Announcement

Collapse
No announcement yet.

د لغمانی او د شیطان قصه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د لغمانی او د شیطان قصه

    وائي چې لغماني دومره چالاک دي چې شیطان هم تیر باسي. د یو لغماني له شیطان سره دوستي شوه او په شریکه یې هغه سره دهقاني شروع کړه. دواړو په ګډه ټیپر، غنم او جوار وکرل. چې کله د ټیپرو د ریبلو وخت راغی نو لغماني له شیطان نه پوښتنه وکړه چې د فصل کومه برخه اخلې؟ سر یې که بیخ یې؟ شیطان د ټیپرو شنو پاڼو ته وکتل او ویې ویل، زه یې سر اخلم. د لغماني په برخه یقیناْ چې ټیپر ورسیدل. چې کله د غنمو د ریبلو وخت راغی نو لغماني بیا له شیطان نه پوښتنه وکړه چې د فصل کومه برخه اخلې؟ سر که بیخ؟ شیطان دا وار وویل چې بیخ یې. لغماني یقیناْ چې غنم واخیستل. چې کله د جوارو د ریبلو وخت راغی نو لغماني دریم ځل له شیطان نه پوښتنه وکړه چې د فصل کومه برخه غواړې؟ سر که بیخ؟ شیطان دا ځل وویل چې زه دا وار هم سر اخلم او هم بیخ. او لغماني ته بیا هم جوار ورسیدل.
    دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه

  • #2
    دا قصه زما ډیرخوښ شو خو لغمانيان یوازې نه دي۰ دسي نورهم چالاک خلک دي ۰
    Last edited by tor_khan; 02-09-2012, 12:27 PM. Reason: Fix

    Comment


    • #3



      کلچی به خاوری درله درکم
      زه لغمانی یم خر په ونه ښیجومه خیجومه؟؟؟



      I am no bird, and no nest ensnares me.

      non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

      Comment


      • #4
        Originally posted by dazahrojaam. View Post



        کلچی به خاوری درله درکم
        زه لغمانی یم خر په ونه ښیجومه خیجومه؟؟؟



        چې په پټو سترګو ليکل کوې بدرنګې نو دغسې غلطه غلطه پښتو به ليکې

        کلچې به خاورې درله درکړم
        زۀ لغمانۍ يم خر په ونه خېژومه
        Na soz sho na saaz sho,
        Bas hasy jwand tamam sho

        Comment

        Working...
        X