Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    دپښتنودیووالي لپاره سیاسي هسې اوکه دپښتن

    کله چې دامریکاپه متحده ایالاتوکې دسپټمبرد۱۱ مې پېښه رامنځ ته شوه هغه وخت امریکا اودهغوی ملګرودپیښې پړه په اسامه اودهغه په ملګروواچوله ، اودایې دافغانستان تسخیراونیولوته یوه په لاس جوړه شوې لویه بهانه وکاروله.
    لنډه داچې دوی په افغانستان پوځي یرغل وکړ، دطالبانوداسلامي امارت اداره یې ړنګه کړه ، اوپرځای یې دبون دتش په نامه توافقاتودغوښتنې له مخې ت حامدکرزی ترارګه راورساوه ، موقته ، اوانتقالي دوره پای ته ورسیده ټولټاکنې وشوې په لومړي دوره کې پښتنوپه لوی اکثریت دیوه پښتانه ریښتیني استازي اوددوی دحقوقودمدافع په توګه کرزي ته رایه ورکړه ، کومې هیلې چې پښتنوله کرزي څخه درلودې ترډېره بریده ترسره نه شوې، دکرزی له لومړۍ انتخابي دوره کې پینځه کاله پښتانه له هرډول پرمختګونوڅخه محروم پاتې شول .
    دوهمې دورې لپاه بیا کرزي هلې ځلې پیل کړې پښتنوته یې ځان خپل استازي وروپېژناده خو خوشباوره پښتنوبیا هم په لویه پیمانه رایه کرزی ته ورکړه کرزي له پښتنواودهغوی له مشرانوسره ډول ډول ژمنې وکړې ، کومې غوښتنې چې پښتنودرلودې بیا هم یوه ترسره نه شوه ، دکرزي له لومړي انتخابي درورې څخه لازیات پښتانه په یوه اوبل نامه وزورول شول ، کورنیواوبهرنیوکړیودپښتنودقومي مشرانو، مخوروشخصتونو، روحانیونو، میرمنوکوچنیوپه وژلو، زنداني کولو، په سپیوخوړلواوداسې ناتارانولاس پورې کړچې تاریخ ورته ګوته په غاښ اوحیرانیږي، یعني دکرزي په دولس کلنه توره دوره کې له پښتنوسره داسې ظلمونه وشول چې دانساني تاریخ په تېروپړاوونوکې دهیڅ کوم بل قوم اودخاورې له اصلي وراث سره نه دي ترسره شوي ،جګړه په پښتنووتپل شوه ، دسیمه ييزوپولیسوپه نوم ډلې دبهرنیوپه لمسه جوړې شوې ترڅوپښتانه ووژني اویې زپی ، پښتانه له خپلوپلرنیوټاټوبوکډه کولوته اړکړي ، چې په ارزګان کې دشجاعي اودهغه دملګروظلمونه اودپښتنووژنې یې مهمې بیلګې دي ، په کندوزکي هم دځینولږکیوله خوا پښتانه په یوه اوبل نامه ووژل شول دملي امنیت په داره کې داسې معصب کسان په قصدي توګه په دندوګمال شول چې له لولاریويې دپښتنودسیمومشران اوځوانان راوګرځول له وهلوټکولووروسته یې له طالبانوسره دتړا په نوم په کلونوکلونوبند محکوم کړل ، دپښتنوپه سیموکې دبیارغونې چارې ترسره نه شوې ، دعلم اوپوهې له غوره نعمته بې برخې پاتې شول ، دلوړوزده کړوپه برخه کې ورسره داسې درغلۍ وشوې چې یوځانګړي قوم ځوانان پوهنتونونوته بریالي اوپښتانه ځوانان په پرلپسې توګه ناکام پاتې شول ، اوپه لوی لاس یې دګاونډیودرنوکارونوته مخه کړه اودوی دبهرنیو ددسیسوپه پایله کې ددارپه کړیووځړیدل اواوس هم دبهرنیوهېوادونوزندانونه پرې ډک دي ، دوکتورا، ماسټری ،لسانس نیمه لوړوزده کړو، اوسکالرشیپونوته دپښتنوځوانانومخه ډپ شوه ،په حکومتي واک کې تش په نامه پښتون کرزی یواځی دپښتنوداستازي په توګه ناست وه اوچارې ټولې دهغه لومړي اودویم مرستیال کنټرولولې ، اواوس هم دغه لړی په ترپ اوخرپ کې روانه ده بهرنیوسفارتونوته په لوی اکثریت دنوروقومونوخلک وروپیژندل شول ، په حکومتي اداروکې په دې نامه پښتانه ځوانان په نده ونه ګمارل شول چې چې په دري ژبه نه پوهیږي ، ځینولوړپوړوپښتنومشرانوپه تېره انتخابي لس کلنه دوره کې دملي مصلحت اودنه تعصب په نامه په هیڅ یوه اداره کې یومکتوب هم په پښتوونه لیکه اونه يې په کنفرانسونوکې خپلې خبري په خپله مورنۍ ژبه پیل کړې ، دپښتوژبه اوپښتانه په دغه دوره کې دوژونواوځانمرګوپه نامه ونومول شول ، دپښتوژبه اوویونکې یې په هره برخه کې له پامه ولوېدل، دپردیوفرهنګي یرغل ته پوره پوره لاره خلاسه شوه ، جمهورریس کرزي اونوروپه محکومتي واک کې شریکوچارواکوسیاستوالواوپه ځانګړي توګه پښتنوددغوټولوستونزواوننګونوننداره کوله اوهیڅ دحل په بدیلولارویې ژورفکرونه کړ.
    ددغومسولینوکړنوته په کتنې سره دشاعرهغه بیتونه رایادیږي چې وايي .
    څوک چې دپښتوپه نوم ښاغلي دي – همغه دپښتوپه مرۍ غلي دي .
    راځم اصلي موخې ته چې پورته حالت پښتانه مشران ، ځوانان ، سیاستوال ، دګوندونواوسیاسي خوځښتونوغړي سخت وزورول اوتریوه بریده یې په خپلومنځونوکې هوډ وکړچې دوی باید پښتانه له دغه بد حالت وژنواوزورونووژغوري ، دوي پرېکړه وکړه چې پښتانه باید ددې خاورې داصلي وارثیونوپه توګه په سیاسي واک کې غوښنه برخه اوونډه ولري اوداسې څوک باید په راتلوونکي کې خپل ولسمشراستازی اوزعیم په توګه وټاکي ترڅوترڅودزورېدلي هېواد اوپه ځانګړي توګه دپښتنوپه ټپونودمرهم پټۍ کیږدي .
    څرنګه چې اوس دټولټاکنوخپلواک کمیسیون دجمهوري ریاست اوولایتي شورا ګانودټولټاکنولپاره ۱۳۹۲ کال دوري دمیاشتي شپاړسمه نېټه اعلان کړې اوهیله کیږي چې په دغه نېټه به په ټول هېوادکې ټولټاکنې وشي ، کله چې دټولټاکنونیټه اعلان شوه اودغه خبردپښتنومشرانواوځوانانوغوږونوته ورسيده تربل هروخته زیات متوجه شواوکوښښونه يې پیل کړه ترڅوخپل پخواني جوړشوي ګوندونه بیا راورغوي ، ملګروسره ناستي ولري ، دوی دغه لړي دتېروڅومیاشتوراهیسې پیل کړې اواوس په پوره زورکې مخ په وړاندې روان دي ، څومره چې زه ددغوپښتنوګوندونو، سیاسي خوځښتونو، اوټولنودمشرانودمنځ له خبروخبرېږم ، ددوی په کاغذ لیکل شوي کړندلارې سره ورته دي ، احساس دټولوسپیڅلی دی ، یواوورته ارمان لري چې هغه دپښتنویوالی اوپه راتلونکي سیاسي مشرتابه کې دیوه ښه اداره کونکي ، مدبر، اودپښتنوګټوته ژمن شخص لټول اودولسمشرۍ ترکرسۍ رسول اوکینول دي .
    خوترډېره بریده چې زه خبریږم دوي هرشپه ، هره غرمه ، اوهرسهارپه خپلومنځونوکې ناستې لري اوپه دې بحثونه کوي چې څنګه سره دهېواد په پلازمیني کابل اونوروولایتونوکې داسې پروګرامونه ولروچې پښتانه سره یوکړو اوتریوه چترلاندې راټول شو؟
    په پلازمینه کابل اودهېواد په ځینوولایتونوکې ورته هڅې روانې دي ، کله چې دوي دپیوستون اویوالي لپاره جوړه شوې غونډه کې راټوليږي ، دهرګوند ، ټولنې اوخوځښت مشران اوغړي کوښښ کوي چې دبل ګوند ټولنې اوخوځښت غړوته داسې وروښایي چې مونږ ترتاسې ډیرمخکې یو، له مونږ سره په ټول هېوادکې خلک همغږي دي ، مونږ خپلې هسې له تاسې څوکاله وړاندې پیل کړي ، تاسې باید زمونږ خبروته غوږونیسی اوخپل ګوند زمونږ دکړنلارې تابع وګرځوۍ یعني تاسې باید له مونږسره یوځای شۍ ، نه داچې مونږ له تاسې سره یوځای شو، کله ناکله دوي په خپلوکې یوپربل نیوکې کوي اودځینوغړوتېروناسموکړنوته اشارې کوي ، اودتمسخرپه ډول وايی چې پلانکی خان له دوی سره وي نودابه څه ګوند ټولنه اویا ساسي خوځښت وي ؟ دبل ګوندغړي بیا په هغوی نیوکې کوي .
    ترکومه بریده چې زه خبریم هیڅ یوپه بل پسې نه ځي اوکوښښونه داسې روان دي چې نوردځانونوتابع کړي .
    که ریښتیني موخه داوي چې پښتانه سره یوشي اودکرزي دتېرې دولس کلنې تورې دورې دپای اودیوه داسې مشرتابه لټه وي چې پښتانه له روان بدحالت اوناورین څخه وژغوري نوبیا خوباید په خپلوځانونوکې یوبل ته دتېرېدنې اوزغم قوت پيداکړي ، دوی باید داوړتیا ولري چې پښتانه سره په یوټغرراټول کړي ، اوکه هریووايی چې زه من یم ، اوبل ترما کم دی ، زه په دې اندیم چې دوی بیا خپل سپیڅلی ارما ن یعني دپښتنویوالي ته نه شي رسېدلی ، که ددغوګوندونودمشرانوروانوسیاسي سیالیوهلوځلواویوبل ته دنه غاړي ایښودلوسیاست ته وګورو، په څرګنده توګه ښکاري چي دوی پورته سپیڅلي ارمان ته په هیڅ صورت نشي رسېدلی .
    ددوی کړنوته په کتنې سره سړی ته داسي شک پیداکیږي چې دوی تش په نامه دپښتنودیووالي ترنامه لاندي چیغې وهي اودپردې ترشا نورې موخې لري ، که دغه مشران یوځل بیا ددغه بېوسه ولس یعني پښتنوحقه حقوق په تشواوغولوونکوژمنوترپښولاندې کړي ، دهغوی ارمانونه له خاوروسره خاوري اودوی دتیرومشرانوپه څیردقوم اوخپل سمت دخلکودملاتړ په نوم امتیازات ترلاسه کړي اویا داچې دوی له ولسونوژمنې واخلې اوبیا دپیسواویا چوکۍ په بدل کې په نوروداسې څیرو دولس رایه وپلوري چې تېردولس کاله یې دپښتنوپه سیموکې دروانوناامنیووژنو، اوناخوالوننداره کړې اوهیڅ کوم غبرګون یې نه دی ښودلی ، کله ناکله يې بیا په ښکاره اوپټه ویلي دی چي پښتان باید همدغه ډول ووژل شي .
    زما په اند دابیا دپښتنودیووالي لپاره هسې نه بلکې دپښتنوویش دی ، ځکه دوی چې دپوهي ، قلم ، اوسیاسي قوت خاوندان دي ، دوی ته دخلکوسترګی اوړي ، ولس له دوی دسمون اوبدلون تمه لري ، ونه شي کولای چي په خپلوکې سره یوشي ، اویوبل وزغمي ، نوولس خوبیا ګرم نه دی چې یا په ټولټاکنوکې ګډون نه کوي اویاداچې په نوروپسې ځي .
    زه په دغوپښتنوسیاستوالودیوه افغان په توګه غږ کوم چې په هېوادکې دنورولږکیوقومونوله یووالي اواتحاده باید پند اوعبرت واخلی ، تاسې باید دپښتنودیووالي اودهغوی دحقوقوددپایښت اوبقا په نامه ځانونه لوړوچوکیواوموخوته ونه رسوی، په تیروکلونوکې به ستاسې جیبونه ډک شوي وي نورباید دپښتنوپه حالت رحم وکړی اودولس له منځه داسې ریښتینی خدمتګاراودولس استازی پیداکړی چې نه دبهرنیوغلام پاتې شوی وي اونه دګاونډیو ، نه یې اوس دبهرنیومرستوته لمن غوړولي وي ، اونه په راتلوونکي کې دولس ګټې دپردیوترګټوقرباني کړي ، نه يې لاسونه دچاپه وینوسره وي اونه يې دهيواد په ورانۍ اوولس وژنه کې ونډه اخیستي وي اونه یې دولتي اوشخصي ملکیتونه غصب کړي وي ، لنډه توګه باید ووایم بلکې یوریښتیني افغان په وطن اوخلکومین مسلمان وي ترڅو پرې افغانان راټول اودولسونوستونزوته حل لارې ولټوي .
    په پښتون ولس غږ کوم چې په راتلوونکوټولټاکنوکې ګډون ستاسي اساسي حق دی اوپه پوره اخلاص په ټولټاکنوکې ګډون وکړي اوکوښښ وکړي چې تش په نامه دسیاګوندونوخوځښتونومشران غړی مرستیالان تاسي په تشوواوغولوونکوژمنوونه غولوي چې سبا به ارمان کوی اوخت به درڅخه تيروي .
    دهوسا پرمختللي اوودان افغانستان په هیله
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

    Comment


    • #17
      د استخباراتي کړيو لخوا د وروڼو قومونو تر م&#16

      څو ورځي مخکي په ټولنيزو رسنيو کي يوه ويډيو خپره سوه چي ورسره ليکل سوې وه چي له ناروې څخه روزګان ولايت ته يو هزاره توکمه کس ددې لپاره تللی چي هلته د شجاعي په اړه د تورونو په باب تحقيقات وکړي او معلومه کړي چي ايا شجاعي په ريشتيا د روزګان سلګونه خلک وژلي او شکنجه کړي دي که نه؟
      د ويډيو سره په خپاره سوي ليک کي دا هم راغلي دي چي په روزګان کي مېشتو وسله والو طالبانو دغه له ناروې هيواد څخه ورغلئ هزاره توکمه کس په اصطلاح نيولی او شکنجه کړی دی .
      ددغي ويډيو پر ريښينوالي د ټولنيزو رسنيو لسګونو زرو ليدونکو هم شکونه څرګند کړيدي ځکه چي د طالبانو لخوا د ټولو نورو خپرو سوو ويډيوګانو سره د مضمون او محتوا په لحاظ کاملاً فرق لري.
      په دې ويډيو کي دوه وسله وال کسان چي ظاهراً دطالبانو پېښې (اکټ)کوي يوه نړيدلي کورته ننوزي او په دې کور کي يو بل وسله وال کس چي ظاهرآ د يرغمل سوي کس ساتونکی ښکاري له دوو ورغليو طالبانو سره جوړ په خير کوي او بيا په اصطلاح دغه يرغمل سوی هزاره توکمه کس د کور منځته راباسي.
      دغه هزاره توکمه کس چي علی رضا نوميږي يوازي يو سپين پتلون اغوستی او د وسله والو کسانو لخوا داسي وهل کيږي لکه د پاکستان سينمايي ستوري چي د فلم په صحنه کي يو بل وهي .
      علي رضا چي ښايي پخوا يې هم سپورټي او تمثيلي اکټونه لوبولي وي په دې ويډيوي ټوټه کي يې هم غښتلي سپورټي عضلات ښکاري .د طالبانو رول لوبوونکي نوموړي ته يوازي د هغه پر کلکو عضلاتو د جعلي وهلو اکټونه کوي.
      د ويډيو کتلو پر وخت سړي شکمن کيږي چي په روزګان کي چي ټوله خلک ولسي کالي اغوندي علي رضا څنګه له سپين پتلون سره ورغلی دی، د ويډيو د ليدلو پر وخت سړی متوجې کيږي علي رضا د خپل ځان د ساتني او سند د ثبتولو د پاره تر پتلون لاندي ژغورونکي جامې اغوستي دي.

      علي رضا چي د يو شمېر ليدونکو له سترګو ښايي تر سختي شکنجې لاندي راغلی وي د وهلو په جريان کي د ځان د خلاصون پر ځای د ورکړل سوي سناريو پخې او منظمي خبري کوي. يو کس له دغو وسله والو څخه له علي رضا پوښتنه کوي چي شجاعي چيري دی .
      علي رضا په ډېر تمثيل سره وايي : زه راغلم چي پوښتنه وکم چي شجاعي ولي پښتانه وروڼه وژني ، زه شجاعي هيڅ نه پيژنم.هيڅ ارتباط نه ورسره لرم.
      ما د محل له خلکو پوښتنه کول چي ايا شجاعي تاسي وژني او اذيت کوي مو. بس دغه مي له خلکو پوښتل .
      بل ځای وايي : این شجاعي کلان قوم است که تمام مردم هزاره کتش باشه ، مه يک عکس ګرفتم .((دا شجاعي د قوم مشر ، چي ټوله هزاره قوم ورسره ولاړ وي ، ما يو عکس اخستی دی))
      په وروستيو شېبو کي وايي چي زه طالب کار نلرم ، زه په پښتون کار نلرم او ددې سره ويډيو بنديږي.
      علي رضا دا خبره نه کوي چي دشجاعي د سپينولو دغه دنده چا ورکړې ده او دغه اوږد سفر ، اقتصادي زيان او د سر خطر يې د څه د پاره منلی و .
      که يې دا ټوله په اصطلاح د بشردوستۍ پر اساس پر ځان منلي وي نو ددغه سفر اصلي پايله او پيغام يې څه سو .
      که علي رضا په ريشتيا د شجاعي لخوا د وژل سوو او شکنجه سوو کسانو د کورنيو سره د خواخوږۍ او حقيقت موندني په موخه روزګان ته تللی و خو په حقيقت کي د شجاعي د ظلم بربنډي کړني کارنامې رالوڅي نکړې بلکي دده په فکر يې يوازي دځان په هکله د طالبانو د ظلم او د شجاعي د سپيناوي او د هغه د اتلولۍ جعلي اسنادو د رامنځته کولو دنده سرته ورسوله.

      له بلي خوا طالبان چي اکثراً پر خپلو کړنو نه پښېمانه کيږي وايي چي کړني يې د شرعي محکمو د احکامو پر اساس ترسره کيږي ،دغه پېښه يوه جعلي دسيسه بللې ده ، ذبيح الله مجاهد چي د طالبانو وياند دی ، رسنيو ته په دې اړه داسي ويلي دي: موږ تحقيقات وکړل ، ويډيو کاملا لاسي او جعلی جوړه شوي ده ، ښکاریدونکي کسان هم که تاسو دقيق وګوري له سره مجاهدين نه دي ، او نه هم وهل په ريښتيا کوي ، موږ دغه ويډيو او دغه راز کړنه ردوو ، دايو ه جعلي دسيسه ده چې په کلکه يي غندو هم .

      اوس پوښتنه دا رامنځته کيږي چي دغه ښاغلی چي له ناروې څخه روزګان ته د شجاعي د کړنو د حقيقت موندني لپاره سفر کوي ، هلته په اصطلاح د طالبانو لخوا نيول کيږي خو دداسي طالبانو لخوا نيول کيږي چي دده د سناريو مطابق ټول حرکات او پوښتني په تصويري توګه مستندوي او بيا دطالبانو په لاس د جوړو سوو تصويري اسنادو سره په تېښته هم بريالی کيږي او په خپله يوه ليکلې مرکه کي وايي چي تر تېښتي وروسته په سيمه کي د شجاعي يوې وسله والي ډلي ته ځان رسوي.

      علي رضا دخپل نارويژي پاسپورټ څخه ناوړه ګټه پورته کوي چي وښيې شجاعي د يوه قوم اتل او ټولي کړني يې پر حقه او د خپل قوم او خلکو څخه دفاع ده .

      علي رضا هڅه کوي وښيي چي شجاعي د روزګان د سلګونو ولسي خلکو قاتل او ځورونکی نه بلکي دوسله والو طالبانو ، مخدره موادو د قاچاق وړونکو او د حامد کرزي د قبيله سالار نظام ځيني کړۍ له شجاعي سره د هغه د مخالفت او بدنامۍ هڅي کوي.

      علي رضا او سناريو ورکوونکي يې په دې توګه هڅه کوي چي د طالبانو سره په نړيواله سطحه د سولي د مذاکراتو هڅي پڅي کړي او دداسي يوې ډلي سره خبري اتري کول بېځايه کار وبولي.

      ولسمشر کرزي ، وسله والو طالبانو او پښتون ولس داسي وښيي چي ګواکي له هزاره توکمن سره زور زياتی کيږي چي په دې توګه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په اروپا او نوره نړۍ کي د خپل ټبر د سياسي پناهنده ګيو او د هغو د هڅو ريښتونوالي ته اسناد رامنځته کړي چي د بشر حقوقو او نړيوالو بشري ټولنو ته د يوه حقيقي سند د خوندي کولو په نيت جعلي اسناد وړاندي کړي.

      دوی داهڅي په داسي حال کي کوي چي په افغانستان کي د بشر حقونو د نړيوالي ټولني مشرتابه او زيات شمېر غړي چي اکثراً د هزاره توکم څخه دي د اصلي جنايت کارانو او د بشر حقونو پر تيري کوونکو چي د کابل د ښار ورانوونکي، د کورنۍ جګړې لوبغاړي او د وحدت ګوند مشرتابه چي اوس د کرزي د نظام ډېره برخه جوړوي د بشر ضد اصلي اسنادو د له منځه وړلو هڅي کوي او پر ځای يې دغه ډول جعلي اسنادو د ځای پر ځای کولو کوښښونه کوي.

      د يادوني وړ ده چي په همدې هزاره توکم کي داسي شخصيتونه او سياسي کړۍ هم سته چي د افغانستان ملي ګټي او ارزښتونه تر خپلو قومي ، مذهبي او شخصي ګټو څخه لوړي ګڼي او ځانونه ددې هيواد اصلي بچيان او ساتونکي بولي.

