماپر خلاف ايراني اخوندان اوپاکستاني جنرالان چې له ډيره وخته اوپه ځانگړې توگه دکرزی تردېسانت کېدووروسته يوبل سره پېژنو،هغوي به هم دخپلو اجنټانو لخوازماپرخلاف بدرد ويل اوليکل پيل کړي . خوزه پدې وياړم چي زماداملی احساس دافغان ولس دبې ساری ملاتړ يوازنۍ بېلگه ده . ماتل دخپلو هيوادوالوبي ساری ملاتړديوه خپلواک اوناپېيلي افغان په توگه پدي ۱۲ کلونوکي احساس کړی دي اودا ددوي بې ساری ملاتړدی چې زه يوازي هغه څه ليکم کوم چې زما دغيرتی اوجگړه ځپلي ولس خير پکښې وينم . زه دې ملت ته وايم ترڅوبه داسي غولېږۍ اوداحساساتوقرباني کيږۍ؟ داستاسو کورنۍ اوبهرنۍ دښمنان دي چې تاسوته وايي ، ترتاسو بل قهرمان نسته، خودقهرمان په جامه کښي مو عمرپه غلامۍ کښي تيراودنړۍ يوله شاته پاته ملکونواو ولسونونه حسابېږئ ؟؟؟ زمايوازنۍ هيله داده چي داملت په رښتياسره ديوه خواخوږی مشرڅښتن سی ،که څه هم دا ورځ متاسفانه تراوسه لاليري ده ،خوخداي دې په خپل حرمت اورحم داوټن لنډکړي ماته لکه بل هر افغان ته داوطن، افغان اوانسان گران دي .نه بايد دبل پلاس لوي سوو لخوادا وطن ،افغان او انسان قربانی سي . ومن الله التوفيق



            © http://benawa.com/fullstory.php?id=58035#ixzz2oXSZkCMy
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #36
              پښتون اوبلوڅ که په خپلو منځونو کي په جنګ سو&#1

              دپاکستان روان سیاسي او اقتصادي حالت د بارودو په غونډیانو اوښتي دي ، کوڅه ډب مذهبي وژونکي هڅه کوي دپنجاب ښارونه له کنډوالو وژغوري خپل تخریبي فعالیتونه دپښتنو په سیموکي ګړندي وساتي :
              دا اوس چي دسهېلي پښتونخواپه سیمو کي پنجابي طالبان دمدرسو په ترڅ کي ځالي جوړوي سیاسي شنوونکي اندیښنه څرګندوي چي دا هم هغه استخباراتي لوبه او چلند دی چي په پښتونخوا ایالت کې دعوامي نیشنل ګوندسره روا وګرځوله، او اوس دا چلند دبلوچستان په حکومت کي دبرخوال پښتون ملت پال ګوندسره روا ګرځول غواړي :
              په بلوچستان کي دبلوڅو ملت پالو مبارزه د ریاست څخه دکرکي په اساس پیل سوې ده او پښتون په دې مبارزه کي دتماشه ګر رول تر اوسه لوبوي دا چي دبلوچستان په حکومت کي په لومړي ځل پښتنو پراخه برخه درلاسه کړه اصل کي خلک د ملا دپنځلس کلني واکمنۍ او اداري فساده تنګ راغلي و، خلکو دملاڅخه دخلاصون په خاطر دحکومت تاج دپښتونخوا میپ په سرکښېښود :
              په کوټه او نژدو سیموکي میشت افغانانوهمدردي او خواخوږي دپښتونخوا میپ سره ده هم یې پښتونخوا میپ په ښاري سیموکي دګټو ساتندوی دي اکثریت افغانان چي دلته میشت دي دپاکستان شناختي کارډ او نور اسناد لري هم دا ډول یې ووټ پښتونخوا میپ یا جماعت العماء ته ځي چي بلوڅ سیاستمداران یې وخت پروخت دسیاست ځلولو لپاره نقدوي هم جلسې ورباندي تودې ساتي :
              بلوڅ ملت پال ګوندونه( افغان کډوال دي له بلوچستان څخه وایستل سي) تر شعار لاندي یوار بیا راپاریدلي دي خو دا ځل یې یو نوی شعار( دافغان کډوالو په موجودګي کي سرشمېرنه ، نه منو) متعارف کړی دی :
              رښتیا هم دا ده که دې پښتون ملت پالو پنځه کاله وړاندي له سرشمېرني بایکاټ کړی نه وای نو به دپښتنو نفوس دبلوڅو په مقابل کي په اقلت اوښتی نه وای نه به په بودجه کي دبلوڅو ونډه څوچنده سوې وای ،دبلوچستان پښتانه په هره حواله دمرییتوب ژوند تیروي ،دسیاسي او مذهبي پلوه د ژرندي د دوو کاڼو ترمنځ په څرخ پاته دي :
              د دریم سیاسي قوت تش ځای ډکول یا ورته زمینه مساعدول تش یو خیال دی چي په ذهنونو کي اوسیږي او د دریم سیاسي قوت تش ځای په شعوره توګه قبیلویت ته ورکول کیږي ، دریم سیاسي قوت د شعور او پوهني لاره وباسي او په پښتنو کي ملي روحیه را ژوندۍ کوي خو داهیڅ سیاسي او مذهبي قبضه ګرزغملی نسي چي پارلیماني سیاست دې خطر ته مخامخ سي :
              دپاکستان میشتو پښتون ملت پالو ګوندونو پارلیمان پلوه سیاستمدارو ستونځه دا ده چي اولس یې تراوسه په دې پوه نکړو چي د دوﺉ سیاسي اوملي مرام څه دی او قام په دې تراوسه پوه نسو چي دقام د وروسته پاتوالي او مرییتوب ستونځه په څه کي ده .
              دا ګناه به دچاپه غاړه وي چي دکوټي پښتون دپېښور پښتون ته تراوسه (بلوچی) ښکاري دکندهار پښتون ته دچمن پر پوله د(شناختي کارډ) نه درلودلو په جرم کي هتکړۍ اچول کیږي ؟
              او هڅه کوو یو تربل ځانونه ښه پښتانه ثابت کړو او دخوشحال بابا یادونه هم په فخرسره وکړو :
              درست پښتون له کندهاره تراټکه
              سره یو دننګ په کار پټ او آشکار

