تاند(دوشنبه/جنوري۲۴) د افغانستان ولسمشرحامد کرزي نن د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه په دې وغندل چې په غزني ولایت کې یې شاوخوا څلور زره ونې وهلي او خلکو او چاپېریال ته یې زیان اړولی دی.د ولسمشر کرزي دفتر وايي چې د راپورونو له مخې بهرنیو پوځیانو په وروستیو ورځوکې د غزني ولایت د خاني بابا او بند سردې ترمنځ سیمه کې له درې تر څلور زره ونې وهلي دي.
کرزي ویلي چې بهرني پوځیان باید د ونو له وهلو لاس واخلي ځکه چې دا کارد افغانستان د خلکو د شتمنیو پرضد جنایت دی.
د ناټو یوه ویاند سنسیټ بلینسکي وویل چې دوی د ولسمشر کرزي له لوري له لګول شوي توره خبر دي او هڅه کوي چې موضوع مالومه کړي.
د غزني ولایت د پولیسو قومندان زړورخان زاهد وویل چې ده ته هم د ولسمشرۍ له دفتره په دې باب ټېلفون شوی وو خو د سیمې خلکو ورته څه نه دي ویلي.
د غزني د ولایتي شورا ريیس عزیزالله پویا بیا وايي چې ده ته کلیوالو شکایت کړی چې د ناټو ځواکونو د دوی ونې وهلي دي.
تر دې مخکې د ولسمشرکرزي له لوري یوه ګومارل شوي پلاوي په کندهار کې د خپلو تحقیقاتو په لړ کې مالومه کړې وه چې د دغه ولایت د درو ولسوالیو اوسېدونکو ته ناټو ځواکونو په خپلو عملیاتو کې تر سل ملیون ډالرو زیات زیان اړولی دی.
ناټو ځواکونو د کندهار د عملیاتو په ترڅ کې نه یوازې د خلکو په سلګونو کورونه ونړول بلکې د هغوی درمندونه او د مېوو باغونه یې هم له منځه یووړل.
ناټو او د کندهار ولایتي مقاماتو د دغه پلاوي ادعا رد کړه .
ویل کېږي چې د کندهار مقاماتو ښايي له دې وېرې چې بیا د امریکايي مطبوعاتو له لوري په قاچاق او بدماشۍ تورن نه شي، د ګومارل شوي پلاوي د تحقیقاتو پایله رد کړه.
کرزی نن سبا د لوېدیځوالو له لوري ترفشار لاندې دی چې د انتخاباتو د کمیسون له لوري بریالي اعلان شوي کاندیدان ومني .
لوېدیځوال ګومان کوي چې دا کسان به له یوې خوا پر کررزي د فشار لپاره کاروي او له بلې خوا به د دوی له لوري د ملکیانو پر مرګ ژوبلو سترګې پټوي.ځکه چې په بریالیو اعلان شویو کاندیدانو کې د هغو سیمو استازي په نشت برابر دي چې بمبارۍ پرې کېږي او یا یې ونې وهل کېږي.

Comment