      ملګرو ملتونو او په خاص ډول د بشر د حقوقو نړيوالي ټولني او د افغانستان مدني ټولني او رسنيو ته پکار ده چي د اسنادو د کره توب يا جعل تر منځ له دقت څخه کار واخلي چي د نارواو سياسي او تعصوبي توطيو ښکار نسي .
      دغسي توطيې د افغانستان غميزه نوره هم اوږدوي،د سولي هڅي زيانمنوي او په افغانستان کي د مېشتو وروڼو قومونو تر منځ د بې باورۍ سيوری او د کرکي زڼي کري.
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment


      • #18
        کرزی د سیاست په حمام کې

        نوموړی سیاسي حمام د ګرمولو د لا ښه جوړولو هڅې له انګریز نه پیل شوې خو بریالی نشو له هغه نه وروسته روسیه لاس راوږد کړ غوښتل یې چې نوموړي سیاسي حمام ته خپل لاسپوڅي رادننه کړي، خو د ولس لخوا يې مخنیوی وشو او روسیه یې په څټ کړه، پاکستان خو له پيدایښت نه نوموړی حمام په بشپړ ډول د خپلولو په اند کې دی او ایران هم په دې هڅه کې له نورو نه کمه ونډه نه ده لرلې
        د۲۰۰۱ د سپټمبر یولسمې له پيښې نه وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دخپل ۱۳۶۸ ګڼه پریکړه لیک په ترڅ کې پر امریکا شوی برید وغانده او د امریکامتحده ایالات یې قرباني شوی هېواد وباله او د خپلې دفاع حق یې ورته ورکړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۸۶ ګڼه پریکړه لیک له مخې چې تطبیق یې اجباري حکم درلود امریکا متحده ایالاتوته ته یې دا حق ورکړ، چې خپل دښمن په هره سیمه کې چې وي باید تعقیب یې کړي امریکا چې افغانستان ته راغله نوموړي حمام ته یې پوره پاملرنه وکړه او په نوي میعارونو ورغله او ښه يې ګرم، فرش او خورا خوندور یې جوړکړ، چې دوی دلته بوخت وساتي او امریکا خپلو موخو ته ځان ورسوی د دې سیاسي حمام د زړه راښکونکې ښکلا نه هغه نیمه جهادیان داسې متاثره شول، چې ځينو ځينو ان خپل سرونه په کې خاورې کړل.
        ولې به ورنه نه متاثره کېدل ولې به یې خپل سرونه ورنه نه نظرانه کول ځکه، چې دې خوارانو خو تېرې ټولې هڅې د همدې حمام لپاره کولې اوس خو دوی د خپل تېر زیار ثمر باید لیدلی وی لږې خو به یې ډډې په کې ګرمې کړې وی دا خو دوی خپل حق باله دوی خوارانو خو څوکاله د دې حمام په انتظار کې کلونه کلونه په غرونوکې او په ګردونو کې شپې او ورځې تېرې کړې وې نوموړی حمام دغه ښاغلي په داسې حال کې ویني چې له جګړو لوټمارۍ او چپوالګرۍ نه خورا ستړي شوي و، هغه ستړيا او دا ګردونه، خیري او دا سکسي حمام نو څنګه به یې ورنه زړه صبرېده.
        دغه ښاغلي په دې نه پوهېدل، چې دا حمام کومې ځانګړنې لري او څنګه به ورننوځي او څرنګ به ترېنه راوځي په اصل کې دې حمام ته ننه وتل هم ګران و او راوتل ترینه بیخي ګران.
        نوموړي سیاسي حمام ته د ورننوتلو ډېره ډېره هڅه پخوانیو جنګسالارانو کوله، ځکه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په راتګ او د طالبانو له وتو سره نوې بڼه غوره کوله، نو دغو جنګسالارانو هم غوښتل، چې ځان ولس ته په نوې بڼه څرګند کړي او دلته یو ځل بیا خپل ځانونه په نوي چوګاټ کې ځای په ځای کړي ترڅو د خپل ولس وینې په بل ډول نوش کړي.
        نو دوی د ځان لپاره دا اړینه بلله چې تر هر چا نه وړاندې باید دوی په نوموړي حمام کې خپل خیري پاک کړي او په نوې جامه کې خپل شکلونه راڅرګندکړي، ځکه چې دوی دغه وخت د عام ملت په ذهن کې د کرکې وړ ګرځېدلي و، دوی په تېر کې له خپلو قومونو څخه د خپل سیاسي شخصیت د تبارز لپاره مورچلونه جوړ کړي و، دوی هغه وخت خپل قوم ترخپلې وسې – وسې د خپلو شخصي موخو لپاره استعمال کړي و، نو دوی دغه وخت نور په ټولنه او په قوم کې د منښت او ګرانښت ځای نه درلود او د دوی سیاسي جوهر خلکو ته له پخوانه څرګندشوی و.
        نو پرهمدې اساس پخوانیو ټپکمارو د لومړي بن کانفرانس له راستنېدو سره سم ځانونه لغړکړل او هر یوه په خپل وار سره نوموړي سیاسي حمام ته ور ودانګل داخلک چې د کلنو کلنو خیرن ول، چې په وردانګلو سره یې د حمام ټولې اوبه داسې خړې کړې، چې هېڅ دکتو نه وې، دې سیاسي حمام چې په سیاسې لحاظ یې ارزښت ډېر و، نو چې لاس به یې بر شو داسې کسانو هم ور ودانګل چې هیڅ په تېرو جنګونو غلاو کې یې لاس نه لره او نه دومره خیرن و هسې یې ځانونه د هغو په خیرو خیرن کړل خو دایې نه کتل چې په ما پورې د چا خیري نښلي بس دې ته خوشحاله و چې بس خلک پوه شي، چې دی هم په دې حمام کې غوپې وهي او بس.
        یوازېنی کس ولسمشرحامد کرزی و، چې د نوموړي حمام په غاړه به تېرېده، چې کله کله به یې په حمام کې د نیمه جهادیانو او د نورو ننداره کوله نو د نړيوالې ټولنې یو شمېر غړو او په هېواد کې یو شمېر د نظر خاوندانو به ورته په ټینګار سره ویل، چې خیال کوه مشره زموږ ټولې هيلې تاته دي په دې وطن دې زړه ودردوه خیال کوه ډېرې حساسې شېبې دي جدي پاملرنه دې دې مظلوم ولس او دې ټوټې – ټوټې افغانستان ته غواړم ولس هم خپلې ټولې هیلې حامدکرزي ته درلودې او هیله یې ورنه لرله چې افغانستان له دې سیاسي کږلېچ نه وباسي، که څه هم دقلم او د فکر خاوندان د بن کانفرانس حیران کړي و، چې سیرت له ده څخه ډېرې رایې ګټلې وې، هغه رانغی او دی راغی، که چېرته د پښتون خبره کېده نو ولې بیا رایه ورباندې اخستل کېده خو خیر بیا هم افغان ولس تېرو جګړو ځپلی و په دې کې يې خپل خیر لیده او د نړیوالې ټولنې مرستو، ژمنو او د لومړي بن کانفرانس د تړون متن ته چې دوی کتل، چې په افغانستان کې به غمجن کړکیچ پای ته رسوي ملي پخلاینه، تلپاتې سوله، ثبات ټینګ او په هېواد کې د بشري حقونو درناوی کيږي او …
        نو د خلکو باور په کرزي باندې ډېر و، نو پردې اساس یې په کرزی پورې خپلې هیلې تړلې وې او په زړونو کې يې د خپلې وفادارۍ ژمنه ورسره کوله، خو حامدکرزي کله منله بس د شمال ټلوالې او په ټوله کې د جمیعتیانو په غوښتنه یې ځان لغړ کړ او نوموړي حمام ته یې په پټه ور ودانګل، چې وروسته خپلو کړنو رسوا کړ چې اوس ورڅخه نه وتی شي او نه په کې پاتې کېدای شي، د هغو خیرنو جنګسالارانو د وحشت او د ظلم خیري په ده پورې هم ونښتل اوس د ولس په ذهن کې کرزی هغه کرزی پاتې نه شو، د بن د نا متوازن او ناعادلانه تړون د مخې ۶ میاشتو لپاره کرزی ښه په نره ټکل شوی و، هیڅ داسې ویره ډار او … اړتیا نه لیدل کېده چې کرزي دې دکومې مجبورۍ له مخې نومووړي حمام ته زړه ښه کړی وي دوه ځلې ټاکنې ترسره شوې په مقابله کې ورسره همغه د کرزي نیژدې ملګري چې کرزي تل خپل ګڼل او تل یې ترڅنګ نیولي و او خپل ټول پام یې همدو ته اړولی او ترټولو زیات باور یې هم ورباندې کاو خو بیاهم ولس له کرزي سره ودرېد، خو کرزي هېڅ د ولس دغې مینې او وفا ته وفادار پاتې نه شو بلکې هېڅ ارزښت یې ورنه کړ، هغو خلکو چې دې ولس ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې وې، ښاغلي کرزي بېرته چاړه په لاس ورکړه او د ولس څرمن یې ورباندې په یو نوم او په بل نوم وویستله په لوی لاس کرزي یو لوی اکثریت داسې له هرڅه نه محرومه کړ چې د نړۍ په تاریخ کې یې څرک هم نه ترسترګو کېږي په نوره نړۍ کې اقلیت مظلوم وي دلته اکثریت مظلوم دی کومه قرباني چې پښتون ولس د کرزي لپاره وکړه د نړۍ په تاریخ کې هیڅ قوم خپل مشر ته نه ده ورکړې او کوم ظلم چې کرزي له خپل پښتون قوم سره کړی دی د افغانستان څه چې د نړۍ هېڅ ولسمشر یا مشر له خپل قوم او ژبې سره نه دی کړی، دا کوم سیاست دی چې رایه دې زه درکړم قرباني دې زه ورکوم او امتیاز دې داسې کسانو ته ورکول کېږي چې دېرش کاله یې زما وینه تویه کړې وي داکوم انصاف دی چې ټول واک او امتیاز دی یوې ولسوالۍ ته ورکړل شي داکومه مسلماني ده چې د یوه ولایت په دوه څنګ په څنګ ولسوالیو کې دې په یوه کې دې چې زه ژوندکوم د هلکانو ښوونځي تړلي وي او بله کې چې هزارګان په کې میشت دی په هغه کې دې نجونو پرمخ ښوونځی پرانستي وي زما په هزارګانو رخه نه راځي خو په دې ظلم باندې چوپه خوله راته پاتې کېدل هم ظلم ښکاري جګړه په ټول افغانستان کې وه له ټولو ځایونو نه دې د جګړې ټغر راټلویږي او یوازې هغو ولایاتو او یا هغو ولسوالیو ته دې محدوده پاتې شي چې پښتون په کې اوسېږي ولې؟ که چېرته په کومه بله ولسوالۍ کې چې پښتانه په کې نه دي مېشت او یا په کې په اقلیت کې وي که طالب په کې پيدا شي نو ډېر ژر یې حکومت په اړه اقدام کوي ډېر ژر هغه ولسوالۍ او یا کلي له جنګه تسفیه شي، خو زما په ولایت زما په ولسوالیو کې دې په دوامداره توګه جګړه روانه وي طالب به مې په یو نوم وژنې چې حکومت کې یم او یا ولې ورسره نه یوځای کېږم او نړیواله ټولنه مې دې په دې نوم بمبارد کوي چې طالب یم ولې؟ اربکیان به مو په دې نوم وژني چې ولې دلته طالب اوسي داکومه لوبه روانه ده کرزیه که ته پښتون نه وی ولاکه په دې چوکۍ ناست وی که د رایو خبره وی سیرت له کرزي نه ډېرې رایې اخستې وې، کرزی له لسو کلنو وروسته اخر په دې خبره اقرار وکړ، چې پښتانه د یوې دسیسې له مخې وژل کېږي، ښاغلیه دا پښتانه خو ستا له راتګ نه نیولې تر دې دمه وژل کيږي مخکې دې دا خبره ولې نه کوله چې نن دا خبره کوې مخکې دې چې نه کوله ولې؟ او اوس چې داخبره کوې د څه لپاره؟ موږ خو له لومړنۍ ورځې نه دا چیغې وهلې چې پښتون وژنه دې بنده شي هغه وخت ولې غلی وې؟ داخبره ځينې ملګري وايي چې له کرزي نه شوې ده دا خبره د کرزي نه ده خو زه وایم هېڅ شی له کرزي څخه نه کېږي بلکې کوي يې په دا خبره نوموړي کېدای شي فکر کوم داسې انګیرلې وي چې د پښتنو په زړونوکې بیا ځای پیدا کړي دا خبره نه ده، چې دا ځل درباندې وحې نازلې شي پښتانه دي نه مني په پښتنو کې دې زړونه داسې نه دي کړي چې بیا به درته رایه درکړي.
        کرزی اوس په سیاسي حمام کې یرغمل شوی دی او یا خو یې ځان یرغمل کړی دی ځکه چې د ده د سیاست محور او فکر تر سیاسي حمام پورې محدود پاتې و، او دی او نه کرزی په خپلواکه توګه په خپل واک کې دی څه چې ورته ټلواله ووایي بس زموږ تش په نامه مشر ورسره سرخوزوي د خپلواکۍ ورځ اوس ولس او مدني ټولنې لمانځي ځکه چې حکومت وايي امنیت خراب دی خو د مسعود ورځې ته هم امنیت شته او هم ورته بودیجه ورکوي کله چې کرزي یو کمیسیون د مسعود ورځې لپاره ټاکه هلته مې ترینه په نره تمه غوڅه کړه چې ښاغلیه امان الله خان چې خپلواکي یې درته اخستې هغه اوس په دې هم نه ارزي چې ورځ یې ولمانځي په ګاونډي هېوادونو کې دخپلواکۍ ورځی په څه شور او په څومره خوند لمانځل کيږي او موږ ته وګوره، له ګاونديو هېوادونو څخه شرم پکار دی کور دی دافغان ملي غورځنک او د ملي تحریک او فغان یون ودان وي چې دا ورځ یې تر خپلې وسې په کابل کې ولمانځله که نه، د وړوکي میرویس پلار خو دا هم د سیاسي حمام په تورو اوبو وړې وه، د کرزي په فارمانونو او په کمیسیونونه چې نوموړي د پېښو لپاره جوړ کړي چې ترننه نه دي راستانه شوي او نه ېې پایله مالومه شوې ده کله چې راستانه شي په هغو به بیا لیکنه وکړم اوس راځم پښتو ژبې او د کرزي واکمنۍ ته چې پښتو ژبې ته څومره د ملي او رسمي ژبې په سترګه کتل شوي او څومره ورته د دري په پرتله ورته حق ورکړل شوی دی.
        لومړی خو باید دا ووایم چې د کرزي له واکنۍ سره سم فرهنګي یرغل دومره په چټکتیا سره روان وو او لا روان دی، چې هیڅوک یې مخه نه شي نیولی ځکه چې فرهنګي یرغل له پیل نه تر دې دمه د ایران لخوا نه کيږي او ایران داسې ګوډاګیان په کابل کې لري، چې هم زور لري او هم زر چې د هیچا ورباندې وس نه رسي کومه مبارزه چې د فرهنګي یرغل په وړاندې ترننه شوې او کېږي یواځې فرهنګي او مدني خوزښتونه دي چې په وړاندې یې هر وخت خپل غږ پورته کوي، خو د دې خوارانو غږ هیچا ترننه وانه ورېده، چې ایران اوس لکه پاکستان په افغان وژنه هم لاس پورې کړ، کاش چې افغان دولت د افغاني ملي فرهنګ ودې او بډاینې او ځلونې ته کار کړی وی، افغان دولت ځانګړې پالیسي او ستراتیژي د خپل ملي فرهنګ د بډاینې او ځلونې لپاره نه درلوده، نو ځکه مو هېواد له فرهنګي یرغل سره مخامخ و، په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو ژبه تاسې وګورئ تر ډېره ایرانۍ فارسي ده همدا رنګ د ملي ټلویزیون نه نیولې ټول د فارسي ژبې تصویري او چاپي رسنیو ژبه ټوله ایرانۍ فارسي او په ښکاره توګه ایراني اصطلاحات په خپله ژبه کې ځای په ځای کوي د یوشمېر دري ژبو لخوانه خو په ښکاره او په ویاړ سره دا هڅه کيږي چې دري عملا د ایراني کېدو په لور بیايي دا هڅې پرته له ایران څخه بل څوک نه کوي، دغه رسنۍ د ایران له خوا په اقتصادي او سیاسي لحاظ خړوبېږي خو افغان دولت یې په وړاندې داسې چوپه خوله پاتې دی چې ته به وايي هیڅ حکومت شتون نه لري.
        پښتو ژبه په ۱۲۴۳ لمریز کال په اساسي قانون کې د هیواد ملي او رسمي ژبه وه خو د کرزي په دوره کې چې اساسي قانون تصویب شو یوازې رسمي ژبه پاتې شوه او ملي حیثیت ترې وتړل شو، په کابل کې د وزارتونو لوحې له پښتو څخه په فارسي واړول شوې هیچاورته ونه ویل چې ولې؟ پښتو د سندرو او د خبرو ژبه ترننه پاتې ده هیچا یې پلو له مخه وانه خيست هیڅ پښتون چارواکي دا ژبه خپله ونه بلله، پښتو تش په نامه رسمي ژبه ده د یوه پښتون وزیر د دفتر ژبه پښتو نه ده څنګه یې چې پښتو له دفتره شړلې همدومره یې پردۍ ایرانۍ ژبې ته په خپلو دفترونو کې ځای ورکړل شوی دی د مړو ژبه داسې بې قدره نه وي ولاکه ساسنکریټ ژبه هم داسې نه ده لکه پښتو د ساسنکریټ ژبې د پالنې او ساتنې لپاره څوک شته پښتو خو هغه وخت د یو چارواکي ژبه وي چې وزیر نه وي، والي نه وي، ریس نه وي او کله چې چوکۍ ترلاسه کړي بیا یې لومړی په مرۍ همدا ښاغلي پښه ږدي
        ځينې ملګري په دې مسله کې کرزی نه ګرموي هغوی دا دلیل وړاندې کوي چې کرزی هیڅ وزیر ته دا نه وايي چې ولې په خپله ژبه خبرې کوي او یا دې ولې پښتو کتاب چاپ کړ او یا دې ولې د پښتوژبې لپاره کوم بنسټ جوړ کړ که کرزی خوشحاله نه شي، خفه کيږي خو بیخي نه، خو زه بیا وایم که چېرته دا رښتیا هم داسې وي نو ولې دا پښتانه چارواکي لکه د نورو وروڼو قومونو د چارواکو غوندې په خپله ژبه نه لیکل کوي او نه وینا ضرور د کاسې لاندې نیم کاسه شته، که نه وي نو ولې داسې نیستي ده چې همدا دسطرنج دانې دي، چې یو کونج او بل کونج ته یې وړي، ولې راته داسې بې کفایته وزیران او والیان په دندو ګماري چې پرته له خپله ځان او چوکۍ نور ورته هیڅ شی ارزښت نه لري زما د قوم په نوم ناست او زما د قوم استازيتوب نه شي کولی دا ټول هغه چارواکي دي چې له کرزي سره په یو شکل نه په یوشکل تړاو لري هیڅ داسې امکان نه لري چې دا دې د خپل استعداد له مخې غوره شوي وي ځکه چې دغه تومنه هم په دوی کې نه تر سترګو کيږي، نو ځکه خو مو هېواد په فساد کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
        لکه څرنګ چې کرزي له پښتو سره په خپله دوره کې دمور او دمیرې سلوک وکړ همداسې له پښتنو سره هم درواخله، خوست دویمه درجه ولایت دی خو سهم ورته ديوې ولسوالۍ په اندازه ورکول کيږي ځکه چې د پښتنو ولایت دی، امنیت ته که راشو نور په ټول هیواد کې امنیت دی خو پښتنو سیمو کې امنیت نه شته د بیا رغاونې چارې هم دهمدې امنیتي ستونزو له امله په کې په ټپه ولاړې دي د پوهنې اړتیا چې پښتون قوم یې ورته له هرچانه زیاته لري هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې داسمه ده چې په ځينو برخو کې کارونه شوي لکه سرک کوډ ومات کلینک خو که چېرته د متوازن پرمختګ خبره کيږي نو بیا ورباندې قناعت نه کوم.
        سولې ته زه اړتیا لرم ځکه دجنګ په اور کې زه سوزم کرزی د سولې په برخه کې له داسې کسانو سره مشوره کوي چې نه یې په ولایت کې جنګ شته بچی یې رڼاته ناست ښوونځي ته ځی ښه ارمه ژوند لري هغه که سوله وي دی په سوله کې دی او که سوله نه وي هم دی په سوله کې دی دهغه که پرما زړه سوزیدای یوه ورځ خو به یې زما غږ اوریدلی وی یوه ورځ خو به یې زما دزړه درزه او زما چیغې او زږیروي اوریدلي و یوه ورځ خو به زما پوښتنې ته راغلی وی بل دسولې له بهیر سره چې هره ورځ له میډیا نه یی وینو ډلې ډلې کسان یوځای کیږي په جګړه یې څومراغیزه کړې ده؟ ایاکمه شوې ده دا څومره طالبان دي اخر خو ښکاره خبره ده چې په سوله باندې سیاست روان دی.
        کرزي ونه شوکړی چې د تېرو ولسمشرانو له تجربونه ګټه پورته کړي ځکه خو پاتې راغی نو راتلونکی ولسمشر باید د کرزي له تجربو څخه او تیروتنو څخه پوره مطالع ولري او هغه څه چې نومړي وکړل او پایلي هم ټولو هېواد والوته څرګندې شوې باید راتلونکی ولسمشر داسې نه وي.
        ولس باید په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي په دې برخه کې باید ټولې مدنې ټولنې او همدارنګ خوزښتونه پوره پوره کمپاین وکړي چې خلک کارتونه واخلي او همدارنګ په ټاکنو کې پراخ ګډونه وکړي داسې څوک دې غوره کړي چې ددې وړتیا ولري چې دا هېواد له روان کړکېچ نه اوباسي کنه نو په کرزي صاحب به شکر وباسئ یو شی د کرزي چې ټول ولس او د فکر خاوندان به یې یاد ساتي هغه ده چې د ډيورنډ په مسله او دلراوبر په مسله کې که هرڅومره فشار ورباندی راوستل شو دی لکه نر غوندې ورته په میدان کې هسک سر ولاړ و سریی ورته ښکته نه کړ دا کړنه به یی زه ټول عمر یاد ساتم دلراو بر په ځانکړې توګه د ډيورنډ په مسله کې کرزي ښه رول ولوباو که بل ولسمشر وای له همدي سیاسیونوڅخه اوس به یی وختي لاس لیک کړې وه دې ته به یې نه کتل چې دا د دواړو غاړو دولسونو حق دی.
        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #19
          په سياست کې قوميت ملي يووالې ته ګواښ نه دى؟