              بلوڅ او پښتون په دې ایالت کي دګډي سیاسي مبارزې یوه اوږده سابقه لري چي ترپوځي پنجابي استعمار په مقابل کي یې شریک دمقاومت سنګر تود ساتلی دی، داحمدشاه بابا څخه ترباچاخان ، نواب خیربخش مري ، عبدالصمدخان اڅکزي او عطا*الله مینګل پوري دا لړۍ را اوږدیږي :
              دلوڅو او پښتنو شریک ګوند عوامي نېشنل پارټي (نیپ) دپوځي او پنجابي رژیم او استعماري ریاستي واکدارانو په خلاف منظمه سیاسي او انقلابي مبارزه پیل کړه او د دې مبارزې نومیالی مخکښ عبدالولي خان و ، چي پوځي دیکتاتوري یې ړنګه کړه په پاکستان کي ډیموکریسي دود سوه خو دبلوڅو په قسمت یې انقلابي مبارزه کړه او پښتانه دملي انقلابي مبارزې څخه پارلیماني سیاست ته وهڅول سول او باچاخان په حق و چي ویل به یې :
              زما پښتونستان یادوې که د عبدالولي خان پښتونستان یادوې ، دعبدالولي خان پښتونستان نه یې مراد دپارلیمان له لاري د اسلام اباد نه پښتونستان غوښتل وو!
              اوس ګوره دې بې انصافي ته دمستعمره پښتنو ملي ارمان ،مرام او هدف خو (پښتونستان) دی لاکن چي خپله (پښتونستان ) غوښتونکي دپارلیمان لاره انتخاب کړي نوپښتون به خپلواک سي ؟
              بلوڅان انقلابي مبارزه دپاکستان د استعماري سسټم څخه دقام دخلاصون لاره پامولې ده دبلوڅو او استعماري ځواکونو ترمنځ روانه جګړه د زیرو او هیرو په حیث کله توده کله خفیه روانه ده خو وروستی حل یې د ریاست لخوا سیاسي روغه جوړه پامیږي لاکن بلوڅ ملت پالو یې یې حل (ازاد بلوچستان) غوره کړی دی او بلوڅو مبارزینو په دې پنځه کلنه مبارزه کي دسرسړي لویه اندازه دلاسه ورکړو خو یو یرغلګر او دنظامي پلوه زبردست ځواک یې هم پر ګوډو کړی دی :
              دا چي په ریاستي لښکرو کي ډېرګي خلک دپښتونخوا ایالت پښتانه دي نو بلوڅ ملت پال یې دسیاسي نیوکي او استعماري بیلګي په توګه کاروي خوپښتنو ته هم له دغه استعماري لښکرو او جاروکښانو ورپېښه ده ، دا اوس چي صدرۍ په غاړه داخل افغانستان ته د ورانکاریو په خاطر استول کیږي هم دوﺉ خو دي !
              دامریکا او ناټو د افغانستان څخه د وتلو موضوع دلته خورا توده ده دپاکستان په رسنیو کي خو دا ډول تبصرې او څېړني رواني دي که امریکا او ناټو ولاړسي نوبه په هم هغه ساعت افغانستان دسترګو په رپ کي ړنګ سي د (اسلامي امارات) سپین بیرغونه به رپیږي خو حقیقت کي دا دلیوني خوب دﺉ واقعیت داسي نه دی ، دپاکستان ریاست او سسټم چلوونکي په دې اندیښنه دي که امریکا او ناټو ولاړهم سي نو بیا زموږ په افغانستان کي د ورانکاریو او مداخلتونو کوم جواز پاته کېدلی سي ؟
              دجهان او سبهان دا ورانکار او تخریب کاران چي یې په ځان راغونډ کړي دي داخویې دپزي پیزوان په وګرځي او داخل به پاکستان ته کلک زیانونه واړوي هم به یې د (مذهبي ریاست) ټولو قوانینو پلي کولو ته اړباسي :
              دا اوس چي د(سپین بولدک) او (معروف) سره پر پوله د ورانکارو ډلي ، ډلي را ټولیږي دناټو او امریکا د تګ وروسته افغانستان په کنډوالو بدلولو یوار بیا لیواتیا څرګندوي دابه یې دناولي وجود دبقا وروستۍ جګړه وي ځکه چي دافغانستان ملي او امنیتي ځواکونه دا وړتیا په برخه لري چي هرڅومره زیردست ځواک نیست ونابود وګرځوي داپه دې چي دخاوري رښتوني اتلان دي هم یې دغرونو زمریان دي او ترشایې د افغانستان اتل خلک په وینه هم په مینه ولاړ دي :
              په یقیني توګه دا مهال دبلوڅ او پښتون ملت پالو ترمنځ د افغان کډوالو په سرستونځه بلوچستان ایالت کي اوج ته رسېدلې ښکاري چي دناڅاپه ګډوډۍ پیلامه هم ګرځېدلی سي اوسیاسي مصلحیت په دې کي دی څه ډول چي د (جیندالله) د ډلي مذهبي غړي چي په ایران کي د شیعه ګانو په وژلو تورن څوک دي او په بلوڅي سیمو کي میشت دي او بلوڅان یې خپل خلک ګڼي او پښتنو ورباندي کوم اعتراض هم نه دی کړی داچي افغان کډوال چي له پنځه دیرشو کلونو په پښتني سیموکي میشت دي او دپاکستان د قانون له رویه اوس ځاي سوي خلک دي او بل په خپله خاوره میشت دي نه چي دبلوڅو پرخاوره پراته دي :
              بلوڅ ملت پال ګوندونه او غړي یې یواربیا په ډېرشدت سره د افغان کډوالو دبلوچستان څخه د ایستلو په پلمه پښتنو ملت پالو سره جنګي فضا رامنځ ته کول غواړي او په منطقي ډول دمظلومو قومیتونو ترمنځ کرکي او جګړې راپیداکول یو استعماري چلند دﺉ چي په احساساتي بڼه یې رامنځ ته کوي او خدای مکړه که استعماري قوتونه دبلوڅ او پښتون په جګړه کي بریالي سول دا به دتاریخ تر ټولو بدترینه جګړه ثابته سي او په غېرشعوري توګه به یې افغانستان ته لوی تاوان واوړي .
              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

              Comment


              • #37
                بريالۍ به څوک شې؟
                پنجابيان.
                خوار پَښتون به تل خوار وې.
                دَ پَښتون بلوچ دُشمنې دَ پنجابي په ګټه ده.دا د پنجابې يو چال کيدي شې.



                Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

                pa prady jaba khabarai pakhtun naka
                be laila bala soda kho majnon naka
                gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
                be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
                hamza baba
                پَښتو کښې اُولېکئ
                Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

                Comment


                • #38
                  ولې پښتونواله جرم دى؟

                  پاكستان يو هيواد دى، لاكن د افسوس ځاى دا دى چې د ټولو پاكستانيانو قسمتونه يو ډول نه دي، كه يو څوك غير پښتون پاكستانى دى نو د هغه قسمت ښه دى، خو كه څوك د منځني پنجاب په ځانګړې توګه د لاهور پاكستانى وي نو د هغه قسمت خو بيا تر هر چا ښه دى (د طيب اردغان د اسلام اباد پر ځاى لاهور ته راتګ ته اشاره ده، چې لاهور د باقاعده پلازمېنې خواته بېول كېږي) او كه څوك يو پښتون وي هغه به تر هر چا بدقسمت پاكستانى وي، كه څوك يو قبايلي پښتون وي نو تر هغه بيا لوى بد قسمته پاكستانى نه شته، خو كه څوك په وزيرستان كې اوسي نو هغه بيا انتهايي بدقسمته دى، پښتون تر هغه اندازې بدقسمته قام دى چې الله پاك خو يې سيمې ته تزويراتي اهميت وربخښلى دى، لاكن د شعور او تعليم له نعمت څخه بېخي بې برخې دى، هغه ته خداى داسي رهبري ورنصيب كړې ده چې يا خو يې د ملتپالنې په رنګينو خوبونو كې ښكېل كړى دى او يا يې ورته د پلار او نيكه د كيسو په اورولو باندې هغوى په مځكه باندې مېخ كړى دى، د هغه رهبران خو پر خپلو اولادونو په امريكا، بريتانيا او د لاهور په ايچي سن كالج كې زدكړې كوي، خو د هغوى زامن كله په يو او كله په بل نوم جنګوي، پښتو غريب دى، بېچاره دى، نالوستى دى، له مرګونو او وژنو څخه پرته نور هيڅ هم نه پېژنې، څوك هغه په ديني او څوك په ملي غيرت لوړوي او جنګوي يې، څوك يې د پيسې په زور او څوك يې مجبورا وژني، نتېجتا د هغه سيمه د نړۍ والو استخباراتي ادارو له پاره لېبارټري جوړه شوې ده، د جګړې ميدان خو د هغه سيمه ګرځېدلې ده، اوږه خو د هغه استعمالېږي، وينه خو د هغه بهېږي، مړه كېږي هم هغه، د وژلو والو والا هم هغه په خپله دى، لاكن جګړه، پيسه او وسله د نورو خلګو ده.

