Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #91
    د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه - عثمان ت&

    دبېنوادپوښتنو په برخه کي مو دا ځل خپله پوښتنه د افغانستان دسیاسي چارو دوتلي کارپوه ،نامتو حقوق پوه او لیکوال ډاکټر عثمان روستار ترکي سره مطرح کړې ده

    پوښتنه ( بېنوا) : له حقوي اړخه د انتقالي عدالت د پلي کيدلو په مخنيوي کي د افغانستان د دولت اساسي هدفونه څه دي ؟
    که په سپينه ووايو دولت ولي نه غواړي د ملګرو ملتنو د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ مخيز راپور خپور شي؟
    آيا افغانان عدالت نه غواړي او که په زوره د عدالت څخه محروميږي ؟


    د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه د بينوآ سايت يو سوال ته ځواب : ( دوکتور عثمان تره کي)

    په افغانستان کي د شوروې اتحاد د يرغل نه وروسته تر اوسه پوري يعني په دري لسيزه کي د جګړي اور بل دي .
    بيشمير افغانان وژل يا ژوبل شويدي . دري مليون افغانان کډي ته اړ شوي . د نړي په کچه افغانستان د کدواليتوب او بيوزليتوب لمړي درجه مقام لري.
    د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په واسطه ، زموږ د ټولني د ثبات ، سياسي ، فرهنګي او تولنيز ارزښتونه تر سوال لاندي راوستل شوي .
    دغه ناورين د حقونو د بنيادونو په بنست د جنايت تر عنوان لاندي راځي او ځانته په ملي او نړيواله کچه مسئولين لري ، چه بايد وروپيږندل شي . د دي د پاره چه جنايت د جګړي په موده کي ترسره شويدي ورته جنګي جنايت او مسئولينو ته يي د جګړي جنايت کاران او د بشري حقونو سرغړونکو ويلي شو.
    عدالت او په تولنه کي سوله ايز ګډ ژوند چه د غچ اخيستني نه پاک وي ، غوښتنه لري چه پيږندل شوي جنايت کارانو ته سزا وتاکل شي .
    د دغه واقعيت په نظر کي نيولو سره چه سوله او سياسي ثبات د عدالت د تآمين د پروسي نه بايد تير شي ، په افغانستان کي د جنګي جنايت کارانو د محاکمي د پاره دوی لاری مطرح کيداي شو :
    لمړي ــ په ملي کچه :
    د جنګي جنايت کارانو محاکمه يو پياوړي ، ملي او د جنګي جنايت کارانو د اغيز نه پاک يو حکومت تر لاس لاندي نيولي شي . دغه حکومت بايد :
    ــ د معياري امنيتي او قضايي اورګانونو په درلودلو سره د قانون د پلي کولو ظرفيت ولري .
    ــ د تورنو کسانو د محاکمي په مقصد د سزآ ځانګړي قانون تنظيم او ځانګړي څارنوالي او محکمه جوړي کړي.
    ــ د جنګي جنايت کارانو د بيرته سپارني په مقصد د بهرنيانو سره تړونونه لاسليک کړي.
    د جينوا کانوانسيون پدغه برخه کي کلک دريز لري : د ۱۹۰۷ او ۱۹۴۹ م کال کانوانسيونونه ( لمړي نمبر پروتوکول ) په ۸۸ ماده کي وايي : « کله چه اوضاع او احوال غوښتنه وکي بايد د کانوانسيون لاسليک کونکو د تورنو کسانو بيرته سپارنه په اړه سره همکاري وکي » .
    اوسني حکومت د جنګي جنايت کارانو د محاکمي داعيه پرمخ بيولي نشي .ځکه چه :
    ــ د حکومت واک د هغو کسانو په لاس کي دي چه د عدالت د پلي کيدو په ضد د مقابلي ناوړه سابقي لري .
    ــ نړيوال نظامي ائتلاف د همدغه کسانو په ملګرتيآ د ادعا شوي امنيت ( ! ) د ساتلي ذمه واري لري او نه غواړي چه د طالبانو سره د جګړي نه پرته د جنګ سالارانو سره د جګړي بله نوي جبهه پرانيستل شي .
    دوهم ــ د نړي په کچه :
    د دغه واقعيت په پام سره چه عدالت د نړيوال کيدو پروسه تعقيبوي ، دوه الترنتيفونه مطرح کيداي شو :
    الف . د يو « ادهوک » يا « اقتضايي لند مهاله » محکمه جوړول . « ادهوک » محکمه د يو حقوقي ډود په توګه د دويم نړيوال جګړي د جنايت کارانو د محاکمي د اړتياوو په بنست باندي د ۱۹۴۵ م کال راهيسي رامنځته شو . پدي لړ کي د روندا او تانزانيا نړيوال جزايي محکمه (۱۹۹۴) ، د يوګوسلاويا جزايي محکمه ( ۱۹۹۳ ) د مثال په توګه يادولي شو .
    د محکمي د جوړيدو پريکړه د امنيت شورآ له خوآ صادريږي . مثالونه شته چه د امنيت شورآ دايمي غړي د محکمي د جوړيدو يا نه جوړيدو نه د يو سياسي لاسوند په توګه ګته پورته کړي ده . په بل عبارت عدالت د سياسي ملاحظاتو تر اغيز لاندي حاشيي ته لويدلي ده .
    د افغانستان په ديرش کلنه جګړه او د هغي نه په رازيږيدل شوي جنايتونو کي ، پرته د چين نه د امنيت شورآ نوري غړي په مستقيم يا غير مستقيم دول ګدون لري :
    شورويانو ( روسي اوسني دولت د شوروي دولت د حقونو او مکلفيتونو وارث ګنل کيږي ) د افغاني کمونيستانو د واکمني په موده کي او نړيوال نظامي ائتلاف په وروستي لسيزه کي ( د جګړي د لاري د ديموکراسي د صدور او تپلو په ترڅ کي ) ، په بي شمير جنګي جنايتونو په ارتکاب تورن دي : د مثال په دول ، په افغانستان باندي د امريکا د يرغل په درشل کي په ليلي دښته کي اتکل څلور زره طالب جنګيالي وروسته له دي چه د يو تړون په بنست باندي ځانونه تسليم کړل ، په شهادت ورسيدل . د امريکايي مشهوري مجلي نيوزويک په قول د تړون د انعقاد په وخت د امريکا ځواکونو ۱۲ کسانو ( سپيشل فورس ) حضور درلود . دغه جنايت د مرکزي آسيا په کچه د نړيوال لمړي جګړي نه وروسته ( ۱۹۱۵ م ) چه په کي يو عشاريه دوه مليون ارمنيانو قتل عام شول ، ساري نلري . جنايت د هغه بهرني هيواد په توافق باندي ترسره شو چه د امنيت په شورآ کي غړيتوب لري او د بشري حقونو د دفاع په خاطر افغانستان ته تشريف راوړي دي .
    نو دا احتمال چه امنيت شورآ د افغانستان د اوږد مهالي جګړي د جنګي جنايت کارانو په اړوند د ځانګړي محکمي چه صلاحيتونه يي افغاني او بهرني اړخونو ته شامل شي ، جوړ کړي ، لږ ليدل کيږي. خو دا امکان شته چه محکمه د محدود صلاحيت په درلودلو سره جوړ شي . پدي معني چه د محکمي حکم يوازي افغانان تر پوشش لاندي ونيسي .
    ب ــ د عدالت د تآمين په مقصد ، بل الترنتيف سزآ نړيوال ديوان ته مراجعه ګنلي شو. ديوان په ۱۹۹۸ م کال جوړ شو او تلپاتي بنه لري . د افغانانو او بهرنيانو د محاکمي د صلاحيت خاوند دي.
    افغانستان په ۲۰۰۰ م کال د ديوان غړيتوب ترلاسه کړ. خو دلته دوه محدوديتونه مطرح کيږي :
    ــ د سزا نړيوال ديوان صلاحيتونه په هغه چا باندي نافذ کيږي چه د ۲۰۰۰م کال د مي مياشتي نه وروسته ، تورن وګنل شي . نو محکمه د هغو جنايتونو په اړه حکم صادرولي نشي ، چه په افغانستان کي د کمونيستانو د واکمني په دوره کي تر سره شوي وو .
    ــ په افغانستان کي په وروستي لسيزه کي ګن شمير امريکايي سرتيري په جنګي جنايتونو تورن دي . کوم چه امريکا د سزا نړيوال ديوان غړيتوب نلري ، نوموړي جنايتونه ته پام د محکمي د صلاحيت د ساحي نه لري پاتي کيږي .
    ****
    د کابل واکمني او هغي سره تړلي تورن کسانو د جنګي جنايت کارانو د محاکمي د داعيي د بي اغيز کولو په مقصد مختلف اقدامات تر لاس لاندي لري. د هغي جملي نه :
    ــ د وسله والو مخالفينو سره خبري اتري چه په ترڅ کي يي اوسني واکمني په رسميت وپيږندل شي . په راتلونکي احتمالي سياسي تحول کي حکومتي امتيازات د مذاکراتو د اړخونو په منځ کی وويشل شي . تورن کسانو د دولتي امتيازاتو په درلودلو سره سياسي او حقوقي مصئونيت تر لاسه کړي .
    ــ د جنايت نښي نښاني له منحه وړل . د مثال په توګه د « رادنورلند » د راپور ( نويارک تايمز ـ د جولاي ۲۲، ۲۰۱۲ م ) له مخي په ليلي دښته کي د بشري حقونو راپورتر ۱۳ دله ييزو قبرونو په نښه کړي وو چه په کي اتکل ۲۰۰۰ اسير شوي طالبان د دوستم د قواوو له خوآ تر خاورو لاندي شوي وو . خو څو مودي وروسته د قبرونو نه څه شي پاتي شوي نه وو .
    د ملګرو ملتونو او سره صليب په مرسته بايد د جنايتونو د ارتکاب د نښي نښاني د ساتلو په مقصد يوه ځانګړي دفتر جوړ شي . دفتر به دنده ولري چه د ژوندي شاهدانو د آواز او تصوير کستونه ، د دله ييزو قبرونو د هويت سندونه د دفتر په آرشيف کي د موعود ورځي په تمه وساتي .