          په افغانستان کې دقوم اومذهب په نوم د تربګنيو اور ته لمن وهل نوې خبره نه ده، په تېره موده کې هم بهرنيو استخبارتي شبکو په همدې ټکي دافغان وژنې لپاره طرحې جوړې کړې.
          دا مهال ترډېره دقومونو استازي هغه څېرې ګڼل کېږي، چې د ولس له خوا نه بلکې دبهرنيانو له لوري پر قومونو د مشرۍ په نوم ورتپل شوې دي .
          شنونکي وايي، نړيواله پوځي ټلواله هم له دغو تجربو کار اخستى او غواړي په دې سره افغانستان دويش له ګواښ سره مخ کړي ولسمشرۍ ته د نوماند دمرستيالۍ اصل هم دا ډول هڅه ده .
          شنونکي په دې باوردي چې په نظام کې دقومي ترکيب مخې ته کول دافغانستان دتجزيې او ملي بنسټونو له منځه وړل دي، د دوى په خبره دغه چاره د بن له لومړني کنفرانسه تر ننه پرلپسې تکرايږي.
          د کابل پوهنتون پخوانى استاد روستار ترکى وايي(نړيوال نظامي ايتلاف همدا غوښتل چې قومونه دملي يوالي دبې ثباته کولو لپاره ورياد کړي په ملي سرود کې دقومونو ديادولو موضوع هم همدغه هڅه وه همداسې په اساسي قانون کې د ډيرو قومونو يادول هم د دې لپاره و چې لږکي دملت په وړاندې ودروي ))
          خو قوميت يوازې تر اساسي قانون اوملي سروده پاتې نه شو، په ټاکنيزو منډو ترو کې هم دا ټکى له پامه نه دى غورځېدلى او مرستيالان د نوماندانو له لوري د قوميت پر بنسټ ټاکل کيږي نوماندان په دې هڅه کې وي که پښتون وي بايد هزاره يا تاجک او که تاجک وي پښتون او هزاره به خپل مرستيالان ټاکي په روانو هلوځلو کې هم دغه رنګ تر سترګو کېږي.
          افغان خبريال روح الله انوري وايي د قوميت ترکيب وړتياوې زيانمنوي(داخو دکرزي صیب د لومړۍ دوري څخه پیل شوي، چې که پښتون ولسمشر وي نو یو مرستیال يي باید هزاره او بل تاجک وي
          په نورو هېوادونو کې، چي څوک اکثریت رايې ترلاسه کړي، نو هغه بیا مرستیال ،وزیران او خپل ټول حکومت په خپله جوړوي خو بدبختانه چې زموږ په وطن کې دا کار نه کېږي))
          خوځينې نور په دې نظردي،چې دا کارپه هېواد کې پارونې کوي او په لوى لاس بحران ته لاره هوارول دي.
          شنونکى جاوېد احمد غفور له همدغه ډلې نظروالو نه دى، چې وېره لري قوميت به ملت ته ګواښ پېښ کړي، هغه باور ته وويل(داکار له یوی مخي وړتیا له منځه وړي او له بله پلوه مونږ له بو بحران سره مخ کوي له هغه بحران سره چې په تېرو څو کلونو کې مو یو بل په دې نومونو سره ووژل، د پښتون تاجک هزاره اونورو په نومونو سره ځکه مونږ لا تر اوسه هم ملت شوی نه یو او زمونږ مشران هڅه کوي له دی لاره مونږ سره وویشی او دا یې دوېشلو یوه ښه بیلګه ده.
          زما په اند او بل مهمه خبره داده چې زیاتره کاندیدان او یا مصلحت ګرایان ټول هغه خلک دی چې دا ملت یې نه غواړي خپل قومونه یې نه غواړی او یواځی دزور له لاری په خلکو واکمنې چلوي نو دا یو ځل بیا ملک له بحران سره مخ کوي او ترڅنګ یې مونږ به بیا دیو مضر مصلحتي نظام شاهدان اوسیږو چې له ملي ګټو به خپلو سمتي ،ژبنی ،قومی او ګوندي ګټو ته ډیر ارزښت ورکوي
          کتونکي دا يو ناوړه رواج هم ګڼي چې په افغانستان کې سياسي دود ګرځېدلى د نظر خاوند اسدالله دانش وايي( داسي ده چې وړتيا ته نه ګوري، دا کار يو بد رواج ګرځېدلى دى.
          په زړه کې سره جوړ هم نه وي، خو د مجبوريت کار دى، دا نه ګوري، اکثرآ چې دا سړى څنګه سړى دى، ښه دى که بد دى؟ بس يو کس پيدا کړي او خپل مرستيالان يې کړي.
          ځينې بيا داسي کوي لکه ډاکټر صاحب اشرف غني، چې هغه تېرځل يې اخېر يو بې کاره سړى پيدا کړى و او خپل معاون يې وټاکه، دا کارڅو مجبوريتونه لري، يو دا هم دى چې معاونين يې ډېري پيسې لري، د پيسو لپاره دا کار کوي، بل مجبوريت يې ژبنۍ مسئله ده، چې زه پښتون يم، بايد هزاره او ازبک او ماسره وي ))
          عام نظر دادى که چېرې قوميت ته نورهم په دې ډول کار وشي، وېره شته چې ډېر ملي ارزښتونه به ترپښو لاندې شي.
          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #20
            د سیمه ییزو سیاستونو بدرنګه جګړه

            همدا اوس د افغانستان د کړکېچ تر څادر لاندې د هند، پاکستان، ایران، مسکو، امریکا ، برتانیې او سعودي عربستان د استخباراتي لوریو جګړه دوام لري، چې بشري تلفات پکې افغانانو ته اوړي او نا مخامخ ګټې یې یادو هېوادونو ته رسېږي.
            په پاکستان کې د نواز ګوند بریالیتوب په ترڅ کې د افغانستان په اړه د پالیسۍ د بدلېدا موضوع او ورسره جوخت په افغانستان کې د ځانمرګو او وسله والو یا بمي بریدونو ډېرېدا، په حقیقت کې دوه هاغه متضاد بعدونه دي، چې د سیمې د استخباراتو د تاوده فعالیت څرګندونه کوي، ځکه د افغانستان ثبات په حقیقت کې د سیمې د هېوادونو له ګټو سره مخامخ تړاو لري، موږ وینو چې د افغانستان په جغرافیه او طبیعي زېرمو پورې د چا ګټې تړلې دي همغوی په سیاسي فضا او سوله کې لاسوهنې کوي او دغه ګټې دا چې یو تر بله متضادې دي، نو ځکه د افغانستان د ثبات مسئله هم متضاد قطبونه لري، یو خوا د سولې مذاکرات پیلېږي او بل خوا جګړه نوي درشل ته د ورننوتلو په حال کې ده .
            د افغانستان د ثبات په اړه د اسلام آباد او نوي ډيلي نظریات سره دومره متفاوت دي، چې هېڅ ورباندې د باور او منلو لپاره د محضې معقول انسان واره نه راځي.
            اسلام اباد په افغانستان کې د تېرو لسو دولسو کلونو په بهیر کې د رامنځته شوي پرمختګ په اړه ناراضه دی او دا نشي زغملی چې ګواکې دغه پرمختګونه چې هغه په بیا رغنیزه برخه کې دي یا په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، علمي او فرهنګي هغو کې محفوظ پاتې شي او همدا سبب دی، چې د افغانستان په اړه پرته له دې چې دلته انارشي او ملوک الطوایفي وي پر بل څه نه راضی کېږي.
            له دې کبله چې دا شونې نده چې، افغانستان له هند یا پاکستان سره د اړیکو د تامین په برخه کې د یادو هېوادونو له یوه یوه څخه اغېزمن شي، نو له دې ځایه د دواړو یادو هېوادونو اندېښنې سرچینه اخلي او دلته د خپلو درواغجنو اندېښنو مخه نیول غواړي.
            دغه غیر مرئي جګړه چې په حقیقت کې د اي ایس آی او هندي استخباراتي شبکې – رآ – ترمنځ روانه ده د همدغو درواغجنو اندېښنو له امله دوام مومي او دا دوام به ترهغې وي، چې څو یاد هېوادونه په افغانستان کې د خپل نفوذ پر وړاندې د حریف نفوذ ته زیان واړوي او پدې توګه به دغه بدرنګه جګړه افغانان د سوند د توکو په حیث، همداسې چې وینو یی د استهلاک تر کومې تېروي.
            همدا راز ایران او روسان ورته نظرونه لري، چې افغان حکومت کمزوری او په افغانستان کې د امریکا پر اهدافو د وسله والو مخالفینو له خوا بریدونه وکړي؛ اما دا لېوالتیا دومره هم ندی، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین واک ته د رسېدو تر بریده پیاوړي شي، ځکه دواړه لوري له دې څخه هم اندېښنمن دي، چې دغه کتله ستره او ځواکمنه نشي او په همدې مقطع کې يې د پاکستان سره مواجهت رامنځ ته کېږي، ځکه اسلام اباد غواړي افغان دولت ذوب او پر ځای یې طالبان واکمن شي او هند، مسکو او ایران بیا له پاکستان سره پدې اړه مخالفت لري.
            بل لور ته د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان تر شا د سعودي عربستان ډاډ موجود دی او ددې ستر دلیل د ایران له اخندانو سره د سعودي عربستان د شیخانو بنیادي مخالفت دی، چې د ایران سانسورولو ته تر طالبانو پرته بله غوره وسله د سعودي د اهدافو لپاره نه موندل کېږي.
            نو په داسې یوې استخباراتي جګړې کې د افغانانو موقف څه دی؟ او ددغه دریځ څخه څوک استازیتوب کوي؟ او د افغانانو خیر ښېګڼه په کوم لوري کې خوندي ده؟ دا پوښتنې د سیمې د هېوادونو په پرتله د افغانستان له ملت سره زیاتې مطرح شوې دي، ځکه ددې غیر مرئي استخباراتي او په څرګنده د طالبانو او افغان حکومت جګړې د افغانانو پر ژوند ژواک مخامخ اغېز کړی او اوس په حقیقت کې خلک دغو لوبو ته په کتو سره اندېښمن او حیران دي او داسې اړتیا ور احساس شوې ده، چې ګواکې د خپل برخلیک د خوندې کولو او د خپلې ملي ابرو او وقار د ساتلو لپاره باید خپل موقف روښانه کړي او له هغه لوري څخه ملاتړ وکړي چې د دوی د ژوندانه بهبود او د ملي ناموس خوندیتوب ورسره تړلی وي.
            که موږ دې ته راشو چې، په قطر کې د مذاکراتو پر وړاندې د افغان حکومت شرایط او اندېښنې څومره پرځای وې او له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پرسر چنه بازي د افغان حکومت موقف څومره په حقه دی؟ نو دا هر څوک مني او هر افغان پوهېږي چې، د دوی له اړخه اسلام اباد، واشنګټن، مسکو، هند، تهران او یا هم سعودي عربستان استازیتوب نشي کولای، بلکې افغان حکومت چې ددې خلکو په غوڅ اکثریت سره انتخاب شوی دی ددې استازیتوب وړتیا او مشروعیت لري. بله داچې لږ ترلږه هویت خو یی مالوم دی، برعکس د طالبانو هویت لرونکي مشران په زندانونو کې دي او نا بلده او نا اشنا څېرې د افغان په نامه د افغانستان استازیتوب کوي، چې په حقیقت کې د څو ګوته په شمېر وسله والو پرته یی بل څوک نه غواړي او نه یی ملاتړ کوي؛ اما که واک ته رسول کېږي، نو ښایي د زور لاره وکارول شي نه د رضا او یا د ټاکنو لاره، برعکس موجوده افغان حکومت د میلیونونو افغانانو د ارادې مظهر دی او نسبتاً پخوانیو کودتایي واکمنیو او انارشېزم ته د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوی دی.
            بل خوا د افغان حکومت له خوا په دواړو مواردو کې وړاندې شوي شرایط په حقیقت کې د افغانانو لومړنۍ غوښتنې او اړتیاوې دي، نو څنګه به شونې وي، چې نړیوال پر دغه منطق سترګې پټې کړي او د افغانستان په اړه یوې غیر منطقي پرېکړې ته ورسېږي، ځکه چې پرېکړه خو اسانه ده اما تطبیق یې ښایي د کورنیو جګړو په رامنځ ته کېدو منتج شي او یو وار بیا به افغانستان د نویمو کلونو په څېر د نړۍ د هر کونج نه د توند روانو د مېشتېدا مرکز وګرځي او په اصطلاح په لوی لاس به امریکا یوه داسې نکته رامنځ ته کړي وي، چې هرو مرور ورته راوتښتي او له دې ځایه د خپل مخالف نظام پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
            د طالبانو تېره واکمني ددغه صورتحال څرګنده بېلګه وه، چې ازبک، چیچنیایي، پنجابي او عرب دلته د یوې بې خونده سلاطې په توګه راټول شوي و، خپلو خلکو ته یې د یوې سپورې مړۍ د ورکړې توان نه درلود او د امریکا او اروپا د وهلو او پرځولو باټې یې تر کالو خانه رسېدې، چې له امله یی تر ننه ځپل کېږو او ټوله نړۍ مو پر سوله دوستۍ شکمنه شوې ده.
            اوس اوس چې د ټاکنو لپاره په ائتلافونو باندې رش جوړ شوی، نو د ژبني او قومي اساساتو له مخې خطرناک ائتلافونه بلل کېږي، ځکه سر له اوسه ورڅخه د کورنیو جګړو د پیلېدا بوی راځی.
            خدایی مه کړه چې داسې صورتحال سره افغانستان او نړۍ بیا مخامخ شي، نو زموږ وړاندیز دادی او پکار همدا ده، چې امریکا او ملاتړي یې د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنو ته هم ځواب ولټوي او د افغان حکومت او افغانانو اندېښمنو ته هم. اما که دا کار ونکړي او شرایطو ته د اوړو پوزه جوړه او د تېښتې لاره خپله کړي، نو بیا به د راتلونکي احتمالي ناورین د مخنیوي هر ډول هڅې ناکامې، خو پړه به یی د امریکا پر هاغه ملت وي چې د خپلو چارواکو ناروا کړنې ويني او ورته د مه کوئ غږ نه کوي.
            دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #21
              د احمدشا مسعود څو مخیزه څېره

              د افغانستان د روستي تاریخ د پېښو څېړنه په ډاګه کوي، د هغو کسانو منځ کې چې په یوه یا بله بڼه يي د افغانستان د ناورین په پیل او ادامه کې غوڅ او څرګند رول لوبولی، یو هم د احمدشا مسعود په نوم مرموزه او څو مخیزه څېره ده.
              د احمدشا مسعود د لارې شریکباڼي او ستایوال چې ځانونه سیاستوال، لیکوال، شاعران اورسنوال بولي، د مسعود دا پیچلې او څو مخیزه څېره، خپلو پلویانو او لارویانو ته د نوموړي د سړیتوب ( شخصیت) د ارزښتونو د ګڼوالي او د څو بعدیز والي په بڼه وړاندې کوي، خو د مسعود خپل پراتیک او اندتوګه بیا بل څه راپه ګوته کوي چې د هغه د ستایوالو او مداحانو ټولې هڅې او کرواړې په اوبو لاهوکوي.
              مسعود پخپله اندتوګه او پراتیک کې د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې ځان راپیژني، خو د هغه په لارویانو کې یو شمېر چې د لیکوالۍ او بیان په دګر کې قلم او ژبه خوځوي بیا د نوموړي په اړه بل څه بیانوي!
              د مسعود مداحان هڅه کوي، نوموړی د خپلواکۍ ناملاستې غیږمار ( پهلوان )، د دیموکراسۍ بنسټګر، د افغانستان ژغورند او بلاخره د افغانانو ملي اتل راوپيژني، خو مسعود هیڅکله په نوموړو ډګرونو کې د هیواد او افغان ملت په کچه د یاد وړ بېلګه نلري.
              یو نور شمېر بیا د مسعود له پاشلي کالبوت څخه په لویلاس د لمانځ او تعبد خدایګوړی جوړوی. د هغه پرقبر د سمتي، ایتنکي او ژبني تربګنیو بنجاوران غومبر وهي او قبريي هم د نورو فتنو لپاره د زیرمې پتوګه کاریږي.
              د مسعود د هلو ځلو اصلی لوری یوازې د حکومتي او دولتي واکمنیو د بدلون او راپرځولو پر محور نه څرخیده، بلکې د نوموړي هڅې د افغانستان د تیر تاریخ مسخې، د ایران او پنجاب په ګټه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا زیان او د افغان او افغانستان سره تربګنۍ او دوښمنۍ ته، په نښه شوې وې. مسعود یوازې د دولتي نظام په بدلون بسیا نه کوله، بلکې هغه د افغانستان د تاریخ او جغرافیه د تغییر او بدلون لپاره مټې رابډ وهلې وې!
              بلخوا مسعود د داسې موخو لپاره یوازې په هیواد ني ځواکونو او شونتیاوو ډډه نه لګوله، بلکې د ګاونډ او لیري پرتو هیوادونو د استخباراتي کړیو پرلپسې مرستو او ملاتړ ته يي سترګې نیولې وې.
              په ۱۳۵۰ لسیزه کې، مسعود د سردار محمد داوودخان د واکمنۍ په وړاندې بغاوت، له پاکستانه راپیل کړ. دلته د بغاوت موخه د داوودخان د مرکزي حکومت له نسکورولو سربېره، د ډیورنډ د تپلې کرښې پر محور او په هغه مهال د کوزو پښتنو او بلوڅو د خود ارادیت ملي داعيي سره چې د وخت حکومت هغه، توده ساتله، هم نږدې تړاو درلود. پاکستان هغه مهال غوښتل په مسعود، د غشي په څېر دوه موخې وولي: د کابل د مرکزي واکمنۍ کمزوري کول، د پښتونستان له ملاتړه لاس اخیستل او پنجاب ته د کوزو پښتنو او بلوڅو په ټکولو کې د ازاد لاس په پريښودو کې، مرسته.
              افغانستان کې د پخواني شوروي او د امریکا پر مشرۍ د لویدیځ په جګړه کې هم، مسعود له دواړو خواوو د ځان په ګټه اکمالات کول او د مرکزي واکمنۍ د ټینګېدو په وړاندې يي جګړه توده ساتله. په دې جګړه کې هم، مسعود د یوه مخ پرځای څو مخونه او د یوه ځای او استخباراتو پرځای له څو ځایونو او استخباراتو سره اړیکې درلودې.
              کله چې د دوکتور نجیب الله په مشرۍ د وخت دولت، د سولې او ملي روغې جوړې پر بنسټ د ملګرو ملتو ترڅارنې لاندې، افغانستان کې د پراخ بنسټه واکمنۍ لار اواره کړه، بیا هم مسعود په دولت کې د ببرک کارمل په مشرۍ د پنځم ستون په ملاتړ، د شا لخوا دا تګلار شنډه کړه او د ۹۰ کلونو کورنۍ جګړې ته يي هیواد ټېل واهه!
              راځۍ چې دغه چلوټه، د احمدشا مسعود له خپلې خولې واورو:
              احمد شا مسعود د پروان او کاپیسا ولایتونو خپلو پلویانو ته په وینا کې چې ویدیويي کلیپ يي په بېلا بېلو بریښناپاڼو کې ترلاسه کېدای شي، وايي « ... جهادي مشرانو، نه وایم چې ټولو، ورو ورو له دکتور نجیب الله سره اړیکې ټینګې کړې وې؛ هیڅوک انکار نه کوي، څو تنه زه پيژنم چې د ایټالیا روم کې د نجیب له استازو سره يي ولیدل، موږ او تاسو هغه په راډیو کې واوریدل. په هیواد کې دننه داسې یوه فعاله او ژوندۍ ټلواله چې د چلوټو مخه ونیسي او بې له ځنډه یوخوځښت راپیل کړي، نه لیدل کېده.
              لویدیځوال چې موخه يي له لومړۍ ورځې تر ننه پورې خپلې ګټې دي نه د اسلام بریالیتوب، دې خبرې ته په پام، دوی داسې یو حالت رامنځته کړی وو چې مجاهدین کمزوري کړي او بیا په دې لټه کې وو چې بلاخره د جهاد ګټې خپل لاس ته راوړي او خپل لاسپوڅي حکومت د سیاسي حل، د ملګرو ملتونو تر پوښښ لاندې او د بې پرې حکومت په نوم په کابل کې جوړ کړي. موږ باید تیرې خورا دردناکې ورځې چې ۱۴ کاله موږ جهاد وکړ اوله پنځه میلیونو زیات کډوال او له یو یا یونیم میلیون څخه زیات شهیدان او معیوب مو ورکړل رایادې کړو. روستیو ورځو کې ټولو دا انګیرله داسې ځواک چې نجیب راوپرزوي، نلري او لیدل يي چې برخلیک يي له بهر څه لویدیځوال او یا نور هیوادونه ټاکي او دوی دي چې غواړي پردی حکومت راولي او کابل کې يي واک ته ورسوي. هغه ورځې هم نه هیروو چې یو شمېر ګوندونو د اسلامي ګوند په ګډون، بې طرفه حکومت ومانه او خپل لس تنه استازي يي وروپيژندل او چمتو شول چې د ملګرو ملتونو د پریکړو سره سم او د دې ټولنې تر مشرتوب لاندې حکومت ومني.
              دا د پروان او باګرام نیول وو چې چا اصلآ په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصور هم نه شو کولای. تاسو پوهیږۍ چې یوازې یوه ورځ پاتې وه، یانې یوه ورځ روسته بې طرف حکومت ، کابل ته روان وو او په شا کې يي د ملګرو ملتو ځواکونو هم کابل ته رسیدل. یوازې په روستۍ ورځ مې وویل چې الحمدالله د چلوټې مخه ونیول شوه او دغه ویاړ خدای د پروان او کاپیسا د خلکو په برخه کړ او دې خلکو پخپلو سرښندنو سره پروان ونیو، باګرام یي ونیو او یوځل پاڼه په بل مخ واوښته....»
              له دې جملې څخه چې مسعود وايی « دا د پروان او باګرام نیول وو چې چا اصلآ په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصور هم نه شو کولای. » د مسعود موخه د هغه مهال په دولت کې د کارمل په مشرۍ په دولت کې دننه پنځم ستون ته اشاره ده چې د هغه په مټ مسعود پروان او باګرام د هغه په اصطلاح فتح شو.
              که د کارمل پلویان چې په هوايي ځواک او کابل ګارنیزون کې يي کمین نیولی وو، د مسعود نظارشورا او جمعیت سره نه وايي ملګري، دوی نه پروان او نه باګرام نیولای شو. دا باید ومنو چې د کارمل ــ مسعود ټلواله هم، هغه روستیو شېبو کې چې مسعود ورته اشاره کوي نه ده رامنځته شوې، بلکې لکه څنګه چې يي په بل ویدیو کلیپ کې ګلم جم دوستم قصه کوي، ډېره مخکې رامنځته شوې وه.
              د کارمل په مشرۍ د پرچم د یوې کوچنۍ ډلګۍ ( نه د هغه وخت ټول پرچمیان ) په حقیقت کې د نظارشورا او جمعیت غړي او یا يي نږدي ستراتیژیک ملګري وو. په ګوند او دولت کې د همدغې ډلګۍ له کبله د هغه مهال واکمني د لویو ستونزو سره تل مخ وه. نن هم ددغې ډلګۍ، نظارشورا او جمعیت ترمنځ ستراتیژیک ملګرتوب پرځای پاتې دی او وخت ناوخت په تېره بیا په مهمو حالاتو کې سر راښکاره کوي.
              که د احمدشا مسعود پلویان، له نوموړي څخه هرڅونه د ملي اتل او خدایګوړي په جوړولو کې هڅه وکړي، وخت به د دوی دا چلوټه هم رسوا کړې!
              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

