ګرانه ايډمن خانه سلامونه
زه ستاسو په دې فورم کښې اګر چې نوے ضرور يم خو د نيټ په دنيا کښې يو سنئير پښتون ليکوال يم
زه چې يو فورم ته ځم نو په دې اساس چې خپل پښتانه وروڼه خوئيندو ته د خپل عمر د تجربو او مشاهدو برخه ونډه ورکړم۔
زه هيڅ کله هم په داسې فورم کښې وخت بربادول نه غواړم چرته چې زما د ويناوو قدر منزلت نه وي يا زما موجودګي په چا ښه نه لګي۔
ما محسوس کړے ده چې دلته ُڅو کسان داسې هم شته چې ځان ته د پښتو ټهيکداران وائي خو متسفانا هغوئي د بل سړې په خوارئ محنت کړي کار باندې شخوندونه وهي او خپله پګړئ او
شمله په اوچتول غواړي۔
په خپله د هغوئي هيڅ کنټريبيوشن نه وي۔
تر ټولو ستره ګيله ستاسو نه هم ده چې يو خو زما پوسټونه له تر اوسه پورې تاسې سمون ور نکړلو ځکه چې په ځينې پوسټونو کولو زه ونه رسيدم لکه د يوټيوب ليک څنګه خوندي کيږي؟
بل تاسو ما ته دې فورم ته د راتلو کومه خوښي څرګنده نه کړه۔
په پائي کښې زه په دې نتيجه ورسيدم چې ګني زما راتګ لکه په نورو ځيني ملګرو په تاسې هم راس رانغلو۔
که داسے وي نو زه به يوه لحظه هم وا نخلم ددې ځايه په کډه کولو ځکه چې کوم ځائي کښې زما عزت نه وي نو هلته زه يو ثانيه هم نشم ايساريدلے۔
زه ترهغې پورې ستاسو د ځواب په طمع يم ګني که ما له د کوم ذمه وار کس له اړخه ځواب ونشو نو زه به په خاموشئ سره وتلے ووم۔
په ډيره پښتنه مينه
فيروز افريدي
صدر پېښور پښتو ادبي جرګه
خيبر پښتونخوا
سرپرست پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر
مدير اعلي
درې مياشتيځه پېښور پښتو مجله
قطر
پېښور

Comment