    نتيجه
    ــ تر هغه وخته پوري چه اوسني واکمني په افغانستان کي د نړيوال نظامي ائتلاف په ملګرتيا په واک کي وي ، په افغانستان کي د جنګي جنايت کارانو د محاکمي تمه نکيږي .
    عدالت د هغه واکمني په واسطه چه د جنګي جنايت کارانو پناهګاه وي ، تآمينيداي نشي .
    ــ وسله وال مقاومت د خپلي واکمني په موده کي د جنګي جنايت کارانو سره جوړ نه وو . وسله وال مخالفين بايد د جنګي جنايت کارانو د محاکمي موضوع د هغو مذاکراتو د اجندآ په سر کي ځاي ورکړي چه د بهرنيانو سره کيدونکي دي .
    ــ که د جګړي د اړخونو خبري اتري په افغانستان کي د نوي سياسي فصل د راتګ پايلي درلودي ، د نوي واکمني له خوآ :
    په لمړي پلاو هغه ليست چه د بشري حقونو د کمسيون له خوآ د تورنو کسانو نه تنظيم شوي ، خپريږي . پدي دول دوي د خپل محاکمي په انتظار د سياسي صحني نه لري کيږي .
    په دوهم پلاو د کلک سياسي ارادي په بنست باندي د جنګي جنايت کارانو ، د بشري حقونو د سرغړونکو او د ملی خاینینو د محاکمي زمينه د افغانستان د ننه يا د باندي برابريږي .
    توکل په خداي . « پاي »
    دوکتور عثمان تره کي
    فرانسه
    د اګست ۱۵ ، ۲۰۱۲ م کال
    ددغي جواب سره اړینه ده چي په همدې هکله دغه لاندي حقوقي لیکني هم ولوستل سي !
    ۱ : - لیلی د ښته- په سیمه کې بې ساری جنګی جنایت !
    ۲ : - محاکمه جنايت کاران جنگ در افغانستان





    © http://benawa.com/fullstory.php?id=51042#ixzz30bVPXFJk
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