              Comment


              • #22
                ویسا : میرمني دي سهارسهار پر باسیکل پارکو ت&#1

                مظلوم کندهار او د توریالي ویسا ناشودي
                د ښځو د نړیوالي ورځي په ویاړ جوړي سوي غونډي ته د کندهار د والي تاریخي وینا :

                دمارچ اتمه ورځ هر کال په ټوله نړي کي د ښځو د نړیوالي ورځي په توګه لمانځل کیږي .
                د معمول سره سم په کندهار کي هم د ښځو په ریاست کي سلګونو تنې ښځي دنغدي مرستو په پلمه د ۲۰۱۱ کال د مارچ د اتمي غونډي ته چي په ټولنه کي د ښځو په ویاړ جوړه سوې و رابلل سوي وې .
                موږ د سهار وختي څخه د والي په امر د هغه د څو مخصوصو ساتونکو سره په موټر کي د ښځو ریاست ته ورسیدو تر څو د امنیت د لاښه نظم په خاطر د امنیتي چارواکو سره همکاري وکړو .
                همدا رنګه د کندهار ژورنالیستان هم په نهه نیمو بجو راغوښتل سوي وه ، تر ډیره د کندهار ژورنالیستان د ښځو ریاست غونډو ته په خورا لیوالتیا او تلوار ځانونه رارسوي ځکه دلته ئې طبعه هم یو څه ښه وي او د ښځو په منځ کي د خپلو ځوانو احساساتو سره په کامرو عجیب او غریب ایکټونه کوي . په همدې ورځ هم یو نیم د تر وخت مخکي لا د ښځو د چارو ریاست ته راغلی وه .
                چا د مرکو ، خو چا د خواله په بهانه یو شمیر ښځي راګډي کړي وې چا نمبرونه تر غوښتل چا خپل هغې پرویشل . دساعت ستني د تر یوولسو راغلې لا د والي ویسا او میرمني څرک نه و په تربوخته ګرمي کي د کندهار په بغرو پټو میرمنو کي د شکایتونه نارې پورته سوې . خو د ښځو د چارو ریسي او د ریاست کارکونکو ئې په مایکروفون په یوه او بله بهانه د تیر ویستلو هڅه کول ان تر دې چي دا لا ورته وویل سوه چي والي صاحب د شهیدان په چوک کي په لاره دی په دوه دقیقې کي رارسیږي .
                د والي موټروان ته مي زنګ وواهه ، هغه وخندل چي اوس د خوبه راویښ سو په تشناب کي دی لمبیږي . ما ورته وویل چي د هغه ولایت دي خدای مل سي چي والي ئې ۱۱ بجو د ورځي له خوبه پاڅيږي .
                په ریاست کي د سلګونو راغونډو سو میرمنو نفس هم نور خولې ته راغلی وه . دغه خواراني ښځمني د پیسو یا د غذائې موادو د کمک په پلمه را ِغونډي کړه سوي وي ترڅو د پرګرام د نمایشي نندارې وروسته په لاسو کي څه پیسې ورکړي او په خپله لاره ولاړي سي ، دوی نه د ښځي ورځي د نړیوال مقام غم اخیستي دي نه د والي او چارواکو د خبرو لیواله وي بس یوازي د خپلي غریبۍ او وږي نس تر دې ځایه رارسولي وي . د هري یوې میرمني په خوله د توریالي ویسا لپاره پرته د ښیراو بل څه نه وي .

                د غرمې ۱۲ بجو ته ایله اووه دقیقې پاته وې چي د کندهار والي توریالي ویسا د خپلي میرمني سره لاس په لاس د ریاست دننه ودانۍ ته راننواته .
                په ځانګړي چوکۍ کي تر دوه دقیقو ناستي وروسته لومړی د والي میرمني ته وار ورکړه سو چي په دریز خپله وینا واوروي .
                دغي میرمني چي رنګینه ویسا نومیږي د خپل میړه په وچ زور د کندهار د مدني ټولنو په ریاست ځان تپل دی او که ترې پوښتنه وکړې نو د مدني ټولني د تعریف څخه به عاجزه وي .
                نوموړې په خپل وینا کي ددې پر ځای چي د خوار کندهار د میرمنو پر غریبی ، خواری او زحمتونو ړنا واچوي په غرب او کاناډا کي د پخلنځيو په سهولتونو خبري کولې . چي هلته ګاز دي دلته د لرګیو او بورادو دودونه ، هلته موږ په واورو او بارانو نو کي هم کالي پریولو او په ماشینونو ئې وچو او داسي نور........
                د کندهار خواریو په سر اخیستو میرمنو ، هغه چي لږ هوښیارې وي مځکي ئې ګرولي او له شرمه خوله خوله وې او هغه چي د والي د میرمني فلمي خبرو تر تاثیر لاندي راوستې وي په وازه خوله د ستیج په لور کتله .
                د رنګینې جاني تر فلمی وینا وروسته د کندهار والي پواند ډاکتر توریالي ویسا ته د وینا لپاره بلنه ورکړه سوه . د نوموړي په راولاړیدو د تالار نیم ګډونوالو یوه نیمه چکچکه وکړله .
                دا ښاغلی د سټیج تر شا په داسي حال کي ودرید چي مخ ئې تروش نیولی وی ، ښائې د سهار ناشته ئې د پرګرام له وجهي قضا سوې وه .
                نوموړي د سلام او دعا وروسته خپلي خبري په دې الفاظو پیل کړې .
                (( دد مارچ اتمه چي په ټوله نړۍ کي د ښځو د حقوقو د غوښتلو لپاره د نړیوالي ورځي په توګه منل سوې ده او ټوله نړۍ ئې د ښځو د عظمت او ویاړ لپاره لمانځي خو متاسفانه چي په افغانستان کي ښځو ته هغسي ژوند نسته لکه په نوره نړۍ کي چي وي . دا اوس په لاره راتلو په مددخان چوک کي مي یوه میرمن ولیدل چي ماشوم ئې پښو ته پروت و او خیرات ئې غوښتۍ نو رنګینې جاني ته مي وویل چي هغه به کمه ورځ وي چي د کندهار ښځي د خیرات لپاره نه بلکې د چکر لپاره بازارو ته راووځي !!
                ها د کندهار ښځو تاسو ته وایم نور ځانونه ددغه بې معنا رواجونو څخه راوباسۍ موږ نن ورځ د احمدشا بابا په زمانه کي ژوند نه لرو چي ښځي به ئې په اوو بوغبندو کي پټي ساتلی موږ په یویشتمه نړۍ کي ژوند کوو . په دې نړۍ کي ښځه پوره حق لري چي په خپل خوښه مکتب ته ولاړه سي په خپله خوښه پارک ته ولاړه سي او په خپل خوښه په بازار کي چکر ووهي .))

                په داسي حال کي چي د کندهار په ژورنالیستانو او د دولت په اداري ریسانو کي سترګي رډي راختلې وې چا په بریتو کي خندل چا په سترګو کي .
                والي صاحب خپلي تاریخي وینا ته په ادامه سره وویل : (( زه د ننۍ نړۍ یو مثال یم تاسي ته ، زه چي په کاناډا کي سهار راکښینم نو په کور کي مي میرمن نه وي . رنګینه جانه سهار وختي پرته زما د اجازې په باسیکل پښه واړوي پارک ته ولاړه سي او هلته جاګین ( ځغاسته ) کوي . که زه یم که نیم دا دکوره وځي . په بازارو کي چکر وهي .
                أه د کندهار ښځو باید موږ په ګډه مبارزه وکړو ترڅو ټولنه دې ته اماده کړو چي ښځي په خپله خوښه په پارکونو کي باسکلان وچلوي ، په بازارونو کي چکر ووهي . ))

                غونډه خلاصه سوه ټوله په خپلو لارو ولاړه ، خو په دې ټوله غونډه کي د هیچا ضمیر او وجدان راویښ نه سو چي والي ته ووائې چي کندهار یانو دا ۴۰۰ کاله د خپل ناموس او عزت خوندي ساتلو په لاره کي په زرهاوو انسانان قرباني ورکړي دي

                زموږ ښځو ته چي په کندهار کی کاناډا هم جوړه سي ، بیا به هم د خپل کلتوري ددایرې څخه راو نه وزي ، ځکه دوي په دې خپل افغاني کلتور کي ځانونه خوندي احساسوي .
                کله چي غونډي خلاصه سوه نو په ماښام مي تر ډيره سترګي و میډیا ته نیولې وي چي یو نه یو به ئې په هکله خپل ږغ پورته کړي خو هیڅ راډيو یا تیلویزون ئې په وړاندي څه ونه ویل .
                د ټولولخوا همدا یوه خبره خپریدل چي په کندهار کي د طالبانو د راپرځيدو وروسته په لومړي ځل د ښځو نړیواله ورځ د زرګونو ښځو په ګډون ولمانځل سول
                نه چا وویل چي ښځو د څه په خاطر په غونډه کي ګډون کړي و ، او نه چا وویل چي غونډي ته د والي لخوا په څه رقم زرین اقوال وړاندي کړل سوه .
                د خپل ځان سره مي وویل چي زموږ ژورنالیستانو هم لکه چي ضمیرونه پلورلي دي ځکه نه مي د کومي میرمني ږغ یا مرکه وواریدل نه مي د ناموس د دلالانو د وینا کومي اساسي برخي . بس ټول راپورونه ئې د سلګونو میرمنو په پورته کښته کیدو ډک کړي وه
                ماته سوال پیدا سو چي هغه مرکې او هغه مجلسونه ئې لکه چي یوازي په غونډّه کي د خپل هوس د سړولو لپاره وه ؟؟
                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                Comment


                • #23
                  د شجاعي د قتلونو پوښتنه دي له کريم خليلي څخ&#1

                  د حکيم شجاعي کيسه ډيره اوږده او ګرمه شوه، په لومړی ځل چې کله د کورنيو چارو وزارت له خوا اعلان وشو چې حکيم شجاعي به نيول کيږي، د ارزګان د خلکو اميد وو چې دغه قاتل هزاره توکمه قومندان به د قانون منګولو ته وسپارل او په سزا به ورسيږي.
                  د حکيم شجاعي د ظلمونو ډير کيسې دي چې هره کيسه يې زړه بوږنوونکي ده، دغه توکميز جنګ ته لمن وهونکې قاتل يو ځل د خاص ارزګان د جلات خان اکا د کورنۍ ۱۲ کسان په يو ځای شهيدان کړل، جلات خان اکا په غوږونو ښه نه اوريدل، صحت يې خراب وو او تر ۹۰ کلونو يې عمر اوښتی وو، پر دي ګناه يې دغه د ډير عمر لرونکی سپين ږيری د هغه د کورنۍ له دولس غړو سره يوځای شهيدکی چې دهغه ځوي په پاکستان کې وو، شجاعي ويل چې ځوی يې طالب دی.
                  دوه نوي ځوانان چې د دولسم ټولګې څخه فارغ شوي وو، کابل پوهنتون ته دواړه وروڼه کامياب شوي وو، ددي له پاره چې خپلو لوړو زده کړو ته ښه لاسرسي ولري، کورنۍ يې په غزني کې ميښت شوه، دواړه محصلين د خپلوانو او دوستانو د ليدلو له پاره خاص ارزګان ته ولاړ، خورکۍ يې ميلمستيا ورته کړي وه، چې دواړه پر موټرسايکل د خور د کور پر لور روان وو، د شجاعي د ليوانو له خوا دواړه وروڼه شهيدان شول.
                  ديوې کورنۍ يو کم عمره ځوان هلک د شجاعي ليوانو نيولي وو، او هغه يې په پوسته کې ورسره ساتی، د هلک د کورنۍ دوه کسان د شجاعي د ليوانو پوستې ته د هلک د خلاصيدو او کورته راوستلو له پاره ورغلل، چې د دواړو مړې يوه مياشت وروسته په ليرې پرته سيمه کې پيداشول.
                  ویل کيږې چې په تيرو کلونو کې د شجاعي له خوا ۱۲۱ ملکي پښتانه په ډير ظلم او جبر سره وژل شوي دي او روان کال يې يو تن بل بې ګناه پښتون هم شهيد کی چې ټول ټال اوسمهال دده په قومانده او دده د وسلوالو له خوا ۱۲۲ پښتان وژل شوي دي.
                  د حکيم شجاعي د ظلمونو او ځورونو له امله د ولسي جرګې د شکايتونو کميسون ته د خاص ارزګان د پښتنو او هزاره توکمو وګړو له خوا څخه ۱۳۰ عريضې سپارل شوي دي.
                  شجاعي- توکميز جنګ ته لمن وهونکئ قاتل
                  د ولسي جرګې د شکايتونو د کميسون مشر عبيدالله بارکزی وايې چې اتلس مياشتې مخکې موږ حکيم شجاعي د حکومت په غوښتنه او خوښه ونيوی، د کورنيو چارو وزارت ته مو تسليم کی، هغوی د جنايې جرمونو رياست ته تسليم کی، څلور ساعته وروسته د کريم خليلي په مستقيمه مداخله خوشی شو، د کريم خليلي په کور کې يې شپې وکړي او بيرته سيمې ته محفوظ ورسول شو.
                  بارکزی وايې چې د حکيم شجاعي د نيولو هڅې اصلا نه ولايتي اداره او نه هم دکورنيو چارو وزارت کړي دي، د حکيم شجاعي د اوسيدو ځای معلوم دی، د مالستان ولسوالي په يو کلي کې اوسيږي، اوس هم هلته دی. د خاص ارزګان څخه د غزني ولايت د مالستان تر ولسوالي پورې لاره کې اوس هم د شجاعي پوستې دي او شجاعي په ډاډه زړه په دغه لاره تګ راتګ کولای شي.
                  بارکزی وايې که هره اداره او هر څوک غواړي چې حکيم شجاعي ونیسي، زه چمتو يم چې د شجاعي د اوسيدو ادرس ورکړم، او خپله يې هم ورسره په نيولو کې مرسته کوم، اصلا دوی نه غواړي چې حکيم شجاعي ونيول شي.
                  بارکزی وايې داچې دحکيم شجاعي مسئله افغاني ده، نو ځکه له بهرنيانو سره پر دي مسئله د ولسي جرګې غړو خبري نه دي کړي، ولي د ښاغلي ولسمشر سره مخامخ د شجاعي د ظلمونو او قتلونه مسئله شريکه شوي.
                  شجاعي د امریکا د ځانګړو قواوو (سپيشل فورس) له خوا حمايه کيدی، د ولسمشر د دوېيم مرستيال کريم خليلې ملاتړ له ځان سره لري، او د جهاد او کورنۍ جګړې پرمهال د خليلي قومندان وو، امريکايانو ته خليلې معرفي کړي دی، دواړه بهرنيان او حکومت يې مرسته کوي
                  پښتانه په سيمه کې سلاح نه لري او ددي توان نه لري چې په تش لاس ددغه قاتل قومندان چې د امریکا د سپيشل فورس او حکومت ملاتړ له ځان سره لري مقابله وکړي.
                  د حکيم شجاعي اړوند ۱۳۰ شکايتونه او عريضي د ولسي جرګې د شکايتونو کميسون، لويې څارنوالي، اداره امور (دولسمشر دفتر)، کورنيو چارو وزارت او د سيميزو ارګانو لوی رياست ته سپارل شوي، دغه ډول دغه شکايتونه د بشر دحقوقو او اړوند نورو ادارو ته هم وړاندي شوي دي.
                  لويې څارنوالې د حکيم شجاعي د نيولو امر کړی، داچې د کورنيو چارو وزارت اړوند پوليس د بېلابېلو عواملو له امله ونه توانيدل او يا خو يې نه غوښتل چې شجاعي ونيسي، د دي ښکارندویې کوي چې د کورنيو چارو وزارت کې اختلاس، فساد، اړيکې ساتل او ددغه وزارت لوړ پوړي چارواکې د ولسمشر له دوېيم مرستيال څخه ويره درلودله.
                  اوسمهال چې د کورنيو چارو وزارت کې بدلون راغلی، د مجتبی پتنګ پرځای عمر داؤدزی راغلی، د ارزګان خلک هیله مند دي چې د شجاعي د نيولو په اړه به پريکنده عمل وکړي.
                  د ارزګان خلک د ارزګان له ولايتې ادارې څخه هم ګيله من دي، او وايې چې ولايتې اداره نه غواړي چې شجاعي ونيول شي، که چيرته د کورنيو چارو وزارت له خوا امر ورته کيږي، نو بيا ولي ولايتي اداره د شجاعي د لټون او نيولو هڅې نه کوي؟
                  داچې د کورنيو چارو وزارت ته شجاعي تسليم شو، او بيرته خوشی شو، همداسي د ولايتې اداره څخه هم د ارزګان خلک توقع نه لري چې شجاعي به ونيسي، ځکه په اصل کې له لويه سره د شجاعي د نيولو له پاره اوامر رښتوني نه دي، يواځي د ارزګان او خاص ارزګان د خلکو د غولولو له پاره د شجاعي د نيولو اعلانونه کيږي.
                  د ارزګان خلک د شجاعي د ظلمونو او قتلونو اصل مسؤل او شريک د ولسمشر دوېيم مرستيال کريم خليلې په ګوته کوی، ځکه چې د دغه قاتل څخه دفاع کوي، خليلې دی چې د کورنيو چارو وزارت او ولايتې ادارې ته ګوت څنډنه کوي چې د شجاعي په نيولو کې رښتوني مرسته ونه کړي.
                  د حکيم شجاعې مسئله اوس بايد چې افغان ولس له دولت سره مخامخ مطرح کړي، او پر افغان دولت دعوه وشي، چې ولي د ۱۲۲ تنو افغانانو قاتل نه نيسي، دغه قاتل اوس هم په هيواد کې دننه تګ راتګ کوي، لاهم د ده له ټوپکوالو څخه په خاص ارزګان او اړوند سيمو کې په ځانګړي ډول پښتانه په تکليف دي.
                  دا يواځي شجاعي نه دی چې ظلمونه او قتلونه کوي، دهغه ملګري محلي پوليس (اربکيان) ګرده ورسره په دغه قتلونو کې شريک دي، دا ډول هغه لوړ پوړي چارواکې هم بايد لويه څارنوالي، ولسي جرګه، مشرانو جرګه او وزيرانو کابينه تر پوښتنو لاندي راولي چې د حکيم شجاعي څخه دفاع کوي، د کريم خليلي سربيره ويل کيږي چې عبدالقيوم سجادي د غزني ولايت څخه په ولسي جرګه کې وکيل هم د شجاعي د ظلمونو او قتلونو څخه ننګه کوي.
                  داچې د ولسي جرګې د شکايتونو کميسون مشر عبيدالله بارکزی هم د ارزګان ولايت اوسيدونکې دی، او ځان ددغه ولايت د خلکو استازی بولي، دوی ته په کار ده چې د شجاعي د قتلونو او ظلمونو دعوه مخامخ له دولت سره وکړي، او دا ډول دوی کولای شي چې دغه موضوع ملګرو ملتونو او نړيوالو د بشر دحقونو ادارو ته وړاندي کړي.
                  زه پوره ډاډه يم چې حکيم شجاعي اوس هم په هيواد کې دننه دی، تر اوسه لاهم پر هغه دومره فشار نه شته چې هغه له هيواد څخه تيښتې ته مجبور کړي، ولي که چيرته د هغه د نيولو هڅې ګړندۍ شي ممکن چې ايران او يا کوم بل ګاونډې هيواد ته وتښتي.
                  نه پوهيږم چې تر کومه ځايه به د کورنيو چارو نوی سرپرست وزیر د شجاعي د نيولو هڅې وکړي، ځکه چې په پارلمان کې ګڼ شمير هزاره توکمه وکيلان شتون لري، او نوی وزير دهغوی د اعتماد رايو ته اړتيا لري.
                  يوه لاره کيدای شي، چې پښتانه وکيلان په ګډه هوډ وکړي تر هغه وخت پوري نوی وزير ته د اعتماد رايه ورنه کړي ترڅو چې يې شجاعي نه وي نيولي
                  داچې انتخابات به کيږي يانه؟ يا داچې ښاغلی کرزی به غواړي خپل د واک موده وغځوې، په لويو غونډو او حتی که ممکن وي په راتلونکې لويه جرګه کې هم افغانان ولسمشر مخامخ پر دي پړ وګڼي چې د شجاعي په نيولو کې پاتي راغلي او بيا ځل د واک غځيدل ورسره ونه مني.
                  دغه ډول ګڼ فشاروه شته چې پر دولت راوستل شي تر څو د پښتنو قاتل شجاعي له خپلو ټوپکوالو ملګرو سره د خپل عمل په سزا ورسيږي.
                  Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                  Comment


                  • #24
                    مظلوم کندهار او د توریالي ویسا ناشودي

                    لومړی برخه : - له کاناډا څخه دوالي په حیث د غله توریالي ویسا راتګ ،حقایق او په کرزیانو کي نفوذ:
                    .
                    د ۲۰۰۸ کال د د اکتوبر په میاشت کي څو تنو مخپټو وسلوالو په کندهار کي د انجونو د ښوونځي د څو تنو زده کوونکو په مخ تیزاب وشندل . دغه پیښي د کندهار ښوونیز بهیر دسختو منفي تاثیراتو سره مخ کړ، تازه ټاکل سوي والي رحمت الله روفي د یادي پیښي ورورسته د ډګروال عبدالله نورزي چي هغه وخت امر امنیت و په امر همهغه ښوونځۍ ته څیرمه د پولیسو ماموریت مامور بدل کړ او ترڅنګ ئې دلیسې مدیر هم د ښووني او روزني د ریاست په مټ له دندي ګوښه کړ .


