Announcement

Collapse
No announcement yet.

PPP Hukoomat

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • PPP Hukoomat

    Feroz Khan Afridi






    ยท





    د 2008 نه پس کوم سيټ اپ چې جوړ شوې دے په هغه ما يو نظم ليکلې وو هغه درته وړاندې کووم ياده دې وي چې زه د يوې پارټئ سره هم تعلق نه لرم

    2008 انتخابات نه پس سياسي منظر نامه

    سياسي نظم
    چې ډوګر پکـــــښې قاضي وي
    او بادشـــــــــاه ئـــې زرداري وي

    ېو خيــــــر ګر ئې ګــــيلاني وي

    بل محــــــدوم ئې تجــاري وي

    دريم محــــــدوم ئې قريشي وي

    بل غلاګــــــر ئې کاظــــمي وي

    مخ کتنه د شيــــــــــــــــــري وي

    فوزيــــــه باجي هي هي هي وي

    تدبيرونه اغوانــــــــــــــــــي وي

    او کوټوال په کــــښې نائي وي

    مشــــــــــــــــــــورې د ډيزلي وي

    تابعدار ابن الـــــــــــــولي وي

    مکاري د التــــــــــــــــاپي وي

    اوازونه د کـــــــــــــــــټي وي

    مخالف نمائـــــــــــــيشي وي

    کله جي کله نهــــــــــــــي وي

    په ښکاري خـــو شريفان وي

    خو په پټه بدمعاشـــــــي وي

    بيا انجام به ئې چي چي وي

    حکومت چې سوالي وي

    چې انصاف پکښي خيالي وي

    او په لاس د پي پي پي وي

    بيا په داسې حکومت کښې

    فيصــــــــــــلې به هوائي وي

    د واکمنـــــــو بې غواري وي

    چې انصاف ئې سياسي وي

    د امراؤو بې حـــــــسي وي

    د غريب عـــــمر د سپي وي

    چې په نوم خو حکومت وي

    خو د بل چا غلامي وي

    هر طرف ته خود غرضي وي

    په هر خوا نفسانفسي وي

    بيا به داسې انصاف څه وي؟

    چې عوام پکښې خصي وي

    بيا به داسې په مونږ کيــــــږي

    څوک نه څوک خو به باغي وي

    که طالب وي که مــــــــلا وي

    که د کلي څو ځلــــــــــمي وي

    خا مخــــا په داسې حال کښې

    بيا بريـــــدونه ځان مرګي وي



    Vlogs - PM Gilani ka CNN per interview
    www.youtube.com

  • #2
    افریدي صاحب - یوازې پاکستان نه خو ټوله نړي کښی سیاست ته چې کم خلک رازي عموماً هغه دوه مخونه لري - ډیر کم به دسي وی چې رښتین وي - فرق صرف دا دی چې په مغرب کښی که یو سیاستمدار سړی په غله یا په درواغ وییل ونیولی شي نوهغه مجبور شي چې استعفا ورکی او د اولس نه مافیانی اوغوړي - په پاکستان اور نور مشرقی هیوادونه کښی دهغه سیاستمداران ښه زړور شي او خلکو ته سترګي ښه سپین کښي لکه چې شرم هچ معنا نه لري



    Comment


    • #3
      بلکل سمه خبره دې وکړه
      افسوس دا دے چې نوې څوک نشته کنه
      که د عمران خان څه وکړل خو ګمان مې نه کيږي

      Comment

      Working...
      X