    Comment


    • #92
      حور ورځپاڼه: د امریکايي سناتورانو او افغا&#160

      پنټګان یو ګزارش په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې لګښت تر ۷۱۰ میلیارد ډالرو اوښتی دی. د دغو پیسو ډېره اندازه یې د هغو جنګسالارانو لاس ته لوېدلې چې لومړی یې د طالبانو پرضد جګړه په اجاره واخیسته او بیا یې شخصي کمپنۍ جوړې کړې، امنيتي تامینات او افغان حکومت داري یې ټېکه کړه. د راپور خپرونکې رسنۍ بلومبرګ ليکلي، هغه بدنامي چې افغان دولت یې د فاسد دولت په توګه په غاړه ګرځوي، د هغو جنګسالارانو له لاسه ده، چې د امریکا تر ټولو نېږدې متحدين پاتې شوي او تر کمانډويي رول وروسته یې ملکي حکومت یرغمل کړی دی.
      په افغانستان کې ۱۲ کلن جنګ د ګوتو په شمېر امریکايي سناتورانو او افغان جنګسالارانو شریکه پروژه وه، چې هم یې د امریکا اهدافو او هم افغان دولت اعتماد ته بې کچې زیان واړاوه.
      د راپور چمتو کوونکې اداره په ډاګه کوي چې؛ په افغان جنګسالارانو د امریکا بې کچې اعتماد ددې سبب شو چې جنګسالاران په جرمي شبکه بدل شي، حکومت او افغان سوداګرۍ ته لار ومومي او ولسمشر کرزی اړ شي، چې پر دوی تکیه وکړي.
      نه یوازې افغان جنګسالاران د خصوصي امنيتي کمپنیو په چوکاټونو کې د امریکا لپاره محترم و، بلکې په ملکي چارو کې هم ورباندې بې کچې اعتماد شوی دی.
      د امریکا د دفاع وزارت وايي، امریکا نه یوازې د قراردادونو په برخه کې سالم مدیریت، نظارت او حساب کتاب نه درلود، بلکې بې اندازې او غیر منظمو مرستو یې افغان جنګسالاران دومره وپړسول، چې امریکا یې په بېرته مخنیوي او کنترول کې پاتې راغله، د راپور د څېړونکو په باور امریکا له دې کبله چې په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو تامینات یې له اکمالاتي اړخه له خنډ سره مخ نشي، د جنګسالارانو په ناړامیو یې سترګې پټې کړې.
      له افغان جنګسالارانو سره د امریکا دا رابطه په پنجشیر کې د شمالي ټلوالې څو مشرانو ته د ډالرو د ډکو بکسونو له ډالۍ کولو راپیل شوه، چې طالبان وځپي، خو دغې یارانې سوکه، سوکه د مرموزې سوداګرۍ رېښې جوړې کړې. افغان څارونکي وايي، له جنګسالارانو سره د امریکا د حکومت او سنا ډېر مهم غړي اړیکې لري او په لویو قراردادونو کې یې افغان جنګسالاران د وفادارو ملګرو په توګه ستايلي دي.
      د بلومبرګ د راپور جزیات په ډاګه کوي، چې د دوه میلیارده امریکايي ډالرو یو قرارداد یوازې اتو افغان امنيتي کمپنیو ته ورکړل شو. کله چې په ۲۰۱۱ کې افغان ولسمشر د امنیتي کمپنیو په منحل کولو پسې مټې بډ وهلې وموندل شول، چې اکثره امنيتي کمپنۍ د پخوانیو جنګسالارانو او په تېره د نظار شورا د مهمو غړو وې، چې دا مهال د افغانستان په سیاسي صحنه کې د شتمنو او مخکښو سیاستوالو په توګه ونډه لري.
      له افغان تحقيقي مراکزو سره داسې اسناد او شواهد پراته دي، چې زباتوي ډیری امريکايي سناتوران او د حکومت مهم غړي حتی تر وروستیو انتخاباتو پورې د افغان جنګسالارانو د سیاسي ونډې او موقفونو لپاره لابي کوي. په دغو اسنادو کې داسې کره یې هم شته چې په واک کې د ځينو قوماندانانو د شراکت لپاره ولسمشر کرزی په وار وار د امریکايي چارواکو له خوا تهدید شوی دی.
      افغان شنونکي وايي، د امریکا له ملاتړه برخمن جهادي مشران د حکومت په اتیا سلنه دولتي واک ولکه لري او له دې کبله چې مالي خزانې یې قانوني مشکلات لري، نو هڅه کوي په دولت کې د فساد پرضد د مبارزو هلې ځلې شنډې کړي.
      که څه هم د پنټګان دغه رپوټ له یو ډېر مهم راز څخه پرده پورته کوي، خو په داسې شرايطو کې چې افغانستان د سیاسي واک د نرم لېږد له حساسو شېبو تېريږي، ددې راپور خپریدلو ګڼ سوالونه راپیدا کړي دي.
      آیا د امریکا ملکي حکومت او نظامي اداره د افغان سیاسي بهیر په ملاتړ کې مختلف دريځونه لري او یو بل نفیې کوي اوکه امکان دی په دې توګه له واکه تلونکي ولسمشر کرزي ته چې لا هم په سیاسي صحنه کې د محوریت رول ته ځان جوړوي د مشروعیت یوه هڅه وګڼل شي؟

      Leave a Reply

      Your email address will not be published. Required fields are marked *
      Name *
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment


      • #93
        د حمیدګل کاندید له نوې څېرې سره

        د حمل له شپاړسمې را وروسته ،چې کله د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو لومړني غیر رسمي نتایج رابرسیره شول ، د پآکستان د سیمه ایزي ستراتیژي په رګونو کې یو وار بیا وینه وځغاسته . د پاکستان برقي مېډیا چې زیاتره دپاکستان د جاسوس حاکمیت لخوا د پاکستاني ګټو او په اصطلاح سب سی پهلی پاکستان په روحیه سمباله ده ، دافغانستان د انتخاباتو ترکمیسیون وړاندي د عبدالله جان د بري ډنډورې ته اړم شوه .
        پاکستان له ایران سره په ګډه هڅه کوي چې د حمل د۱۶شپاړسمې انتخابات د افغانستان د ثبات پرځای د پاکستان او ایران د ستراتیژکو اهدافو د ګټي پر محور راوچورلیږي .
        یوضعیفه او له افغاني غرورڅخه بیګانه زعامت کولای شي د دې پرځای ،چې د مستقل افغانستان له زاويې څخه له ایران او پاکستان سره د اړیکو دپا للو لاره په مخ کې ونیسي ، د کابل ګتې په کوټه سیکو وپلوري او د خپل ناروا حاکمیت لپاره هره هغه لوبه ترسره کړي ، چې اغیار یې تر غواړي .
        پاکستان له تېرو ۳۵کالو راهیسي هڅه کوي ،چې داختر عبدالرحمن خان افغاني ضد دکترین ګام پرګام پلي کړي .
        اختر عبدالرحمان خان د ضیاالحق په زمانه کې په ډاګه ویل ، چې افغانان اټک غواړي ، خو موږ دمټک ترپله پوري د پرمختګ عزم او اراده لرو .
        کابل جنګ غواړي او موږ سالنګ غواړو.
        زموږ دغوښتنې حکم دا ایجابوي، چې د کابل زخمونه په پرله پسې توګه خوړین وساتو .
        کله چې د ډاکتر نجیب الله رژیم سقوط ته نږدې کیدو او هم پاکستان په کابل کې د رباني د حکومت لپاره زمینه مساعده کړه، رباني د خپل ژوند تر پایه پوري د کابل زخم خوړین وساتو، ځکه که یو مضبوط او قابض حکومت راغلی وای ، پاکستان نه شو کولای ، چې په سیمه کې دهغو سیمه یزو معاملو پرسر په اسانه له کابل سره توافق ترسره کړي ، چې د دوو مستقلو هیوادنو ترمنځ لاینحله پاتي وي.
        یوه ورځ په جیو ټلویزیون کې د حسن عسکري په نامه پاکستاني سیاسي مبصر په ډاګه وویل ،چې موږ له باثباته ډهلي سره ګوزاره نه شو کولا ی، که کابل باثباته شي ، نو ورځ به مو تر دې هم بد تره وي .
        د حمل په شپاړسمه اسلام اباد له تهران سره په ګډه پرهغه پروژه پانګه ولګوله ،چې عبدالله ته يې د جعلي ګټو پلان جوړ کړی وو .
        عبدالله او ډلې يې له تېرو دیارلسو کالو هڅه وکړه ، چې افغانستان د نيابتي جګړې لپاره په جنوب ، جنوب غرب کي ، شرق او شمال شرقي افغانسان کې د خلکو دکرکو او نفرتونو اور ژبغړانده وساتي .
        په جنوب کې يي پښتانه د القاعدې ،ای اس ای او ترهګرې د ملاتړو په توګه له حکومت او ادارې څخه بېل وساتل او د طالب په نامه یې دبغاوت او طغیان اور ته د پښتنو ویني دتېلو په توګه توی کړې، څومره چې د پښتنو وینې تويدې هغومره د شمال جنګسالارانو په پایپ لاینونو کې ډالر بهېدل .
        څومره چې د کابل ادارې ملي ضد رنګونه پیاوړي کېدل هغومره په افغانستان کې د ملي ادارې اډانه سره پاشل کېدله .
        خو بالاخره دافغانستان واحد ملت د روان کال د حمل پر شپاړسمه په یوه ملي او مدني حرکت سره نړۍ ته وښوده ،چې د بیګانه ګانو د نیابتي جګړې له ناروا لوټمارانو څخه تر پوزي پوري راغلي دي او په مدني حرکت سره غواړي ، چې دملي ژغورني مدني قیام ثمر ته ورسوي .
        خو د سیمي استخاراتو د اوږدې نیابتي جګړې د مردارو ریښو په زور دتزویر یو داسي جال وغوړاوه ، چې بالاخره یومیلیون رايې يې د نیابتي جګړې د رسوا مهرې عبدالله په ګټه استعمال کړې.
        د دغو رايو بشپړ شواهد موجود دي ، ایران او پاکستان تر انتخاباتو وړاندي د هغې جعلي ګټې ډنډوره خپره کړي ، چې دعبدالله لپاره پلان شوې وه او بالاخره د پرېمانه پانګې په لګولو سره د حمل د شپاړسمي د ملي حرکت د انحراف لپاره هلي ځلي وکړې ،چې انشالله د افغان صابر او غیور ملت د صبر ، حیا او مظلومیت په روی څښتن تعالی له ماتي سره مخامخ کړې ده .
        پاکستان ولي پر عبدالله عاشق دی؟ د دې عشق کیسه اوږده ده ، دا عشق اصلا هغه سوځنده عشق دی، چې اسلام باد یې د افغان وطن په جغرافیه کي د جنون اولېونتوب ترحده رسولی دی .
        که عبدالله ریس جمهورشي به افغانستان کې د پنځو کالو لپاره د جګړې دوام تضمین شوی دی .
        که عبدالله ریس جمهور شي، دافغانستان ملي تاسیسات په ملي روحیه نه شي جوړیدلای ، د افغانستان امنیتي او دفاعي موسسې به بې له شکه په سکتریستي او لساني بانډونو باندي واوړي او هیڅوک به ملي ارزښت نه ورکوي او نه به نړۍ د ملي تاسیساتو په پرستېژ او اهمیت ورته قایله وي .
        که عبدالله ریس جمهور شي ،نو د ډېورنډ کرښه به د تل لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه رسمي او نړیوال سرحد په توګه ومنل شي .
        که عبدالله ریس جمهور شي ، افغانستان به د یوه افغان دولت په توګه بالکل خپل هویت وبایلي. ژبه دهویت ترټولو ستر ارزښت ده ، پښتو ژبه به چې د افغاني هویت رنګ لري له ملي هویت څخه داسي محرومه شي ، چې بیا به یي څوک نوم هم په خوله وانخلي .
        که عبدالله ریس جمهور شي د افغانستان ټوله ملي شتمني به د جنګ سالارانو دغنیمت مال وګرزي ، دافغانستان بانګ د۷ملیاردو ډالرو پانګه چې نغده شتمي ده ، داسي ولوټل شی ، لکه رباني ، چې دسګریټو پرکاغذ باندي جنګ سالارانو ته حکم لیکلو چې :
        وزارت محترم مالیه !
        حواله پنجا ملیون افغاني به قوماندان صاحب اجرا نمایید.
        که عبدالله پاچا شي ، دکابل د وزیر اکبرخان پارک اود کابل په زړه کې د زرنګار پارک به جنګسالارانو ته نومرې شي ،لکه شېرپور چې شېر چور شو.
        نور ټول ملي تاسیسات به همداسي وویشل شي ، دکابل هویت به د جګړې دبدنامو بړیڅو ځنګلي شکل خپل کړي .
        که عبدالله پاچا شي افغانستان به ګدا شي او د مهاجرتونو لړۍ به یوځل بیا پیل شي افغاني ناموسونوته به په راولپنډۍ او د اسلام اباد پر سړکونو بیا د شهوت د نانځکو په توګه لوبه جوړه شي .
        حمید ګل اوس د ملا عمر ترڅېرې د عبدالله جان په څېره کې دپاکستان ستراتیژیک عمق او خلا ارمان ته رسېدل اسان بولي ، نوځکه عبدالله جان د حمید ګل کاندید دی، عبدالله دپنجاب کاندید دی ،عبدالله دغجرو کاندید دی ،عبدالله دفارس د ږیرورو کاندید دی.
        هیواد والو دافغانستان ټولو توکمونو،قومونو او درنو ټبرونو ، دانتخاباتو په دوهم پړاو کې دعقلانیت یو داسي مثال وړاندي کړئ، چې ټوله نړۍ پوه شي،چې افغانستان د یوه ملت ملکیت دی او متحد ملت کولای شي ، دکړکېچونو یاغي څپې ارامي کړي.
        که په افغانسان کي پښتانه جوړ نشي، ازبک ، تاجک، هزاره ، قزلباش او بلوڅان قطعا نه جوړیږي .
        نو راځئ دیوه متحد ملت په توګه عمل وکړو ، افغانستان وژغورو ، افغانستان وپالو، افغانستان وساتو .
        دخپلو نیکونو د درنو هدېرو په خاطر.
        د ګلالیو بچو د الاهو په خاطر .
        د خپلو ناموسونو د پوړونو او ټکرو په خاطر .


        10 تبصرې

        عزیزالله حقپال
        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #94
          پښتانه په ویښه خوبونه ویني!