                    تازه راغلي والي جنرال روفي چي په کندهار کي نوی په کار پیل کړی و د ولسمشر کرزي د ورور احمد ولي کرزي د نفوذ څخه ناخبره وو نوموړي هله د احمدولي کرزي سره ټکر وخوړ چي احمد ولي کرزي په وچ زور دواړه لیري کړه سوي کسان بیرته په خپلو دندو وګمارل ځکه د روفي بدلون د اصلاح لپاره نه بلکې د کندهار د پیغلو انجونو دغه ښونځي ته د یو پرچمي په ټاکنه کي ئې داخلاقي فساد نیت لاره .
                    د احمدولي کرزي او والي رحمت الله روفي دغه جنجالونو نیمه میاشت وخت ونه نیوه چي یوه ورځ روفي کابل ته د سفر په حال کي په نیمه لاره له دندي ګوښه سو . ددغو اختلافاتو څخه د ولسمشر مشر ورور قیوم خان کرزي ګټه پورته کړه او خپل یو د کوچینوالي ملګری ( په ........ مشهور) توریالي ویسا کمونیسټ او د بې ګناه افغانانو قاتل چي دکندهار پوهنتون د غلا په پیسو ئې ځان کاناډا ته رسولي و د یو مشروط قرارداد لمخي د پردې تر شا دوالي په حیث ولسمشر کرزي ته ور وپیژانده او د ۲۰۰۸ کال د دسمبر په ۲۱ تمه نیټه په کندهار کي رسماٌ دولتي ادارې ته وروپیژندل سو .

                    چي په راتګ ئې د کندهار په دولتي اداره او عامه ګټمنو چارو کي د چور یو نوی پړاو پیل کړ. رشوتونه ، په پروژو کي وڼډي په سړکونو د پیسو اخستلو پاټکونو او دخپل خوښي د ریسانو په ټاکلو ئې دولتي اداره په یو مافیائې ګروپ بدله کړله .

                    شرابونه کبابونه تر نیمو شپو د ښځو او انجونو ځانګړي مجلسونه ، کاناډائې جنرالانو ته دجنسي اړیکولپاره د تنکیو جنکیو ور وستل ، پر عامو خلکو د ولایت د مقام دروازه تړل ، دکندهار د بریښنا د تیلو غلاکول ، د دولتي مامورينو څخه مخامخ په معاشاتو کي دوالي برخي ، په عامه د رشوتونو غوښتني هغه دګوتو په شمار مثالونه دي چي د غله توریالي ویسا په پنځه کلنه دوره کي په ښکاره توګه په یوډول رسميت بدل سوي، چي د هر یوه په اړه به په ځانګړي ډول معلومات او اسناد درته وړاندي سي .

                    دا چي په هغه وخت کي په کندهار کي د کاڼاډایانو فوځي حضور زیات و او له بلي خوا ئې د امریکایانو سره د اسدالله خالد پر سر خپل د بهرنیو چارو وزیر له دندي مستعفي سوی و نو د غله ویسا کاناډائې تابیعت کاناډایان دې ته مجبوره کړي وه چي د هغه څخه پراخ ملاتړ څرګند کړي .
                    په سر کي خو ټوله کندهاریانو همدا فکر کاوه چي غل ویسا د کاناډایانو په زور پراشوټي پر کندهاریانو نازل سوی . خو په اصل کي داسي نه وه .
                    او دا حقیقت هغه وخت ماته ښه ترا څرګند سو چي یوه ورځ د ولایت په حرم سرای کي د قیوم خان کرزي او غل والي ترمنځ پر هغه اولين مشروط قراداد لانجه یز بحث روان وو .
                    دقیوم خان شرطونه دا وه چي د والي د ټاکل کیدو وروسته به په دریو میاشتو کي دوه سوه پنځوس زره ډالره نغدي قیوم خان ته ورکوي او هم به د قیوم خان کرزي د پروژو په مخ کي خنډ نه جوړیږي .
                    غل ویسا چي کله د کاناډایانو د پراخ ملاتړ له وجهي خپل ځان د شپیشتو پر درخته ختلی احساساوه د قیوم خان د پیسو په ورکړه کې ناغیړۍ کولې .

                    خو توریالي ویسا په ډيره ځیرکتیا د ولسمشر د ورورنو د خپل منځۍ سیالۍ څخه په ګټه اخیستنه په کندهار کي د خپل استبدادي واک او خودمختاری ریښي په ډيره چټکي د کندهار په دولتي اداره کي وځغلولې .
                    له یوې خوا به ئې قیوم خان ته ویل چي ستا غلام یم د بلي خوا به ئې احمدولي خان ته ویل چي ستا نوکر یم .
                    تر دې چي ددغو ورونو په خپل منځي اختلافاتو ئې لا پطرول شندل او هر یوه ته به ئې دهغه بل شیطانتونه کول ترڅو اوبه خړي کړي او ماهیان دی خپله ونیسي .
                    داختلافاتو دغه بحثونه ددې لامل سول چي دقیوم خان خاص ساتونکي سردار محمد د ولسمشر په ورور احمد ولي خان کرزي ناتار ډزي وکړي او په شهادت ئې ورسوي .

                    خو هغه څه چي په دغه منځ کي پیښ سوي او تر اوسه همداسي پټ پاته دي هغه د غله ویسا لخوا امریکائې او کاناډائې جنرالانو ته د ولسمشر د دواړه سیالو وړونو په ضد معلومات ورکول وو چي له اره ئې په نړیواله کچه د ولسمشر د ورورنو د فساد دتورونو لړۍ د همدې ولایت د مقام څخه سرچینه اخیستل .
                    دا چي غل ویسا کاڼاډائې دی نوطبعا په انګلیسي رواني خبري هم کولای سي چي تر ډیره به ئې د امریکائې او کاناډائې جنرالانو سره په پټه مجلسونه جوړول . او ترنیمو شپو ئې د شرابو جامونه ورسره پورته کول .

                    د ۲۰۱۰ کال په مارچ کي چي کله مایک کرستل په یو رسمي سفر کندهار ته راغلی و همدا ویسا و چي د احمدولی کرزي خلاف ئې دکندهار د پراخو عملیاتو په پیلیدو کي ، د احمدولي کرزي د یوې ځانګړي ډلي چي له اره رسمي طالبان وه معلومات ورکړل چي په ښار کي روان ټوله ترورونه ئې دهمدې ډلي کار وباله او تر شا ئې د شهید احمد ولي کرزي لاس .

                    کله چي کرستل کابل ته وخوځيد نو په سبا ئې همدې ویسا زما په مخ کي د نیویارک ټایمز خبریال تام میک ګریک ته وویل چي زه تاته یو افتر ریکارډ ( پرته له ثبته ) معلومات درکوم خو زما نوم به نه اخلي . هغه د سر په ښورولو هوکړه ورسره وکړل او توریالی ویسا ورته وویل چي مایک کرستل ماته به خبرو کي وویل چي دوی د احمدولي کرزي د کړونو څخه سرټکوي ددوی ځواکونه زړه نازړه د احمدولي خان د زور په مقابل کي دپراخو عملیاتو لپاره پر پلان کار کوي . او ترڅو چي احمدولي کرزی د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي په کندهار کي امنیت ناشونی دی .
                    دوه ورځي تیري نوې چي د ویسا د خبرو کټ مټ کاپي د نیویارک ټایمز په لومړي مخ کي د همهغه خبریال په نوم چاپ سوه .

                    کله چي د ۲۰۱۰ کال د جولای په سر کي د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پتریوس د یو شمیر امریکائې جنرالانو سره کندهار ته راغلی نو د ولایت په مقام کي تر ډوډۍ خوړلو وروسته د والي سره په یو ځانګړي مجلس کي چي پنځه نور امریکائې جنرالان هم وروسره وه ناست و پر همدې خبره بحث کاوه . ما چي د میلمنو لپاره د چایو پتنوس خوني ته داخلي کړ نو والي په پښه نیولي ږغ خپلي خبري پرې کړې او چپ سو . خو د امریکائې جنرالانو له جملي څخه د جنرال ډانپور په نوم یوه والي ته مخ ورواړه چي ستا نظر همدا دی چي باید د احمدوالي خان یوه چاره وسي ؟
                    والی سر وښوراوه په انګلیسي ژبه ئې ورته وویل چي دیر از نو ادر افشن (بله لاره هم نسته) !
                    غله ویسا په هغه مجلس کي پتریوس ته مخ واړوه چي که همدا ولي کرزي وي ګمان نه کوم چي په کندهار کي دي زموږ او ستاسي لاسته راوړني همداسي په خپل حال پاته سي . غله ویسا په هغه مجلس کي په ټولیزه ټوګه د خپل واک غوښتنه کول او د احمدولي دمداخلو ئې سر ټکاوه .
                    کله چي ډیويد پتریوس کابل ته ولاړ په سبا ئې په غیر مستقیم ډول د ولسمشر دورور په مقابل کي د کندهار د دولتي ادارې د ناتواني خبره په یوه خبري غونډه کي تکرار کړه او په کندهار کي ئې د دولتي ادارې په وړاندي د ځای زورواکانو پر لمنځه وړولو ټنګار کاوه .
                    .
                    خو خبره همدلته خلاصه نسوه امریکائې جنرلانو په همدې میاشت کي ولسمشر ته مخامخ اخطار ورکړ چي په کندهار کي د خپل ورور مخ په زیاتیدونکي واک مخه ونیسي کنه وبه وژل سي .

                    کله چي د همدې کال په اپریل کي کندهار محبس مات سو په لومړی ورځ په ولایت کي زما ، پرویز نجیب او ملي امنیت مرستیال په مخکي د والي ترخوله راووتل چي زما ئې په څه احمد ولي خان پوه سو او ماتیدل ئې .

                    کله چي احمد ولي خان شهید سو اوونۍ تیره سوې نه چي یو مازیګر ئې د ولایت په حرم سرای کي چي د بلاک لیبل بوتل ئې مخي ته پر میز خالي پورت و او تر غوږو په نشه سوي و د یو بل محمد زي قومي مشر سره په خبرو کي همدا ټکي تکرارول چي بد غورځي بد به پرځي . څنګه ئې کار وسو .

                    کله چي د ۲۰۱۱ کال د جولای په وروستیو کي خان شهید سو نو میدان تر ډیر والي او قیوم خان کرزي ته پاته سو چي دواړو په غیرمستقیم ډول د سیالیو یو نوی پړاو پیل کړ . والي چي د قیوم خان څخه په سترګه کي شګه لیدل . ځان ئې د ولسمشر بل ورور محمود کرزي ته ورنژدې کړ او یوځل بیا ئې وغوښتل چي هغه زړه لوبه بیرته تکرار کړي .

                    زه دا په څرګنده ویلای سم چي په کندهار کي که د شاولی خان کرزي او امنیه قومندان جنرال رازق په څير کسان نه وائې نو غله والي به کندهار په ګنډه وهلای .

                    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                    Comment


                    • #25
                      مظلوم کندهار او دتوریالي ویسا ناشودي ، در&#174

                      پرلپسې لړۍ : دریمه برخه د اوس څخه څلور نیم کاله وړاندي خبره ده چي د کندهار ولایت په مظلومو خلکو د توریالي ویسا د پراشوټي نزول ایله څو میاشتي تیری سوي وې نو د نوموړی لخوا چي ځان ورته د کاڼاډایانو د اته زره کسیزه پوځ تر سیوري لاندي په خاورین کندهار کي د کاناډا صدراعظم ښکاریده د کندهار ولایت په مقام کي یو عجیب او غریب حکم جاري سو .
                      په حکم کي د ولایت مقام ټولو مامورینو ته وویل سوه چي د توریالي ویسا دغوښتني سره سم باید د ولایت هر مامور چي د والي سره ګوري خپل لاسونه په صابونه ووینځي او د ولسوالیو هر قومي مشر چي د والي سره ملاقات لری باید دملاقات څخه یو ساعت مخکي ولمبول سی .
                      دې حکم د ولایت د مامورینو په منځ کي یو کمیډي ډرامه جوړه کړه چي هر سند او کاغذ ته به ئې لاس وروړه نو نورو به د پسخنده ورږغ کول چي لاس دي پریولی دی کنه ،!

                      دوه درې ورځی دغه کار په مجبوره مامورینو عملي سوخو کله چی د پنجوائې څخه راغلي هغه قومي پلاوي چي دملي پیوستون پرګرام په هکله والي راغوښتی و ته د لمبیدو وویل سوه نو هغوی په سپکو سپورو سر د ولایت څخه په ښکنځلو ووتل .
                      کله چي په څلورمه ورځ اداري غونډه جوړه سوه د غونډي تر ختمیدو وروسته د کندهار ولایت اجرايوي ریس حاجي محمد انس چي خپل هم یو هم طبعه ځوان و د ټوکو په انداز کي ورته وویل چي والي صاحب د کندهار ولایت او خلک ئې دغسي پیدا سوي دي که په دوړو لړلي وي که خیرن وي خو همدا مو خلک دي باید موږ د دوی لپاره ځانونه بدل کړو دوی زموږ لپاره نه بدلیږي .
                      والي ډاکټر توریالي ویسا د سترګو تر کونجو ورته هیښ ووکتل ، ول (( زما مشکل د خلکو سره ندی ددوي د مردارخورګئ او مکروبونو سره دی ))
                      حاجي انس وخندل ول والی صاحب که خبره د مکروب وي نو تر لیدو کتلو وروسته لکه د ښآر ډاکټران چي کوي ته هم خپل لاسونه پریوله ! خو دا کار چي ته کوې نه یوازی د ولسونو د خپګان سبب کیږی بلکې د ملت او دولت واټن نور هم زیاتوي .

                      که څه هم د والي امر پر ځای و خو د کندهار اجرایوي ریس حاجي محمد انس ټولو مامورینو ته وویل چي د دپریولو او لمبولو خبره به نور ختمه وي که والي څه ویل زه ئې جواب وایم
                      دا چی د انس او والي تر منځ پر دې خبره څونه بحثونه او ناندرۍ سوي وې زه نه یم په خبر خو نتیجه ئې دا سوه چي والي صاحب به د قومي مشرانو د راغوښتلو وروسته ځان د خاریجانو سره د مخصوصو مجلسونو به بهانه د هغوی د کتنو او مجلسو څخه راګرځاوه .
                      تر دې وروسته چي به هر کله د لیرو ولسوالیو څخه قومي مشران د خپلو ستونزو د حل لپاره د ولایت مقام ته راتلل ورته ویل کیدل به چي والي صاحب د کاناډایانو سره په خاص مجلس کي دی خو والي صاحب به یا په دفتر کي پښې غځولي وې خوبونه به ئې کول ، یا به ئې د واټکا بوتل پر سر پورته کړی و او نشه به وو . او یا به ئې د خپل لور سره د ولایت په حرم سرای کي واليبال کاوه . او قومي مشران به تاکله تاکله له یوه خوني وتل په بله ننوتل . ترڅو والي پیدا کي او خپل مشکلات په حل کي .

                      یوه ورځ د کندهار د معروف څخه څه باندي پنځوس کسان قومي مشران ، ملایان د ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان په ګډوون د یو شمیر مشکلاتو د حل لپاره کندهار ولایت مقام ته په داسي حال کي راغلل چي دوه ورځي تر مخه ئې ولایتي اداره په جریان کي اچولې وه او والي ( توریالي ویسا ) ورسره د لیدو ژمنه هم کړې وه . کله چي د قومي مشران ولایت ته د تلاښۍ د ذلته را فارغه سول نو دولایت په برنډو کي د اداری مرستیال امین کمین لخوا ورته وویل سوه چي والي صاحب د خاریجانو سره په یو عاجل مجلس کي دی تاسي انتظار وکړي .
                      دغه سپين ږیرو چي د معروف سخته لاره په څلورو ساعتونو کي په سخته ګرمۍ کي وهلې وه او د هر یوه ژبه له ګرمۍ دباندي راوتلې وه د ولایت په برنډو کي هیښ هیښ یو بل ته کتل او د والي دفتر ته د ننوتلو شیبې ئې شمیرلې .
                      خو نه دوالي جواب ورته راته نه د ناستي او اوبو کوم ترتیبات .
                      په داسي حال کي چي والي دننه په دفتر کي په اوږده کوچ ایرکنډیش ته غځیدلی و او په جرمني کي ئې د کوم ملګري سره د تیلفون په کرښه د کندهار په چارو کي د ډيري بې روزګارتیا څخه سر ټکاوه چي هیڅ شی نسته څه وکم . .
                      کله چي ئې تیلفون خلاص کړ ورته ومي ویل چي والي صاحب د معروف خلک راغلي دي .
                      توریالي ویسا په جواب کي راته وویل چي ورته ووایه چي هغه مهم امنتي میټنګ ( مجلس ) لري خارجیانو سره اخته دي سبا راسئ . او په کوچ کي اوږد وغځیدی د تیلویزون ریموټ ئې پورته تلویزون ته ونیوه ا و امریکائې فلم چي اواز ئې ساکت کړه سوي و بیرته پیل کړ .
                      د والي دغه بې پروائې او د هغه سپین ږیرو للمي وهلي حالت سخت وزوکلوم . د معروف ولسوال ته راووتم او د والي خبره مي هغسي ورته وکړه چي څنګه والي راته ویلي وه .
                      ددې سپین ږرو ملایانو په ستونو کي اوبه وچي سوې هر یوه و بل ته کتله ښائې هر یوه به همدا په زړه کي وه چي دا شپه به د خپلو کورونو لیري په دې ښار کي چیري تیروي . نه ورته د ځای بندوبست وسو نه ورته د ډوډی . همداسي رخصت سول .
                      ټوله ورځ مي د معروف ددې غریب سپن ږیرو جل وهلي څهرې او د والي ایرکنډیښن ته یخه څملاسته سترګو ته ولاړه وه مازیګر د اجرایوي ریس خوني ته ورغلم د ریس سسره د کار او ټولنیزو چارو ریس هم ناست و د چایو پیاله ئې را ډکه کړله خو په ما کي د یو غړوپ د څکلو تاب نه و. حاجي انس ته مي د والي او سپین ږیرو کیسه وکړه . څه ئې ونه ویله خو په څهره کي ئې دبیتابۍ نښي راغلې سر ئې وښوراوه د معروف ولسوال ته ئې زنګ وواهه چي میلمانه دي منډیګګ ماڼۍ ته بوزه او د والي د کوټۍ اشپز ته ئې زنګ وواهه چي دشپیتو کسانو د ډوډۍ انتظام وکړي .
                      چي ریښتیا سي د کندهار په دولتی اداره کي د حاجي محمد انس خدمتونه او د خلکو سره اخلاقي سلوک د هیرولو ندي د هغه په تلو سره د ولایت مقام او کندهاري ولس تر منځ واټن څه چی سمیټي ډیوالونه راغلل .
                      په دوهمه ورځ سهار بیا د ولایت انګړ بیا د سپین ږیرو ملایانو او قومي مشرانو ډک سو خو بیا هم د والي په امر پرویز نجیب لخوا ورته امر وویل سو ه چي والي د کاناډایانو د یو مخصوص مجلس لپاره میدان هوائې ته ولاړ چيري چي د هغوی غټ نظامي بیس ( هډه ) ده تاسي مازیګر راسئ .
                      په داسي حال کي چي والی دننه په حرم سرای کي د خپلي لور سره په چمن کي په رسمي ساعتو کي والیبال کاوه .
                      د نجیب په دې جواب سره د سپین ږیرو په تندیو کي ګونجي پیدا سوې او هر یوه ویل تر هغو نه ځو همدلته کښینو تر څو والي وونه وینو .
                      ټوله د ولایت مقام په انګړ کي لکه بې برخلیکه یتیان کوټي کوټي کښینستله .
                      کله چي په ولایت مقام کي د کاڼاډائې ځواکونو د خاص استخباراتي بیس ( ای جي سی سی ) دفتر ته څیرمه د دونه زیاتو خلکو هغه هم خړو پښتنو شتون ولیده نو دولایت امنیتي تیم ته ئې وویل چی دوی ددې ځای څخه د امنیتي دلایلو لکبله وشړي .
                      د امنیتي ټيم او قومي مشرانو جنجال دونه ډیر سو چي خبره تر اداری ا اجرایوي ریسانو ورسیده .
                      محمد امن کمین او حاجي محمد انس والي ته ورغلل او د کاناډایانو د شکایت او د قومي مشرانو د مجبورت داستان ئې ورته ورساوه . خو والي به خپل خره سپور و ول نه ورسره ګورم .
                      شیبه وروسته حاجي محمد انس دغو قومي مشرانو ته راغلی ، ول والي صاحب به یا نه وي یا به نه غواړي ستاسي سره وویني . په دې لمر کي مه کښیني راځي چي سالون ته مو بوځم یخي پیپسیاني اوڅیښۍ هلته به خبري سره وکړو .
                      د قومي مشرانو څخه یوه ئې حاجي انس ته وویل چي وروره موږ دونه بې غیرته نه یو چي ددې هرڅه سره سره بیا هم په مړو سترګو همدلته کښینو . ستا د اخلاقو او رویئ قدر کوو خو نور موږ ځو په خپله لاره ، که د والي د لیدو اړتیا وه هم هلته دي راسي . خو دا یوه خبره والي ته ورسوه چي د ولسونو سره داسي بې احترامي به د دولت لمن نوره هم ورټوله کي .
                      ټوله د ولایته به غصه ووتل . او په خپله لاره ولاړه .
                      دا په کندهار غوندي د برمه په ډک یو ولایت کي د کندهار د نجیب ولس سره د توریالي ویسا د سلوک یوه کوچیني انځور و .
                      توریالي ویسا تر نن ورځي پوري یا د لیري پرتو سیمو د خلکو سره نه ویني که ویني نو دستي خپل لاسونه په صابونه پریولي وائې ددې صحرایانو څخه سړی مکروب اخلي . او کله کله خو تر لیدو وروسته تر شا سپکي سپوري هم پسي وائې .

