وائي چې لغماني دومره چالاک دي چې شیطان هم تیر باسي. د یو لغماني له شیطان سره دوستي شوه او په شریکه یې هغه سره دهقاني شروع کړه. دواړو په ګډه ټیپر، غنم او جوار وکرل. چې کله د ټیپرو د ریبلو وخت راغی نو لغماني له شیطان نه پوښتنه وکړه چې د فصل کومه برخه اخلې؟ سر یې که بیخ یې؟ شیطان د ټیپرو شنو پاڼو ته وکتل او ویې ویل، زه یې سر اخلم. د لغماني په برخه یقیناْ چې ټیپر ورسیدل. چې کله د غنمو د ریبلو وخت راغی نو لغماني بیا له شیطان نه پوښتنه وکړه چې د فصل کومه برخه اخلې؟ سر که بیخ؟ شیطان دا وار وویل چې بیخ یې. لغماني یقیناْ چې غنم واخیستل. چې کله د جوارو د ریبلو وخت راغی نو لغماني دریم ځل له شیطان نه پوښتنه وکړه چې د فصل کومه برخه غواړې؟ سر که بیخ؟ شیطان دا ځل وویل چې زه دا وار هم سر اخلم او هم بیخ. او لغماني ته بیا هم جوار ورسیدل.
Announcement
Collapse
No announcement yet.
د لغمانی او د شیطان قصه
Collapse
X

۰

Comment