          زما د لیکنی عنوان ممکن تاسو درنو لوستونکو ته ډیر عجیب په ګمان درشي، ځیني کیدای شي ډیر جدی شوی یاست او یا هم ووایي چي داکوم لیونی دی او یا د پښتنو دښمن دی چي دا عنوان یي لیکلی، زما درنو ورونو زه هم په پښتون یم خو خفه نشي مونږ ټول په ویښه خوبونه وینو. مونږ په خبرو کي ښه یو خو د عمل په میدان کي بیا مونږ په زیو او خیلو تقسیم شوي یو. زه دلته عمل د جنګ یا مجادلي په معنی نه استعمالوم، بلکه د عملي کار په معنی یی وایم. تاسي وګوري په پښتني سیمو کي څومره ښونځي فعال یا موجود دي، څومره روغتونونه ودان شوي، څومره سړکونه او څومره فابریکي جوړی شوي دي. په پښتنو کي بیکاري تر ټولو زیاته ده او بدبختی هم له ټولو په پښتنو کي ډیره ده، علت یي څه دی؟ علت یي نا اهله مشران او زمونږ بي اعتنایي او بی توجهي ده چي له همدی وجی زمونږ نسلونه د بي سوادي تورو تیارو ته ورټیل وهل کیږي، زمونږ مشران ددي پر ځای چي د خپل ولس غم وخوری دوی خپلی شخصي ګټي لټوي او له بده مرغه ددغو مشرانو د غلطو فیصلو او کمزوره دریځونو له کبله دغه ستر ملت له دغو ناخوالو او ناوړه حالاتو سره لاس او ګریوان دی.
          دا یو جدا بحث دی او زه نه غواړم چي په دی بحث کي ونښلم او راځم اصل موضوع ته. د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د لمړی دور نه مخکي ډیرو پښتنو لیکوالانو او د نظر خاوندانو ډول ډول لیکنې نشر کړي او د ټولو تحلیلونه په دا څیر ؤ چي ګواکی پښتانه به په یوه اواز د یو کاندید تر شا ودریږی او ډاکټر اشرف غنی احمدزی به ټاکني په لمړی دور کي وګټي ځکه چي اکثره پښتانه به ده ته رایه ورکړي. ولی داسی ونشو ځکه چي د پښتنو سیاسی مشرانو د پښتنو رایي داسی وویشلي چي دغه ټول تحلیلونه او نظرونه یي غلط ثابت کړل او ځینو قومی مشرانو هم سرپه ونکړه او ترخپل وسه پوری د پښتنو په رایو تجارت وکړ او ستر پښتون قوم یي د خپل ذاتی ګټی / مقام لپاره معامله کړ.
          د پښتنو پر سر تجارت له ټولو مخکی کرزی صاحب شروع کړ، هغه ددي لپاره چي د پښتنو رایه وویشی نو زلمی رسول او شیرزی یي را مخ ته کړل. کرزی په دی پوهیده چي که پښتانه یوه کاندید ته رایه ورکړي نو ټاکنې به په ړومبي پړاو کي نتیجه ورکړي خو لکه څرنګه چي کرزی د شمالی اتحاد د ګټو د خوندی کولو لوړه کړي نو د سرکس پورته ذکر شوی لوبغاړي یي میدان ته راوایستل، دجنوب د پښتنو د قوموننو شورا یي راوغوښته او په لوی لاس یي د پښتنو رایه یي تقسیم کړه.
          له شروع نه دا معلومه وه چي ټاکني به دوهم پړاو ته غځیږي نو ددی لپاره چي دغه معامله ګر مشران په ولس کي خپل اعتبار له لاسه ورنکړي خپل ځانونه یي کاندید کړل لکه څرنګه چي پیشبینی کیده او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړي نو د دوی اصلی څیری ښکاره کیدل پیل شو، پیل یي زلمی رسول وکړ چي له ډبل اودلا سره په ناستو کي را څرګندشو او دا هغه کاندید دی چي د ټاکنو په لمړی پړاو کي یي د ارګ او دولت ملاتړ درلود له ده وروسته ګل آغا شیرزی له ډبل اودلا سره په ګډه غونډه کی راڅرګند شو او خپل ملاتړ یي له هغه څخه اعلان کړ، دا د پښتنو لپاره ډیره د شرم خبره ده ، آیا تاسی اوس هم په دغو مشرانو پسی روان یي. کله چي زمونږ مشران دا ډول معامله ګر وی نو آیا مونږ باید د دوی ملاتړ وکړو؟
          زه دا نه وایم چي احمدزی یوازي د پښتنو کاندید دی، ډاکټر اشرف غنی احمدزی یو ملی شخصیت دی، هغه نه یواځي د پښتنو بلکه د ټولو افغانانو ګډ کاندید دي، ولی غواړم ووایم چي ولی مونږ پښتانه لکه د نورو قومونو په شان په یوه کاندید نشو راټولیدای او کله چي یو تصمیم نیسو، ولي یي نشو ترسره کولای. مونږ دلته د اکثریت او یا اقلیت بحث نه کوؤ، بلکه دلته د رایو بحث مطرح دی. هر هغه کاندید چي ډیري رايي وګټی هغه د ټاکنو ګټونکی بلل کیږی، کچیری مونږ خپل کاندید ته رایه ورنکړو او یاپه خپلو رایو معامله وکړو او بیا هم د ګټلو خوبونه وینو او نمایشي چیغي وهو نو دا د خندا خبره ده، دا حماقت او لیونتوب دی. کچیری زمونږ مشران زمونږ په رایو معامله وکړي څه فکر کوي چي په دا ډول حالاتو کي مونږ باید څه وکړو؟
          د ټاکنو لمړی دور مو ولید چي څومره پاک او شفاف ؤ، څومره افغانانو په کښي ګډون کړی ؤ او چا په کښی څومره رایي او له کوم ځایه ترلاسه کړی وي. دا به ډیره د خوښی خبره وی چي هر کاندید د هیواد په هر ګوټ کي رایي ترلاسه کړي خو دلته هرڅه بل ډول دی، د پښتنو رايي یا خو د ځایي واکدارانو له خوا د یو خاص کاندید لپاره په زوره کاریږي او یا د نا اهله مشرانو له لوری د پیسو / مقام په مقابل کی پلورل کیږي. د هیواد په شمال او نورو ولایاتو کي د رایو صندوقونه د رایو د مراکزو پر ځای د ټلوالی له لوري ډکیږی. ددي خبري ژوندي مثال کولای شي د ټاکنو د لمړی دور په نتایجو کي وګوری. مونږ باید په خپلو مشرانو پسی ولاړ شو او د هغوی ملا وتړو خو په عین حال کي له شعوره هم باید کار واخلو او وګورو چي کچیری زمونږ مشران په پوهه یا ناپوهه په غلطه استقامت روان وی باید چي متوجه یي کړو، مشوره ورکړو، له نفاقه ډډه وکړو، یو موټی شو ترڅو وکولای شو خپل اهداف ترلاسه کړو . مونږ کولای شو چي د خپلو قومی مشرانو له لاری له خپلو سیاسي قیادت سره اړیکه ونیسو، یو بل ته د اتفاق لاسونه ورکړو، د خیلو او زیو پر ځای یو موټی شو او راتلونکو نسلونو ته د وروولی او اتفاق درس ورکړو.
          په یاد ولري دا یواځي ټاکنې نه دي بلکه دا یو فرصت دی تر څو وکولای شو د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره فرصتونه برابر کړو، په تیرو ۱۳ کلونو کي مونږ یواځي بدبختی ولیدی ولی نور بس دی، د خدای لپاره راویښ شئ، د ورورولي لاسونه سره ورکړئ او په یوه آواز د یوه کاندید تر شا ودریږئ، زمونږ تش په نامه مشران په خپلو شخصی ګټو پسی راوتي، دوی سره نه زمونږ د نن غم شته او نه د سبا، حزب او طالبان د خپلو پردیو بادارانو لپاره مونږ قربانوی، کرزی خو ۱۳ کاله مونږ د شمالی ټلوالی لپاره قربانی کړو او اوس د خپل قدرت په اخرو ۶ میاشتو کي خبر شو چي په جنوب کي بیګناه خلق بیندیانیږی، بیګناه ماشومان وژل کیږی، ځوانان په یو او یا بل نوم وژل کیږی.
          نور د شعار وخت تیر شوی، اوس د عمل وخت راغلی، راویښ شئ د یوه کاندید (ډاکټر اشرف غنی احمدزی ) تر شا ودریږئ، هیڅ چاته اجازه مه ورکوئ چي ستاسو په رایو تجارت وکړي، خپله رایه د خپل ځان او راتلونکی نسلونو په ګټه وکاروئ او که مونږ سره راویښ نشو او د ورورولی لاسونه سره ورنکړو زمونږ د ژغورنی لپاره نه څوک له اسمانه راشی او نه هم معجزه کیدونکی ده.
          کمال - لندن