                      د کندهار د ولایتي شورا د غړي حاجي اغالالي دستګیري سره تر لیدو وروسته ئې یوه ورځ د ټولو دفتر مخته وویل چي دصدري ئې د خولو بوي راځي دصدری دپاکیدو ندي راغلی په سیاست پسی دی .
                      د ارغنداب د نورزو یو قومي مشر حاجي باریداد خان چي په خا ن اکا مسمی دی په هکله ئې د ارغنداب ولسوال ته په تیلفون کي ویل چي هغه رزیل مه درسره راوله دهغه د خولې بویان راځي بیا زه ناجوړه کیږم . !!!

                      په کندهار کي اوس د ولایت مقام د خلکو د سترګو یو پنا سوي ځای ته ورته دي لومړی خو خلک ورځي نه او بیا که ورځي نو د امنیتي کسانو لخوا ئې د صدری ، لنګوټې ، چپلویو څخه نیولې تر بدن د خاصو اندامونو پوري پکښي لاس وهل کیږي . او په دونه بي ابيۍ او بي عزتۍ ترې راوځي چي اخیر په ځان توکوي .
                      د کندهار ولس ، قومي مشران نن ورځ خپلي ټولي فیصلې د ولسمشر په ورور شاولي خان کرزي کوي او د هر ډول مرستي ږغ هم د هغه پوري رسوي .

                      او ښائې علت ئې هم همدا وي چي والي دلومړي ورځي په خپلو دریو سره وعدو کي چي ( امنیت ، برق ، روزګارکندهاریانو ته ورکول و ) نه یوازي درواغجن وختی بلکې هغه شته امنیت ، روزګار او بریښنا ئې په خلکو ودروله او ترننی ورځي پوري ئې پرته د وعدو او دوراغو بل څه کندهاریانو ته ندي ورکړي .
                      د غلو یو ډله ئې جوړه کړې چي هر څه ئې پر ځان بیسا کړي دي او په خوارو کندهاریانو ئې د ژوند هرڅه درولي دي
                      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                      Comment


                      • #26
                        ضمیر مړی سیاستوال اودافغانستان برخلیک

                        انسان چی بی ضمیره شی شیطان تری نه بهتردی زعیم چی بی تدبیره وی حیوان تری نه بهتردی
                        کوم انسان چی هره شیبه پخپلوکړووړوکی دوجدان عذاب ته پام نه ساتی ، نو ضمیر یئ بیده دی اوکه هره شپه دبیدیدوترمخه،وجدان ته دخپلواعمالوحساب ورنکړی ، نودضمیرپه ناروغی اخته دی اوکه دوجدان عذاب نه پیژنی ، نوضمیریئ مړدی . په یو هیوادکی دپورته دری ډوله*** *انسانانو ، دکتنی وړشمیرموجودیت ، دوګړونیکمرغی ګواښوی اوکه چیری داډول اشخاص ، په تیره بیا ضمیرمړی ، دهیوادمشران اوسیاستوال وی ، نوهغه هیواد ، هرومرود سترو بدمرغیواوحتی بربادی سره مخامخ کیږی .
                        زمونږپه هیوادکی دکلونو راهیسی یوشمیرسیاستوالوهڅه کړی چی دبهرنیوهیوادونوپه مرسته ، ځان دافغان اولس مشرتابه ته ورسوی اوپه بدل کی یې دافغانستان خاوره دهغو په اختیارکی ورکړی اویوشمیرنوروبیادخپلوګټوپه اقتضا دهمدغوپردی پاله،ځان غوښتونکو واکمنانو په خپل منځی شخړوکی دمنافقت لارنیولی اودهغوی په جرم کی یې ځان شریک کړیدی . ددی شرموونکو سیالیوپه پایلهکی، د(۱۹) پیړی په اوږدوکی، دمرحوم تیمورشاه د (۳۳) زامنواودمرحوم سردارپاینده خان د(۲۱)زامنواود(۱۱۴)لمسیانواوکړوسیانوترمنځ ، دخپلوشخصی ګټودساتلوپه غوبل کی ، دافغانستان دخاوری ډیری برخی نوروهیوادونو،اوپه تیره بیا برتانوی هندحکومت ته پریښودل شوی اوحتی ورکول شویدی. [خراسان په ۱۸۰۳ کال کی ایران ته / داټک قلعه په۱۸۱۲کال ، ملتان په۱۸۱۸کال ، کشمیرپه۱۸۱۹کال ، دیره غازی خان اودیره اسماعیل خان په۱۸۲۱کال اوپشاورپه۱۸۲۳کال کی دهغه وخت دپنجاب دسکانوحکومت ته / سند په۱۸۴۳کال کی ، بلوچستان د۱۸۵۴څخه تر۱۸۷۶ کلونوپه اوږدو کی ،دپوشنج څخه ترکوژک پوری اودشال،کورم اولنډی کوتل سیمی د ګندمک دتړون په اساس په ۱۸۷۸کال کی ، دصوات ، باجوړ، وزیری ، ارنوی ، داوړچاګی اوچمن سیمی دډیورنډ دتړون په اساس په۱۸۹۳ کال کی برتانوی هندحکومت ته / سیستان په۱۸۷۲کال د انګلیسی حکم هیئت لخوا ایران ته اودپنجده سیمه په۱۸۸۵کال کی دروسیی تزاری دولت ته]
                        دشلمی پیړی دوروستیودوه لسیزوڅخه بیا ترننه(۲۰۱۳کال نوامبر) په هیوادکی داسی د قدرت لیونی ، ځان پلورونکی اوپردی پالونکی سیاستوال پیداشول چی دپاچاهی دنوم دګټلو لپاره حاضرووچی دهیوادخاوره ،دهرهغه بهرنی دولت په اختیارکی ورکړی،کوم چی واک ته یئ ددوی په رسیدوکی مرسته کولای شوه .ددی خبری دثبوت لپاره کافی ده چی دمرحوم محمدداودخان دولسمشری په مهال ، دپاکستان دولت ته دیوشمیرښیئ اړخوګوندونودمشرانودتښتیدلواوله هغه ځایه د ای.اس.ای په لارښوونه دافغانستان په خاوره دبریدونواوورانکاره عملونوسرته رسوولو ، د۱۳۵۷کال دغوایئ دمیاښتی د(۷)نیټی دکودتا وروسته،دافغانستان دخلکودموکراتیک ګوند لخوادشوروی اتحاد دولت ته دپراخی لاسوهنی د زمینی برابرولو او دنوموړی ګونددځینوغړولخواد۱۳۵۸کال دمرغومی په(۶)نیټه په افغانستان باندی دشوروی اتحاددپوځی یرغل سره مرسته کوولو، د۱۳۷۱کال دغوایئ دمیاشتی د(۸)نیټی وروسته په افغا نستان کی د پاکستان اوایران سره یوځای دیوشمیرنوروهیوادونودجاسوسانو،قوماندانی غوبل جوړولواوورپسی دطالبانوداسلامی تحریک په وجودکی دپاکستان پټ اشغال سمبالونه چی د۱۳۸۰کال دتلی په (۱۶)نیټه یئ په لومړی سرکی دامریکی دمتحده ایالاتواوبریتانیا د پوځی برید لپاره لاره هواره کړه اووروسته یئ دکمک اوهمکاری ترنامه لاندی ، دملګرو ملتونودامنیت شوراد پریکړی پربنسټ،دناتودغړوهیوادونو، پوځی حضورخوندی کړی اوبیا تر ننه پوری دنړی دلس ګونودولتونوداستخباراتی سیالیوپه تمرین ځای باندی دافغانستان دبدلولو څخه یادوونه وکړو.
                        دهمداشان سیاستوالودواکمنی په پایله کی،افغانستان اوس په داسی وران ویجاړهیوادبدل شوی چی دژوند په هیڅ یوه برخه کی دخپلواړتیاوودپوره کوولوتوان نلری اوددی توان د پیداکوولولپاره ،تراوسه کومه اغیزمنه لاره چاره لټول شوی نده اوزمونږسیاستوال نن هم پدی بوخت دی چی خپلوبهرنیوملاتړکوونکوته یوتربله،ځان ښه ژمن اوسرښندونکی ثابت کړی . پدی کی شک نشته چی دتیر وخت څخه درا پاتی بدمرغیودمسولیت اصلی پړه ، د وخت دمشرانوپه غاړه ده ، خودا پدی معنی نده چی نوربرخه وال اوحتی عام اولس ،خپله برخه مسولیت هم ونه منی. ښه اومنصفانه خوداده چی هرافغان دخپل ضمیرسره پدی هکله پریکړی وکړی چی دهغه مقام اوامکاناتو په اساس چی دافغان اولس په نوم یئ ،پخپل وخت کی ترلاسه کړیدی، دخپل هیواد لپاره یئ بایدڅه کړی وای؟ څه یئ کولای شول ؟ اوڅه یئ وکړل ؟ ددی پرته دیوبل ملامتول اوخپلوناوړه کرواړوته دتوجیهاتواو بهانولټول ، فقط د راتلونکونسلونودذهنیت خرابول اودشرموونکی غمیزی اوږدول دی. له همدی کبله اړینه بریښی چی ددی کړکیچنی غمیزی دسریال پای ته رسیدلی برخی پریږدواو دملی ګټو په اډانه کی دخپل هیوادراتلونکی ته،په پوره ځیرکی سره پام وساتو.
                        دولس کاله کیږی چی دنړی څه دپاسه څلویښت هیوادونه ، افغانانوسره دمرستی ترنامه
                        لاندی دافغانستان له خاوری څخه،پخپله خوښه اووړیا ګټه اخلی اوهریویئ دتوان سره سم، دخپلی خوښی نظا می اواستخباراتی ازموینولپاره کاروی . مګر دتیریونیم کال را هیسی د امریکی متحده ایالاتواویوشمیرنوروهیوادونوداخبره توده کړی چی د۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کی دخپلوپوځی ځواکونو داوسیدوپه اړه، دافغانستان له دولت سره،دنړیوالوحقوقی موازینو له مخی،ددوه اړخیزوتوافقاتوبنسټ کیږدی . دستراتیژیکومرستودتړونونوپه نامه، د افغان واکمن سیاسی دلګی اویوشمیرنوروسیاسیونو،دخبری اوتوبوتوبازارښه توددی ، خوتر دی شیبی ، هیڅ یوه دا پوښتنه نده کړی چی افغانستان په تیرودولس کلونوکی دولتی واکمنی نلرله چی دنړی هیوادونوورسره دنړیوالوحقوقی موازینوپه بنسټ چال چلند کړی وای؟ ایا د افغانستان دخاری څخه دبهرنیوهیوادونواستفادی ، ددی ارزښت نه درلود چی دافغان دولت څخه یئ موافقه اخستل شوی وای ؟
                        ترنن ورځیددی پوښتنودنه پوښتلودلیل روښانه دی او هغه دا چی دپورته پوښتنو مطرح کول ، دملی ګټوساتونکی اودهیواد لپاره سرښندونکی ،سیاستوالوغواړی ، نه دهیواددبربادی په بیه دخپلو شخصی ګټوخوندیکوونکی اوپردی پالونکی تش په نامه مشران!
                        دهغه څه لټون چی دزمانی څرخ وړی دی ، هسی دوخت ضایع کوونکی تسلایئ هڅه ده چی دکوم درد درملنه نه کوی . له همدی امله ټولوهیوادوالواوپه تیره بیا سیاستوالوته پکارده چی دتیروسره مسولیت منونکی مخه ښه وکړی اودنن،سبا اوراتلونکی په خاطر،خپلــی شخصیاوګروپی ګټی پریږدی اودملی ګټوپه اډانه کی،په ژوندی ضمیر اوپه هراړخیزه سنجول شوی تدبیر، ملی اونړیوال سیاسی چال چلند ته تیاری ونیسی . دلته به بیځایه نه وی چی دلومړی بیلګی په توګه ،دورځنی سیاست ترټولومهمی موضوع یعنی دافغانستان اودامریکی متحده ایالاتوترمنځ د امنیتی تړون په باب ،دهیواددملی ګټوله اړخه، نظرواچوو.
                        دسیاسی اونظامی ارزښت له پلوه ترهرڅه دمخه دیادولووړده چی ،دزرګونوکیلومتره لیری واټن څخه،دافغانستان خاوری ته دامریکی دمتحده ایالاتودپوځیانوراتلل، په ډاګه کوی چی امریکایئان دافغانانوڅخه زیات ،نوموړی تړون ته اړتیا لری. دی ټکی ته په کتوسره پکار ده ،چی افغانان په ډیری هوښیاری ، دخپلوملی ګټواقتضأت ،دامریکایئانوپه اړتیا کی داسی راونغاړی ،چی سیاسی منطق اونظامی ارزښت یئ ،پوښتنه زیږونکی نه وی.هرډول ناوړه بیړه اوتأخیر، په تیره بیا چی دتعلل په بڼه ،دشخصی غوښتنورنګ اوبوی ولری، نه یوازی عاقلانه کارندی، بلکه شونی ده چی دهیواد ملی ګټوته تاریخی خیانت وی. اړینه ده چی دتړون مینځ پانګه دژبنی اوحقوقی قواعدوپه اساس وارزول شی .
                        که دنړیوالومنل شووحقوقی موازینوله مخی، په افغانستان کی دامریکایئ پوځیانو دارتکابی جرایمو دکشف، تحقیق اومحاکمی موضوع وڅیړو،له ورایه جوتیږی چی دقضایئ مصونیت داصطلاح، په کارونه کی موخه ایز تضاد نغښتی دی.ځکه چی دقضا وجودی فلسفه ،دعدالت خوندی کول دی او قضایئ مصونیت، دعدالت څخه انکار افاده کوی. همدا شان دقضا یئ صلاحیت داصطلاح څخه استفاده په ځای نه بریښی،ځکه چی د عملی اړخه متنازع فیه(ددواړودولتونوپه جزایئ قوانینوکی دجرمی اعمالودپیژندنی په باب څرګند توپیرونه لاینحله عملی ستونزیزیږوی) اوداصولی اړخه نیمګړتیا(دعدالت د قربانی کیدوخطر)لری.پدی اساس اړینه ده چی په تړون کی، دعدالت دخوندی کولواصل ته داسی هر اړخیزه پام وکړوترڅوهرجرم پخپل وخت کشف اومرتکب یئ دلازموڅیړنووروسته د عادلانه محکمی له لاری ،په قانونی جزا محکوم شی. دی موخی ته درسیدو لپاره ،د موضوع دوه اړخونه دڅیړنی وړدی: لمړی دجرمی عمل پیژندنه اودهغی دجزا ټاکل (چی د جزا په قانون کی تسجیلیږی) اودوهم دجرمی پیښی کشف،تحقیق اومحاکمه(چی دجزایئ اجراتوقانون یئ تنظیموی). ددواړواړخونوپه پام کی نیولوسره، ایجابوی چی په تړون کی د امریکا یئ پوځیانوهرهغه عمل جرم وګڼل شی،کوم چی دافغانستان جزایئ قوانینو، جرم پیژندلیاوجزا یئ ورته ټاکلی ده او دهمدغو جرمی اعمالو تحقیق،تعقیب اومحاکمه دی د امریکی دمتحده ایالاتوعدلی اوقضایئ ادارو ته وسپارل شی.ددی پرته امکان لری چی عدالت ددواړودولتونولخوا وننګول شی.پدی معنی چی که دجرمی عمل تثبیت اودهغی عدلی اوقضایئ تعقیب یولوری پوری اړه ولری، نولمړی خو ددواړو دولتونوترمنځ ،داقتصادی، فرهنګیاودینی توپیرونو په اساس دقوانینواختلاف ،دجرم دپیژندنی اوتثبیت ستونزهراپیدا کوی اوپه دوهم قدم کی، د عدالت دقربانی په بیه،دخپلووګړوڅخه دملاتړستونزه رازیږوی.
                        په تړون کی داقتصادی مرستی دشرطونوپه ځای،غوره ده چی داقتصادی ارزښت په اړه فکروکړو. دخنداوړبریښی چی یوشمیرهیوادونه،افغانستان ته دخپلوڅوملیارده ډالرو مرسته یادوی،خودی ته هیڅ پام نکوی چی په تیرودولس کلونو کی ټول هغه هیوادونه چی په افغانستان کی پوځیان لری،دافغانستان له خاری څخه داستفادی له درکه، په لس ګونو ملیارده ډالره ،دافغان اولس پوروړی دی.ددولس کلونوراهیسی دافغانستان(۴۲)میلونه هکتاره ځمکه اوټول هوایئ قلمرواوهوایئ ډګرونه ددوی په اختیارکی دی اوافغان دولت ددوی په کنترول کی دخپلی خاوری څخه ګټه اخیستی ده. که دیوهکتارڅخه کلنی استفاده په زرډالره حساب کړو، نودهرکال له درکه(۴۲)ملیارده ډالره ،چی دولس کلن مجموعی رقم یئ د(۴۰۰) ملیارده ډالروڅخه اوړی،دافغانانو پوروړی کیږی.پداسی حال کی چی دافغانستان ددولتی بودجی له لاری، ددوی ټولی مرستی(۱۸) ملیارده ډالروته نه رسیږی اوهغه پیسی چی دوی دخپلوموخولپاره پخپل لاس په افغانستان کی مصرف کړیدی اوافغان اولس ته یئ په سلوکی لس ګټه نده رسیدلی،ددوی پخپل حساب ټول ټال ،(۱۰۰)ملیارده ډالره نه جوړوی.دلته د یادونی وړده چی افغانان يوازی دهغوهیوادونوداقتصادی مرستواحسان من دی،کوموچی د نظامی حضوراواستخباراتی موخوپرته له افغانستان سره مرستی کړیدی.
                        که دپورته عمومی محاسبی څخه تیرشواودافغانستان په شاوخوا سیموکی دهمدغوبهرنیانود پوځی استفادی چال چلند ته وګورو،نوبیا هم دوی دافغانستان پوروړی پاتی کیږی.ښه بیلګه یئ دقرغزستان دماناس له هوایئ اډی څخه دامریکی دمتحده ایالاتو د استفادی تړون دی.دامریکی متحده ایالات دقرغزستان دولت ته ،دماناس دهوایئ اډی دیوی کوچنی برخی څخه،چی مساحت یئ (۷۰)هکتاروته نه رسیږی،دخپلوالوتکوداستفادی په بدل کی هر کال(۸۰) میلونه ډالره ورکوی . پداسی حال کی چی دافغانستان دټولوهوایئ اډوڅخه په پوره کنترول اومکمله توګه استفاده کوی اوهره هوایئ اډه د(۱۰۰۰)هکتاروڅخه زیات مساحت لری.که افغانان دخپلو (۱۰)لویوهوایئ اډوداستفادی په بدل کی دامریکی دمتحده ایالاتواونوروهیوادونوسره ځان غولوونکی محاسبه وکړی،نودوی دهری اډی په بدل کی بایدهرکال یوملیاردډالره، افغانستان ته ورکړی اودنوروهوایئ اوځمکنیواډوپه بښلوسره سره بیا هم هرکال لس ملیارده ډالره ، چی دولس کلن مجموعی مبلغ یئ (۱۲۰)ملیارده ډالروته رسیږی،دافغانستان پوروړی دی. پدی اساس افغانستان اړ ندی ،چی دامریکی دمتحده ایالاتوڅخه اقتصادی او پوځی تخنیکی مرستی وغواړی ، بلکه امریکا باید دافغانستان د اډو څخه ، د خپلی استفادی په بدل کی د ارزښت وړکرایه ورکړی اودادافغان اولس حق دی.
                        دپورته څرګندونوله مخی دامنیتی تړون دلاسلیک په اړه ،دافغانستان دیو اړخیزی اړتیا اندیښنهپه ځای نه ده اومونږافغانان باید پدی سلا شو چی ،هیڅ یوه هیواد، خپل پوځونه، افغانستان ته دافغانانو په خاطرنه دی رالیږلی اونه به دافغانانو لپاره پاتی شی. ځینوهیوادونو خوافغانستان ته د را رسیدولپاره ،داوږدمهاله ستراتیژیودپلی کولوپه بهیرکی، دلسګونوکلونو دانتظارسره یوځای ، ډیری ځانی اومالی قربانی هم زغملی دی. که ددی سره بیا هم کوم افغان ځان ته قناعت نشی ورکولی، نوداډول پیړی پوه اوورځ هیروونکی شخص ته،په ډیرساده منطق اوټول فهمه لهجه ، دویلو وړده چی،هرانسان دخپلی اړتیا له مخی اووړتیا په مټ،یوځای ته ځی اودبیرته ستنیدو په صورت کی ،بیاهم دخپلی اړتیا اووړتیا خیال ساتی.افغانستان ته د امریکایئ پوځونوراتګ اویا بیرته تلل ،دپورته منطق څخه بهردمنلووړ ندی. راځی په یاد راوړوچی همدغو متحده ایالاتوپه(۱۹۵۵) کال کی ، دپوځی تجهیزاتواواقتصادی مرستوپه باب،دافغانستان غوښتنوته ، څومره کبرجن اوسوړ ځواب ورکړاوپه(۱۹۹۲)کال کی یئ په څه بی پروایئ ، افغانان د ګاونډیو هیوادونواونړیوالوترهګروپه لاس ورکړل، ترڅودکورپه کور جګړی په اورکی وسوځی.ځینی کسان شایدداسی استدلال وکړی چی ننی نړی ، د څولسیزو پخواپه پرتله، هراړخیزبدلون موندلی اوباید چی دوخت دغوښتنو اواړتیاوو په پام کی نیولو سره، مناسب چال چلند وکړو،هسی نه چه د تاریخی بیلګو له مخی په ځانکړواومجردو قضاوتونوبوخت پاتی شو. په ځواب کی دویلووړده چی د ټولوبدلونونو سره سره ، تراوسه هم بشری نړی ، دانسانی ګټوپه محورراټوله شوی نده اود خلقت انسانی فلسفه ، داشخاصو په کچه دفردی ګټو اوپه نړیواله کچه، ددولتونودمتفاوتوملی ګټو په برمته کی ده . باید ومنو چی نن هم هر هیواد ملی ګټی لری اودنوروهیوادونوسره، دخپلوملی ګټوپه اساس اړیکی ټینګوی او د بل هیواد لپاره خپلی ملی ګټی نه ګواښوی . پداسی حال کی چــی افغانستان ښاید یوازینی هیواد وی ، چی دملی ګټو په محورراټوله شوی مشرتابه نلــری او ضمیرمړو سیاستوالویئ خپل هیواد د پردولپاره په کنډواله بدل کړیدی . که ددی ټولوروښانه حقایقوسره ،بیا هم کوم افغان ځان نشی پوهولی، نوروغتیا اویا افغانیت یئ دپوښتنی وړدی.
                        په پای کی باید ومنو چی غښتلی سیاسی مشران ،دپیاوړوملتونوڅخه راپورته کیږی او ملت ته لوری ورکوی. پیاوړی ملت هغه دی چی وګړی یئ دملی ګټو(دهیواد خپلواکــــی، ځمکنی بشپړتیا ،ملی یووالی اوهراړخیزپرمختګ) د ساتنی لپاره هرډول ځانی اومالــــــی سرښندنی ته چمتو،دسیمه ایزو،قومی،ژبنی اومذهبی تعصباتو څخه فارغ اودوخت داړتیا وړ پوهی څخه برخمن وی. داد اوسنی ځوان نسل تاریخی رسالت اوملی مکلفیت دی چی افغان اولس په پیاوړی ملت بدل کړی.
                        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                        Comment