                  لومړى پښتون د فرنګي او وروس د جګړې نغرى شو، بيا دا هغه خپله جګړه و ګڼله د امريكا او سويت يونين په جګړه كې وجنګېده او اوس بيا د نړۍ والو او سيمه ييزو طاقتونو لاس پاكونى جوړ شوي جنګېږي او مړ كېږي، پښتون په ځانګړې توګه قبايلو ته دي وويل شي (امريكا، عرب دنيا، پاكستاني جرنېلان، مذهبي سياسي مشران، رسنۍ او داسي نور دي ورته وايي) چې اسلام په سرحدونو باندې باور نه لري، په افغانستان كې د سوويت يونين په خلاف جګړه او مړي كېدل ديني او قامي فرض دى، دا چې له عرب او عجم څخه مجاهيدين راغلي وو او هغوى ته په خپلو كورونو كې پناوې وركړل شوې وې او د هغوى نصرت كول ستاسو ديني، اخلاقي او قامي فريضه وه، كه په دغه لاره كې تاسو ژوندي پاته شوئ نو غازيان ياست او كه مړه شوئ نو شهيدان ياست، چې هغوى همداسي كول، خو كله چې د دغه مجاهدينو په مقابله كې په افغانستان كې طالبان راووتل نو بيا نو د لاهور، كراچۍ او اسلام اباد عالمانو فتواوې وركړې، مذهبي او سياسي رهبرانو ترغيب وركړ او جرنېلانو هغوى مجبور كړل چې د دغه مجاهدينو په وړاندې د طالبانو ملګري شئ، دغه وجه ده چې ټول پښتون په ځانګړې توګه قبايلو پښتنو جلالدين حقاني او د هغه په رنګه نور مشران د سر پر سترګو كښېنول، شمالي وزيرستان د افغان مجاهدينو مركز جنرل اختر عبدالرحمن او جنرل حميدګل جوړ كړى وو، څنګه چې د دغه جلالدين حقاني او نورو طالبانو مركزونه د بېنظيربهټو او نوازشريف د حكومتونو په وختونو كې د هغوى سړو ته ورپاته وو.

                  د ناين الېون له پېښې څخه وروسته پروېزمشرف اعلان وكړ چې:له نن څخه وروسته دا هېرو زيرو، يعني طالبان ترهګر دي، نور بايد د دوى ملګرتيا ته د پاى ټكى كښېښوول شي، ګويا پښتنو ته يې وويل چې: په تېرو دېرشو كالو كې هغوى كومه نظريه خپله كړې وه په شپه شپه كې دي هغه بدله كړي، د جنرل علي محمد وركزي په سربراهي كې جنرل پروېز مشرف په زركونه تنه پوځيان په قبايلي سيمه ګې ځاى پر ځاى كړل، په هره ايجنسۍ كې دغه قبايلي مشرانو د ګلونو غاړګۍ په غاړه كې ورواچولې او هغوى ته يې ښه راغلاست ووايه، ځكه چې ورته ويل شوي وو چې: دغه پوځ د دې له پاره دلته راغلى دى چې د القاعده او طالبانو ملګري قبايلي سيمې ته را نه شي، لاكن دا د پاليسۍ اعلانيه وه، خو تر پردې لاندې نور څه كېدل او دا لامل وو چې په زرګونه تنه د القاعدې او طالبانو تړاو لرونكي دغې سيمې ته راغلل، كله چې رسنيو د دغه شي په اړه راپورونه خپاره كړل چې دلته دا لوبه روانه ده، نو هيچا هم غوږ و نه ګيراوه، كله چې بيا كيسه تر حد تېره شوه نو امريكا زور راووړ چې بيا په جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو كې اقدم وكړ، په ټول پاكستان كې دا خبره مشهوره شوه چې قبايل ترهګر دي او يا هم د ترهګرو ملګري كوي، پايله يې دا راووته چې د پاكستان په هر ښار كې پښتون او قبايلي ته د شك په سترګه كتل كېدل، كه محرم وي او يا كومه بله دا ډول موقع، په لاهور او راولپنډۍ كې د حفظ ماتقدم په توګه پښتانه نيول كېږي په تاڼو كې بنديانېږي، نورې قبايلي سيمې خو يوې خواته يواځې د شمالي وزيرستان جاج اخلو چې حال يې دا ډول مخې ته راځي، چې دلته افغان طالبان له ناين الېون څخه وروسته هم په يو نه يو ډول رياستي سرپرستي او بيا لږ تر لږه د رياست د سترګو پټېدو له امله پاته كېږي.

                  زموږ پاليسي جوړوونكيو افغان او پاكستاني طالبان په جلا جلا باور كولو په مفروضه باندې درول د پاكستانيانو په نظر كې رښتيا له پاره بېخي زور لګوي، لاكن په وزيرستان كې افغان او پاكستاني طالبان كله هم جلا نه شي پاته كېدى، هغوى يو وو، يو دي او يو به وي، د هغوى موخه او مقصد هم يو دى او اميرالمومنين هم يو دى، دا لامل دى چې په شمالي وزيرستان كې پاكستاني طالبان د افغان طالبانو تر سايې لاندې ځي، د هغه ځاى خلګ دا هر څه په خپلو سترګو له ډېر نزدې څخه ويني او څاري او كله چې اولس په دې پوه شو چې د دوى رياست د يو قوت په خلاف نه دى، نو دوى لېوني دي چې هغوى به د چا په وړاندې پورته كېږي، له دغه خلګو سره په دوه زره اووم (۲۰۰۷م) كال كې ګورنر يا والي علي محمدجان وركزي پرېكړه وكړه او د هغوى له پاره يې ټول رياستي مراعات بحال كړل، څنګه چې يوې خواته هغه جهاد كوي له امريكا سره جنګېږي، بلې خواته هغه د مدرسو او مسجدونو سمبالوونكي دي، دريم لور ته د هغوى په اړه رياست سترګې هم پټوي، نو ځايي قبايل به هغه پر خپلو اوږو ولي نه كښېنوي؟، د تېرو اووه كالو په موده كې هلته د زرګونو په شمېر كې پوځيان شتون لري، د بنو او ميرانشا ترمنځ په لويه لاره كې يې په درزنونو باندې پوستې جوړې كړې دي، د شمالي وزيرستان اوسېدونكي چې تر دغه پوستو تېرېږي نو له ډول ډول خبرو اورېدو سره مخامخ كېږي، خو كله چې دوى تر هغوى تېر شي نو بيا د طالبانو تر واك لاندې رياست ته داخلېږي، په دغه دروان كې چې د پاكستان په كوم ځاى كې هم د طالبانو كړنې كېږي، چارواكي اعلان كوي چې ريښې يې له شمالي وزيرستان سره تړلې دي، چېري چې هم خلګ تښتول كېږي هغه وزيرستان ته وړل كېږي.