          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #95
            په ټاکنو کې درغلي، ستونزې او ګواښونه، او د &#1

            يوالو، سيمه ييزو او محلي رسنيو، سياست والو، دولتي او نادولتي موسسو او افغانانو ته د اپريل شپږمې په ټاکنو کی د پراخه ګډون او امنيتي ځواکونو ته د امنيت په ساتلو کی مبارکي وويله خوځينو کړيو او افرادو په لوی لاس هڅه وکړه چې د خلکو له رايو سره لوبې وکړي او په ډير بې شرمانه ډول يي د خلکو پر برخليک ملنډې ووهلې. اوس چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې په هر افغان لازمه شوه تر څو هغه نيمګړتياوې چې په اول پړاو کې يي ترسره کړي بيا تکرار نه شي او هغه سيستيماتيکه درغلي چې په لمړي پړاو کې ترسره شوه بايد ترې مخنيوی وشي څو پوښتنې دي چې بايد ځواب شي . څه وشول ؟ څه به وشي ؟، ولې کيږي؟، ګاونډيان او نړيوال څوک غواړي؟. د ټاکنو پايلې ولې د توقع خلاف وې؟ ۱. د ټاکنيزو کمپاينونو او د کانديدانو برنامو ته په کتو اولس او د غني پلويان پدې خوش باورۍ کی ډوب وه چې راتلونکی دولت د غني د ټيم دی حال دا چې د عبدالله ټيم د خپلو پخوانيو تجربو او سيمه ييزو کړيو په کمک لا پخوا د سيستماتيکو درغليو لپاره تابيا نيولې وه. د غني پښتانه پلويان پدې باور وه چې د ازبکانو ټولې او د هزارو ډيری رای به د غني بکسونو ته ولیږي حال دا چې داسی ونه شوه.
            ۲.د عبدالله ټیم د ټول مادي او معنوي سرچینو نه په استفادي سره دا کوشش وکړ تر څو ټاکنی په اول راونډ کې دده په ګټه تمامې شي، د ټاکنو په کمسيون کی يي په ايډيالوژي سمبال غړي ځايي پر ځای يي کړل، د ټاکنو د کميسون محلي استازي (ډی اف سي) يي ډير يي د خپلې اغيزی لاندې وه (ځينو سره يي په تقرر کی مرسته کړې وه، ځينې يي په مادياتو، غوړو وعدو او په خارجي سفرونو نازولي وه) تر څو د کمک تر څنګ د درغلۍ مخنيوی ونکړي. داسی ويل کيږي چې ۶۵ ميليونه ډالر يي تر اوسه په مصرف رسولي دي چې د يو بډايه هيواد د ټولو ټاکنو د لګښت څخه زيات دي. د مصرف د يو مثال په ډول داسی ويل کيږي چې په کنړ کې يي چا ته ۴۰۰۰۰ زره ډالر ورکړل چې په نتيجه کی يي يواځې په يوې اولسوالۍ (څوکۍ) کی څه د پاسه دوه زره رايې ورته راټولې کړې. دعبدالله ټيم خپلو وفادارانو ته مشوره ورکړې وه چې د رايو راټولولو لپاره تر هره حده لاړ شي، تاسې د وهلو، ټکولو ، اخطارونو او حتی د مرګونو شاهد وای.
            ۳. د پښتنو په سيمو کی د ۱۰۰۰ څخه زیات مرکزونه وتړل شول، د کلتوري محدوديتنو له امله ښځېنه رايی استعمال نه شوی، د ناامنیو د ويری اه امله خلکو رایه ورنکړه. په ځینو سیمو کی د نظار شورای ټاکل شوي قمندانانو نه په استفادی ورته صندوقونه ډک شول چې ژوندی مثال یی د وردګو دی.
            ۴.اته واړو کانديدانو کی يي اوه ۷ پښتانه وه چې پدې سره د پښتنو رايه تقسيم شوه. او په کمپايننو کی تر ټول زیات پښتنو د یو بل خپې وهلې. حتی یو بل د شخصي حریم څخه تیر شول او یو بل لپاره یی د مولایانو څخه د کفر فتوایی پیدا کړي.
            ۵.د ټاکنو د کميسون ناسم مديريت او د څارونکو ادارو کمزوری نظارت چې يو مليون يا دې ته نژدې تقلبي رايی صندوقونو ته لاړې.
            ۶. په ځينو محلونو کی د ناظرينو نه موجوديت اويا هم کمزوری نظارت ددی لامل شو چې د عبدالله ټيم په پراخه ډول او ډاډه زړه درغلي وکړي. او یو څو نور واړه فکټورنه هم موجود وه. ګاونډیان او نړیوال څوک غواړي؟
            ۱.پاکستان:
            پاکستان وار له مخه پدی هڅو کی و چې د شمال ټلوالېسره اړیکی ټینګې او په پوره کوشش د بریا تر سرحده ورسوي. په لمړي ځل دا هڅی هله ګړندۍ شوې چې کله په ۲۰۰۹ کال کې د کرزي او عبدالله تر منځ ټاکنی دویم پړاو ته لاړې. د اوسنیو ټاکنو څخه د مخه د پاکستاني خبریالانو یو ټیم کابل ته راغلی وه او عبدالله سره یی کتلي وه، د ټاکنو په بهیر کې پاکستاني رسنیو کوشش کاوه چې عبدالله مخکښ وښایی.اوس پوښتنه داده چې پاکستان ولې د عبدالله ملاتړ کوي؟ الف.د وینسټن چرچل هغه نظریه چې هغه هیواد په اسانۍ غلام کیدای شي چې بی تفاوته اکثریت او خاین اقلیت ولري، د طالبانو د پرځیدو وروسته پاکستان د افغانستان په اړه په خپله ستراتژۍ کی دومره توپیر راوستو چې باید اقلیت حاکم شي تر څو خپلو موخو ته په اسانۍ ورسیږو. په وروستیو کی ددوۍ تر منځ پټ ملاقاتونه او د استاذو لیږد رالیږد یو پر بل باور زیات کړی دی. پاکستان د طالبانو په واسطه د یو منظمی توطیی لاندی د پښتنو مشرانو ترور د ټلوالېکار نور هم اسان کړی. د ټاکنو څخه د مخه د دولت د مخالفینو مسلسلې حملې او رسنیز اخطارونه چې اثر یی د پښتنو په سیمو دی خلک دې ته اړه کړه تر څو رایه وانه چوي او ټاکنو کمیسون هم په زرګونو محلونه وتړل.
            ب. د پاکستان ډیفنس ورځپاڼې د ۲۰۱۰ کال د مارچ په ۱۱ ګنه کې پدی اعتراف کړی چې ۲۰۰۹ کال کی شمال ټلوالې سره د پاکستان پټې اړیکي زیاتې شوي چې په ترڅ کې له عبدالله سره ژمنه شوې وه تر څو په اولسمشرۍ ټاکنو کی یې ملاتړ وکړي او عبدالله پدی ډیر ژیات خوشاله وه.