                        • #27
                          امریکا غواړي د بسم الله محمدي او عبد الله ع&#1


                          تر دې وروسته چي د امریکا او ولسمشر کرزي تر مینځ د امنیتي تړون پر سر ناندرۍ را پورته شوي ، امریکا په دې اند شوې چي کرزی به تړون اصلاً لاسلیک نه کړي ، په یوه بانه او بله بانه به ټاکني و ځنډوي او له طالبانو سره به سولي ته لاره هواره کړي . کوم وخت چي له ارګ نه د طالبانو په لور اعلامیه خپره شوه او هغوي یې وهڅول چي په افغانستان کي دې د بهرنیانو د حضور او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي، امریکااو ناټو پدې نظر شوي چي ددې اعلامیې نه داسي اخیسته کیږي چي کرزی به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ، په پایله کي به امریکا او ناټو په بشپړه ټوګه له افغانستان نه ووزي او کرزی به له طالبانوسره د امریکا پر ضد ګډ حکومت جوړ کړي . دا مریکا او ناټو سیاسي کارپوهان له داسي ناڅاپي حالت سره مخ دي چي د چهارشنبي د ورځي د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډي وروسته د جان کیري په وړاندیزپه یوه خاصه غونډه کي چي فقط څو وزیرانو ګډون په کي کړی وو، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي سیاسي ژوند په اړه خبري کړي دي . په دې غونډه کي پریګړه شوې چي په افغانستان کي د بسم الله محمدي او عبد الله عبدالله سره اړیکي ونیول شي او د کرزي د لیري کیدو په اړه مشورې وشي .
                          امریکا د کرزي صیب لیري کیدو ته دا بانه کړي چي که کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ،ټاکني وځنډوي او له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي ، نو بیا په افغانستان کي نه امریکا او نه ناټو راتلونکی لري . په داسي حال کي به د شمال ټلوالي راتلونکی هم له ګواښ سره مخ وي . نو ددې د مخه چي طالبان واک په لاس کي واخلي ، ښه به داوي چي بسم الله محمدي نظامي حکومت اعلان کړي ، تر لنډی مودې وروسته عبدالله عبدالله دلنډ مهاله ولسمشر په توګه دنده پر غاړه واخلي او له امریکا سره امنتی تړون لاسلیک کړي . امریکا ویلي چي داسي ګام به موږ ټول له زیاتو ستونزو سره مخ کړي ،اما دومره ستونزي به نه وي لکه موږ چي ټول له افغانستان نه ووزو . په هغه صورت کي به القاعده افغانستان ته بیا لاره و مومي او زموږ لپاره به همېشنی سر خوږی وي . له کرزي سره موږ نور دیالوګ نه لرو ، یا به تړون لاسلیک کوي او یا به له منځه ځي . د افغانستان په پریښودلو سره امریکا او ناټو هر هغه څه له لاسه ورکوي ، چي لپاره یې دولس کاله جنګيدلي یو او زیاتي قربانۍ مو ورکړي دي . داسي نه شي کېدای چي د کرزي د لجاجت په خاطر موږ لکۍ په ځان ننه باسو ، سرونه کښته له افغانستان نه ووزو . جان کیري ویلي : » له کرزي نه په افغانستان کي ټول ناراض دي ، اداري فساد زیات دي ، د شمال خلک یې دښمنان دي ، پر حکومت واک نه لري . بسم الله محمدي واک لري او عبدالله عبدالله په ولس کي پلویان لري . د کرزي وخت پای ته رسېدلی ، باید له واک نه لیري شي .
                          آی پي لیکي :
                          راځی چي د افغانستان موضوع تر څېړنی لاندي ونیسو او وګورو چي په دي ګام (د کرزي لیري کول) کي به کومي ګټي او یا کوم زیان شتون ولري او ایا دا ګام به بریالی شي ؟
                          امریکا په دې ګام کي دوې نښي تر نظر لاندي نیولي :
                          لمړی : افغانستان باید بیا د ترویستي ځاله و نه کرځي ،
                          دوهم : د افغانستان سیاسي نا ارامي باید د پاکستان سیاسي سیتم ته زیان ونه رسوي .
                          لمړي نښه په افغانستان کي د جنګ د ادامې لپاره یوه ضعیف نښه ده ، ځکه نړۍ ټول پوهیږي چي تر کال ۲۰۰۲ وروسته القاعده په افغانستان کي شتون نه نلري ، مشر یې ووژل شو او نور غړي یې په هغه اندازه چي پخوا وه ، اوس وجود نه لري . له یوه پلوه ویلای شو چي طالبان اوس هم له القاعدې سره اړیکي ساتي ، خو له بله پلوه ثبوت په لاس کي نه لرو .
                          د پاکستان په اړه ویلای شو چي که طالبان په افغانستان کي پر واک راشي ، په ډیر کم وخت کي به د پاکستان سیاسي سیتم تر ګواښ لاندي راولي ، کېدای شي چي د افغانستان او پاکستان طالبان سره یو شي او د پاکستان حکومت ته سقوط ورکړي . په داسي حالت کي به د پاکستان اټومي وسله د طالبانو او بیا په پایله کي د القاعدې په لاس ورشي . د افغانستان له اوسني حالت او د کرزي له اعلامیو او خبرو نه داسي اټکل کیږي چي کرزی د شمال ټلوالي پر ضد د طالبانو راتګ ته لاره هواروي ، چی داد امریکا لپاره په هیڅ صورت د منلو وړ خبره نه ده . امریکا یقین لري چي که په افغانستان او پاکستان کي حکومتونه د طالبانو تر زور لاندي راشي ، دالقاعدې غړي به ډیر ژر ودې هیوادونو ته راستانه شي .
                          آی پي لیکي :
                          امریکا په دې اند ده ، تر څو حامد کرزی د افغانستان په سیاست کي لاسوهنه لري ، په دي هیواد کي به امنیت را منځ ته نه شي . دا ځکه چي د هغه حکومتولي ضعیفه او واک یې له لاسه وتلی دی . له همدې کبله یې اوس مخ طالبانو ته اړولی او د هغوي په مرسته غواړي په هیواد کي امنیت را منځ ته کړي . د امریکا لپاره هیڅ د پوښتني ځای نه شته چي طالبان دي بیا په افغانستان کي پر واک راوستل شي . له همدي کبله د افغانستان له سیاسي ډګر نه د کرزي لیري کول یو حتمي امر دی چي دا کار د بسم الله محمدي او شمال ټلوالي په مرسته تر سره کېدای شي . کرزی د پښتونو په ګټه ، د امریکا او پاکستان په زیان کار کوي . پاکستان تکنالوژي لري ، پاکستان ۱۷۳ میلیونه نفوس او له کاله ۱۶۰ میلیارډه ډالره عواید لري او پاکستان اټومي وسله لري چي دا ټول نه یواځي د القاعدې لپاره بلکه د دواړو هیوادونو طالبانو او بالاخره د کرزي لپاره مهم دي . د پردې شاته لیدل کیږي چي کرزي له پاکستان ، ایران او په ورستیو ورځو کي له طالبانو سره اړیکي نیولي دي ، چي دا ټول د امریکا او ناټو په زیان دي . که امریکا د کرزي په لیري کولو سره په افغانستان کي بیا واک په لاس کي وا نخلي ، د پاکستان د حکومت سقوط حتمي دی . پاکستان اوسمهال په خپل هیواد کي دداسي مخا لفینو سره په جګړه کي ولاړ دی چي له القاعدې سره تړاو لري . دا جګړه داسی حالت ته رسېدلې چي په لنډ وخت کي د پاکستان حکومت سقوط کولای شي . مهمه خبره داده ، تر کومه چي پاکستان په خپل هیواد کي امنیت و نه شي ساتلای ، امریکا د پاکستان د سقوط مخه نه شي نیولای . دا ځکه چي د امریکا اړیکي د پاکستان نظامي واک او آی ایس آی سره دومره نژدې نه دي چي په هر حال خبرشي . امریکا کولای شي چي په پاکستان کي مخالفین په بي پیلوټه الوتکو له منځه یوسي ، خو په دې بریدونو کي ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي ، په پایله کي د امریکا پر وړاندي د ولس خښم زیاتیږي .
                          د افغانستان طالبان پښتانه دي ، د پاکستان طالبان پښتانه دي او د افغانستان او پاکستان پر پوله پراته ټول ولسونه پښتانه دي . که په افغانستان کي طالبان بیا پر واک راشي ، دا ټول به سره یو شي او د پاکستان سیکولر دولت ته به لوی خطر متوجه کړي ، پایله به یې سقوط وي . سیاسي کار پوهان چي په افغانستان او پاکستان کي د سیاسي حالاتو تحلیل کوي ، وایې : د پاکستان سقوط به له کابل نه هغه وخت په ډاګه رهبري شي چي که طالبان په کابل کي حکومت په لاس کي واخلي . د پاکستان د سقوط لپاره حامد کرزي سر له اوسه کار شروع کړي او له طالبانو سره تر یوي بړستن لاندي پلانونه سنجوي ، خو ددې دمخه چي داسي پلانونه کامیاب شي ، ښه به دا وي چي د کرزي برخلیک وټاکل شي .
                          آی پي لیکي :
                          مالومه خبره ده چي افغانستان او پاکستان امریکا ته زیات اهمیت لري ، خو دا اهمیت باید په هر قیمت چي وي ، تمام نه شي . ټول نړۍ پوهیږي چي د پاکستان په برخلیک کي افغانستان لوی رول لري . په افغانستان کي د طالبانو رژیم به د پاکستان سقوط بیړنی کړي چي ددي کار مخنیوی د امریکا په اند حتمي دی . امریکا وایې پوه یو چي پښتانه به کلونه نور هم وجنګیږي ، خو که په افغانستان کي امنیت رانه وستل شي ، پاکستان خو به له سقوط نه وژغورل شي . د امریکا نظامي کارپوهان پوښتنه کوي چي ایا امریکا به وتوانیږي ، طالبانو ته ماته ورکړي ؟ ددې پوښتني جواب اوسمهال له هیچا سره نه شته . خو کار پوهان وایي : »د نظامي تحلیل له نظره که موږ وغواړو چي طالبانو ته حتمي ماته ورکړو ،نو د افغانستان دهر ۵۰ کسو پر سر یوسرتیري ته اړتیا شته . ددې مانا داده چي د افغانستان اوسني نفوسو لپاره امریکا په افغانستان کي ۶۵۰۰۰۰ ښه تربیه شوي سرتیرو ته اړتیا لري . خو که په دې فکر شو چي د افغانستان جنوب ، جنوب شرق او جنوب غرب چي هلته پښتانه میشت دي ، له موږ سره وجنګیږي ، نو بیا ۵۰ سلنه سرتیرو ته اړتیا شته . یاني ۳۲۵۰۰۰ سرتیري . له یوه پلوه کېدای شي چي زیاد سرتیري افغانان وي ، خو په هغو اعتبار ځکه نه شي کېدای چي د هغو زیاد کسان پښتانه دي . که امریکا ښه ستراتیژی پر کار واچوي نو د افغانستان جګړه به په راتلونکو ۱۵ کلونو کي پای ته ورسیږي . که د افغانستان اوسني حالت ته ځیر شو او پر همدي حال یې پریږدو ،نو د جګړې د ګټلو امید کم ښکاري .
                          آی پي زیاتوي : په داسي حال کي چي له یوه پلوه د حامد کرزي رژیم په فساد ککړ ، خپل منځي کي یووالی نه لري ، سیاسي ثبات نه شته ،ولس له حکومت نه سر ټکوي ، اقتصادي وده لکه څنګه چي انتظار کېدی ، را منځ ته نه شوه او له بله پلوه طالبان ورځ تر بلي زور اخلي ، پیاوړي کیږي او نفوذ یې تر ولسمشر کرزي پوري رسېدلی ،داسي احساس را منځ ته کوي چي کرزی د امریکا نه بلکه د طالبانو دوست دی . داځکه چي هغه پدې ورځو کي پرامریکا نیوکي زیاتي کړي ، خو د طالبانو ښېګڼي وایې . داسي حالت د امریکا لپاره د زغملو وړ نه دی . پر کرزي باید زور راوستل شي چي له طالبانو لاس واخلي ، امنیتي تړون لاسلیک کړي ، که نه باید برخلیک یې وټاکل شي .
                          زموږ نظر :
                          د اوباما اداره په دي نظر ده چي د افغانستان امنیت د کرزي په نه شتون پوري اړه لري . کوم وخت چي جان کیری د امنیتي تړون لاسلیک د افغانستان په بل وزیر پوري مربوط کړ ، د حامد کرزي له خوا سمدستي ددي خبري رد اعلان شو چي د افغانستان د کابینې هیڅ وزیر د افغانستان د اساسي قانون له مخي حق نه لري امنیتي تړون لاسلیک کړي . امریکا پوهېده چي داسي وړاندیز د افغانستان اساسي قانون نه مني ، نو ځکه یې په غونډه کي د کرزي د لیري کولو احتمال را منځ ته کړ . اوس چي کرزي صیب دا خبره رد کړه ، امریکا غواړي د بسم الله خان محمدي په توسط پر کرزي په اصطلاح کودتا وکړي او بې واکه یې کړي . په داسي صورت کي یا بسم الله محمدي او یا هم بل سیاستوال چي بسم الله محمدي هغه ته اختیار ورکړي ، تړون لاسلیک کولای شي . ددوهم سیاستوال نوم به عبد الله عبدالله وي . سیاسي شننونکي په دې اند دي چي کېدای شي بسم الله محمدي او عبد الله عبدالله مخکي له مخکي له امریکا سره اړیکي نیولي او د کرزي دلیري کولو وړاندیز یې کړی وي . دا خو مالومه خبره ده چي د کرزي په شتون او یاد هغه په لیري کولو سره د افغانستان امنیت تر هغه وخته ښه کېدای نه شي ، تر څو د طالبانو سره د سولي خبري جاري نه شي . د کرزي صیب په لیري کولو سره په افغانستان کي د څو نورو لسیزو لپاره د جګړي لاره هواریږي . طالبانو که د کرزي ستاینه کړي په دې چي هغه له امریکا سره امنیتي تړون ردوي او کرزي چي طالبانو ته د خبرو وړاندیز کړي ، هغه به پوه شوی وي چي طالبان سولي ته لیوال دي . که امریکا د امنیتي تړون په لاسلیک کولو په افغانستان کي د امنیت راوستلو بانه کوي ، خو دا کار بیله تړون نه هم کېدونکي دي . جان کیري ظاهراً ګواښ کوي چي د نه لاسلیک کېدو په صورت کي به ټول بهرنیان ووزي ،نو دې کار ته باید دعمل بڼه ورکړه شي او ټول دي ووزي . په افغانستان کي به په کم وخت کي سوله را منځ ته شي . طالبان هم دا خبره کوي او حامد کرزی هم. د جان کیري له کودتایي پلان نه مالومیږي چي نه امریکا او نه ناټو د افغانستان په اړه رښتیا خبري کوي . د هغوی ټولي کړني د افغانستان و لس پروړاندي د یارلسو کلونو راپدې خوامغرضانه ، له شیطانت نه ډکي او پر خپلو ګټو ولاړي خبري دي . هغوی هیڅ وخت د افغانستان ولس ته درناوي نه ده کړي ،افغاني کلتور او عنعنو ته یې سپکاوی کړي . د ولسمشر لپاره پکار ده چي پر خپل غزم ټینګ شي او له هیڅ خطر نه وېره ونه لري . موږ ټول به نن یو سبا به نه یو ، خو د کرزي صیب نوم به د افغانستان په تاریخ کي د تل لپاره په ښه توګه ژوندی پاتي وي .
                          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                          Comment


