Announcement

Collapse
No announcement yet.

introduction

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • introduction

    my photo

    بســم الله الــرحمٰــن الــرحيــم
    د حسرت ژونـد
    حافظ سيدافتخارعلي شاه حسرت په کال۱۹۶۰
    کښې په ابدره کلي پېښـورکښې وُزږېـد- د پلار
    نوم يې عبدالحنان،چې په بابُو صاحب به يادېدو
    اؤ د نيکۀ نوم يي شيرين باچا وو اؤ په اسلاميه
    کالـج پيښـور کښې د اسـلاميات استـاد وُو -
    حسرت د اخوند پنجـو بابا نمسے دے اؤ سلسله
    شجـره نسب يې بنت رسـول حضرت فـاطـمـة
    الـزهره سـره يوځاۓ کيږي- د حسرت د ژوند
    حالات څۀ په دا ډول دي- دے لا د څلورو کالـو عمـرته نه وو رسېدلے چې پلار يې حق وُرسيد
    اؤ دے تـرې يتيـم پاتې شوو- د پلار د وفات نه
    پس يې د ژوند هـره لـوړه ژوره وُلـيده اؤهم په
    دې نـاسـازګار حالاتـو کښې يې ابتـدائي تعليم د
    خپـل کلي سکول نه اؤ وړاندې يې د اسـلاميـه
    کالـج پېښـورنه د سـائنس اؤ د خـېبـرلا*ء کالـج پېښوريونيورسټۍ نه يې دقانون ډګرۍ ترلاسـه
    کـړې اؤ د ديني علـومو تنـده يې جـامع محمـديه
    پېښورټاؤن نه ماته کړه- يووارې بيايې داسلاميات ماسټرډګرۍ دپاره يې پېښوريونيورسټۍ ته رجوع اوکړه- حسرت يوبهترين خطاط دےاؤدمصورۍ خصوصيات پکښې د وړوکوالي نه کوټلي وو خو
    د شاعرۍ ابتداء يې په ځوانۍ کښې وُکړه- تقريبا
    شل پنځويش کاله يې شاعرۍ داسې وکړه چې څۀ
    به يې ووليکل نوهغه به يې ضائع کړل- خو اوس
    د پښتون حـالـت زار، د مسلمـان بېوسۍ اؤ ملکي حالاتو دومـره مجـبور کـړو چې پښتون راويښ
    کړي، د مسلمان دا زړۀ وُلـړځوي اؤ خود پخپله
    په ملکي حالاتو باندې د وينواُوښکې تلې کړي اؤ
    د حسرتونو په نوم د پېغـامونو اؤ پېـرځونو ډالـۍ
    نوي کـُول ته وړانـدې کـړي-

    مننه

    ډاکټـرسيد لطـف الله کاکا خيل
    سابقه چئيرمين فزيکل کيمسټري
    وائس چانسلر سرحد يونيورسټي
    پيښـور، کـوهـاټ يونيـورسـټي