            دا اړیکې هله نورې هم قوی شوې کله چې محمد صادق د سفیر په توګه کابل ته ولیږل شو. د ډان ورځپانه (۱۵/۲/۲۰۱۳) د پاکستان د استخباراتو د خولې لیکي چې د ۲۰۱۴ کال د ناټو د وتلو وروسته اوضاع ته په کتو مونږ نه یواځې د ملا عمر یا حقانی سره په خبرو بوخت یو لیکن د شمال ټلوالې سره مو هم کلکې اړیکې ټینګې کړي دي او طالبانو ته مو صرف د شمال ټلوالې سره د خبرو اجازه ورکړی دی.
            ج. طالبان چې د پاکستان د کړیو جنګیالي دي هم د شمال ټلوالې ته ډیر لیواله دي ځکه چې د دواړو مشران د نظریو پر ځایی مادیاتو ته ډیر اهمیت ورکوي او په اسانۍ سره کولای شي چې قوت خپل منځ کی تقسیم او حتی هیواد د تجزیی لور ته بوځي چې پدی سره به یواځي د پاکستان نه مګر ټولو ګاونډیانو موخې پوره شي.
            د. د ټلوالې په راتګ سره به پاکستان ته اسانه شي تر څو د ډیورنډ مسله حل او ځان د دایمی سردردۍ نه خلاص کړي، او دا هغه ټکی دی چې شمال ټلوالېته پاکستان وار له مخه شین سګنال ورکړی دی.
            ۲.ایران: د ټلوالې په نظر ایران هغه هیواد دی چې دوی ورسره ډیرې ژورې ژبنۍ، قومي او مذهبي اړیکي لري او د ټلوالې د تاسیس څخه تر اوسه یی تر شا ولاړ دی، د کرزي په ۱۱ کلنه دوره کې ټلوالې په مرسته ایران ډیری خپل اهداف تعقیب کړل او کرزی یی همیشه د خپل اثر لاندی وساته. د شیعه لویو مدرسو او جوماتونو جوړول، د پټو استخباراتي پروګرامونو جوړول، د شیعه ګانو لپاره د پوهنتونو جوړول، د ایراني شیعه مشرانو لپاره په کابل کی د تلین او ستاینی لوې غونډې جوړول او همیشه غونډو ته داسی خلک رابلل چې د ملی وحدت او یا ملي ویاړونو پر ضد خبری وکړي.د ټاکنو د مخه د ایران په قم کی ملایانو د عبدالله عبدالله په ملاتړ فتوه ورکړه خو لنډ به ووایو چې ایران عبدالله غواړي ځکه چې:
            الف. د هلمند د سیند اوبه به بغیر د کوم خنډه او په قانوني ډول د ایران په واک کې ورکړل شي.
            ب. لکه څرنګه چې ایران فرهنګي یرغل ته ډیر لیواله دی او تر ډیره په خپل کار کی مخکې تللی هم دی او همیشه د قومونو تر منځ د شخړو په پیداکولو او توطیو بوخت دی نو بیا به په اسانۍ وکوالۍ شي چې خپل اثر زیات او موخو ته په اسانۍ ورسیږي.
            د ژونديو مثالونو څخه یی د دانشګاه مسله او یا افغانۍ رسنۍ په دی خاطر حمایه کول چې ایراني لهجه یا لغات استعمال کړي لکه د طلوع او ځینې نورو تلویزیونو له لوري د ملي ترمینالوژۍ تر پښو لاندې کېدل،بالاخره لویې لارې، څلورلارې، پوهنتونونه او نوری ملي وداني به د ایراني اخوندانو په نامه شي.
            ج. د لبنان او یا سوریی په شان به د نظایمانو داسی برخه جوړه کړي چې د شیعه مذهب په ملاتړ جګړه، د سنیانو په ترور او یا داسی پټو توطیو بوخت کړي تر څو د افغلنستان ګاونډی هیوادونه هم د خپلی اغیزی لاندی راولي.
            د. لکه څرنګه چې ټلواله د ایران ګټو ته ډیر ژمن دي نو طبعی ده چې والیان او وزیران به یی هم د معلم عطا، بهزاد او یا پدرام په شان وي په اسانۍ سره به وکړای شي خپلی ګټې خوندي او د نورو هیوادونو لکه امریکا ، سعودي عربستان…په مقابل کی خنډ وګرځي. د ګاونډیانو څخه د پورته دوو مغرضو اودوه مخو پالیسیو لرونکو هیوادونه بسنه کوې ځکه چې نور ګاونډیان ډیر د پام وړ اثر نه لري، باید یادونه وکړم هندوستان چې د شمال ټلوالې نږدې ملاتړی وو لیکن په اوسني شرایطو کی د ټلوالې او پاکستان نږدی اړیکو په اندیښنه کی اچولی دی.
            ۳.امریکا او اروپا: د افغانستان اوسنی نظام چې لمړیتوبونه یی اداري فساد، ناامني، مخدره توکي او بی کفایتي ده امریکا تر پوزې راوستې ده او د ۲۰۰۹ کال نه پدې هڅه کی ده چې د کرزي ښه بدیل پیدا کړي خو تر اوسه لا بریالۍ شوۍ نده او پدی هم پوهیږي چې د پورته بدبختیو لوۍ لامل خپله ټلواله ده چې ۸۰ سلنه په دولت کی ښکیله ده.
            عبدالله عبدالله په مستفیم او غیر مستقیم ډول کوشش وکړ ترڅو د امریکا ملاتړ تر لاسه کړي خو بریالی نشو. امریکا پدې پوهیږي چې عبدالله او د هغه ټیم ددی وړتیا نه لري تر څو افغانستان پدی وخت کی اداره کړي، عبدالله او د هغه د ملګرو متزلزل، په قومي، سمتي او ژبني بنیاد ولاړ سیاست، د ایران او روسي سره نږدې اړیکې او بی تجربې ټیم د امریکا او ځینی اروپایی هیوادونه پدی ندي قانع کړې ترڅو یې بشپړ ملاتړ تر لاسه کړي.
            ځینی اروپایی پټو کړیوپدې هڅه کې دي چې د افغانستان تجزیی طرحې وړاندط کړي او ښه پلې کونکي یی ټلواله ده (ډیری ځل یی په بهر او داخل کی غونډی کړې دي) او د دې لارې خپل اقتصادي مافیا حاکمه کړي مګر تر اوسه پدی ندي قادر شوي، نړیوالې ټولنې تر اوسه په څرګنډ ډول د چا ملاتړ ندی کړی خو د اشرف غني ټیم او پراخ اولسي ملاتړ ته په کتو پدی لیواله وه چې د کامیابیدو په صورت کی به پراخه اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي، داسی اوازې هم وې چې امریکا په دوستم نیوکې لري مګر تر اوسه پدی اړه څه ندي ویل شوي.
            د ټاکنو دویم پړاو(وروستی چان
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #96
              د ملي قوتونو د وحدت ضرورت/ عبدالخالق درانی