                          • #28
                            د ژوندون ټلویزیون پر وړاندې د پردیپالوغو&#1594

                            د افغانستان ولسي جرګې د روان میلادي کال د مۍ په ۳۰ مه، په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه چې تذکرو کې دې د قوم پر ځای یوازې د ملت (افغان) کلمه ولیکل شي. که څه هم، هغه وخت ولسې جرګه کې د نظارشورا یو شمېر غړو او په تېره بیا د بلخ والي عطامحمد نور په اندیښنو ککړو وکیلانو هڅه وکړه چې تذکرو کې د افغان کلمې مخه ونیسي، خو د هغوی دا ملي ضد هڅّه د هیوادپالو وکیلانو لخوا، له ماتې سره مخ شوه.
                            د ولسي جرګې له پریکړې روسته، سملاسي عطامحمد نور د رسنیو له لارې ولسې جرګې ته ګواښ وکړ چې که په تذکرو کې د وګړو ملت ( Nationality ) د افغان پرځای، د هغو قوم ( Ethnicity ) ته راټيټه نه کړي او په دې اړه خپله پریکړه بېرته وانخلي، د خپل هوډ د پلیتابه لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي!
                            عطا محمد نورهغه وخت نه یوازې ولسې جرګه ګواښلې وه چې خپله پریکړه بیرته واخلي، بلکې پر ولسمشر کرزي يي هم فشار راوړی وو چې ولسي جرګه له خپلې پریکړې بېرته اخیستلو ته وهڅوي او په تذکرو کې د افغان کلمې لیکل يي له سرې کرښې د اوښتلو په مانا ګڼلي وو!
                            د ولسي جرګې له پریکړې روسته، ددې جرګې اداري ډلګۍ دا پریکړه چې د تذکرو پر لومړي مخ به د افغان کلمه لیکي، د رسمياتو له دود سره سم، مشرانو جرګې ته پخپل لومړي مکتوب کې په اصلي بڼه لیږي، خو روسته اداري ډلګۍ په پټو زدوبندونو او د عطامحمد نور په فشار او تطمیع سره، د ولسي جرګې په پریکړه کې ګوتې وهي، اصلي پریکړه له منځه وړل کیږي او مشرانو جرګې ته دوهم مکتوب له ځانه په جوړ شوي متن او د ولسي جرګې د پریکړې په خلاف، استول کیږي.
                            مشرانو جرګه هم له ولسې جرګې څخه د استول شوي دوهم جعلي مکتوب له روحيي سره سم پریکړه کوي، د تذکرو پر مخ د افغان کلمي لیکنه له پامه غورځوي او یوازې د تذکرې په ډیتابیس کې د قومونو په نوم بسیا کیږي او دا کټ مټ هغه څه دي چې د نظارشورا په استازیتوب د عطامحمد نور غوښتنه او ګواښنه وه!
                            کله چې د مدني ټولنې او د ژوندون تلویزیون کارکوونکي د پېښې له اصلي بهیر څخه خبریږي، د چلوټې ټول بهیر راسپړې او پر ضد يي لاریون کوي، بلاخره خبره د مشرانو جرګې مشر او د ولسي جرګې مشر سره کتنې او خبرو ته رسیږي.
                            لاریونوالو سره په کتنه کې، د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار له څرګندونو داسې ښکاري چې د تذکرو پر مخ د افغان کلمي په لیکنه، د ولسي جرګې له پریکړې سره سره، د نظارشورا او عطامحمد نور په فشار او د هغه د مخکیني ګواښ سره سم چې خپل ټول امکانات به کاروي ! د دولت په تصمیم کې تغییر راغلی وي او روستۍ پریکړه د عدليي وزارت په نوي وړاندیز د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو په اغماض او د ولسمر کرزي په ملي ضد مصلحت ترسره شوې وي.
                            اوس وینو، د عطامحمد نور ګوتڅنډنه چې ولسې جرګه دې خپله پریکړه بېرته واخلي او کرزی دې هم پر ولسي جرګه فشار راوړي او دی ( عطامحمد نور ) به هم د پریکړې د تغییر لپاره د ټولو امکاناتو له کارولو ډډه ونکړي، هغه څه دي چې زموږ د سترګو په وړاندې پېښ شوي او لا پېښيږي!
                            عطامحمد نور ریښتیا له خپلو ټولو امکاناتو کار واخیست، د افغان ملت او د ولسي جرګې پریکړه يي په لغته ووهله او اوس به د خیر پر لوړه غونډۍ، د افغانانو ترمنځ پر ملي هویت د سپيناويۍ د شخړو او ناندریو ننداره کوي!
                            په دې چلوټه کې د بلخ والي د ځنځير د مرکزي کړۍ، د ولسي جرګې دوهم نایب محمد صالح سلجوقي، د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار او د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي، لوړو زده کړو او د ښوونې روزنې چارو د کمیسیون غړی مولوي محمود دانشجو او د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین، د ځنځير د نورو کړیو په رول کې لوبیږي!
                            خو ددې ټولو سره سره، نظارشورا پخپله دغه لویه بریا چې د تذکرو پر لومړي مخ به د افغان کلمه نه لیکل کیږي هم بسیا ونکړه، اوس يي د مدني ټولنې ځیني غړي او د ژوندون ملي تلویزیون چې ددغې غټې چلوټې او ملي ضد حرکت په بربنډولو کې يي مخکښ رول لوبولی، په نښه کړي دي!
                            همغه سناریو چې د تذکرو پر لومړي مخ به د افغان کلمه نه لیکل کیږي او هغه يي په بشپړ مهارت پر ولسې جرګې او مشرانو جرګې تېره کړه او پریکړه به يي د مارشال فهیم په امر او د ولسمشر کرزي په لاس توشیح کیږي، اوس دا ډله غواړي دیته ورته سیناریو د مدني ټولنو او د ژوندون تلویزیون د اعتراض کوونکو په وړاندې هم مخې ته یووسي!
                            د ژوندون تلویزیون او د نورو اعتراض کوونکو په وړاندې چلوټه هم د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي ، لوړو زده کړو او د ښوونې روزنې چارو د کمیسیون د مشر سناتور مولوي محمود دانشجو په لاس پيل شوه.
                            « آژانس باختر به نقل از خبرنامه دفتر مطبوعاتی مشرانوجرگه خبرداد ، درجلسهٔ اعضای این کمیسیون که به ریاست سناتور مولوی محمود دانشجو دیروز برگزارگردید، پیرامون چگونگی نشرات تلویزیون های خصوصی خاصتأ تلویزیون ژوندون انتقاد گردید وگفته شد که تلویزیون ژوندون با پخش برنامه های تصویری، خبری کوی ، شهر ناپرسان، میزگرد ومصاحبه اختلافات قومی را دامن زده که مفاد آن جز تفرقه وازهم پاشی چیز دیگری نمی باشد .
                            دراین جلسه قرار بر آن شد، از سوی وزارت اطلاعات وفرهنگ جواز تلویزیون ژوندون گرفته شود تا دیگران برنامه های شان را مطابق باعرف وقوانین نافذه کشورعیار سازند»
                            د مشرانو جرګې پر پریکړې د ژوندون تلویزون د کارکوونکو او د مدني ټولنولاریون او نیوکې چې هغه د تذکرو پر لومړي مخ د افغان او اسلام کلمو پر غورځولو راڅرخي، بیخي څرګندې او په ډاګه دی، خو د مشرانو جرګې نوموړی کمیسیون په ځیرکۍ سره دغه اعتراض له نورو موضوعګانو سره تړي او غواړي یوخوا د افغانانو پام له اصلي پېښې څخه بلخوا واړوي او بل پلو ژوندون تلویزین ته پر دغه ملي اقدام، لویه سزا ورکړي.
                            د هیواد اساسي قانون د څلورمې مادې په یوه برخه کې لولو « د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي»
                            بلخوا ولسي جرګه د روان کال د مۍ په ۳۰ مه، پریکړه کوي چې په تذکرو کې دې یوازې افغان کلمه د هویت لپاره ولیکل شي. که څه هم د ولسې جرګې دا پریکړه د ماهیت له مخې کومه نوې پریکړه نه ده او په حقیقت کې د تابعیت په تذکرو کې د افغانستان د اساسي قانون د پورته تسجیل شوی حکم ثبتول دی چې ولسې جرګه يي د بدلون قانوني حق نه لري، خو بیا هم تکرار احسن دی. خو مشرانو جرګه د ایزدیار په ټینګار او د جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په ناپوهۍ، بېغورۍ او یا په لویلاس درغلۍ، د افغان کلمه چې د افغان ملت د ګډ هویت څرګندوی ده، د قوم کچې ته راټيټیوي او د قومونو له نوم سره يي برابره او مساوي بولي او د تذکرې په لومړي مخ يی له لیکنې غورځوي.
                            مسلمیار وايي« زه د افغانستان ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د بریښنايي تذکرو په دیټابیس کې د دین، قومیت او ملیت نومونه لیک شوې دي.»
                            د تذکرو په دیټابیس کې د قومونو او د دین د لیکلو خبره چې مسلمیار يي کوي، سمه ده خو کفایت نه کوي او اصلي ستونزه نه حلوي او په حقیقت کې په دې خبره د مسلمیار ټینګار د اصلي ستونزې له حل څخه تېښته ده. دلته باید د افغان کلمه چې هغه له قوم پورته ده او په ټول افغان ملت پورې اړه لري، د تذکرې پر لومړي مخ ولیکل شي. افغانان له مسلمیار څخه د مشرانو جرګې د مشر پتوګه د ستونزي بنیادي حل غواړي.
                            د چلوټې بل لوری د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین هم، په یوازې ځان، د موضوع له څېړنې او په رسنیو د څارکمیسیون له مشورې پرته په خورا چټکۍ تصمیم نیسي او پر ژوندون تلویزن بندیز لويي څارنوالۍ ته په توره شپه کې، راجع کوي.
                            پخوا په یوه بله چاره کې ولسي جرګې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۳ مه پریکړه وکړه چې مزار کې دې د ابو مسلم خراساني واټ پخپل نوم پاتې شي، خو عطانور هغه واټ په خپلسر د ایراني جاسوسانو په نوم ونوماوه. هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې په مزار کې د داسې کوم اقدام په اړه مالومات نلري.
                            افغانان مخدوم رهین سره یو بام او دوا هوا، تګلار او دریځ نه مني!
                            افغانان د تذکرو په لومړي مخ د افغان کلمې لیکنه غواړي او ترې نه تیریږي او د وګړو نورې ځانګړتیاوې دې د تذکرې په ډیتابیس کې ولیکل شي.
                            بلخوا که نظارشورا بیا هم د بېلتون پالنې اور ته لمن وهي، خپله به پکې وسوځي او که کرزی ددغه لويي توطيی په وړاندې چوپ پاتیږي او دا توطیه هم د مصلحت ترنوم جاروي، خپله پاچاهي او سلطنت به پکې بایلي!
                            افغانستان یو باغ دی او ټول قومونه ددې باغ ګلان دي او دا باغ يي رنګین او ښکلی کړی دی.
                            ژوندی دې وي افغانستان، یو موټی دې وي افغان ملت!
                            د ۲۰۱۳ کال د ديسمبر ۱۵ مه


                            © http://benawa.com/fullstory.php?id=57952#ixzz2nbHts8D4
                            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                            Comment


                            • #29
                              der kha likal di manana wrora ,

                              Comment


                              • #30
                                دنوي ریس جمهور مخې ته ستونزې او دحل لارې

                                افغانستان همیشه د جنګ او ناندریو او خونینو ناورینو ډګر وو که شرقیان وو یا غربیان یا هم همسایه ګان ( پاکستان اوایران ) وو زموږ خلکو ته ېې دوینو ډک جامونه ورڅښلی دی او همیشه ېې زموږ په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه کړیده او لا هنوز هم خپلو ناولو او شومو مداخلو ته ادامه ورکوي، د تاریخ په اوږدو کې یو داسې پیاوړي - مدبر - سیاست پوه او وطن پرست پادشاه - جمهور ریس چې د وطن او خلکو ګټې ورته دیوه ملي ارمان غونته لویه وطني او ملی وظیفه او وجیبه بللکیده او هغه ېې د خپل ستراتیژیک پروګرام یو حتمي برخه ګڼلې وه او دهغو د تطبیق له پاره ېې لازم ګامونه اوچت کړي وو دګوټو دشمیر نه هم لږ وو .
                                خو د اتم د ثور۱۹۹۲ نه بیا تر ننه هغه وخت چې مجاهدین په قدرت ورسول شول او شهید دکتور نجیب ا لله سیاسي قدرت په خوښه او رضا او د یوې مخکې له مخکې پلان شوې کودتا له رویه چې امریکا - روسې او عربستان سعودی د ملګرو ملتو د نماینده په هدایت او فرمان ورباندې تطبیق کړه دیوې خوانه یوه لویه اداری خلا را منځ ته کړه او دبلی خوانه د مجاهدینو تر منځ د خپل منځي جنګو باعث شو،افغانستان د قدرتو په زونو تبدیل شو او هر تنظیم د قدرت او قوت خاصې ساحې او منطقی په واک کې واخیستې چې په نتیجه کې افغانستان کاملا بې ستره شوو او هرڅه لوټ شول او تر څنګ ېې دولتی او شخصي ودانی او فابریکات له منځه لاړل که د دکتور نجیب ا لله د حکومت دست اوردونه ساتل شوي او حفظ شوي وای او د کرزي د نیم بنده چپاولګر دولت لاس ته را وړنې ورباندې علاوه شوې وای نن به د خلکو بیکاری او امنیتی حالت ډیر د تشویش وړ نه وو ، بیا طالبانو تر هر څه زیات افراط او تفریط ته مخه کړه چې دهیواد ملي وحدت ته ېې سخته سدمه ورسوله مخصوصا د ښځو په وړاندې خشونتونه نور هم زیات شول یعنی د وطن نیمایی نفوس چې ښځې جوړوی له نظره ولویدې او تر ننه د هغه سره د توپک مارو او زورواکانو له خوانه ناوړه چلند روان دی ، په هیواد کې د زیربنایی او لویو پروژو په ځای هوټلونه او د وادو صالونونه جوړ شول.
                                د برق او د اوبو په مورد هیڅ توجه ونه شوه اوبه زموږ دهیواد یوه لویه ملي سرمایه ده چې مفته او مجانی ېې زموږ همسایه ګان استعمالوی او حتی بیرته په موږ باندی زموږ خپلې اوبه خرڅوي چې لنډ مثال ېې په نیمروز کې په خلکو یوه بوشکه په ۵ ډالره خرڅوی،زموږ د قیمتي ډبرو معادن یو پر بل پسې د توپک سالارانو او مافیایی قاچاقچیانو تر شخصي انحصار لاندې دی او دولت هیڅ مفاد ورنه نه تر لاسه کوي ، همدارنګه زموږ د یورانیمو نه خارجیان بیدرنګه استفاده کوي او خپلو هیوادو ته ېې وړي او تر څنګ ېې د انتیکو او قیمتی شیانو قاچاق ته لا هم زور ورکړی دی ، همدارنګه درکرومایت ډبری هم زموږ له وطنه قاچاق کیژي، ددی تر څنګ هر کال د هیرویینو - تریاکو او چرسو له درکه د ۲۲ ملیاردوډالرو په اندازه غربیان خپلو هیوادو ته مفاد رسوي ، او زموږ ځوانان هم ورباندې معتادوي اوس را ځم اصلی موضوع ته چې راتلونکۍ ریس جمهور د کومو مشکلاتو سره لاس او ګریوان کیژي او کومي ډندې دده مخې ته پرتي دی او څنګه به ددغو له کشماره اوږې سپکوي :::
                                ۱- وران اوویجاړ وروسته پاته اقتصاد ، له پاره ددې چې اقتصاد وده وکا باید متخصص او پاک کسان په وزارت مالیه( مستوفیتو ، ګمرکاتو، بانکو ، مالیاتو برعایداتو او ادارو) کې نصب کړي او تغیر او تعویض منځ ته راولي او وزارت مالیه د یوه نوي ستراتیژیک پلان سره باید هغه فابریکی موسسات - شرکټونه ( شخصي - خصوصی - سهامی - کوپراتیفی- او ملي ) را منځ ته کړي چې د هیواد اقتصادی وضعیت ته ډیر ژر تغیر ورکاد ازاد بازا تیوري ته ځانګړۍ پروګرام تنظیم کا ځکه زموږ ټولنه تر اوسه د ازاد بازار سويي او کلتور ته نه ده رسیدلې او ددې تر څنګ دولت په وزارت خارجه کي نوی متخصص او کار ازموده کسان مقرر کا، ځکه موږ ته سیاسیون او دیپلوماتان ډیر ضرورت دی ، زه ډیر سفیران او شارد زافران پیژنم چې دوهم بریدمنان وو او نن لوی سفیران او دیپلوماتان دی.
                                ۲ - اجیر - تنظیمی - سمتی - بیسیواده - مصلحتي - ففتي ففټي - فرمایشي وسله وال پوځ ( اوردو داخله - امنیت ملي ) باید بیرته د سره په یوه ملي وسله وال پوځ تعویض شي یعنی تبدیل کا که دا کار ونه کړي یو کار هم د نوي ریس جمهور په خوښه او اراده نه تر سره کیژي او همیشه به خنډونه د ریس جمهور د فرامینو د تطبیق په وړاندې را منځ ته کیژي .
                                ۳ - د کدرونو نشته والۍ او په ادارو او شعباتو کې د اسلامی تنظیمو غړي دلویوجیبونوسره د رشوت ترلاسه کولو ته ناست دی او په کاراو دولت داری نه پوهیژي، ددغو کسانو تصفیه او تخلیه یو لوی چلینج دی نوي حکومت ته لازمه ده چې هغوی چې په بډو روږدي کسان دی او ځانونه ېې په داخل او خارج کې د قصرو خاوندان کړي فورا تصفیه کا .
                                ۴ - په دولتی ادارو کې د رشوت او ادری فساد د له منځه وړلو د پاره یوازنۍ لاره دنویو ، تحصیل کرده ، باتجربه ، متخصصو او پاکو کسانو مقررۍ یو اړین کار دی ، زاړه چې په رشوت - غلا - چپاول - خیانت او جنایت روږدی دی نه اصلاح کیژي ، که هر څو نوۍ دولت ورته وخت هم تعین کا خو بیا هم لکه لړبۍ پشو څوس وهي او تر هر څه نه مهم داده چېد پورتني مرام د پوره کیدو په خاطر ، نوۍ با اراده - جدی - بی ویرې تحصیل کرده افسر لوی څارنوال تعین کا .
                                ۵- نوۍ دولت باید د غاصبینو - مافیایی کړیو - د وسله وال پوځ د وسلو د خرڅونکو او د مځکو د غاصیبینو - هیرویینو ، تریاکو ، چرسو قاچاق بران او عاملین د قانون منګولو ته حواله کا چې بیا هم په هغو صورت کې دغه کار ممکن دی چې( مطمن - بې طرفه - وطن پرست ملي وسله وال پوځ ولرو )او د پورته کرکتر لرونکۍ لوی څارنوال تعین شي که همدا اوسنۍ سیستم موجود وي دلته د زورواکانو- پاکستان - ایران - حکمتیار -حقانی - طالبانو نمایندګان تیار په وسله وال پوځ کې وسله په لاس کې لري فورا ددولت پرضد قیام کوي.
                                ۶ -د قیمتي ډبرولکه ( زمرد - بیرچ - اکامرین - لعل پیازي - یخک - یاقوت - فیروزه - روخام - مرمرینې ډبرې - شاه مقصود ډبری او ډیرې نورې ) ، یورانیمو - طلا - کرومایت معادنوباندې دولتی انحصار ضرور دی او ددغو کار له پاره یوه قوی مجهزه پیاده ( کوماندو ) نظامه فرقه دملي دفاع وزارت پورې مربوطه ددغو دندې له کاره وګماري ضرور ده چې هم معادن وساتی - هم معادن استخراج کا - هم قیمتی ډبری تعین شوی ځای ته مطمن او پوره تسلیم کا او ورسوي.
                                ۷ - دلویو او مهم لارو ساتنه ، ترمیم او جوړیدو له پاره او د ملکی - ترانسپورت او نظامی قطارو د نورمال انتقال له پاره یوه فرقه د دیسانت هجومی په کار ده تر څو د لارې په اوږدو کې د غلو او لوټ مارانو له لاسه موټران او مالونه مسون وساتی او حیف او میل نه شي او مسون تر منزله ورسیژي ( خاصو تربیه شویو افسرانو او سربازانو ) ته د خاصو وسلو په تجهیزولو ددغو قطعی اکمالات ضرور بولم .
                                ۸ - دافغانستان نوۍ جمهور ریس باید فورا د نویو - لویو - ( برق بندونو ) کار د نړیوال بانک - اسیایی بانک -مرستندویو هیوادو په مالي مرسته اود شخصي تجارو په واسطه اقلا د( کنړ - کوکچې - پنجشیر - د پغمان دغره شا ته دهلمند د سیند دپاسه د کمال خان بند ) تر ساختمان لاندی ونیسي او ددغو هر یوه بند د ساتلو او ساختمانی چارو د تکمیلولوله پاره یو، یو کندک د کماندو چې ۳۰۰ تنه سر بازان ولري د ملي دفاع په چوکات کې منظور کا.
                                ۹ - نوۍ جمهور ریس د خلکو د غصب شویو کورونو - اپارتمانونو - مځکو او جایدادونو نوی فرمان په دې ډول صادر کا ( ټول هغه کسان چې د مکروریانو اپارتمانونه ېې په ۴۰ کاله قسط د ۱۰٪ پیش پرداخت په ورکولو سره تر لاسه کړي وو د علما وو د فیصلی پر بنیاد بیع قطعی شمیرل کیژی باید بیرته هغو کسانو ته وسپارل شي چې لومړنۍ د جایداد دمالکیت سند په لاس کې لري یو ریس جمهوریا کوم بل چارواکۍ د خلکو جایدادونه بل چا ته نه شي ورکولای او هیڅوک د خلکو دکورو او اپارتمانو د غصبولو حق نه لری -همدارنکه شخصي کورونه او د خلکو مځکي او دولتی مځکي چې په ډیر ارزانه قیمت یعنی جیریب په ۱۰۰ یا ۲۰۰ ډالره د ربانی یا کرزی په فرمان یوه جهادی رهبر یا قوماندان ته ورکړل شوي دی باید بیرته په هغو قیمت چې دوی په خلکو خرڅې کړي ورنه پیسې واخیستل شي او دغه کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي
                                ۱۰ - هر هغه چا چې ددولتي ترانسپورت وسایط - دولتی فابریکی - شخصي فابریکی - موسسات - دولتی ودانۍ او قصرونه وران او ویجاړ کړي او چپاول کړي یا ېې د موزیمو او ارشیفو نه مجسمی او انتیک -تاریخی شیان غلا کړي او خرڅ کړې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي .
                                ۱۱ - هر هغه څوک چې په قتل - ترور - کډنپولو - د کوچنیانو د اندامو په خرڅولو -هیرویینو - تریاکو - چرسو په تولید او ترافیکنګ کې شریک دی باید محاکمه شي .
                                ۱۲ - هر هغه څوک چې سلاح - مهمات - مینونه - انفلاقیه مواد - د ځان سره په کورو کې ساتي او یا ېې د مبا دا ورځې له پاره په مځکو یا زیرزمینیو - یا کادانو یا د کورو په چټو کې پټ کړي که ېې د یوې میاشتې په موده کې دولتی ارګانو ته تسلیم نه کړي د سختو سزاګانو سره به مواجه او ډیره نقدی جریمه به ورنه واخیستل شي ، هیڅوک حتي یوه لاسې تفنګچه د ځان سره غیر مجاز نه شي ساتلای او ګرزولای .
                                ۱۳ - هر څوک که د چا په وژلو ګیر شوو په هموغو ځای کې چانماری کیژي.
                                ۱۴ - هر چا که یو څوک په زور تهدید یا یوه کار ته مجبور کړو په ۲۰ کاله تنقیذی بند محکومیژي.
                                ۱۵ -هر هغه څوک چې د ښځو دازیت او ازر باعث کیژي او بل فعل ګرفتاریژي د سختو سزاګانو سره مخامخ او ډیره نقدی جریمه ورنه اخیستل کیژي .
                                ۱۶ - هر هیواد - هر وسله وال جهادی - طالبانی تنظیم چې زموږ د خلکو په ضد فعالیت ته ادامه ورکړی په شدت سره به زموږ د وسله وال مدرن پوځ له خوانه سرکوب شي موږ د( چوخ ځواب په ماشیندار ور ګرزوو) په دغو مورد زموږ تصمیم قاطع دی .
                                ۱۷ - صلحه په زاریو - په نانواتې - په عذر - په پیسو - نه راوستل کیژی او نه اخیستل کیژی صلحه دریس جمهور د عفوې عمومي اعلانېې سره چې سرتاسري مصالحه ور ته ویل کیژي تر لاسه کیدای شي که څوک ورنه سرغړونه وکا تر هغو حده تر فشار لاندې نیول کیژي او ټکول کیژي چې توبه وباسي او صلحی ته راضی شي ، نوۍ ریس جمهور د خپلو وطندارانو خاصتا سربازانو وینه توییدل نور نه شي ځغملای .
                                ۱۸ - دښځو په وړاندې خشونت نور، نوۍ ریس جمهور نه شي تحمل کولای ، که هر څوک د ښځو سره خراب چلند کوي زموږ هیواد یو اسلامی هیواد دی او دلته شریعت غرای محمدی رواج لری نو بهترینه لاره طلاق دی ، خو که هر څوک د ښځو اندامونه - نوکان - ویښتان غوڅ کا نو په بدل کې دنارینه سره بلفعل چلند کیژي او لس کاله به بند تیروي او نقدی جریمه به ښځې ته ورکوي .
                                ۱۹ - هر څومره مخدره توکې چې په هیواد کي تولیدیژی دهر ولایت د امنیتی ارګان له خوانه دیوه هیات په حضور په مناسب قیمت رانیول کیژی او بیا دولت هغه په خصوصي تجارو او خارجیانو پلوری ، نور په هیواد کې د قاچاقبرانو او دهغوی د ترافیکنګ مخه په کلکه نیول کیژي اوپه څو کالو کې د دغو ټوکو دکراوکښت مخه کاملا بندیژي او تولیدونکو ته لویه سزا ورکول کیژي .
                                ۲۰ - نوۍ دولت د خصوصي پانګوالو خاصتا هغو شرکتو ملاتړ کوي چې په نظامی برخه کې پانګونه کوي او ددوی سرمایه دنورو سرمایه دارانو غونته همیشه حمایه کوي ددغو حمایوي کار په خاطر په کابل او نورو ولایتو کې دوزارت داخلې او امنیت ملي منظم کنډکونه ګمارل کیژي .
                                ۲۱ - د انتحاری مخ نیوۍ زموږ د استخباراتی او کشفي ادارو خاصه وظیفه ده او له پاره ددې چې موږ وکولای شو د هیواد والو پوره ډاډمن امنیت تامین کړو لازمه ده د امنیت لوی ریاست بیرته دوزارت درجی ته لوړکړواو خاص تعلیم یافته - باتجربه - په استخباراتي رشته کې خاصو تحصیل کرده افسرانو ته اشد ضرورت دۍ او په دی ارتباط موږ خاص پروګرامونه تر لاس لاندې نیسو .
                                د پورتنیو دندو د عملي کیدو له پاره د ریاست جمهوري د کاندیدانو له جملې نه یو سړۍ دغه جرات - صلاحیت - حوصله - اراده - ځغم - لري او هغه بیا هم دکتور صاحب اشرف غني احمد زۍ دی او بس ، ځکه که دغو نورو ته رایه ورکړۍ بیا هماغه اش او هماغه شلغمه ده بیرته مجاهدین او رشوت خواره د تاسې په سر چنګک کیژي

                                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                                Comment

                                Working...
                                X