    نېټه: ٢٣ نومبر ٢٠٠٨

    حسرتونه
    حسرتونه د اشعارو يوه داسې مجموعه ده چې شاعرپه کښې دژوند اؤ ايمان نازک اړخونه را لـړځولي دي- هر يو شعريې د شيرينۍ نه خوږ
    اؤ د ژوند د ترخو نه تريخ دے- د اشعارو ژبه
    ډېره ساده، سليسه، روانه اؤ آسانه ده- روزمره
    الفاظ په کښې استعمال شوي دي- باوجود د لوې
    تنقيده شاعـر دا ټوله مجموعه دعنواناتو لاندې د ليکلوکوشش کړے دے اؤ دژوند خوږې، ترخې
    تجربې يې په ډېر ښـۀ انـداز بيان کړې دي- کۀ
    چرته يې غزل ليکلےدےنو زوريې پرې مسلسل ورکړے دے اؤ کوشش يې دا دے چې دا غزل
    دې مسلسل اؤ د عنوان لاندې دې وليکلے شي-
    د حـسرتونو يو عـام خاصيت دا دے چې يو لوستونکي له نه ده ضروري چې دخپلې خوښې
    په لټون کښې دې ټول ديوان وُلولي بلکه څۀ چې
    هم لوستل غواړي نو په ډېره لنډه اؤ آسانه طريقه
    هم هغه باب وعنوان ته وُرسي- دحسرتونو دويم خاصيت د دا دے چې ټولـه مجموعه په ابـوَابُـو
    کښې منقسيم ده اؤ هـرلوستونکے دخپلې خوښې
    اؤ مقصدي اشعارو ته په آسانه وُرسي کۀ هغه د ايمانيات دلاندې دي، کۀ پُښتونولي ده يا د جانان
    نازو ادا يا ستم- دحسرتونو دريم خاصيت دادے
    چې شاعـرموجوده اؤ ننني حالات اؤ مسـائل را
    نيولي دي اؤ لوستونکـو ته يې په ګوته کوي- د حسرتونو څلورم خاصيت دا دے چې واړه ټول اشعاردحقيقت دنظره تېرشوي دياؤهرلوستونکے محسوسوي چې داهرڅۀ دهغه په خپل ځان تېر
    شوي دي- دحسرتونو پنځم خاصيت دا دے چې
    په د ې کښې شاعر دخپل ځان په ځاﮰ د وګړو
    اؤ د اولس خيال ساتلےدےاؤهـرشعر د پيغام په
    توګ وړاندې کوي- د حسرتونو شپږم خاصيت
    دادے چې هرعنوان يې بدل اؤمضمون يې نوے
    دے اؤ دباربار وېنا يا تکراراحتمال پکښې نشته- دحسرتونو اُووم خاصيت دا دے چې دلته شاعر
    اکثر ځان ته مخاطب دے اؤ د سوي زړۀ وېنا اؤ
    خپله کمزوري ښکاره کوي اؤ په دغه رنګ هر لوستونکي ته دلته خپله کمزوري په ګُوته کيږي-
    سيد رشاد مُعـزز آزاد
    مېنېجنګ ډائـــريکـټــــر IT
    ګورنمنټ آف اېن ډبليو اېف پي
    لټون
    نه وے يو حسرت نه وے شاعر نه مې ليدلے وے
    نه وے دغه سترګې نه يې زۀ چرې خوړ لے وے
    نه وے دا جنـون نه لېـونتـوب ته رسېــد لے وے
    نه وے رقابت نه مو تر مېنځه څوك راغـلے وے
    نه وے چا په تمه لـږ احساس مې بيا مونـدلے وے
    * * * * *
    نه دې وے ښکلا نه به څوک چاته زهيرېدلے وے
    نه دې وے پسرلي نه به ګلــونــه رژ ېدلے وے
    نه دې وے خزان نـه بـه ازغو لارې نيـولے وے
    نه وے تاج وتخت نه به څوك دارته رسېدلے وے
    نه دې وے دُنيـا نه يـې غـمـونـه چـا ليـدلے وے
    * * * * *