              Y
              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

              Comment


              • #97
                د ملي قوتونو د وحدت ضرورت/ عبدالخالق درانی

                د ولسمشرۍ په روانو انتخاباتو کې درې کاندیدان تر نورو مهم او پیاوړي ښکارېدل: ډاکتر زلمی رسول، ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله. ډاکتر زلمي رسول او ډاکتر اشرف غني دواړو په کورنیو جګړو کې برخه نه ده لرلې، د هیچا په وینو یې لاسونه سره نه دي ، د خاصو تنظیمونو غړي نه دي، ښه نړیوال شهرت لري، په خارجي پوهنتونونو کې یې لوړې زده کړې کړې دي، د خلکو د خوښي په حکومت او دموکراسي باندې باور لري او د افغانستان په هغو سیاستوالو کې حسابېږي چې په ملي سویه فکر کوي.
                خو د دغو دوو کاندیدانو کمپینرانو او پلویانو ډېر وخت په دې تېر کړ چې یو بل سره تخریب کړي. دوی ګومان کاوه چې په خلکو کې د اشرف غني او زلمي رسول پلویان زیات دي نو ځکه په دغو دوو کې که یو تخریب شي، بل به خامخا کامیاب شي. له دوی سره دا فکر هم وو چې ډاکتر عبدالله عبدالله د هېواد په خاص سمت کې خاصې رایې لري چې هغه ورڅخه نه اخیستل کېږي نو پکار نه ده چې غرض ورسره وشي. په دې منځ کې یو بل حقیقت هم باید هېر نه کړو چې په کابل کې او د هېواد په اکثرو سیمو کې ډاکتر زلمي رسول او ډاکتر اشرف غني ته بد ویل ډېر اسانه او بې خطره کار دی، خو په عبدالله عبدالله باندې سخته نیوکه کول، ټوکه نه ده. لکه څنګه چې په تېرو دولس کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي غندل اسانه او بې خطره کار و خو د مارشال مرحوم یا په شورای نظار او جمیعت اسلامی پورې د نورو مقاماتو غندل خطرناکه چاره ګڼل کېدله، دا ځل هم کیسه دغسې ده.
                وضعیت داسې و چې د ولسمشرۍ په روانو ټاکنو کې ډېره انرژي د ډاکتر اشرف غني او ډاکتر زلمي رسول په مخالفت باندې ولګېده او په نتیجه کې دغه دواړه ملي شخصیتونه کمزوري شول چې ګټه یې عبدالله عبدالله ته ورسېده.
                اوس چې داسې ښکاري چې انتخابات به دویم پړاو ولري او ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني به یو ځل بیا سره سیالي کوي، ملي قوتونو ته پکار ده چې د تېر ځل له اشتباه پند واخلي او داسې دریځ ونیسي چې د افغانستان خیر پکې وي.
                په افغانستان کې سولې ته اړتیا ده. په افغانستان کې ښې حکومتدارۍ ته اړتیا ده. په افغانستان کې د حکومتي ادارو پیاوړتیا او د قانون حاکمیت ته اړتیا ده. له مضرو ګاونډیو څخه د افغانستان ساتنې ته اړتیا ده. دې ته ضرروت دی چې خلک په اقتصادي لحاظ تر پخوا بهتره شي. دې ته ضرروت دی چې ځوانانو ته کار پیدا شي او د تعلیم او طبي خدماتو کیفیت بهتره شي. دې ته ضرورت دی چې اجتماعي عدالت ولرو او ځینې سیمې په نورو سیمو برتري ونه لري. داسې نه وي چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکو ته د مشکوکو خلکو په سترګه وکتل شي او د ځينو ولایتونو خلک فوق العاده امتیازات ولري. د افغانستان مشکلات مونږ ټولو ته معلوم دي. خیر په دې کې دی چې خپلو مشکلاتو ته وګورو او یو ملي دریځ خپل کړو.
                که خدای مکړه د انتخاباتو په دویم دور کې د شخصي احساساتو او مخالفتونو په اساس فیصله وکړو او یا انتخاباتو ته هیڅ اهمیت ورنه کړو او په دې هوایي خبرو پسې وګرځو چې خارجیان به یو څوک ټاکي او زموږ رایه څه اهمیت نه لري، نو بیا باید د ښې سبا انتظار ونه لرو.
                ولې سپینې خبرې نه کوو. همدا اوس د افغانستان ځينې ولایتونه د جنګ او ناامنۍ او بدمرغۍ په اور کې سوځي. که تحول رانه ولو، که تنظیمي اداره په ملي ادارې بدله نه کړو او که د درغلۍ د روان ناورین د مخنیوي هڅه ونه کړو نو بهتري به څنګه راځي؟
                مونږ هر یو یوه رایه لرو او مونږ هر یو یاران ، دوستان او خپلوان لرو. پکار ده چې د ضمیر او وجدان په حکم او د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د ملي قوتونو ملا وتړو او نور هم وهڅوو چې خپله رایه د افغانستان د خیر او نیکمرغۍ لپاره استعمال کړي.
                که خدای مکړه ملي قوتونه او د ملي فکر خاوندان د تېرو اونیو په شان شخصي مخالفتونو او کشمکشونو ته ادامه ورکړي، نو د سبا ورځې مسولیت به د چا په غاړه وي؟ د ملي مسایلو او ملي فیصلو لپاره په سړه سینه فکر پکار دی. که مونږ په دې اساس په رایو کې برخه اخلو چې پلانی مې تربور دی او له هغه سره باید خامخا مخالفت وکړم، یا د یوې خامې مادي تمې په اساس په انتخاباتو کې برخه اخلو، نو هم به تاریخ ته مختوري یو او هم د قیامت په میدان کې د خدای (ج) په حضور کې. دغه راز زموږ هره ناسمه فیصله د دې باعث کېږي چې خپل اولاد ته مختوري شو. که مونږ غلطه فیصله کوو او هیواد یو ځل بیا د ملي قوتونو په ځای تنظیمي او سیمه ایزو قوتونو ته سپارو، د اولاد راتلونکې په مو څنګه وي؟
                تاریخ ډېر لوی معلم دی. کله چې زموږ خلکو ملي فکر کړی او معقول اقدام یې کړی دی نو د هېواد چارې د میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا په څېر کسانو ته سپارل شوې دي چې تر اوسه ورباندې فخر کوو او خوشحالي احساسوو خو کله چې مو د ملي فکر په ځای نور فکرونه کړي او یا مو په ملي مسایلو کې بېخي برخه نه ده اخیستې نو بیا د ثور د اوومې او اتمې په څېر لوبې راسره شوې دي.
                انتخابات د یوه ملي او تاریخي امتحان حیثیت لري. له دې امتحانه باید کامیاب راووځو او دا کامیابي مو په خپل لاس کې ده. که چېرې ملي قوتونه سره یو لاس شي او د شخصي ګیلو او ماڼو په ځای ملي خیر او ملي ګټې محترمې وګڼي او دغه راز ټول هغه کسان چې ملت ورته محترم دی، د شاوخوا خلک او یاران دوستان هم وهڅوي چې په انتخاباتو کې په روڼو سترګو برخه واخلي، نو زموږ ملت به ان شا الله کامیاب وي. نور باید همت وکړو او دا ونه زغمو چې په کندهار یا هلمند یا اروزګان یا بل هر ځای کې زموږ میندې بورې شي او زموږ خویندې ورارې شي. مونږ په خپلو رایو تحول راوستلای او په خپل تاریخ کې نوی باب پرانیستلای شو.
                ( د کندهار چاپ له ګرداب ورځپاڼې څخه په مننه)

                Leave a Reply
                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                Comment

                Working...
                X