                  له دغه ځايه طالبان راغلل او د بنو بندي خانه يې ماته كړه، بېرته ولاړل لاكن هلته موجود پوځ ته د هغوى په خلاف د كړنې اجازه ورنه كړل شوه، اوس له تېرو څو ورځو څخه د شمالي وزيرستان په څه برخه كې پوځ كاروايي پيل كړې ده، نو له دې څخه وړاندې نه خو د سيمې خلګو ته د سيمې د پرېښوودلو خبردارى وركړل شوى وو او نه هم هغوى ته لاره وركړل شوه، له تېرو پنځو ورځو څخه هلته ګرځ بنديز دى، څرخي الوتكې بمبار كوي، خوراكي توكي نه پيدا كېږي، خلګ خپل ټپيان هم بنو او يا پېښور ته نه شي راوړلاى، له سيمې څخه د روزګار او تعليم لپاره دباندې تلونكي وزيرستاني د خپل ال و عيال له پاره فكرمند او پرېښانه دي، رسنيو ته هلته د ورتګ او بې طرفه رپورټينك كولو اجازه نه وركول كېږي، د رياستي ادارو دعوه ده چې ترهګر وژل شوي دي، لاكن د سيمې د خلګو دعوه ده چې په درزنونو اولسي خلګ يې وژل شوي دي، پوښتنه دا ده چې د جنرل ضياءالحق، جنرل حميدګل، جنرل علي محمدجان وركزى، جنرل مشرف او داسي نور يا بيا نوازشريف، اصف علي زرداري، سيد منورحسن او مولانا فضل الرحمن او نورو د غلطو پاليسيو سزا ولي پښتون او قبايلي ته وركول كېږي؟، پوښتنه دا ده چې د دولت په مذاكراتو باندې څه وشول؟ او كه يې د عملياتو پرېكړه كړې وي، نو اعلان يې ولي نه كېږي او له هغه ځايه د سيمې خلګ ولي نه ايستل كېږي؟، ولې په دې هيواد كې پښتون يا قبايل جرم دى؟ او زموږ چارواكي دا غواړي چې هر پښتون يا لږ تر لږه هر قبايلي دي طالب جوړ شي؟.
                  Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                  Comment


                  • #39
                    It seems my soul mate write this article. I do not know who is the writer but it seems he infiltrated himself in my mind, read my thoughts and wrote this article.

                    can you please share his name and email, so that at least I can congratulate him on writing such a great article.

                    I wish @Admn khan can have a team for translating such superb write- ups for the benefit of all.

                    Comment


                    • #40
                      د جدي شپږمه او اعدامیان

                      د عقرب په میاشت کې د زابل سورغر دومره سوړ شي چې شپه په کې نه کېږي، هماغه د توبې د غره سړه هوا را الوتې وي.
                      چې اوبه پرمځکه ولوېږي، نو سمدسي روڼ کرل او کنګل شي، زموږ په دولس کسیز ګروپ کې ټول مجاهدین زکام شوي وو، ټولو د سختې یخنۍ دلاسه ژامې سره کړپولې او رېږد اخستي وو. د عقرب د میاشتې نیمایي به وه چې یو ځل اوازه شوه، حکومت عملیات کوي، یو زر کسیزه مفروزه راروانه ده او کلی، کلی او کوڅه، کوڅه او د غره هره شیله پلټي او تالاشي کوي یې.
                      زموږ کمپ د سره غره په یوه لوړ کلي کې موقعیت درلود، چې قلندرخېل یې ورته ویل. دغه کلی داسې ځای پروت وو، چې نه یې په مرکز کلات پورې رسمي تعلق درلود، نه یې په شینکۍ ولسوالۍ کې رسمیات درلودل او نه خو د غزني په ناوه پورې تړلی وو.
                      قلندرخېل د سره غره په ککرۍ کې پروت کلی وو، د موټر لاره ورته نه کېده، خلکو به پر خرو او کچرو باندې بارونه ورته راوړل. یوازې د حکومت t62 ټانګونه او محاربوي ماشینونه ورختلای شوای.
                      موږ ته نږدې کمپ د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د مجاهدینو وو، چې ملا موسی کلیم او ملا عبدالغفور یې مشري کوله.
                      تر موږ لاندې بیا د روغاني کلی پروت وو، چې د حزب اسلامي وسله وال مجاهدین په کې پراته وو. د عقرب پر شلمه سهار وختي چې کله له خوبه را پاڅېدو، نو ټول مجاهدین له کمپونو څخه بېځایه شوي وو. د موسی کلیم، عبدالغفور او ملا مدت اړونده وسله د ډب کوتل ته ور ځوړ شوي وو او د اسلامي حزب وسله وال بیا په تېښته بریالي شوي وو.
                      یوازې زه او یو تن شکر درده وال مجاهد چې موږ سور ناصر ورته ویلو، په کمپ کې پاتې وو. د ۱۳۵۸ هه ل کال د عقرب ۲۱ نېټه وه، چې قلندر خېل د حکومت t62 ټانګو محاصره کړ او زموږ پر کمپ راپورته شول، سور ناصر د حکومتي وسله والو عسکرو په لیدو منډه کړه، خو په منډه کې ځای پر ځای ولګېد او و وژل شول.
                      د حکومت عسکرو زموږ پر کمپ بېدرېغه ډزې کولې، چې د ډزو په ناتار کې زه د حکومتي عسکرو لخوا اسیر شوم.
                      موږ ته په کمپ کې وسله نه وه را پاتې شوې، زه او سور ناصر دواړه تش لاس وو، خو په کمپ کې تبلیغاتي مواد راسره وو، یعنې د اصول دعوت پاڼې، د رهبرانو عکسونه او د مولانا مودودي یو جلد کتاب، چې د اسلام د سیاسي نظریې په نامه وو، زموږ له کمپ څخه ونیول شول او په اصطلاح د حکومتي عسکرو لاس ته ورغلل.
