Feroz Khan Afridi ยท
د 2008 نه پس کوم سيټ اپ چې جوړ شوې دے په هغه ما يو نظم ليکلې وو هغه درته وړاندې کووم ياده دې وي چې زه د يوې پارټئ سره هم تعلق نه لرم
2008 انتخابات نه پس سياسي منظر نامه
سياسي نظم
چې ډوګر پکـــــښې قاضي وي
او بادشـــــــــاه ئـــې زرداري وي
ېو خيــــــر ګر ئې ګــــيلاني وي
بل محــــــدوم ئې تجــاري وي
دريم محــــــدوم ئې قريشي وي
بل غلاګــــــر ئې کاظــــمي وي
مخ کتنه د شيــــــــــــــــــري وي
فوزيــــــه باجي هي هي هي وي
تدبيرونه اغوانــــــــــــــــــي وي
او کوټوال په کــــښې نائي وي
مشــــــــــــــــــــورې د ډيزلي وي
تابعدار ابن الـــــــــــــولي وي
مکاري د التــــــــــــــــاپي وي
اوازونه د کـــــــــــــــــټي وي
مخالف نمائـــــــــــــيشي وي
کله جي کله نهــــــــــــــي وي
په ښکاري خـــو شريفان وي
خو په پټه بدمعاشـــــــي وي
بيا انجام به ئې چي چي وي
حکومت چې سوالي وي
چې انصاف پکښي خيالي وي
او په لاس د پي پي پي وي
بيا په داسې حکومت کښې
فيصــــــــــــلې به هوائي وي
د واکمنـــــــو بې غواري وي
چې انصاف ئې سياسي وي
د امراؤو بې حـــــــسي وي
د غريب عـــــمر د سپي وي
چې په نوم خو حکومت وي
خو د بل چا غلامي وي
هر طرف ته خود غرضي وي
په هر خوا نفسانفسي وي
بيا به داسې انصاف څه وي؟
چې عوام پکښې خصي وي
بيا به داسې په مونږ کيــــــږي
څوک نه څوک خو به باغي وي
که طالب وي که مــــــــلا وي
که د کلي څو ځلــــــــــمي وي
خا مخــــا په داسې حال کښې
بيا بريـــــدونه ځان مرګي وي
Vlogs - PM Gilani ka CNN per interview www.youtube.com



Comment