    يا په سوګندونو مې ايمـان دې بيا راوړ لے وے
    يا مې لـږ دَ اوښكو دَ جـرګـو نه شرمېـدلے وے
    يا مې بيـا سلګۍ ستا تر غـوږونـو رسېدلے وے
    يا مې دې آهـونـو ستا زړګے را لـړزو لے وے
    يا همېش بېلتـون وے چـرې تۀ مې نه ليدلے وے
    * * * * *
    يا وے ماشومـان اؤ سـره دواړه لـُوبېـد لے وے
    يا وے فـرښتـې اؤ شين اسمان ته ورختـلے وے
    يا وے مونږه ستوري توره شپه كښې ځلېدلےوے
    يا نمـر سپـوږمئ وے د يوبـل لمن نيــو لے وے
    يا حورې غلمان وے په جنت كښې اوسېدلے وے
    * * * * *
    يا وے جوارګر اؤ دا زرګے مې ترې ګټـلے وے
    يا وے شرابي اؤ دَغه سترګو نه مې څښلے وے
    يا وے غلچكے اؤ ټول خوبونه ترې اُوړلے وے
    يا وے دروغـژن اؤ په چَل وَل مې غولـولے وے
    يا فـقيروَلي وے اؤ په سجدو مې بيا موندلے وے
    * * * * *
    يا وے جـادوګـر اؤ په محلوکښې مې ساتلے وے
    يا باتور زلمے وے په غزا كښې مې ګټلے وے
    ياعرب سلـطان وے غلامۍ کښې مې راغلےوے
    يا وے بيا فـرهـاد د عشق انجام ته رسېدلے وے
    يا بيا دمنصور غوندېَ عشق دارته ورختلے وے
    * * * * *
    يا په خـزانـو اؤ پـهَ سـرو زرو مـې تـللے وے
    يا مې دا خپل ځان اؤ داجهان پرې وربېللے وے
    يا دَ خپله لاسه دا زړګے مې خُود سيرلے وے
    يا په سترګو ټپ وے چرې دا مې نه ليدلے وے
    يا ملك دفرعون وے ماشوم والي كښې وژلےوے
    * * * * *
    كـاش داسې زلمے وے د وطنه زارېدلے وے
    سـرمې پرې بېللےوے خو دا مې دې ګټلے وے
    يا مرد ميدان وے تل غـزا كښې جنګېدلے وے
    نه دې وے خـالـد خو څۀ مقـام ته رسېد لے وے
    يا د شهيـدانـو پـه ټـولـي كـښې اودرېدلے وے
    * * * * *
    مينه دَ دُنيا مې دې زړګي نه باه۫ر وستلے وے
    خدائےاؤ رسول مينه ترې په لـپو سسېدلے وے
    عشِق محـمـد كښې دَ اوېـس غوندې ختلے وے
    څومره لـوې مقام دے دې كرم ته رسېدلے وے
    يا په نيمـه شپـه کښې په سجدو تل ژړېدلے وے
    * * * * *
    نه خو زۀ شهيد نه خوغازي نه سچ عاشق شومه
    لګي چې بېـديا كښې سرابـونـو پسې وُرُك شومه
    پـاتې قـافـلې نه په ګــردونو كښې بـدق شومه
    ډوب په ګردابـونـو نن دخپلـو خوَلوغـرق شومه
    وُرک د هرې لارې هُم د لارې نه د حق شومه
    * * * * *
    نه مې سپين مونـدلـي نه ځلا کښې د رڼــا يمه
    نه مې شوه دُنيا څنګ به امېـد کښې دعقبـا يمه
    واړه دنيـاګۍ کښې بس د خلقو د خانـدا يمه
    عقـل اٶ شعـوره هـم د زړۀ نـه نابيـنــا يمه
    هــر منـزل زمـا نـه د منـزلــه زۀ فـنــا يمه

    پروت ﻴـم په سجده په زار زار درته ژړېږمه
    وا مې لـه خـداﻴـه نـور به څـومـره ذﻠﻴـلېـږمه
    نېټه: نمبر ٢٠٠٦


    my nook picture



    well this is about me and my book : celebrate:
    Last edited by iftikhar_hassrat; 08-12-2011, 05:49 AM.

  • #2
    Salaam, pa khair raghle.


    Welcome to the forum.
    I very much look forward to your contributions .
    ---
    To advise others is an easy matter, the difficulty is accepting advice -- since it is bitter for those who follow their
    own inclinations and desires
    .


    -Imam al Ghazali

    Comment


    • #3
      Welcome to PF!

      Comment


      • #4
        pe khair ralay

        Comment


        • #5
          Pa khair raghlay.
          Even Adobe Photoshop can't change me.

          A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

          For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


          The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

          -Ferishta, 1560–1620

          Comment


          • #6
            well i will be thank full if u guys go and watch my poetry and my paintings in art and photography

            Comment


            • #7
              Originally posted by iftikhar_hassrat View Post
              well i will be thank full if u guys go and watch my poetry and my paintings in art and photography
              how can we be sure that its you ?
              btw i will watch those videos.

              Comment


              • #8
                pakhair raghle.
                Za REHMAN da aagha ilm a pannah ghwarham…
                Che la deena la mazhaba wee sewa…

                Comment


                • #9
                  me from Nawa kalli Peshawar.
                  Za REHMAN da aagha ilm a pannah ghwarham…
                  Che la deena la mazhaba wee sewa…

                  Comment

                  Working...
                  X