                      زه یې لاس تړلی لومړی شا جوی او بیا یې له شا جوی څخه کلات ته یو وړم او له کلات څخه د هیلي کوپتر په وسیله کندهار ته ولېږدول شوم.
                      یوه هفته د کندهار په دوهم نمبر قول اردو کې بندي وم، خو له یوې هفتې وروسته یې د کندهار د لوی محبس یوې مخصوصې برخې ته یووړم چې د حکومت لخوا خاص بندیان په کې ساتل کېدل.
                      دا نو د حفیظ الله امین سل ورځنۍ پاچاهي وه. د عدالت، قانونیت او مصونیت پر شعار باندې شخوند وهل کېده، د هورا چیغې لږ څه خاموشه دي او د بې طبقې ټولنې د خیالي جنت هیا هیوی هم یو څه غلی شوی وو، یوازې همدا د عدالت، قانونیت او مصونیت شعار وو، چې زور یې اخستی وو.
                      په راډیو کې، په تلویزیون کې، په اخبار کې او په میټینګو کې همدا یو شعار بدرګه کېدلو، زموږ په محبس کې پخوا ښځینه بندیانې ساتل کېدلې، خو د نوي حکومت په راتلو سره د ښځینه محبس استحکامات پیاوړي شوي وو، دروازې یې ټینګې شوې وې او د اوسپنې پنجرې پرې راګرزېدلې وې، دغه محبس ټول کوټه قلف وو.
                      یعنې بندیان هر یو په خپله کوټه کې وو، چې دروازو ته یې قلفونه لویدلي وو او د درو کوټو پر سر یو تن عسکر چې هغه هم د قول اردو عسکر وو پېره کوله.
                      هغه شکنجې چې ما په دغه محبس کې ولیدې په یوه، دوه، درو پاڼو کې نه خلاصېږي او یو پنډ کتاب غواړي او که یې دلته یادونه کوم اصل مطلب راڅخه پاتې کېږي.
                      د کندهار په سیاسي محبس کې د بندیانو د محاکمې لپاره نوی سیستم جوړ شوی وو، چې هغه هم د عدالت، قانونیت او مصونیت د شعار زېږنده وو.
                      یعنې اوس، اوس اعدامونه د رسمي دوسیو له لارې ترسره کېدل چې اختصاصي څارنوالۍ او اختصاصي محاکمو به په دو یا درو جلسو کې ترسره کول.
                      د قوس د میاشتې ۲۵ مه نېټه وه، چې د اختصاصي محکمې قاضي زه او څلور تنه نور بندیان چې ټول پوځي افسران وو، د دوسیې د نهایي حکم د اورېدو لپاره په محبس کې د محکمې مُقر ته لاس تړلي او پښې تړلي ور وغوښتو.
                      ډګروال دادالله خان چې اوس متقاعد دی او د کابل په مکروریانو کې اوسي په محکمه کې ولاړ وو، دغه ډګروال د کندهار د دوهم نمبر قول اردو د استخباراتو رییس وو.
                      جګړن ښایسته خان خروټی چې اوس د کورنیو چارو په وزارت کې افسر دی، نوموړی هم د محکمې په مخ کې ولاړ وو، چې د محکمې د رسمي جلسې له پیل کېدو سره جوخت ووتل، جګړن ښایسته خان ډاډ راکړ، چې مه وېرېږﺉ څه نه کېږي، خو ډګروال دادالله هېڅ ونه ویل.
                      چې څرنګه د اختصاصي محکمې جلسه پیل شوه، نو یوه خیټور ډګرمن چې په کندهارۍ لهجه یې خبرې کولې د جګړن شجاع الدین خان فیصله واوروله.
                      جګړن شجاع الدین د پروان د غوربند اوسېدونکی وو او انقلاب ته د خیانت په تور په اعدام محکوم شو. شجاع الدین خان د فیصلې په اورېدلو سره ضعف وکړ او عسکرو په ځولۍ کې خپل اتاق ته ورساوه.
                      دوهم وار زما وو، قاضي یو ځل ماته وکتل او بیا یې دوسیې ته وکتل، ټنډه یې تروه کړه او پوښتنه یې وکړه؟
                      ـ څو کلن یې؟، ما ژر ځواب ورکړ اتلس کلن یم! ډېر افسوس یې وکړ او بالاخره ماته یې هم د اعدام سزا واوروله.
                      پرېکړه یې داسې لیکلې وه:
                      د ثابتو شواهدو پر بنا تاسو عیسی محمد د حاجي اختر محمد زوی، د زابل ولایت د شا جوی ولسوالۍ اوسېدونکی د انقلاب پرضد د وسله وال فعالیت د جرم په ارتکاب په سخته سزا محکوم یاست.
                      مربوطه څانګه دې ستا د اعدام سزا ژر تر ژره تطبیق کړي. زه بهر راووتم او له ما وروسته نور تورن کسان چې دوسیې یې بشپړې وې ور وغوښتل شول، چې هغوی هم په اعدام محکوم شوي وو.
                      د قوس له پېنځه ویشتمې بیا د جدي تر شپږمې پورې زموږ کوټې د اعدامیانو د کوټو په نامه مشهورې وې.
                      ټولو توبو ته ملا تړلې وه، خو زما په کوټه کې نه جای نماز وو او نه فرش او ظرف په یوازې توب کې مې د خپل تېر ژوندانه خاطرې را په یادولې.
                      د جدي پر اوومه ورځ شور او غوغا جوړه شوه، عسکرو نارې وهلې چې دا د اعدامیانو کوټې دې مه یې خلاصوﺉ.
                      خو یو تن جګړن راغی او ټول یې خاموشه کړل، ده په لوړ اواز وویل: عفوه د ټولو لپاره ده، اعدامیان هم خوشي کړﺉ او بیا زه د جدي پر ۸ ورځ بېرته ژوندی شوم.
                      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                      Comment


                      • #41
                        کمپاینونه؛ دوکانونه

                        خلک وایي، چې د ګټې سیزن دی، دغه د سیزن په معنی نه پوهېدم، ځکه چې انګریزي مې دومره نه وه پیاوړې چې په لغت باندې سم وپوهېږم.
                        د میزان د میاشتې په نیمایي کې به د مڼو سوداګر سیمې ته راغلل او د چا چې به باغ له مڼو ډک وو، نو د روپو همیانۍ به یې هم له روپو پړسېدلې وه.
                        د مڼو د خرڅلاو موسم ته به یې د ګټې موسم ویلو، نو ما هم دا انګېرله چې ګنې سیزن موسم او فصل ته وایي.
                        پر کابل باندې یو ځل بیا د ګټې سیزن را برابر شوی دی، خو دا موسم په مني کې نه په ژمي کې راغلی دی. د کاندیدانو په دوکانونو کې دلالان د رایو، قومونو، خېلونو، سازمانونو، حزبونو او ګروپونو په خرید او فروخت بوخت دي.
                        ډېرو دلالانو هر ډول مصروفیتونه شاته پرې اېښي دي او یوازې د کمپاین په کاروبار بوخت دي، د ولس په منځ کې په اصطلاح د اغېزې او آثر څښتن دلالان د خپلو قیمتونو او بیو د لوړوالي لپاره له راز، راز تاکتیکونو څخه کار اخلي.
                        ډول، ډول طریقې یې بازار ته را اېستلې دي، د خپلو متعلقه خلکو د مالکیت قبالې، اقرار خطونه او د اجارې مستند کاغذات د کمپاین په بازار کې نوی رونق او نوی رنګ لري.
                        یو دلال د بشپړ ولایت د ۷۰ فیصده رایو د مالکیت د دعوی کاڼی په ټټر وهي، خو بل دلال بیا د یوې قبیلې د سل فیصده رایو څښتن دی او کره اسناد هم ورسره موجود دي.
                        یو بل دلال بیا کرایي قومي متنفذین په وندر پېیلي دي او لکه د ګنج پسونه ډګر پر ډګر یې سودا ته غورځوي.
                        یو بل دلال بیا د پلاني کاندید لخوا د یو لک ډالرو یو ضد مرمۍ کروزینک او په راتلونکي حکومت کې د یوه کلیدي وزارت وړاندیز او پېشنهاد په لغته وهلی دی او غواړي چې په یو میلیون ډالرو دوو کروزینګونو او په راتلونکي حکومت په دوو وزارتونو باندې ځان خرڅ کړي.
                        یو بل دلال چې پر اسمان ستوری نه لري او پر ځمکه سیوری د پېنځو لکو پخو رایو مالک دی او پر داسې کاندید یې د خرڅولو نیت لري، چې په اول قدم کې پېنځه لکه ډالر نقد ورکړي او بیا په حکومت کې د ګمرک ریاستونه ورته ومني.
                        زموږ د کلي د بدرۍ ترور زوی ځونډي ګل ځونډی هم بازار ته راشیوه شوی، یعنې راغلی دی او غواړي چې درې میاشتې د بادامو او ممیزو کاروبار ته رخصت ورکړي او د کمپاین په بازار کې کاروبار وکړي، که یې کاروبار سور پیدا کړ، نو وګڼه چې ځونډی ګل به هم د لسو کالو د خوارۍ مزدورۍ په اندازه شوړه ووهي.
                        د ځونډي ګل تر راتګ پورې مې خان قره باقی را په یاد شو. د ثور پر اوومه چې د محمد داؤد خان تخت چپه شو، نو خلکو به د نور محمد تره کي په ستاینه کې شعرونه او سندرې ویلې.
                        د فرمانونو ستاینه به یې کوله، د کارګرو او بزګرو د حکومت هرکلی به یې کاوه او د ثور د انقلاب پر شا کېدونکي حرکت (؟!!) به یې په نغمو، اتڼونو، ډولونو، مارشونو او سرودونو کې ستایلو. په دې مېنځ کې خان قره باغی هم میدان ته راووت او سندره یې جوړه کړه:
                        اتم نمبر فرمان چې دا خلقي دولت اېستلی دی
                        پېغلو او ځوانانو دا په سر، سترګو منلی دی
                        نو خان قره باغی هم دې میدان ته راوتلی دی
                        خدای دې خان قره باغي ټول ګناهونه معاف کړي او قاتل دې یې د جهنم او تاترین دوزخ میلمه شي ښه سندرغاړی وو، تش ځای یې نه ډکېږي، ما لیدلی وو، متواضع او کلیوال سړی وو.
                        د پاچاهۍ په هوس کې ډېر میدان ته راوتلي دي او داسې باد را الوتی دی، چې د سردارۍ او سرورۍ فکر یې د ډېرو له مغزو سره مښلولی دی.
                        په کابل کې لس تنه پاچاهۍ ته ولاړ دي او په سلهاوو نور د پاچا سازۍ په کاروبار کې د ګټې موندلو په منډه کې سرګردانه او لالهانده دي.
                        پخوا به خلکو ویل، چې پاچاهي متولیان لري او چې متولیان خفه شي نو د پاچا تخت چپه کېږي، خو اوس پاچاهۍ په متولیانو پورې اړه نه لري او د متولیانو ماهیت پر بله خوا اوښتی دی.
                        اوس د سرمایې د نوي فرهنګ له برکته پاچاهي هم د بزنس بڼه غوره کړې ده او کاپیتالېزم هغه متولي دی چې پاچا ټاکي او پاچاه بېرته له تخته را کوزوي.
                        خو د کاندیدانو په مارکېټ کې دا ځل د پاچاهۍ دعوی لرونکي دوکانداران له ډول ډول سوداګریو، معاملو او خاصو تاکتیکونو سره سرګرم دي.
                        نه مرام شته، نه پروګرام شته، نه دین شته، نه اسلام، نه د حضرت عمر عدالت شته، نه د رسول کریم (ص) د صدر اسلام حکومت شته.
                        بس سوداګري ده، تجارت دی، بزنس دی، کاروبار دی او د ضمیرونو بازار دی.
                        زما د ماشومتوب د زمانې خروټي سندر غاړي محمد ګل دادا به په بدله کې دغه مسرۍ ویله چې:
                        عالمه مینه مینه نشته
                        سوداګري ده یو پر بل یې خرڅوینه
                        یو پر بل د خرڅلاو جمعه بازار لګېدلی دی، کابل جمعه بازار دی، کابل د انتخاباتو د سیزن بازار دی او کابل د افغانستان د ملي وجدان د اجارې سماوار دی چې خلک په کې د سودا ګیلاسونه ډکوي او تشوي.
                        ویل کېږي، چې ټول کاندیدان د استخباراتي خزانې له خزانه دار څخه نقدي روپۍ وړي او د استخباراتي خزانې سخي خزانه دار هم په خلاص مټ د درهم او دینار سخاوت کا، ترڅو نړۍ وپوهېږي، چې په افغانستان کې د امریکا دیموکراتیک ماموریت بالاخره یو په نفرت کې ډوب افغانستان له کرکو او نفرتونو څخه واېست او د جنتي ډیموکراسۍ پر نیکمرغه ټغر یې کښېناوه.
                        خو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ اصالت هم له هماغه ګواښ سره لاس او ګرېوان دی، له کوم ګواښ سره چې د چپ دیموکراتیک جریان افراطي تندي ټکر وخوړ او وجود یې داسې پاش، پاش شو چې تر اوسه پورې یې لا کودړي چا نه دي راټول کړي.
                        زما په اند کچېرته په رښتیا هم د چپ ډیموکراتیک جریان سیاسي تګلاره د افغان وطن د طبعې روح او روان له غوښتنو سره په پخلاینه کې غځېدلې وای، نو نن به ډیموکراسي د بازار د سوداګرۍ په متاع نه وای بدله، بلکې ډیموکراسي به د افغان وطن پر لمن د هستوګن انسان د سیاسي ارادې په داسې تابلو باندې بدله شوې وای، چې زموږ د ملي نصایحو غوره رنګونه به په کې له ورایه ښکارېدلو، خو اوس زموږ هېواد د یوې نیابتي جګړې ډګر دی.
                        ډیموکراسي هم د نیابتي شهوتونو د اشباع کېدلو په چلکه خانه او روسپي خانه بدله شوې ده، ځکه چې دلته ډیموکراسي د افغانستان د ملي وجدان د تصمیم له دایرې څخه وتلې ده او د سوداګرۍ په متاع بدله شوې ده.
                        خدای دې رحم وکړي
                        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                        Comment


                        • #42
                          کره څیړنه

                          اوس له ورایه ښکاری چی امریکا د طالب او حکومت په جگړه کی گټی ترلاسه کوي له همدې کبله د سولې او امنیت موضوع په لنډو کې مهال بریښی د دی مطلب د سپیناوی ښه بیلگه د ایمل فیضی مرکه د امریکا رادیو سره بلل کېدای سی د ولسمشر ویاند وویل چی ملا برادر د امریکا د توافق په صورت کې کامله ازادی ترلاسه کولای سی او د سولی په بهیر کې لوبیدلای سی یعنی تراوسه امریکایان موافق ندی د سولی په لاره کې د افغان حکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړی نو ځکه ویل کېدای سی چی امریکا او باکستان دواړو د افغانستان د جهاد د پیل څخه د افغانانو به وژولو او افغنستان ورانولو کې سیمه ایزه گټی لټولی دی نه داچی پر افغانستان یی د تجاوز په وړاندی د ازادۍ ملاتر کړی وی. هغوی دواړه وتوانیدل د جگړی په لمړی لسیزه کې د افغانانو د قربانیو او افغانستان ورانولو په بیه خپل نړیوال حریف شوروی اتحاد او وارسا پر گونډو کړی ٰباکستان اټومی کړی لویدیځ او ختیځ جرمنیان سره یوځای کړی ختیځه اروبا خپلواکه کړی او په منځنی اسیا کې خپلواک هیوادونه رامنځ ته کړی په دی ډول د لویدیځوالو واک پر نړۍ نور هم پراخ سو اوس امریکا او باکستان قدم وړاندی ایږدی او نوری گټی لټوی تیرو ته په کتو د هغوی گټی د افغانستان د جگړی به دوام کې نغښتی دی نو ځکه د جگړی ختمیدل دنورو گټو پای ته رسیدل تلقی کوی ځکه یی منل ورته گرانه ده.
                          اوس چی د یوی لسیزی په دوران کې د ولس یوی برخی څه ناڅه احساس د ارامتیا کړیدی او ژوند یی په تدریج د عادی کېدو په لوری روان دی امریکا او اندیوالانو یی د افغانستان په وړاندی یوه نوی تبلیغاتی سړه جگړه پیل کړیدی که تیره یوه میاشت د ازادی رادیو او بی بی سی د خپرونو لنډه څیرنه وسی نو داسی بریښی چی لویدیځوالو د امریکې په مشری د افغانستان په وړاندی روانی جگړه په لاره اچولی ده. وړاندی ترهغه چی طالبان و حاکمیت ته زیان واړوی امریکا په پروپاگنډو غواړی حاکمیت د ولس په وړاندی بی اعتباره او ناتوانه وښیی.هغه حاکمیت چی د دوی د ارادی بر بنسټ رامنځ ته سویدی او یوه لسیزه یی د هغه ملاتړ کړیدی. که په افغانستان کې رهبری سالمه نه وی نو دا دیارلس کاله ولی ناتو د هغه مالی او بوځی ملاتړ کاوه، په نریواله تولنه کې یی خاص ځای ورکړ، نړیواله اقتصادی غونډی یی ورته تنظیم کړی او که رهبری پخوا ښه وه صرف اوس چی د امنیتی تړون د عقد به بهیر کې د ملی گتو ساتنه کوی نو بیا بد دۍ فکر کوم دا به د امریکا لپاره ښه دریځ نه وی.
                          د افغان حکومت او امریکا ترمنځ روانی لفظی شخړی د بی ثباتی او ناامنی یوازنی عامل کېدای سی نو اوس پوښتنه را ولاړیږی چی طالبان افغانستان بی ثباته کوی او که امریکا؟ افغانانو یو بت مات کړ خو بل لوی بت یی ځانته جوړ کړ او اوس نباید د وارخطایی څخه نور واړه بتان جوړ کړی.د امریکا او پاکستان فشار باید ددی سبب نسی چی پر هند ،چین او روسیی نامناسب او افراطی حساب وسی. د بلان له مخی غربی رسنی افغانان د نامعلومی راتلونکې په نوم تهدید وی هرهغه عمل چی په ولسونو کې دهشت ، ویره او وارخطایی خپروی هغه عمل بیا نور مفاهیم لرلای سی چی د امریکا لپاره مناسب ندی. تر اوسه هغه اسمان دۍ او دا ځمکه هیح هم ندی پیښ سوی خو غربی راډیوگانی کله وای که موږ د افغانستان څخه ولاړو نو کورنی جگړه به پیل سی کله وای هغه ولایت به سقوط وکړی کله وای دغه ولسوالی به سقوط کړی کله وای پانگی د هیواده ووتی او نور او نور. دا په داسی حال کې چی وړاندوینی یی هم د غرضه ډکې بریښی نو ایا د دوست هیواد په وراندی دا دول چلند مناسب دی؟.
                          که افغان مشران سره یو نسی او د بیلو بیلو بهرنی هیوادونو سره پر اړیکو بیا کتنه ونکړی نو هم به دوی ورکېږی او هم به د هیواد ځمکنی بشبرتیا ته زیان واوړی د طالب او حکومتی به نوم به جنگول کېږی او د پردیو گټو لپاره به قربانی کېږی. تر پرونه ویل کېده چی طالب ناتوانه کمزوری او له منځه تللی دی خو نن چی د بهرنیانو د وتلو وخت رارسیدلی دی حکومت په طالب تهدیدوی داسی شیی چی که د امریکا غوښتنی و نه منل سی نو طالب به ټول ووژنی او لاسته راوړنی به ټکنی سی. هیره دی نه وی چی طالبان هم افغانان دی له یوی خوا یی امریکایان وژنی له بلی خوایی باکستانیان به زندانو کې وژنی او یا یی گوانتانامو ته تسلیموی. په افغانستان کې ملیتی تفریقی ژبنی تبعیض او سمتی اختلافات د لویدیځی بالیسی مهمه برخه ده. د دموکراسۍ ترنامه لاندی افغانی کلچر او دود گواښل کېږی دهیواد په لیری پرتو سیمو کې شځی وژل کېږی په بدو کې ورکول کېږی پزی او شونډی یی پری کېږی اجباری ودو ته مجبوره کېږی خو په کابل کې څو دگوتو په شمار نازولی ښځی د ښځو د ازادی به نامه د بهرنیانو د توجه په محراق کې واقع سوی دی ډالری تنخوای اخلی په لوکسو موترونو کې د باډیګاردانو سره گرزی هفته او چهارشنبی لویدیځو هیوادو ته سفرونه کوی د وکېل وزیر او سفیر به نومونو نومول سویدی هغوی هم د کورنۍ په مشوره هڅه کوی ځانونه نور هم دموکرات، ازاد او لویدیځ پلوی وښیی ترڅو نورهم و نازول سی.
                          په ننۍ نړۍ کې د دموکراسۍ مفهوم هم مغلق سویدۍ هر هیواد کولای سی د خپلو موخو د توجهه لپاره د دموکراسۍ او یا تروریزم کلمات وکاروی خو په افغانستان کې یی دموکراسۍ ته یوه توره هم په لاس ورکړیده دا توره ډول ډول ریسرجونه یا ( سروی گانی) دی چی په نړۍ کې یوازی زموږ د هیواد د راتلونکې په هکله ترسره کېږی گاهی امریکایی استخبارات ریسرج کوی او به خبل زعم راپور وړاندی کوی کله هم انګریزی جنرالان ورته او هماهنګه څرګندونی کوی گاهی هم نامعلومی مراجع د غیر دولتی نهاد به نامه ریسرج ترسره کوی او بیا خپلی موخی پکښی رانغاړی تر ټولو د پام وړ دا چی ریسرجونو مختلفو اړخونو ته اشاری لری اما یو ټکۍ په ټولو کې شریک وی هغه داچی وای د افغانستان خلگ په هیواد کې د امریکایانو شتون غواړی. له همدی ځایه د ریسرج موخه څرگندیږی غواړی د افغانستان تاریخ بی ارزښته وښیی. روښانه او منل سوی حقیقت خو دادۍ چی افغانستان د خبل شتون به اوږدو کې هیڅکله هم بهرنی عسکر په خپله خاوره کې ندۍ زغملۍ د افغان انگلیس جگړی او د افغان شوروی جگړه ژوندۍ بیلگی دی نور دی خدای داسی جگړه نه راولی چی نوم یی د افغان ناټو جگړه وی.
                          به تیره یوه میاشت کې امریکا گواښنه کوی چی که موږ پښی سپکې کړی نو افغانستان به تباه سی انسانان به یو او بل سره وخوری او نور . دا ډول گواښنی یوازی د امریکا پرستیژ ته زیان اړولای سی د نړۍ د سوپر طاقت او یو جگړه ځپلی او ناداره هیواد ترمنځ ناندرۍ غربی اعتبار ته تاوان رسوی او د دی گواښونو موخه هم د حقایقو تحریفول دی . راسی لږ شاته وگورو چی ایا بهرنیان په افغانستان کې د ټیکاو او امن سبب سویدی او که د ناامنی او بی ثباتی شرایط یی برابر کړیدی؟. ولس شاهد دی ترهغه چی بهرنیانو په افغانستان کې شتون نه درلود ټیکاو او امن شتون درلود ملیتی او ژبنی توپیرونه اصلا مطرح نه وه کله چی د بهرنیانو بښه په افغانستان کې ایښول سویده د ټیکاو او امن کمبله ټوله سویده او ولس د تبعیضی چلندو و اور ته ټیل وهل سویدۍ. که دا گواښ حقیقت وی چی د امریکایی پوځیانو په وتلو امن ټکنی کېږی او ولایات او ولسوالی د ستونځو سره مخ کېږی نو ایا د دوی په څورلس کلن شتون کې امن او ټیکاو شتون درلود؟ ایا ولسوالیو سقوط ندی کړی؟
                          د خوشحال بابا د احساس ښکلا وګورۍ
                          لا تر اوسه یی ماغزه بر کرار ندی = چا چی زما سره وهلۍ سر به سنگ دی
                          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                          Comment


                          • #43
                            يوه ولس ته دوه ډالۍ

                            لغمان ته په غځېدليو لويو لارو پوليس ولاړ وو، د تالاشيو په پوستو کې کلکه تالاشي کېده، ښار کې ګڼه ګوڼه کمه تر سترګو کېده، بې ځايه يې کراچۍ نه پرېښودې، موټرو ته هم هر ځای د ودرېدلو اجازه نه وه، په مهترلام مرکزي روغتون کې اداري پرسونل په بيړه ښکاريده، داسې اوتر- اوتر ښکته پورته کېدل لکه د ليسې شاګردان چې د ازموينې په ساحه کې د ښوونکي انتظار باسي، د روغتون په انګړ او خونو کې کلکه صفايي روانه وه لکه د چاپيريال ساتنې ورځ چې وي، د روغتون د ريس خونې ته ورغلم او د خپل ناروغ په اړه مې ورته وويل، هغه ډاډ راکړ او راسره یې ژمنه وکړه چې متخصص ته به د ناروغ د مکملې معاينې او جدي مراقبت هدايت کوي، په خپله يې بخښنه وغوښته او ويي ویل: زموږ وزير صاحبه راځي زه لږ بيړه لرم که اجازه دې وی زه به لاړ شم. ما ويل وزيره صاحبه لغمان کې څه کوي خير خو به وي! زياته يې کړه له خيره سره د يو سل بيستريز روغتون ډبره ږدو که د خدای جل جلاله رضا وي ډېرې ستونزې به مو ورسره کمې شي.
                            که څه هم د روغتون د جوړېدو چارې به درې کاله نيسي خو خلک ورته ډير زيات ليواله وو، د روغتون په انګړ کې د ټولو خلکو په خوله کې لکه د اختر مبارکي د روغتون خبرې اوښتې را اوښتي. ډاکټرانو د امکاناتو د لږ شتون څخه د خلاصي يواځينی هیله ګڼله او ناروغانو د خپلو ناروغيو د درملنی يواځینی مرکز.
                            د کرزي صاحب حکومت او عامې روغتيا وزير صاحبې ته مې زړه دعا وغوښتي، په شفاخانه کې مې لا د خلکو سترګو کې دومره خوښي نه وه ليدلی، فکر مې کوه د کوم واده په مراسمو کې یم.
                            د روغتون ډبره کېښودل شوه، مراسم پاي ته ورسېدل، د روغتون د اداري پرسونل زړونه هم ولګېدل، وزير صاحبه بېرته کابل ته لاړه، ما هم مازيګر مهال غوښتل کابل ته لاړ شم، غوښتل مې يو ځل بيا د خپل ناروغ پوښتنه وکړم او د وروستي ځل لپاره خپل دوستان يو ځل بيا د روغتون له ډاکټر صاحبانو او ريس صاحب سره معرفي کړم، په همدې موخه روغتون ته لاړم، په روغتون کې د پوليسو رنجر موټرونو ولاړ وو، ګڼه ګوڼه بيخي زياته وه، ماويل لکه چې وزير صاحبې د امنيتي ملحوظاتو له مخې موږ ته د کابل د تلو وويل خو دا روغتون ته راغلې ده.
                            لږ وړاندې لاړم د دروازې پهره دار راته د موټر د پارک کولو اشاره وکړه، موټر مې پارک کړ او روغتون ته دننه شوم، کشری ورور مې په مخه راغی ترينه مې د حال احوال پوښتنه وکړه راته يې وويل: شيبه وړاندې د مراسمو د خرابولو لپاره اماده شوي توغوندي په يو کور را وتوغول شوي، درې ماشومان او يو شل کلن ځوان يې ټپی کړی ده، پوليس د مخکې تګ اجازه نه ورکوي نه پوهيږم چې وضيعت به يې څنګه وي.
                            ما چې د روغتون له نږدې ټول پرسونل سره پېژندل له ډاکټرانو سره مل د عاجلې خونې په لور وخوځېدم، په هماغه څوکۍ چې سهار پرې د روغتون د ډبرې ايښودنې ګرم بحث روان وو درې ميندې ناستې وې ټول بدن يې لړزې اخیستی وه او د خپلو تنکيو ماشومانو او ځلمی ځوی د سر خير يې غوښته، اوتر – اوتر يې کله بيړنۍ خوني او کله د عمليات خوني ته کتل، له هر اواز سره به له چوکۍ پورته شوې او بيا به بيرته کښيناستلې، ځمکې ورته ځای نه ورکاوه.
                            د عمليات له خونې يو ډاکټر را ووت او ماته يې سر وخوځاوه، دا د دې ولس حال دی، تا خو وليدل دا دواړه ډالۍ همدې يوه ولس ته دي نور څه يې هم غوښتل چې و يې وايي خو ښايي کور يې له ښار نه کومه لويشت فاصله لرله ځکه خبره يې نيمه کې پرېښوده او بېرته د عمليات خوني ته ننوت.
                            د جدي ۱۴ مه مهترلام


                            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                            Comment


                            • #44
                              سيمه ييزو طاقتونو لاس پاكونى جوړ شوي جنګېږي او مړ كېږي، پښتون په ځانګړې توګه قبايلو ته دي وويل شي (امريكا، عرب دنيا، پاكستاني جرنېلان، مذهبي سياسي مشران، رسنۍ او داسي نور دي ورته وايي) چې اسلام په سرحدونو باندې باور نه لري، په افغانستان كې د سوويت يونين په خلاف جګړه او مړي كېدل ديني او قامي فرض دى، دا چې له عرب او عجم څخه مجاهيدين راغلي وو او هغوى ته په خپلو كورونو كې پناوې وركړل شوې وې او د هغوى نصرت كول ستاسو ديني، اخلاقي او قامي فريضه وه، كه په دغه لاره كې تاسو ژوندي پاته شوئ نو غازيان ياست او كه مړه شوئ نو شهيدان ياست، چې هغوى همداسي كول، خو كله چې د دغه مجاهدينو په مقابله كې په افغانستان كې طالبان راووتل نو بيا نو د لاهور، كراچۍ او اسلام اباد عالمانو فتواوې وركړې، مذهبي او سياسي رهبرانو ترغيب وركړ او جرنېلانو هغوى مجبور كړل چې د دغه مجاهدينو په وړاندې د طالبانو ملګري شئ، دغه وجه ده چې ټول پښتون په ځانګړې توګه قبايلو پښتنو جلالدين حقاني او د هغه په رنګه نور مشران د سر پر سترګو كښېنول، شمالي وزيرستان د افغان مجاهدينو مركز جنرل اختر عبدالرحمن او جنرل حميدګل جوړ كړى وو، څنګه چې د دغه جلالدين حقاني او نورو طالبانو مركزونه د بېنظيربهټو او نوازشريف د حكومتونو په وختونو كې د هغوى سړو ته ورپاته و
                              ccna-certification http://ccna-certification.us
                              free-braindumps free braindumps
                              leather-jacket jackets
                              mywritingjob http://www.mywritingjob.com

                              Comment


                              • #45
                                ليكنه:سليم ساپى
                                ژباړه: حبيب الرحمن تاثير، كوټه
                                Alhamdulilah...for everything

                                Comment

                                Working...
                                X